"ادبیات معاصر افغانستان"

بنیادمان (۲)

Image Description

انور وفا سمندر

 

 

                                                                                                          دریېم فصل

د نڅاه‌  باچا

 

ورورسته له وختونو قبول یو ځل بیا د ښاروالۍ مخې ته وینا کوله. داځل د هغه د وینا ستېج د شوروي پوځیانو یو زغروال ګاډی و. 

قبول ځوان، ځواکمن د ټانک دپاسه ولاړ و. او نه پوهېده، چې خپل دومره تاوده زېري څنګه په ښاریانو، په مکتبي هلکانو، په ژغورلو شویو کاریګرو خواریکښانو، په مغزو کې وکري!

قبول دغو ټولو ته د لاس، سر او ځان په ښورولو سره، سلام ورکاوه. هغه د ټانک له برجه هر یوه ته غېږه ورکوله. هغه د خپلو احساساتو او عواطفو په اور کې، ځانګړې نڅاه نندارې ته وړاندې کړې وه. د هغه د وجود څېړۍ په دغو بې‌شکله لمبو کې سوځېده. د څېړۍ کړس او کړوس و. همدا د قبول ژبه وه. پر دغې سرې لمبې ډېر ښاریان او مکتبیان او کاریګر را چاپېر سوزېدل. 

قبول لاس کړ او د خپل پوځي کوټ له جیبه یې په وینو سور زنځیر او سرې زولنې راوښکلې، په فضا کې یې وشرنګولې:

«دادي هغه زنځیرونه، چې د تاسو خولې او لاسونه یې ورباندې ګڼډلي وو! دادي هغه زولنې، چې د بچو په پښو کې مو پرتې وې! دادي دا زنځیرونه او دا ټولې زولنې (د ظلم او استبداد د وروستي میراث) په توګه، ستاسو د خپلو بچو او زموږ د تاریخي دوستانو په مټو او ګډو هلوځلو، ماتې شې! وروسته تردې تاسو پخپل کور او خپل هېواد کې آزاد او خپلواک یاست.»

قبول زنځیرونه او زولنې د یوه پښ هټۍ ته ور وغورځولې، چې لرونه او څټکان ترې جوړ کړي. او «دا ټول د دوی(شوروي جنرال ته د لاس له اشارې سره) له برکته! دادي زموږ واقعي او تاریخي دوستان! دوی و، چې موږ پخپل ټول تاریخ کې د لومړي ځل لپاره، د واقعي خپلواکۍ او آزادۍ ساه اخلو!» 

قبول ته بیا خپلو احساساتو او عواطفو اور اچاوه. دا شېبه هغه د دوزخ د اور یوه الوتې لمبه و، چې په دې زمکه را غورځېدلې وه:

«زما مینه‌وړو زیارکښانو، کارګرانو او ملګرو! (که چېرې دا انترناسیونالست سرتیري او درنې وسلې یې پخپل وخت نه‌وای را رسېدلې)؛ نو نن به په دې خاوره، په دې کلي او په دې ولسوالۍ، د پردي ملک جنډې رپېدلې! 

نن به په دې ښار کې، د امریکې ښکېلاکي لښکرو د ستاسو او ستاسو د اتلو بچو د وینو ویالې بهولې؛

نن به دلته د ما پرځای یو بل شاه‌شجاع حاکم و؛

نن ورځ به زما بوډا پلار د امپریالیزم او ارتجاع د نوکرانو تر چړو لاندې قتل کیده؛

نن به زما ښاپېرۍ تورو ټپسانو خوړله...نن ورځ به....»

قبول لا لګیا و! هغه په (نن‌ورځ) کې دوزخي شیان او موجودات او اورونه تلل او په ښاریانو یې ورشیندل. 

په قبول د راټولو خلکو په غوږونو، سترګو او ټولو حواسو کې، څه شي بغسس... کاوه! ټول هک اریان پاتې وو. ټول څه شي په اور وژلي وو. او بیا یې په واورو او اوبو ننوېستلي وو. ټول په دغه جامد اور کې کنګل وهلي و! 

له دې وروسته نو د قبول په خبرو څوک نه پوهېدل. له دې وروسته په قبول هماغه زاړه کاپېرپېریان ناست وو.

قبول د تل په څېر پخپلې نادودې وینا زور اچاوه! دغه ځیلي بنیادم په دې کار سره یودم، په یوه ورځ، د خپل ولس پر وړاندې (چې لوی ژوند یې ورته په روژه تېر کړی و) لوبه بایلوده.

حاکم، ښاروال او ښوونکي قبول، غوښتل پخپل دا ډول راتګ سره، یودم د ولس ټول ژوند او برخلیک په لاس کې واخلي. په بېړې سره سوله ټینګه کړي او د خوراکي او لګښتي توکیو په وړیا سراسري وېش سره، د دایمي مساوات لپاره د خپل ګوند د لوړو پروګرامونو د پلې کېدلو لپاره لاره اواره کړي. او تر هغو، چې د خلکو او هېواد دښمنان هلته په ګاونډ کې روزنه اخلي او جګړې ته سنبالېږي، ده به ورته هلته د لوړو غرونو پر سرونو، د اوسپنو دیوال ودرولی وي!

قبول هیله‌من و، چې د سره‌ستوري په خولۍ کې به د خپل ښار د (کاریګروزیاراېستونکو، زده‌کوونکو او مکتبي‌نجونو) په مینځ کې ښه ښکاره شي! له دې وروسته به سورستوری، د هرچا نښان شي. 

دغه د خیال د اقلیم بې‌تاجه باچا، له دومره لوړې سولې او ستربرخلیک سره هوډمن و، چې یودم یې طرحه او خبره د ولس په سوي زړه کې، د نوې ارادې ونه را زرغونه کړي.   

قبول، دومره غټ زنځیرونه او درنې زولنې د خلکو د جسم او ذهن له پښو او لاسونو را ټولولې؛ خو د هغه دومره سوځونکې هلې‌ځلې هېچا ونه‌لیدلې!

قبول بل ځل یوازې شو. قبول خلکو ورک کړ، هېر یې کړ... د قبول په ځای یو (سور دیو)، په سیمه، په ښار او په کلي حاکم و!

قبول له خلکو سره په ځېل اخته شو! خلکو ته په غټو غټو لاپو شو. بیا خلکو ته یو مخ په غوسه شو؛ بیا څو شپې او څو ورځې ښار، کلی او ټوله سیمه، پوځي پرېټ، هوایي‌ډزو او د جټ‌الوتکو مانورونو وپوښله. 

د قبول دغو ټولو لوبو او نندارو ته چا ور ونه‌کتل! چا ورته چکې ونه‌کړې! چا له هغه سره یوه خبره ونه‌کړه!

لږترلږه یوپلار (حتی خپل پلار) یوه مور (حتی خپله مور) یوه خور (حتی خپله خور) را ولاړ نشول، او د قبول په غاړه کې یې د ګلانو یو هار وانه‌چاوه!!

قبول مات شو. یوڅه په څټ شو. ولسي چوپتیا ووېراوه. کلیوال خو لا پرېږده، خپله ښاریان په ګواښ ول. چا جنګي سپی درلود، چا جنګي زرک، چا جنګي چرګ او نورو مړزان؛ کنه زړونه خو د جنګ‌اتشفشانونه وو. او دا هر جنګي اله او وسیله او (زړه)، د قبول حکومت محاصره کړی و!

د قبول زغرې، تعلیمي سپي او د وړیا مرستو له حاصلاتو ډک کاروان سوړ، وړ-بې‌ له څراغه- له څلور لارو تېر شو. او په ښار کې یې خوشې دوره ووهله!

ښار له حاله لوېدلی و. ښار د کوم بې‌شکله کوډګر لاس وژلی و. ښار مړ پروت و. دغه (مړی) د قبول پر اوږو بار و! 

په ښار کې برېښنا نه وه. شپه یې تیاره وه او ورځ هم په کې خیرنه، پيرنه، بدشکله...د ښاریانو پر جنګي‌زړونو را اورېده!

د ښار سړکونه تش و. ښوونځي، سینما، نندارځای، لوبغالی... هرڅه له کاره ستړي وو. ټول په داسې ورځ تړل شوي و. ټول له خپلو تشو غولیو، له خپلې بې‌غږه چوپتیا وېرېدلي و. یوازې جوماتونه غږېدل. 

له جوماته یو نیم غږ، یو نیم آذان... په سړي لګېده! 

په داسې حالت کې، هرڅوک او هرڅه شنه‌پنه پړسېدلي و. په دغو پړسېدلو به چې مازې چا د شکیلي زور ور خوشې کړ، په چیغو او توبو وېستلو به شول: «د خدای مخ وکړه؛ د عذاب پرښتې وړاندې مه راځه!»

قبول هیښ‌پیښ مخته ته. نور پر ځان نه پوهېده. هغه ځان پوهولو ته نه ورکاوه! هغه ځان په شرابو وژلی و. هغه هرڅه کتل؛ خو دا هرڅه کاږه‌واږه شوي وو. هغه په هرچا، هر شي، هر دیوال... باندې کاږه‌واږه رسمونه او کږې‌وږې کرښې لیدلې! دا ادوبدو پړسېدلي عکسونه او شنې‌پنې کرښې، له هرچا او هر شي په قبول را اورېدلې. قبول عجیبې بلا وهلی و! شپه‌ورځ یې په غوږونو کې سپي غپېدل. د ذهن په انګړ کې یې یوه (سره‌پره) دیو، واړه‌واړه وريان خوړل. 

دا زمان، د هغه په خوله کې ازغي را شنه شوي و. 

هغه شپه‌ورځ په هرچا، په هر شي... چیغې ور وهلې: «ما سره غوڅ زور شته! دغه غوڅ‌زور به حقیقت را وټوکوي او حقیقت زه ټاکم!»

 

***

 

 

امبااااااع

 

د لوی اختر ورځې وې؛ خو چا قرباني ونکړه! ځکه چې وینې هسې هم ډېرې تویې شوې وې! 

د ښار په هره برخه، هره څلورلاې او سړک کې د وینو د پاسه یو سوربېرغ ولاړ و! په دغو بېرغونو باندې یې د کار د نڅاکولو شعار لیکه؛ خو د شپې -په تپه‌تیاره کې- یو څوک راته، بېرغ پورې یې ساعتي‌بم راځړاوه، سبا دا ځای د یوه‌نیم لاروي، یوه‌نیم حکومتي سرتیري، یوه نیم...په وینو بیا را تازه کېده. پاتې کار بیا د رادیوګانو و:

«د ښار په مرکزي قرارګاه باندې، د یوه غلچکي تاړاک په ترڅ کې، نېږدې سل تنه سرتېري او پوځي مشران مړه او ټپیان شول...»

یا: «د یوې آزادې خبري سرچینې د راپور له مخې، د ښاروالۍ په مرکزي ودانۍ کې درنه چاودنه شوې! په دغه پېښه کې، یو شمېر غټ حکومتي مامورین او پاسوال سرتېري یا ژول شوي یا سخت ټپیان شوي...» او «آوازه خپره ده، چې ښاروال هم په دې ډله کې دی! له پېښې وروسته دولتي ښاروال، چا د حکومتي تلویزیون پر څپو نه دی لیدلی.» او بیا «دغه خبر لا تراوسه کومې باوري سرچینې نه دی تایید کړی!»

رادیوګانو به لا تردې د غټو او درنو چاودنو او د هغو د قربانیانو شمېرې نه وې اعلان کړې، چې قبول، د ښار واکمنې ګوندي ډلې او شوروي قوتونو به بشپړ احضارات ونیول او په سبا ورځ به قبول د شوروي سرتیرو په پوځي جامو کې، د ښاري زده‌کوونکو هلکانو او نجونو، کاریګرو او نورو ښاریانو په سر کې، مظاهرې او لاریون ته راووت. د قبول په غوږونو کې به لا د سپیانو غږ بغسس...کاوه؛ لا به یې سترګې د وریو له وینو سرې وې؛ لا به یې ژبه له ازغیو په چیغو وه!

په دې ورځ به د ښار فابریکي، کارځایونه، ښوونځي...هرڅه تړلي ول. او ټول اړوندان به یې په قبول پسې مخ په وړاندې سم روان وو. په را روانې شپې کې به د تلویزیون هېنداره یوازې د قبول په لاس‌ښورولو ډکه وه.

قبول به ازغي ژوول؛ خو ګوندي انډیوالانو به یې وېلې، چې قبول ته د دوست هېواد عسکري ډاکټر وېلي، چې ژاولې وژویي... خو قبول د نن او سبا ورځې کاریګرو سره د خپلې مینې اورونه ژویي... قبول خوب بایللی.

 

***

بختۍ بې‌سره، بې‌سرپوښه، یوازې...ناڅاپه له آسمانه را ولوېده؛ زمکې کش کړه. او ورکه یې کړه! 

بختۍ په شنو خټو کې ونښته. په هغې غر را خوشې شوی و. د غره یوازې غږ راته؛ خو غر یې بېرته په څټ ته، ته، ته...

آسماني -او هغه هم ناڅاپي- بلا راولوېده. بختۍ یې له کوم لوړه آسمانه راوغورځوله؛ سمه، دمه یې په تور ټغر کې راونغاړله، چا ته یې (چې وروسته ناڅاپه شیطان وخوت)، په خولۍ کې ور وګڼډله. د قاب له غرونو یې واړوله او وروستۍ او دغسې ناڅاپه یې نیمه شپه، د شیشکو په ژرنده کې، راپاڅوله!

کوډګر ورک شو. په څټ ولاړ. بختۍ هېر کړ. 

هغه اوس له بلې بلا سره لاس‌وګریوان وه. د بلا تک شین مخ و. سرې‌سرې سترګې یې وې. 

بلا نغري ته ناسته وه. بلا سرې، شنې، ژېړې...رنګارنګ کوترې له خپلو لستوڼو را وېستلې، په اور یې خوړلې.

بلا، اور خوړ.

بختۍ بې‌سره، بې‌سرپوښه، یوازې په ځان ورپېښه وه! 

هغه یوازې وه. د هغې زړه و، چې یو څوک پیدا کړي... را ویې نیسي او خپل ټټر پرې را وڅېري...خپل ځیګر پرې وخوري...او بیا ویده شي... او ورسره ناڅاپه ټکنده غرمه شي!

څوک نه و! د ځوانې بختۍ په لاره څوک نه تېرېدل... هېڅوک نه و!

بختۍ وشرمېده. سترګې یې له ځانه غلا کړې... لېرې یې کړې.

بیا هم بختۍ وه... هره خوا، هرڅوک، هر شی... بختۍ وه!

بختۍ یوازې، (بختۍ) ته پاتې شوه!

هغه په ځان کې تر خپلو سترګو لاندې، وږې پاتې شوه!

تر نظره یې څوک راغلل، راغلل، راغلل...

یو څوک و! په خوله کې یې سورځیګر نیولی و...هغه ورسره نېږدې و. په دې کې یې ګوتې وهلې...

بختۍ نه‌خندل! هغه د خندا پر وړاندې ډبره وه او لا هم کلکه وه... لکه غر داسې وه!

بختۍ د غره خوله په لاسونو کې، ټینګه نیولې وه. 

بختۍ خپل غږونه وژل! 

(هغه) لاسونه وهل. بډوډي یې ورته موشتول... بډوډي یې وپړسېدل!

کړس‌کړس شو؛ په بډوډو کې ډبرې ماتې شوې...بیا واورې را واورېدې...

بیا هرڅه کنګل ووهل.

هرڅه یوه شېبه شول! ورک شول او هېر شول.

بختې بې‌سره، بې‌سرپوښه... له آسمانه را غورځول شوې... په خټو کې اوښته را اوښته...

بیا له ماشومانو سره په لوبو شوه...

بیا یې له خټو سړيان، سپیان، زمریان او هندي‌پیلان جوړول، وچوول او له آسمانه پر زمکه را غورځول.

سړیان، سپیان، زمریان او پېریان په خټو کې اوښتل را اوښتل!

بختۍ یوازې وه. په یوازې ځان د خټو د شیانو په جوړولو وه.

بختۍ یوځل تم شوه! پخپله شاوخوا کې په څار شوه...

ښه ځنډ په ډبرو کې تر واورې لاندې کښېناسته... په واورو کې ورکه شوه...

یو وخت دا خوا راپورېوته؛ که ګوري چې (غوجله) ده! 

که ګوري، چې له سړیو او سپیو او زمریو، د میتیازو بوی را اوري!

که ګوري، چې یوازې غوا غږ کاروي: «امبااااا...اع، امباااا...اع...»

د بختۍ (تي) را ډک شول. 

له هغې یو غږ خوت؛ هغې غږ نه اورېد!

هغې ګڼله، چې له خولې یې شنه، سره او ژېړ کاڼي تویېږي...

بختۍ د بېرغونو، د رنګونو په ورانولو شوه. هغې هرڅه ورانول، ماتول او تر پښو لاندې غورځول!

د هغې کوم ځای مېاشو وچیچه! هغې لاسونه پر ځان را کش کړل... 

لاسونه یې په وچو خټو، ژېړو شناختو او برګو بېرغونو ولګېدل.

غوا لا غږ خپراوه: «امباااا...اع، امبااااا...اع...»

یوه سپي، بختۍ په لاسونو خوړه. 

هغې لاسونه په خوله ننوېستل. زړه یې بدبد شو، کانګې پرې راغلې!

بختۍ را غوځار شوه. غوجله رڼا شوه. د غوا پر ټنډه د تاویز خاپ پروت و.

غولی د سړیانو، سپیانو، زمریانو، خوسیانو، پیلانو... په ماتو سرونو ډک و.

ټولو بختۍ ته کتل. ددغو ټولو ژبې په (امبااااا...اع) کې راوتلې وې! 

د ټولو سترګې رډې‌رډې پاتې وې! تا به وېلې، چې قیامت طلسم کړي!

د ټولو سترګې کوم مرموز غږ چوولې او نړولې او له ژړا وچې کړې وې!

دا یوه عجیه وچکالي وه! یو مرموز اقلیم و. یوه استثنایي هستي وه! ټول وچکالۍ، په ډبرینو اوښانو اړولي ول.

بختۍ بې‌سره، بې‌سرپوښه، چا له آسمانه دغې غوجلې ته راکش کړې وه! 

غوا لا د غږ په تمرین اخته وه: (امبااااا...اع، امباااااا...ای...) غوا پخپله غوښتنه نه پوهېده. غوا د خپلې غوښتنې لپاره د غږ په جوړولو وه...

غوا خوسی ورک کړی و. غوا رمباړې وهلې. د خپل خوسي له سترګو یې مچکې غوښتلې؛ خو چا د خوسي سترګې ترې تښتولې وې! غوا چا لوټ کړې وه. غوا په دغه بې‌شکله غله پسې رمباړې وهلې. غوا پخپله لکۍ ځان واهه. غوا غږ جوړاوه...

بیا قبول راغی. په غېږ کې یې خوسی و. دغه خوسي غوا ته د زراعتي چرګ په شان رډرډ ور وکتل. په غوا کې یو زوړ چنجی وښورېد. خوسی لیوه شو!

دغه سورلیوه، په زغرده تر غوا لاندې ننوت. کړپ شو، د غوا یو (تی) پرې شو.

غوا پخپلو پښو کې سورلیوه بند کړ! غوا لیوه پخپلو څلورو پښو کې کېښکوه؛ کړس‌کړس شو؛ (قبول ګڼله، چې د لیوه قلنج مات شول، غرني خندل، چې د خوسي تیزونه ووتل)!

قبول د غرني غاړې ته ور ولوېد. غوا په خوسي ور ولوېده. څو شېبې قبول په غرني زور واهه، او غوا بیا په خوسي زورواهه...

یو وخت چا د غوجلې دړه ټکوله...

ښاپېرۍ پر لالا چیغې وروهلې، چې «هلۍ! کور ټول غلو یوړ!» غرني قبول خوشې کړ؛ ځان یې غلو ته ور ورساوه!

قبول خوسی د غوا له پښو را ووېسته. لیوه غار غار شوی و! دباندې غلو کور لوټاوه!

قبول څه شي، څو ځله، یودم، ځای پرځای وچیچه! د قبول پر ټول جسد ماران را شنه ول.

په قبول کې دننه یو سور، شین او تور اور بل و. دغه اور ماران وسوځول! قبول یوزاې پاتې و. د هغه په ټول ځان د کووي (چېچک)، دانې راوختلې!

قبول ټوپک را واخیست، په غوا یې ور نښه کړ؛ د غوا پر ټنډه د تاویز (خاپ) ولګېد! له دغه سوري د غوا هماغه زوړ غږ راته: امبااااااا...اع، امباااااااااا...اع...

غوا څه شی غوښتل! خو نه یې شوای وېلای! غوا دغې غوښتنې ته ددغو انسانانو کلمه نشوای جوړولای!

غوا هڅه کوله، چې یو مرموز غږ پیدا کړي.

د غوا مرموز غږ همدا (امباااااااااااع) وه!

بختې راویښه شوه. کښېناسته. بېرته څملاسته...

د بختۍ خوب والوت. په بختې کې یوه ګڼ نسل، یوې لویې دنیا، ټول مخلوق ژړل، ژړل، ژړل... 

***

 

 

 

 

 

زر مجسمې!

روسي جنرالانو او قومندانانو له قبول سره لوظ کړی و، چې د یاغیانو په کلي او ختیځو غرونو کې، د (امریکایي او ارتجاعي ځواکونو) د له مینځه‌وړلو په ترڅ کې به تر وسه زیار باسي، چې د هغه د کورنۍ غړي، چې (CIA) د کورنۍ ارتجاع په لاسونو تښتولي، بېرته ژوندي په لاس راوړي!

روسانو خپله ژمنه ترسره کړه. جنرال اولیانف شاهي‌کنډک‌مشر او ښاپېرۍ، د جنګي بندیانو له ډلې سره، په چورلکو کې ښار ته راولېږدول، چې بې‌ له ځنډه خوشې شول. قبول وروسته له څو مېاشتو له خپل ورک‌کړي پلار، ورکې کړې خور او بیا ورکې مور سره مخامخ شو!

قبول هیله لرله، چې په ستوري لرونکې خولۍ سره له خپل پلار، مور او خور او بل هرچا څخه تر ټولو اوچته او لوړه خبره واوري؛ خو لومړیو لیدنو، دا زیری د هغه غاړې ته ور وانه‌چاوه!

ځکه قبول لویو لویو کارونو ته لاس اچاوه؛ ځکه یې د لوی اختر په را رسېدلو سره، د ښار د حکومتي جېل دړې پرانستلې او ټول بندیان یې خوشې کړل؛ خو څوک د قبول خوا ته ور ونه ګرځېدل.

هرڅوک پخپله خوا ولاړل. او بله شپه له غټو غټو سوټیو او له کاره لوېدلو زړو ټوپکو سره راووتل، رسمي شعارونه او بېرغونه یې راوغورځول او حکومتي ودانیو او موټرو ته یې اور واچاوه.

قبول خپلو نویو سنبال کړیو سرتېریو او د شوروي سرتېریو ته د یو اړخیز اوربند امر وکړ! 

د رسمي اوربند په دې مینځ مینځ کې، د ښار او کلي خبره په پټه یوه شوه. له دې سره څه کلیوالي سړي ښار ته ننوتل او څه ښاري زلمي کلي ته ور کښته شول او له هغې خوا له ټوپکو او کالتوسو سره راغلل، په ښار پټ ننوتل او مخامخ د جوماتونو لوډسپېکرونو ته ودرېدل. 

له لوډسپېکرونو مرموز لاسونه راووتل. حکومتي سړیو او ودانیو ته یې اور واچاوه. په ښار اور ګډ شو.

هره شېبه یوه مرموز لاس، یو حکومتي سرتېری، تر یوه دیوال لاندې واژه. له دې سره په ښار کې آوازه ګډه شوه، چې په ښار کې د سرتېریو او پوځیانو د مرګ وبا لګېدلې! د سرتېریو په غوږونو کې هره شېبه د مرګ وبا، (بغسس) کاوه. هماغه و، چې روسي سرتېریو د قبول له امره مخکې، خپلې وړې او درنې وسلې، په جوماتونو او د وګړو په ګڼو ګوڼو را واړولې. له دې سره حکومتي سرتېري هم په جنګ ورګډ شول او په یوه شپه کې یې، کلیوالي جنګیالي او ښاري ناراضیان په مخه کړل. له ښاره یې وځغلول او له هغو څخه ډېری یې د لاندې کړیو چوڼیو په مینځ کې، د ودانیو په بامونو، په لارو او څلورلارو کې، ووژل.

دا شپه په وینو سره وه. له دې شپې وروسته آرامي شوه! غږونه او آذانونه او د خلکو ګڼه‌ګوڼه ورو او د حکومت په اجازه شول. 

څو ورځې ښار د یوې بې‌بنیادمه جغرافیې په څېر، تر یوې مرموزې چوپتیا لاندې را ایسار و. 

ښار ګونګی شوی و. د ښار غږ چا چور کړی و. بیا وروسته ورو ورو ښار له دې چوپتیا هم راووت. ښار له سره وښورېد. وغځېد. او لکه له عصبي سکتې را اوچت شوي بنیادم په څېر، چې د ځان، موقعیت او وخت په باب بلد او نابلد پوښتي؛ ښار هم همداسې خپل موقعیت له سره ټاکه. 

ښار خپل تګلوری، له سره ټاکه. او ورسره وخوځېد. 

په ښار کې کلابندي ختمه شوه. د راز راز میو، شیرینو، خوراکي او لګښتي شیانو له مخې اوسپنیزې پردې لېرې شوې. په ښوونځیو کې زنګونه وکړنګېدل.

قبول لګیا و، چې د ورپېښو ماتو او زیانونو زهر، د الکولو په اور وسوځوي. او له سره بیا میدان ته راووځي. او خپلې لویې هیلې په خلکو چور کړي! 

دا ځل د قبول ګوند، زاړه تجربه‌کار نسل ته خپل پام ور اړولی و. هماغه و، چې یوه ورځ (پلاروطنې‌ملي جبهه) د موسسې ګنګرې بلن‌لیک شمس‌الدین‌اکا ته هم راواستاوه. 

اکا، دا او داسې نورې ډېرې بلن‌پاڼې وڅيرلې. اکا د پخوا په شان یوازې شو. له ځان سره شو. او له توبو سره په یوه شنه‌ځنګله ننوت. او له چارواکو ورک شو.

غم‌غم د بختی و. وروستیو پېښو هغه ښه جړقولې او د لیونتوب په یابو یې سپره کړې وه. د بختې وه‌ نه وه، ښاپېرۍ یې وه. او هغه خوارکۍ هم د خدای قدیمي ارادې راغورځولې وه! ځکه بختۍ په تورو جامو او تور ټیکري کې پاڅېده، ګرځېده را ګرځېده او بیا به د مېړه غوږ ته کښېناسته:

«دا ته څنګه پلار یې... پاڅېږه! یوه خوا ولاړ شه... د غرني پوښتنه وکړه... د هغې سوې لورکۍ غم دې وخوره!»

شمس‌الدین‌اکا د ښځې د ځواب نه و! هغه پخپل یوازیتوب، خپل جلاذهني قلمرو، خپلې قدیمي اروا کې و. هغه د چا په ځواب نه پوهېده؛ خو چې ښځې به ډېر په تنګ کړ؛ نو په یوه خبره ورته ټینګ و:

«وه ښځې! زه څه کولای شم... دا ورځ خو دې بې‌دینه، بې‌وطنه، بې‌کفنه...سره خنځیر جوړه کړې... ورشه هغه ته دې ووایه، چې له دې زیات مه کاپېرېږه... توبه، لاحولوواله...ورشه ورته ووایه، چې له خلکو سره داسې کوږ کوږ مه غږېږه...»

بختۍ سمه لیونۍ شوه. یو دم خلکو او کاپېرانو ته او دواړو ته په کنځلو او کاڼو وارولو شوه:

«دا ته څنګه پلار یې! دا ته څه وایې... زه ښاپېرۍ ښیم... وایم زه ښاپېرۍ غواړم! په خلکو یا کاپېرانو مې بلا! دواړه یو شی دي! دواړه دې اور واخلي!»

بختۍ به چې نه‌ژړل نو چا به ژړل! او دې ژړا ته یوازې شمس‌الدین‌اکا غوږ و. دغې ژړا به هغه ته یو مرموز لذت ور باښه! 

د بختۍ له ژړا سره به د هغه سپین مخ او تورو سترګو له ځانه د یوې مبهمې خوښۍ وړانګې شیندلې.

بختۍ له مېړه په غوسه وه. مېړه ته یې نه ورکتل. هغه له مېړه وتښتېده. بختۍ دومره ځنډنیو ماناګانو ته نشوای کښیناستلای:

«زه نوره له دې کوره تښتم!»

بختۍ پاڅېده. وخوځېده. 

دا ډېر وخت و، چې هغه داسې عادت شوې وه؛ خو مېړه پرته له دې، چې په لاس یا په پښو وخوځېږي، ښځه را کښېنوله.

شمس‌الدین‌اکا پخپله ځانګړې خونه او جلا ګوښه کې (هغه جزیره، چې [کتاب] یې په زمکه، په فضا، په چت، په دیوالونو کې، زر رنګه لارې جوړولې او ورانولې) ناست و. هغه د ځانګړو توریو او کلیمو له لارې دا ورانې- ودانې، لیدلې او پرځای پرېښوولې. ښه و په دې راز کې یې چا ګوتې نه وهلې.

شمس‌الدین‌اکا څه له څټه را ونیو، د بختۍ مخې ته یې کښېناو او بختۍ له کوره وتښتېده:

«ګوره ښځې، صبر کوه!»

د اکا په زړه کې د یو وطن غمونو نه یوه غم ته ژړا ورغله:

«د ښاپېرۍ مورې! دا غم به ما لیوني کړي!...دا غم به د ما قاتل شي... زه له دې ځایه تښتم!»، «ما پرېږده، چې غرونو ته وخېژم...»، «ما پرېږده، چې د کوم لیوني په ټوپک سوری سوری شم...»، «ما پرېږده بختۍ، ما پرېږده بختۍ...»

مېړه او ښځه د یوبل غاړې ته ورولوېدل. او سره ښه ډېر یې وژړل. بختۍ زړه صبر کړ. د مېړه له غاړې راپاڅېده، چې دا راز یوه بل چا ته هم ووایي؛ خو څوک نه و! په ښار کې د دوی لپاره د سړیو د پیداکولو قحطي وه. 

بختۍ جګه غاړه ګرځېده. د هغې په اروا کې یو زوړ، مغرور موجود باچا و. دغه باچا هم له غمه ژړل. خو له ځان سره یې ژړل. بل هېچا ته، حتی بختۍ ته یې نه ‌ژړل. باچا خپل غم وارخطا کړی و. (غم) همدا قبول و!

بختۍ بل شان وه! آخر مور وه. ددغې په غمونو کې سوې لیونۍ مور په زړه کې، سورکاپېر پروت و. بل څوک نه و؛ همدا قبول و.بختۍ د ژمي لویې لویې شپې، او بیا اوږدې اوږدې شپې، ددغه سره‌کاپېر لپاره په اوښکو تېرولې. 

د بختۍ ژړاوې چا نه اورېدې. اوښکې یې چا نه لیدلې. د هغې دغه له کوپره‌ ډک زړه، چا نه لیده. بختۍ د ټولو له مخې غاړه شخه وړله.

بختۍ په ځېل کې وه. د هغې دومره غم او درد، دومره زړه او له ځيله ډکه مینه، هېڅ‌مهال خولې ته رانغله. د بختۍ او شمس‌الدین‌اکا کیسه یوه وه. 

دوی دواړه له قبوله بېزاره وو. خو زړونه یې په قبول ټنډ وو. د دوی زړونه، ارواوې او ذهنونه، قبول پخپلو پټو څېرو او انځورونو خوړلي وو.

