بنیادمان (۱)
انور وفا سمندر
بنیادمان
لومړی فصل
غوا وخندل
دلته د یاغیانو کلی و. دا یو ځانله اقلیم و. تا به وېلې چې یا زمکې هېر کړی او یا یې زمکه هېره کړې. دلته په هرڅه، هره خوا، په هر لوري شپې، تیارې، وېرې خپل کښت غوړولی و.
دا یو له رمزونو ډک چاپېریال و. یوه جلا جغرافیه وه، یو بېجوړې ټاټوبی و، چې یوځل بیا سرنوشت خپلو لوبو ته خوښ کړی و، داسې چې هرڅه یې، ټوله هستي یې، د شپې په دوړو کې چاندمارۍ کړي.
دې کار ته ټول بېشکله نسلونه پخپلو بېشکله لوبغالو کې تیارسۍ ولاړ وو، ترڅو یو ځل بیا پر دغو زړو غرونو او زړو نسلونو را تویې شي؛ په ډول یې راهست کړي او په بېشکله غشو (کلیماتو) یې وولي! ترڅو زخمي او لیوني شي، چې یو پربل وخوري، چې له ځوانو تازه سرونو یې -کتار کتار کبرونه- په هدیرو را وټوکیږي!
ددغو غرونو، سیندونو او ددغو زړو هدیرو په سر کې یو کلی و او دا د یاغیانو کلی و. په دغه کلي کې څو څو ځله پیریان، ښاپیریان، دیوان، بنیادمان او نور راز راز بېشکله نسلونه په یوه غږ، په یوه چیغه، په یوه بېشکله غشي، د یوبل غاړو ته ورلویدلي وو او په پراخو دښتو او ډاګونو کې یې کتار کتار، پرې سرونه لویدلي او خاورې شوي وو. اوس ددغه ټاټوبي ټوله خاوره د انسان د غوښو او مغزو خاوره وه، دا د هدیرو اقلیم و.
اوس بیا شپه را روانه وه. شپې دغه کلی پخپل ځانګړي اټوموسفیر کې ننوېسته او دومره په تنګاوه، چې خپل تنکي سرونه په قمار ووهي. دا ځل بیا د کلي لګېدلي لګیدلي برجونه، وران وران دېوالونه، اسانه دړې (چې هرځل غلو وړې وې) او یو زر لارې (چې په هدیرو کې ختمېدې) ټولې نښه وې، هر چا دلته نښه نیولې وه: دیوان، پیریان، او د دوزخ سره سره زمريان، بیا پر دې لوري تیارسۍ شوي ول.
یاغیانو دغه نښه وېشتونکي څارل، وېشتل او په غوجلو کې یې اچول؛ ځکه «اسونه» شبکورۍ وهلي وو. کلی شبکورۍ وهلی و، حتی ډیوې شبکورۍ وهلې وې... کار کار د هغه ښکاري او نندارچي کوډګرو، چې په دوزخ کې نه ځاېده او دلته یې خپله جغرافیا پراخوله! کوډګر د خپلو احساساتو له جنته ډک و. کوډګر پخپل غږ کې رنګارنګ میږیان جوړول او د پېغلو او ځوانانو په څټ څټ کې یې ورخوشې کول.
دغه هوښیار لیوني، په کلي پښه ور ایښې وه! ځکه دا ځل ژمي بل شان سرخوځاوه. هوښیار لیوني له مېاشو، مچانو او مچیو څخه واورې جوړولې، د کلیوالو په څټ کې یې ورخوشې کولې؛ ترڅو د تنرونو له کوټو راووځي، په اتڼ ور ګډ شي، سره ګډ شي، سره راتاو شي، سره ونښلي، تاوده شي. نارې ګډې کړي. د ټوپکو ستوني تش کړي.
پر یوبل ورسره شي... سرګنګسي شي، سرونه یې د میږیو، مېاشو، مچانو او مچیو له ساه راکښلو ډک شي، وپړسیږي سره په تنګ شي، سرونه سره وجنګوي هدیرې پرثمره کړي...
عجیبه شپه وه. کوډګر چا نه لیده! یوازې غږ یې راته «ټک، ټک،ټک...» تر دې موزیک لاندې دوړې بادیدلې!
ټول خلک څک ناست ول، چې څه وخت به ډول واوري او موچنوغزې (وسلې) ولو ته کړي، په اټن ګډ شي، له اوره ډک شي. او ښکاریان وولي. او زاړه کبرونه په غټوغټو سرونه خوښ کړي. زړې ارواګانې وخندوي او پخپلې زړې اسطورې سره، د زمان دوزخ وګټي!!
د هوښیار لیوني، قدیمي بخت بیا داسې یوه شپه او داسې یوه شبکوري، د یاغیانو پر کلي راجوړه کړې وه.
د لیوني شپه په ژرنده کې وه. له ژرندې د هغه د چلم وهلو ټوخې راته. او په کلي لګیده او له ځان سره یې یو آسمان میږیان، مېاشې او مچۍ... د په سجده ملاستو او د تیرکښونو سیورو ته ناستو په لسټونو، جیبونو او تخرګونو کې خوشې کولې.
د کلي سر پورې لوی زیارت و. د زیارت خواوشا لویه هدیره پرته وه. یاغیانو د قبرونو خاوره راوړله، پر سر او سترګو کې یې دوړوله، چې سر درد یې لږ شي، چې دیوان او پیریان په بنیادمانو کې (سره) وپېژني، چې د هغو په وژلو سره یې (دوزخکلی) په ثواب کې جنت شي.
دې کار ته دیوانو او پیریانو د لیوانو په شان وخندل. دغو بېشکله بلاوو د ژمي په دې درنه شپه کې، پر کندوانو متیازې کولې؛ ترڅو ماشومان او ځوانان په خوب کې غلا کړي او بیا خوب ته په یوه ورته نېشه کې، هغوی ته د دوزخ خوړل ورزده کړي!
ځکه نو کلیوالو ماشومان هره شپه نهار ویده کول؛
ځکه نو پیغلو او ځوانانو په غوجلو کې د غواو او سخوندرو غولانځې او ښکر ګرول او غوړول!
خو په دې چل چل کې به دیوانو او پیریانو دوزخونو ته ننوېستل، پر یوبل یې وراچول، سره شنه شنه به یې کړل.
غم غم د مشرانو او لویانو وو! او هغوی ته چا غوږ نه نیوه!! د هغوی سرونه زاړه شوي وو، فکرونو یې یوازې د ګور تیارې، وچې او کږې چیغې په ځان کې ساتلې. د هغوی ساه او اروا په هدیرو او تر هدیرو ورها غاړه بېشکله اقلیمونو کې لوڅ لپړ لاریون کاوه. دغه لاریون د ذهن ځانګړو کمرو، د زړو او پخو خلکو په زړونو، په غوږو، په سترګو په ټول وجود کې پاشه! تنکیو مکتبیانو به دغو د لیرې دنیاوو په مساپرو پسې له څټه خندل؛ ځکه ددغو لالهانده مساپرو ځای جومات وو.
(شمسالدین) اکا، چې دا وخت نه کنډکمشر و او نه یې د کنډکمشرۍ زړه پاتې و، ټوله شپه توبه په سربادوله: «توبه، توبه، توبه!» او «له بدترینه یې توبه!!»
(سپینملنګ) بیا پر دنیا لاړې ور شړلې: «د دنیا دومره ګټه (یا وده) به څاروي او وحشي... او بېدینه لیوني درڅخه جوړ کړي!» او پایله یې دا چې «تاسو خو شبکوري یاست» او «یې ړندو! دنیا پرېږدئ؛ دنیا ته څټ واوړئ، سر خپل ګریوانه ته ورکښته کړئ؛ حقیقت پیدا کړئ!».
یو چا، چې ښايي بل څه یې غوښتل ووېلې «ملنګ بابا رښتیا وايي!» بل چې نږدې و، ووایي سر مې چوي! هغه هم د ملنګ کلیمې تکرار کړې.
خو قبول نه و چې ووايي:
«ګریوان کوم چمن دی، چې د ما د سترګو اسونه پکې وځغلي!
او زه آزاده فضا او ارت میدان غواړم...
او ملاصیب زه دې له جوماته ووتم!»
او (غرنی) نه و، چې د خندا له زوره وچوي: «تره زو! مړ دې کړم! تره زو... مړ دې کړم!!»
د کلي ساده خلکو (چې شبکورۍ وهلي او سرونه یې له درانه درده ډک وو) نه حقیقت لیده او نه هومره آزادي!
سپینملنګ اریان و. هغه ویر او خپګان اخستی و:
«شیطاني علم همدې ته وايي...
او د ما واورئ! هغې خوا مه ورګورئ!
دغه دوزخ ته زړه مه ور ښه کوئ...
او دنیا دوه ورځې ده او...»
څوک ویده ناست ول، څوک ویښ ملاست ول، او ځوانان په غوجلو کې د خرو له میتازو جګ جګ تېرېدل! په همدې چل کې، میږیانو، مېاشو او مچیو چیچل ځکه؛ به وخت ناوخت په اتڼ ورګډېدل؛ تر هغو، چې کرخت به شول او رابه غلل او په تنرونو کې به ځوړندې پښې څملاستل.
سپینملنګ اریان و، چې څنګه دومره غټ کلی، دومره زاړه ګوناګاران، دومره شبکوري، سرتوري، لیوني... له ځان سره جنت ته تیر کړي؟!
یو ملک و چې پوه شو؛ خو باټې یې وهلې، چې دا مرخیړي ځکه پیدا شوي، چې ډمانوزامن په مکتب که شامل شوي. او ډمان څوک دي، چې د کلي د سپي له مخې یې برګ تېر شي!
ملک چې هېچا ته نه کېښناست، یوه ورځ کنډکمشر ته کېښناست:
«کنډکمشرصیب! له دې زیاته بلا مه جوړوه!»
کنډکمشر، چې په توبو ورڅخه تیر شو؛ نو ملک له څټه راونیو:
«یوه خبره به راسره کوې! په یوه لاره به راسره ځې... آخر زه هم ملک یم، حکومت باز خواست را نه کوي! کنډکمشر، چې ځان او مشر (مشر مشر) ټول ورک کړي ول، خواوشا تپیده، په لاسونو یې لاره جوړوله «توبه توبه... له بدترینه یې توبه!»
شمسالدیناکا له ځان، له غوجلې، د خرو د اوبو له مېاشو، مچانو، مچیو ووت؛ په ځان ننوت. په زړه یې سر کېښود او په کې پریوت؛ لکه ماشوم داسې شو. ماشوم د هر چا وه او دا شېبه د ځاړې غوا وه.
غوا بلاربه وه او بده یې لا دا چې اوه میاشتنۍ لنګېده؛ ځکه نو «غرني» او «ښاپیرۍ» خپله د خوب شپه، په غوجله کې تېروله.
غوا پشېده. په پښو ټیټېده او جګېده. او له یوې پښې بلې ته لویده، خو د خوسي لاره زمکې ته نه خلاصیده.
غرنی نه پوهېده چې د لاسو، پښو، ګوتو او پنجو قولنج په څه شي او څه رنګه مات کړي! نږدې و زور کړي او خوسی د غوا له پړسیدلو تشو، په ګوتو راوباسي!
هغه همداسې په غوا ناکراره راتاوېده چې ښاپیرۍ یې په سترګو څه شی ور واچول!
له دې سره د غرني له زړه نه غر راورغړید. او شیطان یو موټی اور په غوجله کې وشینده!
ناڅاپه د غوجلې فضا توده شوه، سمه شوه. نرمه او تخنونکې شوه.
په دغه چرسو لړلې فضا کې، غرنی په څټ کې (مچۍ) وچیچه!
غرني له میږیانو ډک لاسونه د غوا په ډډه وموښل؛
غرنی مېاشې په ژبه وچیچه؛
دا بلا ښاپیرۍ رابوټولې وه!
د هغې لمن په شنو غورو ډکه وه: ښاپیرۍ له باغه کوڅې ته، له کوڅې چینې ته تېریده...
غرني له غوا سره لاس او ګریوان څیره، چې رښتیا هم ښاپیرۍ له سرو سرو واورو سره په غوجله راننوته.
غرني خدای ته وژړل، چې واوره یې کړي او په ښاپیرۍ یې ور وڅنډي، چې مېاشې، مچان او مچۍ یې د هغې له جامو تیرې شي او ورکې شي. په ښاپیرۍ ننوځي، همالته خاورې شي!
ښاپیرۍ په لوی لاس ځان د مړه تناره له غاړې راوښکلی و، چې دلته په غوجله کې له غرني سره توده شي؛ په زاڼو کې سپره شي او د قاف په سندرو کې بیده شي!
د ښاپیرۍ دواړه ژامې کړچیدې.
د ښاپېرۍ خولې د غورو مزه درلوده؛ ځکه په شونډو تړلې و!
هغه لا لاس تړلې ولاړه وه، نه پوهېده چې څه شی څنګه کړي؟
د ښاپیرۍ لاس یخ د لوښنو په ستل ور سریښ کړی و.
څه سره داسې هسې شول: دود و، تیاره وه، د خوب حالت و!
حالت شبکورۍ وواهه. هرڅه ورک شول، بېنومه شول، بېوزنه، وېلي او اوبه شول.
یوه شانداره تخنونکې څپه په دیخوا راالوتې وه. څپه د یوې لویې نڅاه په څېر، ګرده راتاو شوه، راتاو شوه...
سرڅرخي جوړه شوه. هرڅه په سرڅرخۍ کې، د شي او زماني له قلمروه پښه دباندې ایښې وه؛
همالته ناڅاپه، سیمرغ د قاف په نیمه لاره کې، د غوا د غم غږ ونړاوه!
کار کار د شیطان و! د هغه زاړه کوډګر و.
غرني یو دم ټوپ وواهه، راسم شو! خو ترڅو یې شیطان څراغ سماوه، سترګې یې په غوجلې ککړې شوې.
هرڅه د سیمرغ د چاودنې په لمبو کې سوي، ایره شوي ول. هرڅه دا خوا، هاخوا وارتې شوي ول.
غرني له ماتې لکړې سره غرونو ته منډې وهلې؛
ښاپیرۍ له مات احساس سره ټیکری په غاښ کاوه؛
غوا زور واهه، چې په ګونډو شي!
غرني او ښاپیرۍ یو بل ته کتل او په دومره ماته شرمیدل! نر څوک و چې چا ته د غوا د حال ووایي! «قبول» هم ښار تللی و، ورک و؛ ځکه غرني لاسونه سره وهل او پیریان یې لمسول، چې یو کار وکړي! یوه خوا راجوړه کړي!!
ښاپيړۍ په څه شي سرګردانه وه، چې چیرې یې سپیانو ته واچوي! ځان ټک وهي، د یوې هغې پرښتې (چې واورې راکوزي) پر ځای، د هغې په بېشکله زینه اسمان ته وخیژي. ځان د لمر په خزانه کې ټوټه ټوټه کړي، چې کاڼي یې کبان شي، مرغۍ شي! هدیرې په منګولو کې راوخیژوي او ځي ځي ځي....
د ښاپیرۍ کاروان غوا ونړاوه. غوا په ګونډو کې زور واهه، چې بیا هم غوا شي.
غرنی قولنجو نیولی و. او ښاپیرۍ پخپل (شي) په تنګ وه!
او بل څوک نه وه، چې شمسالدیناکا له چړې سره را خبر کړي.
پنځه کاله دمخه شمسالدیناکا د شاهي ګارد د کنډکمشرۍ له واکه راولوید، په جېل ننوت هالته پریوت! بیا چا ونه لیده. خوارکی خزندو او چونجیو وخوړ، خاوره او ایره شو.
نه و، نه و قبول ځان زړور کړ پلار ته کښیناست... په زاریو او زور وهلو شو، چې د پلار سر له ګریوانه راوباسي او خپل سره سره باغونه ور وښیي! خو شمسالدیناکا چې یوځل، او بیا ناڅاپه، او بیا د داسې چا لخوا، چې پوځ یې ورسره په ګډه- هغه هم دغې ورځې ته را لوړ کړی و: بېنومه، بېنښانه، بېسرې پټارې شو او د همزنګ د دوزخ تورو سمڅو ته ورولوید. بیا ددې نه شو چې خپل سر او خپل ګریوان سره بیل کړي. همداسې پوره دوه کاله د دهمزنګ د جېل خټین دیو، د شمسالدیناکا پر سر، پر مال او پر جایداد، ژرندې وګرځولې!
په دې دوو کلونو کې د کلي د ملک غوجله په اسونو او د کلي شا په شنو پټیو ډکه شوه. ښاپیرۍ د حقوقو په پوهنځي کې زده کړې پریښودې. قبول د ملک د نازولو له لارې د ابن سینا له ښوونځي، د کلي ښوونځي ته د تبدیلۍ پاڼه واخیسته. او کورنۍ یې له ښاره کلي ته راکډه کړه، چې بیا تر دې دمه، د هغوی کډه په کلي کې پاتې شوه.
کله چې شمسالدین د جېل له تېرولو وروسته مخامخ کلي ته راستون شو؛ نو (صیبدین) ورته هک پک پاتې شو! په صیبدین څه وشول. هغه چې شمسالدین بېدریشۍ، بېسرې پټارې او بېپوځي خولۍ او بیا بې تاو کړو بریتونو ولید؛ نو مخې ته یې ور ولاړ نه شو! صیبدین سترګې موښلې او له سره رالوڅولې... هغه اریان دریان و، چې کنډکمشر ورور یې څه شو، دا کومو دیوانو او ښاپیریانو وتښتاوه؟
صیبدین دومره درانه غم په ملا کات کړ! لکه دنګ چنار یې رامات کړ. او هماسې د کنډکمشر د لیدو په لوږه کې یې زاره چاودی کړ. شمسالدین ته د ورور غم ځکه غم شو، چې لاس یې تش و! وروسته ملک ته کښېناست او هغه هم بېپوښتنې او بېځوابه، سره سره زرګون وروشمېرل.
هغه وخت ملک غوا ته سترګې ډېرې وړې او کږې او له اوښکو ډکې کړې؛ خو شمسالدین په دومره ماته ځان ونه پېژاند! بس قبول یې ور دمخه کړ، چې پخپله تنخوا، ددغو پیسو کلنۍ ګټه ورکړي.
غوا چې د ملک له لاسونو خلاصه شوه؛ نو لا په شودو او کوچو زوروره شوه.
دا عجیبه غواړه وه! دا غوا یوازې د خوسکیو فابریکه نه وه، د شودو چینه هم وه، د ژوند ویاله هم وه... غوا غوا نه وه، د برکت لاس و، چې هم د اوړو د کندوانو څټ ته ولاړه وه. او هم یې د کټوې پیغور ورماتاوه! کلیوال دې غوا ته هک اریان و. غوا اوړی د ډاګ په بوټو او شنو اغزیو مستې شودې کولې. او ژمي یې په وچو پاڼو، زړو جنډو او ناچله کاغذونو کټوې کټوې، شودې د (بختۍ) په لاسونو را پریښولې.
کلیوالو تور لګاوه چې بختۍ او (بودرۍ) په غوا د چپه آیتونو تاویز کړی دی! دغو اوازو به ملک نور هم غوا ته ټکنی کړ. هغه به همدا وېلې «زوی یې مړ کړې، غوا شیشکه شوې!» او چې د هغه ښځې به د شیشکې په خوله کې متیازې ور وکړې؛ نو ملک آرام شو؛ څه شي په څټ کې وچیچه؛ څه شي وویراوه او څنګ ته یې کښېناوه!
ښاپیرۍ او غرني غوا له ښکرونو او له لکۍ ونیوه. غوا ماته ګوډه راپاڅېده.
غوا پشېده او شېبه په شېبه لیونۍ کېده! د غوا په سترګو کې باروت په لمبو و!
د کورنۍ غړي په همدې اور راټول ول. شمسالدیناکا باید غوا ته چاړه ور اچولې وای؛ خو هغه چاړه له غوا لیرې ساتله! غوا چې چاړه ولیده؛ نو ورسره له خپله درده، له خپلې درنې کمزورۍ راووته؛ خو چړې لا هم د شمسالدیناکا له لاسونو -د ملک د سپي په شان- غوا ته خولې وراچولې!
شمسالدیناکا دغه سپی ټینګ نیولی و؛ غوا ته یې نه ور وړاندې کاوه!
غوا څه شي پوه کړه! یو څه سمه یې کړه. یو څه یې په مرګ وډاره کړه!
له دې سره شمسالدیناکا د سپي سر، په کڅوړه کې کړ او بیخي یې جیب ته ورچغه کړ.
ټول څار او چوپه خوله شول! یو بل یې نه سره لیدل(شبکوري وه) هرڅه یوازې، ځانته، پخپلو لاسونو، لاره جوړوله، چې ناڅاپه اختر را واورېده! بختۍ له تړلي سر سره، په غوجله راننوته «د ښاپیرۍ پلاره، سترګې دې روښانه؛ قبول راغی!»
د قبول زیري یا د د دنیا زیري هرڅه راسته، خواږه او پریمانه کړل؛ د غوا درد هم آسانه او سپک شو.
قبول چې د داسې ژمنۍ شپې د دوزخ د غرونو له دننه راوتلې و، ټول یې آزاد او اریان کړل!
ټول یې ناڅاپه د ګلانو په ویالو کې سپارل کړل، چې په فضا کې ګرځنده بڼونه چور کړي او له ځان سره یې کور ته راکوز کړي!
شمسالدیناکا له ځان سره، سره زر وېشل، چې بیا یې غوا ته پام شو! غوا خندل! ښه وه چې بختۍ ورته رادمخه شوه او خبره یې ورلنډه کړه:«ځه ځه سړیه! له دې ځایه ووځه... نور کار د ښځو ده... بودرۍ ماته راولیږه!»
نږدې وه، چې شمسالدیناکا ښځې ته د څه شي لاره ور وښيي، چې را په څټ شو! هغه تل نورو ته د لارو له ورښوولو را په څټ کېده! هغه لاره غوښتله؛ خو لارښوونه یې نه منله! هغه به هرځل نورو ته د لارو له ورښوولو را په څټ کېده... «ځه ځه.... آخر ناورې... غوا له تا شرمیږي؛ ځکه نه لنګیږي!»
شمسالدیناکا که بختۍ نه وای هم شړلی، زړه یې له غوجلې شړلی و: «ښه داده ځم؛ غوا پوه شه او خدای یې پوه شه! د مال څښتن خو خدای دی. خدای پوه شه او کار یې پوه شه؛ زه لاړم!»
***
بودرۍ چې بل ځل قبول ته د چای توده پیاله کېښوده؛ نو د خبرو نارینه شوه:
«زوی جانه، قبول جانه! ولې دې دومره ځان په زامتوې! ولې دومره ډېر غږیږې...اخر له خبرو څه شی جوړیږي؟ ولې دې د زړه غوښې په دې بېسره خبرو خورې...! واخله چای دې وڅښه...هله چې چای دې بیا سوړ شو... توبه، توبه...»
قبول نوی په خبرو شوی و! نوی د خپلو چټکو احساساتو او عواطفو په «نیلي» سپور شوی و، چې دغې بوډۍ بودرۍ په زمکه راوغورځاوه! قبول همیشه د کلیوالو د ظلم تر دا ډول غوبل لاندې و! د هغه خبرو ته چا غوږ نه نیوه. د هغه په افکارو، په احساساتو، په خبرو څوک نه پوهېدل. غرنی هم نه پرې پوهېده!
غرنی غوږ و؛ خو په څه شي یې نه پوهېده! هغه یوازې غږونه اورېدل؛ کلیمې او خبرې یې نه اورېدې. غرني له ځان سره ګڼله، چې د تره په زوی یې پیری ناست دی او ګرده ورځ پیری غږیږي!
غرنی د تره د زوی غم وواهه. هغه د قبول په غږ کې ناست پیري راڅملاوه؛ سرګنګسی او نېشه یې کړ، په بړبوکۍ کې یې پورته کړ، چیرې لیرې یې ورغورځاوه!
د غرني په لاس کې د کبر لکړه وه. هغه پر دغه لکړه (مېاشې، مچۍ او مچان) په څټ څټ کې ووهل، ووهل...
مېاشې، مچان او مچۍ، د پیري له خولې راوتل. (غرني همدې قبول په خوله خوله کې وهلی و)!
قبول په سرې خولې، شعارونه ورکول! دغو شعارونو زړې کروندې او هدیرې، زړې کلاګانې او زړې لارې، تر یرغل لاندې نیولې! قبول همداسې پرمخ روان و، چې ناڅاپه بودرۍ ځان په لاحولو، ویالې ته واچاوه. قبول یوازې پاتې شو.
قبول چې څومره غږېده لاپیریانی کېده! دا څه زاړه او پخواني کلیوال پیران نه ول، چې مازې په لاحولو به راڅملاستل! او بودرۍ هم تر لاحولو وړاندې ګام نشو ور ایښودلای. او د غرني، چې (چارقل) زده و؛ نو نه یې وېلې! غرنی، د پیري میږیانو، مچانو او مچیو چیرې لېرې ځغلولی و! هلته هاخوا یې وارتې کړی و. قبول په لاسو او په پښو زور واهه، چې غرنی ورور پیدا، راویښ او خپلې لارې ته کړي!
قبول ځان ته اور اچولی وه؛ ترڅو غرني ته لار روښانه کړي. غرنی له زړو هدیرو او زیارتونو راوباسي. او د خپل انساني حق باچا یې کړي. اخر د دوی خو د وړکتوب سره وروري وه.