اکا له خپل دومره درانه کوپره، په ډار و! هغه که په خوله روسان او کاپېران وژل؛ خو په زړه کې یې د قبول د مینې د اورچینه، راخوټېده.

قبول هغه ته سر په دنیا دوزخ شوی و. اکا شپه‌وورځ پخپل زړه اورونه ورتشول؛ قبول یې سوځاوه! خو قبول هم په ځېل کې و. له زړه نه راوت. قبول په زړه کې سرباز ولاړ و، یو یو خلک یې ګټل!

اکا شپه او ورځ خدای ته زارۍ کولې، چې له داسې خوسا زړه یې را خلاص کړي! خو خدای به نه منله. وېل به یې هغه سره خلک ژوبلېږي؛ قتل‌عام نه کېږي، نه کېږي، نه کېږي...

اکا ښځه صبر ته رابلله. ځکه نو دواړو له قبول سره په شخړه شخړه کې، خپله پټه مینه خړوبوله.

قبول دې خبرو او دې زړو سندرو ته وزګار نه و. هغه کور ته نه راته. له هغه سره یو پټ شرم او یو پټ پېغور و. د هغه سترګو چا ته مخامخ کتلای نشول. هغه د خلکو د مخامخ کتلو وس بایللی و. قبول د خلکو په شمېر قرضدار و. او ځکه له خبرو بېزاره و. د هغه حواس څه شي، کوم زاړه غږ، پخپل بغسس... چوولي او وژلي و.

قبول اوس له هرچا سره له څټه غږېده. له پلار او مور سره هم له څټه غږېده. پلار او مور همداسې له څټه ورسره په غږېدلو او کتلو خوښ ول.

دوی دواړه له خپلو ګوناګارو زړونو نه وېرېدل؛ خو زړونو یې خپل کار کاوه. په دې مانا یوازې شمس‌الدین‌اکا پوهېده. اکا خپل کور یو داسې معبد ګاڼه، چې زر رنګه مجسمې په کې نمانځل کېږي! 

اکا بیا او بیا پرېکړه وکړه، چې دا ځای خوشې کړي. او مخامخ ترې ووځي. او غرونو ته وخېژي. څو ورځې په ایماندارۍ تېرې کړي... بیا که د چا په ټوپک سوری سوری هم شي، تاوان نلري! 

اکا بیا او بیا چا راګرځولی و. چا په کومه پلمه په سرکاري کور کې ساتلی و. اکا دغه (څوک) نه پېژانده. دا یوه زوروره او مرموزه او په کې بې‌شکله بلا وه، چې اکا یې پخپله ګوته پورې څرخاوه.

اکا لګیا و، چې دنیا هېره کړي. کور، کلی او ځان هېر کړي... هرڅه هېر کړي... له دنیا، له بنیادمانو، له شیانو پاک شي... یوازې شي او والوزي آسمانونو ته خپله ژړا یوسي! (واه واه! چې ته ژاړې او خدای غوږ وي!)

اکا دنیا، کور، کلی، ځان...ټول هېر کړل؛ خو لا هم و! لا هم د اکا څه شی پاتې و. د هغه د وجود یوه برخه لا پر زمکه پرته وه.

دغه برخه یې لکه چنجی پر زمکه کې اخته وه. چنجي لوی کار ته ملا تړلې وه. د هغه په مخ کې د اور سیندونه او غرونه ولاړ وو. 

له دې ورها خوا فارمي دیوان او شیشکې جګړې او ورانۍ ته را وتې وې... 

له دې ورهاخوا یو اقلیم و، چې له خاورو، تیږو، اوبو او ونو یې د بخت جنت جوړېده. 

دغه جنت لا جنتیان نلرل. جنتیان د دوزخیانو د مټو او مغزو له سره اوره، د سرو، شنو او ژېړو غږونو (چیغو) په څېر را الوتل او ددغه اقلیم په دام کې لوېدل.

اکا پخپل دغه چنجي ځان شرمېده؛ ځکه د توبو په شنه ځنګله ننوته! اکا په دغه بې‌شکله ځنګله کې، د ژړا په زور روان و. له اکا سره ټول ځنګل، ټوله زمکه، ټول کائینات... په ژړا ول.

ژړا یوازنی غږ و، چې نه ژباړل کېده. 

دغه غږ هېڅ مانا نلرله. ژړا د انسان، د نبات، د حیوان، د کائیناتو، د... یوازینی غږ و، چې هستي یې له پیله تر پایه په یاد وه. 

ژړا خپله د هستۍ زمانه وه. د هستۍ زمانه د زمانې یوه زمانه (ښایي یوه شېبه) وه. انسان په ژړا پیدا دی، په ژړا مري. انسان سراسر غم دی. ددغه غم هره شېبه یوه بشپړه هستي له خپل ګریوانه را باسي او په ستره ابدي تشه کې یې خوشې کوي!

انسان د روح مصرف دی. انسان چې مصرف شي، روح آزاد شي او وروسته له هغې د (زمان‌ومکان) قید ختمېږي او دې وخت ته (ابدیت) وایي. 

هاااااي! څه ښایسته مصرف دی انسان! «انسان د آسمان د لارې مصرف دی.» 

انسان یوازې دی. خپل غم ورله غاړې دی. د انسان د دوام مانا همدا ده. انسان خپلې مانه دوزخي کړی. (انسان، مانا، دوزخ)، د مادي زمانې درې پښې دي، چې پر زمکه د ژوند سیوری جوړوي. مانا ددغه سیوري تنه ده، دوزخ یې سر دی، انسان یې پښې دي...!»

شمس‌الدین‌اکا د ژړا په ځنګله کې، ځان د انسان له غمه ګوښه کاوه. هغه به په ژړا ژړا کې، بېسده شو. څه شی به ترې را وټوکېدل، ګلان او مرغان او سندریزغږونه به شول. اکا به په دې یوازني اقلیم ننوت. ناڅاپه به د هماغه زاړه‌ښکاري کوډګر سترګو وواهه! له ګلانو، مرغانو او سندرو به یې وڅانډه. هغه به بیا د زرو مجسمو په معبد کې و: (ښځه، لور، زوی، قوم، کلی، هېواد...)

اکا کوښښ کاوه، چې د زړه د کتیبې ترسیوري لاندې، د خدای له قهره خلاص شي؛ خو بختۍ چېرې پرېښوده: 

«دا ته څنګه پلار یې... پاڅېږه... یوه خوا لاړ شه...»

-        وه ښځې صبر کوه! خدای به هرڅه آسان کړي!

-        صبر دې اور واخلي... ته دې صبر کوه؛ زه په ښځو ځم او د غرني مړی یا ژوندی معلوموم!

بختۍ شمس‌الدین‌اکا په ارامه نه پرېښود. هماغه و، چې یوه ورځ- کله چې قبول د شوروي (انترناسیونال اکادمۍ) ته په درې مېاشتنۍ زده‌کړه، تللی و- اکا له خپل زاړه قدیمي ځنګله راووت، ښاپېرۍ یې په بختۍ او بختۍ په قران او قران یې په الله وسپارل. او د کلي په عزم مخامخ له کوره ووت.

بختۍ سترګې تورې کړې او لور ته په بدلو شوه:

«بچۍ! تا به وېلې، چې نه پلار، نه ورور، نه کور، نه اور لرم... وه لیونۍ! له دې وروسته په جګو سترګو ګرځه! ها دی پلار خدای درته سم مسلمان کړ، کلی ته لاړ؛ سبا به ګورې، چې هم د کور شې، هم د اور شې... او هم به په مېړه جوړه شې...

او «لورکۍ! خدای په هرڅه پوهېږي!» (یعني خدای هرڅه کولای شي!)

مور لګیا وه. ښاپېرۍ هم سمه ورته غوږ وه. خو هغې یوه خبره نه اورېدله. د هغې په مغزونو کې بل څه شي بغسس...کاوه! د هغې له حالته معلومه وه، چې دلته نه وه! د هغې څېرې او د هغې جسم، د بل اقلیم رنګ اغوستی و.

د ښاپېرۍ سترګې د چا د مرګ ژړاو سرې کړې او پړسولې وې. د هغې اروا چېرې لېرې آسمان ته، د مرګونو ور روانې کډې څارلې! 

هغه د چا د مرګ کډې ته ودرېدلې وه. دغه (څوک) معلوم نه و! څوک بې‌مانا و. ځکه ښاپېرۍ خپل ژوند پدې واژه. 

ښاپېرۍ چېرې له ځان سره یوازې، بې‌پوښتنې، بې‌غوښتنې، دغه بې‌شکله، بې‌نومه، بې‌ژونده موجود ته د خپل شکل، نوم او ژوند د ورکولو لپاره ولاړه وه.

ښاپېرۍ د پلار په تګ سخته پښېمانه وه. هغه هماغه ګړۍ، چې پلار په مور، او اصلاً په خدای سپارله، ناسازه وه. حتی تر هغې هم وړاندې، کله به چې مور ته په ژړا شوه، چې نه پلار لرم، نه مور لرم، نه کور، نه اور... هماغه ګړۍ هم پښېمانه او ناسازه وه. 

د ښاپېرۍ اروا په دې هرڅه له قدیمه پوهېده. خو پخپله لانه‌پوهېده. دغې پوهې کلمې نلرلې. او ښاپېرۍ یوازې د کلمو، د غږونو، د شکلونو په هېندارو کې پوهېدای شوای. 

ښاپېرۍ په ځېل کې وه. له خپل ځان سره ونښته. خپله اروا یې له دغه بې‌شکله، بې‌غږه، بې‌ژونده (شکل، غږ او ژوند) را پرې کړه. او خپلو ستاینو (د کلمو او غږونو ستاینو) ته کښېناسته، ښه چې په ځان ستړې شوه، راپاڅېده. بیا کومه خوا په هماغه شکل، غږ او ژوند پسې وخوځېده.

راز راز موجودات د ښاپېرۍ په ښکار پسې راوتلي و. دیوانو، پېریانو او هغو درنو شیطانانو، هغه په سرو، شنو او تورو اورونو وېشتله او سوځوله. 

په ښاپېرۍ رنګارنګ اورونه ننوتل او ساړه‌ماړه، کاږه بېرته ترې راوتل. دغه اورونه بې‌شکله و. چا نشوای وژلای! اورونه د خپل هر ړانده قاتل د لاسونو په ښورولو سره، لا تازه کېدل.

ښاپېرۍ اورونو ته تم وه! او اورونه خپله په ښاپېرۍ کې تم وو. دواړو غېږې سره لګولې. ښاپېرۍ د اورونو د نڅاه ژوندی تیاتر وه! 

ښاپېرۍ پخپل اور ننګ کاوه. ځان یې پخپل اور کې خوړ. ښاپېرۍ خپله اور وه. له اوره جوړه وه. 

ښاپېرۍ د اور د شکلي‌کولو په لومړنیو شېبو کې، له اوره را پرې شوه. ژوندۍ شوه. او له اصل څخه ورکه شوه.

یوه ورځ مور ښاپېرۍ په کور کې یوازې پرېښوده. مور ولاړه، چې مخکې له مخکې په زیارت کې، د نذرپسه حلال کړي، چې ګوندې خدای هم لور او مور ته سرپوښ پیدا کړي.

د بختۍ له مېړه سره زده شوي و: «خدای تر ټولو غیرتي ذات دی. د چا پور پر ځان نه پرېږدي!»

ورځ ولاړه. غرمه شوه. ماسپښین شو. مازدیګر شو. ماښام شو...

خو ښاپېرۍ لا یوازې وه. مور لا رانغله! ښاپېرۍ هېڅ وخت په یوازیتوب کې، دومره نه وه، (یوازې) شوې! هغه پاڅېده. د برېښنا د ټولو څراغونو په لګولو شوه. 

هغه دا ځل له څه شي وېرېدله. ځکه وېرېدله، چې دغه د وېرې (شی) بې‌شکله، بې‌نومه او بې‌ژونده و. دغه ډول شکل، غږ او شي، ښاپېرۍ را چاپېره کړې وه. 

هغه بیا پاڅېده. د برېښنا په زور یې هره خوا رڼه‌رڼه کړه. خو دغه شکل، غږ او شي، ښاپېرۍ را چاپېره کړه!

د ښاپېرۍ په حواسو کې ځنډني شوي مړه‌کبان، اورېدل. 

هغه پاڅېده په تشناب ننوته. هغې پخپل مخ ښې ډېرې تازه اوبه وشیندلې؛ خو په خوب کې، بې‌خوبي یې لا زیاته شوه! 

هغه د څه شي وږې وه! (شی) یې نه پېژانده! شی بې‌شکله او بې‌غږه و. د هغې لوږه لا زیاته شوه؛ خو دغه شی، په کوم شکل، کوم نوم نه بدلېده، چې هغه یې سم‌دم وخوري!

ښاپېرۍ هماغه بې‌شکله، بې‌غږه شي، وېروله، ډاروله او په مخ ځغلوله. پر هغې بې‌شکله مړه کبان را اورېدل. 

هغه په دې تنګه جغرافیه، په دې یو موټی فضا کې، تاو را تاو شوه. بیا هم ورکه او هېره نه شوه! بیا پاڅېده. بیا څملاسته! بیا وارخطا له خوبه را کښېناسته. بړستن یې لېرې کړه:

څوک نه و! هغه یوازې وه؛ له ځانه لېرې شوه. له کوره ووته. د مخامخ ګاونډي د کور ورته ورنېږدې شوه. 

له وره سره غوږ په غوږ شوه. په کور کې چوپتیا وه. هغې کوم ځانګړی غږ، کوم ځانګړی شکل... احساس نه کړ. په کور کې دننه هم مړه کبان را اورېدل. 

ښاپېرۍ ډېره وږې وه. هغه له پردۍ دړې را جلا شوه. په بل پوړ کې له بلې دړې سره ودرېده. هغې غوښتل (څوک) پیدا کړي. خپله بې‌شکله او بې‌غږه وېره ووژني. ځان د هغه بې‌ژونده او بې‌نومه شي له غېږې خلاص کړي...

څوک نه و. له دړې د مړو کبانو بوی راته!

ښاپېرۍ د ګاونډیانو له دړو لېرې شوه! کوزه ولاړه، په وروستي پوړ کې وه.

هغې غوښتل بېرته پورته وخېژي... غلې، چوپه په کور ننوځي، زهر په سر را واړوي، په بستر کې ویده شي، هېره او ورکه شي!

د ښاپېرۍ شومه نه وه. دمه یې نه وه. د پورته ختلو نه وه! ځانته د خبرو نه وه. ښاپېرۍ په ځان کې وژل شوې وه.

د ښاپېرۍ جسد، هغه مرموز شي، را چاپېر کړی و. (شي) ځان نه‌ښود. 

ښاپېرۍ پخپل جسد کې ورانه شوه. هغه وژل شوې وه. هغې څوک نه درلود. د هغې مور ورکه وه. 

په مور پسې په چیغو شوه. د ښاپېرۍ چېغې بې‌شکله او بې‌غږه وې!

یو ساعت وروسته، ښاپېرۍ له خپلو بې‌شکله او بې‌غږه چېغو سره د ښار په کوڅو کې، په پلار، په مور، په ورور، په کور، په... پسې په چېغو وه! 

د ښاپېرۍ پلار، مور، ورور... هرڅه بې‌شکله او بې‌غږه وو. 

ښاپېرۍ پخپل مرموز اقلیم او مرموز نسل پسې لاس اچاوه! هغه د خپل اقلیم او نسل تېره ورځ (ماضي‌زمانه) وه. هغه د خپل نسل آدم او حوا وه. 

اوس حوا له آدمه ورکه وه. یوازې وه. اوس د حوا په خاطر دوه آدمه په لوبه، په جګړه، په زور وهلو وو.

شپه تللې وه. ښاپېرۍ د ګزمې موټر ودروله. له موټره یو سرتېری ور کوز شو. سرتېري ټوپک نښه‌نیولی، ور وړاندې شو.

سرتېري د شپې‌نوم غوښت. ښاپېرۍ د پلار، د مور، د کور، د... نوم ورکاوه.

سرتېري ټوپک ترې لېرې کړ. په څټ را تاو شو. د ګزمې منصبدار ته یې راپور ورکړ، چې دا یوه ښاري‌لیونۍ ده! وایي چې د شپې نوم ښاپېرۍ ده، او بختۍ ده او بودرۍ...

منصبدار په خندا شو! ورسره ټول د ګزمې سرتېري په خندا شول، ورسره د ګزمې ټول موټر هم په خندا شو.

موټر ولاړ، د خندا په سېل کې ورک شو. 

ښاپېرۍ د بنیادمانو د خندا له سېله په منډو شوه. په ځان الوزولو شوه. 

په مخ ولوېده. پورته شوه. په منډو شوه. 

له ښاره، د ښار له پوځي کمربنده ووته او د حکومت د پوستو، او دوربینونو له څاره ورکه شوه. 

د دوست هېواد مرکز ته د مخابره شوي محرم شفر له لارې، قبول خبر شو، چې ښاپېرۍ له لاسه وتلې ده! دې سره، قبول مخامخ، د مخابرې څټ ته کښېناست او ټوله هغه پوهه او تجربه، چې د ژوند او رهبرۍ پر مهال ترلاسه کړې وه، په کار واچوله. د قبول له هلو ځلو سره، د (محدود قواوو) ټوله قومنداني په حرکت راغله. مخابرې په بغسس‌...شوې، چورلکې په ګزمو ووتې، ټانکونه په غړمبېدو شول. او د حکومت ښکاره او پټ لاسونه په حرکت راغلل. حتی سرپرست حاکم (د کلي‌ پخوانی ملک) هم د خیر په نېت خپل ښکاره او پټ امکانات په کار واچول، چې د وطن‌ښاپېرۍ روغه‌، رمټه پیدا او را خوندي شي.  

د شپې آخري زور په ختمېدو و، چې قبول د ورنه هسې لېرې؛ خو پر زړه سپرې ښاپېرۍ د مړي او ژوندي په اړه د اطمینان لنډ شفر ترلاسه کړ: «ملګری قبول، (شی) پیدا شو. شی خوندي دی». خپله جنرال اولیانف دا زیری ورباندې کړی و. مشر هم د خپل کلي او ښار په استازولۍ، د محدودوقواو له قومندانۍ او په ځانګړې توګه له ملګري اولیانف نه لنډه خو ګرمه مننه وکړه. او بیا یې خوب ته اجازه ورکړه، چې څو شېبې ورته د له لاسه ورکړې ابۍ غېږه شي او د دنیا غمونه یې له سره لېرې کړي!

دلته ډګرجنرال اولیانف، د قرارګاه له نورو غړو سره له ودانۍ دباندې ولاړ و. ټول د چورلکو رسېدو ته انتظار ول. خبریالان، عکاسان، د ښاري تلویزیون او د شورویانو د خپل تلویزیون کمرې، ټولې ددغې نادرې شېبې د ثبت او برودکاست لپاره، چمتو ولاړې وې.

د قرارګاه د اوپراتیفي مرستیال د امر له مخې، د شوروي پوځیانو له قرارګاه څخه یوه بله جوړه چورلکې، په هوا شوې. او د پوځي ښارګوټي په خواوشا یې امنیتي الوتنې وکړې.

ټول چوپ وو. ناڅاپه د جنرال سترګو را روانې جوړه چورلکې، وموندې. دغه فلزي‌مرغۍ، د قرارګاه مخته راکښته شوې. جنرال لومړنی څوک و، چې ددغه (شي) سر پورې ودرېد. بیا د جنرال او هغه شي په خواوشا نور جنرالان او منصبداران راټول شول. 

په دې شېبه کې څوک نه‌غږېدل. ټولو یوازې شي ته کتل. کمرو کړس‌وکړوس نښلولی و. او تلویزیوني ژورنالستانو خپلو ګڼو لیدونکو ته ددغې پېښې راپورونه ثبتول. 

بل څوک نه غږېدل. روسي باډیګاردانو څوک وړاندې نه پرېښوول. اخباري ژورنالستانو، چې د شي په خوا څو ګامونه را وړاندې شول، باډیګاردانو بېرته په څټ وشړل. 

په دې وخت کې سرپرست حاکم او  ولسوالۍ نور ملکي او پوځي غټان راغلل، چې باډیګاردانو په څټ ووهل، چې بیا د جنرال اولیانوف پام ور اوښته، سرپرست یې پرېښود او پاتې د ښار غټان د باډیګاردانو له وېرې لېرې ودرېدل. خو د جنرال له څه اشارو سره، د قرارګاه جنرالانو دوه درې تنو نورو ښاري غټانو ته لاره ورکړه. 

شی وروسته ټولو ولیده. ټولو د هغه شي پر خوا منډه ور اخستې وه. د عکاسۍ کمرو او د تلویزیون کمرو په شي پسې منډې ور وهلې. شی د روغتون په ګرځنده تذکره، وران پروت و.

پخواني ملک له جیبه د سپین ګاج ټیکری راووېست، خو جنرال اولیانف ټیکری پخپل سپین‌ غوښن لاس کې واخیست او بیا یې پخپله په وران او لوڅ شي، ور هاوار کړ. تر ګاج لاندې یوه سپینه ښاپېرۍ پرته وه.

لس دقیقې وروسته، ښاپېرۍ ته د شوروي پوځونو د ګارنیزیونونو په روغتون کې د سیروم ستنې، ورولګول شوې. 

ښاپېرۍ لا په ځان او په دنیا خبره نه وه. ښاپېرۍ د روغتون جلا او سنبال خونه کې، بستر وه. د هغې پالنه ځوان روغتیاپال بریدګي (عمروف) ته ورله غاړې وه. د خونې په وره کې ځوان سرتېری له کله‌کوپ سره پهره ولاړ و.

ورو ورو ښاپېرۍ بېرته راژوندۍ شوه. ورو ورو په خوراک او څښاک راغله. 

قبول د تیلفون له لارې، ښاپېرۍ په سرپرست حاکم سپارلې وه؛ خو ددغه پخواني ملک بیا پښه د پوځي ښارګوټي سیمې ته، نشوای داخلېدای! د عمرخوړلي ملک سترګه له دغو سرو سرو شورویانو سخته سوځېده. ملک یوازې د تیلفون له لارې-د ژباړونکي په ژبه- د قبول سپارښتنه، زاړه جنرال اولیانف ته رسوله. حتا د قبول په سپارښتنه یې جنرال ته د (سولې‌ستوري) لومړی درجه دولتي نښان هم ورکړ؛ خو ملک د روغتون دننه لاره پیدا نکړه!

د ښاپېرۍ لپاره ټولې روغتیایي ښېګڼې او د ژوند اسانتیاوې برابرې شوې. هغه د پوځ د څارګرۍ د څانګې تر کلکې څارنې لاندې وه. شپه‌ورځ به د بستر د لویې سنبال خونې په دړه کې یوه ځوان تنکي سره خوله سرتېري، له کله‌کوپ سره پهره ورکوله. 

د ښاپېرۍ په خونه کې یوازې روغتیاپال بریدګي عمروف ته د ننوتو، کښېناستلو، اوسېدلو او له ښاپېرۍ سره خبرو اجازه وه. د بل چا پر مخ ددغې ځانګړې خونې دړه تړلې وه. 

پهره سرتېری په دې نه پوهېده، چې ښاپېرۍ څوک ده؟ او ولې دومره سخته تر څار لاندې ده!؟ سرتېري ددې پوښتنې او د داسې معلوماتو د ترلاسه کولو اجازه نلرله. سرتېري یوه دنده لرله: دړه د ښاپېرۍ په ګډون د هرچا پر مخ، تړلې وساتي!

ښاپېرۍ را پسد شوه. راپاڅېده. په سپرېنګي چپرکټ کې کښېناسته. هغې له ځانه د سېروم ستنې ووېستلې. 

هغه یوازې وه. هېڅوک یې نه و. هغه هکه پکه پاتې وه. هغې ته مخامخ لوی تور او سپین تلویزیون چالان و. په تلویزیون کې یې د (ستراکتوبر) فلم نندارې ته ایښی و. 

دغه شېبه یوې ښځمنې د کمونستي انقلاب د مفکر (ولادیمیراېلېچ‌لېنین) ټټر، د تپانچې په ډزو سوری کړ. لېنېن یې روغتون ته وېوړ. هلته، چې را پسد شو؛ نو سمدستي یې د (سره‌ترور) فرمان، صادر کړ!

ښاپېرۍ په تلوېزیون ورټوپ کړ. د لېنېن پر مخ یې منګولې ور خښې کړې... پهره سرتېري، په ښاپېرۍ راټوپ کړل: «تي‌دشمن! تي دشمن...ټک‌ټک‌ټک....»

ښاپېرۍ لېنېن مړ خوشې کړ. سرتېری هم د خولې له ډزو سره کله‌کوپ لېرې کړ: «نېت تي دوست، میه دوست...»

د اتلس‌کلن سره‌خوله سرتېري، څه شی په پښه کې بند شو؛ مخامخ په ښاپېرۍ ور غوځار شو. ښاپېرۍ دغه سره‌خوله بلا هیسته کړه؛ هیسته نشوه! په لغتو یې ووهله؛ لېرې نشوه! ښاپېرۍ د سېرم مزی د بلا غاړې ته ورواچاوه. بلا له سرتېري ووته؛ سرتېری په مخه لاړ، ورک شو!

ورو، ورو د ښاپېرۍ آوازه د پوځي ښارګوټي په ټولو توپچي، زغره‌والو، پراشوتي، پلیو، هوایي او هواضد ټولګیو کې ولګېده. ناڅاپه د ټولو پوځیانو مخه هغې ته شوه. هر یوه غوښتل، چې دا عجیب مخلوق له نېږدې پخپلو سترګو وویني، ورسره کښېني، خبرې ورسره وکړي او جوړه عکسونه ورسره واخلي. 

ښاپېرۍ له دې ټولو لیوه سترګیو بېزاره وه. هغې څوک ځانته نېږدې نه پرېښوول. هغه له هېچا سره په خبرو رانغله. هغې هره شپه، د تلویزیون د پردې پرمخ، یو لېنېن رانیوه او واژه.

هغه هره شپه، یوه اتلس‌کلن سره‌خوله سرتېري، د خولې له ‌ډزو سره، په کله‌کوپ نښه کوله: «تي‌دشمن! تي دشمن...ټک‌ټک‌ټک....»؛ د سرتېري زړه به په څه شي وښوېد، سره‌خوله سرتېری به د ښاپېرۍ غېږې ته ور ولوېد؛ تر هغو چې بلا به بیا له سرتېري ووته!

سرتېري به همدا یوه شپه په ښاپېرۍ پهره ورکوله. دغو سرتېریو یا بلاوو ته ښاپېرۍ له بریدګي عمروفه یو نوم زده‌کړي و: دورګ (احمق)!

ښاپېرۍ یوازې بریدګی له ځان سره پرېښود. بریدګی په دومره پوځیانو کې یوازینی نارینه و، چې د هغې په روح ښه ولګېد. 

بریدګي یوازې خپل کار کاوه. هغه د ښاپېرۍ د بدن تودوخې ته پام ساته. هغه دم په دم د سېرم کڅوړې او مزي بدلول. هغه څلرېويشت ساعته په عذر یا زاریو، یا یو بل چل، په ښاپېرۍ دارو درمل خوړل. 

ښاپېرۍ د بریدګي په ژبه لږ لږ پوهېده. بریدګي ماته‌ګوډه تاجیکي وېله. او له ښاپېرۍ سره په ماته ګوډه تاجیکي غږېده. 

ناڅاپه ښاپېرۍ بریدګي ته په دړه کې د ولاړې سرې بلا کیسه وکړه. بریدګي خپله ستوری لرونکې خولۍ مخامخ د هغه لوی جنرال اولیانف پر مېز ووهله. 

بله شپه بیا هم بل سرتېری راغی. بله شپه بیا هماغه د اکتوبر انقلاب و، هماغه تپانچه ویشتونکې ښځه وه او هماغه سور ترور و. او هماغه د سره‌خوله سرتیري غاړې ته د سېرم د مزي وراچول و!

د ښاپېرۍ له بریدګي سره جوړه شوه. یوځل به بریدګي ژړل ښاپېرۍ به غوږه وه. بیا به هغې ژړل، هغه به غوږ و. 

دغې ژړا ښاپېرۍ راماته کړه. له ژړا سره د ښاپېرۍ لیونی غرور ووت، ورنه والوت؛ چېرې لېرې ورک او ویده شو!

بریدګي په ماته ګوډه تاجیکي ښاپېرۍ ته لګیا و، چې په پښت له پلار او موره مسلمان دی؛ خو نه پوهېږي، چې مسلمان څوک یي؟ او څنګه یي! او مسلمان څه کوي!؟ او تر مسلمان پورته به بل څه وي؟؟

بریدګی د مسلمان د لیدلو په ارمان و. بریدګی په دې خاطر راغلی و، چې امریکايي تیري کوونکي له دې خاورې وباسي.

بریدګي په تېر یوه کال کې، یو امریکایی هم نه و لیدلای! ځکه یې په دومره وخت کې یو امریکایی هم نه و نښه کړی. بریدګی د امریکایي د لیدلو په ارمان و. اوس هغه له امریکایي، له خپلې دندې، د سره پوځ له خدمته تېر و. اوس یې مازې مسلمان غوښت او مسلمان یې هم له ښاپېرۍ غوښت. ښاپېرۍ هم شپه‌ او ورځ لګیا وه، چې د بریدګي حواس د مسلمان په یوه ډبرینه څېره ډک کړي. 

دوی دواړه پټ په پټه لګیا وو. چا نه لیدل. ښاپېرۍ هم لګیا وه، چې ژر تر ژره د بریدګي حواس په مسلمان ډک کړي!

د بریدګي عمروف مور ګرجستانۍ وه. او پلار یې سم تاجیک و. ځکه نو خپله هم د قاف د لرغونې ښکلا عصري عکس چاپ شوی و. دغې ښکلا د ښاپېرۍ له ښکلا سره ښکر په ښکر وه.

بریدګي-په هره پلمه چې و- ښاپېرۍ د نورو کتونکو او څارونکو او څارنوالانو له نظره ګوښه کړه. ښاپېرۍ یې په دغو ټولو هېره کړه. دا ځکه، چې دغو ټولو پوځیانو د سره‌پوځ د جوړېدلو د کالیزې ستره نمانځنه په مخ کې لرله.

***

 

بې‌ستورو مارشال!

 

سږکال دفاع وزارت او سیاسي مشرتوب پرېکړه کړې وه، چې په دا ډول نادوده جګړه کې، د سرتېرو او پوځیانو د لویدلي مورال بېرته را ژوندي کولو او د نړۍ د اغېزمنو پروپاګنډو پڅولو لپاره، دا ځل د سره‌پوځ د جوړېدو په ورځ، ستر پرتمین پوځي مارش تر سره کړي. دلته ددغو مراسمو مشري زاړه جنرال اولیانف ته سپارل شوې وه. 

د (هېوادنۍ‌جګړې) اتل-چې اوس به یې شپه او ورځ د خېال په اقلیم کې ځانته د مارشالۍ جامې، سرې‌پټارې، د اوږو د سروزرو ستوري لټول- ددغو شاندارو مراسمو د ښه ترسره کولو لپاره بشپړ پلان جوړ کړی و. 

ددغه پلان له مخې د پوځ د جوړېدو په ورځ، هر پوځي ټولګي د خپلو وسلو او پوځیانو د جګړې، یرغل او مانور، قابلیت نندارې ته وړاندې کاوه. 

ددغو لوړو پوځي تطبیقاتو نندارې او ارزونې ته د شوروي‌اتحاد دفاع وزارت، د ستر درستیزقرارګاه جنرالانو او پوځي متخصصینو یوه لویه ډله را رسېدلې وه؛ ځکه جنرال د پلان پلي‌کېدو ته شپه او ورځ یوه کړه. دغه زاړه جنرال د مارشالۍ له خوبونو سره، تر خپلې قومندې لاندې پوځي ټولګي،  ټاکلي پرتمین جشن نمانځلو ته چمتو کړل. جشن همدا سبا ته و. 

د سبا ورځې په ننداریزو مراسمو کې برخه اخستونکي ښکاري او بمبار الوتکې، زغروال ټانکونه او نورې پوځي شوبلې، ټولې تازه رنګ شوې وې. پوځي نښې او د ټولګیو نومرې پرې رسم شوې وې. اوس نو دغه پولادي اورغورځونکي دیوان، د پوځي ښارګوټي د وسلو او د ممر زېرمو د لویو ګودامونو مخې ته، په اوار میدان کې، په نظم او ترتیب ودرول شوې وو. 

په دې شپه، دغه پوځي ښارګوټي بل شان مغروره ښکلا پیدا کړې وه. ښارګوټي ته به دې چې کتل، زړه به دې باد وېوړ، سترګې به دې یوه بې‌شکله اور وسوځولې او غوږونه به دې په توره تیاره شپه کې، د ژرندې د اوبو غږ وهل. تا به ګڼله، چې جګړه یوازینۍ لاره ده، چې جنت ته به ورننوځې!

دا د پوځي ښارګوټي د نندارې ورکولو شپه وه. ښارګوټی په خړ رنګ کې ځلېده. ښايي که شیطان شکل پیدا کړي؛ نو همدا به یې یو شکل وي! ښایي که شیطان د خپل روح لپاره جسم جوړوي؛ نو همدا به جوړوي! ښایي که کوم شاعر انځورګر دغه قدیمي بلا رسم کړي؛ نو همدا رسم به یې له قلمه را جوړ شي... 

نه پوهېږم، ښایي شیطان دې رسم ته غاړه کښېنږدي! شیطان خو (شیطان) دی، یوازینی مخلوق، چې ځان یې وټاکه! هغه خپل ځانته ور په غاړه دی!

نه پوهېږم، زه بنیادم یم؛ شیطان ته ولې ور تېرېږم! زما مرکز انسان دی؛ د انسان لاره بله ده. یا انسان خو د آسمان د لارې مصرف دی! 

په دغه پوځي ښارګوټي کې راټول وګړي او وسلې تر سبا ورځې په دغې چوپتیا کې، دمه دي. دا چې سبا به څه کېږي، هېڅوک نه پوهېږي!

انسان پخپل پاېښت پوهېږي؛ خو دا چې دا پاېښت څه وي؟ څنګه وي؟ څه به په کې نوي او تازه وي او که به هرڅه د تېرې زمانې له سره تکراروي؟ په دې نه پوهېږي؛ او دا ځکه چې انسان د خپلو هیلو او غوښتنو د فرمان بندي دی!

انسان پخپلو ارزوګانو او ټاکنو ورننوځي؛ خو سر یې همیشه د ترلاسه کړیو هیلو له قده یوه لوېشت لوړ وي!»

سترجنرال له ځان سره روان و. هغه یوازې و. هغه له ځان سره ګړېده. پر هغه څوک نه پوهېدل. د هغه ذهن یوازې خپله د هغه پر مخ دړه پرانستې وه. 

دا عجیبه شپه وه. ددغه زاړه پوځي بله داسې شپه په یاد نه ورتله. دا د هغه لپاره یوه جلا شپه وه. دا لومړی ځل و، چې هغه ته به د مارشالۍ فرمان لوستل کېده.

جنرال آرام او خوب نه درلود. هغه د خپل پوځي خدمت د درناوي لپاره، ښار لویو مراسم ته چمتو کړی و. هغه ښار ته کتل. په دې شپه د ښار نندارې دغه زوړ جنګیالی بل شان مغرور کړی و. 

د پوځي ښارګوټي په مینځ کې، د جشن لوی او پوخ غولی، اوس د څارګرۍ د سترې لوبې، د تر ټولو غوڅو اوامرو د پلان‌پاڼې په څېر، په دقت، لوېشت پر لوېشت جوړ شوی او مهر شوی و!

ددې ګردچاپېره سړکونه، څلورلارې، پوځي بارکونه، نورې ټولې ودانۍ، په سرو رنګونو، سرو بېرغونو او لویو لویو عکسونو کې؛ لکه د دوزخ یو پسرلی، یوکلی، یوبڼ، د سبا ورځې لویو نندارو ته دمه وو.

بوډا جنرال ته په دې شپې زمکې ځای نه ورکاوه. د مارشالۍ په درشل کې ولاړ جنرال، وړاندې ته! هغه بیا او بیا خپل پوځي ټولګي، جګړه‌ییزې شوبلې، او د سباورځې د شاندارو نندارو ځای، له نظره تېراوه. هرڅه په لوړو احضاراتو کې، پخپلو ټاکلو موقعیتونو کې، د سبا ورځې مراسمو ته دمه ول.

شپه تللې وه. د سره‌پوځ د کلنیزجشن د عمراني او ننداریزو تطبیقاتو مسئول منصبداران، له مشر جنراله د وروستیو لارښوونو او اوامرو له تر لاسه‌کولو وروسته، اوس د پوځي ښارګوټي په کلوپ کې راټول ول. دغه ځوان جنرالان او مشران، چې دلته په دغه پردي هېواد کې، په دغو لوړو منصبونو نومول شوي ول، په دې نیمه شپه کې، له یوبل سره د شرابو په اورونو کې، اوښتل رااوښتل؛ سازیانو (مازورکا) غږوله.  

بوډاجنرال د شپې په پېل کې، یوځل د شرابو دغه بازار ته راننوت، یو څه یې په سرواړول او په څټ له دې مستو پوځي منصبدارانو ووت. 

دا ځل په دې بوډا څه شوي و. دا وخت نو د دویمې نړیوالې جګړې ددغه اتل ټانکیست، پروا چا نه ساتله...

د دوی نه سره لګېدله. اولیانف د پخواني نسل و. او دوی د اوسني نسل! اولیانف د (اکتوبر سوسیالستي انقلاب) په لومړي کال پیدا شوی و. ماشومتوب یې د کورنۍ‌جګړې په سختو کلونو کې اوبه شو او دغه پولاد ترې راوتلی و.

جګړن‌اولیانف، د لوی مارشال‌ ستالین تر مشرۍ لاندې له هټلري لښکرو دویمه نړیواله جګړه ګټلې وه. هغه د خپل هېواد د نوي تاریخ د هرې پېښې شاهد و. هغه په دغو سترو پېښو کې، پخپله ګډون کړی و. هغه د سره‌پوځ د زاړه نسل د ویاړ یوه نښه وه....

خو دغو نویو منصبدارانو، چې دا یوه پېښه نه وه لیدلې، اوس دلته په پردي هېواد کې، د (شوروي‌اتحاد) او (عادلانه نړیوالې سولې) د ساتلو له لارې، ځانونو ته پوځي ویاړونه ګټل. او خپلې اوږې یې د سروزو په ستوریو ډکولې. 

هغوی نن ورځ زاړه اتل ته غاړه نه ایښوده. هغوی غوښتل مشرجنرال، په دې سیالۍ کې لاندې کړي او وړیا په وړیا د د رتبو او ویاړونو لوړو ته وخېژي. او بیا کوبای پتلونونه واغوندي او چېرته امریکې یا انګلیس ته په سفارتي دنده واستول شي!

جنرال اولیانف، څه شي خوځولی و! هغه هېچېرې نه ایسارېده. 

بوډا یوازې ځان، په لوی پوځي ښارګوټي کې، د ښاري زړو څوکیدارانو په څېر مات مات، ستړي ګامونه اخیستل. له هغه سره یوازې خپلې ځانګړې هیلې او خیالي دنیاوې په قدم وهلو وې. هغه بل یار، بل غم‌خور... نه درلود، چې یوه شېبه ورته خپل زوړ له هیلو ډک زړه را وسپړي. دا (زوړماشوم) ور ورسپاري، چې یوه شېبه یې آرام کړي، اللو للو ورته ووایي، ویې نازوي، مچ یې کړي، تسلا ورکړي، د بازیچو او شیرینو وعدې ورکړي...

ځوان جنرالان او د پوځي قرارګاه نور مشران، لوڅ سرونه او لوڅې ډډې، د ودکا او شامپاین تر اور لاندې (مازورکا) ګډېدل. هغوی دغه پردی هېواد او هلته ورپېښ د جګړې تور اورونه، چې په هرڅه یې لکه (خاپ) پرېوتل، نور نه‌غوښتل. هغوی دغه سبا چمتو و، چې پوځي بارکونه، وتړي او انتونوف الوتکو کې ستانه شي.

له کلوپه دباندې چوپه‌چوپیا خوره وه. دغې خاموشۍ هرڅه وهلي، څملولي او خوړلي و. یوازې د مشرجنرال د پښو د پوځي موزو غږ، اورېدل کېده. 

په دغه بوډا څه شوي و! په هغه کې دننه دننه یو مرموز حس راویښ شوی و. دغه حس لکه پولیس، چې په غلو پسې ورانو کنډوالو او هدیرو کې څراغ اچوي؛ د جنرال په دننه کې، په څه شي پسې ورانې کنډوالې لټولې!

جنرال ته ورپېښه وه! هغه د څه شي... ښایي د کومې غیرمعمولي نیمګړتیا، د پیداکولو په لټه کې و!

جنرال ځان په پښو را ټینګ کړ. د خپل وجود ټول غړي او حواس یې تر بشپړې ویښتیا لاندې را وستل. هغه هره خوا په هرشي... حتی د یوه‌کوڅه‌ډب سپي په (غپ) پسې، سترګې ګرځولې!

په هغه بل څه شوی و! د هغه وجود د یوې مرموزې قوې، تر اغېز لاندې بې‌سیکه شو. ستړی او ناښاد ولاړه، ولاړه، ولاړه...ودرېد.

(کیڼ‌ګرځ) شو. خپلې ښکاري الوتکې یې ولېدې....

بیا (کیڼ‌ګرځ) شو! خپلې زغروالې شوبلې او ټانکونه یې ولیدل... دریېم ځل کیڼ‌ګرځ شو؛ خپل ځوان جنرالان یې ولیدل، چې تر اوبلن اور لاندې یې مازورکا کوله.

جنرال د پوځي کوټ د استر له جیبه، وړوکی بوتل راوښکه. او په یوه ساه یې پخپل سوي وجود ورتش کړ. 

په وروستي کیڼ‌ګرځ کې سترجنرال خپلې قرارګاه ته مخامخ ولاړ و. 

جنرال پخپل دومره تېرعمر له څه شي ډک و. هغه پاریدلی، په غوسه ډک ودرېد؛ خو نه پوهېده، چې په دې درنو او قیمتي وسلو او روزل شویو پوځیانو څه وکړي!؟

هغه د خپل غم په تبه کې اېشېده. له هغه د ځان آرامولو واک تللی و. هغه همدا اوس، همدلته، مخامخ، د ختیځو غرونو د لمنې په پراخ ډاګ کې، د (کورسک) دویمه جګړه غوښته!

جنرال یوازې و. دغه بوډا اوس چا نه خوښاوه! خپلو پوځیانو یوازې پرې‌ایښی و. هغه ته یوازې خپل ځان پاتې و!

د جنرال پر مخ او څټ او ټول ځان د خولو لښتي کښته بهېدل. د هغه په زړه ساړه ننوتل. د هغه د وجود کومه غټه برخه نړېدلې وه. هغه ته یوازې خپل یوازیتوب پاتې و. 

بوډا د ځان پر وړاندې پیکه او ناچله شو. هغه ته خندا ورغله! خندا یې د زړه پر سړو کې ورکه شوه. 

ژړا ورغله؛ هغه هم په ستوني کې ونښته... بوډا له خپلې غاړې نکتایي را سسته کړه. له سره یې را ووېسته، لېرې یې وغورځوله. ستوري لرونکې خولۍ یې هم ولوېده...

جنرال یوازې و. پخپله خولۍ پسې ور ټيټ شو. له څټه د چا غږ پرې ولګېد! جنرال چټک را ولاړ شو. سم لکه سرتیری په نظام وردېد. څوک نه و. هلته وړاندې ځوان جنرالان په اوبلنو اورونو کې، په ګډا وو. 

جنرال یوازې له ځان سره و. هغه ته مرګ ور په یاد شو. د هغه له مخې څه شی تېر شو... ځنازه وه! ځنازه د سترجنرال په پوځي یونیفورم کې ولاړه؛ ښخه شوه! 

هلته ځوان مارشالان تر سره باران لاندې مازروکا ګډېدل!

خوار جنرال په کیڼ را تاو شو (د هغه کیڼ غوږ کې بڼهاری و). هسې لېرې یې په همدغو تیارو کې، د نظر غشي والوزول. 

غشي ولاړل، په لوړو ختیځو غرونو کې چا راوګرځول! دغه (څوک) یو خاص موجود و. په هغه نه د خبرې، نه د کالتوس، او نه د یوه سترجنرال د (T62) ټانکونو، د کورسک‌جګړې زور رسېده! 

غشي له لس-پنځلس ثانیو هلوځلو وروسته، په څټ راوګرځېدل. دغو غشو باید یو سترجنرال وژلی وای! دغو غشو باید مارشالي په همدې وخت او همدغه ځای کې ګټلې وای!

جنرال له خپلې ملا بې‌غږه تپانچه راووېستله. او د ختیځو غرونو پر سینه یې ور تشه کړه.

بوډا جنرال د قرارګاه په خونه کې، لویې هېندارې ته مخامخ ولاړ و. د هغه خپلې خولۍ ته پام شو. د خولۍ ستوری یې نه و! جنرال اندیښنې ویوړ! داسې نه چې دا دومره کلونه په بې‌ستوري خولۍ کې، دلته له امریکایي لښکرو سره جنګېدلی!؟... نه چې دا دومره بې‌ستوریو جنرالان، چې شوروي انترناسیونالستو پوځیانو وژلي، ټول بې‌ستوري کاریګر ول!!

جنرال له خپله سره بې‌ستوري خولۍ لېرې کړه. ددغې خونې وره سره پوځي علمونه ودرول شوي و. د علمونو مینځ کې د یوې سره‌اوچکان پوښلې ټوکرۍ مینځ کې، د مارشالۍ خولۍ او نورې جامې ایښوول شوې وې! دا جامې سبا ورځ نوي مارشال ته وراغوستل کېدلې. 

جنرال ولاړه، د مارشالۍ خولۍ یې راوړه او هېندارې ته مخامخ یې پخپل سر ور کښېښوده.

جنرال یوازې و. هغه هېچا د مارشالۍ په جامو کې ونه‌لیده. د هغه په کیڼ غوږ کې څه شي بغسس...کاوه. 

په کيڼ غوږ را تاو شو. مخامخ تلویزیون ایښی و. مارشال (چاپایف) د سپینې‌اردو جنرالان په مخه کړي و.[1] 

د جنرال کیڼ غوږ کې چا ستنه ووهله. جنرال بیا په کیڼ لوري را تاو شو. جنرال ته مخامخ (مارشال‌ژوکوف[2]) ولاړ و، هغه چې د (ستالینګراد جګړه) کې یې د نازيانو د شپږم لښکر قومندان مارشال پاولوس[3] مات او د هغه درې‌سوزره پوځیان یې تسليمۍ ته اړ کړل. 

د جنرال غوږ کې، دانه راختلې وه! بوډا سترجنرال بیا هم په کیڼ لوری راتاو شو. د هغه د کاري‌مېز دپاسه، د سره پوځ ورځپاڼه پرته وه. د ورځپاڼې په لومړي مخ غټ عکس چاپ شوی و. په دې عکس کې ددې ځای سرپرست حاکم (د کلي پخواني ملک)، د جنرال له باډیګاردانو اجازه غوښته، چې د سپین‌ګاج ټیکری په ښاپېرۍ ور واچوي!

مارشال یوازې و. د هغه په کیڼ غوږ سم مار ننوتلی و! دغه درد هغه پکو کړ... بس لاس یې کړ، کله‌کوپ یې راواخیست او د قرارګاه له لویو اورسیو یې په هماغو بې‌خولیو او بې‌ستوریو جنرالانو او مارشالانو ور نښه او په یوه ماشه یې ټول ډک ججوری ور تش کړ. سمدستي یې تش کله‌کوپ- چې د لمدو لرګیو د اور په شان شین دود ترې پورته و- پخپل مېز، د پخواني ملک پر عکس ور وغورځاوه. د عکس هم شین دود پورته شو!

له دغه دوده څه زهر راووتل، په بوډا ور کښېناستل. د هغه غوږونه او ټول ځان د شرم په دانو ډک شو.

هلته مخامخ په تلویزیون کې ټانکونه په ټانکونو ورختل... د ټانکونو د جنګونو عجیب خرپ‌وترپ و. جګړن اولیانف، پخپل (T34) ټانک کنډک سره، د نازي تورو ټایګر ټانکونو سرونه ورالوزول. 

هغه هلته اتل جګړن هم یوازې و. 

د هغه هېڅوک نه و. په هغه کې څه شی وچاودل؛ لاسونه ترې ولاړل کله‌کوپ یې راپورته کړ. د کله‌کوپ ججوری تش و. ډز یې نه کاوه! 

کله‌کوپ یې وغورځاوه؛ سم الوانداز یې راواخیست. مخامخ یې د لویې حربي نقشې په کومه ګوښه کې، امریکایي ټانکونه، نښه کړل او ووېشتل. تر هغه دمخه، بې‌خولیو امریکایانو، د دوی ټانکونه ویشتلي وو. 

سترجنرال د مارشالۍ په جامو کې؛ لکه د حشر ورځې راولاړ شوی جسد، د قرارګاه د خونې په اورونو او دودونو کې ولاړ و. او د کورسک دویمې جګړې بهېر یې څاره!

دا وخت په پوځي ښارګوټي کې د دوزخ د اورونو غرونه په لمبو و. د قوماندې په مرکز کې د مخابرې او تیلفونونو غږونه پورته و؛ خو چا نه ځوابول. 

یو وخت د دوزخ غرونه وچاودل. سره‌کاڼي یې د قومندې مرکز ته راباد شول. غږونه، تیلفونونه، عکسونه... هرڅه په دغه شنه اور ککړ شول.

په سبا شپه یې د تلویزیون له لارې د سره‌پوځ د کالیزې، د تېرکال د جشن ننداریزو تطبیقاتو مراسم وښوول؛ دا ځکه چې دلته پروت پوځي ښارګوټی نور تباه شوی و. 

د مارشالۍ په تمه سوي زوړجنرال، د خپلو پوځیانو د عاجل روغتون له بستره، د تلویزیون پر پرده دا تکرار ننداره خلاصه کړه. دې سره ورته ورو ورو هرڅه وریادېدل. هغه چې ښارګوټی په اور کې راګیر ولید، پخپله جنګ ته ور ولوید. دا وخت د ښارګوټي قوي روشني‌انداز مخامخ په ده را برابر شو او ده ناڅاپه حواس بایلل. جنرال وترېد. هغه غوښتي‌ناغوښتي د کورسک دویمه جګړه پیل کړه. هغه دا خوا ها خوا د امریکې او امپریالیزم په یو عالم ټانکونو پسې لاس اچاوه. ګوري، چې دغه اورلنې‌شیشکې، لکه یو میلیون ماران او ملخان او لړمان پر مخامخ اراضۍ را روان دي. جنرال بېدریغه وسله وچلوله. اخر یې په دواړو موزو ماران، لړمان او غونډلان لغتول، تر دې چې لړم یې د څرمنې موزې مینځ ته ور ولوېد او نور په ځان پوه نشو. وروسته چې راپسد شو، روغتون کې یې جامې او رتبې ترې وښکلې وې. د پښې غټه ګوته یې هم نه وه. تور لړم ځان دې ځای ته رسولی و! 

د دفاع وزارت ستردرستیز قراګاه، د راغلي هیئت جنرالانو او پوځي اکادمیسینانو د پلان شویو ننداریزو تطبیقاتو پرځای مخامخ د ښار په امنیتي کمربند کې، د یاغیانو د کلي له غازیانو سره جګړې ته ور ووتل. دا د ښار او کلي د برخلیک ټاکلو لپاره تر ټولو بده غمیزه وه. 

د یاغیانو په کلي کې سنبالو جګړنو وروسته له وختونو د جګړې ابتکار په لاس کې اخستی و. د تېرې شپې په عملیاتو کې، د شوروي ځواکونو وسلو، زیرمو او راز راز تاسیساتو ته لوی تاوان اوښتی و. کلیوالي جنګیالیو، چې شوروي ځواکونه په داسې کمزورۍ کې ولیدل؛ بې‌له ځنده یې د ښار د نیولو په خاطر، له دریو خواو برید راوړ. 

جګړه د سره‌پوځ د اویایمې کالیزې د جشن په ورځ، ښه په درز نښتې وه. د شوروي ځواکونو د پاتې قطعاتو سرتیري او پوځیان، له خپلو فعالو درنو وسلو سره، د ښار په کمربند کې، د کلیوالو جنګیالیو مخې ته ودرېدل. کلیوالي جګړنو، چې د کلي په ځینو برخو او له ښاره بهر د حکومتي قطعو او ځواکونو له دړې‌وړې کولو وروسته، پرمخ را روان ول، د ښار پر لمنو کې، د شوروي قطعاتو د زغروالو شوبلو او ټانکونو پولادي دیوال را ایسار کړل.

په ښار کې حکومتي اداره په ړنګېدو وه. سرپرست حاکم (د کلي پخواني ملک)، په کور ناست و. بل څوک نه و، چې په داسې شېبو کې سمدستي د ښار د دفاع چاره پر غاړه واخلي! اوس نو حکومتي جنګیالي او شوروي پوځيان جلا جلا جنګېدل. 

د تېرې شپې په جګړو کې د حکومتي ځواکونو سټه ختلې وه. ځکه جګړه مخامخ د شوروي پاتې پوځيانو ته ور له غاړې وه! ددغو پوځیانو د قرارګاه د غټې برخې ځوان جنرالان او د قرارګاه مشر، (جنرال اولیانف)، څه د تېرې شپې په درونو چاودنو کې، د خپلو وسلو او باروتو اور خوړلي ول. او څه هم د مرکز په امر، له دندو ګوښه او پوځي محکمې ته معرفي شوي و. اوس تازه دمو ځوانو جنرالانو او پوځي کارپوهانو، جګړه پر مخ بیوله. 

په دې ورځې ټولې توپې غړمبېدلې. هوایي بمبارۍ هرساعت له سره تکرارېدلې. دغه ډله‌ډله بم‌غورځونکې الوتکې، چې له تاشکنده راتللې، د کلي لوېشت‌لوېشت زمکه یې، په زرکیلویي بمونو ورانوله. دغې جګړې د کلیوالو ملکي وګړو، زنانه‌و او ماشومانو د ژوند سټه ور ووېسته؛ خو د کلي د وسله‌والو ډلو ځوانو غازیانو ته هومره تاوان ور وانه‌وښت. هغوی دا وخت له الوتکو، توپو او توغندیو د ځانونو ژغورلو سل رنګه چلونه-نیرنګونه زده کړي وو. 

ځوانو جنګیالو، د کلي مینځ تش پرې‌ایښی و. د هغوی تعرضي ګروپونه ښار ته څېرمه، د بې‌موراله حکومتي سرتېریو او شوروي پوځیانو تر زنې لاندې، له بمباریو بې‌غمه وو. د هغوی احتیاط ټولګي او د وسلو لویې زیرمې، په ډېرو لوړو غرنیو پېچومو او ورهاخوا په سرحدي پوله کې، د غرنیو سمڅو په مینځ کې، ځای پرځای شوي او خوندي و.

روسي ځوانو جنرالانو پخپلو منظمو قومندو سره، د کلي په ورانو کلاګانو او شاړو ویالو او وچو شویو چنارونو کې، د امریکې د ټانک فرقې، د خپلو منظمو توپچي بطریو او د ټانک د فرقې د (T62) ټانکونو په اوږدو ګولیو، سوري کول او سوزول. 

دا ځل سره‌پوځ ته خپله کلیزه ډېره درنه پریوته. دغه پوځ، چې د سپینې‌ماڼۍ تر برېده د انترناسیونالستي جګړې د ګټلو او هلته د خپل سره څټک او لور نښان د ودرولو تړون په مسکو کې، د خپل سره‌مشر له ممیایي جسد سره کړې و، دلته خپلو پولو سره نېږدې، په دې یوه لوېشت اراضۍ کې، د ډېرو نابلدو موجوداتو په له مینځه‌وړلو کې، په ګونډو شول. د غرور پېټې یې له زړو اوږو پرېوت او د افسانو زور یې وېلې او اوبه شو. 

د سره‌پوځ دغه ماته، د بدنامۍ تر پولې رسېدلې وه. له تېرې شپې  راهیسې لویه ښاپېرۍ ورکه وه‎! د هغې د مړي یا ژوندي هېڅ نښه او اثار نه و. د سره‌پوځ ځانګړو څارګرو او ددې ځای حکومتي پټو پولیسو، د هغې د مړي او ژوندي معلومولو لپاره کور په کور، لټه پیل کړه. د ورځې تر ناوخته ټول ښار چاڼ شو؛ خو ښاپېرۍ له ټولو غیبه شوه! د هغې هېڅ آثار او نښه چا تر لاسه نکړه. 

شوروي مشرتوب- چې د خپل حالت او بهرني وضعیت روغ کتلو او ارزولو لپاره، نوې سترګۍ په سترګو کړې وې- دلته د نویو سیاستونو او دریځونو د ټاکلو او د پوځي او سیاسي چارو د سمولو لپاره، د قبول په ملګرتیا، د خپلو ځوانو متخصصانو او سیاستوالو یوه ډله دیخوا را روانه کړې وه. 

اوس نو قبول، یو نوی قبلول و. داسې چې تا به وېل، یو وطني ځوان، یو په خبره پوه کوچی، یو په ملا، مدرسه او جرګه خبر سړی، یو قومي مشر، یو په دنیا او حالاتو خبر معلم دې، د قبول په څېره قالب کړی!

دغه ډله لا پر لاره کې وه. دا وخت پېښې پخپل سر روانې وې. د پوځ څارګرې ادارې، د خپلو اوپراتیفي اقداماتو په لړ کې بریدګی عمروف تورن کړ، او ځانګړو تحقیقاتو ته یې کښېناوه. په بریدګي باندې د لسو ځوانو سره‌خوله سرتېریو د وژلو او دغه راز د ښاپېرۍ د ژوندي یا مړي د ناڅاپي ورکېدلو، تورونه لګول شوي و. 

د څارګرو ادارې پخوانی امر جنرال یاکوف، چې ځان د ستالین او (لارونتي بریا[4])د فکري او سیاسي خط پیرو ګڼي، په دې باور و، چې ددغو ټولو پېښو څټ ته د (CIA) د متخصصینو لاس دی. هغه په دې هڅه کې و، چې د لوړبرتبه هیئت تر را رسېدلو دمخه، بریدګی عمروف او یو شمېر نور، د صحرایي محکمې له لارې چاندمارۍ کړي او د سره‌پوځ په لیکو کې پوځي دسپلین له سره په پښو ودروي. بیا به د پوځ جنرالان د څو چټکو بریدونو په ترڅ کې، کلی او شاوخوا لوړې څوکې او پخوانۍ سرحدي تاڼې، له امریکایانو او مذهبي افراطیونو پاکې کړي او خپلې انترناسیونالستي دندې به بریالۍ پای ته ورسوي!

د څارګرۍ ډلې مشر نشو کولای تر دې بله خبره واوري. د هغه په سره‌ایمان او اخلاقو کې یوازې همدومره څه ځایېدل. هغه پخپل ایمان سر ایښی و. د هغه اخلاقي چاپېریال تر الماسو هم ټینګو موادو جوړ کړی و. پر هغه د دا ډول ماتو، تلفاتو او د خامو او ځوانو سړو او ښځو د اسوېلیو او زګېرویو زور نه رسېده. د هغه عقل، حواس او عواطف یوې شانداره هیبتناکې او مغرورې بلا خوړل. دا بلا د هغه د زړه پر سر پرته وه. دغې بلا (چنجي) خوړل.

د څارګرو په مشر څه شوي و. هغه څه شي ته په غوسه و. له هغه څه ورک شوي و! دا ورکه یې ښاپېرۍ نه وه، لس‌واړه سره‌خوله سرتېري نه وو، بوډا جنرال اولیانف هم نه وه؛ بل څه و!

د هغه دننه یوه لویه تیاره فضا، د کائیناتو د ستوریو له غرهاره ډکه وه. هغه د یوه زرلکن مړي د پټ کبر په څېر، پټه خوله، یوازې له خپلو تیارو سره، د خپل زړه پر سر د پرتې بلا پخاطر، روان و. بلا هغه په سمو او لوړو، غرونو او سیندونو ور خېژاوه! بلا یوازې چنجي وژل. دا بلا د چنجیو وبا وه، چې لا وړاندې خورېده. د څارګرو پاخه مشر، په دغه بلا خپل سر ور ایښی و.

هغه پر زمکه او آسمان کې پرته له چنجیو بل څه نه لټول. د هغه همدا کار و. او اوس هم پخپل کار لګیا و. بریدګی عمروف یې چاندمارۍ ته چمتو کاوه. 

خو بیا هم د کار یوه ګوښه ناسمه وه. اصلاً اوس فضا بله وه! موسم بل و. سړي او شیان... هرڅه سره کښته پورته شوي و. هېڅوک، هېڅ شی پخپل پخواني حالت کې نه و پاتې! بس داسې یې وګڼه، چې یو زورور توپان راغی، زاړه نسلونه او شیان یې له ځان سره وېوړل او بل څه یې پر ځای را شنه شول.

نه پوهېږم څنګه یې ووایم... هغه څه، چې شوي، ددغه یوې لوېشتې قلم له قده ډېر لوړ دی! ښایي ددې لپاره یو د  آسمان په قد قلم په کار وي! 

څه فکر کوئ، هغه دیوان او ښاماران، چې زموږ په قدیمي ټاټوبي (قاف) کې یې په زرګونو شهزادګان او شهزادګۍ د واده په لومړۍ شپه، په سرو وینو کې لمبولي، آیا اوس کولای شي د ورانۍ په لوبه کې د بمبارۍ له الوتکو او اتوماتیکي نښه وېشتونکو ټانکونو سره سیالي ورکړي!؟

نه پوهېږم؛ ښایي زړو ولسونو د جګړې او ورانۍ درنو وسلو ته دیوان وېلې! ښایي هغوی لوی اورغورځونکي ته ښامار وېلې!؟ ښایي د هغو کوډګرو ځای، چې پخپلو مرموزو غږونو یې بنیادمان له حرکته غورځول، مسخ کول او پر بل شکل اړول، اوس هغو مرامي-سیاسي باورونو نیولي وي، چې د یوه ځانګړي اخلاقي اتموسفیر په دننه کې یې دا شان لویې لښکرې جوړې کړي او د وژنې او ورانۍ په پراخ کار کې، بېرته وژلي او تباه کړي!

ښه له ملنډو به تېر شو. جګړې ته به تاریخ نه جوړو؛ ځکه کېدای شي، دا کار له یو ډول ملنډو سره د بل ډول ملنډو د غېږې نیولو لوبې جوړې کړي!

دادی ښه شول ذهن، حواس او اعصاب مې یو څه آرام، هوسا او له سره په خپړو کولو شول. دادی ژوند را یاد شو. 

ژوند څه شی وي؟

انقلابیان وایي، چې ژوند یوازې جګړه ده. یو راز صوفیان وایي، چې ژوند مازې ځان وژل دي! ځنې مفکرین وایي: ژوند د دوزخ واقعیت (عینیت) دي. 