د شاهي ګارد منصبدار، شمسالدین خپل کلیوال وراره (غرنی) له کلي ښار ته راوست. په حربي ښوونځي کې یې نوم ورته ولیکه؛ خو د غرني زړه هلته ونه لګید. هلته یې زړه ځای ونه نیوه! د هغه هلته پښې ټینګې نه شوې او پرمخ ترې کلي ته راوتښتېده! بیا په کلي کې هم له ښوونځي زړه توری شو. صیبدین یوځل بیا ښار ته راوست. په شاهي منصبدار یې وسپاره، چې په زوره یې له ځان سره سړی کړي! شمسالدین هم خپل زور پرې وواهه؛ خو د غرونو په دغه مست لیوه یې زور ونه رسېد!
هغه به چې غرنی د حربي ښوونځي د هیبتناکو ټولیمشرانو په لاس ورکړ؛ نو یوه شپه وروسته به لکه غرڅه د حربي ښوونځي، د ډبرو له لوړ دیواله والوته. او بله ورځ به بیا هم په کلي کې و!
صیبدین څو څو ځله غرنی د مرګ تر پولې وواهه! اخر پلار هم ورپورې ستړی شو. بله ورځ تره هم ورپورې په ملنډو شو «غرنیه بچیه! له تا څخه سړی نه جوړیږي او که جوړ هم شي؛ نو والله که صیبدین درباندې ښاد شي... بس ته به وې او په ډاګونو کې به خره پیایې...»
غرنی نور سم له ښوونځي، له کتاب، له قلم زړه توری شو! هماغه و چې د اتم ټولګي د کانکور په ازموېنه کې، ناکامه شو. او له دې سره غرنی له دې غمه هم بېغمه شو. دې کې ورو ورو راِغټ شو. اوس هم دی په ژمي کې د نوروز او اوړي د جشنونو په میلو کې، ښار ته ورتلو او شپې شپې به د شاهي منصبدار په کور کې و. دې کور هم یو زوی درلود او هغه بیا یو ورور درلود او دغو وروڼو به په یوبل سر ورکاوه!
د قبول به بیا اوړی لاره په کلي وه. او په کلي کې به، چې په غرني چا د قبول زیری وکړ؛ نو سور شاهيلسګون به یې په زوره ورکاوه.
ورو ورو دواړه وروڼه رالوی شول! غرني په کلي کې پټي او مزدورۍ ته اوږې ورکړې او قبول د لوړو زده کړو په ډګر کې ښه وځغست. قبول پوهنتون هم بریالی پای ته ورساوه او مخامخ د ابن سینا په ښوونځي کې، د تاریخ ښوونکی شو. له دې سره ورو ورو د قبول کارونه ډېر شول. له دې نویو کارونو سره، ورو ورو د قبول ژبه په چپه واوښته!
د هغه ژبې به له دې وروسته هر ځل نوې او بلې خبرې راوړلې او د غرني غاړې ته به یې وراچولې. غرنی د خپل پخواني ورور دې نوي کار ته اریان و. هغه به ښه په کلکه ورته غوږ و؛ خو په ژبه به یې نه پوهېده! غرني به قبول ته غوږ نیولو غوږ نیولو کې، له ځان سره وېلې چې «په ورور مې د کوم کاپیر پیري سیوری ناست دی. او ورور دغې کاپیرې بلا له لارې وېستلی!»
غرنی پخپلو خبرو شکمن و. دغه خبرې یې په کلي او جومات کې اوریدلې او ورسره عادت شوی و. ځکه ځانته په غوسه وه! ځان ورته پړ وه. هغه پر ځان، پخپلو خبرو او پخپلې مغرورې ناپوهۍ شرمېده! هغه اوس ددې ارمان کاوه، چې که د حربي ښوونځي وردارونو او چورک وهلو ته ټینګ شوی وای؛ نو اوس به د تره په ځای غټمنصبدار و. اوس به د خلکو د سیالۍ و. اوس به په جګو سترګو له ښاپیرۍ سره غږېدلای. ورسره به لاس په لاس کېدلای...
دې تیارې په غرنې شپه جوړه کړه او شبکوري لا بل غم! او د تره د زوی کاپیر پیری لا بل غم «تره زو! مړ دې کړم، تره زو مړ دې کړم!!»
تره زو، لا پیریانو نه خوشې کاوه! دغو پیریانو غرنی په څټ څټ کې وواهه. و یې شاړه. چیرې لیرې، هلته ها خوا یې وارتي کړ! هلته په څه شي کې ولوید؛ ډوب شو او ورک شو!
د پسرلي توده ورځ وه. د پریانو کلی پخپل عظمت کې ډوب و. ددي کلي هرڅه په ګل او په مستۍ کې ول. د کلي کلاګانې، برجونه، دیوالونه، تیرکښونه، خواوشا غرونه، سیندونه، لارې، هدیرې... هرڅه ځوان، زورور، کلک، پاخه او غوڅ بریښدل! تا به ګڼله چې ددې اقلیم ټوله خاوره، ټوله هوا، هرڅه یې، د حیات له اوبو جوړ شوي.
د حیات له اوبو دا جوړ ژوند، دا جوړه ښکلا، دا جوړه خندا.... دا هرڅه ناڅاپه دباندې راوتلي ول. او په دغه اوبلنبڼ کې بهیدل. داسې چې تا به ګڼله د فطرت لاس نقاشۍ ته راوتلې!
لاس پر زمکه او ټوله فضا کې، په زرهاو رنګونه شیندل. زمکې او دښتې او غرونه زر رنګه ګلانو پوښلي ول.
دغه اقلیم په زر رنګه مرغانو ډک و. دغه رنګین موجودات، انځورګرۍ او مرغان ټول په یوه بېغږه (خو همغږه) سندره او نڅاه کې سره ګډ اوسېدل. هلته هرڅه په ځوانۍ، په مستۍ، په عشق او یارانه کې ول.
غرني مشر مشر بنیادم موندلی و! له مشر سره یوځای شوی و. یوازې شوی و. له غرني څخه دنیا، قبول... هرڅه هېر او ورک شول... نه نه هغه ته هرڅه هېڅ شول...
نه و نه و، بل وخت د غرني او ښاپیرۍ په دنیا د کوم ښکاري- نندارچي کوډګر نظر پریوت!
د کوډګر شپه په ژرنده کې وه.
له ژرندې (ټک، ټک، ټک...) راته. له دې غږ سره مېاشې، مچان، مچۍ، میږیان، په دنیا را اورېدل!
پر دنیا، پر ګلانو، پر مرغانو اور ګډ شو. فضا دود ونیوله. غرني او ښاپیرۍ یوبل سره ورک کړل! دا لکه چې د قیامت ورځ وه! چا یو خوا منډې وهلې، چا بل خوا مندې وهلې.
غرني منډې ووهلې، ووهلې... له اوو زمکو او اوو سیندونو تېر شو، چې کوډګر پرمخه ورغی. د کوډګر لاړې بهیدې! فضا شېبه په شېبه مېاشو، مچانو، مچیو او میږیانو پخپل غږ لړله.
غږونه د کوډګر له خولې رابهېدل، کوډګر په غږونو ټنډ و!
غرنی په غوسه، زړه تنګی، سرماتونکی او بلا غوښتونکی شو. د غرني او کوډګر ترمنځ واټن پروت و. دغه واټن نه لنډېده او نه اوږدېده!
غرني په لویو لویو ګامونو ځان مخته کړ، ځان یې څټ ته کړ... واټن پرځای پاتې شو. غرنی څه شي وچیچه؛ په تنګ یې کړ! هغه ور په منډو شو. ور په ټوپ وهلو شو! ورپسې لکه خر او لیوه په څلورې شو. وځغلېد، وځغلېد...
واټن ورک نه شو؛ غرنی په فکر کې شو! یاد ته یې ورغلل، چې دا سیوری- دغه غږیدونکې بلا، له قدیمه وه. او همدومره وه؛ لکه اوس چې ده. او همدلته وه؛ لکه اوس چې ده!
غرنی خوار، یوازې، اریان، له زرکلنو غمونو سره ودرېد. کښېناست. ولوید. څملاست...
ناڅاپه یې نور څه ورپه یاد شول! بیا راپورته شو؛ په نوک کې یې وکتل.
په ښاپیرۍ یې سترګې ولګېدې.
له ښاپیرۍ سره یې غیږې ولګولې.
ښاپیرۍ هسې په ټوکو او خنداو کې یوې خوا ته نارې کړې «وۍ ها څه شی دی!» یا «واه! ها څنګه ښه شی دی!» غرني په دغه څه شي یا ښه شي پسې لاس واچاوه؛ څه شی نه و! څه شی له همده څخه الوتی و.
که ګوري چې نه ښاپیرۍ شته او نه (شی) شته!
هغه ګڼله چې په دې کار سره یې، آسمان له لاسه خوشې شو. آسمان په بله ولاړ او غرنی په بله ولاړ.
غرنی په وچ، کلک... په کاڼو ډک ډاګ کې ته، ته، ته... که ګوري چې ښاپیرۍ ده، که ګوري، چې ورسره بل څوک دی!
دا بل غرنی دی. دغه غرني شنه دریشي، ژیړه نیکتايي او سره بوټان په پښو کړي وو. غرنی او ښاپیرۍ واده ته روان ول. غرنی له دې حالته راپاڅېد. سترګې یې وموښلې، ځانته په غوسه شو! غرنی ودرېد. هغه یې په لغتو وواهه، وواهه... ورک نه شو. لیرې نه شو؛ ورنږدې شو!
غرني ته چا توره ورکړه (توره د هماغې لیرې او نږدې بلا لخوا ورته راوارتې شوې وه!)
غرني توره راواخیسته. بیا یې هغه پرې وواهه وواهه... د غرني لاسونه په وینو شول.
غرنی په چیغو شو. په منډو شو. په څلورې شو؛ لکه لیوه په قولو وېستلو شو... لکه تندر په غړمبېدلو شو؛ خو خلاص نه شو!
هغه خپل سیوری وهلی و. هغه له سیوري خلاص نه شو! سیوری ورپه شا وه. سیوری ډېر دروند و.
غرني وژړل، وژړل... غږ یې یو لوی قبر ونړاوه!
له قبره لرغونی بابا راپاڅېد.
د بابا سور کفن په غاړه وه.
بابا کټ مټ د غرني د زرهاو کلونه سیوری و!
غرنی ورنږدې شو؛ په دې سر یې په شناخته وواهه...له شناختې د بختپاڼې تویدلې!
له لیرې او نږدې څخه د ژرندې غږ راته! کوډګر مېاشې، مچان، مېږیان را خوشې کول. فضا په دغه تورساز ډکه وه! غرنی نور هم زړه تنګی، لیونی او خونړی شو.
غرني د بختپاڼې را اخیستې او خواوشا یې وارولې!
بختپاڼې له ډبرو جوړې وې؛ ډبرې بېرته په غرني راښویدې!
د غرني لاس په سریښو و. غرني لاسونه پریښول؛ کاڼي یې په پښو ووهل.
له پښو سره یې ګاټي؛ لکه د اور سکروټې؛ لکه له اوره جوړ مرغان، دا خوا ها خوا الوتل!
غرنی له دغو اورلنو مرغانو ډک و! د هغه خولې، سترګو، غوږونو... ټول ځان اورلن مرغان هره خوا خوشې کول!
غرني ښه شېبه ددغه تورساز لپاره، دغه توره نڅاه وکړه!
یو وخت ساز له غږه تش شو. د غرني په وجود کې د مرغانو ځاله هم تشه شوه!
د غرنې مخ ته چا اوبه ور وشیندلې؛ که ګوري چې ګاټي په شمسالدیناکا لګیدلي!
شمسالدیناکا لمر ته مخامخ؛ لکه مجسمه وچ شوی و. د هغه په وینو، مېاشې او مچان کښېناستل او بېرته ددغې سرې مجسمې له سره، مچۍ راوتلې او په فضا کې تیتېدلې.
د مجسمې له خولې مېږیان راوتل. د مجسمې د (نو) پرځای یو غټ مرخیړی راوتلی و.
د مرخیړي له مینځ مینځه یو مار راووت!
مار په کوترو پسې، له دغه مرخېړي راپورته شو، را پورته شو... د مجسمې د پاسه په فضا کې نیغ ودرېد!
غرني مار په لاس کې ټینګ ونیوه.
مار په یوه سترګه ړوند و!
د مار په خوله کې چونګښه وه. له چونګښې شنې وینې روانې وې!
د چونګښې وینو غرنی په کانګو کړ؛ مار یې له لاسه ولوېد!
مار د مجسمې په خولې ورننوت؛ مجسمې د شاهي ګارد د کنډکمشر، جامې اغوستې وې!
د غرني له لیونۍ کریغې سره، هرڅه په ټپه ودرېدل.
غرنی دغې چوپتیا نور هم لیونی کړ«تره! ما وبښه، ما وبښه!»
شمسالدیناکا، قرآن د (عصر) په سورة کې کات کړ:« غرینه زویه !خدای دې وبښه، مامه ګوناګاره وه!»
غرنی چوپ و. ټول چوپ ول. ټولو غرني ته کتل. د هغه څېره له بل شان اوره راتښتېدلې وه!
شمسالدیناکا مخ ور واړاوه: «زویه! نه چې څه شي وډار کړې؟!»
له دې خبرې سره قبول پخ وهل؛ خو ژر غلی شو!
«تره بد خوب مې لیده! په خوب کې داسې ګوناګار شوم، چې سورکاپیر به هم نه وي شوی!»
د غرني دې خبرې سره، قبول به چې نه خندل؛ نو به چا خندل!
غرنی بې سکه و. ساه یې د ستورو له فضا- له هغه بېغږه سازه- را ولوېده؛ په وچولي یې ورننوته!
غرنی څه شي وچیچه؛ اخ یې شو: « تره زو مړ دې کړم... خندا دې زه مړ کړم!»
په غرني څه شوي و. د هغه غږ له ځان سره د یو بل اقلیم بوی را انتقالاوه! دغه غږ د انسان په غوږو ډېر زور اچاوه. له دې غږ سره ټول یوې مرموزې سستۍ او کمزورۍ ووهل؛ هغوی یې ارام بیده او کرخت کړل.
وايي چې ارواوې زړې دي. د انسان په ټول سرنوشت (له ازله تر ابده) پوهیږي. دا د کور خلک همداسې یوې بېوینا، بېکلیمې، غم لړلې پوهې ووهل. ویې لړځول، ویې غورځول؛ لکه مړي داسې شول.
خدای خبر څه وخت ښاپیرۍ په خونه راننوته. ښاپیرۍ دغه مړینه د دوی له اوږو لیرې کړه! د هغې په لاسونو کې د غوا نوی خوسی و. هسې په نوم خوسی و؛ خو له ورایه د پیلمرغ بچی و، چې د «پیس ټوغکي» وهلی و.
له دې سره د مړینې سیلۍ په دوی له څټه راوګرځېده! دغه توره سیلۍ، له یوه ناپیدا اقلیمه راووته.
دې پېښې د کورنۍ غړي ښه په زوره زوره وپوهول! دا تر ټولو ناښاده خبرتیا وه. دا د غرني د خوب د تعبیر تر ټولو بد پیل و. دا وخت څوک په خبرو کولو او د خبرو په اورېدلو نه پوهېدل. ټول یوازې دومره پوهېدل، چې کار کار د قبول و!
غوا ځاړې وه. او نوره د لنګېدو نه وه! شمسالدیناکا نه پوهېده چې له غوا سره څه وکړي، خرڅه یې کړي؟ لاندی یې کړي. او که یې چېرته په دښته کې خوشې او بېڅښتنه پریږدي؟
اکا پرېکړه نه شوای کولای. له هغه لاره ورکه وه! هغه لګیا و، چې په «توبه، توبه» کې ځانته یوه لاره پرانېزي!
ناڅاپه قبول راوړاندې شو. قبول په دومره غټ کار چا نه پېژندلو! هغه د چا په یاد نه وه؛ خو چې را وړاندې شو، ټول ورته په چکو شول! ټول له غوا څخه لاړل؛ قبول غوا ته پاتې شو! هغه غوا په وښو، اوبو او په نورو خوراکونو او شیانو بېرته را سمه کړه. دې سره غوا ورو ورو بېرته غوا شوه.
بختۍ لس پنځلس هګې ټولې کړې وې، چې چرګه کېښنوي؛ خو چرګه نه کوړکېده. او چې نوې به کړوکه شوه، ښاپیرۍ به له وزرونو راونیوه، په بیالې به یې ور ومنډله؛ ترڅو چې د بیالې په اوبو کې به سړه شوه، په پښو او نور ځان به کرخته شوه؛ نو چرګه به یې بېرته راوښکله. او خپلې مخې سره به یې خوشې کړه.
چرګه به لکه له چا چې متیازې تللې وي، ځان نیولی ځان نیولی، یوه پښه دېخوا شوه، یوه پښه هاخوا شوه، ښه به ارته ودرېده.
چرګې به لکۍ ببره کړه. چرګې به ځان تشاوه!
ښاپیرۍ به د چرګې دې کارونو ته له خندا مړه مړه وه! ناڅاپه به چرګې ځان ببر« شیزګی» کړ.
له چرګې به متیازې باد باد شوې. ښاپیرۍ به ککړه شوه، په منډه به کور ته ولاړه. او مخامخ به تشناب ته ننوته. او ژر ژر به یې د سړو اوبو سوړ منګی، پر ځان تش کړ.
د ښاپیرۍ وه نه وه همدایې ځواني وه! ښاپیرۍ به په بیاله کې د چرګې د منډلو له لارې، له خپل زړه نه د ځوانۍ شنه زهر تشول!
زهر مالګین و. ځکه د ښاپیرۍ ښه ایسیدل؛ خو زهر پرې ډېر و!
زهر ورځ په ورځ زیاتېدل. په هغې کې تیتیدل! هغه زهرو توره کړې وه. هغه زهرو نوره هم پړسوله.
ښاپیرۍ پر ځان ډېره په تنګ وه! پر خپل دغه پټ پړسوب شرمېده. ځکه به له ټولو تښتېده، په څنګ کېده، په وچه دړه، دیوال او ډبره به ننوته او هلته به ورکه شوه!
غرني به په پټه پټه او له څټه څټه راونیوه. او ټینګه به یې کړه. او لکه خرمایي سنځله؛ پخپله غیږه کې به یې وڅنډله! ناڅاپه به کوم لاس، یا کومه پښه، یا کومه خبره؛ لکه اور راغله، د غرني په ټنده به ولګېدله! بیا به له هغه سنځلې هېرې شوې، له ښاپیرۍ به زهر هېر شول.
ښاپیرۍ له دغو ناڅرګندو زهرو په تنګ وه. هغه شپه ورځ له زهرو سره لاس او ګریوان وه. د ښاپیرۍ د جاغو تڼۍ هېڅکله پخپل ځای نه وې.
ښاپیرۍ له ځان، له خواوشا نه، له هرچا نه په تېښته وه. هغه له هرچا څخه په څنګ تېرېده. او یا به په دړه، دیوال ډبره کې ورکېده! خو غرني په بوی پېژندله او په لاس وروړلو به یې بیا راسپړله. او په خندا خندا کې یې خوړله.
ښاپیرۍ په بل شان مارګیر اوښتې وه. دغه مارګیر د هغې له زهرو شات جوړول او خوړل؛ خو دغه دواړه چا نه لیدل! دا هرڅه د دړې، دیوال او ډبرې دننه تېرېدل. او همالته بېتصویره، بېسیوري ورکېدل.
په دې کې یوه ورځ بختۍ غلې د هګیو ټوکرۍ ته ورتېره شوه. په دواړو لاسونو یې راپورته او له پلو لاندې کړه. بیا ورسره له کوره ووته، چې (سپیلنی) وګوري، چې په دې ټکنده غرمه کې چیرې په مارانو پسې بارې لټوي!
سپیلنی او همزولي هلکان یې، ټوله ورځ د مارانو په ځالو پسې ګرځېدل. هغوی تر هرې دړې، تر هر دیوال، تر هرې ډبرې لاندې، په مارانو پسې لرګي وهل. دغو هلکانو د مارانو هګۍ ماتولې!
غوا له قبول سره وه. هغه څوک راوستی و. په کور او کلي کې چا نه پېژانده. د قبول له خبرو کلیوال یوازې د ډاکتر په نوم پوه شول! وروسته پته ولګېده، چې دا د څارویو ډاکتر د کوم ځای و!
ډاکتر سر تر پښو، د یوه ژیړرنګه، پریړ ټوکر، درېشي اغوستې وه. د ډاکتر شنه شنه بوټان په پښو و.
زیاته یې لا دا چې ډاکتر خپله ږیره له بیخه خریلې وه. او پوره خبره داچې: د ډاکتر مخ، د هغه بریتونه، د هغه ټول ځان، سور پور و!
ډاکتر د کلیوالو له مخې سره روان و. ډاکتر ته به چې هر چا لاس ورکړ؛ نو یوه ځانګړي بوی به وښوراوه! دغه بوی به د کلیوالو او ماشومانو په ډډو بخار راوخیژاوه!
هرڅه چې و، د ډاکتر په لاسي بکس کې و! د کلیوالو سترګې همدې د سرې څرمني بکس ته وازې پاتې وې!
یو وخت چې د ډاکتر کار خلاص شو؛ نو له غوجلې راووت. له څټه یې قبول را روان و.
قبول په ځان پسې ماته ګوډه غوا راکشوله. دا وخت ډاکتر، قبول او غوا داسې بریښېدل، چې تا به ګڼله اوس به (څوک) یوه غټه خبره وکړي!
خو څوک نه و، چې په نره کلیوالو ته دا خبره ووايي!
دا ګړۍ چې سپیلني غوا ولیده؛ نو بیګاه ته یې (غرني لالا) ته کیسه کوله، چې د موږ غوا پیریانۍ ده. نن سبایي، دغې غوا هغه ډاکتر ماما ته، د خور او مور کنځلې کولې!
غرنی ګنګس و. خوبولی و. هغه څوک نه لیدل! غرني په هرچا، هره څېره کې، د قبول له پیري سره اخته و: «تره زو مړ دې کړم...»
د غرني ګرده ورځ خارجیانو خوړلې وه!
دغه ناڅاپي بلاوې، سبایي په کلي راتویې شوې وې! هغوی کلیوال په څه ساز، په څه حرکت، په څه کوښښ... پر ځان راټول کړل.
هغوی په کلیوالو خپله ځانګړې غونډه جوړه کړه! ددغې غونډې سړي، خبرې، شعارونه، د کاغذونو او ټوکرانو لوحې... هرڅه نوي او بل رنګه ول.
دغو سرو- پرو سړیو (لکه د څارویو چې مخونه ور وخریې) غرنی په تنګ کړ. په څټ یې وواهه؛ د غونډې له ځایه یې لیرې وغورځاوه!
غرنی له غونډې لیرې شو. هغه ټوله ورځ دړې، دیوالونه او ډبرې ښورولې او له ځایه لیرې کولې! او د مارانو هګۍ یې په ورغویو کې ماتولې او بیا یې څټلې.
په دې مینځ کې خبریال، عکاس او انځورګر (چې یو تن و) ډېر ستړی و. انځورګر لګیا و، چې له دغه تعلیمي او عملیاتي ورکشاپه، ترټولو زورور کار جوړ کړي.
په دې ورځې کلي ته راغلي د سرو کسانو ډلې، زور واهه؛ ترڅو تر ټولو زورور کار وکړي!
دا ورځ بل شان تېره شوه. داسې چې نه چا لیدلې وه او نه چا پېژندلې وه!
په سبا ورځې یې، کلیوالو غوا ولیده، چې پرمخ «شري» وهلې ده! د غوا سترګې له ژړا سرې، سرې وې! چا وېلې، چې کار کار د ملک د سخوندر و!
ملک یو بد سترګی سخوندر درلود، چې پرته له ناظره، د بل چا په لاس نه ټینګېده. دغه سخوندر، پرون غرمه غوا ته ورخوشې شوی و.
هغه شېبه ناظر د زردآلو ونې ته ورختلې و. هغه خام زردالان، له خستو سره، ژوندي ژوندي کرپول او تېرول!
چا وېل چې نه کار کار د بل چا و: پرون غرمه، قبول یو څوک راوستی و(...) وۍ زه څه پوهېږم، خدای خبر د یوه شي، د یو کار ډاکټر به و!
چا وېل چې نه په دې غوا له اسمانه څه شی رالویدلي ...(...) «وۍ ها پروني سره ملخ ښیم؛ نوره مې خوله مه لټوئ!»
وروسته چا ووېل: «بېځایه تومت مه کوئ.» او «ولې خپلې غاړې په دې اخره دنیا بندوئ؛ په هغه کار چې نه پوهیږئ ولې په کې غږیږئ!» او «هلئ غوا بیالې ته بوځئ؛ په شنه خړه یې شا ور پټه کړئ.»
وروسته ټولو همدا خبره ومنله. غوا یې ویالې ته بوتله. شنه او سړه خړه یې په شا ور وتپله.
د غوا تبه یو څه وشکېده. ورسره کلیوالو هم له خبرو پرېښوده!
بختۍ په مزه مزه لګیاه وه. د غوا تاویز ته یې سور پوښ ورکاوه، چې قبول له ډول او له سورني سره په کور راننوت: «مورې، مورجانې دې ته وایي زوی!»
بختۍ تاویز پټ کړ او له شنو خالونو ډک مخ یې زوی جان ته راښکاره کړ.
«مور دې جار شي، مور ته څه وايې؟»
«مورې! دا ځل به غوا زراعتي خوسی راوړي!»
مور اریانه شوه:
«وه هلکه! زراعتي یې لا څه بلا وي؛ خدای دې سم خوسی راکړي!»
د قبول د زړه سندره چا چور کړه:
«مورې! په سم خوسی به ښاده نشې! له خدایه که غواړې؛ نو دا ځل زراعتي خوسی وغواړه.»
بختۍ نیمه مخ پټې شوه؛ لکه له پردي چا سره چې خبرې کوي:
- یې د خدای بنده! سمه خبره وکړه! دا زراعتي یې لا څه بلاوي؟!»