زه نه پوهېږم، چې بنیادم ولې پخپل بري کې پښېمانه دی. بنیادم په دغه برخلیک کې هېڅ‌وخت خپل موقعیت، خپل بري ته غاړه نه‌ږدي؛ ځکه هغه سړي یا ښځې، چې مجسمې یې ولاړې دي، ګوته په شمار دي!

زه نه پوهېږم، چې ډبره څه ډول مري او د ډبرې د (وجود)، وروستی مواد به څه شي وي؟

ښایي بنیادم پر زمکه کې د ځان او خپل ذهن (عقل) او فعل (تمدن)، د ضایع‌کولو پخاطر زوړ هوډ او زړه اراده لري!

ښایي همدا د انسان لومړنی هوډ او اراده وي. ښايي بنیادم له ازله پوهېږي، چې باید له ټول زمان‌ومکان سره مصرف شي، چې په بې‌زمانې کې راویښ شي. (اوسېدل) له شي او زمانه بهر کېدل او پر ټولو پولو ور اوښتل دي. دا بې‌زمانه زمان (اوس) نومېږي!

ځکه وایم: ښایي انسان داسې موجود وي، چې له ځانه تېر دی.

زه نه پوهېږم، چې کلیوال غازیان او ددغې جګړې نور برخه‌وال، اوس په څه بوخت دي؟ آیا خپلو عملي کړیو احساساتو، عواطفو او ذهني موقعیتونو ته په دغه بې‌شکله دوزخ کې، په څټ ورګرځي او کنه، دوی هم په یوه مرموز نه‌رضایت-ښایي پښېمانۍ- محکوم دي!؟

ښایي داسې نه وي! ښایي پښېماني له ما سره وي. ښایي زموږ غرور هومره لیونی وي، چې د پښېمانۍ حس ځان ور څخه د وجود په یوه پټه ګوښه کې، پټ او مرموز ساتي!؟

زما باور دی، چې انسان د پښېمانۍ حق لري. یوه پوښتنه: که مخلوق پښېمانه نه وي، دا د هستۍ او د خالق اړیکه به څنګه شي!؟ 

آیا دا یوازې خدای نه دی، چې تل ثابت دی او پښېماني نلري!!

وړاندې نشم تلای! تر دې زیاته پوهه، په ما کې نه ځایېږي! زه د مکان‌وزمان په محدوده کې، یوه بله محدوده دنیا یم، چې د ذهني حواسو له لارې، هستي پخپل فردي قلمرو کې، نن انځوروم، سبا تمثیلوم، بل سبا وړاندې تېرېږم...

ښایي زه د یوه انځور، یوه تمثیل او یوه انکار لپاره پیدا شوی یم! ښایي بنیادم خپل لوی خالق هومره ستر پیدا کړی وي، چې دادی نسل په نسل، پخپل سرنوشت کې روان دی؛ خو هېڅ‌وخت یې خپل ټول قلمرو نه دی بشپړ کړی.

عجیبه ده! هومره لوی قلمرو او دا لس لوېشتې قد، چې یوه بوجۍ غوښې-هډوکي یې... پر زمکه نېغ ودرولي دي!

انسان ولاړ دی، نه پرېوزي؛ ځکه چې خپل ځای نه‌مني!

انسان ګرځي؛ ځکه خپل قلمرو لټوي (ټول قلمرو لټوي!).

انسان څه (شی) له قدیمه ورک کړی، له ځانه یې لېرې کړی؛ بل ته یې ورکړی. او څه دروغ ورپورې وتړي، چې دا خو لمر ته د ورختلو د زینې یوه پټه ده، ته یې واخله، ټینګه یې وساته... تاته در په کارېږي!

انسان پخپله ماته خبر دی! انسان ته خپل غم ورله غاړې دی. انسان ته د خپل بري په شېبه کې، د خپل وجود د بشپړېدو وېره مخته ولاړه ده. انسان پر ځان قناعت نلري!

ښایي انسان خپله اساسي برخه، له لاسه ورکړې وي! ښايي دغه یې (اساس) وي. ښایي اوس ددې اساس، خوب وي، چې د بنیادم (جامه) یې اغوستې او زور وهي، چې کلک شي. ډبره شي، مس او پولاد او آخر آخر هم آلماس شي!

څوک خبر؛ ښایي انسان له ځانه د وتلو قديمي اراده لري... ښایي بل څه وي!؟

چې (اساس) به له څه جنسه وي! هغه (شی) چې شکل نلري، وزن یې نشته، زمان کې نه اوسي...هااااای، دا خو (سپین‌ژوند) شو. دا ښایست یوازې خدای پیداکولای، پاللی او وربللی شي!

نه! انسان په دې ډبل ځان، شرمېږي. هغه حتا له خپل (اساس-ځان) نه شرمېږي. هغه پخپله لوږه اخته دی. دنیا یې نشي مړولای. دا د خدای وږی، دنیا او مکان او عمر نشي مړولای. 

هغه پرته له خدایه، نیم دی، سیوری دی، بدل دی، مادي جسم او د عمر وړوکی زمان دی. هاااا...ای! ټول واقعیت لکه چې د هغه (اساس‌ځان) پر لور مصرف دی.

خو ما دلته د بل غاړې ته لاس وراچولی. زه د بل وزن هم خپله برخه کوم! هااااای، دا څه بد پهلوان دی! د نورو وزنونو یې پر ولو اخستي او (ځان) ته ور روان دی. ځان خدای سره دی. او هغه وخت شته، چې شکل، څېره، نوم، دبدبه، رتبه، او مجسمه بایلې. او له هرڅه پاک، سپین او تش ودرېږې. 

نه پوهېږم، په داسې سړه، کرخته، وچه... ورځ کې، چې زه، زما کلی، او ولس په کې ایشي؛ دا افکار له کومې خوا را اوري! د چا لخوا اوري!؟ 

ښایي په دې ګنس حالت، چې موږ ټولو ته را پېښ دی، دا د ژوند د ثبوت یوازنی دلیل او نښه وي!

خدای خبر څنګه زه د کلي او کلیوالو د ورپېښې غمیزې، په باب د راپورتاژ برابرولو له دریځه، یوه کلیوال ته د ژوندي ورپېښ دریځ او د هغه ذهني اقلیم ته، ور واوښتم!؟

هرڅه، چې و، اوس راغلي و! په کلي تېر شوي و!! په دې پسې ډېر کسان لا ژوندي وو... ګرځېدل. غږېدل. لا لګیا و، چې له دغه شاړ دوزخه ووځي. چېرې آرام پریوځي. یوه شېبه هرڅه- حتی خپل شهیدان او د پردیو دیوان- هېر کړي. یو څوک پیدا کړي. سره ورور او خور شي. سره پلار او مور شي. سره کور او کلی شي...

خو دې کارونو ته لا لېرې وه. په دغه ویجاړ اقلیم کې- چې د پولادي دیوانو او ښامارانو شنې او زنګ وهلې غوښې، د خره له مرګه ډېرې پرتې وې- هر انسان یتیم و. 

دلته د مور په ګېډه کې له ماشومه نیولې، تر سل کلن بابا او سل کلنې انا پورې، ټول یتیمان ول. ټول بې‌کوره او بې‌اوره وو. دا دروند حالت د هماغې یوې شپې د پېښو ګډ کار و. دا یتیم ولس او یتیمه خاوره، د هماغې سترې‌بلا لاس جوړه کړې وه.

بلا په بده درنه ژمنۍ شپه کې، په دې سیمه راننوته. او د ایدیالوژۍ د دوزخ ستوري او ګلان یې د ځوانانو په ذهن، حواسو او زړونو ور نښلول. 

بلا او دوزخ بې‌شکله وو. چا ونه لیدل. 

دلته شبکوري وه. ناڅاپه په خلکو کې یوه مرموزه ناروغي خوره شوه. د ټولو سرونو ته سر درد ورغی. د ټولو پر سرونو کې، مچیو او مچانو بغسس...کاوه! 

ټول په مرګ ستړي او په تنګ وو. ترڅو د ډول په شان یو (ډز) پورته شو او هغوی هم را میدان ته شول. په چکو شول(له ډزو سره په چکو شول).

ډزې په بده واوښتې. ډزې درنې او له مرګه ډکې شوې. ډزو د ولس ناروغي ور څو برابره زیاته کړه. او بیا همدا شوه: یتیم ولس او یتیم ټاټوبی!

دا لا چېرې ده... دا خو د پټي سر و، پټی له بېرته سورور و!

 

***

 

 

 

 

 

 

 

 

څلورم فصل

 

تورډول او د وزو لو!

 

 

بختۍ شپه‌ او ورځ لاس په لاس وواهه؛ خو نه یې د مېړه مړی یا ژوندی پیدا شو او نه هم چا د ښاپېرۍ درک ورته وکړ! بیا بختۍ په لور او مېړه پسې ښار لټ‌پټ کړ؛ خو هېڅ نښه، هېڅ احوال یې ور معلوم نشو!

بختۍ هم بادساره وه، نه پوهېده، چې پلار او لور په ښار کې نه پیدا کېدل. 

له ښاره ورهاخوا جګړه وه. په ښار د جګړې سور اور را تاو شوی و. زوړ ښکاري کوډګر، د جګړې په څپو، کله په کلي کې آس ځغلاوه، او کله یې په ښار خپل آس را ښکته کاوه! په یوه خرپ‌خرپ کې تېرېده او بېرته په کلي ور ځغلېده!

کوډګر د ښار او کلي دوره وهله. هغه خپله ځانګړې وزلوبه کوله. ښار او کلی د کوډګر د وزو ځنګل و!

دغه ښکاري آس، په هر ګام کې، یوه وحشي وزه (غرڅه) یا د شدو وزه (فارمي وزه)، تر پښو لاندې کوله. آس د وزو په ککریو باندې پلونه اوچتول. د وزو ککرۍ؛ لکه د قدیمي کلا لوټې، د آس تر نالونو لاندې ماتېدلې، له بادوباران سره شړېدلې او بېرته له خاور- ایرو سره، پټو ته راوتلې او پټیو هم کوکنار ښه کول.

بختې په دې هرڅه ژړل. هغه دغه ښکاري‌آس را ایساره کړې وه. هغې خپل مړی بې‌کفنه نه‌غوښته! 

د هغې کفن په تخرګ کې و. هغه په ښار کې را ایساره وه. 

هغې لېرې‌لېرې په مېړه- په ښاپېرۍ، په... پسې کتل. د هغوي د مړي یا ژوندي درک نه کېده! قبول هم نه و، چې بختۍ خپل ځانته خوښ کړی قبر وروښیي! د هغې هېڅوک نه و! هغه داځل په رښتیا بې‌سیوري او ستوري شوه. 

د هغې په وجود کې، د غرور پر څلیو بادوباران، زلزلو‌ او توپانونو، زور واهه. هغه تر پایه نړېدلو پر درشل ولاړه وه.

هغې په زوره زوره لاسونه سره ووهل! هغې ته یودم؛ لکه یو تصویر، یو موجود، یو مېړه، یوه لور، یو زوی، یو کور او په کې بیا اور... ور یاد شول. هغې دا هرڅه څټ ته پرې‌ایښی وو. هغه په څټ راوګرځېده. ښه نېږدې د ښار مینځ ته راورسېده. د ښاروالۍ تر ودانۍ لاندې اریانه ولاړه وه. 

د هغې له مخې یې سوي ټانکونه او سوې الوتکې تېرولې. او د جېل څټ ته په شاړه دښته کې یې غورځولې، چې بندیان په کې لرونه او څټکان جوړول زده کړي!

بختۍ چېغې کړې... لاسونه یې سره په څپېړو ووهل... بیا یې په سره اور ککړ لاسونه، پر مخ ووهل...

وجود یې اور واخیست. هغې پخپلو ورکو پسې کوکې ووهلې، ووهلې...

ورک یې په کلي کې وو. او په کلي کې د (وزو ځنګل) اره کېده!

بختۍ د ښار په اور کې د ورکو څنډو، او د ښاروالۍ د ودانۍ ترمینځ، تله او راتله. هغه له عقله وتلې وه. د هغې حواسو د ړندو لړمانو په څېر، پخپله هغه چیچله! هغې نېږدې شیان لېرې او لېرې شیان نېږدې لیدل...یا اورېدل!

بختې به ګرده ورځ هر هر چاته کتل؛ خو هغې هېڅوک نه لیدل، هېڅ شی د هغې سترګو ته نه ورتلل، هېڅوک، هېڅ شی، د هغې نه و! 

د هغې خپلوانو او شیانو یوه مرموزه علامه لرله... یو ځانګړی ستوری یې درلود. او دا خلک او دا شیان، ټول بې‌نښې او بې‌ستوري وو. هسې چې تا به وېل: مازې یوه ساه باد دی، چې یوه پوقانه یې پړسولې! 

بختۍ ددغو بادکړو څېرو (پوقانو)، په مینځ کې، له ځان سره یوازې اوسېده. هغې (ځان) پر هر حالت کې خپلو ورکو ته ور رساوه! د هغې ورک لېرې وو. همدلته و. هسې هغې لیونۍ هېر کړي و. 

هغې به سترګې بله خوا، په بل چا پسې وړې وې، چې ناڅاپه به خپل هرڅه ور په یاد شول! هرڅه به یې له شاوخوا سره وو. هغې به له ځان سره، تر یوه چت لاندې، د یوه غولي دپاسه، مېړه، لور، زوی...او نور، نور...ټول ولیدل. همدا به یې خپل کور و. د هغې غوږونو ته د خپل کاله د نغري د اور څځ‌وپځ راغی. 

بختۍ به راپاڅېده. سر به یې په یوه څادر-مادر پټ کړ، له دې کار وروسته به خپلوانو ته ورنېږدې شوه... کتل به یې، چې یو هم نشته! ټول وتلي. ټول کور غلو وهلی! 

بختۍ به د خیال په نیلي سپره شوه او په غلو پسې به آن د لوړو غرونو سرونو ته ور والوته! د غرونو پر څوکو کې به څه شي، ودروله! څه شي به د زړه په سر وچیچله! څه شي به په زوره کفن ترې واخیست، یوې بې‌سره وزې ته به یې ور واغوست؛ بختۍ به لوڅه پرته وه!

بیا به راپاڅېده. په چیغو به شوه. زمکې او آسمان ته په لاس‌اچولو به شوه! د اریانتیا خبره وه، ژړا یې چا نه اورېده! څوک نه و، چې څه شی واوري!

هرڅه طلسم شوي و. بې‌حواسو شوي و! کوډګر په اورلنو غږونو (کلمو)، د بنیادمانو غوږونه ور سوځولي وو.

دا بل شان مرموز وخت و. د بنیادمانو ټول حواس، سترګې، غوږونه او ژبې، ورسوځول شوې وې!

بنیادمان له دوزخه مخکې، په دغه دوزخ کې-چې حتی شیطان یې نلري- سوځول شوي وو. 

بنیادمانو ته مازې له اوره ډک عواطف ور پاتې وو. او دغه عواطف یوازې د کوډګر په تورساز کې ګډېدل.

بختۍ یوازې له ځان سره، د خپل سوي وجود د ایرو پر څلي ور ناسته وه! هغې ژړل. هغې پخپلو اوښکو د مېړه، لور، زوی او کاله، خټه خيشتوله. هغې د خپلو عواطفو په اور، ددغو خټو مجسمې پخولې؛ خو مجسمې بې‌ساه وې، بې‌حواسو وې... بختۍ یې نه‌لیده؛ نه یې اورېده!

هی هی! د بختۍ سوې‌غوښې، حواس او زړه... چا نه لیدل! 

بختۍ له خپګانه، له یوازېتوبه، له زړه‌تنګۍ، له یتیمۍ... چېغې ووهلې، ووهلې...

دغو ټولو یتیمانو چېغې ووهلې. د هغوی چیغې او ژړاوې او د کوډګر تورډول ته غېر مستقیمه نڅاه، یو شان وه. ځکه هر یوه یوازې خپل غږ لوړ ګاڼه! 

چا د (چا) غږ نه‌اورېده. د ټولو غږونه او غوږونه، سوي وو. 

د ټولو سترګې او ستوري، سوي وو. هرچا ته ځان ورله غاړې و؛ ځکه یتیمان و، څوک نه و چې ووایي:

«زوی یې مړ کړې، دا څنګه کاپېردیوان دي، چې په دومره چیغو کې لا هم مخته روان دي! لا هم په چیغو چیغو کې تورسرې او بوډاګان، په اورلنو کاڼو ولي!؟»

په دغې حساسه شېبه کې، له څو مېاشتني غیابت وروسته، ناڅاپه یو ځل بیا قبول- خو نوی او تازه قبول- په ساده وطني عسکري جامو کې، بېرته سیمې ته راستون شو. او مخامخ یې د ولسوالۍ واګې په لاس کې واخیستې. دا هغه نوی نوی قبول و!

هغه په بېړه، لاس په کار شو. ټولو عسکري او ملکي څوکیو ته یې خپل همزولي ځوانان وټاکل. ددې سیمې په فعالو مشرانو کې یو د ښار د امنیت آمر سمونیار (عسکرزوی) او بل پراشوتي افسر او د مکانیزه کنډک قومندان جګړن (نثار) د محدود قطعاتو له وتلو وروسته سیاستونو او دریځونو کې زیات له قبول سره یوه خوله او یو لاس وو. 

دا وخت ښار د باېللو په پوله ولاړ و، چې قبول له خپلې تازه ډلې سره، د پېښو مقابلې ته را وړاندې شو. 

اوس نو په ښار کې روانو پېښو هرڅوک د وېرې، مرګ، سرومال‌کېدلو د پاڼ پر ژۍ، تر چپه او راسته ګوزارنو لاندې نیولي و. ښار نور یوه مرموز لاس له حرکته غورځولی و. هلته هرڅه، هر راز ورځني ملکي او حکومتي چارې، په ټپه ودرېدلې وې! بده یې داچې نور نو خپله ښار د جګړې ډګر و. 

ښار د قارون د درنې پانګې په څېر، د زمکې له مخه په یوه اورلنه څاه کې، شېبه شېبه کښېوته او لاډوبېده! په دغې دوزخي څاه کې، چوپه‌چوپیا وه! یوازې د (تړق‌وتړوق) غږ، غوږونو ته راته!

د ښار غوږونه دغه غږ پړسولي وو. ښار د زمکې پر لوی ټټر، د یوې مرموزې (دانې) پر څېر ځانته و. جلا و. 

پر دغې سرې دانې ټولې لارې او ګودرې، را پرې شوې وې. را ایسار شوي ښاریان، یو مخ، مړینې، لوږې، دربدرۍ او نامعلوم برخلیک، په مخه کړی ول. 

را ایسارو ښاریانو زور واهه، چې له دغه سره‌دوزخه، پښې سپکې کړي؛ خو د هغوی دا یوازینۍ هڅه تل ناکامه وه! 

  هر ښاري به چې د شپې په تپه‌توره شپه کې له خپلو وړو، زړو او ښځینه‌و سره پټ په پټه له کوره راووت؛ نو د جګړه‌مارکوډګر لاس به یو ځای نه یوځای راونیوه، سر به یې د وچ‌لرګي په څېر، اسانه ورنه اره کړ. او نور به یې هیسته وغورځاوه!

سبا به حکومتي امبولانسونو د ښار له لارو او کوڅو نه پرې‌شوي سرونه او شلېدلې د بدن ټوټې راټولولې او په حکومتي هدیره کې به یې خښولې!

دغه هدیره، همدلته لنډه، د ښاروالۍ په پارک کې پرته وه. هدیره د ښاریانو او حکومتي جنګیالیو په مړو ډکه شوه. 

ورو ورو ښار مړو پسې واخیست. د ښار په هر واټ، هر بازار او هرې څلورلارې کې د مړو بوی خوت. ورځ په ورځ د مړو پرې شوې د بدن برخې، لمر پړسولې او کارغانو خوړلې او وران عطر یې په ښار کې خورېدل.

په همدې موقع، چې هرکار او هرګام اخیستل لوی قمار و، قبول له خپلې نوې ډلې سره، میدان ته را داخل شو. هغه زړور، بېباکه او نېغه‌غاړه له خپلو دوو یارانو (سمونیار عسکرزوی او جګړن نثار) سره، په داسې حال کې، چې په ښار کې خرپ‌وترپ روان و، د ښاروالۍ له ودانۍ راووتل او مخامخ په سویو ټانکونو او سویو الوتکو ور وختل او وړاندې د جګړې او (تړق‌وتړوق) په مرکز ور ننوتل.

دا د ښار او ښاریانو او نویو واکمنو د سرنوشت یوه خاصه شېبه وه، چې د انسان په عقل کې نه‌جوړېده. په دې شېبه جګړې، ورانۍ او د (وزو ځنګل) اره‌کولو، ښار ته او دا ډول جګو غاړو ته، یوه مرموزه ښکلا ورکړې وه. ددغې مرګنۍ ښکلا نندارې ته هماغه زوړکوډګر، هماغه د جګړې‌خدای! هماغه د دوزخ د خزانو مستوفي، ناست و. هغه پخپل زاړه  (علم!) سره بنیادمان طلسم کړي و. هغه پخپلو مرموزو غږونو سره، وګړي یو بل ته لیوان جوړ کړي ، او انسان ته یې د انسان په لاس اور اچاوه!

داسې اوازه ګډه وه، چې ددې ورځې په ماښام به مټور غازیان، وروستۍ فتحه کوي! په ښار به نېغ‌په‌نېغه ور خېژي او خپل بېرغونه به پر ټول ښار را ځړوي! دم‌ګړۍ اور په ښار او ښاریانو ورګډ و. اور، تر وښو لاندې اوبو په څېر ورو ورو، وړاندې سر راوښکه! 

قبول او ځوان یاران یې، په دغو سرو اوبو ورننوتل. د ښار فضا تر آسمانه پورې، یومخ د جګړې شنو او تورو لوخړو پوښلې وه. له دغو شنو لوګیو، د (وطن‌یاکفن!) غږ اورېدل کېده!

غږ او نعره د قبول وه! 

نه پوهېږم؛ هررنګه چې و، د جګړې لیکه یوځای ودرېده... ورپسې بل ځای هم ودرېده... ورسره د ښار په ګردچاپېره د جګړې سېل په څټ ووهل شو. او داسې په ښار زاړه‌بېرغونه را ځړېدلي پاتې شول.

ورو ورو جګړه له ښاره دباندې ووته! له دې سره د ښاریانو په رګونو کې وینه وغوړېده. دا وخت د ښار جنګیالي سرتېري-چې له شورویانو په ورته پاتې وسلو سره، جګړې ته راوتلي ول- له ښاره دباندې پخپل دښمن پسې ووتل. له دې سره د جګړې او برخلیک پاڼه واوښته.

نه‌پوهېږم په قبول چا لاس را وښکلی و! قبول بل ډول شوی و. نوی، تازه، تکړه... تا به وېلې، چې یو جګ‌ځیګ، کلیوال شپون دی، چې ږېره یې وهلې، پوځي دریشي یې اغوستۍ او له خولې هم شات تویوي.

قبول د ښاریانو د غېرت او ملاتړ د راپارولو لپاره، د هر هغه جنګیالي پر ټټر، چې یرغلګر یې بې‌دریغه وژل او ځغلول- د مکناټن د قاتل نښان ورټومبه!

قبول کټ‌مټ د یوه وطني سرتېري ژوند غوره کړی و. د هغه به د سرتېرو جامې پر غاړه وې. او د سرتېرو په شان به یې کلاشینکوف تپانچه په لاس کې چمتو ګرځوله. هغه هره شپه د ښار د امنیتي کمربند یوې مورچلې ته ور وړله. 

ښاریانو هره شپه په تلویزیون کې، د پردیو مړي او ژوندي لیدل، چې ښار ته پر څېرمه جګړو کې وژل شوي او یا نیول شوي ول.

په ښار کې پوځي مقررات پلي و. قبول، چې عملاً د ښار او سیمې ملکي‌وپوځي مشر و، پخپلو کارونو او اقداماتو کې غوڅ، چټک او نوښتګر راووت. 

پوځي‌مشر، پرلپسې د ښاري-حکومتي تلویزیون له لارې ښاریانو او نورو ولسونو ته خپل پیغامونه او سیاسي نوښتونه رسول. د هغه ژبه آسانه وه. دا ځل قبول د ولس په ژبه، د ساده‌شډلو کلیوالو په ژبه، خپل واک ته لاره پرانیستله.

ورو، ورو پر قبول د هغه زیات شمېر کلیوال دښمنان را مات شول. حکومتي تلویزیون هره شپه پخپله خپرونه کې، څو تنه مخالف جنګیالي ښوول، چې بخښل شوي، له جیله خوشې شوي او له یوه اندازه خوراکي او لګښتي وړیا مرستو سره، د هغوی کورنیو یا د کلي سپین‌ږیرو یا استازیو ته، سپارل شوي. 

په کلي کې ځای‌ځای مخالفو وسله‌والو د قبول د دا ډول کړنو مقابله، د توپ‌وتوغندیو په ‌‌‌ډزو کوله. مخالفینو له کلي سره د قبول د اړیکو هر راز مزي، په تبر وهل. هغوی د قبول لاس له کلي لنډاوه. مخالفو جنګیالیو ډلو قبول، تر ټولو لوړقدی دروغجن نوماوه، چې یو وخت یې د شورويانو په ښکاره زور، پر سیمې حکومت کاوهو او اوس یې دویم ځل د شورویانو په پټه مرسته، خپل نارواحکومت ته بل رنګ ورکړی و!

هماغه و، چې یو شمېر خوشې شویو جنګیالیو د قبول د مرستو مالونه، په وېالې کې خوشې کول او بله شپه ښار ته پټ له وسلو او باروتو سره را ننوتل. او په تپه توروږمۍ کې یې په ښار کې دننه، پر حکومتي ودانیو، ښوونځيو او د کارګرانو په حکومتي کورونو کې (چې کلونه‌کلونه پخوا قبول او نورو سروګوندیانو د خپلې خوښې ډله‌ییزوکارونو په ترڅ کې جوړ کړي ول)، بمونه ایښوول، د اوبو په زیرمو کې یې زهر شیندل! خو دې ټولو غچ اخستنو قبول له خپلې نرمې لارې او (اوښمن‌عزم) را ونه‌ګرځاوه! 

دا عجیبه بلا وه! څو څو ځله د هغه نېږدې خواوشا ته بمونه خلاص شول، موټر یې په بم کې والوت، د مرګ خبرونه یې په رادیوګانو کې خپاره شول؛ خو دی لا ژوندی، لا پخپل عزم ټینګ ولاړ و! 

هغه خپلو ماتو او بریو ته په خندا و. اوس یې بیخي خوله له خندا نه ټولېده! دې خندا د دښمن پټ جنګیالي هومره وارختا او وپارول، چې لا یې د بم‌ایښوولو او زهرشیندلو خطرناک کار ته زور ورکړ!  

د قبول امنیتي‌مرستیال سمونمل عسکرزوی، له خپلو چټکو پولیسو سره د بم‌ایښوونې او وېرې‌اچوونې پرضد په کلکه جګړه کوله. د عسکرزوی او ښاري پولیسو غوڅو اقداماتو ورو، ورو، د دښمن د پټو جنګیالیو د فعالیت مخه ډب کړه. او ورپسې هم جګړه له ښاره بیخي دباندې ووته!

اوس د قبول مخې ته د یاغیانو له زاړه‌کنډواله کلي ورهاخوا، د غرنیو لوړو سیمو او پخوانیو سرحدي تاڼو د بېرته نیولو او د هغو دپاسه د حکومتي بېرغ راځړولو درنه چاره پرته وه. 

قبول په لوړه انرژي، غوڅتیا او چټک عمل سره، د خپل هدف پر خوا روان و. د هغه ژوند جګړې او دومره زیاتو بېړنیو دندو خوړلی و؛ ځکه له هغه خپله کورنۍ، سوې بوډۍ مور، او خورکه هېر ول.

قبول ته له راستنېدلو سره سم یوازې بختۍ په لاس ورغله. او بختۍ هم په ژوندو کې نه راتله؛ ځکه یې مخامخ عقلي ناروغیو په څانګه کې درملنې ته وسپارله.

تر دې دمه بختۍ د ښاري‌روغتون په عقلي‌عصبي څانګه کې بستر وه. مور د راز راز قوی درملو په مرسته، یوڅه ښه شوې وه. خو اوس ډېره نه‌غږېده! ښاپېرۍ یې هومره نه یادوله. 

بختۍ ورو، ورو په یوه پټ‌غم واوښته. دغه غم هغه وخت د هغې په رواني دنیا کې راوټوکېد، چې په روغتون کې له بورو لیونیو مینددو سره پاتې شوه.

قبول په عسکري جامو کې، د جمعې لمانځه ته ته. او له جوماته مخامخ د مور زیارت ته ورته، چې مور یې پخپلو سپینو دعاګانو کامیاب کړي. خو د مور یوازې همدا زده و، چې وژاړي او خپل ټول زړه په ژړا سره بیان کړي:

«زویه د خدای لپاره... دخدای لپاره! عسکرو ته ترخیص ورکړه...عسکر کورونو ته ولېږه؛ کنه نورې مېندې به هم بورې او لیونۍ شي!»

«ګرانې مورې! اوس داخبره مه‌کوه...اوس ددې خبرې وخت نه دی!» او «مورې! راشه له ما سره چیغه کړه: (وطن‌یاکفن، وطن‌یاکفن)...»

«ځناوره! زړه دې د ډبرو دی... ته میندې نه وینې!؟ ما ...(مور) نه وینې!!!»

«مورې! په وس مې نه دي... مورې! څومره ښایسته زړه لرې؛ خو مورې ماته ښار را سپارل شوی... زه باید په هره بیه، چې کېږي، ښار وژغورم! کلی بېرته له ښار سره یوځای کړم...مورې! زه باید حتماً دې سیمې ته سوله راولم... زه باید دې سیمې او دې رنځېدلو خلکو ته یو لوی زیری، پخپل واک کې راوړم!»

«ځناوره! ادم‌خوره!! له مخې مې لېرې شه...د ما نوره کرکه درنه کېږي!!!»

قبول د سپینودعاوو پرځای، له تورو ښېراو سره د مور له زیارته را ولاړ شو. دغه توربار، په قبول ور پېټی و. دغه بار هغه په پښو سستاوه. د هغه زړه یې غورځاوه. هغه یې د ژړا تر پولي رساوه!

د قبول راز یوازې له هغه سره و. یو خدای پرې پوهېده. هغه هېچا ته د خپل زړه باد نه وېسته. یوازې کله‌ناکله به کومه شپه، چې ګولۍ لږې اورېدې، په یوه ښاري مورچله کې، ځانته شو. د خریطې له بکسه به یې یو غټه ډبله کتابچه راوښکله او څه به یې په کې یاددښت کړل. 

د قبول په ژوند دا کتابچه، چا ونه‌کته. وروستی دا کتابچه (یما) ته ور ورسېده. خو هغه وخت بیا د قبول پر هډوکو ترخې را زرغونې شوې وې!

اوس قبول لا ژوندی و. لا د ښار او سیمې پوځي‌واداري مشر و. هغه له خپلو جنګیالیو سرتېرو سره پر مخ روان و. هغه د جګړې پر ډګر پر سرتېرو او خپلو ملګرو غږ کاوه:

«ملګرو! څټ ته پلونه مو سوځولي! یا به پرمخ ځو او د وطن‌بېرغ به په زړو پولو ودرو، یا به همدلته خپل سرونه بایلوو!»

سرتېري پر مخ ولاړل. ښار ته څېرمه لوړو ته ور وختل. د ډګروال نثار، پلې‌مکانیزه لیوا دریېم کنډک سرتېري او جګړه‌کوونکي منصبداران د (زرکانو) د غرو پر لوړو وروختل. ډګروال‌نثار، پخپلو لاسونو درې رنګې بېرغ دلته په یوه پخوانۍ سرحدي تاڼه ودراوه!