- مورې! ته هم بلا کوې! زراعتي خوسی نه پېژنې؛ بس فیل یې وګڼه!
- وه هلکه فیل؟!
- هو فیل، فیل ښیم! (بختۍ څه شي وچیچله)
- وۍ! وه خدایه! دا لکه چې قیامت رانېږدی شوی!
د بختۍ له لاسه تاویز ولوید.
نه پوهېږم، چې د کومې وچې زمري، د قبول دوی فیل، د افریقې له ځنګلونو راوځغلاوه، او داسې بیزوګی یې کړ!
نه پوهېږم د چا سترګو یا ښیراو وواهه!
نه پوهېږم د کوم زاړه کوډګر طلسم هغه مات، مسخ او د ملنډو کړ؟؟؟
ټولو هک اریان او په ورپېښ غمجن، وېرېدلي حالت کې، د ښاپیرۍ په غیږ کې خوسي ته کتل. ښاپیرۍ پخپلو لاسونو کې (چې د اختر نکروزې پرې تازه وې) سور پور شترمرغ نیولی وه.
ټول چوپ وو. څوک لانه غږېدل. دوی ټول یوه نه پېژندلي ویر، پخپلو پټو پټو لومو کې نیولي او په مرګ تړلي وو.
وروسته شمسالدیناکا را دمخه شو «د خدای کارونه دي؛ بله به نه کیده!» او «لورکۍ! دا شی له ماڅخه لیرې کړه؛ ماته لاره راکړه، چې په جومات کې جمه رانه لاړه!»
ناڅاپه قبول راویښ شو. هغه یوې بېشکله بلا- یوه لرغوني دیو- راوخوځاوه او په دغه تیاره سپیده داغ کې یې، بېډوله او بېسورني، یو دوه څرخه، وګډاوه.
د قبول دی کار د غرني ګنګسیت، ویره او زړه تنګي ورڅخه یوڅه سپک کړل. غرنی په زنګنو کښېناست. د هغه په ملا کې کوم ځای په درد شو. په ګرېدو شو! غرنی د شخیو په وېستلو شو!
ښاپیرۍ لا هم شرمېده. په هغې له کوم ځایه، د کوم شي بوی لګېده! هغه نه پوهېدله چې څه وکړي؟
نېږدې و له ځانه خوسی او هرڅه وغورځوي. ویښته وشکوي. غرني ته لاس ورواچوي... ورپسې منډه کړي. او د تناره له غاړې- پټه پټه- څه شي ته وژاړي.
***
کاپیر پیری
چرګغګ مهالې واوره ودرېده. ورپسې هم کوم زورور لاس ورېځې په توره ووهلې!
ورېځې غرونه غرونه لور په لور وغورځېدې. بیا باد پسې شو؛ ورېځې یې پاکې جارو کړې! له دې سره لمر لکه د ستورو «خدای»، په سرو طلاوو کې، پټ پر سره آس سپور، له لیرې، له آسمانه راکوز شو او د یاغیانو کلي ته مخامخ ودرېد! لمر پخپل مرموز کلام سره زمکو او پټو ته وېل، چې د کلیوالو کندوان په وریجو، وربشو، غنمو، جوارو ډک کړئ او د هر تناره، هره کټوه، په سرو مرچو خوږه کړئ!
په کلیوالو سبا شوی و. کلیوال پیتاوي ته راوخوځېدل. څوک له غوجلو راوتل، څوک له سړو تنرونو راختل، څوک له جومات، څوک له کوڅو او درنو درنو دیوالونو راوتل...
ټول پیتاوي ته راوتل، چې یو څه واوري، له بل چایې واوري!
ټول په تنګ، ستړي، په غوسه، له جنګ او کریغو، له ورانکاریو...حتا له زیارت جوړولو یا زیري جوړولو ډک ډک، پیتاوي ته راتلل؛ خو په لاره نه ځایېدل! ټول پیتاوي ته شول. د کلیوالو بنډار په قبول جوړ و.
هرڅه په ښي اړخ شول؛
د لمر مخه زمکو او کروندو ته وه؛
لمر پخپل مرموز غږ له پټیو او کروندو سره غږېده.
کلیوال د لمر څټ ته په پیتاوي کې، نرم او تاوده پریوتل!
کلیوالو وچ توتان او وچې سنځلې د واسکټونو له جیبونو راوېستلې او په خولو یې ننوېستلې.
په دې ورځې د ماشومانو سره میله وه. هغوی که «توشلې» کولې نو «کوکۍ» ترې پاتې کېدلې؛ او که به یې کوکۍ په لپو کې را اخیستلې؛ نو « شټې» یې ترې پاتې کیدلې؛ ځکه نو د ماشومانو یو ځای توشلې، کوکۍ، شټې زړه ته کیدلې! د هغو دې هرې لوبې ته بېړه وه. د هغوی لپاره همدا یوه ورځ وه. ماشومان ټول ژوند همدا یوه ورځ ګڼي. ماشومان یوازې په نن (په اوس) کې اوسیږي او ژوند کوي. هغوی ته یوازې اوس ژوندۍ ده.
له دغې د (اوس قبیلې) څخه را دې غاړه، قبول په کلیوالو «زمريان!» راوېستلي ول؛ خو کلیوال تر توبو لاندې پټ ننوتلي ول. کلیوال دغو زمرو نه شوای ماتولای! هغوی د دوزخ بېشکله څاهګانو مات کړي او د توبو تر بار لاندې غورځولي ول!
قبول کوډګر و. دغه ځوان کوډګر، زمريان له جیبونو، له کاغذونو، له سرو سرو کتابونو راوېستل او کلیوالو ته یې ور لیوان کول، چې د هغوی په «کلیمه» ډکو سرونو میتازې ور وکړي. او بیا یې په ورپېښ لیونتوب کې، زړور او جنګیالی کړي؛ ترڅو له «شپې» سره غیږې ونیسي. شبکوري ماته کړي، ډلهییز کار ته لاره جوړه کړي. او یو دم ژوند او ورځ سره ګډ کړي. سره یو یې کړي؛ ټوله زمانه ورځ کړي...
کلیوال څک او اریان ول. هغوی نه پوهېدل چې لیلا نر ده که ښځه؟!
هغوی د قبول په کیسه نه پوهېدل، له پخوا نه پوهېدل. له پخوا همداسې عادت ول! ځکه یې نو ځانونه د توبو په ځنځیرونو وهل! هغوی ملامت نه ول، په قبول پیریان ناست و! او پیریان یې بیا کاپیر هم ول! په دغو پیریانو نه د ملا، نه د سپین ږیري او نه د کتاب زور رسېده:
«... خانانو اوس وخت بل دی. زمانه اوښتې. د انسان بخت راویښ شوی!
اوس انسان د پیسو او د دوزخ او جنت له وېرو او خوښیو آزاد شوی!
وروسته له دې څوک د دوزخ له وېرې خپله آزادي نه وژني! خپله خوله نه تړي. خپله د لاس ګټلې مړۍ چاته وړیا نه پرېږدي!
اوس هغه ګوناوې نشته، چې سړیو بې له وېرې، څلور ښځې ځانته په نکاح ساتلې! نور نو څوک خپل درد او مرض په ملا او ملنګ نه دم کوي!
نن ورځ څوک ګټه او کامیابي له زړو زیارتونو په نذر نغواړي؛ بلکې له خپلو لاسونو او مغزونو یې غواړي!
ګورئ ښه غوږ شئ!»
کلیوال وارخطا وارخطا قبول ته ښه غوږ شول.
«وروسته تر دې هغه رشوت خواره زیارتونه ختم شوي! دا چې وايي یوه تبریزي ملا (شمس) د سپي یا د پیري... غوښه د لمر په اور پخوله، هسې ټوکه ده! خوشې تشه اوسانه ده، چې کومې زړې بوډۍ، په کومه اوږده شپه کې، جوړه کړې وه او بیا به یې ترننه په هغې باندې، له لمسیانو نه مچکې اخیستلې! بوډۍ خبره نه وه، چې لمسیان به یې روژه تیان را لوی شي!»
کلیوال اریان وو، چې ماشومان به څوک وي او دا پیریانی قبول به څوک ښيي؟!
«ماشومان خو موږه یو!» قبول په دې خبرې سره، د کلي د لویانو سترګو او خولو ته سره مرچ وروشیندل! هماغه و، چې چا له خولې نه شګې توکولې، چا د سنځلو خستې او چا هم نصوار توکول؛ خو ځوانان لا غوږ ول، چې یوځل خو د لیلا کیسه بشپړه شي!
د لیلا کیسه بې له نصوارو نه کیده! هماغه و، چې لویانو په نره نصوار واچول؛ خو نوي ځوانان- د مشرانو له شرمه- بېنصوارو د لیلا کیسې ته وږي وپاېدل!
قبول چې په ټولو نظر وځغلاوه بېرته ځان ته، خپل ځای ته، خپلو سرو سرو خبرو ته، راوګرځېد. قبول پخپلو زمرو د باچایانو جګې جګې شملې ور وتړلې:
«راشئ! د ماشومانو له اوسانو تیر شئ! دا زاړه قبرونه او تیار خواره ملنګان پرېږدئ! دا کارونه او دا خبرې، چې تاسې پرې خپل سرونه ماتوئ؛ دا زیاتي پرېږدئ! دا زیاتې هېرې کړئ! له دې وروسته راویښ شئ. سم میدان ته راووځئ ځانونه وګټئ!»
ځوانان ناڅاپي راویښ شول! هغوی وېرې اخیستې ول، چې ګڼې لیلا بل چا چور کړه!
«دغسې ځوانانو؛ زه تاسو ښیم! تاسې له موږ سره راپاڅېږئ. هلئ رامیدان ته شئ! هلئ ژر شئ.. هلئ، چې آزادي د کار پر څټک او د لو پر لور، دا اوس جوړه کړو! هلئ، چې زړه دنیا ورانه کړو!»
کلیوالو څټ ته کتل: هلته یوه نر خره، بله خره ګونډه کړې وه! عجیبه وه دې کار ته چا ونه خندل! ځوانان د لیلا په غم کې هماغسې نیم ویښ، نیم ویده پاتې و! او لویانو په زړې دنیا پسې ژړل؛ خو په خوله نه غږېدل.! هغوی خواران ول. د قبول د پیریانو په خبرو سم نه پوهېدل! هغوی د پیریانو کلیمو ته د جنګ کلیمې نه درلودې؛ ځکه قبول برید پیل کړ.
«هو! زما سادهزړو خلکو! دنیا ته وګورئ. دنیا نوې شوې! زړه دنیا ورانه شوې. د انسانانو پر سر د یوه باچا، یوه خان، یوه ملا، دنیا ورانه شوې! اوس په دنیا کې هر انسان باچا دی. نن د هر انسان وار دی چې باچا شي!»
د (باچا) کلیمه نغده، د ځوانانو په زړونو ولګېدله. هغوی یې راویښ کړل. له یوبله په پوښتلو شول: «څوک ښيي؟ څوک باچا شوی؟ څنګه باچا شوی!؟ دا څنګه باچایي ده، چې بیا (دی) په کې باچا شوی؟؟؟»
لویانو نصوار وغورځول. د خبرو باچا ته مخامخ کښېناستل؛ ورته په ګونډو شول:
«معلم صیب! دا څه کوپر غږوې!؟ د تا یې په باچایي څه! ته دې خپله معلیمي کوه؛ په دغو کارونو کې ګوتې مه وهه!»
ناڅاپه قبول هوښیار شو. خپل د ناستې ځای او د جګړې زمری یې بدل کړ! دا یو نوی او تازه زمری و. کلیوال د نوې لیدو یا ګډیدو ته ناست ول. اخر په تنګ ول! د ټولو په سرونو کې مېاشو، مچانو او مچیو (بغسس..س) کاوه!
«زما ساده خلکو! زه باچاهۍ ته لاړې ورتوکوم... زه خو د تاسې غم اخستی یم. دا غم یوازې زما نه دی؛ یوازې د هېچا نه دی. دا د ټولو غم دی! لږ راویښ شئ! ځانونو ته وګورئ! د اوړي په دوزخي څیلو کې، لوڅې پښې او لوڅې ډډې، په وچو دښتو او ډاګونو کې، د اغزیو لو کوئ! او د شپې هم ځانونه خوب ته نه ورکوئ؛ ترڅو جنت په خوب وینئ!»
کلیوال ترخپله مینځه غږېدل.
«دا معلمګی څه وایي!؟»
«ځه، څه یې کوې، چې هرڅه وايي؛ باچا نور نه ښيي!»
قبول له ځان سره خندل؛ خو د خندا غږ یې نه وه، غږ یې له پیري سره وه!
«د ما ساده خلکو لږ راویښ شئ! اخر ترکله به کال دولس مېاشتې په لوږه تېروئ... د ما خبرو ته مه اریانیږئ، روژه بل څه شی ده!؟ تاسو دا خپله کال دولس مېاشتې لوږه، تنده، بېخوبي، شبکوري، ناروغي، ناپوهي... هو ناپوهي، په څه شمیرئ؟؟»
ښه و په کلیوالو کې یو نر پیدا شو:
«معلیمه! خبره دې لنډه کوه، ژر یې کوه... دا موږ ساده روژهتیان همدا اوس پوه کړه!»
«پوه خو به شئ؛ خو پدې شرط، چې دا د خپلو سرونو د ټیټ ګرځولو عادت پرېږدئ! له ما یې واورئ، سرونه مو له وړکتوبه کوز ګوري؛ پښو سره ګوري! پښې مو بیا د غرونو په شان درنې دي. او سرونه مو له مړزانو نه هم سپک دي؛ په باد رغړي. او تر وزرو لاندې ورکیږي! وزرونه همدا توبو در تړلي... موږ همدې تشو توبو بېسره کړو؛ ځکه ړانده، شبکوري، بېپوهې یو!
موږ معلمان د تاسو خپل بچیان یو. موږ غواړو ولس خپل سر ولري؛ نه د لیوه سر! ګورئ که موږ پخپل عزم کې بریالي شو؛ نو بیا به تاسو هر یو د ځان باچا وئ!»
قبول د کلیوالو د خوب رګ موندلی و. دا شېبه د ټولو ژبې او سرونه په رښتیا له پښو سره و؛ ځکه شرمېدل، خو نه پوهېدل! ځکه وېرېدل، چې پر قبول کاپیر پیری ناست دی!
د کلیوالو زړه پوهه همدومره وه. ددغې قدیمي پوهې د څراغ وړانګې همدومره وړاندې تلې. قبول لګیا و، چې دا ساده ځیلي خلک پوه کړي! خو کلیوالو هم پر خپله پلرنۍ پوهه ننګ کاوه. هغوی د خپل روږدي ذهني-اخلاقي چاپېریال سپیڅلې پولې، د قبول له کاپیر پیري په نره ساتلې!
قبول پوهېده چې پښتانه ځیلي خلک دي، سر ورکوي؛ خو د پلرو میراث، له پلرو او د هغو له قبرونو سره کړي لوظونه، د ژوند په ټوله پانګه ساتي!
د قبول د زړه زور په کلیوالو اوبه اوبه شو؛ خو لا هم له خپلې لارې، له خپل عزمه نه راګرځېده! اخر خپله هم ځیلي بنیادم و. دغه له ځانه پټ ځیلي، له خپل ولس سره په ځیل کې و! یوازې مکتبي ځوانان ول، چې د قبول څټ ته ودریدلي و. نورو ځوانانو مازې (لیلا) غوښته او له لیلا سره یې باچاهي هم غوښته. او نور ساده کلیوال د توبو تر وزرونو لاندې ننوتلي ول.
کلیوالو لپې لپې توبې، پر سر، پر مخ، پر سترګو، پر غوږو، پر خولو موښلې، چې که خدای وغواړي او د قبول پیری پرې رامات کړي؛ په توبه یې تیر کړي او اسانه غازیان شي! ددغو کلیوالو څټ ته سپینملنګ او د کلي ملک ولاړ و. ځکه لا هم په ځیل کې ول.
دا ځل چې قبول نوي کلیوال را ایسار کړل او غوښتل یې سمدستي د پوهې زمری له اوږو راکوز کړي، چې د خلکو زاړه عادتونه وخوري؛ نو ناڅاپه د کلیوالو په تالو لمر راوخوت، پیتاوي ته پخوانی شاهي کنډکمشر راووت.
د شمسالدیناکا له راتللو سره د خبرو دور بدل شو. خبرې د دنیا له شپې نه د اخرت شپې ته راورسیدې، چې ناڅاپه غوا متیازې وکړې! له دې سره کلیوالو خپل سرونه د توبو له وزرونو راووېستل؛ ټول غوږ ول. شمسالدیناکا لګیا و، چې لمر ته غیږه ورکړي، چې چا له څنګه وسکونډه!
«په غوا دې څه چل وشو؟» اکا وژړل، بیا یې وخندل؛ خو چا یې غږ وانه ورید.
«له بدو یې توبه.. غوا لنګه شوه!» له اکا څخه بیا بېغږه خندا او ژړا وشوه:
«د قبول له زامته، غوا دا ځل فیل راوړ!» شمسالدیناکا سمه په زغرده ژړل؛ خو ژر د کنډکمشرۍ د وخت «دریژ!» ور په زړه شو.
«دنیا یې مال دی، د سر زیان دې نه وي!»
بیا د خبرو قحطي شوه. ټول په دغې قحطۍ په تنګ ول؛ خو څوک ددې نر نه و، چې قبول وتخنوي، چې یو چلمي زمری را میدان ته کړي؛ هماغه و چې شمسالدیناکا له ځان سره لګیاه شوه:
«هرڅه چې دي د خدای کارونه دي، ډاریږم چې دغه شوم شی، د خدای د قهر نښانه نه وي... وروڼو قیامت را نیږدې دی؛ توبې مه هېروئ!»
قبول برید پیل کړ:
«پلاره! نه قیامت شته او نه د اخرت ورځ! ژوند یو ابدي حرکت دی. ژوند یو پرلپسې اوښتون دی. ژوند یوازې پرمخ ځي او کامیابي په لاس راوړي. نوې هستي، نوې دنیا جوړوي! نننی انسان پرته د دنیا او آخرت له وېرې پخپلو مټو، پخپل فکر، پخپل زور پرمخ ځي، ژوند جوړوي. نوې دنیا جوړوي؛ داسې دنیا جوړوي، چې د ټول بشریت لپاره به ګډ جنت شي.»
کلیوال ځوانان کوم نه پېژندلي هوس راویښ کړي ول. څه مرموزې نېشې مست کړي ول! ځکه نو شمسالدیناکا خپل اوبه شوی زوړ زور، له خاورو ایرو راووېست. هغه له دې وېرې، چې دا وطني سپږې لیوان، نه شي؛ ځنګله ته اور واچاوه:
«هلکه! دا سره لیوان مه را خوشې کوه! دا کاپیر لیوان دې در وتړه! دې نیکو بنیادمانو ته ګوتې مه ور وړه؛ کنه ددې خاورې برجونه، غرونه... ساده او شډل سړي او د کلاګانو ترکستاني سپي او زړې ارواګانې به، له ټول کلي او د هدیرو له قبرونو راووځي. او دغه د شیطان له طلسمه جوړې نانځکې، دغه کاپیر پیریان به، له اور مور سره وخوري!»
په قبول اوربل شو؛ خو د پلار له جزباتو ډکو خبرو، پر زمکه کښېناوه. او بیخي یې چوپ کړ! دې کار ساده کلیوال اریان کړل.
بیا د خبرو قحطي شوه، قبول ځان خرڅاوه؛ خو چا نه اخیسته! د هغه په ډک دوکان کې کاپیر پیری ناست و. هغه پخپلو نجسو لاسونو، سودا تلله. هغه پخپله نجسه خوله، پیسې غوښتې!
قبول پورته شو. له پیتاوي ووت. څادر یې پاتې شو؛ سپږو ورنارې کړې:
«هه، معلم صیب لیلا څنګه شوه؟
هه معلم صیب! آخر څوک باچا شو؟ اخر یوه خبره خو وکړه؟»
معلم پخپله سپیڅلې غوسه کې پاتې شو. او پسې ورک شو. او بیا له لیرې لیرې:
«زه به وښیم، چې د موږ لیوان سویان نه خوري! داسې لیوان یوازې هغه خیټور شپانه خوري، چې له وریونه شودې، غوښې، وړۍ، څرمنې، له پیسو ډکې خورجینې او ورپسې هم، لپې لپې توبې غواړي!»
***
زراعتي خوسی
غوا هغه وخت غوا شوه یا د شودو غوا شوه، چې خپل ماشومتوب یې خپل ماشومځان په سترګو کې ولید. پیل، شترمرغ، یا شی (خوسی) د غرني په غیږ کې و، غرني ددغه شي څټ ته کتل هلته یې دنیا وه، ددغې دنیا شنېغوښې، شنېاوبه او شنهاورونه، وچو دړو، دیوالونو او ډبرو پوښلې او خوړلې وو! غرنی پخپلې ورکې پسې ورکې پسې ورک وه.
یوه توده، ښوینده، خندنۍ څپه په دې مینځ کې را باد شوه. دغه څپه هم شنه وه! دغه څپه د دړو، دیوالونو او ډبرو په مینځ مینځ کې، په غرني راتاو شوه؛ غرنی یې په ځان کې ورغړاوه! ښاپیرۍ یې په ځان کې راورغړوله!
دغې څپې هرڅه شنه شنه کړل. څپې نور رنګونه مړ کړل؛ خپل رنګ یې هم مړ کړ. هېڅ نه معلومېدل؛ ان د غرني پر ټنډه، د اتم ټولګي د ماتې ژړا هم نه معلومېده! دغې ښوینده خندنۍ څپې، هرڅه له پښو وغورځول؛ بېرنګه یې کړل او په یو بل یې ورخوشې کړل!
دغې ځانګړې شپې غرنی د هیلو اوج ته رسولی و. له غرني یې هرڅه غورځولي و. غرني ته یوازې (حس) پاتې و!
غرنی ترپایه وږی و. او تر پایه پریمانیو ځانته پرایښی و! لومړی ځل و، چې هغه دومره ښاد شوی و. هغه دم شېبه بېوېرې، بېشرمه، بېغمه و. غرنی په یوه فېفضا فضا کې، په یوه بېزمانه زمانه کې، په یوه سندره کې، چې هېڅ سندربول نه ده وېلې، په یوه داسې ژوند کې، چې که ژوند ته راشي؛ ناڅاپه رازېږیدلی و. هلته غرني له ټول اقلیم، ټولو کاییناتو او ستوریو سره یوه مرموزه نڅاه کوله. هلته څوک په څوک نه پوهېدل، هلته (څوک) نه و پاتې. یوازې یو حس پاتې و؛ بس همدومره:
یو لنډ او ځغلنده اوج... بس نو نګه خوند، نګه انرژي، نګه هستي... نور دې وېلو نه دي؛ کلیمې نه لري!
دا کلیمې هسې بېځایه د کاغذ پرمخ یوه رسمي، شکلي، مودبانه نڅاه نقاشي کوي. هلته هرڅه بېکلمې، بېڅښتنه، بېپولې، بېمرګه شوي و. هلته انسان د هر شي... حتی ځان په هېره اوښتی و!
د غوا چې دوه- درې رمباړې له خولې راووتې، دغه د قابغره الوتونکي هم له دومره اوجه، د خیر او شر د قاضي پر وړاندې، پر وچه زمکه، په ککړه غوجله، راولوېدل!
دوی دواړه، ناڅاپه د سترګو په یو رپ کې راولویدل! هرڅه بل څه شول!!
له دې سره غرنی او ښاپیرۍ یوه خوا، غوا او خوسکی بله خوا او د خلکو خبرې او د قبول ماتې بلې خوا، د سپو د څو لیونیو ډلو په څېر، مورچلې نیولې وې. او پر یو بل یې بېغږه ورغپل.
ناڅاپه د زمکې له لیوهګۍ خیټې نه د اور شیشکې راووتې او د طوقلعنت پړی یې د غرني په غاړه کې ورواچاوه! ښاپیرۍ ځان د غرني څټ ته کړ. خوسکی په شنو چیکړو کې، په یوه اړخ شخ غځیدلی و! او د اسمان په واټن- له چا څخه- د ځان په راشکولو اخته و! غرني چې نه لیدل ویې لیدل، چې د خوسکي د سترګو تور، تورو کارغانو او ټپسانو خوړلي! غوا د لیونۍ ډنډورچۍ په زور، رمباړې وهلې. لغتې یې وارولې. او په لکۍ یې د غرني او ښاپیرۍ، ملاوې ورماتولې!
دا له جګړې دمخه نغارې وې، چې غرني او ښاپیرۍ اورېدلې. هغو دواړو یوبل ته اریان اریان کتل؛ خو نه یې سره لیدل! څه یې وېلې؛ خو نه یې اوریدلې! «خدایه! مرګ، مرګ، مرګ...» خو مرګ دومره زړور نه و، چې په دې شېبه کې، د خدای بنده ته لاس ورکړي.
***
قبول په خره سپور و. هغه کلیوالو ته له خپلې لارې، ګوته څنډله! هغه بېلاس څنډلو، خبرې نه شوای کولای!
خلک هم د پیریانو د لیوه نندارې ته ولاړ ول. ټول غوږ ول، چې څه واوري... څه نوې واوري! یوه ښه د خوند خبره واوري؛ خو قبول د چا د خواه پروا نه ساتله! هغه کلیوالو ته یوازې غږونه اورول. د قبول د پیري د خولې غږونه، بېکلمې ول.
«ژوند، حرکت دی، اوښتون دی.»، «ژوند، پاڅون دی.»