له دې وروسته د ډګروال‌نثار پلې لېوا، ښه په خلاص لاس جنګېده! دغه پلې لیوا (چې د شورویانو په لس‌دولسو فعالو ټانکونو، یوه بطریه صحرايي درنو توپونو او د پلیوځواکونو په پرېمانه وسله او ګوله‌باروتو سنبال وه)، ورو، ورو د حکومتی په دننه کې د یوه جلاځواک او مرکز په توګه ځان څرګنداوه. د پوځي شورا غړو په دې کار نظر ساته. د استخباراتو‌امر، ډګرمن (بشردوست) مخکې تردې، چې د قبول او شورا لخوا دنده ترلاسه کړي، د خپلې ځانګړې کونجکاوۍ او علاقې له مخې، د ډګروال‌نثار او د هغه تر امر لاندې وسلو او سرتېریو د خوځېدو او پرمختیا بهېر، د خپلو څارګرو له لارې څاره.

دا هرڅه د پردې څټ ته تېرېدل. په ښکاره میدان لا هېڅ خبره نه وه. د قبول په مشرۍ پوځي‌شورا ځواکمن ټیم، د خپلو لېرې هدفونو د ترلاسه کولو لوی کار ته زور ورکاوه! پرېکړه شوې وه، چې مکانیزه‌لیوا د یاغیانو د کلي ګردچاپېره، په لوی مانور لاس پورې کړي. او سرتېري یې ځانونه ختیځو غرونو ته (پخوانیو سرحدي پوستو ته)، ورسوي. او درې رنګي حکومتي بېرغونه هلته ورپوي. خو ډګروال‌نثار، چې د مکانیزه پلې‌لېوا له غرني کنډک سره د زرکانو د غره لوړو ته پورته شو؛ نو همالته پاتې شو. بیا هېڅ‌وخت را کوز نشو. 

قبول په بېړه لاس په کار شو. څوڅو ځله له ډګروال‌نثار سره د مخابرې له لارې وغږېد. خو د لېواقومندان، د زرکانو د غره له پاسه د واک په جلا مرکز کې پاتې شو.

داستخباراتو امر ډګرمن بشردوست، ورو ورو د قبول په غوږونو کې پسنېده: «رئیس‌صاحب! راپورونه راغلي...»

قبول راپورونو ته غوږ نه نیوه! هغه هرڅه په پوځي شورا کې، د لېوا د درستیزوال ډګروال (جانباز) په مخ کې، میدان ته راوېستل. د شورا ټول غړي، او خپله د لېوادرستیزوال هم له قبول سره یوه خوله وو. خو ډګروال‌نثار، په یوه پلمه او بله پلمه، له غره را کوز نشو. او د شورا په غونډو کې بیا چا ونه لید. بده دا وه، چې قبول خپل دواړه لاسه باېلل. سمونوال عسکرزوی یې، د سرو او شنو په پلمه بهر ته واستاوه او ډګروال نثار، د پرېکون په نامه، ځان بره په غونډۍ کې ټینګ کړ. 

***

 

ډډی

 

په هېواد کې حالات د بدلېدو په لور روان و. قبول له دې سره د خپلې مومنخاني زړې ځوانۍ د انرژۍ وروستۍ زېرمه میدان ته راووېسته. هغه ترکار لاندې هدفونو په اړه د پوځي‌شورا غونډې ته خپل پوځي پلان وړاندې کړ.  

ددغه پلان له مخې ټاکل شوې وه، چې د (X) په نېټه، د مکانیزه پلې‌لېوا د ټانک کنډک، د سهېل له استقامته او د ګارد نوی ځواکمن کنډک (چې د مرکز د ځانګړي فرمان له مخې په ځانګړو امتیازاتو جوړ او تر سپنګو سنبال شوی و)، د شمال له استقامه-پرته ‌له دې چې د کلي داخل کې د اوږدې او درنې جګړې په سریښو کې راښکېل شي- باید کلی د څت لخوا را حلقه کړي او د کلي څټ ته د لوړو غرونو په مخکې پخوانۍ قدیمي زړه‌کلا(چې یو وخت سرحدي تاڼه وه) ونیسي!

پوځي‌شورا له ډېرو وړو بدلونونو وروسته دغه پلان تصویب کړ. د همدې ورځې په ناوختي کې قبول له ډګروال‌نثار سره د مخابرې له لارې وغږېد. د لېواقومندان بیا هم څه کار درلود؛ څه مېلمانه ورته راغلي و. قبول له غوسې د مخابرې غوږۍ په دیوال ووهله. او پاریدلی د ښاروالۍ له ودانۍ ووت. ساتونکو یې وارختا وارختا په قبول پسې ځانونه رسول. هېڅوک نه‌پوهېدل، چې څه به کېږي!؟

څو شېبې وروسته قبول د (کارګرانو کارته) کې پخپل تش کور کې، د هېندارې مخته ولاړ و. هغه په هېنداره کې خپل ځان ته کتل. هغه عسکري جامې وېستلې وې. سمې کلیوالي جامې یې پر ځان کړې وې. او دپاسه یې هم د مزري په خولۍ کې، جګه مشهدۍ لنګۍ تړلې وه. 

ورځ تیاره شوې وه. قبول لا د خپل کور د خوب خونې (چې دا ډېر وخت یې شپه نه وه پکې سبا کړې)، په هېنداره کې لګیا و. هغه وروسته له کلونو یو رسم وښکه. هغه په هېنداره کې په سره مارکرتوش باندې، د خپلې څېرې دپاسه وزیراکبر‌خان وښکه.

قبول وزیراکبرخان رسم کړ؛ خو رسم یې بشپړ نه و! د هغه زړه نه مانه. 

هغه ته (یما) ور یاد شو. د هغه په ماشومانه ګوتو د وزیراکبرخان رسم ور یاد شو... زړه یې ناڅاپه په ژړا شو. خپله هم په ژړا شو... هغه په مرګ ژړل! خو وزیراکبرخان چوپ و. هغه څه نه وېل. هغه خپل غږ یا په خبرو یا په ژړا یا په خندا نه اوچتاوه!

د وزیر یو څه نه و! قبول ولاړ. د شپږم ټولګي د تاریخ کتاب یې راواخیست. تاریخ یې پاڼه په پاڼه، له مخې تېر کړ... د وزیراکبرخان پاڼه یې راواړوله...وزیر بې‌سره و! 

د قبول زړه ولوېد. ناهیلی او غمجن پاتې شو. په هېنداره کې ولاړ وزیر هم چوپ و. قبول مازې د وزیر یو غږ، یوه چیغه... حتی یوه کنځله غوښتله! خو وزیر د هغه غوښتنه، د هغه دا شان لوږه نه‌منله! د وزیر څه شی نه و! دغه وزیر، چې قبول پخپله څېره رسم کړی و، یو څه شی یې نه درلودل...دا وزیر نیمګړی و!

قبول له هېندارې سور وزیر (چې یو څه شی یې نه و، یا لږ و!)، په ګوتو- له رنګ سره- راپاک کړ. پخپله ټنډه یې وموښه... دپاسه یې یو د ودکا بوتل، په خوله ور تش کړ. او په هېنداره کې یې پخپل ټټر ولیکل:

«نن یو لوی قمار وهم! ښایي داځل مې سر پرې شي! زما وصیت دی، چې زما پر کبر به د وزیراکبرخان یو په وینو سور رسم راځړوئ!»

سوروزیراکبرخان!

قبول حتې په هېندارې خپل لاسلیک هم وکړ. او بیا له خونې ووت. دړه یې کولپ کړه. دوې تپانچې یې له ځان سره واخیستې. او په یوازې ځان له یوه چلوونکي سره، پخپل جیب موټر کې، کښېناست. 

نیم‌ساعت وروسته قبول د زرکانو د غره پر لوړو څوکو کې، د ډګروال‌نثار له مېلمنو سره ناست و. قبول پخپلو سترګو ولیدل، چې هغوی د ډګرمن جانباز په خبره (مېلمانه!) نه؛ بلکې ساده کلیوال خلک و، چې دلته د لېوا له قومندان سره، پراته ول.

ډګروال د پوځي‌شورا د رئیس او خپلو مېلمنو مخې ته د کباب کړو زرکانو، دسترخوان وغوړاوه. 

دا مېلمستیا هم پخیر تېره شوه! د لواقومندان هم د قبول (ننواتو) او زړورتیا مجبور کړ، چې له (اګر مګر) پرته، مخامخ د پوځي شورا له مخور رئیس سره را کوز شي او د ټاکل شویو لویو عملیاتو قومنده په لاس کې واخلي!

د (X)په نېټه، د ډګروال‌نثار په قومنده، حکومتي ځواکونو خپل یرغل پیل کړ. د پلې‌مکانیزه لېوا د ټانک کنډک په ډېرې چټکۍ سره پرمخ ولاړ. کلی یې د سهیل له لوري را حلقه کړ او د وروستي هدف په پنځه کیلومترۍ کې یې نوې موضع ونیوله. خو له ملېشو او نازولو افسرانو دا تر سپنګو مجهز کنډک (چې دوه‌چنده معاشونه یې اخستل) د شمال له استقامته ډېر کم پرمختګ وکړ او ویې نشوای کولای، چې ورکړل شوې دنده بریالۍ سرته ورسوي! 

د لېواقومندان ددغو عملیاتو د قومندان په توګه، د مخابرې له لارې پر ډګرمن بشردوست وګواښېد. ډګرمن هم تر لاس لاندې بې‌کنتروله ملیشو مجبور کړ، چې د ډګروال له قومندې سر وغړي. ډګروال د مسلکي قومندان په څېر، ډګرمن ته خپل امر داځل په ګواښ تکرار کړ! له دې سره د لېوا قومندان او د استخباراتو امر (چې د ګارد کنډک یې تر امر لاندې و)، ترمینځ خبره واوښته راواوښته، تردې چې خپل منځي جګړې ته ورسېده.

ډګرمن بشردوست، د ګاردکنډک ته امر وکړ، چې له نیول شویو سیمو را په شاه شي! ډګروال‌نثار، چې پوځي غرور ته یې سپکاوی شوی و، خپل یوه (T52) ټانک ته امر وکړ، چې له همدې لېرې واټنه، د استخباراتو د ادارې پر ودانۍ د یوې اخطاریه ګولۍ انداخت ترسره کړي!

له دې پېښې وروسته، د جګړې مخه په څټ را واوښته. د قبول د خواریو او بریو څلی، د هغه د خپلو حکومتي سرتېریو او منصبدارانو لخوا د ورانېدلو تر سخت ګواښ لاندې شو!

قبول بیا هم د پخوا په شان پخپلو چټکو هلوځلو لاس په کار شو، چې دغه پېښه، هسې وړ (غلط‌پوهاوی) وښیي! د ښاري تلویزیون له څپو اعلان وشو، چې د سولې او امن دښمنانو د خپلو تېروخرابکاریو په لړ کې، تېره ورځ هم د ښار ځنې ملکي سیمې، د (سکر) په توغندیو وویشتلې، چې یوه ګولۍ هم د استخباراتو ادارې په کانتین ولګېده. په دې توګه پوځي شورا د سولې د ټینګښت په کار کې د غوره کارنامو پخاطر، د پلې مکانیزه لېوا قومندان ډګروال‌نثار او د استخباراتو امر ډګرمن بشردوست ته د جنرالۍ ترفیع‌ګانې تصویب کړې.

د تلویزیون د خبر له خپرېدو سره د ګارد په کنډک کې شاملو ملېشو، او د بشردوست نورو یارانو، د رسام‌ګولیو شنه اورونه، په تیاره فضا کې وشیندل. قبول پخپلو لاسونو حکومتي نښان او د سروزورو ستوري، د استخباراتو امر پر اوږو او ټټر ور وټومبل. دا هرڅه د لېواقومندان د تلویزیون پر څپو لیدل. هغه بیا هم له ځنو (مېلمنو) سره د کباب‌کړو زرکانو پر دسترخان ناست و. 

په سبا ورځ یې، قبول د پوځي‌شورا په غونډه کې، په دې خبره زور اچاوه، چې باید هر رنګه کېږي، د لېواقومندان را پخلا شي!

قبول غوښتل، چې له دومره کوښښونو سره سره، بیا هم د زرکانو غره ته ور وخېژي او له جنرال‌نثار سره خبره اواره کړي؛ خو شورا پرېکړه وکړه، چې نه! نور نو ته نه؛ د شورا نور استازي او د کلي پخوانی ملک، چې نیک سپین‌ږیری دی، د جنرال مرکز ته ور خېژي، د هغه پر اوږو به د جنرالۍ ستوري او پر سینه د  سره ستوري نښان، نښلوي. او قانع کوي به یې چې په درنښت راکوز او پوځي شورا ته راشي.

په سبا ورځې سپین‌ږیری ملک او د پوځي‌شورا استازي، د زرکانو غره پر لوړو د جنرال‌نثار ځانګړي مرکز ته ور وختل. جنرال په وطني جامو او ورېښمینې لونګۍ کې، د پخواني ملک او د شورا د استازیو هرکلی وکړ. 

د جنرال په مرکز کې، خبرې له دېخوا او هغې خوا وشوې؛ خو اصلي خبرې د هیئت د غړو په زړونو کې پاتې شوې. په دغه غونډه کې د جنرال یوشمېر نور مېلمانه هم ناست ول، چې پرته له ملک صېب د پوځي شورا نورو استازیو نه پېژندل.

د غونډې په پای کې، جنرال نثار، د ښار له تلویزیون سره په مرکه کې، ووېل چې: «دده تر امرلاندې پلې‌مکانیزه لېوا به د یاغیانو د کلي د ټولو سوله‌غوښتونکو خلکو په ملاتړ، ډېر ژر د جنګ‌جګړې اصلي ریښې، له دې ټولې سیمې وباسي او ټولو خلکو ته به د ټینګې او همیشنۍ سولې او له ویاړ او عزته ډک ژوند زیری، له ځان سره راوړي...»

قبول، چې کله د هیئت راپور واورېد؛ نو بیا له جنرال بشردوست سره یوازې شو...بیا یې جنرال‌جانباز هم وروغوښت...

له دې وروسته د پوځي‌شورا رئیس هغه څه کول، چې د استخباراتو امر به د جنرال جانباز په ملاتړ ورته وېل.

د قبول لومړنی امر دا و، چې د (نثار) مرکه د یوه محاکماتي سند په توګه هم وساتل شي! دویم دا چې جنرال‌جانباز له همدې شېبې په پټه د لوا د قومندانۍ دندې پرمخ بوځي!

له دې سره د جنرال بشردوست په نوښت لویه لوبه پیل شوه! دغه جنرال د هغو واکونو له مخې، چې په منډه یې ترلاسه کړي و، د پېسو د وېشلو له لارې پر جنرال‌نثار پسې پښې رالوڅې کړې!

جنرال‌نثار هم لګیا و، چې د زرکانو د غره پر لوړو خپل د واک مرکز، ښه ټینګ او غټ جنګ ته آماده کړي. د هغه ستونزه دا وه، چې د لوا کنډکونه ور نه لېرې و. کنډکونه د ښار په خواوشا کې، هره خوا تیت پراته او په موضع کې و. هغه نشول کولای، چې د یوه چټک زورور عمل په ترڅ کې، د بشردوست او خپله د قبول (لوبه!)، ور ختمه کړي. هرڅه چې و لا د پردې څټ ته و. په ښکاره لا هم دوی ټول د حکومت غړي و. هغه څه، چې د پوځي‌شورا دننه پېښېدل، د انسان او پېري له لارې د یاغیانو د کلي بېلابېلو جنګیالیو ډلو او تر هغو ور وړاندې د پولو هاخوا رسېدل. په دې مینځ کې دغو ډلو هرې یوې –جلاجلا- په پټه ځانونه په دغو لویه لوبه ور ګډ کړل. 

د کلي د ترټولو ځواکمنې جنګیالۍ ډلې مشر (انجنیرطاهر) د خپلو استازیو له لارې د نثار غرني مرکز ته له دې وعدې سره، چې د نظام نسکورولو طرحې او پلان ملاتړ مو کوو؛ لاره وکړه. 

جنرال‌نثار هم بله چاره نه وه. دغه زاړه دښمنان، چې مازې سره کښېناستل؛ نو بیا د پوځي‌شورا نورو غړیو له خپلو ارتباطي ډلو سره پټو تړونونو ته په دریځ او چلند کې غوڅ شول. 

دا په پټه کې، د واک پخاطر، د یوې بلې جګړې د پیل لپاره، د ډېرو بې‌ډولو اتحادونو د جوړېدلو پیل و. قبول له دې پټو تړونونو څنګ ته پاتې و. هغه په پخواني خوب، په پوځي شورا کې، پر خپلو مرستیالانو او نورو غړیو باور کاوه. 

دا ځل قبول ترپایه پورې ددغو یارانو د پټې توطیې په سریښو کې وښوېد. د پوځي شورا مشر کټ‌مټ هغه څه کول، چې پوځي مرستیالانو یې غوښتل.

هماغه و، چې «د جنرال‌نثار او انجنیرطاهر د ګډې کودتا!» د ناکامولو لپاره، ټول حکومتي سړي او وسایل پټ په پټه، په کار ولوېدل. په دې ترڅ کې د پټو معلوماتو راټولول او د حکومتي نظام د دفاع لپاره پخپلو لیکو او د دښمن په لیکو کې د سړو لټول او غوره کول او ددې هر یوه کار لپاره د بوجۍ بوجۍ حکومتي بانک‌نوټونو وېشل او لګول، ټول د جنرال بشردوست لخوا ترسره کېدل. قبول مازې لاسلیکونه لګول.

دوه درې مېاشتې همداسې پیسې وېشل کېدې، سړي اخیستل کېدل او قبول هم مازې لاسلیکونه کول، چې بیا هرڅه د جنرال او انجنیر د ګډې کودتا د ناکامولو لپاره تیار شول. د پوځي‌شورا رئیس هم په شنه سهار کې، د اور امر ورکړ. په دې وخت کې، جنرال‌نثار په وطني جامو کې، له ښکاري ټوپک سره، د زرکانو ښکار کاوه، چې ناڅاپه د اورګان توغنديو ګولۍ، د هغه په غرنۍ قرارګاه اور بل کړ. 

جنرال ټوپک په لاس، ځان د لګېدلي اور او دود ځای ته را ورساوه. ژر ترژره یې منصبدرانو ته د بېړنیو محابوري احضاراتو امر ورکړ! 

د جنرال منصبداران او سرتېري دغې ناڅاپي جګړې ته چمتو کېدل، چې هغه بیا په دوربین کې، لاندې د اورګان او توپچي ډزو ځای، په نښه کړ.

دلته له هغه سره د هغه د پلې‌ مکانیزه لېوا یو غرنی کنډک ځای پرځای و. دغه کنډک پخپلو غرنیو مواضعو کې درې فعال توپونه لرل. څو چې د پوځي‌شورا تر امر لاندې توغندیو ویشتونکو او توپچي خپل دویم اور ترسره کاوه، د زرکانو د غره له لوړو هم درېواړه توپونه، یوځای وغړمبېدل. د توپونو درېواړه ګولۍ، د ښاروالۍ ودانۍ او د ودانۍ مخې ته په پارک کې، د شهیدانو پر قبرونو ولګېدې.

قبول په پوځي جامو کې، له خپل دفتره د جګړې بهېر څاره. د مکانیزه لېوا ټانک کنډک او د دولتي امنیت د ګارد سنبال کنډک توپونو، ټانکونو او اورګان توغنديو، د جنرال جانباز په قومنده، مخامخ د جنرال‌نثار غرنی مرکز له څو خواو تر اور لاندې نیولی و. په څو ساعتونو کې، دغو درنو ګولیو، د زرکانو د غره پر لوړو ټولې مواضع ونړولې او ورپسې یې د جنرال‌نثار وفاداره منصبدران له دریواړو توپونو سره له کاره وغورځول. دا وخت د جنرال‌ بشردوست تر امر لاندې ملېشې د زرکانو د غره لوړو ته ور وختې. د لېوا بې‌لښکره او بې‌وسلې قومندان، چې د سترګو په رپ کې مستعجلو خودرضابطانو ته لوبه باېلوده، ناڅاپه په زړه مات شو. غرور یې ولوېد او ورسره خپله هم ددغه هېواد له دې لوړو غرنیو څوکو د پولو هاخوا ور ولوېد. له هغه هرڅه پاتې شول. په دغه بدقمار کې هغه هرڅه: نوم، پوځي‌رتبه، کور او کلی... له لاسه ورکړل. 

د ملېشې سرتېرو د توپچي عسکرو و بریتورو منصبدارانو په مړو، ور وختل او د قرارګاه، بې‌وسلې او بې‌عسکره مشران یې ژوندي اسیران او هلته ځای پر ځای داسې قلم کړل، چې د حرب تاریخ یې په یاد نلري.

د ملېشو قومندان (پهلوان‌پنجي) ته د جنرال نثار په نړېدلې او سوځېدلې مرکز کې د هغه نوې جنرالۍ تشریفاتي دریشي په لاس ورغله. پهلوان د خپلې ګوبیچې دپاسه، د جنرال نثار دریشي را کش کړه.

ماښام مهالې د قبول په مشرۍ پوځي‌شورا غونډه وکړه. او د پلې مکانیزه لېوا درستیزوال ډګروال جانباز یې د جنرالۍ په رتبه ستر او د لېوا رسمي قومندان په توګه، اعلان کړ. او پهلوان پنجي ته یې هم پر اوږو د جنرالۍ نښې ولګولې. 

له غونډې وروسته د سیمې فاتح رئیس، د پوځي شورا غړو او نورو مېلمنو ته د ډوډۍ خوړلو بلنه ورکړه. د ډوډۍ خوړلو پر مهال خبره راغله او د جنرال پنجي پر سر ونښته. 

ملېشه‌یي جنرال په ولاړې ډوډۍ خوړله. د هغه پرځان کې د جنرال نثار دریشي تنګه او لنډه او نابلده اېسېده. هغه نشوای کښېناستلای. لکه دا دریشي چې هېڅ د ناستې نه وه! 

قبول د خبرو او ډوډۍ خوړلو په ترڅ کې، له دیخوا او له هغې خوا نظر پر دغه پخپلسر جنرال راوګرځاوه. له دې سره د پوځي‌شورا د رئیس فکر پخوا وختونو ته تللی و. هغه دا شان جنرال نه لیده. هغه ګڼله، چې دا هماغه پردی (فارمي‌خوسی) یا (ډډی) دی، چې ده په وچ زور خپلې وطني زاړې غوا ته راوستی و. او غوا هم تر پښو لاندې کړی و. له دې وروسته د ملېشو قومندان (جنرال ډډی) شو.

قبول ناڅاپه راپاڅېد. له مېلمنو او ډډي راووت. د ښاري تلویزیون په خپروندویه کوټه ننوت او مخامخ د تلویزیون د کمرې له لارې، د ټولو ښاریانو په کورونو ننوت. او هر چا ته-حتي غرني ته- مخامخ کښېناست:

«هېوادواله، کلیواله، وروره، د تره‌زو... دا زه یم. له ما مه‌وېرېږه! د ما ننواتو ته غوږ شه...ما تاته خپله ماته غاړه راوړې! وایه څه را سره کوې!؟»

قبول پخپلو وطني جامو او داسې هیښوونکو ننواتو، هر کوروالا خپلو ترخو سپینو خبرو ته، راڅملاوه.

په دې شپه، قبول د تلویزیون له لارې بلا کوله! د هغه پر څېره، جامه، لاسونو خوځولو او د غږ پر موجونو کې، د خبرو یو مست سیند بهېده:

«ګوره، هر څوک، چې یې... ماته دوست او تربور یې... د تا له دوستۍ او تربګنۍ مې قربان کړې... ته ما په دوستۍ نه منې، د ما څېره د تلویزیون پر پرده پر تپانچه ولې... ما چاندمارۍ کوې؛ ځان راباندې غازي کوې او ته له ما څخه پر کلي د هرې اورېدلې ګولۍ، غچ اخلې!

ستا خوښه ده... ته خو مې ورور نه نیسې؛ خو راځه تربور خو مې ونیسه... ښه وګوره، دغه تربور دې نن تاته ننګ راوړی! دغه تربور دې یوڅه لیدلي... په یو څه پوهېږي... دغه تربور دې نن ورځ ددې خاورې د ډکو شتمنیو، سپېڅلو ولسونو او لرغونو ویاړونو له تورمکار دښمن سره، په جګړه اخته دی. دغه تربور دې، چې هرڅه وران کړي؛ خو نن د خپلو پېغلو حیا، د خپلو مړیو قبرونه، او هډوکي... له دغه پردي دښمنه ساتي! خو ته مې نه منې! ته د ما د ننګ چیغه نه منې! ته راته یوه (نه!) لرې. 

تره‌زو، ستا خوښه ده، زما مه منه؛ خو د خپلو مړو خاطر وکړه... د پردي په امر ما مه‌وله! د پردي په خوله، دا کلی نور مه ورانوه! دغه بې‌ګټې جګړې ته دوام مه ورکوه! راشه: کور، کلی، واک، اختیار... ټول ستا دي!

تره‌زو غرنیه تاته وایم! 

ګوره، ښه یې در یاد کړه! له دې اورونو او دوزخونو ورهاخوا وختونو کې به تا په ټوکو کې وېلې «تره‌زو، مړ دی کړم!» خو دادی وینې، چې نن ورځ په دې ورانه خاوره (چې د هرچا په کور کې، د غم ټغر اوار دی)، ما درته غېږه خلاصه کړې؛ خو ته د ما له ژړا او درده ډک ټټر، په هغو زهرجنو چړو وهې، چې پردیو تورودښمنانو په لاسونو کې درکړي...»

غرني پخپل مرکز کې، د قبول خبرو ته هیښ پاتې و. په هغه څه شوي و! د هغه په ذهن کې، د قبول په څېره باندې له کوم پټ ځایه هغه ګلان را اورېدل، چې یوازې د شهیدانو په نصیب ول.

ناڅاپه د مخابرې غږ راغی. انجنیرطاهر، پرلپسې په غرني غږ کاوه! غرني د هغه پیغام نه ورځواباوه. هغه څو څو ځله خپل پیغام تکرار کړ: «زه انجنیر یم... د (کچر) له مرکزه غږېږم! غرنی باید د قومندانانو شورا ته راشي...هلو، هلو...ځواب راکړئ...هلو ځواب راکړئ...تاته وایم! دا ته څنګه ماته ځواب نه راکوې!؟»

د غرني په اروا باندې کوم مرموز باد تېر شوی و. هغه چوپ ناست و. نویو پېښو د هغه وجود بد ژوبل کړی و. هغه د چا د ځوابولو نه و! 

په غرني خپل نېږدې سرګروپان راټول ول. هغوی خپل قوماندان ته څار و، چې اوس به څه وایي؟ څه به کوي!؟

دا وخت په ټول کلي کې عجیبې ګونګوسې روانې وې. د جنرال نثار او انجنیرطاهر ترمینځ د پټو اړیکو دا ډول راپه ډاګه کېدلو، ټول کلیوال او د بېلابېلو ډلو سرتیري، جړقولي ول. 

غرني سمدسي خپلو سرتېریو ته امر کړی و، چې له دغې پټې لوبې ځانونه لېرې وساتي! حالات لا څرګند نه و. هېڅوک نه پوهېدل، چې ددغې لوبې تر ناکامۍ وروسته به څه کېږي؟ دا شېبه له ټولو- حتی له غرني- لاره ورکه وه! 

ټول د غرني خولې ته چوپ ناست و! خو د غرني پرځای قبول د خبرو زمريان راوېستل. د غرني له څنګه کوم زمری ورپاڅېد او د تلویزیون غږ یې ور ټپ کړ. قبول ته مازې تصویر پاتې شو.

ټول غوږ وو. د چا په غوږ کې امریکاغږ بغسس...کاوه. د چا غوږ کې، د بي‌بي‌سي له ځالې مچۍ ورننوتلې او چا د خپل وجود په دننه کې زوړ کسټ اورېده: «که چېرې دا انترناسیونالېست سرتېري او درنې وسلې یې پخپل وخت دې ښار ته نه‌وای را رسېدلې؛ نو نن به په دې خاوره...د پردي ملک جنډې رپېدلې؛ نن به امریکایي ښکېلاکي لښکرو ستاسو او ستاسو د بچو د وینو ویالې بهولې؛ نن به دلته شاه‌شجاع پر تاسو حاکم وای...»

ناڅاپه امریکاغږ، بي‌بي‌سي، حکومتي تلویزیون او د زاړه کسټ بغسس... ټول څه شي وچیچل؛ دغه ماران پوځي سلاکار کرنیل (سیداشرف) له خپله لاسه، خوشې کړي وو!

دغه مساپر کرنېل، په توروجامو کې، د غرني څټ ته د هغه د قرارګاه په وره کې ولاړ و. هغه دلته پر راننوتو او د تلویزیون پر پرده کې ددغه (سره‌شیطان) په لیدلو سره، له ولاړې ځان (غازي) کړ!

غرنی لکه له خوبه، چې ښې درنې زلزلې راویښ کړی وي، هېښ‌پیښ پخپلو پښو ولاړ و. د هغه لاس کومې مرموزې بلا بې‌حسه کړی و. د هغه لاس نشول کولای، چې د زلزلې مرکز په نښه کړي او تپانچه هم پرې ورتشه کړي! 

کرنیل، له ورایه پوه شو، چې د کلیوال قومندان لاسونه څه شي تړلي! 

کرنیل او د غرني سرتېریو تکبیرونه واېستل؛ خو د هغه په غوږونو کې څه شي، بغسس...کاوه:

«تره‌زو مړ دې کړم! تره‌زو په هغو چړو دې ووهلم، چې پردیو لاسونو درته په زهروککړې، درکړي...تره‌زو مړ دې کړم؛ تا مړ کړم، تا مړ کړم‌‌‌م‌م‌م...»

څو شېبې وروسته ټول له قرارګاه ووتل. څوک یوه خوا ولاړل، څوک بله خوا ولاړل؛ د غرني مرستیال (سپېلني)، له کرنیل سره د کچر مرکز ته ولاړ. له دې سره چوپه‌چوپتیا شوه. شپه راغله. غرنی یوازې و. 

د هغه اړیکه له (ظاهري‌دنیا) سره پرې وه. هغه لکه یوه لپه باد! پخپله هېره کړې قرارګاه کې، تاوراتاو شو... وروستی لکه د مني د توت پاڼه، د کړکۍ په خوله کې ولوېد. همالته پاتې شو. 

د غرني د ژوند پر یوه لوېشت پاڼه، د ښار شمال لګېده. 

غرني، ښار په بوی پېژاند. بوی ځکه زورور شو، چې د هغه مخې ته تورو مارانو چیچلی تلویزیون ایښی و. هغه له ځان سره د تلویزیون پر مخ، د مار داغونه شمېرل «یو، دوه، درې، څلور، پنځه، شپږ...» د تلویزیون مخ، غرني ته د خپلې ښاپېرۍ د ناوېتوب د نیمګړې‌شپې سپین دودوهلی ټیکری ښکاره شو، له زرو زخمونو یې پېغورونه د غرني په وجود کې شنه کېدل! 

په غرني عجیبه پېښه شوې وه. هغه ته یوازې ذهن پاتې و. د ذهن دنیا کې یې چا له مارانو ډک دوزخ کرلی و. 

یو څوک (ښایي د مارانوباچا) په یوه ځانګړې خلا کې ناست و... او د هغه ذهن یې؛ لکه پوقانه، پووو... کاوه او پړساوه، پووو...کاوه او پړساوه....

غرني په څه شي چلیپاوې راوښکلې. هغه په څه شي انځور جوړاوه... هغه د تور داغ‌داغ تلویزیون پر پرده، د خپل ټاټوبي د زړه زر زخمونو انځور ته کتل...

دا یو جلا او مرموز انځور و، چې هغه پخپلو مرموزو حواسو حس کاوه! دغه انځور نه رنګ، نه جغرافیه او نه زمانه لرله!

تپانچه د غرني په لاس کې وه. هغه تپانچه په زغرده پخپل قاب کړي عکس ورنښه کړه. او سمدلاسه یې پرې تشه کړه!

په همدې شېبه کې سپېلنی د کچر مرکز د قومندانانو له لویې غونډې راستون شو. په سبا ورځ یې، د زرکانو غره دپاسه، د جنرال ډډي د ملېشو په فرقه ورحمله وه. ددغې عمومي جګړې قومنده د انجنیرطاهر په لاس کې وه. په دغه جګړه کې د غرني د سرتېرو مشري، د ځوان سپېلني پر غاړه وه. 

د زرکانوغره په سر سپرې توپې او ټانکونه، پوره لس ورځې وجنګېدل. په دغو لسو ورځو کې به هر سپېده‌داغ انجنیرطاهر په (الله‌اکبر!) سره د ېرغل امر ورکړ. د هغه خپلو سرتېرو او د نورو ډلو سرتېرو به ځانونه د غره ډډو ته ور ورسول؛ خو له پاسه به د توپونو او توغندیو ګڼ اور، په څټ راووهل. او ګام په ګام به په وینو رنګ مړي، ترې پاتې شول.

قبول امر کړی و، چې مړي د هغوی ورثه‌وو ته وسپارل شي؛ خو د پهلوان ډډي سرمستو ملېشو نور د پوځي‌شورا د رئیس په امر سر نه خوږاوه! هغوی له سپېده‌داغ مهاله، د ورځې تر لسو بجو د غره له لوړو د انجنیرطاهر پر غازیانو (چې د الله‌اکبر چیغې یې د غره لوړو ته ورخېژولې) د اور ویالې ور خوشې کولې. او تر هغې وروسته یې د مړو کلي او قوم ته کنځلې کولې. او ورپسې یې هم خامو او سویو غوښو خوړلو او د چرسو او قمار بنډارجوړولو ته غېږې خلاصولې.

انجنیرطاهر، لوړه کړې وه، چې دا ځل به پخپله په غره ورخېژي. او په هره بیه چې وي، د خپلو شهیدانو غچ به اخلي! 

انجنیر ددغه سوبمن یرغل په خاطر، د خپلو سرتېرو شمېره او د وسلو او مهماتو زیرمه دوه برابره کړه. 

شپه لا تیاره وه، چې هغه خپل سرتېري، وسلې او ګولۍ، د غره لمنو سره نېږدې، ځای پر ځای کړې. 

سپېده‌داغ مهال انجنیرطاهر او د جبهې نورو مخورو، کرنیل سیداشرف او مفتی شېخ سیدعرب، نفلي لمونځونه وکړل. له دې سره د جبهې قومندان، ټولو سرتېرو ته د تیارسۍ امر ورکړ.

هرڅه چمتو شول. د جبهې قومندان له خپلو غازیانو یو ګام وړاندې شو او په یوه لوړ الله‌اکبر سره یې، د زرکانوغره پر کوږ دیوال، مخ پورته ور ودانګل. اوس نو د جبهې لوی قومندان، دمخه او غازیان یې له څټه له څلورو خواو پر غره وروختل. ځوان منصبداران، چې د غره پر سر شپږ واړه ټانکونه او توپونه یې په کار اچول، د غازیانو له هیبتانکو غږونو او دومره ګڼ یرغل سره، وارخطا شول، ټانکونه او توپونه یې پرځای پرېښوول او داخوا هاخوا وتښتېدل. 

له دې سره جنګیالي د غره لوړو ته ورسېدل او د پهلوان ډډي له ملېشو سره لاس په لاس ونښتل... 

ښه ساعت وروسته، د سپکو توغوندیو، ټوپکو، لاسي‌بمونو او تپانچو خرپ‌وترپ روان و، چې بیا هرڅه پای ته ورسېدل.

انجنیرطاهر، کچرمرکز ته د زرکانوغره د فتحې زیری واوراوه. کرنیل سیداشرف لومړنی څوک و، چې دلته د پخوانۍ سرحدي تاڼې برج ته پورته او بیا یې درې‌رنګی حکومتي بېرغ ته، د سګرت‌لایتر په وسیله اور واچاوه.

په دې شپه تر سهاره غازیانو له دې لوړو څوکو د ښار خواته تکبیرونه ور اورول. په سبا یې شېخ‌سیدعرب خپلې فتواوې جاري کړې! 

فاتحو غازیانو د مفتي د فتواو له مخې ټولو هغو حکومتی قبرونو ته اور واچاوه، چې سره، شنه او تور بېرغونه پرې راځړیدل.

  

***

 

د زرو کب

 

دا دریېمه ورځ وه، چې حکومتي ځواکونو د زرکانوغر بایللی و. اوس له دغه غره نه شنه او سره دودونه پورته و!

قبول د خپل کار له دفتره د غره پر خوا ورکتل. هغه د ښاروالۍ په ودانۍ کې یوازې ناست و. له دې وروسته د غره خبره ختمه وه! قبول دغو پېښو ته خوب وړی و! د سکاډ درنو توغندیو خپل کار کړی و. دغو توغندیو د غره لوړې او د هغه دپاسه پرتې زړې تاڼې ته د دوزخ د یوه سوي ډاګ ښایست وراغوستی و. 

د غره دغه لوړې، وروستی ځل د پهلوان پنجي له ملېشو د انجنیرطاهر فاتحانو په لاس لوېدلې وې. اوس هلته څه نه و پاتې. هرڅه د توغندیو درنو ګولیو او د باروتو اور خوړلي و. له دې سره د غره سر، د ټانکونو او توپونو نړېدلو ټوټو، سوځېدلو لرګو او د سړو او پسونو نیم‌سوزه غوښو او تشو کالتوسونو وپوښه.

مړي د پسونو په شان، په دغو سویو شیانو ور پراته وو. مړي پخپلو وړینو جامو کې لا هم اور سوځول. د مړو د اجسادو (څځ‌وپځ) و. د کرنیل ملګرو دغه د (دوزخ‌څاروي!) په لغتو وهل، په کاڼو ویشتل او داخوا هاخوا یې رغړول. 

دا حکومتي مړي و. پهلوان ډډي د جنرالۍ په هماغو تنګو جامو کې د سوځېدلي، نړېدلي ټانک پر سر پروت و. ددغه خاص مړي سر، د کرنیل فاتحو غازیانو ورنه همدلته، د ټانک دپاسه، پرې کړی او دا وخت له پولو هاخوا یې د نړۍ د آزادو ژورنالستانو کمرو ته ایښی و.

هلته عجیب بازار جوړ و. د هغه ملک سوداګرو او وطني‌غازیانو، د توپ او ټانک اره کړې ټوټې ها خوا اړولې او په بدل کې یې تورې جامې، تورې‌څپلۍ، تورې لونګۍ او پټوګان او یو څه شنې کلدارې ترلاسه کولې. غازیان په نویو تورو جامو کې، د جګړې لومړیو کرښو ته راستنېدل.  

اوس د جګړې کرښه د ښار او زرکانوغره ترمینځ په اواره دښته کې پرته وه. 

د ملېشو هغو غړیو، چې خپل سرونه یې د فاتحو غازیانو له چړو ژوندي راوښکلي و، همدلته د جګړې پر لومړۍ کرښه، پراته و. د ښار پاتې دفاعي ځواکونه هره خوا تیت و. د پلې مکانیزه لېوا یوازینی فعال کنډک (ټانک‌کنډک)، د جېل په خط خپل ټانکونه، ځای پرځای کړي و. د ګارد د کنډک ډلګي او وسلې، څه د ښار دننه د ښاروالۍ په خواوشا کې، څه هم د هوایي ډګر ګردچاپېره، ځای پرځای وې. پاتې کمربندي پوستې او مورچلې هم د مکانیزه لېوا ټولیو او ښاري پولیسو، ساتلې. 

دا وخت د قومندې مرکزیت له مینځه تللی و. د پوځي‌شورا غړیو هریوه پخپلسر، د ښار د دفاعي نظام یوه برخه تر خپل امر او کنټرول لاندې راوستې وه. د وسلو، ګوله‌باروتو او پیسو وېش او خرڅ معلوم نه و! 

پوځي‌شورا هسې په نوم پاتې وه. قبول ته مازې ښاري تلویزیون پاتې و. ښاریانو هم مازې وخت د (رامبو) د ویدیویي فلمونو په ننداره تېراوه.  

ورو ورو او بیا ناڅاپه، د ښار د ژوند په رګونو کې یو وچ، تریخ، سوړ باد راوالوت. او د ژوند حرکت یې را وغورځاوه! ژوند سینه‌کښ شو!!

له دې سره یوځای کوم مرموز لاس، د ښار په دننه کې، د ساه په ښکار پسې راوتلی و! دې حالت په ښار کې بده وېره خوره کړه. دا د توپ او توغندیو یا بمونو د راغورځېدلو وېره نه وه. ددغې نه تصویر شوې وېرې په درشل کې، هر ښاري خپله ورکه لیدله. 

په ښار کې چوپه‌چوپیا وه. د را روان برخلیک پټ‌لوبغاړي‌اتلان، په پټو لارو، ښار ته راننوتل او حکومتي سړي او جنګیالي یې په پیسو او په وعدو سلامي کول او په کورو کښېنول. 

د حکومت په دننه کې لویه غلا روانه وه. زورورو منصبدارانو د وسلو او ګولیو زېرمې، خپلو پټو دوستانو ته سپارلې. ژوندیو ملېشو، د ښار د زرو او پیسو بازار لوټ کړ. قبول مازې د تلویزیون له لارې، خپل زړه تشاوه. له مخالفانو سره پټو قراردادي واکدارانو پخپلسر جنګیالو د واک پټې او ښکاره خزانې لوټ کړې. اوس نو مامور یا عسکر یا په دنده نه و، که و هم؛ نو مازې نوم او د اوږو نښان ورپاتې و.

قبول لوبه بایللې وه. د هغه پر څېره، د ماتې پېغور له ورایه معلومېده. هغه یوازې و. د هغه د حکومت سیمه اوس همدلته، د هغه خواوشا راټولېده. 

جګړه شېبه په شېبه ور نېږدې کېده. نور هغه سرتېري، او یاران نلرل، چې یوځای ورسره وځغلي او پهلواني وکړي او د زور او وږم نهنګ شي، له (وطن‌یاکفن!) سره، حکومتي بېرغونه هلته وړاندې جګ ودروي! 

کلیوالو جنګیالیو ډلو، د ور اوښتو حکومتي جنرالانو او ملېشو په لویه مرسته، ښار لاندې کاوه. یوازې سپېلنی و، چې لا هم د قبول د خواخوږۍ او خپلولۍ په نوم پاتې و. خو هغه هلته لېرې ځان ګوښه کړی و. د هغه سرتېري د کارګرانو کارته کې زخیره پراته وو. هغوی د چا پرخوا او یا خلاف، نه جنګېدل. هغوی مازې خپله سیمه ساتله. 

قبول ته یوازې ځان پاتې و. او پر ځان نه پوهېده، چې څه پرې وکړي!؟ اندېښنه کې و، چې څه به ورسره وکړي!؟ 

دا شېبه هغه ته ځان دوزخ شوی و. حتی یوه په هرڅه برابره ډبره نه ور ته په زړه جوړېده، چې ځان پرې وولي! هغه ځانته نشول کتلای... ځان یې پور وړی و! هغه د ځان پوروړی و!!

دغه دوه‌متره قد، ټول عمر ځان په سرو کلمو، سرو بېرغو، او سرو ارمانونو وخوړ!  دغه (سوررنګ) د دوزخ د رنګ سیوری و، چې د وطن‌نهنګ یې (سورنهنګ) ولس ته ښوولی و! 

د هغه ځان، څېره...هرڅه بې‌رنګه، بې‌شکله او بې‌جسمه شول. هغه خپل اصیل رنګ او نور هرڅه هېر کړي وو. هغه ته له یوه بې‌شکله ادرسه، پخپل اصیل آرمان پسې د چیغې غږ راته.

قبول په قران ور ولوېد. قران یې پرانیست. په قران کې یې غږونه ولټول، ولټول... هغه په دنیا (دنیا) ورکه کړې وه. 

هغه خپل اصیل شیان لټول. 

په دې وخت کې د (استاد حلیم)، د فاتحې ډلې غازیان، په ښاروالۍ را تاو شول. دغه حکومتي ودانۍ اوس نو له پاسوالو او مامورینو تشه وه.

د استاد حلیم فاتحو غازیانو، پر سره، شنه او تور بېرغ باندې، د رسام کالتوسو ډک‌ډک ججوري تشول، چې سپېلنی له یوه زرهپوش ګاډي سره راورسېد. د هغه سرتېرو د خپل زغره‌وال ګاډي په زور، د استادحلیم سرتیري بې‌وسلې کړل او دی مخامخ د پوځي‌شورا د رئیس په دفتر ورننوت. 

قبول لا لګیا و، خپل ورک شیان یې پیدا کول! هغه د دفتر له وره پرې غږ وکړ:

«تره‌زو! خبره ختمه شوه! په نورو خبرو پسې مه ګرځه! له دې شېبې ما پسې راځه!»

قبول ښه ځنډ ددغه وړوکي هلک خبره تر ژبې لاندې له ځان سره مزه‌کوله؛ خو دغې خبرې پرته له تسلیمۍ بله هېڅ مانا نه ورکوله! قبول هیښ‌پیش پاتې و. هغه یودم، په بشپړه ناخبرۍ کې، له یوه ناڅاپي ګوزار سره، د (حاکم، معلم، پوځ قومندان) له لوړ دریځه، د یوه جنګي اسیر، د یوه ماتې خوړلي سردار حالت ته راوغورځېد! 

قبول خرڅ شوی و. هغه خپلو د څنګ نېږدې یارانو په یوه توله‌انګورو پلورلی و. خو ښه و، د تره واړه زوی (سپېلنی) د غوسه‌ناکو سړو له منګولو وژغوره! هغه اوس د سپېلني په قرارګاه کې خوندي پروت و؛ خو هلته هم زمکې ځای نه ورکاوه!

ناڅاپه د عادت له مخې راولاړ شو. د سپېلني د قرارګاه له دفتره ووت. پاس په لوړو ودانیو او دیوالونو وخوت؛ خواوشا یې پخپلو سترګو ځانته لېرې او نېږدې کړه. بیا په منډه راکوز شو او په لاس څنډلو د سپېلني په قرارګاه ورننوت:

«زلمیه! دا ستاسو دفاعي نظام چېرې دي؟ دفاعي کرښې او سرتېرې مو چېرې دي!؟ نظم او دسپلین مو چېرې دی!!

دلته شپې څنګه تېروئ... او د ما خبره واوره! دا ډول د ټیټو سترګو ژوند، زماوستا د پلارونیکه له نامه لېرې دي... راځه چې یوه نوي پلان باندې په ګډه کار وکړو!!»

غازي په غوسه را ولاړ شو. د ګوښه‌شوي حاکم له څنګه تېر شو. له څټه یې پرې را غږ کړ:

«تربره! ته دې دا خبرې زیاتي هېرې کړه! له دې خبرو اوس څه نه جوړېږي...» او: «دلته زما قرارګاه، زمان نظام، زما باچایي ده... ستا واک او نظام ولاړه...نور وار زموږ شو!»  

د سوبمن غازي دومره چټک ځواب، قبول سم راوغورځاوه. له دې وروسته بیا د خبرو نشو. بل ځل یې څه شي ته، کوم کار ته، کومې ناسمې ته، ګوته ونه نیوه!

بله ورځ چې له ټولو هېر شو؛ نو بیا د سپېلني له قرارګاه (چې د کارګرانو کارتې په وړکتون کې وه) راووت. او مخامخ خپل کورته، ولاړ. 

د هغه کور له پخوا تش و. خو داځل یې ګاونډیان هم پوره نه و. څه له پېښو سره ورک شوي وو. او نوي کسان یې په کورونو ننوتلي وو. پاتې سرسخته زاړه ګاونډیان یې (چې د سر په بیه له خپلو کورونو نه وتل) هم په دې نه پوهېدل، چې د قبول کورنۍ څه شوه؟  

قبول له دغو سره پاتې شو. دغو پېښو په ټولو حکومتي خلکو څه چل کړی و. چا ته خبرې نه وې پاتې! ټول د یوکلنو ماشومانو په څېر مازې په وړو وړو خبرو او دوه درې کلمو او جملو، سره غږېدل او پوهېدل! 

زاړه حکومتي وګړي، مازې په نوم پېژندل کېدل. د هغوی مازې آسانه (جوړتازه) زده وه. له دې ورهاخوا د پخوانیو حکومتي خلکو له خبرو ور روژه وه.

همداسې قبول له ځان سره عادت شو. هغه پخپل تش کور کې، له ځان سره پرېوت. بیا له پرېوتلو هم موړ شو. د هغه مازې لاسونه، پښې او د بدن غوښې په خوب پرېوتلې. نهنګ‌زړه یې، اورونو سره لوی شوي حواس یې، زړه او لرغونې ساه او قیمتي اروا یې ویښ وو. 

د هغه حواس یوه خوا و، غوښې او هډوکي یې بله خوا و. هغه تر خپلو خوبولو غوښو او هډوکو لاندې ستړی و. د هغه دننه څه شی پرانیستل کېدل. د هغه تر خوبولو غوښو او هډوکو لاندې اورونه بهېدل. 

په دغو اورونو کې، پر قبول د شنو شوتلو، سپینو وریو، د پېغلو د سروکړو لاسونو او د دیراګانو د بدلو بوی لګېده!

د قبول د غوښو او هډوکو په مینځ کې، د اور لښتي روان وو. اور څپې وهلې. څپې په تصوېرونو ډکې وې. هر تصویر قبول ته لاس ور اچاوه. هغه یې له ستوني رانیوه. او پر ځان یې ننوېسته. او هیسته هیسته یې په کاڼو او خځلو کې غورځاوه!

تصوېرونه زیات شول. له شمېرلو ووتل. قبول یې وپړساوه! تا به وېلې، چې د دوزخ یو ښار یې په هغه کې ور خوشې کړی! 

ددغه دوزخ مرموز دیوان او ماران د هغه په مرموز برخلیک کې، په لوبه او جګړه اخته وو. دغو مرموزو بلاوو هغه وواژه، وواژه...خو مړ نشو! 

هغه نه مړ کېده! په هغه کې څه (غټ) شی و، چې د مرګ خولې ته نه برابرېده! له هغه ځایه یو غږ ورته راته:

«څانګه به نن سبا کې ګل شي

ما یې په سر کې سرې غوټۍ لیدلي دینه!»

هغه غوښتل د خپلو ټولو ماتو پیغور په یوه ستره مومنخانۍمینه، پرې کړي! هغه له ځان سره، له خپل پټ موجودیت سره، تړون کړی و، چې له همدې لویدلي حالته به لکه یو له خوشحال‌خاني نهنګ، را ولاړېږي او د یوه لوی او نیکمرغه ټاټوبي او سرلوړي نسل د عزت پوره به پوره کوي!

هغه ځانته پاتې و! یوازې خپل لاسونه ور له غاړې و! خو دا لاسونه په ګونا، ګونا کې را لوی شوي، غټ شوي او د واک شوي وو. هغه خپل لاسونه په وینو کې ومینځل، ومینځل...لاسونو یې د وینو رنګ واخیست. لاسونه یې د وینو یوه پرېړ او کلک قشر، وپوښل!

له قبول سره لا هماغه زاړه زورور لاسونه و. هغه دغه سره‌لاسونه، پرې کړل... لېرې یې وغورځول! 

له دې سره حالاتو لا اور واخیست؛ قبول یوازې شو! ورسره پیکه او بدرنګه شو... ورپسې هم بې‌ستوري او بې‌سیوري شو! ټول خپل خلک ورنه ناراضه او بېزاره شول... جنګیالي یې ورنه واوښتل. او ډله ډله، د ښار ګردچاپېره، د پرتو فاتحانو په لیکو ور ننوتل. او له څټه په هغه راوګرځېدل.

بله ورځ ناڅاپه ښار سپینو، شنو او تورو بېرغونو نیولی او پوښلې او زبېښلی وو!

له دې سره ښار له سره را ژوندی شو. د ښار او کلي ترمینځ د ژوند پرې شوي لښتي بېرته له شنو آسماني اوبو را ډک شول. کلیوال وروسته له څو کلونو راغلل، په ښار را ننوتل. ښاري شوي کلیوال، بېرته خپلو زړو کلاګانو او ورنه هېرو هدیرو ته ورغلل. 

یوازې قبول و، چې بې‌پلاره، بې‌موره، بې‌کوره او بې‌اوره... د خپل حکومت په ښار کې، له ځان سره، یوازې یوازې، پروت و. 

نور هغه چا نه یاداوه. هغه هرچېرې، له هرچا سره، بې‌کاره او اضافه برېښېده. په هغه کې څه شی و، چې هغه یې په هرځای کې، له هرچا، شرماوه او ځوراوه!

قبول پخپل یوازیتوب کې ننوت. او د خپل برخلیک په بې‌جسمه دوزخ کې، لادوزخ په لور ولاړه ولاړه...

هغه د دوزخ آسماني‌اور وواهه. را ویې‌غورځاوه... سم یې رامات کړ!

د هغه د هیلو او آرمانونو د ملا ماتېدلو کړساااا... دومره لوړه او دوامداره شوه، چې پخپله دی یې وډار کړ!

خوارکی راپاڅېد. اودس یې وکړ. پر لمانځه ودرېد...بیا په دوعا شو...ورو ورو په زاریو شو: «ای تر ټولو ستره باچا! څانګه مې ګل کړې، څانګه مې ګل کړې‌ې‌ې‌ې....»

قبول په سلګو مست و، چې د وینو بوی پرې ولګېد! هغه پخپلو وینو اودس کړی و! (د دوزخ‌اوبه اور وهلې وې، وینې شوې وې؛ اوبه وینې وې!)

قبول په دوزخ کې مخامخ دوزخ ته ور روان و! څو ځیګ‌ځیګ ملایک راغلل او هغه یې پانسۍ ته ورخېژاوه!

هغه اوږده زمانه، په پانسۍ راځړېده. هماسې خوب وواهه، هماسې خپل یوازیتوب راویښ کړ.

د هغه په وجود لا څه شي پېټی و. هغه خپل پېټی (ځای) ته نه و رسولی!

قبول تیمم وواهه. په ناستې په لمانځه ودرېد. په ملاستې په دوعا شو. په زاریو او ژړاو شو... همداسې ځېل واخیست:

«یا ارحمه‌راحمینه باچا! څانګه مې ګل کړې، څانګه مې ګل‌‌ل‌ل‌ل...»

د قبول غږ څه شي مات کړ. څه شي د هغه کلمې دوه ټوټې کړې... په هغه کې یو بې‌شکله دیوال ایښوول شوی و. 

هغه دغه دیوال ځای ته رساوه! دیوال بې‌ځایه و. بې‌وخته و. قبول لا د دیوال (ځای) او (وخت) ته نه و رسېدلی!

هغه نه‌رسېده! 

د قبول دعاوې، ژړاوې... بې‌وخته وې. چا نه اورېدې. چا نه حس کولې...

هغه په ځېل کې شو. هغه پخپلو دوعاو او ژړاو کې خپلې وینې تویولې. هغه وینې ژړلې! 

 

 

***

 

 

لیونۍ مهاجره

 

 

دا ډېر وخت کېده، چې ښاپېرۍ د پلار په کبر پرته وه. د پلار قبر بې‌هدیري و. قبر هلته لېرې د کلي لمرختو خواته، آسمانڅکو غرونو ته نېږدې، د یوې غونډۍ دپاسه، د زړې قدیمي کلا په کنډوالو کې، پروت و.

د شمس‌الدین‌اکا قبر بې‌جنډو او بې‌لکړو او بې‌شناختو و! دا بل شان قبر و. تا به وېلې، چې یو خر پخپلسر راغلی، راغلی...وروستی ستړی شوی او خپل ټول ډبرو بار یې، همدلته لوېدلی او پاتې شوی!

د قبر پرځای وړې وړې، شنې، سپینې، تورې ډبرې پرتې وې. دغو یوه ځولۍ ډبرو ته به چې یوه شېبه په فکر کې خوب یوړې؛ نو یو څوک به دې در په یاد شول، چې اوس دې مخې ته سنګسار پروت دی!

دا ډبرې کلیوالي ماشومانو دیخوا را وارې کړې وې. کلیوالي ماشومانو دلته په کارغانو باندې نخښې پخولې. 

قبر په کارغانو ډک و!

هره‌ورځ لس-پنځلس ماشومان راتلل او په دغه ځای کې یې کارغان او ټپسان په کاڼو ویشتل. اوس دغه غازیان ماشومان، زلمیان شوي وو. د هغو هر یوه یې یو کارغه ویشتلی و. اوس دلته مازې د (کارغانو باره) پاتې وه.

څو کاله پخوا کله چې ښاپېرۍ په زاړه پلار پسې کلي ته سرتورې، لیونۍ راغله؛ نو خواوشا ډېره وګرځېده... هغه بې‌خبرې بې‌پوښتنې، د یوه ځانګړي حس له مخې، پټ په پټه په ورک پلار پسې ګرځېده! وروستی له کلي هم راووته... له کلي لېرې شوه...بیا دغه ډاګ ته شوه! او لکه لیونۍ پاس دغې غونډۍ ته راوخته... له هغې وروسته سرببره لیونۍ چا نه‌لیده؛ چا ونه‌پوښتله!

همداسې ښاپېرۍ نه پېژندلې له کلیوالو ورکه شوه. غرنی هم له کلي لېرې، هلته تر هغو ختیځو غرونو ورهاغاړه، د سره‌صلیب روغتون کې، ټوټه ټوټه پروت و! هغه د کلیوالو جنګیالیو ډلو تر کنترول لاندې سیمه کې، له خپل فیلدر موټر سره، نامعلوم ماین وواهه او د خپلې جنګیالۍ ډلې له ښې یې ووېسته! 

دا شېبه هغه ته خپله زړه‌مینه، په فکر نه ورتله! دا ډېر وخت کېده، چې له هغه خپله سپینه، مسته، خندانه...ښاپېرۍ تللې وه! ښاري شوې وه...ورکه شوې وه...غرني هم پر زړه ښه غټه تیږه ایښې وه!

ښاپېرۍ په قدیمي کلا کې (چې یو وخت سرحدي تاڼه وه) د پلار د قبر ساتنه کوله. دا کلا د یوې لوړې غونډۍ پر سر پرته وه. دا دومره تېرکلونه، دا زړه تاڼه، د کلیوالۍ غازیانو د مرستې، روزنې او سنبالونې لوی مرکز و. اوس دلته د (کچر) په نامه د مارګیر او شېخ سیداشرف د سړو مرکز و. دا مرکز له هرچا پټ و. هلته کلیوالي خلک او نښه ویشتونکي ماشومان نېږدې نه پرېښوول کېدل. اوس دغې قدیمي کلا ته پخوانی نوم، پخواني پاخه دیوالونه، برجونه او هغو کې تېرکښونه نه و پاتې. د کلا برجونه د الوتکو په بمونو را نړېدلي ول. دیوالونه یې د توپو او درنو توغندیو لویو لویو کالتوسو برمه کړي او غار غار، ودرولي ول. 

د زاړه شاهي کنډک‌مشر د قبر باره، د همدغو غلبېل‌غلبېل دیوالونو دننه پرته وه، چې چا نه لیده.

څوک داسې نه را تېرېدل. د کلاګردچاپېره غونډۍ، ټوله په ماینونو ډکه وه. د کچرمرکز، ددغې اصلي زړې کلا، تر نیمو نړېدلو دیوالونو لاندې، د غونډۍ په ګېډه کې دننه پټ و.

دغه مرکز له لېرې او له پاسه د الوتکې پیلوټ ته داسې تر نظره کېده، چې ګڼې دلته کوچیان اوسېږي! او له الوتکو او توپونو هم وېرېږي؛ ځکه دومره په سمڅو کې پټېږي! خو کلیوالي ماشومانو بل څه فکر کول. هغوی د مارانو له وېرې دیخوا نه راکتل!

ددغه نابلده سړي مارخوړل خو مشهور و. هغه دا وخت له خلکو پټ و. هومره چا نه لیده. یو نیم ځل به د باښې په شان له خپلو چټکو ګاډو او تورو عسکرو سره، په ښار او کلي کې راښکاره شو او بیا به د کچر په مرکز ننوت، ورک او تری تم به شو!

مرکز له هرچا پټ و. دغه مرکز له ډېرو مرموزو او لا پټو مرکزونو سره، د مخابرو له لارې، په تماس کې و. د مخابروي تماسونو، پیغامونو او ځوابونو کار، کرنیل ته ور په غاړه و. او پاتې کار (یا د بندیانو کار)، مفتي ته پاتې و. هره شپه دلته یو څوک، یو سورکاپېر، یو سورنهنګ، یا (سورملا)، یا سورمکتبی (چې د ښار په تلویزیون کې به یې په سروکالیو کې، د «ګرم‌شه، لا ګرم‌شه...ته یې مقدس لمره، یې د آزادۍ لمره...» ترانه وېلې وه)، یو سور...چاندمارۍ کېده.

ټول دغه سزاموندلي کالبوتونه، د هماغو غارغار دیوالونو مینځ ته، ورغورځول کېدل. د ورځې بیا کارغانو او ټپسانو ددغه (باغ!) دننه سره‌غاټول خوړل! ماښام به بیا دلته هره‌خوا، پوځي جامې او خولۍ، د څرمنو موزې او د ملا تسمې، سره‌پره هډوکي او د سرو بنیادمانو کارتونه، ګډوډ پراته ول.

ښاپېرۍ به هره ورځ هلته پراته سره‌بېرغونه را اخیستل، هډوکي او کارتونه یې په کې راټولول، د بېرغ په درې‌رنګو جنډو کې به یې تړل، او د کلا د نړېدلو برجونو په تیارو سمڅو کې به یې یو د بل د پاسه، ایښوول.

غرنی له دې لوبې خبر نه و! هغه ته یوځل بیا خدای ژوند ورکړی و. او بېرته له نویو حالاتو سره، تازه کلي ته راستوی شوی . او سمدلاسه د پچې له مخې، د کلي د قومندانانو شورا، مشر شوی و!

غرني ته د زور له لارې د ښار تسلیمولو او د (نګه مسلمان‌حکومت) په پښو ودرولو دنده مخ کې ایښې وه. دغه دنده هغه ته اور شوې وه. دا وخت غرني نه و پاتې. او که پاتې هم و؛ نو نور د (زور) د کار نه و! نور یې زړه د جګړې لاره نشوای نیولای.

دا دومره وخت په هغه عجیب چل شوی و. د ماین‌چاودنې له پېښې سره هغه څه شي، کومې بې‌شکله بلا، کومې دښمنې‌اروا، وواهه! د هغه د وجود له ونې یې د ځوانۍ، مستۍ، سرجنګولو... ګلان، میوې او بېرغونه وڅنډل. 

اوس هغه له زړو بارونو سپک، د خپل خدای‌بخښلي تره، ځای نیولی و. د هغه له مړینې وروسته، کوم بې‌شکله لاس راغی، جنګیالی غرنی یې په زروچړو، وواهه... بېرته یې پخپلو غوړو کې پوخ کړ او بیا یې هیسته، لېرې، خواته، ګوښه، د شاهي کنډک‌مشر پر ځای کښیناوه!