«ژوند، ټوپ وهل او هرڅه په زور لاسته راوړل دي. او هرڅه خپلې خوښې ته په زوره جوړول دي!»
«ژوند، جوړول دي. خو ژوند به هغه وخت جوړ شي، چې دا دنیا اخرت ونړول شي!
دا کار زور غواړي؛ خو دا کار به له ځان سره، خپله کار نڅاه کړي! د کارنڅاه به زمکې ته جنت راوړي، ژوند به جنت شي! دې سره خدای ته کار نه پاتې کېږي؛ یعني....!» (یعني نه به وي!)
ساده خلک، نېږدې و، چې د پیړیو قسم مات کړي او پښتو ماته کړي؛ خو چې قبول د هغوی عادتونو ته په زوره لاس ورواچاوه؛ بیا د خلکو قسم پاتې شو؛ بیا را تازه شو: «دنیا او اخرت نه شته... ژوند یوازې ژوند دی او ژوند زموږ هدف دی!»
خلکو تر دې سختې کنځلې نه وې اورېدلې! هماغه و، چې له سره راویښ شول. او د قبول خبرو ته هیښ شول. هغوی له سره، له اوره ډک شول؛ خو قبول کله ځیلي خلک پرېښودل!
قبول هم ځیلی و. هغه هرځل له سره خپل غوڅ شوی ځان، له سره له خلکو سره تاړه؛ خو ورو ورو خلکو له دغه پیریاني څخه خپل زاړه مزي، زاړه رګونه پریکول!
له قبوله، وینه په لاره کې څڅېده. قبول په یوه لیوني غم کې کلیوال پرمخه کړي ول. هغه له څټه په کلیوالو د ژوند ګوزارونه کول؛ خو خلکو ځانونه ورڅخه لیرې وړل!
خلک پر دغه پیریانې په تنګ ول. خو عجیه وه، دغه خدایبښلي کلیوال، د یوه مرموز تمایل له مخې، بیا هم قبول ته څار او انتظار ول! هغوی هسې هم مرګ ته ور روان ول. هسې هم وخت نه پرې تېرېده. هسې هم پر وخت او پر دومره درانه ځنډ، په تنګ ول.
قبول زور واهه، چې دغه ځیلي خلک له دغه عمري انتظاره راوباسي؛ ژوند وروښيي او د ژوند په لاره کې یې په کار واچوي! خو هغوی د مرګ له لارې نه راګرځېدل. هغوی خپل دغه دروند انتظار نه خوشې کاوه. هغوی دغه د توبو له وزرونو جوړ لوی اسمان، د دنیا پر هېڅ شي نه ورکاوه!
دا عجیبه مخلوق و! ټول ژوند یې مرګ ته په انتظار کې تېرېده! دوی د مرګ له احساساتو ډک ول؛ ځکه یې نو ژوند هم په مرګ کې تېرېده! د مرګ پرښته، چې تل د کلي په فضا کې په الوتنو وه، دا ځل چې راکوزه شوه؛ نو د شمسالدیناکا اوومیاشتنی خوسکی یې، پلو کې وېوړ.
***
د قبول (پیل)، د کلیوالو (شترمرغ)، او د شمسالدیناکا (شوم شی) چې ولاړ؛ نو د قبول د پرمختګ د کاروان په مخکې یې د غره په ونه لوړ دیوال پرېښود! قبول هم هماسې په ځغاسته په غره خوت او بیا په څټ راښوید. هغه ته همداسې ورپېښه وه.
نه و نه و، یو ورځ مور زوی کندې ته ولیږه ترڅو «سره خاوره» راوړي، چې دا بیا ورباندې د تناره غاړه رانوې کړي.
قبول چې ولاړه پسې ورک شو. ورځ لاړه، غرمه شوه. مور د کور په انګړ کې ناسته وه او له شنې شوتلې او سپینې مالګې نه یې د سرو پتیرو مړۍ وهلې. ښاپیرۍ له تناره خام او سوي پاستي راوېستل. شمسالدیناکا بیا مخ دیوال ته اړولی و، ورو ورو له څه شي سره غږېده، خو څوک نه پرې پوهېدل! خپله هم نه پوهېده. هغه څه شي ته انتظار و! څه شي ته یې لاره نیولې وه. څه شی پرې را روان و!
پر شمسالدیناکا به له پېښو مخکې تل داسې مرموزه خبرتیا راتلله! د بختۍ چې ورته پام شو؛ نو په زړه یې ساړه ورننوتل، شوتله یې پرېښوده په تناره ورغله. ښاپیرۍ یې راپاڅوله، استینچه یې په لاس کړه او د پاستو په پخولو شوه. ښه و ژر په هېره واوښته.
لږ وروسته ښاپیرۍ په بام ولاړه وه. نه پوهېده، چې کومه خوا په لالا پسې وګوري؟
ښاپیرۍ له ځان سره په فکر کولو شوه... بیا د خیال په دنیا کې، د شیانو، څیرو او هغوی ته د خبرو په جوړولو شوه. که ګوري چې هلته لیرې، لالا د کوچیانو د مالونو په پاده کې، په خوسي پسې ګرځي!
د ښاپیرۍ په پښو میږیان راوختل؛ هغه په تنګ شوه! دا خوا یې پر ځان پرې کړه؛ مخه یې څټ ته کړه! په غرو او رغو وروخته. چېرته لیرې د قاب په ابادۍ کې، راویښه شوه!
که ګوري، چې دغه ټاټوبی سرو دیوانو نیولی.
ګوري، چې دیوانو ژوند فارمي کړی! د ښاپیریو باغ یې د خوسیو په فارم بدل کړی!
ګوري، چې لالا له دیوانو سره په یوه بله ژبه غږیږي!!
ښاپیرۍ غوږه وه. وه... خو څه شی یې وانه ورېدل، یوازې غږونه یې اورېدل! دغو غږونو مسلمانېکلیمې نه درلودې.
د تېر ماښام په دې وچه ګرمۍ کې، ناڅاپه یو دروند باران په کلي راغی او سیل یې پرې راکښتنه کړ.
سیل لکه اوبلندوزخ، کلي ته راورسېده. دغه اوبلندوزخ د کلي سر پورې تم شو؛ دوه دوه ځایه شو!
دلته د کلي هدیره پرته وه. او په هدیره کې بیا زیارت زورور وه! کله به چې په کلي د سیل دوزخ راکښته شو؛ نو له دې هدیرې به، د «شمس» یو لاس ورته راووت؛ دوزخ به یې په سر وواهه؛ دوه ټوټې به شو!
دا ځل هم سیل دوه ځایه شو؛ نیم داسې لاړ؛ نیم هسې ولاړ! سیل بیا ورک شو!
اوس کلیوال لګیا و، د سیل له خړو یې پرې شوې ونې، مړه کبان، کورني چرګان او راز راز څاروي راوښکل او کورونو ته یې وړل، چې څو ورځې خپل ژوند پرې تېر کړي! (کلیوالو ته قبول له مړو حیواناتو د صابون جوړولو چل ورزده کړی و!)
نه پوهېږم په ښاپیرۍ د څه شي بوی ولګېد! د صابون، د مړوکبانو، پرې شویو ونو، شنو خړو، کوړکو چرګو او که د قاب د مړه ټاټوبي!؟ دغه بوی هغه وپړسوله، په هوا یې کړه او لاندې یې راوغورځوله؛ په وره کې له لالا سره ولګېده؛ د لالا په غیږ کې غټ خوسی و!
- لالا دا خوسی دې له کومه کړ؟
- بېرته شه! له آسمانه راولوید. (بختۍ چې هومره خوسی ولیده؛ نو له شنو شوتلو او تودو پاستو یې لاس ونیو)
- زوی جانه! دا دومره خوسی دې څه کاوه... دا دې له کومه کړ؛ دا له کومه شو، دا چا درکړ؟... ژر شه کیسه وکړه ولې نه وایې؟ (قبول مور ته په ګوتې څنډلو شو.)
- مورې! دا چې باد راوړ که پېري، په دې د تا سر نه خلاصېږي،؛ ژرشه لاره خلاصه کړه...
د قبول سر درد کاوه. سر یې له دیوال سره لګېدلی و. هغه له سر درد سره وړاندې ولاړ. پلار ته ورنږدې شو؛ په پښو کښېناست او خوسی یې خوشې کړ، چې د خور، مور، پلار او ټولو سترګې پرې ډکې شي! پلار وروسته له وختونو مخ قبول ته را واړاوه:
- هلکه! دومره سره سره یې مه خوره! د پلار او مور په مخکې مه الوزه! (د قبول سر لا درد کاوه، پلار ته په خندا شو.)
- پلاره! لومړی دا ووایه، چې داسې خوسی دې لیدلی او کنه؟.... بیا وغږېږه!
شمسالدیناکا خپل پرې شوې خبرې بشپړې کړې:
- هلکه! اصلي خبره وکړه! دادې له کومه کړ!؟ دا څنګه خوسی دی؛ دې ته هم خوسی وايي!؟ دا څنګه غوا وه، چې دا دومره خوسی یې پیدا کاوه! (د قبول د هیلو ملا ماته شوه، سیل زلزلې یا دوزخ ووهله، پرې یې کړه؛ دوه ټوټې یې کړه!)
- «پلاره! دا خوسی ما له کتابه راووېست!»
قبول د خپل کار له امله لوی هرکلی غوښت! هغه نه وه ګڼلې، چې مازې د خوسي په راوړلو به یې پلار، مور او خور له ستوني راونیسي او په شرمو به یې وشرموي! قبول وهل خوړلای شول؛ خو نصیحت یې نه شو اورېدلی! قبول ځان ټینګ کړ، د خپل غم پر وړاندې راونه لوید.
شمسالدیناکا خبره وموندله. د خپلو خوبونو تعبیر یې حس کړ! له دې سره یو دم ټپ شو. خواته شو او له ځان سره شو، پخپل ګریوان ورولوید او په توبو کې پټ شو! زیاتي له قبوله هم ورک شو: «توبه توبه؛ له بدترینه یې توبه!» قبول هم یوازې و. هغه ته چا چکې ونه کړې. چا ونه لمانځه. چا نور ونه پوښته! څوک یې دغه د سوال خوسي ته ور وړاندې نه شول! غوا او خوسی بېرته د قبول غاړې ته ورولوېدل؛ قبول ورسره اخته شو.
خوسي د غوجلې په تیارې کې، غوا له ډکې غولانځې راونیوله. غوا یې وروبدله. خوسي، چې ترڅو د غوا تیونو ته څو ټکانونه ورکول، غوا په کیڼه پښه هسې په لغته وواهه، چې ښه شېبه یې ساه په بدن کې دروغ شوه.
له هغې وروسته، چې قبول پر غوا هرڅه وکړل، له لیونتوبه راونه وته! بختۍ بیا په غوا تاویزونه وکړل؛ خو تاویزونو هم کار نه کاوه. او غرنی خو له جنګه ډک و! هغه د غوا شودې حرامې ګڼلې! عجیبه وه دغه خوسی په غوجله کې له غوا او د باندې له غرني، په مرګ وېرېده!
د غوا به چې غولانځه را ډکه شوه؛ نو شودې به یې له تیو راوتلې او د غوجلې په چیکړو به ور ګډېدلې. غرني به چې د غوا رمباړې له لیرې واورېدلې؛ نو له کوره به ووت، لیرې به شو. هرچا او هر شي ته د کاڼو په وارولو به شو.
غرني، په دې ډول ځان له کریغو، له ژړاوو، له بلا جوړولو څانډه! هغه کوم ځانګړی بنیادم ته په غوسه نه وه؛ خو له دې سره هر چا، هر شي ته- د یوه مرموز دلیل له مخې- په غوسه او کاڼو وارولو و. له غرني سره خپل خوب و. او خوب یې بیا بیا لیده! په دې راز یوازې خپله خبر و؛ ځکه د کاڼو د وارولو او د هر شي د خرابولو له لیارې، ځانته پټ پټ ژړېده.
ښاپیرۍ د خپل خیال په ټال زنګېده. هغه به دا شېبه په غوا غوا کې، له ځان سره لاس او ګریوان شوه. هغې که څه هم چې لوړې زدهکړې کړې وې؛ خو بیا یې هم د باورونو څلی، د افسانو او اسطورو له اوبو چینار پورتهکېده.
ښاپیرۍ له خپلو ګوناو سره اوسېده. د هغې ګونا بېجسمه وه، ذهني وه؛ چا نه لیده! هغه پخپل دغه چاپېریال کې پټه وه. یوازې له ځان سره لوبېده! هغه پرځان په غوسه وه. له ځانه شرمېده. د ځان ښځه وه! او چې ډېره په تنګ شوه؛ نو نږدې به و، چې لوړې غونډۍ ته پورته شي او چیغې ووهي، ووهي... «بنیادم وژل شوی. بنیادم نشته! بنیادم، غلو وړی!!»
ښاپیرۍ د له خپلو مېاشو، مچیو او مېږیانو څخه راټوکیدلي قهر، وېرې او نابلدې خوښۍ، په یوه ځای کښېناستو ته نه پریښوده. ښاپیرۍ وپوهېده، چې پر دې وطن، پر دې لرغونو بنیادمانو، پر دې وچو وچو له کاڼو ډکو غرونو، او پر دې خړو خړو سپیانو کې (چیرې چې د دیوانو ارادې عمل کوي او میندې هم قابیل راوړي!) د ښاپیرۍ لپاره ژوند، دوزخ دی.
ددغو مړو په قبیله کې، قبول و، چې د ژوند اوبال یې پر غاړه اخیستی و. او ورسره سرې سترګې ګرځېده!
قبول له ځان سره د اوړو ګودامونه، د کاني اوبو ویالې، د انټي بیوټیکو معجزې، هندسي نقشې، د ریاضي وروستي ارقام، او د تاریخ ګڼې نننۍ په وسلو کې ورکې لښکرې، د کار د نڅاهکولو په خاطر، روزلې او ورځ تر بلې زیاتولې.
خلک شبکورۍ وهلي و. هغوی پرته له دیوانو بل څوک نه لیدل...
د قبول ملا، د کتابي خوسي له ملا سره، د غوا په ښکرونو کې ماته شوه! خو رنځور قبول لا هم روغ ګرځېده! هماغه و، چې غوا ته د هغې د خپل خوسکي له څرمنې «ډډی» جوړ شو. او ډډی په غوا روغ شو. خو په غوا هم د څو بیلونو د لاستو ماتیدلو څه درد پرایښی و. ځکه نو یو مخ له روغو شودو ورکولو او بل ځل خوسي راوړلو ولوېده.
***
د مارانو هګۍ
پسرلی ښه په مستۍ کې و. سهار به چې شو؛ نو په کلي کې به ژوند وغوړېد. لمر به له پاسه په کلي سره زر رااورول. نرمې وږمې به له بلې خوا د غاټولو عطر په کلي راشیندل. د کلي ماشومان به د مېندو په بدلو یا څپېړو، له زړو زړو برستنو راپاڅېدل او د ویالې په لور به ورځغلېدل، یو له بله به مخکې کېدل، چې لاس او مخ ژر تازه کړي. د کورونو مشرانو او ځوانانو، چې د سهارنۍ جمې په دوعا پسې له ملاصېب سره (امین) غبرګ کړی و، بېرته کورونو او له کورونو کروندو ته ور وتل، چې د زمکې له غوا نه د غنمو او رنګ په رنګ دانو، شات راوباسي.
کتل به دې، چې ځینو سپارې ځغلولې، ځنو به لښتي ساپول، او ځنو به هم د لښتیو او ویالو په ژیو، د ارهر چنار نیالګي کښېنول. بله خوا به زړو او پخو ښځو، د تنرونو او غوجلو په باب لارښوونې کولې او پیغلې یې په کار پسې ځغلولې او ځای ځای یې څارلې. پیغلې هم په سرو لاسونو کې، ډکې ډکې کټوې شودې له غوجلو راوتلې.
ښاپیرۍ هم د شودو له کټوې سره، له غوجلې راووته. ډډی «سپیلني» په غیږ کې رااخیستی و. دا وخت به د ښاپیرۍ ډېره بېړه وه، او په دې بېړې هم چا نه پوښتله؛ ځکه د هرچا به یوه کار ته بېړه وه!
اوس ښاپیرۍ له غوا، له غوجلې په تېښته وه. هغه به ناڅاپه یو خوا د (کلي، غوجلې، غرني) او بله خوا (د ښار، پوهنتون او یوه ښاري غرني) په پرتله کولو شوه. او چې ځوانۍ زهرو به په څپېړه ووهله؛ نو بېرته په غرني به راولوېده.
د غرني نګه ځواني، ښایست او لیونتوب هم کروندو خوړ. ځکه به نو ښاپیرۍ لا ژوندۍ او غچ اخیستونکې شوه. زړه به یې وشو، چې کاشکي ددې شنه پسرلي پرځای، د ژمي په واورو او یخنیو کې، په هغه ورکه غوجله، په هغه شنه اقلیم، په هغه بېرنګه رنګ واوړي!
ښاپیرۍ له مېاشو، مچیو او میږیانو ډکه ګرځېده؛ خو له چا سره نه غږېده. اخر به غرني راونیوله. دغه ځناور به په لوی لاس، لاس وراچولی و!
غرني حق درلود. اخر مین و او بیا ځوان زلمی و. دغه ځوان نارینه د مینې لیوه خوړلی و. او ځکه دومره زړور شوی و، چې په سپین سبا او سپین میدان، خپل غاښ راوباسي او د بنیادمانو عادتونه وچیچي!
د پېښو یا ورځنیو او بیا پسرلنیو دندو په چټکتیا کې، ښاپېرۍ له غوا نه شودې راووېستلې. د نغري په اور یې له خپل زړه سره کباب کړې او بیا یې د غرني په لور ور ګوزار کړې؛ خو له دې سره شیطان دا هم پخپله بېشکله بېړۍ کې، له اوو غرونو ور واړوله او د غرني لیوه ته یې ورخوشې کړه.
د غرني سترګې چې دومره نږدې او ناڅاپه په ښاپیرۍ ولګېدې، بیا یې د ارادې پښې ولاړې وښوېدې... چې ښه شېبه تېره شوه، بیا «بختۍ» د شیطان پته، د زمري په پښو پیدا کړه او ورته په کنځلو شوه! بختۍ په منډه منډه کې شیطان په کاڼو وېشته او د عمرې د حج ثواب یې ګاټه.
کاڼي په ښاپیرۍ لګېدل. ښاپیرۍ تردې په سخته رضا وه! هغه په ځان کې، په څه شي ډېره په تنګ وه. څه شي ته خپه وه؛ خو له څه شي شرمېده! او ورسره هم وېرېده؛ ځکه هماغسې نه وېلې به خبره، ترې هېره شوه!
د غرني پر ځای سخوندر په غوسه و. سخوندر یې همدا اوس سوری کړی و. د «رشقې» باد یې ختلی و! یو مخ په بد بوی ککړ کړ. بوی د خولو و!
خولې له هغه اوریدې «ولې واده نه راکوئ!» او « ولې له وړې خبرې نه غټه خبره جوړوئ!؟»
ښاپیرۍ د غوا شودې پلمه کړې او دا خوا یا ها خوا یې خپلې کنځلې وشړلې؛ اخر یې خپل زړه تش کړ!
د ښاپیرۍ او غرني وړه نکاح دمخه تړل شوې وه؛ خو د واده شپه یې، د ښاپیرۍ د انا د مړینې کال پورې څټ ته غورځولې وه. او ښه ډېره یې څټ ته غورځولې وه!
دغه ځنډ د غرني په پښو، د زمکې او بنیادم د ټول ژوند په واټن ورځ ور تړلې وه. او دغې ورځې غرنی غل کړی و. او په دغې حلالې غلا پسې بختۍ ډیوه راپورته کړې وه.
د بختۍ زور په (بودرۍ) رسېده؛ خو دا ځل چې و نه رسېده؛ خپله په لاسو، په پښو، په سترګو... څو ځله چټګه شوه! خو ناڅاپه په هینداره کې وښویده او هلته د خپلې زړې ځوانۍ عکسونه- د شیطان له وزرونو- پرې راواوریدل!
بل څوک نه وه، چې د غرني لیوه ته له ځانه ترکستانی سپی را وباسي! قبول دغو ټوکو ته خندل؛ خو نه یې ورکتل! هغه د ګڼو چارو په مینځ کې، د پاڅون سره جنډه رپوله.
هغه د خپل (ګوند) مخکښ سرتېری و. دغه ګوند د کار او د نڅاه ترمینځ د پرتو غرونو او غلو، د دړې وړې کولو شعار ورکاوه. او د قبول په خوله د جنګ (چورک) وهل شوی و:«نور یې وخت دی!» ځکه دا خبره د ګوند په لیکو کې خپره، تیته او توده شوه او اور یې واخیست؛ اوس نو ګوند نشو په شا کېدای!
«نور یې وخت دی!» قبول که سل ځله یاغیانو په څټ وهلی و؛ بیا به هم را ولاړ شو او د لارې پر سر به لارویانو او سیلانیانو ته په ګوته څنډلو شو: «مخ په وړاندې د کار د نڅاه کولو په لور!»
قبول خپل شعار (د اور شعار) پرلپسې تکرار کړ؛ خو څوک وړاندې نه تلل(یاغیان وړاندې نه تلل)! یاغیان، هسې د نوم یاغیان ول. اصلاً مړزان ول.
قبول دې ته په غوسه او زړه تنګی و. هغه له ټولو سره په ځیل کې و؛ خو یاغیان یې چې څومره خبرول، نه خبرېدل! چې څومره یې ښورول او راویښول؛ له ځایه نه خوځېدل! چې څومره یې وړاندې ټیل وهل، هومره په څټ راتلل! یاغیان ښه تر بېخه په ځیل کې و. وړاندې نه تلل؛ له نڅاه څخه شرمېدل...
اخر هدیرې بدرنګه کیدې. او د مړو ارواوې یې خپه کیدې. او بله دا چې په کلي کې یوازې ډمان په نڅاه ښه پوهېدل؛ ځکه نو د مړو له نژاده یوازې قبول او څو مکتبي ځوانانو پاڅون کړی و. او له قبرونو راوتلي و او په سرو کفنونونو کې، د یاغیانو د استازیتوب تر سرې جنډې لاندې، ودریدلي ول.
دغو سرتیرو ځوانانو تر خپلې جنډې لاندې لوړه کړې وه، چې په خوښه یا د سوک په زور به، په کلي کې کار په ډلهییزه نڅاه اړوي!
کلیوال په تنګ، په غوسه، ستړي، ستومانه او له جنګه ډک ول. په هغوی تیاره وه. هغوی څه نه لیدل، په څه نه پوهېدل. کلي له پخوا د شبکوري ناروغي درلوده!
کلی یوې مبهمې تیارې، د یوه نامعلوم سرنوشت په لور ټیل واهه. د کلیوالو کړه وړه په یوه مرموز رواني چاپېریال کې خوسا کیدل او په بدو پایلو کې پای ته رسېدل. په کلي هماغه زړه، له پیښو او بلاوو ډکه شپه را روانه وه.
یو ځل بیا له چیرې لیرې، بېجسمه موجودات، دیوان، پیریان، ښاپیریان او د دوزخ سره زمريان، کلي او کلیوالو ته په غوسه ول.
زاړه ښکاري کوډګر، بیا په دغه شپه کې، ژرنده ګرځوله. او په کلي یې مېاشې، مچان او میږیان ورشړل! دا لوبه چا نه لیده. په کلي کې شبکوري وه!
کلیوال په تنګ، په غوسه او له مرموز طاقت او بالقوه فعالیته ډک ول. نږدې و، چې یو «ټنګ» پورته شي، یوه ناڅاپي چیغه جوړه شي، او له ځان سره هرڅه، ناڅاپه لاندې باندې کړي.
کلیوال هیښ پاتې ول. هر یوه یې، هر چا ته تروه تروه کتل. هر یوه د بل په ټنډه کې د خپل قتل اراده (لیده)!
په کلي کې څوک له چا سره نه غږېدل. یو له بله لیرې ګرځېدل. یو ملک و، چې په دې هرڅه پوهېده؛ خو بیا یې هم زړه کوم کار ته نه کیده!
ملک نور لمسول، هڅول او د قبول له سړو سره په لوبه ورګډول؛ خو نور په تنګ، ستړي، کسل، بدګمانه ول. او له ملک سره هم په ځیل کې ول.
دا وخت ملک چا نه مانه! ملک د کلیوالو او په تېره ځوانانو له خونړیو، خونړیو کتلو په څټ ولاړ. خوا ته او ګوښې ته شو؛ په جومات ننوت. سپینملنګ یې ولمساوه، چې که هغه د سرببرو مکتبیانو پر ضد فتوا ورکړي؛ نو دی به ورسره یو ځای، له حکومته ماسلان راولي. او له کلي څخه به دغه لیوني پیریان جارو کړي؛ خو د ملا وسله چې څومره زړه وه هومره خوږه وه:
«ملک صیب! ته ارام کښېنه؛ ټول کارونه خدای کوي!»
ملک یوازې پاتې شو. هغه په یوازې ځان هم زړه دې کار ته نه ښه کاوه؛ خو تر دې له بدې وېرېده!
د قبول ګوند یومخ په ښکاره وسلې ګرځولې، ډزې یې کولې؛ ترڅو که د چا «پښتو» زده وي، مازې په کږو ور وګوري! خو هغه «پلار» چې یو وخت به یې کږو کتلو د غرو په لیونیو تشې متیازې بهولې، اوس له کاره لویدلی و! اوس بابا شوی و. اوس هغه ته نه هغه د سترګو زهر پاتې و او نه هغه سرچپه امرونه!
دغه زوړ زمری په دې تېر عمر، یوازې ځانته خوشحاله و. ځانته یې ډول واهه. هغه پخپل لاس ځان په دې بوډاتوب کې یوازې کړ.
نه پوهیږم هغه د چا بدو سترګو وواهه! نه پوهېږم کوم کوډګر څه پرې وکړل، چې دغه نر زمری یې، د خپل نسل له ښو ښو سړو را لیرې او جلا کړ. او ددغو بېپروا ځوانانو مقابلې ته یې یوازې خوشې کړ!
دا عجیبه انسان و. په یوازې ځان هم د جنګ-جګړې سرتیری او هم سردار و. او هم یې د ملي ودې لپاره خپله «پریکړه د بری شرط» ګرځولې وه؛ خو مشر خبر نه و، چې ددغه بري ترلاسه کولو ته یې، هغه (کارګر) ګمارلي ول، چې زړونه یې له کاره، نڅاه ته ښویدلي ول! مشر چې ښویدلو ته د کپسونو دړې پرانیستلې، ستوری یې والوت؛ خو که رښتیا خبره شي په نره والوت: دا شېبه شین زمری و.
***
دویم فصل
د خلکو باچا
نه و، نه و، چې بیا یوه شپه ماسلان راغلل او قبول یې لاس تړلی بوته. له دې سره د وېرې او وهم یوه مرموزه فضا په کلي راخوره شوه. خلک پخپلو کورونو ننوتل! په دې ورځې د چا لاس کار ته، او څه شي ته نه ورته! له دې سره چوپه چوپتیا شوه. په همدې وېرونکې چوپتیا کې بل څه وشول!
یو ناڅاپه فضا او حالات په بله واوښتل. مکتبیان له خپلو ټولګیو راووتل او له سرو جنډو او جګړهییزو شعارونو سره، زړور- له شور او مستۍ ډک- د ولسوالۍ په لور وخوځېدل! په دې اوږدو کې ځنې لارویان هم د مکتبیانو له پاڅون او لاریون سره یوځای شول.
په دې ورځې څه شوي و. د ښار پولیسو خپل روحیات بایللي ول. پولیس نه شول جنګېدلای! هغوی خپلې وسلې او سپینې فلزي خولۍ، په څلورلارو کې وغورځولې. او تش لاس مورچلو ته په شا شول. حکومتي پولیس، یو ټک هم له پاڅون کوونکو سره ونه جنګېدل!
سوبمن ځوانان او لارویان د ولسوالۍ په جېل ور تویې شول. او پاتې پاسوال یې بېوسلې کړل. ورپسې یې د جېل پولادي دړې او پنجرې ماتې کړې. او ټول بندیان یې راخوشې کړل.
څو شېبې وروسته، قبول د ټولو په سر کې و. هغه سور ټوکر په سر تړلی و. او تر ټولو زړور او اوچت روان و! هغه په دې ورځې بل شان سندریز شعارونه ورکول: «مړ دې وي حاکم!» «مړ دې وي د پولیسو قوماندان!» «ژوندي دې وي خلک!» او «سرلوړی دې وي د یاغیانو کلی...»
د قبول او آزادو شویو بندیانو او د پاڅونوالو ځوانو مکتبیانو نندارې ته، خلک دباندې راووتل؛ خو لانه پوهېدل! ورو ورو یو بل ته ور په غوږ شول:
«جمهور رئیس وژل شوی. عسکرو او منصبدارو ارګ نیولی. او ښار په چیندارو ډک دی!
ښار په چیندارو ډک دی!!
ښار په چیندارو ډک دی!!!»
قبول کور ته په اتڼ راننوت. د هغه خولې تر دوزخه تروه اورونه بادول. اورونه په شمسالدیناکا ولګیدل؛ هغه ژر ژر ږیره په لپه کې پټه کړه:
«هلکه! مه ګډېږه...! مه خانده! دا د پیریانو ګډا او خندا به دې ژر ارمان شي!!!»
د قبول اورونو یوځل بیا په دوزخ کې ولامبل لا لیوني شول:
«پلاره د انقلاب توره دې ولیده!؟ دا د خلکو توره ده! دا د خلکو د زور لومړنۍ پېښه ده. د خلکو زور به دا کلی دا سیمې دا... جنت جوړ کړي...»
«پلاره! د خلکو زور د خدای زور دی؛ دا ومنه!» یعني (ژر شه دا ومنه!)
قبول د دوزخ له مینځه په پلار ګوزارونه کول؛ خو پلار تر دې بدې ورځې ته خوب وړی و.
ناڅاپه سور پیری له خلکو هېر شو؛ قبول وریاد شو! قبول یو دم، ناڅاپه؛ لکه مړخیړی راپیدا شو او سمدستي د دومره لویو کارونو شو! دغو کارونو مړي راویښ او راژوندي کړل، له قبرو یې راپاڅول، په سرو ګلانو یې ننوېستل!
یاغیانو هغه «لیوان» او دغه شپه هېره کړه او یومخ په پاڅون، په لاریون، په کار، په نڅاه ورګډ شول.
اوس قبول د سر سړی و! د کلي خلکو ته باچا و. له دې سره د کلي حالات له بیخه نوي او بل رنګه شول! کلیوالو په دې تازه فضا او د سړیو او څیرو په نوي چاپېریال کې، له سره ژوند پیل کړ. کلیوال د ژوند په ډګر زړور وخوځېدل او د قبول د شعارونو په ملاتړ، په منډو شول. دا ځل قبول هر غږ کلیوالو اوچتاوه. د قبول هره خبره کلیوالو پخپل ډلهییز عمل ښایسته کوله. قبول له خپلو ورپېښو بریو سره غوڅ او پوخ روان و!
قبول خپلو سوبمنو کارونو حیران شو. ورو ورو د هغه پر ځان باور وشو. ځان یې ومانه. ځان ته یې غیږه ورکړه. پرځان مین شو!
هغه اوس ګومان کاوه، چې عادي بنیادم نه دی. یا خوشې بنیادم نه دی؛ بلکې بل څه دی! ښايي دا د ساده کلیوالو د هماغې زړې اسطورې تر ټولو سپیڅلی تعبیر وي، کومه چې کلیوالو په لرغوني شمس پسې جوړه کړې وه.
قبول پخپله مینه کې پټ و. له ځانه ورک و. هغه شمس موندلی و؛ خو دا یو بل شمس و! دا تر ټولو نارینه او ځیګ شمس و، چې ټولو کلیوالو ته یې ټول ژوند په نڅاه اړاوه.
سپینملنګ زړې توبې او زړې «سیپارې» هېرې کړې وې. له سره یې د سواد د زده کړې لوست کاوه. هغه د قبول نوم، د ابجد په تله کې تاله او قبول یې مسلمان راخیژاوه! ملک زاړه ماسلان او زاړه ښکاریان له خولیو او ټوپکو سره، د خوب په ویاله کې خوشې کړل. سپینملنګ به اوس وخت ناوخت د قبولباچا لیدلو ته ورته. قبول هم خپل لوی لاس ورکاوه. او ښه په نره ورته غږېده! ملک هم په «هو هو» نمانځه.
قبول او سرببري مکتبیان په دې لګیا ول، چې ډېر ژر، ټول یاغیان، د ژوند، بشریت او بخت په باب، په غوڅو پوهو او معلوماتو سمبال کړي او له دې لارې ژوند په تر ټولو لنډ وخت کې، په ګډه ډلهییزه نڅاه واوړي!
مکتبیانو لوی کارونه او درانه کارونه سمدستي کول او ژر یې کول. هغوی ته یوه شېبه ځنډ، تر مړینې دروند خبر و! مکتبیانو په نره، په هر راز خنډ او ځنډ برید وروړ. له دې سره د یاغیانو په کلي هم معجزه راګډه شوه. په دغه معجزه کې زمکه، جایداد، پیسې او رمې ټوټه ټوټه شوې او هر چا ته ورسېدې. هرچا له ځانه سره یوړې.
له دې پېښې سره د کلي غټې غټې زمکې او ګڼې ګڼې رمې، ورکې شوې. لوی کلی په وړو وړو کورګیو ووېشل شو. د کلي نوم ولاړه. هدیرې سپکې شوې. او زیارتونو نور په چا کار نه درلود. اوس واک د ګوند و. ګوند ورځ تربلې د ولس په مینځ کې نوي دریځونه او ارمانونه، په ورځني کار بدلول.
په دې لویو هلو ځلو کې، د قبول نوم یادیده. قبول ورځ تر بلې تیری کاوه. هغه د افسانوي دیوانو په زور کارونه سرته رسول.
قبول یوازې و. هغه په یوازې سر جنګیده، او وړاندې ته! هغه په یوازې ځان ټولې دنیا ته ګوته څنډله:
«هغه ځوان چې د وطن په درد سوځیږي
که سل ځله پرمخ لویږي پورته کیږي
ما ترې سله ځله قربان او صدقه کړې
چې د مرګ په پوله ناست وي لا خوځیږي»
قبول یوازې و. هغه په تشه فضا ډزې کولې! خلک هم یوازې ول. دغه یوازې خلک، د قبول د شعارونو او شعاري کارونو له میدانه په وتلو شول! ورو ورو او خپ، خپ په څټ څټ ووتل!
خلکو غږونه اورېدل؛ خلکو کتابيکلیمې نه اورېدلې! د قبول غږونه ورو ورو ورڅخه لیرې شول. اوس له دغو غږونو کلیمې نه جوړېدې.
د کلیوالو ترمینځ څوک بڼیدل! چا د قبول غږ سم نه اورېده. خلک دې کار ته په تنګ ول. بڼهاري ته هم په تنګ ول «ته چپ شه، چې خدایخبر څه وايي!؟»
«آخر یو ځل خو غوږ ونیسئ چې بالاخره څه وايي!»
دوه به سره ګریوان په ګریوان شول، سوک په سوک به شول، په وینو به یې سره، سره کړل!
بیا هم بڼهاری و! د هرچا په سر کې بڼهاری و!! دا مرض په ټولو له پاسه را اوریده. د ټولو سرونه له مېږیانو، مچانو او مچیو په چاودلو ول.
د غرني سر هم په چاودلو و. د قبول او مکتبیانو په دغو سرچپه کارونو، د هغه سر نه خلاصېده!
غرني له دې (هی هی) او شورماشوره ګوښې ته شو! د کلي سر پورې به وخوت، غره ته به په نظر ځغلولو شو. د غره له لوړو سرونو به یې تازه هوا راکشوله او پخپل سوي ځان کې به یې تشوله!
هلته به هم ستړی شو. نور به هم یوازې به شو. په ځان به ننوت؛ پخپل زړه به ونښت!
په زړه کې یې لوی غم پټ و! غرني به غم راوسپېړه؛ ناڅاپه به څه شي په خندا کړ، څه شي به وسکونډه، څه شي به په غیږ کې راواخیست. او په کلي کې به یې د قبول مخې ته خوشې کړ.
غرني څو څو ځله خپل قدمونه له ښاره، له ښاري مکتبیانو نه، له دولتي سړو، له کلیوالو نه، له کلي نه... راټول کړل. او د ختیځ په لور -د لویو غرو په لمنو – ور وخوت؛ خو بیا به ستړی شو. بیا به په کلي راګډ شو!
غرنی خپلې دې بېغیرتۍ ته خپه خپه و. هغه ته خپل زړه ښځینه ښکاره شو!
په هغه څوک نه پوهېدل. هغه خپل حال چا ته نه وېلې... حتی ښاپیرۍ د غرني له دې پټو لوبو ناخبره وه! هغه ته ښاپیرۍ لوی غم وه! هغه د غرني په فکر نه شوای پوهېدلای. غرني ته ګرانه وه، چې لوستې ښاپیرۍ ته دا ختیځ ته پراته سپین غر غوښه او کنړ سین هم ښوروا کړي. او بیا هغه په توره تیاره شپه کې، هغې خوا ورپورې باسي!
غرني خپل حال چاته ونه وایه! حتی ښاپیرۍ تر پایه د خپلې زړې مینې، د مست لیوني په زړه او خیال کې له دې ذهني ډرامه، ناپوهه پاتې شوه. غرني سل ځله خپل قدمونه له کلي راټول او بېرته په څټ وشیندل. تر هغو، چې یوه ورځ قبول ته کښېناست او په څه چل یې خپله خبره پرې ومنله او قبول د ټولو په مخ کې دغه غټه خبره رامیدان ته کړه:
«پلاره! دا غرنی لکه چې واده غواړي... زړه یې کیږي؛ خو په لوړه نه وايي!»
د قبول له خبرو وروسته بودرۍ یوڅه ساه پیدا کړه:
«ای خیر یوسې زویه! په خوله دې برکت شه... خدای دې تر دې هم لوی سړی کړه؛ د موږ خبره خو تا وکړه!»
قبول لکه مسته پیغله، د بودرۍ خوشحالیو لا وشرنګاوه:
«څنګه غرنیه همداسې نده؟ یو څه خو پخپله هم ووایه!»
غرني چې مخ له تره څخه په څنګ ساته، د قبول له خبرو سره، د شرم او لیونیو مستیو ترمینځ خپل کلیوال غرور ژوندی وښود:
«زه څه ووایم؛ خبره خو همدا وه چې تا وکړه... خو نه پوهېږم چې تره څومره تیږه راته ږدي؟»
شمسالدیناکا چې نورې دنیا ته کوڼ و، غرني ته راویښ شو:
«غرنیه زویه! هر کار خدای کوي... د تا د بخت کار هم خدای کړی... دغه څه چې وینو، دا هم خدای کړي... لږ به صبر وکړو، چې خدای نور څه کوي!»
قبول د پلار خبرو ته په ملنډو شو، په خندا سور شو... پلار هم کوڼ شو؛ خپلو زړو توبو ته ولاړ، هلته پټ شو... له قبول نه هم ورک شو!
د قبول په لاس کې کلاشینکوف و. قبول دغه درنه تپانچه، له دیرشو کالتوسو سره، په لاس کې وزن کوله:
«غرنیه! په دې زړو خبرو پسې مه ګرځه! دا کار دې له ما غواړه... دا کار به زه درته جوړ کړم؛ زه! اخر د تره زو څه شي ته وايي؟»
قبول غرنی پخپله غیږه کې ورټینګ کړ. او بیا یې ښه کښېکوه! غرنی هم لکه د ساز یوه اله، د قبول له شعر سره، په تال جوړولو شو:
«جارشم تره زو.»، «دغسې تره زو.»، «جارشم تره زو...»
-غرنیه بچو! ما دې وخته غم خوړلی... ټول کار مې دمخه درته جوړ کړی... هلته په ولسوالۍ کې مې د اوسپنو او پولادو په نوې کارخانه کې سم کار، سم معاش، سم کوپون، سم چاپېریال درته کتلی... بس ته دومره وکړه چې اوس له لیلام سرایه یوه جوړه دریشۍ درته وګوره...که وایې نه دا به هم زه وکړم...رښتیا نور دې نو خپل کار له کلي راټول کړه... بله ورځ به ټول کور ښار ته بوځو... هلته به سم واده درته وکړو... په تلویزیون کې به دې ښکاره کړو... د لوی رهبر د فرمان له مخې به، د درې سویو نکاح درته وتړو...
قبول، لګیاه و؛ خو نور یې څوک په خبرو نه پوهېدل! دا هماغه د زاړه پیري د خولې بېکلمې کلمې وې!
له دې جنس کلمو سره ټول چوپ شول. او ورپسې هم تیت شول؛ خو نه قبول پوه شو او نه غرنی، چې له دې خبرو څه راووتل؟!
په دې شپه ښاپیرۍ ته خوب نه ورته. ښاپیرۍ له ځان سره ونښته، په څنګ راواوښته... په بل څنګ شوه... ستوني ستاخ شوه... په مخ پرېوته... بېرته په یوه اړخ شوه، وروستۍ نیمه شپه، د خوب اقلیم ته ورپریوته.
ښاپیرۍ یوازې پخپل حس ډکه وه. د ښاپیرۍ په لاسونو کې سرهپره پشۍ وه. ښاپیرۍ موږک نیوه! هغې پشۍ په موږک پسې ځغلوله. موږک په مرغانچه ننوت. له ښاپیرۍ لاس ختا شو؛ پشۍ په مرغانچه ننوته.
ښاپیرۍ د ویالې له غاړې، د ولي پاڼې څټلې، پاڼې له شاتو ډکې وې. ښاپیرۍ په شاتو ټنډه شوه! له ونې راولویده؛ په ویالې کې ودرېده... کانګي پرې راغلې. ښاپیرۍ موږک قی کاوه.
ښاپیرۍ په لاحولو شوه. په بل اړخ شوه.
دې اړخ ته هینداره ایښې وه. په هینداره کې یې کوړکه چرګه ودوله. د چرګې په خوله کې مړ چرګوړی و؛ له هیندارې د موږک بوی راوت!
ښاپیرۍ بیا په څنګ شوه. له ځان سره په تنګ شوه! هغې د «ګندهنارو» د بیخ ترخې ځاولې ژوولې؛
د ښاپیرۍ ډډې، اورمیږ، تخرګونه په میږیو ډک ول. په ښاپیرۍ تودې، تودې متیازې را اوریدې. هغه ترکاڼو لاندې ورکه وه. هلته ویده شوه.
ښاپیرۍ چې را پاڅېده؛ نو په ویاله کې وه، چا له پښو نیولې وه! په اوبو یې ننوېستلې وه. ښاپیرۍ قی وکړ؛ هرڅه یې وګرځول.
ښاپیرۍ راپاڅېده؛ لا شپه وه! لا مور ویده وه. بیا یې څو بېځوابه بېځوابه اسوېلي وکړل؛ خو څه ترې جوړ نه شول. بیا نږدې وه وژاړي. وروستی له ژړا ډکه راپاڅېده؛ انګړ ته ووته.
منګي ته نږدې کښېناسته. منګي ته نوره هم ورنږدې شوه. له منګي سره سریښ شوه! د منګي سړې څپې د هغې په زړه ننوتې، یوڅه راژوندۍ شوه.
له کومې خوا د څه شي غږ راته. کومو بېجسمه موجوداتو پر ښاپیرۍ خندل. ښاپیرۍ (یو، دوه، درې) له ځان سره تکرار کړل؛ خو څه ترې جوړ نشول! عددونه یې بیا یاد کړل او په درېیم پسې یې منګی په سر ورتش کړ... (اخ!) یې کړ او د ملا آذان یې واورېد.
***
د چېندارو آزدي!
ورو، ورو یا ناڅاپه ننداره سړه شوه، مړه او کرخته شوه!
د اوړي په څیله کې، د ژمي د څیلې توره بلا شپه راووته! یوه مرموز لاس دغه بلا په ټول چاپېریال کې خوره کړه. له دې سره هرڅه په ټپه ودرېدل؛ بېمالګې، بېخونده، بېګلانو یې کړل... ګلان، تودوخه، نڅاه او معجزه هرڅه؛ کاغذي وختل!
ساده کلیوال له دغو غږونو، له دغه شورماشوره په تنګ شول! د لیلا له کیسې څه نه جوړېدل. په پاچا هم څوک نه و خوښ! دا یو هم چا نه پېژندل. «یاغیان» له دې ټولو ستړي، په تنګ او زړه توري شول! ددغه جبريتیاتر له لوبغالي ووتل، په ختیځو غرونو ننوتل. لوبغاړو د تشو څوکیو په ځواب کې، په ډکو څوکیو څار زیات کړ.
له کلي راوتلو یاغیانو د غرونو په سرونو بل کلی جوړ کړی کړ. له دې لوړو ورها غاړه بل وطن و؛ ځنې ها خوا ورواوښتل او پاتې یې د غره په لوړو پاتې شول! کډوال مخامخ ستورو او اسمان ته پراته ول. کډوالو شپه ورځ له آسمان سره، له ستورو سره، په مشغولاوو او خبرو تېروله.
له دې خبرو او مشغولاو یو غټ لکۍ لرونکی ستوری راووت او د کلي د سر په تشه فضا کې ونښت! ټولو دغه ستوري ته کتل.
چا وېل، چې زمانه آخره شوې؛ دا ستوری د زمانې د پای نښه ده!
چا به وېلې، چې دا د لمر له دوزخه را پرې شوې ډبره ده، چې بل دوزخ ته را روانه ده!
نیږدې و، چې یو څوک ووایي «دوزخ همدا کلی دی! دا دوزخي ډبره هم ددغه کلي د بخت په پاڼه لیکل شوې؛ خو دم شېبه د کوم شمس لاس، پر کلي له رالوېدو نیولې...
ښايي نن شپه له دغه لاسه ختا شي او مخامخ په زاړه کلي ورونښلي؛ هرڅه لولپه کړي!
ښايي قیامت له همدې کلي پیل شي! ښايي بنیادم خپل وروستي قدمونه په همدې کلي کې واخلي! ښايي همدا د بنیادم د ژوند او هلو ځلو پای وي.»
کډوالو کلیوالو، په پټه خوله له اسمان، له ستوریو، له کایناتو، له ټول سرنوشته دغه پوښتنې کولې؛ خو هېچا، هېڅ لوري ځواب نه وایه!
دا د زمانې، د زمکې، د بنیادم پای و! آسمان، ستوریو، کاییناتو له بنیادم سره د خپلو خبرو او اړیکو مزي شلولي ول!
هرڅه د مرګ او د جسم او شکل د له لاسه ورکولو په حالت کې و.
نېږدې و، چې دغه کډوال نسل، د غره په سر همداسې اسمان او ستوریو ته مخامخ، وازې خولې او وازې سترګې ساه ورکړي. او ټول لوڅ لپړ په کاڼو او خاورو ور وچ شي! چې بیا څوک وبنګېدل. ورپسې نور هم په بڼیدلو او بنګېدلو شول؛ خو لا هم څوک نه پوهېدل، چې له دې غږونو، له دې شورماشوره به څه جوړ شي.
ددغه غره ها خوا، د پردي هېواد پوله وه. له هغې خوا څوک راغلي ول. هغوی دغه مرګ ته تیار کډوال، جنګ ته پړسول.
کلیوال تازه له مرګه راویښ شوي ول. کلیوالو ژوند غوښته، کور او کلی یې غوښته... او ژوند یې د سړیتوب په شان غوښته! هغوی هرڅه غوښتل؛ خو غوښتنې له ژبې راونه وتې! غوښتنې د غږ د څپو له لارې بل چا وانه ورېدې. په کلیوالو څه چل وشو. چا کوم پوخ کار (د ژوند او مرګ کار) د کلیوالو غاړې ته ور واچاوه.
کلیوال په څټ تاو شول. کلي ته مخامخ په غره ودرېدل. د تکبیر ګڼ ګڼ غږونه یې، د کلي په دوزخیانو راوغورځول.
په همدې شپه شپه کې بیا بڼهاری شو. څوک پټ پټ له چا او چا سره په غوږ غوږ کې غږېدل. کلیوال ډلې ډلې شول.
سبا ورځ له هرې ډلې سره جلا ټوپک او جلا د کالتوسو صندوقونه ايښي و. له دې وروسته کلیوالو د تکبیر له ګوزارونو سره، د ټوپکو ګوزارونه هم ګډ کړل.
ټوپک له ځوانانو سره و. ځوانانو له پاسه، له غره په کلي نښه ورپخوله. ځوانانو په نښه پخولو کې کلي ته راغلې لویه لاره، په وینو سره سره کړه.
بله ورځ ځوانان په نښه وېشتلو کې تکړه شول.
بله ورځ کلي ته نېږدي راکښته شول.
بله ورځ په لاره کې ودرېدل، موټر یې ودرول.
بله ورځ د کلي په سر سمه جګړه ونښته!
قبول ددغو ځوانانو لوبه ټوکه ګڼله؛ خو بله ورځ دغه ټوکه ورته له خپلو رښتیاوو درنه وخته! قبول ته جګړه داسې پخپل کلي کې، غاړې ته ور ولوېده!
قبول دلته هرڅه و: حاکم، ښاروال، ښوونکی خو و؛ خو داده ددغو یاغیانو د ټکولو لپاره، د جګړې سرتیریقومندان هم شو.
قبول زلمی و. د مټو او مغزو له انرژۍ ښه ډک و. خپلو ټولو دندو او کارونو ته رسېده. د هغه امتیاز دا وه، چې د هرې پېښې او هرې اړتیا په وخت کې یې چټک او غوڅ عمل کاوه.
قبول په ډېر لنډ وخت کې، د مشرۍ او ریاست اوږد مزل وهلی و. د هغه یوازینۍ کمزورتیا دا وه چې سرزوری و. ځیلي و. هر کار یې په زور کاوه! هماغه و چې یوازې شو.
دغه یوازې جنګیالی، خپل لیوني غرور پړسولی و. هغه هېچا ته، په هېڅ کار کې، تن نه ورکاوه! هماغه و، چې لاهم یوازې شو.
قبول د جنګ او د ګوزار، د خرپ او ترپ، د ځغاستو او ناکامولو، وژلو او نړولو، او د سړي او پیري په وجود کې د وېرې د زلزلې، جوړولو سړی و؛ نه د مشرۍ د خوبونو، نه په چا د لاس د راکښلو، نه د چا په غېږ کې د نیولو او له ځانه بر کښېنولو سړی! هغه ددې هنرونو نه و!
قبول خپل ځای نه پېژاند. د بل ځای یې هم نه پېژاند. د هغه له چا سره راشه درشه نه وه زده. هغه د خبرو مرهم نه درلود. هغه یوازې (کار) پېژاند. یوازې کار یې غوښت. هغه له ځانه په ډېر لنډ او غوڅ وخت کې، (غټکار) غوښت. قبول کار نڅاه کاوه؛ ځکه یې دا کار په زوره کاوه. ځکه یې په همدا نن سبا کې کاوه!
د قبول په دومره ارت زړه کې، د یوه زاړه او لرغوني دیو ارادې، حکومت کاوه! قبول ددغه بېجسمه دیو، غلام و. دغه دیو پخپلو احساساتو سره کلی، کلیوال او د هغوی تېر، اوس او را وروسته... هرڅه، ګډوډ کړل.