د غرني پر سر او ږیرې کې سپین لګېدلي و. پر هغه اوس له ورایه د پاخه او اوښتي‌عمر ګومان کېده؛ ځکه به کلیوالي ماشومانو د (تره!) غږ پرې کاوه. او د تره یاد، هره شېبه، غرنی د خپل سېل پر څپو کې، رغړاوه! خو بل څوک نه پرې پوهېدل! د غرني پټ‌حواس او ذهني دوزخونه، له ټولو اشنایانو، سیلانیانو، کمره‌مینانو او حتا خپلو کلیوالو، مخ پټي وو.

د بنیادم برخلیک (دغه د غم له مادې جوړ اقلیم!)، د مرموزو رنګونو، غږونو، سازونو د سمندر په څېر، د غرني په دننه وجود کې بهېده. غرني هم دا هرڅه د خپلې یوازنۍ ناوې په څېر، په ځان کې، د ځان لپاره پټ ساتل!

غرنی، چې ټول عمر، د ښاپېرۍ د مینې اور سوی او د سیالانو، کلیوالو او همزولو په مینځ کې، (تور) کړی و، اوس یې خپله دغه بې‌شکله ناوې، پخپل شکل کې پوښلې ګرځوله. ځکه جنګ‌جګړه او جګړنه فتحه، د غرني په اوږو بار وه! هغه دغه تر ډبرو دروند بار ستړی کړ. خو چا دمې- یوڅه ارامتیا- ته نه پرېښود!

د نورو ډلو قومندانانو-د کرنیل په شوق کې، د شېخ په فتوا- د وسله‌والۍ فتحې زیری غوښت. هغوی یو مخ په غرني (د پوځي جهادي شورا لنډمهالي مشر) زور اچاوه؛ خو غرني ددغو جګړنو قومندانانو او ځنو بهرنیو (دوستانو!)، په زوراچولو او لاسوهنو سر نه‌خوږاوه! د هغه مخ په هر کار کې، کلیوالو سپین‌ږیرو ته و.

هسې نه چې ګواکې هغه رښتیا هم یوازې د ځان او خپلې ډلې په ګټه په پټه، له قبول سره د ښار د واک پر سر معامله کوله! غرني ترپایه له خپلو سرتېرو غازیانو او بې‌اسرې ولس سره (چې د قبول سره‌ګوند او سرولښکرو د خپلو دوزخي افکارو، په اور سوځولي ول)، پخپلو وعدو ټینګ پاتې شو. هغه په یوازې توګه- حتی یو ګام هم- د قبول پر خوا ور وانه‌خیست. هغه د خپلو سیالو قومندانانو او هغو دوستانو د ښکاره او پټو خبرو او ورانکاریو سره سره، ښار په دمه دمه کلابند کړ؛ خو د وروستۍ او غوڅ برید پیلول ورنه وځنډېدل... دا ځکه، چې تر لاسه کړو معلوماتو او د قبول مخامخ وړاندیزونو، د ښار د فتح‌کولو لپاره، د غیرپوځي لارو امکان پرانستی و. خو قومندانانو او د جبهي بهرنیو سلاکارانو او نورو مخورو پخپلو زړو پرېکړو او دریځونو ټینګار کاوه. هغوی هره ورځ د غرني مشرتوب او واک تر پوښتنې لاندې نیوه:

«فاتحانه یرغل به کله پیلوو؟ له قبول او نورو اسیرانو به څه ډول حساب اخلو؟ حکومتي وسلې، ځایونه، پیسې، مالونه او څوکۍ، ادارې، ودانۍ او ډیپوګان به څنګه وېشو؟»

غرني د دارنګه پوښتنو او غوښتنو او دریځونو پر وړاندې چوپ پاتې و. له دې سره ځنې قومندانان په غوسه شول، راپاڅېدل او غرني ته د وسلو په ښورولو شول:

«موږ پوهېږو، چې سورسپی، د شغال ورور دی!» او «غرنیه! ته دې تسبېح اچوه، جګړه موږ ته را پرېږده... دا وېاړ ستا اوږې نشي وړای...پرېږده، چې د خالص اسلامی‌نظام ونه یوازې زموږ د وینو له لښتیو اوبه وڅښي...»

انجنیرطاهر، چې د غرني داسې چوپ حالت په تر ټولو درنه کلمه ویشتلی و، له غونډې راپاڅاېد او په مخ ووت. 

ورپسې استاد حلیم هم غونډه پرېښوده. له دې سره د غونډې فضا یوڅه چوپه او سړه شوه. غرني د خپل پټ‌اقلیم په دننه کې، د (علم) د ونې په دانې (یا میوې)، پسې روان و. هماغه و، چې کرنیل له خپلې ټوکرۍ مار راووېست او د غونډۍ پاتې ګډونوال یې هم په دې خبره وترول، چې «غونډه ختمه شوه!»

غرنی پر لمانځه ولاړ و، چې څو سپین‌ږیری د زرکانوغره دپاسه د پوځي‌شورا اوپراتیفي قرارګاه ته راوختل. غرنی لا هماغې د (علم) په میوه پسې سرګردانه و، چې د کلي پخواني ملک، زیری پرې وکړ: «قومندان صیب! دوعا دې رالنډه کړه... راشه زیرې مې راوړی؛ قبول دې درته تسلیمېږي!»

د ملک زړې او پخې خولې ګلان، میوې او دانې شیندلې؛ خو د غرني هېڅ نه‌خوښېدل! 

غرني لا د علم په ونه پسې ورک و! دلته یې مازې کالبوت ملک ته غوږ و. دغه کالبوت د ملک ځواب داسې ورکړ:

«زه به د تاسې ټولې خبرې او مشورې به د قومندانانو شورا ته ورسوم!»

خو ملک هم سر خوشې نه و سپین کړی. غرنی یې کله دومره آسانه خوشې کاوه:

«ګوره قومندانه! خبره دومره مه ډنډوره کوه...د ما واوره! له نورو قومندانانو څه شی نه‌جوړېږي... خپله رادمخه شه... له قبول سره یوه لاره، یو کار جوړ کړه!»

«ملک‌اکا! کار به خدای ته پرېږدو! کار به خدای کوي!! څه چې خدای غوښتي وي؛ هماغه به کېږي!!!»

ملک تش لاس له غرني را ولاړ شو. (سپیلنی) له څټه ورپسې راووت. غرنی د خپل روح په بېړۍ کې، بېرته په هغه بې‌شکله میوه پسې وخوځېده. 

ساعت وروسته سپیلني د مخابرې څټ ته ناست و. او په لوی‌قومندان انجنیرطاهر یې غږ کاوه؛ خو پیدا یې نه‌کړ. بیا یې په استادحلیم او نورو قومندانانو پسې جلا جلا غږونه وکړل؛ خو څوک یې پیدا نه کړل! وروستی یې د کچرمرکز ته په کرنیل غږ وکړ؛ خو پیدا نشو! ټول ورک ول! 

ځوان سپیلنی داسې قومندانانو او دوستانو ته په غوسه شو. د مخابرې غوږۍ یې وغورځوله او غرني‌لالا ته ټینګ شو، چې راځه د ملک مصلحت ومنه! پخپله یوه لاره جوړه کړه... له قبوله واک واخله؛ ساتل یې پرما!

غرني، چې مازې مخ سپیلني ته راواړاوه؛ نو سترګو یې د سپېلني احساسات ور وسوځول او پر زمکه یې  کښېناوه.

قبول د سپین‌ږیرو په لاس پټ احوال رالېږلی و، چې که د سیمې قومندانان د اوربند او سولې ټینګولو واک په ځان کې ویني؛ نو رادمخه دې شي. د ښار پوځي‌مشر به واک ورسره ووېشي!

د قبول د وړاندیز له مخې، د اوربند او سولې ټینګولو بدل کې به د ښاروالۍ، مستوفیت، او د امنیت څوکۍ، کلیوالي قومندانانو ته سپارل کېدلې او د حاکم، لېواقومندانۍ، ښوونې او روزنې او څارګرۍ څوکۍ له حکومتي خلکو سره پاتې کېدلې! 

غرنی نور د واک، ادارې، څوکۍ، شهرت ګټلو، نه و. هغه له دې هرڅه په مرګ ستړی و. هغه په دې ورځو کې، نفلي روژه و. له خبرو هم روژه و. هغه کوم مرموز لاس، کومې زورورې اروا، کوم غوڅ‌غږ، په زړه چوولی و. هغه له ژونده خلاص و. مازې خپل کالبوت ورله غاړې و!

پخه شپه وه، چې غرني یوازې‌ځان، د زرکانوغره پر سر له خپلې اوپراتیفي قرارګاه راووت. او هماسې له غره یوازې ځان راکوز شو. هغه کې څه شي پړی اچولی و. او هغه یې په ځان پسې کشاوه! هغه ته ځان ورپېټی و. په هغه بل څه کېدل. هغه په څه شي پسې راوتی و!

ناڅاپه د غرني د زړه په غوږو بل شان غږونه راننوتل. دغو غږونو هغه لا په زړه نری کړ. ژړا واخیست. خو دغه ژړا په هغه کې دننه (واوره، ږلۍ او باران) اورېده. 

د هغه په غاړه کې د (زرو کب)، راځړېده. غږ په همدغه کب لګېده. کب د غرني له هر ګام سره، ښورېده او شرنګېده.

وروسته بیا غرنی د خپل امریکایي جیپ په سېټ کې ناست و. جیپ د کلي څټ ته، د ختیځو غرونو پر لمنه، په تش ډاګ، د کچرمرکز ته روان و. غرني نیم‌ویښ، نیم‌ویده، نیم‌ بې‌هوښه... پخپل سېټ کې ناست و. 

جیپ ګاډی، په مړو څراغونو ورو ورو، په لږ غږ وړاندې روان و. دا وخت دا سیمه د تګ نه وه. غرنی هم د تګ نه و! 

د هغه یو ګام هم نور وړاندې زړه نه مانه! هغه څه شي کشاوه. کوم لوی کوډګر، د ځانګړو کلمو او غږونو په لومو سره، هغه د ځان پر خوا ورکشاوه! هغه نه ته! کالبوت یې پخپله ددغې بلا، پرخوا ورخوځېدلی و!

د غرني زړه نور اوربند ته و! سولې او جوړې ته و؛ خو هغه چا خپل زړه ته پرېښوده! چا له زړه راپرې کړ!

غرنی دا شېبه د یوه زورور لمر د نوري‌وړانګو په څېر، یوځای پخپل زړه لګېده، یوځای پخپل کالبوت لګېده، او یوځای د هغې مرموزې ونې د باغ په وره، لګېده. او په څټ را منعکسېده!

بیا د موسیقۍ د یوې الې په څېر، بېرته سره ګډېده. یوځای کېده. (یو) کېده. او همداسې همداسې په جیب‌ګاډي کې لا هم وړاندې ته!

غرنی بې‌غږه او بې‌غوږه، وچ، کلک، تریخ... په ځان ننوتی و! لا هم ژوندی و. خو دغه ژوندي هېڅ شی، هېڅ‌کار نغوښته! هغه لږ ترلږه، یوه خبره، یوغږ، یوحرکت... د وېلو او څرګندولو لپاره نه درلود. هغه له هرڅه تش، له هرڅه موړ و. له څه مودې را پدیخوا هغه وږی‌موړ و!!

جګړه‌ییزجیپ، لاهم د ماینونو پر دغه غلچکۍ کرونده کې، ورو ورو (لکه د ساز د سورولو شېبه)، وړاندې روان و. غرنی وچ، وږی، ستړی، پښېمانه، په ځان کې پټ پاتې و! 

دا ځل په هغه بل چل شوی و! دغه روح له یوه بشپړ سفره په څټ راستون شوی و. هغه لکه د برخلیک له زمانې ورهاغاړه هم چې پوهېږي، دروند، پوخ، پخلا...نه نه؛ لکه...لکه د بنیادم د بخت‌لومړنۍ او وروستنۍ کتیبه؛ له خپل چلوونکي سره، د امریکایي جیپ په سېټ کې، چوپ ناست و!

غرنی په هرڅه (د زمانې د پای تر پولې) پښېمانه و. هغه د خپل څو میلیونه کلن روحي سفر په بیه، دغه پایله ځانته ګټلې وه! 

دا شېبه هغه ټول ژوند، ټوله هستي، ټول بنیادمان، هرڅه... د وجود ډبرینو خښتو له څلیو سره، پرتله کړي وو. دا هرڅه په دې خاطر (شکل، حرکت او رنګ) ته راوتلي و، چې زینې شي، بنیادم ورباندې پښې کښېږدي  او پورته وخېژي... له ځانه لوړ شي. ارتفاع ونیسي. او خپل اصیل مقام ته بیا ور وګرځي.

غرني خپل مادي شتوالی ورک کړی و. چېرې یې له ځانه غورځولی و! 

دغه په ډبره کې شین شوي روح ته خپل ټوک‌ټوک بدن ورپه یاد شو...

هغه شېبه وریاده شوه، چې د جټ‌الوتکې بم، د غره تر ډبرو-خاورو او شګو لاندې کړی و.

هغه شېبه یې له مخې تېره کړه، چې په سټېنګر غوندي یې یوه جټ‌الوتکه، بې‌دریغه نښه او را نسکوره کړه...

غرنی همداسې لګیا و، خپله یوه خاطره یې په بله خاطره وژله! هغه اصلاً زمانه نښه کړې وه.

غرني په دې هرڅه پښېمانه و. هغه ته اوس د قاتل او مقتول مرګونه یو شان و! هغه قاتل د مقتول مرګ ګاڼه. او مقتول یې د قاتل مرګ ګاڼه! دواړه یوازې مرګ و!! دا هرڅه بې‌خونده، بې‌مزې، پیکه او بدرنګه وو.

غرنی په خوړو، په اوبو، په مستو پېغلو...حتې د ناوې‌ښاپېرۍ د واده شپې په نه‌ترسره شویو شانداره چیغو، پښېمانه و!

حتی په ځان، پخپل نوح، پخپل ټاټوبي، په تېر ژوند، پخپل بنیادم‌ځان، پښېمانه و!

په هغه څه شوي و! هغه له خپل بشري اقلیم، له خپل جسمي برخلیک، له خپل ارمانجن زړه... پورته ختلی و.

د هغه په ذهن کې هېڅ شی، هېڅ مفهوم، هېڅ غوښتنه، نه جوړېده!

هغه پاک، وچ، سوچه، بې‌خونده، بې‌رنګه... له خپلو احساساتو وتلی و...

دغې ډبرینې‌نانځکې، د یوه لوی طلسم په لومو کې، حتی وروستۍ کلمه بایللې وه... حتی پښېماني یې باېللې وه!

د غرني پښېماني ښیي، چې بنیادم پخپل اصیل اقلیم، اصیل قلمرو او اصیله هستۍ کې نه دی!

ښایي همدا د بنیادم مانا وي! ښایي بنیادم یوازینی موجود وی، چې تل په پښېمانۍ محکوم وي! ښایي د پښېمانۍ وروستی منزل، بې‌مفهومي وي!؟

ښایي ددغو پښېمانیو له خښتو به د بنیادم د بل‌وجود، فطرتي‌وجود (روح) اقلیم روزل کېږي!!

 

 

***

 

 

 

د مارانو باچا

 

ښاپېرۍ د کارغانو په باره ناسته وه، چې بودرۍ یې غاړې ته ورولوېده. او سمدستي بیا په غرني پسې په چیغو او ستاینو شوه.

ښاپېرۍ ښه شېبه چوپه وه. په ځان کې د څه شي په لټه وه! داسې لکه ځان، چې ترې ورک وي...ځان ترې کوم بل اقلیم ته تللی وي... د ځان په لټه کې چې وي، ځان ومومي. په ځان خبره شي. او بیا ناڅاپه ځانته په چیغو شي!

ښاپېرۍ بې‌واکه را ولاړه شوه. او په تشه فضا کې یې په کوم (لوی‌دیو) پسې خپلې د چیغو او کنځلو چړې، خوشې کړې؛ خو چړې د پولادو په آسمان ولګېدې، ماتې شوې...

بیا تر سپېده‌داغ مهال پورې په ښاپېرۍ د اوسپنو واورې، ږلۍ او بارانونه، اورېدل.

غرنی، چلوونکی او ګاډی یې، په هماغه شپه، په هماغه ډاګ کې، هماغه د کچرمرکز ته پر لاره کې، لګېدلي او له مینځه تللي وو. 

د غرني قتل پټ پاتې شو. د هغه نوم چا په خوله وانه‌خیست. چا یې جسد راپورته نکړ. چا ښخ نکړ. چا شناختې او لکړې او بېرغونه پرې ونه‌درول.

د هغه مړی، هېچا سم ونه‌لید. هماغه و، چې بودرۍ له کلي، له کلیوالو، له غازیانو بې‌زاره شوه. له کلي راووته! په ډاګ کې ورکه وه، چې بله ورځ له یوپنډ غوښو او هډوکو سره، د قدیمي کلا په ورانو او سوریو دیوالونو ورننوته او د ښاپېرۍ غاړې ته ور ولوېده. 

وروسته له کلونو و، چې بودرۍ ته خپله ورکه ناوې، په لاس ورغله. بودرۍ ته د ارمانجن غرني ښاپېرۍ، بې‌پلاره، بې‌موره، بې‌کوره... په لاس ورغله. د ناوې غم بودرۍ سمه راماته کړه.  

بله ورځ هغې له خپلې ناوې سره په غرني د کبرباره، جوړه کړه. او همالته ورسره پاتې شوه. په دواړو همالته شپه شوه.

دا یوه ځانله شپه وه. په دې شپه د جګړې په شنو لوخړو کې، زمکې او آسمان له قبول سره د (وطن یا کفن) چیغه اوچته کړې وه! په دې شپه د دواړو جګړه‌مارو خواو ترمینځ له بېدریغه مقابلې او زیاتې وینې بهېدنې وروسته، د ښار دفاعي ځواکونو د لومړي ځل لپاره پرمختګ وکړ، او د ښار کلابندي یې ماته کړه.

د ښار د دفاعي ځواکونو پر وړاندې د کلیوالي غښتلو جنګي ډلو د ماتې علت له ټولو ورک و! دا وخت ددغو ځواکونو قومنده، انجنیرطاهر په لاس کې اخستې وه!

د غرني له وژل‌کېدو سره یوځای، د ناڅاپي پټو پلان‌کړیو اقداماتو په ترڅ کې، سپیلنی بې‌واکه شو. او انجنیرطاهر مخامخ، نېغ‌ په نېغه، له غازیانو سره یوځای، په ښار ورودانګل. غازیان د (الله‌اکبر) له نعرو سره، د ښار پر ځنو برخو ورننوتل. او لاهم پرمخ روان ول، چې له متقابل برید سره مخ شول. او سخت تلفات یې ورکړل.

څو شپې وروسته یې د ښار په تلویزیون کې، د غرني د ډلې ځنې جنګیالي وښوول، چې حکومتي بېرغونه یې پر اوږو وړل. له دې کار سره د یرغلګرو ډلو، یووالي وشلېد. 

څه موده وروسته سپېلنی هم د حکومت خواته، ورواوښت. او سمدلاسه د ښارول په توګه وټاکل شو. 

ښاروال، پخپله تلویزیوني وینا کې، تور ولګاوه، چې نومیالی قومندان (غرنی) د شېخ په پټه فتوا، د کرنیل مارګیر تورو عسکرو، په پټه وژلي!

څو ورځې وروسته، د ښار پوځي‌مشر، د غرني د مړینې نمانځلو په خاطر رسمي مراسم اعلان کړل. له دې سره د ښار د نجونو مرکزي ښوونځی، د غرني په نامه ونومول شو. او د ښاروالۍ د ودانې دپاسه د وزیرمحمداکبرخان د لوی انځور ترڅنګ، د غرني انځور (چې قبول رسم کړی و)، ودرول شو. له دغو پېښو سره غرنی له کلیوالو هېر شو. له دې وروسته د هغه د مړي یا کبر پوښتنه، چا نه کوله!

ورو ورو د کارغانو بارې ترڅنګ، د (ټپسانوباره) جوړه شوه. 

د کارغانو او ټپسانو بارې، ښاپېرۍ او بودرۍ ساتلې. بارې کلیوالي ماشومانو په ګاټو وارولو کې جوړې کړې وې!

دا ځل د ماشومانو نخښه پخه شوې وه. هر ماشوم -لږترلږه- یو یو ټپس ویشتلی و. ټپسان تر ګاټو لاندې ورک وو. د ټپسانو او کارغانو د کښېناستلو پرځای، یوه یوه ځولۍ ګاټي پراته وو. تور، شنه او سپین ګاټي!

کارغان او ټپسان، له پخوا راهیسې د لوړو غرونو پر لمنه کې، ددغې لوړې غونډۍ دپاسه، په دې ورانو کنډوالو کې، د مړو د غوښو په خوړلو روږدي وو. 

دلته پراته مړي، د چا نه و. چا په نوم نه پېژندل. په تېرو هم چا نه پېژندل. مړو څېرې نه درلودې. د مړو سترګې، غوږونه، ژبې او پزې، ټپسانو او کارغانو وېستلې...مړي لوڅ و. بې‌جامو، بې‌کفنه و!

مړي، مړۍ‌مړۍ، ټوټه‌ټوټه، هره خوا پراته وو. د ورځې به د کارغانو او ټپسانو بازار پرې جوړ و او د شپې به پېریانو، د هغوی هډوکي او پلې شپېلولې...وروستی به تش هډوکي پاتې شول. او هډوکي به ښاپېرۍ راټولول، د بېرغونو په ټوټو کې به یې غوټه کول. لومړۍ شپه به یې تر سر لاندې ایښوول... ورسره به یې د (کجاوې...وې شاه‌لیلاورو ورو، وې شاه‌لیلاورو ورو...) په بدلو، ورسره په لا یتناهي فضا کې، ټال خوړ.

ددې شپې په سبا به ښاپېرۍ د بېرغونو په ټوټو کې، تړلي هډوکي یوړل، په نړېدلو برجونو کې به یې کفن کړي، کښېښوول. او خپله به بېرته د کارغانو بارې ته راغله!

ښاپېرۍ اوس د همدې ځای شوې وه. دلته چا نه پېژندله. د کرنیل مارګیر تورو سړو به (لیونۍ‌مهاجره) یا (لیونۍ‌کابلۍ) نوموله. 

(لیونۍ...) یوازینی پردی بنیادم و، چې هغوی خپل مرکز ته دومره نېږدې، پرې‌ایښی و. 

ددغو سړو له لیونۍ مهاجرې سره ښه ساعت تېر و! کابلۍ ډېر خوندور مرخېړي پخول. 

د خدای کړه و، دلته به هره شپه یو ډول باران کېده! له دې سره به ددې ځای د سړیو هم مرخېړیو ته زړه وشو. او د شکرانې لمونځونو کې به یې د مرخېړیو خواست هم وکړ. 

له باران سره به د کلا پر غونډۍ غټ‌غټ، سپین‌سپین مرخېړي راوختل. 

کابلۍ به دغه مرخېړي، له هماغو فلزي سترویو لرونکو خولیو راټولول. 

په دې راز څوک نه پوهېدل. بل څوک نه و، چې په ښاپېرۍ پسې د مینونو مینځ ته ګام پورته کړي. او په فلزي خولیو کې د غټ‌غټو مرخېړيو، توروسپین معلوم کړي!

دغه غونډۍ، چې هرچا د جګړې په کلونو کې نیولې او تر ولکې لاندې ساتلې وه؛ نو ورسره یې په مینونو هم پوښلې وه. خو دا عجیب ماینونه و! د مهاجرې تر پښو لاندې نه خلاصېدل. هماغه و، چې د کرنیل عسکرو په تیاره پاخه کباب کړي، مصاله‌داره، تازه‌تازه مرخیړي خوړل؛ ځکه نو په دومره تړلو خبرو پسې نه ګرځېدل.

عسکرو به هره ورځ د یوې نوې فتح کړې حکومتي پوستې د سربېرغونه، راوړل او لیونۍ‌کابلۍ ته به یې وراچول، چې ځان ورباندې ناوې کړي! 

لیونۍ هم د خپلو مرخېړیو په بیه بېرغونه اخیستل. په همدغو غارغار بېرغونو کې یې هډوکي او کارتونه کفن‌کول. یوه شپه یې تر خپل سرلاندې د کجاو په بدله ویدول. او په سبا یې د کلا په سوریو، سوریو برجونو کې، یو د پل دپاسه ایښوول.

ښاپېرۍ شپه‌ او ورځ ددغې زړې، هېرې او تشې کلا دننه یوازې وه. هغې ته د خپل پلار یوازې درې نښې (جیبي‌وظیفات، د وظیفات د سرې څرمنې پوښ او د شاهي کنډک‌مشرۍ کارت) په لاس ورغلي وې. 

ښاپېرۍ ډېر وخت، تش لاس، یوازې ځان، بې‌خولې، بې‌خبرې، د یاغیانو وران کلی، خواوشا ډاګونه، او ختیځ ته د غرونو لمنې، د پلار په نښو‌نښانو پسې لټ‌پرلټ کړې؛ خو هېڅ شی، هېڅ نښه په لاس ورنغله! وروستی په دغې غونډۍ راوخته. قدیمي، نړېدلې، تشې، ډارونکې کلا ته ننوته. څو ورځې د پوځي جامو، د څرمنې موزو، فلزي خولیو، سویو بېرغونو او د مړو د هډوکو په مینځ کې، په پلار پسې ولټېده. وروستی یې ددغه کبر په کاڼو او ورلاندې هډوکو کې دغه درې نښې پیدا کړې. 

ښاپېرۍ د پلار نښې، پټې له ځان سره راپورته کړې. په هډوکو یې تېږې ور ټولې کړې. هغې په دې شپه د لومړي ځل لپاره، د (کجاو بدلې) وېلې!

په سبا یې ښاپېرۍ نه غږ پېژاند، نه‌خبره، نه‌غوښتنه او نه د څه شي په لور حرکت!

ښاپېرۍ لیونې شوې وه. هغې هرچا، هرشي، هرې خوا ته لیوني لیوني کتل! 

هغې څوک لټول! هغه په چا پسې دا دومره وخت راوتلې وه! له هغې (پلار، مور، ورور، کلی...لالی، هرڅه...) ورک و! چا غلا کړي و. غل ورک نه و!

غل بې‌شکله و! ښاپېرۍ لکه، چې په همدغه بې‌شکله دیو یا بلا پسې هره خوا، هرچا، هرشي ته کتل!!

هغه لکه، چې د یوه (لوی‌کار) لپاره ژوندۍ پاتې وه ‎! ښاپېرۍ غوښتل داځل د چا په وینو لاسونه سره‌کړي او د ارواو په دنیا کې، غرني ته ځان ناوې کړي، هرڅه (پلار، مور، کور) یو دم وګټي.

ښاپېرۍ لکه، چې د زمکې پرمخ هماغه زوړکوډګر (چې هرځل له خپلو وینو راټوکېده)، لټاوه.

نه و، نه و، بله ورځ ښاپېرۍ بیا یوازې وه. بودرۍ د مارګیرعسکرو، په وهلو او ټکولو له ورانې کلا شړلې وه. دغه عسکر، کله چې تېرماښام د ښار تر ټولو لوړبېرغ (چې پخوا د ښاروالۍ دپاسه راځړېده)، د کلا له ورانو دیوالونو څخه ښاپېرۍ ته ورغوځاوه؛ نو په بودرۍ خبر شول! له دې سره ددغو سړیو په اور باندې څه شی راتویې شول! سړیو سوری‌سوری بېرغ، ښاپېرۍ ته ورکړ؛ خو مرخېړیو ته یې لاسونه ورنه‌وړل. هغوی پخپل مینځ کې، سره وپسنېدل. او بیا بېرته په څټ ولاړل. مرخېړي د آسمان ستوریو ته پاتې شول.

شپه پخه وه. ښاپېرۍ د کارغانو په باره، آسمان ته مخامخ پرته وه. بودرۍ د ټپسانو په باره، ناسته وه. هغې په ستړي‌ستړي غږ کې، سپېلني او قبول ته د خپل زړه سوي‌سوي زخمونه ورحسابول؛ خو ښاپېرۍ څه شی نه اورېدل. هغې ځان د ښاروالۍ په سوري‌سوري بېرغ کې ناوې کړی و.

شپه پخه وه. بودرۍ د غرني د جیب دسمال په لپه کې نیولی و. مور خپل شهیدزوی مچاوه. مور خپل زوی ته په زوره زوره ډاډ ورکاوه: 

«غرنیه زویه! په ما او سپېلني لا د ژوند ونه ولاړه ده! بې‌ایمانه به له دنیا لاړه شم؛ که د تا په قاتلانو مې د هغوی میندې ونه‌کړولې!»

د بودرۍ د غږ اور ته، د کرنیل مارګیر تور سړي ولاړ ول. ښاپېرۍ لا خبره نشوه... هغې تر لوی حکومتي بېرغ لاندې، د یوه (غرني)غوندې (قبول) واده ته د کجاو بدله وېله! 

په سبا یې، بودرۍ نه وه! په بودرۍ هماغو تورو تورو عسکرو څه کړي و! ښاپېرۍ، تېره شپه، په توره‌تورږمۍ کې، څو تور تور سیوري لیدلی ول، چې په بودرۍ ورونښتل! بودرۍ دغو سیوریو ماته‌ګوډه پورته کړه. له ځانونو سره یې ناوې‌کولو په نامه وخوځوله. ښاپېرۍ په ګنس، خوبولي حالت کې ګومان کاوه، چې ګڼې دا د شپې بلاوې بیا مرخېړو ته وږي شوي او دا ځل د هغې پرځای له زړې بودرۍ مرخېړي غواړي!

ښاپېرۍ وچه، سپکه... لکه یوه لپه‌باد، پاڅېده. په تورو سړو پسې ور وخوځېده؛ خو سړو د کلا د دیواله له غاره په څټ راوګرځوله. ښاپېرۍ ورته د تورو پېریانو په ژبه وغږېده، چې هغه مه‌لېږئ... هغه ددې کارو نه ده... هغه د مرخېړو په کار نه پوهېږي...خو سړي پخپلې کړس‌کړس خندا سره، را په څټ کړه:

«کابلۍ! مرخېړي نغواړو! بل شی غواړو!! دغه شي پسې مو ډېرې منډې کړي!»

ښاپېرۍ اریانه شوه، چې دا څنګه (شی) دی، چې دا مرخېړيخواره داسې ورباندې را تاوده دي!؟ سړي لا په کړس‌کړس وخندل:

«مهاجرې! ددې شي پوښتنه به نه‌کوې!» او «ته خو لیونۍ یې...په ډېرو خبرو نه پوهېږې! دا شی، چې زه ښیم، ډېر زورور شی دی!»

-        یې د مارګیربچیه! ته دوزخ ښیې...زورور شي خو دوزخ دی!

-        هو! دوزخ!! هو کابلۍ... ته تالې لرې، د دوزخ د بند موده به همدلته لنډه تېروې او ګوره لیونۍ! اخر به دې زه جنتي کړم!»

ښاپېرۍ د شپې په سړي پسې منډه کړه؛ خو هغه په څټ را کښېنوله:

«ته همدلته اوسه...تر هغو چې زه غازي نشم، ته نشې جنتي کېدلای... او تر هغو پورې دا تاویز درسره واخله...هه، وړیا یې واخله! هله ځنډ مه کوه...هله، چې بیا به ارمان کوې!»

ښاپېرۍ د وسپنې په پوښ کې تاویز په غاړه کړ. بیا راغله د کارغانو د  بارۍ دپاسه، په لوی حکومتي بېرغ کې ننوته؛ ویده شوه!