دا یوه مرموزه لوبه وه، چې نوې پیل شوې وه! دغې لوبې ډېر چټک حرکت درلود. د لوبې پېښې پرلپسې په ډېرې چټکۍ او بېساري انرژۍ کې رامنځته کېدلې. او په توره شپه کې، په یوه ګڼ ځنګل کې، د زرکانو او هیلیو په څېر، له ونو سره لګېدلې. او په وینو ککړې پکړې، پښو سره لوېدلې!
قبول د لرغوني دیو په شان لوبه پرمخ وړله. لوبه د وینو تر باران لاندې پرمخ روانه وه!
زیاتي نو په کلي سره ورځ وه. شپه او ورځ به د ډزو او ګوزارونو خرپ او خروپ و. په کلي کې مېشت کلیوال په داسې بدې ورځې پښېمانه ول. شمسالدیناکا د کنډکمشرۍ د وخت په باچا پسې ژړل. د کلي نورو سپین ږیرو هم ژړل؛ خو ددغو زړو د لاسه څه نه کېدل! چا یې خبرې ته غوږ نه ایښوده! چا ملاتړ نه ورکاوه!
دې کار وخت غوښت. او اوس وخت وخت د منډو و. او منډې هم یوازې د کلي شډلو، بېتعلیمه ځوانانو ښې وهلې! ځوانان پخپله ځانونو ته مشران شول. غرنی هم همداسې یو مشر و!
دا بېل وخت و؛ لکه د دوزخ د زمانې یو لنډ او وړکی زمکنی لاریون! څو شېبې به چوپه چوپتیا وه، بیا به ناڅاپه (هی، هی) جوړ شو. او په دې منځ کې به یو بېشکله جنګي دیو، پخپل اورلن آس، د کلي دپاسه، په «برښښښښ...» تېر شو، چې ورسره کتل به دې؛ نو یو پوره لښتی چنار به له بیخه اره شوي او په لاره او زمکه -ځای ځای- غورځول شوي ول.
عجیبه ویره خوره وه. د چا (آه!) نه و زده! د چا چیغه او ژړا نه وه زده! هرڅوک پخپلو مړو شرمېدل او ډارېدل! هرچا خپل مړي پخپله، په پټه، په شپه کې، په ویاله کې... خوشې کول او یا یې د کندوانو په اوړو کې خښول. پاتې ځوانان -ورځ په ورځ- نور هم غرو ته ختل! زاړه واړه او ښځینه به کډه په سر بار، له کلي وتل.
کلی بې سره شو، بې سامانه شو! کلي ته یوازې وچ دیوالونه او تش برجونه پاتې و!
کروندې او حاصلات کارغانو او ټپسانو په نس وهل. هغه شنه او پاخه فصلونه، چې د ژمي واورینو پرښتو په زمکو شنیدلي ول، اوس په دې سور اوړي، بېشکله موجوداتو... هغو پیریانو په قمار وهلي ول، چې کار یې جبري نڅاه کاوه!
کلی میرات و. پټي سپېره پراته و! له کارغانو او ټپسانو هر هر ځای د یوه کالبوت، کولمې پاتې شوې وې! ویاله له مړو ډکه وه. دا وخت ویاله وچه وه! کارغانو په ویاله کې د مړو د سترګو، ژبو او غوږونو ښکار کاوه.
په کلي کې بل شان شپه راغلې وه. دا شپه هماغه زاړه ښکاري کوډګر، جوړه کړې وه! کوډګر خپله ژرنده ګرځوله. ژرندې یې د اورګلان جوړول او په کلي یې ورپاشل. دا د شیطان د لاس ګلان ول. دغو ګلانو د بنیادمانو سرونه خوړل!
کلی له خپلې ټولې هستۍ او ټول ژوندي نسل سره، مرګ ور قواله کړی و!
شمسالدیناکا لا په کلي کې و. هغه همدلته ځان له قبوله خوندي ساته؛ خو په کلي کې هم چا نه پرېښود. کلی سور اور ګرځېدلی و. هره ورځ عسکر و، زرهدار و، ځنځیرونه و، ذولنې وې او د پانسۍ رسۍ، چې د کلي او کلیوالو غاړو او لاسونو ته ور ولوېدلې.
شمسالدیناکا دې هرڅه ته ټینګ شوی و، د هغه په بل کار وس نهرسید. هغه بله خوا مخه نه لرله. د هغه په مشرتوب، په خبره، په مسلمانۍ... د چا باور نه کېده!
هغه په زړه کې ددې ارمانجن و، چې خدای کړي وای او کلی یې له کلاګانو، برجونو، دیوالونو، غرونو، هدیرو، خاورې او ځناورو زلمو سره، له دې زمکې وښکلی وای. چېرې لېرې یې یوازې؛ لکه د قاب له هرچا ورک اقلیم ځانته، جلا، آرام را ژوندی کړی وای!
خو داسې نه کېدل. ځکه چې د کلي بخت له خپل فکر او کاره جوړېده!
د کلي څټ ته سرحدي پوله وه. هلته بل حالت، بل نظام و. هلته نورې غوښتنې وې. هلته ژوند نه و. هلته یوازې چړې او وسلې وې او نښه ویشتل و. او د وطن ورانول و. او (پردی) خدمتکول و!
له کلي ډېر کورونه ووتل. څوک له پولو واوښتل او د مړي او ژوندي درک یې ورک شو او ځنې هم نېږدې ښارونو ته ولاړل، هلته دېره او له کلي بېغمه شول. شمسالدیناکا په کلي کې و.
یوه ورځ- هغه هم ناڅاپه- غرمهمهال، قبول له یوه زغروال ګاډي او دوو جیپانو سره کلي ته راغی. او چې څو یې غره ته احوال رسېده او ځوانانو یې ګاډي په نښه کاوه، هغه خپل کور بار کړ او کډه یې له کلي ښارته واړوله.
شمسالدیناکا پوه و، چې نور یې ژوند په کلي کې نه کېږي! هغه پرته له سواله-ځوابه، د جیپ د مخې سيټ ته پورته شو. له هېچا سره نهغږېده. په کلي کې یې له هېچا مخهښه وانخیسته. په هېچا یې، د غوا د ډډي او د پټي سپارښتنه ونهکړه.
بودرۍ چې څو خبرېدله، او ترڅو په خبره پوهېدله؛ نو ښاپېرۍ یې له لاسه وتې وه!
بودرۍ سختې مڼډې را مڼډې وکړې؛ خو ګټه یې ونهکړه. د هغې له دې زیات وس نهرسېده.
غرنی په غرونو کې ورک و. او سپېلني دومره تریخی نهدرلود، چې د چا سترګه ترې وسوځي. او د مشر ورور نکاح کړې ښځه یې، ورته پرېږدي.
بودرۍ د موټر د ښیښې له څټه، همدا په شمسالدیناکا غږ کاوه:
«لیوره! د غرني او ښاپېرۍ خبره به څنګه شي...؟»
بختۍ د ښاپېرۍ په خاطر ژړل هېر کړل:
«بس کړه لیونۍ، څه عمري خو نهځو!»
خو ښاپېرۍ د مور د خبرو پر ځای، نور غږونه اورېدل. د ښاپېرۍ سر د مېاشو، مچانو او مچیو په یوه سندوک ځاله کې و:
«مورې! مه وایه... ماته مه وایه...»
بختۍ د ژړا شرم ور زده کاوه؛ خو هغې په ټوله لاره کې، شرم په پښو واهه.
***
کارغان او ټپسان
د ورځو له کړیو د اونیو زنځیر جوړ شو. په دغه زنځیر چا خروړې سپۍ تړلی وه. سپۍ مخامخ ښاپېرۍ ته غپل. سپۍ او ښاپېرۍ مخامخ سره ورغلل، سره ولګېدل.
سپۍ په ښاپېرۍ ننوته؛ ورکه شوه! هېچا ونه لیده.
له دې وروسته ښاپېرۍ شپه-ورځ په خپل زړه کې، د سپۍ منډې، غپل او خوړل، وژل.
ښاپېرۍ د خپلې شبکورۍ چا ته نه وېلې. هغې ته یوه مور پاتې وه. او مور به چې ډېره په زړه نرۍ شوه؛ نو چارشنبه په چارشنبه به یې لور له ځان سره کړه او د سلېمانبابا په زیارت به ور سره ننوته.
مور او لور به په ژړا ژړا کې، د زیارت په کټارو او شناختو ځانونه ور وغورځول. او خپل لاسونه به یې د زیارت د ګڼو لکړو او بېرغونو د ښورولو په درد کرخت او بېحسه کړل.
په دې یاغي دعاو کې به ښاپېرۍ بېسده او کرخته شوه. د زیارت د لکړو او بېرغونو ترمینځ به را ولوېده. او ښه ځنډ به سپينې سترګې، په زیارت ور پرته وه. او نه به سمېده او نه به را جګېده.
ښاپېرۍ په ښکاره غرنی غوښت. د ښاپېرۍ د تورو غرو لیونی، پیریانو او دیوانو چېرې لېرې په ښیښهیي کپس کې بندي کړی و.
بختۍ له دغو دیوانو سره زور واهه؛ خو زور یې نهرسېده! ځکه یې په ستاینو کې خپل زړه تشاوه:
«وه د ما بېبخته لورې، وه د ما توربختې لورې، هه، هه، هه...
ځواني دې لاړه لورې! وه د ما لیونۍ یوهسرې لورې، هه، هه، هه...
بختۍ به له خپل لیوني زړه سره وژړل، وژړل... د هغې ژړا به هرځل د دوزخ اور ته اور اچاوه! بختۍ د دوزخ (سويدوزخ) چېغې نه اورېدې!
د مور او لور ژړاو او ستاینو به په زیارت کې اوربل کړ. دغه اور به د زیارتکوونکو ټولو دعاوې له خپلو سویو ارمانونو ډکې کړې!
مور او لور به همداسې اورونه شیندل. او هغه نور به وچ، کرخت، بېساه د هغوی څټ ته ودرېدل. د هغوی به حتا ژړا هېره وه. ځنو به مازې په ژبه (څق، څق) ورته کاوه. ځنې به د بخت داسې ګوزارونو ته هیښپیښ پاتې ول.
تا به ګڼله، چې د قبرونو وچ جسدونه دي، چې د حشر په ورځ بیا راپاڅېدلي او اوس ددغې لویې ورځې ځواب ترې ورک دی!
ورو ورو زیارتکوونکي سره عادت شول. ښاپېرۍ او بختۍ به، چې ځانونه د زیارت په لکړو او بېرغونو ور وغورځول، هغوی به سره وپسنېدل. یوه به وېل، چې لور یې ځوانه-جهانه کونډه شوې!
بل به وېلې، چې مېړه یې له کوره شړلې.
دریېم به وېلې، چې نه! زوی یې عسکرۍ ته بیولی!
څلورم به وېلې، چې نه! میړه یې په توره شپه کې، دیوانو له کوره تښتولی. او خدای خبر چېرې یې د طلسم په کپس کې اچولې.
پنځم به وېلې، چې نه! د کونډې د غم، یا د عسکرۍ د غم، یا د یو بل چا د غم زور په دې ژړا نه رسېږي! دا بل رنګه ژړا ده؛ ښایي په دې ژړا کې به خدای ورسره ژاړي!
شمسالدیناکا اوس د صبر باچا و: «لورکۍ، زړه دې غټ کړه؛ دومره بېصبري مهکوه! په بنیادم داسې سړې تودې ډېرې راغلي او لا به راځي... ته لږ صبر کوه. دا لا چېرې ده؛ له بدترینه یې توبه!»
او: «لورکۍ! دا ټول کارونه د خدای لخوا دي؛ خدای هرڅه کولای شي. له خدایه مه بېزاره کېږه! ګورې به چې خدای هرڅه سم او آسانه کړی...ناطاقتې نه وینې، خدای دا هرڅه ګوري!»
د ښاپېرۍ به چې یو څه زړه صبر شو، قبول به پرې راپېښ شو. خور به یې د صبر له ساړه چاپېریاله راپاڅوله، د خپلې خولې باد ته به یې نښه کړه.
د قبول خولې بل څه کول. دغې خولې په هر شي، هرچا، حتی په فضا کې انځورونه کاږل. دغې خولې به د یوه مرموز نقاش د لاسانځورونه، په بنیادمانو، په شیانو، په فضا ورخوشې کول.
دغه بېشکله لاس به ښاپېرۍ په سرو او شنو ګلانو وپوښله. ښاپېرۍ به څو شېبې د ګلانو په بڼ کې څملاسته. همالته به ویده شوه. څه شي به وچیچله. چا به پرې (قیو!) کړی و. ښاپېرۍ به له خوبه راپاڅېده. د کړکۍ په خولې کې به مخ په سپینغره ودرېده.
لا به شپه وه. ښاپېرۍ به د نظر په وزرونو کښېناسته، مخامخ به والوته. ښه لېرۍ، لېرې د غره سرو ته به ور وخته.
هلته به څه بڼهاری و! څه ګڼهګوڼه به وه. یاغیانو به ګډ تکبیرونه وېستل. غرني تر ټولو مخکې تکبیرونه وېستل.
دوی دلته د ښار د ختیځې لمنې (کارګرانو مینه) کې، اوسېدل. د اوسېدنې دا نوې سیمه، قبول د خپل واک په دوره کې، د خپلو ګوندي ملګرو، دولتي کارکوونکو او کارګرانو په ډلهییزو کارونو او اشرونو جوړه کړې وه.
د کارګرانومینه، له ورایه معلومېده. ددغې سیمې ټولې ودانۍ په سرهرنګ جوړې شوې وې. دا د ښار یوه عصري او له هر راز اسانتیاو برخمنه سیمه وه. قبول او د ولسوالۍ مشر ګوندیان، دلته د اوسپنو او پولادو د نوې فابریکې له کارګرانو سره اوسېدل.
د قبول کور د سیلو له روټه بیا تر روسۍ ودکا پورې په هرڅه ډک و؛ خو دغه سرکاري کور و. دغو بېنمازه خوراکي، پوښاکي او لګښتي شیانو، شمسالدیناکا په لغتو واهه. هغه به د خپل تقاعد په پیسو، ځانته او بختۍ ته، له وطنينانوایۍ تازه ډوډۍ، شنېترکارۍ، کورت او مستې را اخستې او کله به هم د چاینکۍ دوکان ته ورتاوېده او یو ساعت به یې هلته زړه له همزولو سره تشاوه!
نور نو اکا له دې وړیا کور، وړیا ډوډۍ بېزاره و. د هغه ځای –ډېری وخت- زیارت او جومات و. خو جومات یې هومره تش نهخوښېده.
د اکا زړه خپه او په تنګ و. اکا ته خدای ناپایه زړه ورکړی و. او دا زړه د ښار په دې وړه او کلابندجغرافیه کې، سخت په تنګ و. اکا له ناچارۍ ځان دلته ټینګ کړی او ځای کړی و. اکا بل ځای نه درلود. بل ځای، هغه ته مخه نه ورکوله. د کلي لاره اکا ته لکه د جنت لاره داسې شوې وه، بیخي ورباندې بنده وه.
کلي پر لور د قبول د حکومت پایې او بنسټونه، یو په بل پسې اره کېدل او را نړېدل. قبول د یوه زرلاسي افسانوي موجود په څېر، یو په بل پسې خپل لاسونه دغې نوې پولې ته را اوږدول او هماسې په زغرده اره کېدل.
پوله هم اره کېدله. قبول څټ ته بله پوله جوړوله. په نوې پوله د هغه بل لاس اره کېده...
قبول په وینو سره لاسونه، یاغیانو ته څنډل؛ آن تر پولې هاخوا هېواد ته یې هم څنډل.
«لاتراوسه یې ماغزه په کرار نه دي
چا چې ما سره وهلی سر په سنګ دی!»
دا وخت کلی (کلی) نه و پاتې. کلی اوس د جګړې ډګر و. د مرګ په دغه درنه ژرنده کې، یوه بودرۍ پاتې وه او یو سپېلنی. او بودرۍ دغه سپینهخوله ماشوم تر خپل پړوني لاندې ساته؛ هېچا ته یې نه ورکاوه. سپېلنی د مرګ نه و!
د بودرۍ زړه له کلي نه کېده. د غرني زور هم پرې نهرسیده. بودرۍ دلته په کلي کې پاتې وه. هغه له کلي نه شوای وتلای. هغه پوهېدله، چې که یو ځل یې کډه له کلي ووته؛ نو بیا به ددې خاورې اوبه ونهڅښي!
هغه د یوه خاص کار لپاره پاتې وه. او کار یې هم قبول بند اچولی و. ښاپېرۍ په پردي ښار کې، له پردیو سړو سره کښته پورته کېدله. او په دې کار یې بودرۍ شرموله!
بودرۍ دغه شرم، اوبه اوبه کړه. هغه له همدې شرمه، له نورو کلیوالو جلا دلته پاتې شوه. دا وخت ټولو خپلې کډې له کلي اړولې وې. او بودرۍ یوازې وه او سپېلنی یې هم په کسم تېراوه، چې مړی یې چاته پرېنږدي!
بودرې او سپېلنی په دغه دوزخي جغرافیه کې، یوازې پاتې ول. د هغوی ورځ به د توپو-ټوپکو او بمونو په غږونو کې ولاړه،لا دروند غم وه.
شپه به راغله او د اوښانو د بار په څېر به په دواړو درنه را پرېوته. دغې مرموزې بلا به له خپلې لمنې راز راز د شیطان بچي، د دیوانوبچي او د پیریانوبچي، خوشې کړل. دغه بېجسمه بلاوې به په دې ځای کې په ساز غږولو، په ګډېدلو شوې؛ تر سبا به دلته داسې حال و.
بودرۍ به سپېلنی تر قران لاندې تېر کړ. اوده به شو. بودرۍ به پاتې شوه؛ هغې خوب نه درلود. د هغې اوس خوب بیخي هېر و. هغه د خپل مړي په غم کې وه. او مړی یې سپېلني ته پاتې و. او سپېلنی هم بېغمه ویده وه.
بیا هم شپه له سل رازه بلاوو سره په کلي را پریوته. بیا هم سپېلنی ویده و. بیا هم بدو بلاو ساز کاوه. او برګبرګ ګډېدل.
بودرۍ دا هرڅه پخپلو پټو حواسو تجربه کول؛ خو لا هم هغې خپله ساه نه خوشې کوله. هغې مرګ ځانته نه پرېښود.
یاره عجیبه ځیلي ښځه وه! مخامخ له بلاو سره په ډغرو وهلو وه. هغې څټ ته غرنی درلود؛ خو د غرني لاس دغو بلاو ته نه را رسېده.
غرنی لېرې و. له دې ځایه ورک و. خدای خبر چېرې و! د هغه له ژوند او مرګه څوک نه خبرېدل. ځکه بلاوو ساز کاوه. بلاوو خپل ډول واهه. بلاوو د بودرۍ د زړه دپاسه، اتڼ جوړاوه.
بودرۍ هم ځان ټینګ کړی و. هغې ځان نه ښوراوه. هغې خپلو زامنو ته پېغور نه وراړاوه. هغې ځان ټینګ د بلاوو مخې ته اچولی و؛ خو په دې شپه یې زړه نری شو. او اوښکو یې له سترګو سر وکړ:
«خدایه! خیر کړې... ته یې د ژوند او روغ صورتۍ خبر را ورسوې!»
بودرۍ ختا شوه. دعا یې په زوره وکړه. د بلا بچو واورېده. د بلا بچیان پرې را تویې شول، خپل تورساز یې ښه ورته وغرباوه:
«نورې به دې سترګې ورباندې خوږې نشي. هاهاها...»
بودرۍ په بلاوو ګوزارونه وکړل. تر ټولو غټ شیطان یې په دې نس نس کې، په چاړه او غاښو او منګولو وشکاوه. «شیطانه کاپېره تښته! زه پښتنه یم. د غرني مور یم. په والله که دې ژوندی پرېږدم!»
بلاوو تورساز ته درب ورکړ. شیطانان له بودرۍ لېرې شول؛ له څټه پرې را تاو شول، کلکه یې له ستوني را ونیوله:
«نورې به دې سترګې ورباندې خوږې نشييي...ي!»
بودرۍ ناچارې وه؛ چوپ شوه. په سپېلني وېرېده، چې هغه راویښ نشي. او د سروپېریانو په لیدلو سره زارهچاودی نشي!
بودرۍ ښه ځنډ په لاحولو شوه. له خپل زړه او ذهنه ګوښې ته شوه. ښه شېبه -بې له ساه راکښلو- په بړستنې ننوته، چې ورو ورو د انګړ دړه وټکېده. بودرۍ هم له یاالله سره، د بدو بلاو د ساز، اتڼ او جشن دپاسه ور وخته او د کلا دړه یې خلاصه کړه. راهبلد، بودرۍ ژر پوه کړه: غرني همدا سبا ورځې ته خپله مور د لیدنې هغه پټ ځای ته ورغوښتې وه.
غرني، چې لویه شپه په رڼو سبا کړی وه؛ نور په تنګ شو. پر ځان، پر خپلو شاوخوا سړو، پر خپل غرني چاپېریال... په هرڅه په تنګ شو! هغه څه شي، کومې د هوا څپې، کوم بېغږه کلام وواهه، له ځایه یې را ولاړ او کښته یې راوخوځاوه.
د غرني او د بودرۍ د ناستی ځای له غرونو را کښته، په یوه ناو کې و. دلته له پخوا پخوا یوه له اوبو ډکه چینه بهېده. د چینې دپاسه د صبر ونو، شنه کلا جوړه کړې وه.
غرنی زوړ، موړ، ستړی، ګردوهلی، د شنو ونو په کلا ورننوت او مخامخ د کوثر پر ډنډ ور پرېوت.
دا آشنا چینه، غرني ته د کوثر ډنډ و. غرني پړ نه و. هغو اورونو چې دی یې له هرې خوا وهلی و، دوزخیانو نه منل!
د غرني سر او کار له دې اورونو سره و. هغه د اور په یوه جغرافیه کې پیدا شوی و. اور یې ټاټوبی و. اور یې فرهنګ او د هغه ننګ یې و. اور یې ژوند و!
غرني له دومره اور سره په ډنډ ور پریوت. خوله یې د ډنډ پر روا شرابو ور ولګوله او بیا د ژوند په خوند وپوهېد. غرني دوه درې دمې ونیولې. او ښې ډېرې اوبه یې په خولې وڅښلې. په اوبو چې موړ شو؛ بېرته را کښېناست:
لا هم ورنه ګرد پورته و؛
لا هم د اور ایرې ترې بادېدې؛
لا هم اور سوځاوه!
غرني لپه په ډنډ ور خښه کړه او پر مخ یې راواړوله. مخ یې یو څه ویښ شو. د مخ څرمنه یې په باد پوه شوه.
له دې سره د غرني زړه ته یو څرک خوشحالي ور ورسېده. بیا غرني ډکې ډکې لپې اوبه، راپورته کولې او پر مخ یې ورتشولې.
په غرني کې څه شی وخوځېد. څه شی راويښ شو... بیا اورونه راویښ شول او خپله په غرني ور ونښتل.
غرني اورونه وژل. اورونه بېرته په څټ ورباندې راګرځېدل. اور خپل عکسونه غرني ته ورواغوستل.
غرني په اوبو، په لاسو، په لپو... د اورونو عکسونه له خپل مخه پاکول...
د اور بېشکله لاسونو، نور عکسونه غرني ته ور اغوستل...
د غرني عکسونه د اوبو پر مخ ګرځېدل.
دغه عکسونه، یوه سره او تور رنګ جوړول. دغه رنګ له غرني روان و.
غرني لاسونه وغورځول. سم سم ستلونه یې پر مخ، پر څټ، پر سر... را واړول.
غرني غوښتل، چې اورونه او عکسونه او دغه (توره-سره) مایع، یو ځای ووژني. ټول ورک کړی. او ځانته شي. یوازې شي. وچ، کرخت؛ لکه سپینغر داسې شي. او هماسې عمري او ابدي پاتې شي.
د غرني له مخ، له څټ، له سر...هماغه اورونه، عکسونه او رنګونه پر چینې ور روان ول.
غرني ګڼله، چې دا سپږې، دا د بلا بچي، دا اورلنې ایرې... خپله له ده راوځي... خپله دی (غرنی) د اور او بلاوو چینه دی!
غرنی خپله د اور چینه، د اوبو پر چینه ور ومنډله... چینه اوبه شوه. اور هم اوبه شو! اور ولاړه په اوبو کې وڅښېد او ورک شو.
غرنی یوازې شو. سوړ، کرخت؛ لکه د ژمي غر، له واورو ډک پاتې شو. له هغه (ځان) هېر شو. خپل نوم یې هېر شو. چینه یې هم هېره شوه... هرڅه یې هېر شول.
ناڅاپه یې هر راز اورونه، عکسونه او تورې-سرې ایرې، له زړه، له سترګو، له لاسو، له مخې... لېرې شول. هرڅه پاک، بېرنګه او په بېشکله ښکلا کې اوبه شول. سره یو ځای شول. او هرڅه په خوند واوښتل.
غرني جنت نه و غوښتی؛ جنت پخپله پیدا شو. هغه ځان، خپله غوښتنه او جنت نه پېژندل. هېڅ شی یې نه پېژندل. همدا یې جنت شو. جنت ځکه (جنت) شو، چې بېغوښتنې پخپل سر پیدا شو!
د غرني د (یوزر او یوې شپې) افسانې له یاده زده وې. او سربېره پردې د نیاګانو او نیکونو له خولو یې لا زورورې او شاندارې افسانې اورېدلې وې؛ خو ددې شېبې ژوند له دې ټولو افسانو لوړ ګام ایښی و. دا ځل هغه د کلمو له لارې پخپل ذهن او خیال کې، د خوښۍ احساس نه راژوندی کاوه؛ بلکې د خوند، شوق او برترۍ حس، د هغه په زره زره وجود کې دننه و.
غرني له څه شي په وېره کې و. کومه مرموزه بلا، له کوم لېرې اقلیمه، د غرني په ښکار پسې راځغلېده. هغه دغه پوهه د خپل وجود د واک له یوه بل قلمروه ترلاسه کوله. غرني نهغوښتل ددغې مرموزې بلا له منلو سره پخلا شي.
غرني څه شي ته په زاریو و، چې هغه په دغه اوبلن حس کې، بېشکله، بېجسمه او بېزمکې کړي!
مرموزه بلا په غرو او رغو رااوښته او غرني ته را نېږدې کېدله. د غرني زړه دمخه څه شي، چور کړی و.
د غرني په وجود لړزه ګډه شوه. ځان یې له اوبو را څيرې کړ. سم را کښېناست... که ګوري، چې خپله ښاپېرۍ یې ده. او بلا یې هم له څټه ده. ښاپېرۍ له بلا په منډو وه. بلا را ونیوله.
غرنی وچ شوی و. په هغه کې هرڅه وچ شوي و. غرنی نهپوهېده، چې دا چا داسې په کوډو کې ټینګ وتاړه!
غرني ته دیوان ور په یاد شول. سره لیوان ور په یاد شول. غرني دیوانو او پیریانو په دام کې نیولی و. د غرني په مخ کې زوړ (قاف) پروت و. په قاف کې دیوان باچایان شوي و. دیوانو په ښاپېریو یو سور غوبل پېل کړی و. دیوانو په رڼا ورځ ښاپېریانې ودولې.
غرنی مړ و. له ځایه نشو خوځېدای! څوک یې نشو را نیولای. غرنی نور د چا د وژلو او د چا د غچاخستلو نه و.
غرني له ځان سره ژړل؛ خو ژړا یې نه وه زده! غرني په دیوانو کریغې ور وهلې. کنځلې یې ورته کولې... خو کریغې او کنځلې هم بېغږه وې.
غرني غږ نه درلود. غرنی مړی و. دغه مړي دیوانو ته کتل. د دیوانو جشن و.
غرني په رڼا ورځ خپله ښاپېرۍ ولیده. د هغه ښاپېرۍ د فلمي نجونو په جامو کې وه. هغه ګڼله، چې دا به ښاپېرۍ نه وي... او که وي هم، د غرني ښاپېرۍ به نه وي!
هغه خپل زړه ته ډاډ ورکاوه، چې د غرني ښاپېرۍ که توپ ته هم وتړي؛ نو داسې به له چا سره په لاره، لاړه نشي!
غرني خپل مړ ځان له سره وژلی شو؛ خو دا خبره یې نشوای منلای! هغه ځان ته ډاډ ورکاوه.
ښاپېرۍ مخامخ راغله. را نېږدې شوه. له غرني سره سترګې په سترګو ولګېده؛ غرني وپېژندله. همدا د غرني ښاپېرۍ وه.
ښاپېرۍ لکه مسته غرڅه، داخوا هاخوا ورنه ولاړه!
غرني خپل مرګ په دې زړه کې وواهه. خپل جسد یې راووېسته. په ښاپېرۍ پسې یې لاس وغځاوه. ښاپېرۍ یې له لاسه لېرې ولاړه.
ښاپېرۍ د دیوانو باچا طلسم کړې وه. هغې د خپل غرني په څېره او اندام کې، تور خونړی (سپی) لیده! ښاپېرۍ د دیوانو له باچا سره په څه بېشرمۍ اخته شوه. دغو دواړو د غرني تر مخې هسې لوبې وکولې، چې د نیموشپو په خوب کې هم نه ځاېدې!
غرني ځان او تورسپی، هېر کړل. په ښاپېرۍ پسې یې ښی لاس واچاوه؛ ناکامه شو! په یوه دیو پسې یې کیڼ لاس واچاوه؛ بیا هم ناکامه شو. غرني د تل لپاره ناکام شو! هغه نه پوهېده، چې څه پرې شوي؟ ولې شوي!؟ او د چا له لاسه شوي؟؟
غرني له یو غره زړه سره، دروند، سوړ، کرخت، لوندخیشت، له چینې راپورته شو. یوه ساه په پښو ودرېد. بیا یې کمیس راوښکه او ښه یې وښکېنځه!
هغه خپل کمیس د صبرونې په غټه تنه، ور وغواړوه!
هغه له ځان سره نه جوړېده، چې په پرتوګ څه وکړي! وروستی یې پرتوګ پخپلو لینګیو پورې وښکینځه او لکه د ډوبې شوې بېړۍ ماڼو، د چینې پر غاړه، په څه شي پسې وګرځېده!
د چینې اوبو پخپل ډنډ کې نرمې څپې وهلې. په دغو څپو کې یو مخ هغه مرموز لاس، د غرني عکسونه خوشې کول.
عکسونه یوې دوزخي کمرې اخستي و. له عکسونو د اور سره او توره ایره بهېده.
غرني چینې ته ور وړاندې شو. مخامخ اوبو ته ودرېد. هغه یوازې یوه عکس ته کتل. دغه عکس له شیطانه سخت اور، سوځولی و!
دا شېبه د غرني ټول حواس، سترګو ته راټول شوي و. غرني ددغه لوی مظلوم څېرې ته کتل. دغه څېره پاشپاش شوې وه. د څېرې په تل کې اور ګډا کوله. اور لاسونه اچول. د اور لاسونه په څېره کې، لکه لکۍ، لکه د دوزخ (زړی)...داسې ښکارېدل.
غرني اور واخیست. غرني اور په اوږو واخیست. اور ګډوډ کړ.
غرنی له چینې لېرې شو. د ونو له شنې کلا ووت. د غرونو په غټو غټو ډبرو کې بېرته پورته پورته وخوت.
غرنی له پښو سست شو؛ په څټ را وګرځېد. کلی په نظر ورغی. کلی له سړو تش و. نظر یې هدیرې ته شو. او د واره خپلو نېږدې او لېرې قبرونو ته په سپکو شو!
غرنی ژړا واخیست. له قبرونو په څټ را وتښتېد. بیا د غره په ډبرو کې پورته ور وخوځېد.
غرنی څه شي له پښې ونیو؛ لاندې یې کش کړ! غرنی لاندې په کاڼو، بوټو، خاورو او ازغو کې وښوېد.
غرني ځان وڅانډه. بېرته په شنېکلا ور ننوت. د چینې په اوبو ورکښېناست. اوبه یې پر ځان را واړولې... ټوله چینه یې پر ځان را واړوله.
د غرني سور اور کرخت شو. د چینې پر غاړه لمر ته لوڅې ډډې ودرېد. د غرني سترګې بیا چا غلا کړې، چینې ته یې یوړې. د غرني په وجود کې څه شي څړیکه وکړه. د هغه دننه څه شی غوټ مات شو. هغه په ژړا سست شو. هغه خپله ژړا پخپل تصویر، ووېروله.
هغه وېرې اخستی و. په تصویر یې ځانته زړه ورکاوه. په دې وخت کې بیا دوه سرهکبان راغلل. د غرني تصویر یې په ملا کې مات کړ.
کبان وړاندې ولاړل؛ غرني ته ښاپېرۍ او د دیوانوباچا، ور یاد شول. کبان یې هېر شول.
غرني ټوپ کړ، زړه، درنه، توره ماشینګڼه یې را واخیسته او په چینې یې ور تشه کړه.
غرني ماشینګڼه وغورځوله. او ورسره د چینې له غاړې لېرې شو. د ونې له ډډې یې کمیس او واسکټ را واخیستل. دواړه یې واغوستل.
د هغه په زړه ساړه ننوتل. پرنجي واخیست. هغه همدا چې له جیبه دسمال راکاږي، څه شي ته په غوسه شو...
د دسمال ګلدوزۍ د غرني زړه ته اور اچولی و. غرني څښښښت په پښو کات شو. پر زمکه کښېناست او ځان سره، ځان لپاره په ژړا شو.
قبول تکړه انځورګر و. دغه انځورګر بیا په ښاپېرۍ سر ورکاوه. او ځکه قبول خپله دغه مینه دومره زړوره په قلم وکاږله. دا انځور د قبول په وینو سور و.
قبول، د زړه په وینو، دواړهیاران، د سپینکتان پر پاڼه داسې انځور کړل، چې نېږدې و، د ټوکر پر مخ یو بل وخوري! او اوس دسمال د یوې داړونکې بلا په څېر، په غرني خوله ورلګولې وه.
غرنی ټپي ټپي و. هغه خپله وینه د مینې په دغه ناکام قمار کې، بایللې وه. هغه په دې شېبه، د خپل حالت، په دومره ماتې شرمېده.
له کومه ځایه، کومې بېشکله خولې، په غرني، د خندا ګوزارونه کول.
غرنی نه پوهېده، چې خپل دومره قهر په څه شي، وخوري! هغه دا شېبه خپل قتل ته سجده کوله. هغه په یوه بېغږه کلام ډک و. «راشه ځان تېر کړه!»
هغه توره، زړه ماشینګڼه راواخیسته. د ماشینګڼې د تش ججوري پرځای یې ډک ججوری ور ونښلاوه. هغه په ځان پسې کښته پورته شو. د ځان په نښهکولو شو. وروستی یې خپل ټټر په نره نښه کړ. ماشه یې راښکله او د ماشینګڼې ججوری یې په یوه وار تش کړ.
غرنی له کنګله د یوې جوړې مجسمې په څېر، دړې دړې، او ټوټه ټوټه شو. د غرني زړه سوړ شو. غرني ماشینګڼه وغورځوله. هغه د چینې په ډنډ کې پخپل ځان، زړه تش کړی و.
غرني لا له خپلو احساساتو نه و را کوز شوی. هغه د دیو د وژلو هوس مست کړی و. هغه غوښتل ځانته ډاډ ورکړي. د دیو د نړېدلي وجود ټوټې ور ورښیي. هغه د چینې پر غاړه د دیو د وجود په ټوټو پسې ګرځېده.
د چینې پر غاړې یو مړ کب پروت و. غرني هیښ پېښ پاتې و. هغه نشول کولای خپله ماته دومره شرمناکه وویني!
هغه ځان ډاراوه. ځانته یې خپل قهر ورښود. ځان یې پخپل زور قانع کاوه.
هغه دیو وژلی و. دیو (دیو) نه و؛ مازې طلسم و.
طلسم، د غرني قهرجن زور مات کړی و. دیو مازې دومره شی شوی و. همدا د دیو وروستی برخلیک و. غرني مړ کب را واخیست. په خپل لوند ګریوان یې ننوېست. له دې سره هغه دوه درې وچوچ غږونه –لکه د ټوپک د خولې د وچو کالتوسو غرزز..زونه- له خولې خوشې کړل...
بیا آرام شو. غم یې ورو، نرم، بېدرده او بېچیغو شو.
غرني کب واخیست، هلته له ونو ور پورته، د غره پر ډډه یې د سرو مرمرو په یوه غټه ډبره، لمر ته کښېښود، چې وچ شي.
غرنی مات، ګوډ د چینې په ونو ورننوت او بېرته ترې ووت. د غرني پر حواسو کې د څه شي، د کوم نجس کوډګر، د خبرو بڼهاری و. غرنی طلسم و. زاړه کوډګر یو رنګه د هغه د لاسونو په ورغو کې، د دنیا او اخرت برخې وېشلې.
غرنی پر خپلو لاسونو په تنګ و! هغه بیا ماشینګڼې ته لاس کړ. بیا یې تش ججوری ور بدل کړ. بیا یې دیو په نښه کاوه...
په دې وخت کې یې مور، یو مخ ورباندې غږ کاوه؛ خو غرني یې غږ سم نه اورېده:
«غرنیه! غرنیه...وه دیوه! تاته وایم... څه کوې... دا زه یم... خپله مور ولې!؟»
غرنی د احساساتو له تیارو راووت. سمدواره د مور په لاسونو ورولوېد. ورسره سم په سلګو شو. مور ژر وسکونډه:
«غرنیه! ما ته ژړا ته را لوی کړی یې!؟»
غرنی را په سد شو. دغه شرم اور ور واچاوه. مور ته یې لنډپاری ځواب ورکړ:
«وۍ مورې ته یې! مورې غلط شوم، ما هسې نښه پخوله!»
غرني لاره بدله کړه. ځان یې له مور داخوا هاخوا وتښتاوه. دسمال یې له لاسه ختا شو. بودرۍ تر غرني دمخه دسمال راپورته کړ:
«مور دې ومره! دا دسمال ته دې وګوره... دا په څه حال دی! دا هم نشې وینځلی!؟»
غرني په دسمال پسې لاس ور اوږد کړ؛ خو دسمال یې مور ترې واخیست.
«مورې! دا دسمال په وینځلو خرابېږي...مورې، مورجانې... اخر خپله پوهېږې... دا خو د ښاپېرۍ د لاس نښه ده!»
«ښاپېرۍ دې په ورور بوره شي... ښاپېرۍ څه کوې... ښاپېرۍ لاړه؛ دیوانو وخوړه...!»
له دې سره د بودرۍ خبره بېغږه شوه. ژړا یې هم بېغږه شوه! غرنی او بل هرڅوک او هر څه، بېغږه شول. دغو ټولو بېغږه ژړل. دغې ژړا د دوی ټولو د ذهني دنیا زمکو او آسمانونو ته، اور اچاوه!
ورځ تللې وه. د غرني هم بېړه وه. د بودرۍ لاره هم کږه وږه او د بلاو له سترګو ډکه وه. هماغه و، چې مور له زویه مخهښه واخیسته:
«ته چورت مه وهه؛ که په ښځو مې درته را واده نهکړه، مور به دې نه وم!»
بودرۍ، غرنی په څټ وټپاوه. بیا دواړه سره بېل شول. غرنی د هغې سرې مرمرې خواته، په هغه وچ شوي کب پسې ولاړ. مور بېرته کلي ته -د اور ژرندې ته- را کوزه شوه.
***
د مکناټن رسم
د ورځو له منډو سره بودرۍ هم ښار ته منډې تېزې کړې. خو له زوی سره کړې وعدې یې پرځای نشوې. ددې تانې له مخې، مور خپل زوی ته نیمه مخپټې شوه.
د بودرۍ (چړو) یوازې د بختۍ پر مخ سم ګوزارونه کول؛ ځکه د بختۍ ژوند د وېلو نه و!
په ښاپېرۍ بیا بل رنګه دوزخ را اورېده. ددغه دوزخ اور چا نهلیده! پلار او مور کاڼه او ړانده ول؛ هغوی خپلو اورونو ته، خپلې شنې غوښې او پلې، په خوله کې ورکولې! داسې هر یو خپل اور ته په لاس ورغلی و. او خپل اور کې ډوب و. دا اورونه بېشکله وه. نور نو له دغه اور سره عادت شوي ول؛ ځکه بېچیغو او بېدرده په ژړا او په درد اخته ول.
ښاپېرۍ به چې د کور او کتغ له کاره سپکه او خلاصه شوه؛ نو بیا به ورکه شوه... ځانته، جلا او پخپل بېشکله اور به ننوته. لکه د لومړۍ زمانې مخلوق؛ لکه په ټولې زمکې هغه یو بنیادم!
هغه به پخپل غار ننوته او د روح په هېنداره کې به یې ځانته (ځان) ور ښووه او ژاړه! ښاپېرۍ به ښاپېرۍ ته په ژړا شوه. پخپله ژړا به په تنګ شوه. ځانته په اوراچولو به شوه. ښاپېرۍ چا نه لیده. د ښاپېرۍ او دنیا اړیکه پرې وه.
په دې کې نه و، نه و، یوه ورځ د کور، د دهلېز دړه وټکېده. (داسې ټکول یوازې د قبول زده و) د مور پر ځای بختۍ ور پورته شوه. دړه یې زوی ته نه؛ قبول ته خلاصه کړه!
قبول اوس مور نه درلوده. او په دې غم یوازې بختۍ پوهېده. د قبول مور دا ډېر وخت و، چې مړه شوې وه. او په دې غم یوازې قبول پوهېده!
بختۍ چې دړه خلاصه کړه؛ نو قبول هم په سره لیوه سپور، په کور را ننوت. له لیوه زغرې شرمېدلې؛ خو د لیوه مازې شکل و. په دغه شکل کې یو یتیم پروت و، چې هېڅمهال چا مخ نه ورکاوه!
یتیم د خپل غم یتیم و. دغه غم هومره د ژړا وږی و، چې ژړا له ډېرې وېرې ترې تښتېدلې وه.
یتیم په ژړا نه پوهېد. هغه ته چا د ژړا پور نه ورکاوه. هغه څوک نلرل؛ ځکه نو یتیم و.
دغه یتیم زمکې او آسمان را شړلی و. د یتیم روح او جسم سرګردانه او لالهانده ول. د یتیم مړي ته زمکې کبر نه ورکاوه. د یتیم اروا په آسمان کې نه ځایېده.
قبول د غله په شان، په پلار، په مور، په کور... پخپل سیوري او ستوري پسې -پټ پټ- سرګردانه و. د هغه د زړهڅراغ مړ و، دا یو یې هم نه لیدل. قبول په پټه دغه خپلې ورکې، دغه خپله دنیا لټوله.
قبول په چا غږ نه کاوه. له چا یې د ورکو سوال نه کاوه. هغه له چا (پلار، مور، خور، کور، ستوری، سیوری...) نغوښتل!
هغه دا یو (شی) هم نه درلود. قبول ته هرڅه پردي شوي و. د قبول ورکه دنیا نورو په ځانونو پسې تړلې وه!
قبول پلار ته کتل؛ خو پلار نه ورکتل. (پلار پردي زوی ته نه ورکتل!) پلار دده نه و. پلار د بل چا و. د هغه زوی، د هغه حلالقبول، غلو او دیوانو تښتولی، او لوټلی او چېرې لېرې، په یوه مرموز قلمرو کې، په ښیښهیي کپس کې، بندي کړی و!
پلار مخ په قبله ولاړ و. مور مخ په زیارتو منډې وهلې. خور په غرني پسې ځان واژه. خور غوښتل د ښار د دړې کلۍ (کونجۍ)، غرني ته ور وتښتوي. ښاپېرۍ د ښار کونجۍ وه!
قبول یوازې و. د قبول مخه مرګ ته وه. هغه مخامخ پخپل مرګ ورته. هغه پخپل عمر کې، مړ اوسېده!
هغه یوځل هم را په څټ نشو. بلېلارې ته نشو. چېرې د چا خوا ته پټ نشو. همداسې بېدمې، بېځنډه، زوړ، ټینګ او بېژړا، وړاندې روان و!
قبول څو څو ځایه کار کاوه. څو څو ځایه یې ځان مرګ ته ورکاوه. قبول یو مخ په ګډا- له ساز او اوازه ډک، د مرګ غېږې ته (ځان) ورکړی و.
هغه نیمهورځ حاکم، نیمهورځ ښاروال، او نیمهورځ ښوونکی و. هغه یوازې ځان، شخهغاړه، د ښار له جنګیالو سره د جنګ سرهډګر ته روان و.
دا عجیبه مخلوق و. هغه د پلار، مور، کور او کلي، یوې مرموزې مینې په ځان اخته کړی و. دغه مغروره بلا، هېڅمهال چا ته د خپلې مینې رویباره نشوه. د هغه مینه ډېره مغروره او جنګیالۍ او لیونې وه. ښایي یو وخت دیوانو د قاف له ملکو سره همداسې مینه کړي وي!!
قبول له ټولو، له هرڅه... حتی له خپلې خاورې سره مینه کوله؛ خو په زور یې کوله؛ خو د زورمینې ته چا لاس نه ورکاوه! چا مخه نه ورکوله. دا ډول قهرجن او مغرور جنت، هېچا نهمانه!
قبول ټولو رټلی و. د قبول او انسانانو ترمینځ ورځ تربلې د اور دیوالونه جوړېدل. او پرلپسې لوړېدل!
قبول پر دغو دیوالونو، د تورو ګوزارونه کول. تورې پر خلکو لګېدلې.
قبول په دې لوبه کې، مینه ټپي ټپي کړه. هغه خپله مینه په وینو ولړله. مینه یې بدرنګه شوه. د مینې پر مخ باندې یې د وینې داغونه جوړ شوي ول. دغه داغونه د شیشکو او دیوانو په څېر، قبول ته په قهر و. دغو بېشکله بلاوو په قبول پورې خندل. د قبول پر ټنډه یې سرې سرې، لاړې ور تو کولې.
قبول په دغو بدو بلاو کې پلار، مور، کور او کلی لټاوه؛ خو هرچا، هرځای، خپل کالبوت دیوانو او شیشکو ته ورخوشې کړی و. قبول دا هر څوک او هرڅه او هر شی، پخپل زړه کې لرل.
کوم مرموز لاس، دده د وجود په یوه پټه برخه کې د مینې انځورونه کاږل. دغه انځورونه، دغه سینګار شوې ناوېګانې، یوازې قبول لیدلې! دغه خوند او مستۍ یوازې هغه حس کولې.
هغه په دومره زور چا نه مانه. هغه څوک نلرل. هغه ټولو ته پردی و.
دغه یوازې موجود، د هېچا زوی، ورور، دوست، تربور، کلیوال او سیال نه و!
دومره درانه پېغور قبول پر ځان، په هر شي، په غوسه کړی و. هغه له هرچا او هر شي سره په ځېل کې و. هغه یوازې ځانته پاتې و.
هغه (ځان) په دې خاطر نمانځه، چې نن یا سبا به ناڅاپه، ټول دغه (بنیادمان)، ټوله دغه زمکه په سرو زرو واړوي، ژبه لوی وطن، د خوښیو ابادي شي!
قبول د دومره ستر کار زغم او زور په ځان کې راټول کړي و. هغه تر هر شي او هرچا دمخه پر ځان ایمان پیدا کړی؛ ځکه په ځېل کې و. ځکه دغه بېتاجه اتل (پلار، مور، خور، کور، کلی...) په زور غوښتل؛ خو زور-حتی چې د سرو زرو باران وي- چا نه مانه! ځکه قبول د ژړا وږی وږی، پر مخ روان و. ځکه څوک نه و، چې دغه یتیم ته وژاړي!
دا ځل هم یتیم په ژړا پسې وږی په کور را ننوت؛ خو هېچا ور ونهژړل. ټولو مخونه ترې وګرځول. ټول له خپلو جسمونو ووتل.
په دې وخت کې دیوان او شیشکی راغلل او د دوزخ اورونه یې د قبول پر خواوشا دیوال کړل. ددغو دیوالونو څټ ته پلار، مور او خور، د شیشکو او دیوانو ماسکونه اغوستي و.
قبول اور سوځاوه؛ په چیغو شو:
«ښاپېرۍ...وه ښاپېرۍ...( د ښاپېرې پته ونهلګېده؛ د قبول چیغه هېچا وانهورېده)
«دا ښاپېرۍ چېرې خپل سرخیشت کړی... ولې غږ نه راکوي؟»
بل څوک نه و، چې قبول ته مور، خور یا پلار شي. او یو غږ ور وکړي... وروستی بختۍ غږ ور ورکړ:
- هلکه! ښاپېرۍ څه کوې... وایه څه کار لرې... وایه څه شی غواړې؟
- مورې! زه ښاپېرۍ غواړم... خپله ښاپېرۍ...
- هلکه! په ښاپېرۍ کار مهلره! ښاپېرۍ خپل کار ته پرېږده...(یعني چې: ښاپېرۍ د بل چا ده)!
- مورې! ښاپېرۍ چېرې ده... څه کوي؟ زه ښاپېرۍ غواړم... خپله ښاپېرۍ؛ خبره اورې؟!
- هلکه، د ښاپېرۍ کار خو ژړا دی... په ښاپېرۍ پسې دومره په زوره غږ مهباسه!
- ښاپېرۍ ژاړي!؟... د ښاپېرۍ کار ژړا دی! مورې! دا ته څه وایې... ژر شه، ټوکې پرېږده... سمه خبره وکړه؛ کنه په خندا ځانته اور اچوم!
د قبول پر شاوخوا اورونه لیوني شول. اورونه د قبول له خندا سره په جنګ شول. دواړو په تورو او چړو سره ووهل. ددغه جنګ وینې، د بختې او شمسالدیناکا مخونو او جامو او شرمونو باندې -لکه غشي- لګېدلې!
شمسالدیناکا، دلته نه و، که و هم؛ نو دومره بېنومه هم نه پاتې کېده. هماغه و، چې بختۍ غاړه نره کړه:
«هلکه! ته بادساره شوی یې! ته لا نه وینې؛ اوس د ژړا وخت دی. ښاپېرۍ، چې ونهژاړي؛ نو دویم قبول راته جوړ شي! هلکه... ته هم وژاړه! ژړا د غم تنور دی... ژړا، غم سوځوي او خدای ته ورتګ اسانه کوي.
قبول لا هم د اور دیوالونه په تورو ووهل... لا یې هم پلار او مور په وینو، رنګول. بختۍ خپل داغداغ مخ، د قبول سترګو ته کاوه:
«قبوله! دا واوره! د ښاپېرۍ خندا، د موږ ټولو خندا... تا ددغه انقلاب په انفلاق، وسوځوله... موږ زیاتي نه خاندو. موږ به تر قیامته ژاړوو!»
دې ژبني اخوډب، د تل لپاره، د بختۍ او قبول ترمینځ د خبرو مزي پرې کړل. مور او زوی تر پایه سره پرې او لېرې او له یوبل ورک شول. له دې وروسته بیا سره مخامخ نشول.