تورو عسکرو، له بوډۍ دسمال واخیست. د تورې ماشینګڼې په میله یې وتاړه او بېرته یې په بودرۍ ور نښه کړ. عسکرو څو ختاختا ډزې وکړې... بودرۍ هم لکه بوره‌لیوګۍ، له کلا راووته. له غونډۍ را کوزه شوه. او همداسې یوازې، په ډاګ ور ختا شوه!

دا ډاک نه و؛ د دوزخ د سوړسوي نغري، غولی و، چې د دوزخیانو د بدن غړي او هډوکي په کې مات، ګوډ، تیت پراته وو. 

بودرۍ ګام په ګام، د دوزخیانو د بدن سویو ټوټو او هډوکو چیچله. بودرۍ په (بسم‌الله، بسم‌الله...) کې شیطان له ځانه شاړه! 

شیطان له څټه په دغې بودۍ پسې منډې وهلې! د شیطان په لاس کې د غرني د جیب دسمال و. 

بودرۍ په منډو وه. تورو عسکرو د غرني د غاړې تاویز، له هغې اخستی و!

بودرۍ سپېده‌داغ مهال د انجنیرطاهر د سرتېرو غازیانو له پاټکه تېره شوه! ښار ته ننوته. په ښار د استادحلیم د فاتحانو قبضه وه. بودرۍ د ښار په هاغاړه کې، سپیلني ته سوی زړه را لوڅ کړ:

«هلئ، چې غلو ووهلم! غلو ګاڼه رانه وېوړه...» او «سپېلینه زویه! ما به ګټې! د غرني په قاتلانو به ژرندې ګرځوې!»

وروسته له وختو و، چې سپېلني ته قبول ور یاد شو. او هغه هم ځکه، چې خبره د ښاپېرۍ وه او ښاپېرۍ؛ خو د دواړو وه! اوس دواړو ته ورپېښه وه.

په قبول باندې بیا بختۍ ورچیغه کړه:

«قبوله زویه! هله پاڅېږه، چې خورکۍ دې- ښاپېرۍ مې- پیدا شوې... هله، چې خورکۍ به دې هغه تور تور ماران خدای خبر په څه نخرو وخوري!»

قبول، چې په اودس کولو ناست و. له لاسو او مټو مینځلو راولاړ شو:

«مورې! څوک وایي...رښتیا وایي!؟ د موږ ورکه ښاپېرۍ، بېرته پیدا شوې!»

بودرۍ قبول ته ورمخکې کېده، چې سپېلنی ور تېر شو:

«تره زو! زه وایم! راځه په ماپسې!»

بختۍ د سپېلني ماشینګڼې ته په ژړا شوه: «وه خدایه! لور مې، له تا غواړم، لور مې ژوندۍ غواړم، لور مې همدا اوس غواړم!»

بختۍ لکه سروپه لیونۍ، له ماشینګڼې مچکې اخیستې، چې قبول او سپېلینی را ولاړ شول؛ خو داځل قبول دمخه او سپېلنی ورپسې و!

قبول داسې معلومېده؛ لکه د ارواو په دنیا کې، چې یوه قدیمي زړوره اروا-چې د دوزخ‌ګل پر ټنډه لري- راولاړه شي. او د بنیادم کوم نیمګړی کار، پای ته رسوي!

 

***

 

 

سپین دیو

 

 

د ماښام اذان یې کړی و. د قبول لا خپله کذایي روژه په خوله وه. هغه د خپل تره له کشري‌زوی سره ښاپېرۍ ته لاره ورلنډوله. دوی دواړو ته دغه لاره معلومه وه. قبول د خپلې پوځي‌شورا د نقشې له مخې دغه لار څوڅو ځله د خیال په دنیا کې، تر پښو لاندې کړې وه. او د سپېلني خو شپه او ورځ همدغه لاره وه.

ماسخوتن مهال و، چې دواړه د قدیمي کلا د غونډۍ لمنو ته ورسېدل. سپېلني وېل، چې د څټ او ختیځ له لوري به پرې را خېژو! هغه لاره یې بې‌ساتونکو او بې‌خطره ده! 

قبول وېل، چې نه له همدې مخامخ، له همدې لویدیځ، له همدې لنډې خوا پرې ور پورته کېږو!

قبول بیا په حرکت راغلی و! هغه یوځل بیا مخ په وړاندې روان و! په هغه کې دننه بیا هماغه (سپین‌دیو) خپله ځواني خوشې کړې وه. د هغه سترګو، لاسونو... د بدن ټولو غړیو، له خپل حرکت سره، ځانګړې څپه جوړوله. داسې چې تا به ګڼله د موسیقۍ کومه اله ده، چې د یوه بې‌شکله هنرمند په لاسونو کې، شرنګېږي او ساز جوړوي!

ددغه بې‌تاره، بې‌ربابه، او بې‌سندرغاړي ساز اوبال، یوازې سپېلني ته ورله غاړې و. او قبول خپله ساز و.

هغه کلونه کلونه پخوا، یو خوب لیدلی و. په دغه خوب کې هغه مخ په لمرختلو، ور روان و. او په فضا کې یې رنګ‌په‌رنګ ستوري خوشې کول.

دم‌شېبه هغه د دومره زاړه خوب له اقلیمه (چې په آسمان یې سره، شنه او تور بېرغونه رپېدل)، راوتلی و. قبول جګ، جوړ، تازه، ځوان او دنګ، مخ پورته په غونډۍ ورخوت.

سپېلنی، چې د مور چیغې راویښ کړی و، د غونډۍ مخې ته، له قبوله ښۍ خوا ته تاو شو: 

«تره‌زو! ته پوه شه او لاره دې، زه پوه شه او لاره مې!»

قبول د سپېلني د لارې بېلولو غږ وانه‌ورېد. هغه خپل ساز غږاوه. هغه ګڼله، چې د تره‌زو لا ماشوم دی، لا هومره نه پوهېږي، چې باید وپوهېږي. او ښايي حاجت ته تاو شوی وي... ښایي په ده پسې له څټه لاره را ونیسي...!

قبول بل شان شوی و. هغه لکه د پسرلي له سېله ډک سیند، په څپو و. دغو یاغي څپو هغه په تپه‌توره‌شپه کې، په دغې درنې غونډۍ، ورخېژاوه! دغه له سېل او توپانه ډک موجود، له ځان سره د بخت‌زمینې سندره وېله:

«یې‌سربازه یاره، خېژه په مورچل باندې

بیا به دې وده کړمه سیوري د اوربل لاندې...»

دغه سېل، دغه توپان له بخت‌زمینې سره لاس په لاس، زړې قدیمي‌کلا (پخوانۍ سرحدي تاڼې) کې، د کچر په مرکز، ورخوت، چې د کرنیل مارخور عسکر پرې را کښته شول:

-        مشره سلام!

-        علیکم سلام! (قبول، د نااشنا حس له لارې پوه شو، چې په څه ډول خلکو اوښتی) دوستانو تاسو څوک یاست... دلته په دې خاوره څه کوئ!؟

-        مشره! موږ سېلانیان یو. موږ مخ پورته په ښکار پسې راوتلي یو...اوس ددغه غره پر سر دمه یو... او موږ خپل مشر په تاسو پسې را لېږلي یو!

-        مشر...مشر مو څوک دی؟ مشر مو ما څه کوي!؟ په دې حالت له ما څه غواړي!!

-        مشر مو پاس ناست دی. مشر مو تا له پخوا، له لس‌-پنځلس کلو پېژني... مشر له تا سره مهم کار لري: هغه دې کار لپاره یو عمر صبر کړی!

قبول هک‌پک بې‌پلاره، بې‌موره، بې‌خوره، بې‌وروره...بې‌یاره، بې‌ملګري... د غونډۍ د ډډې په نیمایي کې ودرېد. هغه دا خلک نه پېژندل! هغه چمتو کېده، چې دغه تریخ‌جام، همدې موقع کې پر سر واړوي او د (وطن‌یاکفن) ستوری شي... چې څومره یې څټ ته کتل. د سپېلني هېڅ درک نه و!

هغه غوښتل، لږترلږه یوځل ژر ځان ښاپېرۍ ته ور ورسوي!

دغو ناآشنا عسکرو، د هغه لاره تړلې وه. هغوی قبول را حلقه کی و. قبول پوه شو، چې د ترټولو لویو غلو او ډاکوانو په دام کې نښتی دی. دغو غلو سره د یوه پوره هېواد د خوړولو او هضمولو لوږه وه! 

هغه د ځوانۍ او مستې د کلونو په څېر ځان اور کړ، ځان اوبه کړ... خو له دامه را ونه‌وت! 

د مار لس‌دولس سړیو هغه را ټینګ کړ. د قصابۍ د اوښ په څېر یې لاسونو او پښو ته زنځیرونه او زولنې ور واچولې. او بیا یې اوږد ډبل پړی ور پورې وتاړه. دغه پړی د غونډۍ له سره، د ښامار دوزخي اشتها ورکشاوه!

د غونډۍ دپاسه، د پخوانۍ تاڼې په مخ کې، د پانسۍ لوړې‌لوړې تمبې ودرول شوې وې. د تمبو په مینځ کې، یو څرخ راځړېده. کرنیل څرخ په دواړو لاسونو خوځاوه. مفتي په لوړه تکبیرونه وېستل. او لاندې د غونډۍ پر ډډه د ماینونو کړس‌وکړوس و.

ښاپېرۍ د ښاروالۍ د ودانۍ په سوري سوري بېرغ کې پوښلې پرته وه. هغې د سروزورکب بویاوه. هغې بیا د یو چا هډوکو او د جیب‌کارت ته د کجاو بدله وېلې، چې د ماینونو د غشو درزهاری شو! 

ښاپېرۍ خپلې بدلې بس کړې! هغه په خیال کې، دا د (چا) د واده ډزو ته غوږ شوه. هغه غوږ وه، چې ژر تر ژره د نوي زوم د یوې خورلڼې په اواز کې، د کجاو بدله واوري...

ښاپېرۍ خوب وېوړه. په خوب کې کله د غرني، کله د قبول په واده اوښته. واده په بل ځای کې و. دا یو مرموز اقلیم و، چې د آسمان په شان ارت زړه وینه ورکوله.

په واده کې بل څوک، د بل ملک مېلمانه ناست وو. دا عجیبه مېلمانه و! تورتورکفنونه یې پر غاړو وو. یو لوی سړی لګیا و، ددغې خاورې پر لارو، سړکونو، بازارونو، جوماتونو او د خلکو پر کورونو یې ماران ورخوشې کول!

د مارانو سلطان، ډلې‌ډلې ماران له ځانه سره سم کړي ول. سلطان د هر سړي، هرسیلاني او لاروي لاسونو او غاړو ته یو یو مار، وراچاوه! د سلطان دا ډول پرېمانه‌وېش، عجیب تصویر رامینځته کړ. په دغه ګڼ‌تصویر کې، څه (شی) ورک و! څه شی بې‌شکله و... د تصویر اساسي توکی (چې د زرګونو په شمېر تیت شوی او خپور شوی و)، تورکفن اغوستی و! 

تر کفن لاندې، تر دغو سپین‌رنګو تورو مارانو لاندې، سوچه لومړنۍ ښکلا وژل شوې وه! د مارانو سلطان هم وژل شوی و! د هغه پر څېره هم تورکفن را ټوکېدلی و!

ښاپېرۍ ته دوزخ ور په یاد شو! دغه یاد ورته دوزخ شو! همدا هرڅه ورته دوزخ شول... 

هغې مخ وګرځاوه؛ که ګوري، چې خپل هېواد یې دی! ددغې جغرافیې تېږي، خاورې، لرګي او سړيان، په توروکفنونو کې، کوم پټ قهر، چیچلي، دړې‌وړې کړي وو. 

چا کفن نه درلود! ددغو غارغار سړیانو او ښځو له مینځ‌مینځه د چا غږ راته:

«څانګه به نن سبا کې ګل شي

ما یې په سر کې سرې غوټۍ لیدلي دینه!»

ښاپېرۍ مخ پټ کړ... بیا یې په زوره را لوڅ کړ... په هغې کې د بل چا، بل موجود اروا ننوتلی وه! دغې زړې او جنګیالۍ اروا، هغه له خوبه، له بستره لېرې وغورځوله.

ښاپېرۍ لکه بل‌څوک روانه وه! هغې د بېرغونو تر جنډو لاندې په ملا لاس تېر کړ... هغې ته د سرې‌څرمنې په پوښ کې،  پلار وظیفات او د کنډک‌مشرۍ کارت ور په ملا و! 

دغه زړه‌اروا وخوځېده! پر ځان نه پوهېده. ځان ورته په یوه غیر جغرافیایي موقعیت کې، بې‌شکله، جلا برېښېده! هغې له کوم لېرې، یا نېږدې، یا بې‌واټنه موقعیته، دغه زاړه، شلېدلي جنګیالي شکل ته کتل. دغه شکل، یا ښاپېرۍ ولاړه... نوره هم ولاړه؛ یعني «ولاړه»! 

په دغه شېبه کې، د دوزخ د اورونو سردار، پخپل غږ سره، پر دغه زمکه دوزخ نقاشي کاوه! 

ښاپېرۍ هم په شکل کې، او هم له شکله جلا(هم یوځان، هم جلاجلاځان)، پوهېدلې، بې‌پوښتنې، بې‌مانا، په توره‌تروږمۍ کې، د کلادننه، ګامونه اخیستل!

دا یوه جلا زمانه وه. دا د زمان ترټولو مرموز او لنډ شکل و، چې د هغې په ذهن کې خلاصه کېده!

د شکل پښه په څه شي ولګېده! ښاپېرۍ وکتل. د پوځيانو د څرمنې‌موزه وه! (شکل موزه ور په پښه کړه)، یو دوه ګامه وروسته کومه بله موزه هم کوم بې‌شکله موجود، د ښاپېرۍ د شکل بلې پښې ته ور په پښه کړه! 

له ښاپېرۍ او شکله لاره ورکه وه! دواړه جلاجلا او یوازې‌یوازې، د کلا سوریو سوریو، غارغار دیوالونو را ایسار کړي ول. 

هغه یوازې څوڅو ځله، د یوه غار، یوې تورې سمڅې، خولې ته ورنېږدې شوه؛ خو د کرنیل له یوه تورعسکره به ووېرېده! هغه به له شکل سره-جلاجلا- را په څټ شوه!

د هغې پښه بیا په څه شي ولګېده! هماغه فلزي خولۍ وه، چې تېر ماسخوتن ښاپېرۍ له مرخېړیو ډکه د توروسړو مخې ته ایښې وه؛ خو هغو داځل، مرخېړي ونخوړل. په سروکړو تازه مرخېړیو یې لاړې او د خولې پېښوري‌نصوار ور (تو) کړل:

«مهاجرې کابلۍ! له دې وروسته ستا مرخېړي، نخورو...دا مرخېړي زموږ اشتها را وژني!» او «دا خو اصلي (شی) نه دي؛ خوشې ترخې خرډګۍ دي!» او «زیاتي د موږ سودا نه سره کېږي!» او «دا دومره وخت هم ته زموږ پوره‌وړې پاتې شوې یې...او سبا به سم حساب راکوې...اوس د بل چا وار دی، سبا ستا وار دی؛ مفتي پوه شه او ته پوه شه.» او «موږ ته دومره مه رانېږدې کېږه... ته خو هسې هم له ډېروګناهونو خدای لیونۍ کړې یې. او موږ خو همدا اوس پوه شو، چې ته د چا خور یې!!»

ښاپېرۍ زاړه او ساړه او ترخه مرخېړي، ستوریو ته واچول او له مرخېړیو تشه‌خولۍ یې پر سر را کیښوده او په دغه شکل کې وړاندې ولاړه. له زړې، قدیمي...په تیارو کې ورکې کلا دباندې ووته.

سپېده‌داغ مهال، ښاپېرۍ د کلا په مخ کې، څه شي ودروله! د هغې څه شی په څه شي، چېرې (؟) ولګېدل... هغه تم شوه! سمه، نېغه او بې‌پروا (لکه د خدايي شرابو د نېښې سېل، چې دلته د زمکې یوې څنډې ته راغورځولې وي!)، ودرېده! 

د هغې مخې سره، یوه په مارانو ډکه ونه ولاړه وه! د مارانوسلطان، خپلو بچو ته ځانګړی ساز غږاوه! 

دا عجیبه ونه وه! ښاپېرۍ، دغې د (سترې‌ورځې) ونې ته اریانه، ګنسه او نېښه ودرېده!

ونه غږېده. ونې پخپل غږ باندې د سلطان‌ساز ورګډاوه. د ونې غږ دغه ساز وواهه! 

ماران لا لګیا وو؛ لا یې هم ونه سورۍ‌سورۍ کوله! 

ونه په مارانو ډکه وه! د ونې تنه، ټټر، لاسونه، پښې... حتی (سر)، په مارانو ډک و! 

هغه دې شان زړورې ونې وډاره کړه! دغې ونې، پخپل غم سره، (ګونا) وډاره کړه؛ بنیادم معصوم شو!

هغې ګڼله، چې یا ونه، (ونه) نه ده، یا ماران‌ (ماران) نه دي؛ کنه بنیادم ګوره او دا دومره ډېر مډالونه ګوره!؟

ښاپېرۍ په دومره لوی واده کې په چکو شوه. په سندرو شوه... هغې د کجاوبدلې وېلې!

هغه سخته جذبې اخیستې وه. هغې ځانته کتل. هغه جلا، چېرې لېرې (یانېږدې)، بې‌موقعیته ولاړه وه! هغې خپل شکل نندارې ته څرخاوه! 

ښاپېرۍ، چې راپاڅېده، که ګوري، چې نه واده شته، نه سره‌ډولۍ شته او نه هغه په مډالونو ډکه ونه شته!

ښاپېرۍ اریانه، بلا او ټکې وهلې، له خپل شکله جلاجلا، چېرې بې‌موقعیته، ولاړه وه! هغې ځانته ورکتل! 

دا ځان د هغې نه و. د ښاپېرۍ نه و! مارګیر (مارانو‌سلطان)، په ښاپېرۍ څه کړي و! له هغې یې شکل (ښاپېرۍ‌شکل)، اخستی و! په هغې دغو مارانو کار کړی و. د هغې پر جسد یوه لوېشت ماران را پراته ول!!!

پای

۱۳۶۹. افغانستان رادیو

 

***

 

 

 

 

...ی

 

نه و، نه و، چې بیا مې خوب لیده. په دغه شپه کې، دلته ټوله زمکه، دغه ټول بنیادمان، د خپل قتل په پور کې، قصاص شوي ول! ناڅاپه له هرچت، له هر دیوال او له هرې ونې، غټ‌غټ ماران راوتلي وو. او د هغه پردي مارخور عسکر یې (هماغه د شپې‌سړي او مېلمانه) یې چیچلی وو. هره خوا د سړیانو مړي پراته وو!

ماران ټنډټنډ پراته وو. په ټولو مرګ لګېدلی وو. دا ټول مړي، ماران، بېرغونه، فلزي خولۍ، څرمنوموزې او هرڅه، یو د بل دپاسه پراته وو. ټولو یو د بل دپاسه، سرونه ایښي وو. هسې، چې تا به وېلې، ټول ژوند له خدایه د ورکې په تیاره کې، له لاس اچولو جوړه اورلوبه وه، چې بېرته په خدای‌پیدا کې حل شوه!

بنیادم هڅه کوله، چې د جسم او عمر په دې ورکه کې، د یو بل تورسیوري وتوږي تر هغو وتراشي، چې تیاره په سپینه واړوي. او پر زمکه کې ځان اوج ته ورسوي. او ددغه ذهني خوند اباد جسم شي!

فکر په جسد واوښت؛ مړ شو! اوس د زمکې مخ، د بنیادم د فکرجسد پوښلی و. فکر او حواس بې‌شکله مرغانو وړي وو، پرځای یې مازې جسد پاتې و. د جسد خاوره، بېرته له زمکې سره ګډه شوې وه! هډوکي لیوانو وړي و، پرځای یې مازې د جسد وینه او بوی پاتې و.

ښايي فکر له انسانه، د (انسان!) د لوټلو شېبه او ځای وي!؟

ښايي فکر انسان ټوټه کړی، دوه‌ځایه کړی، (سپین‌اوتور)، (لاندې‌اوباندې)، (غر او دره)، (آسمان‌وزمکه)... کې  چوولی وي؛

ښایي انسان د (یووالي) ټینګولو لپاره، په بله، بله، بله... څېره، نوم او اندازه کې، د (ځان) قابیل شوی وي؛

ښایي انسان د ځان هدف وي. او یو مخ ځان‌وژنه وي؛ ځکه جنګ نه ختمېږي. (ځان) خو (یو) دی؛ ځکه نه وژل کېږي. پاتې شوه وروستۍ خبره: او هغه نه کوم؛ ځکه چې بېرته رانه ورانېږي!

زموږ غم به همداسې ژاړي او خبرې او کلمې به د وینو پر ځای ورنه را څڅېږي!

همداسې کلی له زمکې او له آسمانه ورک و، و، و... چې بله ورځ له همدې نېږدې خواوشا سپېلنی راغی. څو ورځې لا تېرې نه وې، چې له بهره (له زاړه او شړېدلي شوروي) یما هم راغی. دواړه په کلي کې له څو ماتوګوډو، لالهاندو زنانه‌و، نارینه‌و او ماشومانو سره، جلاجلا، لېرې‌لېرې ولوېدل!

لا څوک نه غږېدل، لاڅوک په کار او په څه شي نه‌پوهېدل... هرڅه مړه، خوسا، زاړه، بدرنګه... پراته ول.

له کلي نه د فکر د جسد بوی پورته و! هره خوا په هرشي، د وینو باران شوی و. ټوله سیمه د بنیادمانو سوځېدلو وینو او ذوب‌شویو غوښو او هډوکو پوښلې وه! تر دغه پنډ پوټکي لاندې څلورواړه فصلونه، مړه او بند پراته وو. د چا او څه شي غږ نه‌خوت! له ټولو ژبې پرې شوې وې! د ټولو خبرې، غږونه، چیغې... په نیمه‌لاره کې، پرې شوې وې! 

له دغې وچې شوې مایع څخه یوازې غږونه او کلمې جوړېدای شوې. دا زمکه یو مخ د غږونو او کلمو خاوره وه! ددغو ذوب‌شویو کلمو غږونه، شکلونه او حرکات، څه شي چوولي وو. کوم بل شان مرموزغږ، چوولي وو! 

که رښتیا خبره شي، اصلاً خپله همدا حالت (غږ) و! دا د انسان پای و. دغه (پای)، د کلي لوی‌سپین‌ږیري (پخواني‌ملک) پخپله لکړه وران کړ؛ ژوند یې له سره راویښ کړ!

سپېلنی، چې بېرته راستون شو، نو د پلرونو کلا یې لوټه‌لوټه پرته وه! هسې، چې تاشکه به وېلې، چې (د کیسو په حجم) یوه درانه غوایي سره غوښه، یوه (لوی‌‌لاس)، د کوفتې له څرخه تېره کړې او د کلا پرځای یې دغه غونډۍ ایښې!

سپېلنی په دغه زرمتره‌مربع(۱۰۰۰[5])، لوټه‌لوټه سیمه کې، وګرځېد؛ خو څه شی په لاس ورنغلل. هرڅه وران، تش، بې‌مانا... پراته وو. 

د غوجلې پرځای یوه نابلده سپۍ، لنګه شوې وه! سپۍ له ځانه دلته اوه-اته، مات‌ګوډ بچي پرې‌ایښي وو! بل څه نه و، مازې یوګېلن سوځېدلې وینه او من‌نیم‌من سوي هډوکي، د زمکې پر مخ پراته و، چې کونګري پرې وږي‌وږي او لیوني‌لیوني، څوسېدل او بدبد سونګېدل!

په سپېلني شپه شوه. د جومات له لوټو د کوم نابلده لیوني‌شاعر غږ راته. شاعر پخپلو چیغو دوزخ ته اوراچاوه! 

دوزخ دمخه څه شي سوی و! دغه د کیسو (کلمو)، په شان زورور اور، اوبه شوی و: زمکې، لارې، کوڅې، کلاګانې... دمخه په دغو (اوبو!) کې ډوبې شوې او په کې وچې شوې وې... اوس دلته تر ټولو لوی (اور) کفن‌ کړی پروت و!

سپېلني د قبول د مېلمنو د هجرې له ځایه، د کفن ټوټې، خاورې او خځلې، (کاغذونه) او د مارانو پوستکي، راپاک کړل، راویې توږل او خپله یې همالته واړول.

بله ورځ یې یما ته هم ځای ورکړ. 

بله ورځ یې یما ته همالته جمعه ورکوله.

یما، دلته پخپلو کتابونو او د قبول په یاددښتونو کار پیل کړ. هغه لګیا و، چې د کلي د سرسپین‌ږیري ته یو څه نوره هم اوږه ورکړي، چې په دې وخت کې له کلیوالو سره یوځای- لږترلږه- زرکلونه وړاندې ټوپ ووهي!

کلیوالو سره نه پېژندل! یو بل یې نه سره پوښتل. یما هم چا ونه‌پوښته؛ ځکه کار آسانه شو. دا ځکه چې ټول په سپین‌ږیري راټول شول او د یاغیانو د ورک او هېرکلي پرځای یې د نوي‌ ښارګوټي، کار ته لاس ورکړ.

له دې سره کلي یو څه ساه پیدا کړه. ورو ورو له لېرې‌لېرې، له هرې خوا ژوندي پاتې کلیوال، بېرته راستانه شول. او په بوډا پسې ودرېدل.

لومړنی کار د مړو ښخول و. 

مړي سوي او ذوب‌شوي وو. ځکه لومړنی کار د زمکې له مخه د وچو وینو، هډوکو او غوښو راغونډول او راتوږل و.

کلیوالو سوځېدلې وینې او ذوب‌شوې غوښې او هډوکي (چې ټول له یو بل سره اوبه شوي وو)، راټول کړل، یو لوی او سترکفن یې ور کړ. د کلي زاړه ملا (سپین‌ملنګ)-چې مازې همدې جنازې ته پاتې و- په ټولو پسې یوه ګډه جنازه وکړه. او بیا کلیوالو دغه لویه ډله‌ییزه جنازه وېوړه، د کلي سرپورې، د لویې‌هدیرې (چې یو وخت یې کلی د سېل له چپاوه ساته) د زاړه زیارت (چې لږ‌ترلږه د درندو توپونو او توغندیو زرګولۍ په کې لګېدلې وې) په ځای یې ښخه کړه. شناختې یې پرې ولګولې او لوی‌بوډا د سرو، شنو او تورو بېرغونو لکړې پرې ودرولې!

بله ورځ کلیوال نه پوهېدل، چې ها پرونی (دوزخ) څه شو! ها څه شی و!؟ «خدای خبر؛ که بنیادم لېرې کړو، دوزخ به له کومه شی؟ ښایي د دوزخ سرچینه او مرکز له خدایه د بنیادم  خطا کېدلو وقفه وي!!

ښایي خپله (فکر) چې موږه یې وینه‌تویونکي کړو، دوزخ وي!؟

ښایي دوزخ، جنت ته ور په تېښته وي!!»

وېرېږم، چې د دوزخ (ګل) زما له خبرو را ونه‌ټوکېږي! نه چې همدا غږونه اوراچونکې کلمې شي! 

نه پوهېږم، که دوزخ نه وي، جنت به څنګه وپېژنو!؟

ښایي د جنت لاره، همدا وي! ما غوښتل تاسو جنت وپېژنئ؛ بس ټول ژوند مې همدا و... ژوند رانه تېر شو، دادی د لکړې په زور درته ولاړ یم او خبرې کوم!

جنت به هغه وخت پیدا شي، چې انسان په (انسان) کې راټول شي. 

موږ په انسان پسې لاره ور نیولې! خو بنیادمان شبکوري دي؛ ځکه چې لا هم اړ دي، چې یوازې د (خوراک، څښاک، پوښاک او تودې بړستنې او د کبر د لوحې) په باب فکر وکړي. (تردې دمه انسان مشهور ګټور فکرکوونکی دی) ځکه نو زه هم د اوس لپاره څه نلرم؛ ځکه نو همدلته له کلمو لاس اخلم، ځان خوب ته سپارم او خپل سوی‌روح، په هغه چوپ او بې‌شکله اقلیم کې خوشې کوم، چې پرته له خدایه بل هېڅ وي.»

ښایي د بنیادم تر ټولو غټه خبره همدا وي، چې لوی بوډا وکړه؛ کنه (بنیادمان) لا پر لاره دي. 

 

***

او آخره یې داچې: د ناول بیاځل ټایپولو او رغولو کې، دومره څه بدل‌رابدل شول، چې هېڅ د داستان پر لوی وجود نه ښکاري؛ خو همدغه واړه رڼاپړکونو ښايي د ټول کتاب اصلي روح وي؛ کشف یې کړئ!

***

 

بیا ټيپ او رغونه: د ۲۰۲۴کال د فبروري له شلمې د مارچ تر ۱۱مې پورې.

جرمني. وستفالن. هېسنبورګ. ځالې (Horst) کلی. 

 

 

 

 

 



[1]  واسیلي ایوانوویچ چاپایف، زوکړه ۱۸۸۷مړینه ۱۹۱۹، د اکتوبرانقلاب او سره پوځ یو نوی ځلېدلی سرتیری و، چې وروسته د (کورنۍ‌جګړې) د اتل مقام یې تر لاسه کړ.
[2]  ګیورګی کنستانتینوویچ ژوکوف، زوکړه ۱۸۹۶مړینه ۱۹۷۴، د اکتوبر انقلاب کې له بلشویکانو سره ملګری شو. وروسته د یوه بریالي قومندان په توګه وځلېد. او دویمه نړیواله جګړه کې یې د استالین‌ګراد محاصره ماته کړه او مارشال پاولوس یې تسلیمي ته اړ کړ. مارشال ژوکوف د کورسک د ټانکونو جګړه هم وګټله او په ۱۹۴۵کال کې د برلین د فتحې عملیاتو مشري یې هم وکړه. او د ژوند تر پایه په بېلابېلو حکومتي پوستونو پاتې شو.
[3]  فریدریش ویلهلم ارنست پائولوس، زوکړه ۱۸۹۰مړینه ۱۹۵۷، د نازي پوځونو یو وتلي جنرال و، چې وروسته د هتلر لخوا فیلدمارشالي رتبه هم ورکړل شوه. نوموړی په ۱۹۴۲کال کې، د شوروي اتحاد ستالینګراد ښار کې د مارشال ژوکوف ځواکونو لخوا محاصره او له څه باندې سل‌زره سکرو سره تسلیم شو. وروسته شوروي کې پاتې شو. او د درنښت ژوند یې درلود. بیا شرقي المان ته ستون او په ۱۹۵۷کال کې د درسدن ښار کې مړ شو.
[4]  «لاورنتی پاوْلیس دزه بِریا، (۱۸۹۹-۱۹۵۳) د شوروي سوسیالستی جمهوریتونو اتحاد د کورنیو چارو لوړ کمیسار و. نوموړي د ستالین د وسپینز حاکمیت پر مهال، ډېر واک درلود. ویل کېږي، چې پرته له مخالفانو په زرهاوو بلشویکان یې هم اعدام کړی. نوموړی د ستالین له مرګه وروسته په خیانت تورن او اعدام شو.» ویکیپیدیا...
[5]  د پاکستان د پوځي‌استخباراتو د وخت مشر(جنرال اخترعبدالرحمن) د افغانستان لویې کورنۍ جګړې د پلانولو او ستراتیژۍ پلي کولو پرمهال ویلي و: کابل باید زر زخمونه وخوري. یا: پر کابل باید زرزخمونه جوړ شي، چې وینه یې دوامداره روانه وي!