شمسالدیناکا خو پخپل زړه ننوتلی و. هغه خپل زړه په خدای سپارلی و. اکا د ترټولو غټې بدې ورځې وېرې اخستې و. هغه ګڼله، چې د قیامتورځ-نن یا سبا- همدلته ده...هغه شپه او ورځ څار و. انتظار و. اکا له هېچا سره نهغږېد.
د ښاپېرۍ هم ورسره هغه (لالا) هېر شو، چې تر لاس لاندې را لویه کړې او لوستې کړې خورکۍ یې، د ښار په رنګینو محفلونو، د اووملمبرفرمان د ودونو او په رسمي مېلمستیاو ګرځوله. له دې سره لالا والوت. او چېرې لېرې د قافغره کې، پټ شو. او د خاطرو درد یې ښاپېرۍ ته ور په غاړه شو.
دغه درد ښاپېرۍ ته طوقلعنت شو. خو ښاپېرۍ په نره ملا تړلې وه. هغې له بودرۍ مخ ساته؛ خو زړه یې نه ساته. زړه یې د زړې اسطورې، زوړ ربالنوع و. ښاپېرۍ د خپل ذهني اقلیم په وره کې، ولاړه وه. څوک یې دننه نه پرېښوول.
ښاپېرۍ له ټولو خپه، خوابدې او مروره وه. همغه و، چې د غرني د خولې غشي- چې بودرۍ د خپل قهر په بټۍ کې په زهرو لړل- د بختۍ په مخ، په زړه، په حواسو لګېدل. او هغې بیا د زړه شنه زخمونه، د شپې له پلو لاندې، سوچه او تازه، مېړه ته راغوړول او مېړه هم د (عصر) یا (ناس) په سورو دمول...
مېړه (مېړه) و. خو ددې نه و، چې بودرۍ ته مخامخ کښیني:
«ووایه؛ څه وایې... دا زه نه ته؛ څه کولای شم!؟»
ښاپېرۍ خپه، چوپه، ټینګه د خپلې دنیا په وره کې ولاړه وه. هغه چا نهلیده. د هغې دنیا د هېچا د لیدلو نه وه. دغې دنیا بل ډول سترګې او بل ډول (لیدل) غوښتل. او دومره زور له هېچ سره نه و.
د ښاپېرۍ غاړې ته خپله (ښاپېرۍ) ور لوېدلې وه. دغه ښاپېرۍ، د زاړه ښکاريکوډګر د اور ژرندې ژووله، اوړهکوله او له دغو اوړو یې، له سره جوړوله.
ښاپېرۍ پخپل دیو، پخپل شیطان، پخپل کوډګر، داغداغ وه!
کوډګر، ښاپېرۍ د اور په څاه کې طلسم کړې وه. له دغې خونيڅاه، له دغه قدیمي جېله، هره شېبه یوه ښاپېرۍ راشنه کېدله او د کوډګر ژرندې د خپل ډبرینپل دپاسه، له ژبې تېروله!
ښاپېرۍ، د ښاپېریو ونه وه. دغه له ښاپېریو ډک مونډه، پرلپسې شاخونه او لښتې کولې او سملاسي د بخت تور اور خوړلې!
ښاپېرۍ، په لوی لاس له کوډګر سره ډغرې وهلې. وروستی سر، ښاپېرۍ پېریانۍ شوه؛ خو له ډغرو وهلو را ونهغورځېده. ښاپېرۍ، د خپلې (ښاپېرۍ) دنیا په وره کې، د کوډګر له دیوانو او پېریانو سره په جګړه وه.
ښاپېرۍ، په طلسم کې را ګیر وه. هغه سمه نه شوای جنګېدلای. د ښاپېرۍ سترګې او حواس د کوډګر تر جال لاندې شوي و. ښاپېرۍ پیریانو سمه راڅملوله.
قبول -د عادت له مخې- خور ډاکټر ته ودروله. ډاکټر د پیري له درملنې غاړه وغړوله. قبول ډاکټر ته ګوته وڅنډله: «دا زه جوړه او روغه او همدا سبا غواړم... خبره نه اورم... دلیل نهمنم... زه درنه سمکار غواړم!»
قبول په ګواښ، وړاندې تېر شو. هغه د عادت له مخې، وړاندې ته! وړاندې یې هم ګوته څنډله. ګوته یې ټولو ته، ټولې شاوخوا ته څنډله:
«دا کار به ته کوې! دا مورچله هم زموږ کور دی او هم مو ګور دی!» «دا کار زه له تا غواړم؛ دا کار د ما، تا... د ټولو جنت راولي!»
قبول ته بده ورپېښه وه. دا وخت له هرې خوا په ښار جګړه را روانه وه. نور نو په ښار کې دننه یوه سړه، وچه، له خاورو او خځلو ډکه سیلۍ را تاوېده. دغې تورې نڅاه هر مخ پر څپېړه واهه. هر غوږ یې پخپل (قیو!) چاوه! هر زړه یې پخپلو بېشکله ګوتو راوېسته!
ښار له ژونده تش و. په ښار کې مړو راشه درشه کوله. د کلیوالو سوبمن لښکر له ښاره ګردچاپېره پروت و. غازیانو پر ښار واکمن پېریان، د اذانونو په اور کې سوځول. هره شپه به د ښار له سویو ډډو نه سره، شنه او ژېړ ژېړ انځورونه؛ لکه مرغان، بازان او زرکان، آسمان ته الوتل او لاپسې تلل.
په ښار کې، (د هغې تورې نڅاه په دوړو کې)، زړو ښځو سوالګرو او ملنګانو پر سرتېرو غږ کاوه، چې مورچلې خوشې کړي، د کلیوالي غازیانو بېرغونه پر اوږو واخلي او تکبیرونه ووایي. او پر ښارواکمن سره پېریان، ددغه مرموز اور په رسیو وتړي.
قبول په همدې وچو دوړو او زورورو اورونو کې پر مخ روان و. هغه شپه ورځ د ښار له یوه مورچله بل مورچل ته په حرکت کې و. قبول له هره مورچله جنګېده. هغه پخپلو لاسونو د ښار دفاع کوله. خو دغه جګړه (دغه په یوه لاس جګړه)، کلیوالي جګړنو پر زغرده ماتوله.
قبول ورځ تر بلې زیاته ماته خوړله. هغه د خپلې ماتې پېغور پخوا خپل ځانته ورکړی و؛ خو دغه غم لړلي سرتېري، لا هم خپل جسد په نره غاړه، وړاندې لېږداوه. هغه د خپل خونړي باز جسد ته، د خوشحالخان سندره ویرنۍ کړې وه:
«په دنیا د ننګیالو دي دا دوه کاره
یا به وخوري ککرۍ یا به کامران شي!»
نور نو د قبول د ځانقربانولو لاپو (چې د خوشحالخان د شعر زغرې یې اغوستې وي) ښاریان په تنګ شول. ښاریان د څه شي بڼهاري ستړي کړل. هغوی له دننه دننه مېاشو، مچانو او مچیو چیچل. ښاریان دغې بېشکله وبا (طاعون)، په تنګ، سرماتونکي او بلاغوښتونکي کړل. ښاریان له قبول سره په ځېل کې شول. قبول به چې هرڅه وېل، هغوی به وېل: «مه وایه، مه وایه؛ اور نور مه تازه کوه، همدومره اور موږ ټول ځان سره بیایي!»
قبول له اوره ډک و. هغه پخپل زړه کې اته واړه دوزخونه وژلي و. ښاریان له دومره غم لړلې بلا وېرېدل، او ور څخه په تېښته ول. د قبول په مخه څوک نه ورتلل. هغه د دوزخ د بېشکله دروازې په څېر، د هرچا مخته، څټ ته، سرپورې، پښو سره... او زړه دپاسه ولاړ و. قبول خلک ستړي کول. او په لوی لاس یې د جګړې اور ته وراچول: «ژر شئ، ژرشئ! زمانه وخوځوئ؛ څو پېړۍ وړاندې تېر شئ...دا اورونه د طلایي جنت فصل پخوي!»
قبول مات شو. طلایيجنتفصل یې ونشوای ګټلای! د هغه تر پښو لاندې زمانه (لکه لیونی سپی، چې په اوبو کې له خپل عکسه ډارېږي او په څټ څټ تښتي.) څټ ته تښتېده.
قبول مخته زور واهه. قبول او زمان سره لاس او ګریوان و. هغه زمانې ته په غوسه و. د زمانې تېښتې هغه نیملیونی کړی و. هغه په زمانې چېغې وروهلې. په زمانه یې حکم کاوه: «ودرېږه! په څټ را وګرځه!! څو پېړۍ وړاندې ټوپ ووهه!!!»
د قبول له لاسو او پښو زمانه وښوېده، په څټ ولاړه، د تورو غرو او زړو هدیرو څټ ته پټه شوه. دغو هدیرو او غرونو یوه تورهخندا په قبول ور اړوله. قبول د سره اوړي، له ستورو ډک آسمان په څېر، تور اور سوی، له طلایي غشو ډک نور هم وړاندې ولاړه، ولاړه، ولاړه... وروستی وړاندې تګ پرې را لنډ شو.
د ښار پر سرجګړه وه. او سخته توده وه. او اوس هره شپه قبول د ښار یوه لمنه، یوه پوله، یوه مورچله، بایلله. هرې شپې د قبول د ذهن د انځورونو په هېواد د څو سرونو وینه ورشیندله. هغه ته بل شان ور پېښه وه. هره شپه هغه یو څوک، یو څه شی، یو څه خاوره له لاسه ورکوله. قبول په شته حکومت، شته هېواد، شته کورنۍ کې بیا هم یو و. یوازې و. قبول هرچا، هرځای، شړلی او رټلی و. قبول ته زمکه او آسمان بلا شوی و. ټولو هغه پر چړو واهه. ټولو د قبول له وینو اوبه څښلې.
دا حال چا نه لیده. قبول ټولو ورک کړی او هېرکړی او بېقبره، بېشناختې، بېبېرغه، چېرې په کومه بېنومه جغرافیه کې غورځولی و.
قبول نه و پاتې. دا بل څوک و. دا یوه افسانوي بلا وه، چې ټول ټاټوبی ورسره په دوزخ کې سوځېده. د قبول کورنۍ بیا ددغه دوزخ په تر ټولو بدرنګه اور کې، خپل ژوند اوبه کاوه. ددغه اور له څټه هماغه د کوډو لوی سلطان، قبول ته له زوره ډکه لکړه ښوروله.
قبول بېباکه او مغرور وړاندې ور روان و. ښاپېرۍ د آسمان په لور چېغې وروهلې: «مرګ، مرګ، مرګ...» خو آسمان د ښاپېرۍ لپاره مرګ نه درلود.
د خدای کړه و. او د ما او تا ورته کاته! دا ځل په ښاپېرۍ بل چل شوی و. داځل سمه په مرګ غځېدلې وه. بختۍ ښه شېبه یوازې وه، بېزړه، بېزویه، او بېمېړه وه. بیا وروسته مېړه (مېړه!) نه و. مېړه لاسونه او پښې ورک کړي و.
ورځ ولاړه؛ خو ښاپېرۍ بېرته خپل مړه او کرخت جسد ته رانغله. شمسالدیناکا پاڅېد. له سره یې اودس تازه کړ. او د ښاپېرۍ جسد یې د خپل وظیفات په غږونو وپوښه.
د بختۍ یوازې سترګې ژوندۍ وې او سترګو د ښاپېرۍ کالبوت مسح کاوه.
د ښاپېرۍ بڼه به د بېلابېلو جګړنو قبیلو د بېرغونو په څېر کله سره، کله ژېړه او کله تکه شنه شوه او بیا به سره ګډهوډه شوه. د هغې به کله شونډې را ژوندۍ شوې. کله به یې غاښونو شونډې او ژبه سره په غاښ کړل، کله به یې په ولو کې د حافظ څوباړي مات شول. او بل ځل به د حافظ څوباړی د هغې په ستوني کې ونښت. ورسره به یې ځان وغځېده. ورسره به بېرته دړه دړه شوه، تاو را تاو به شوه، پنډوسکی او ژاوله به شوه او بېرته به په مرګ ولوېده.
دا وخت مور او خور له پلار سره په کوټه کې وې. درې واړه هماغه د زرو مجسمو په اقلیم کې و. په دې راز یوازې شمسالدیناکا پوهېده. دغه د مجسمو له ګوناو ډک مکان، یوازې هغه حس کاوه. همداسې اوږد ځنډ حالت درې واړو ته په بده اوښتې و. ورسره شمسالدیناکا لاس د عصر په سورت ایښې و او پټ په پټه چېرې لېرې لېرې، له کوم بېشکله مقام سره غږېده، چې حالت سم شو. اکا له څه مرموزو سوغاتونو سره را ولاړ شو. د اکا له لاسه یو ځانګړي باد را والوت. باد ښاپېرۍ وښوروله. او ژر تر ژره یې را ژوندۍ کړه.
ښاپېرۍ سمه پاڅېده. د پښو، د لاسو، د غاړې، د ټول ځان شخۍ یې ووېستلې او له پلار او مور سره له ښاره راووته.
قبول ورک و. له ټولو ورک و. او په کور کې د ښاپېرۍ کیسه روانه وه. کورنۍ په قبول ناخبره وه. قبول ورک و. هغه چېرې بېشکله سپیانو او پېریانو خوړلي و. هغه په یوازې ځان خپل جسد ته اوږې ورکړې وې.
اوس نو د جګړې لیکه ښار ته را غځېدلې وه. قبول پخپلو ګوتو څنډلو سره «دا یوه یوه لوېشت زمکه به تر مرګه پورې ساتئ!». د خپلو حکومتي سرتیرو او جنګیالو غټه برخه؛ څه په مرګ خوړلې وه او څه یې ژوندۍ کلیوالي غازیانو ته بایللې وه!
دا وخت د قبول په خواوشا یوازې د هغه خپل سره ګوندي ملګري پاتې و. د ښار د مدافعینو دغې کمځانه ډلې ته یوازې د ښار زړه پاتې و. ناڅاپه په یوه شپه کې، کلیوالي غازیانو له غرنیو خواو (ختیځ او سیهل) په ښار وروستی برید وکړ او بې له ځنډه د ښار زړه ته، د ښاروالۍ ودانۍ ته، را ورسېدل. له دې سره له قبوله په تنګ ښاریان هم کوڅو ته راووتل. او له غازیانو سره یې بېرغونه په اوږو واخستل. او تر لمرڅرک پورې یې د ښار په ټولو حکومتي، پوځي او تعلیمي ودانیو او د ښاروالۍ دپاسه اوچت راوځړول. قبول او پاتې ژوندي یاران یې، د ښاروالۍ له ودانۍ په شا شول. د ښار شمال لویدیځ ته پر پرته دښته کې، په واړه حکومتي جېل ننوتل او بې له ځنډه بېرته په ښار لاس په ماشه شول.
قبول د جېل له برجونو د سوبمنو غازیانو مخې ته را وړاندې شو. جګړه ښه په درز روانه وه. حکومتي جېل د جګړې بل ډګر و. جېل له دوو خواو د توپو او توغندیو تر ګواښ لاندې و. له یوې خوا غازیان را نېږدې کېدل او له بلې خوا د (شوروي اتحاد محدود پوځي ځواکونه) را رسېدل. یوازې قبول په دې راز خبر و. د قبول ستوری الوتی و. هغه ته یوه خوا پاڼ، بله خوا پړانګ خوله وازه نیولې وه.
څاښت مهال قبول د جېل د لوی وره دپاسه، په نړېدلي برج کې ولاړ و. د هغه مخې ته (شلکا) ماشینګڼه او یو سندوک کالتوس ایښی و. اوس جګړه یو څه ودرېدلې وه. هسې معلومېدل، چې د ښار نوي سوبمن، په ښار کې ترخپله مینځه په څه لوبه سره اخته ول. د شوروي ځواکونه هم د جېل په څو کیلومترۍ کې، له پرمختګه تم شول.
دا یو عجیب تصادف و. په ښار سوبمنو کلیوالو او ښار ته څېرمه د سرهپوځ ځواکونو یوځای، یو وخت، له پرمختګه ډډه وکړه. دواړه خواوې یوڅه دمه شوې. ښار د (انجنیرطاهر) د سرتیرو په لاس کې و. په دغسې شېبه کې د قبول پلار، مور او خور له ښاره، له حکومتي کوره، کډه شول، مخامخ په کلي ورغلل.
په کلي کې د غرني سرتېرو د فتحې جشن جوړ کړی و. د ښاپېرۍ دوی له ور رسېدو سره، هغوی خپل جشن ته لا زور ورکړ!
دا د قبول د ماتې تر ټولو درنه نتیجه وه. قبول د جېل په برج کې، هيشپيښ ولاړ و. نه پوهېده، چې څه وکړي او په پاتې یو سندوک کالتوسو څه وکړي؟؟؟
د قبول مخې ته مخابره ایښې وه. د مخابرې غږ قبول ته بل شان بغغسس... کاوه: «توریش کبول، توریش کول، توریش کبول...!»
قبول په هرڅه خبر و. اوس به هغه څېره ساتله. او له مینځه به یې نوی (څوک) راوته. هغه یو بل ژوند، یو تازه نفس اخیسته!
قبول د جېل له قوماندانه هېنداره وغوښته. هغه خپله څېره یوه شېبه په هېنداره کې ولیده. په هغه څه شوي و. له هغه ځان هېر و. د هغه په څېرې د مرګ داغونه راټوکېدلي و. هغه په بل غم کښېوتی و. د هغه غړي مړه و. حواس یې په مرګ ویده و. مازې جسد ورله غاړې و. په دغه جسد څه نه جوړېدل.
قبول، برج، شلکا، یو سندوک کالتوس، ټول د جېل قومندان ته خوشې کړل. او خپله له برجه را کوز شو. د جېل په وره کې، پوځي زرهپوش ته ور وخوت. له څټه چا ورپسې غږ وکړ: «ملګری حاکم! نن ته د سیاست په ساعت کې رانغلې، د تا په ساعت کې یې، د تاریخ لوست راکړ!»
قبول د زرهپوش له سره، مخ ور وګرځاوه؛ غږ د (یما) و.
یما د اووم ټولګي کپتان او د زمرکانو د غورځنګ مخکښ غړی و. ځکه په قبول د زوی په شان ګران و:
«ځوانه! تاریخ خپله سیاست دی... ووایه، چې نن په تاریخ کې څه خبره وه؟!»
- ملګری حاکم! هماغه زړه خبره، هماغه د باچاهانو خبره، هماغه د وزیراکبرخان او مکناټن خبره وه... په تاریخ کې همدا یوه خبره وه!»
- ځوانه! په دې زړو خبرو کې دې کومه خوښه شوه؟
- ملګری ښاروال! خبرې خو ټولې زړې دي؛ خو دا یو وزیراکبرخان لکه، چې د ټولو نرانو (نر) و!
- ځوانه! ته ونیسه یو ښه ښایسته وزیراکبرخان رسم کړه. بیا یې ماته راوښیه... زه په همدې له تا امتحان اخلم او د سیاست د مضمون نومره درکوم!
امتحان په ټولو وو. قبول په دې هرڅه پوهېده. د هغه لاسونه تړلي و. دا شېبه د ټولې دنیا لاسونه تړلي و. دا شېبه هرڅه د کوډو په مرض اخته ول؛ قبول هسې ماشوم یما، تېروېسته!
د جېل له خواوشا نه د توپو او ټانکونو ډزو و ډوز راته. یما، چې د مرګ وېرې اخستی و، د زرهپوش مخې ته غلی کښېناست. وزیراکبرخان یا مکناټن یې هېر شو. قبول یې په خپل ورغوي رسم کړ!
قبول بیا هم د جېل د وره د سر په برج کې و. د برج له تیرکښونو د سره پوځ زغروال ټولګي لیدل کېدل. ددغو ټولګیو ټانکونه په بېړه را روان و. مخابرې یو مخ بغسس... کاوه: «توریش کبول، توریش کبول...»
په تېرکښونو کې شلکا ماشینګڼه ایښې وه. د ماشینګڼې مخه د جېل قومندان د را روانو ټانکونو پر خوا ور ګرځولې وه.
قومندان دغه ټانکونه نه پېژندل، چې د چا دي! هغه یوازې خپله پوځي دنده پېژندله.
مخابرې هماغسې بغسس کاوه. قبول له برجه راووت. ختیځ ته یې وکتل. ښار نه معلومېده. ښار ورک و. ښار دیوانو او کوډګرو وړی و.
د ښار لخوا د شنې شوتلې بوی راته. قبول څه شي وښوراوه. څه شي ساه ورکړه. قبول یوه شېبه ساه راوښکله؛ خو ژر یې دغه ساه پر ځان بنده کړه.
قبول ښار ته ځیر ځير وکتل. په ښار کې هېڅ شی نه معلومېده. په ښار کې یو بېرغ، یوه لوحه، یوه نښه نه وه پاتې. ښار لکه یو پټی شوتله، شینپین شوی و. ښار په کنځلو ډک و. ټولو قبول ته کنځلې کولې.
قبول په دې هرڅه خبر و. هغه له قهره را کښته شو. زرهپوش ته وخوت.
یما چې د ټانکونو د غږونو وېرې، مرګ ته رسولی و، په قبول پسې را غږ کړ:
«ملګري معلم! وزیراکبرخان یا مکناټن؛ دوه څنګه رسم کړم!؟ دا خو بیا جنګ سره کوي، دا خو سرچپه انقلاب جوړېږي!»
قبول، چې د زرهپوش په کړکینچې ورننوت، د ماشوم یما ځواب ورلنډ کړ:
«زلمیه! له ځایه مهښوره! ماته مه را ګوره... د وزیر رسم کې مکناټن ننباسه، بیا یو هم چاړه نشي وارولی... بیا سیاست ته غاړه ږدي!»
قبول په زرهپوش ننوت. د خپلو جامو په وېستلو شو. مخابرې لا بغسسس کاوه: «توریشکبول، توریشکبول...»
قبول د شوروي پوځیانو جامې له خپل سفري بکسه راووېستې او ځانته یې ور واغوستې. له دې وروسته یې مخابرې ته ځواب ورکړ.
***
یاجوجماجوج
وروسته له وختو و، چې شمسالدیناکا یو کار کاوه. قبول پلار په دې زور نه پېژانده. قبول دا وخت د ښار او کلي لپاره دویم پلان تر کار لاندې نیولی و!
پلار اوس له داسې پلان او داسې زوی، بېزاره و. پلار په کلي کې و. کلی د غرني د سرتېرو په لاس کې و. کلی وروسته له زیاتو مرګونو او ورانیو، د بريجشن جوړ کړی و.
ځوانزلمي، فاتح سردار (غرني)، د اکا د کورنۍ لپاره شانداره هرکلی جوړ کړ. اکا دا هرڅه په بېړه له سترګو تېر کړل. او بیا له ځان سره په فکر کې شو.
غرني هڅه کوله، چې خپله سوبه، خپل غازيسرتیري، خپل زور او خپله مشري په هرځای، هرچا، هرڅیز او هره خبره کې، د قبول د پلار په زړه او سترګو ور ووهي!
دا هرڅه، له هرې خوا، په اکا ورغلل. او په حواسو یې ورننوتل. اکا لا هم راویښ نشو! هېچا هېڅ شي ته په خندا، په چکو، په تکبیر لوستلو نشو.
اکا ژړل. دا ځکه، چې په خبرو یې څوک نه پوهېدل:
«بچو! مهخاندئ... چکې مهکوئ، چېغې او نارې مهوهئ... له بدترینه یې توبه وباسئ! راشئ، ما ته غوږ شئ! تاسو اصلي کیسه نه ده اورېدلې...په اصلي کیسه ځانونه پوه کړئ!
بل څه نه و، لوږې، تندې او ولسي جهل، مکتبي ځوانان په تنګ کړل، بل خوا یې وشړل. بل خوا پېریانو په غلا ووهل! آخر شپه وه. شبکوري وه. ځوانانو څه نه لیدل... پېریانو بوتلل، له دیوانو (سرودیوانو) سره یې په لویو فارمونو کې وتړل... همداسې و، و، و...بله ورځ له دې (غوجلوفارمونو) بل څه راووتل! دا د وطني پېریانیو ځوانانو او دیوانو ګډ نسل و، چې باچاهۍ ته په قهر ول. ماڼيو ته یې اور واچاوه. سرو دیوانو د باچایانو عکسونه، د غزاعلمونه، او د کوهنور د الماس تاجونه وسوځول!»
«هی هی! له بدترینه یې توبه! دا ورځ هم تېره شوه. وینې لاړې وچې شوې. جارو شوې... له ټولو هېرې شوې. بله ورځ سرهسره روسي سلاکاران راغلل. له وطني سروزمریانو سره په غونډه کې کښېناستل. پر غونډه د سروپېریانو بېرغونه او د (سروخدایانو) مجسمې، واکمنې وې! هلته هغه پرېکړې وشوې، چې سرهشیطان په خوب کې لیدلې!»
«هی هی! له بدترینه یې توبه! غونډه بشپړه شوه. زمرو د سلاکارانو د ښه هرکلي لپاره، خپل زړونه او مغزونه په اوبلنو اورونو (شرابو) کې وسوځول. او په سبا یې په ټول کلي را ګډ شول.»
هماغه و، چې د زمکو او سړو د سر برکت والوت. هرڅه په موټي شول. خانان هم سترګوږي شول. یو د بل ګریوان ته ورولوېدل. ډېرې وینې تویې شوې؛ خو افسوس، چې ټولې وینې بې بیې تویې شوې... ځکه تویې شوې، چې مشر معلوم نه و. هرچا ځان مشر ګاڼه! هرچا په زور ځان مشر کړ...
بچو! مه خاندئ!! مهکړئ چکې!!! دومره جګې نارې مهوهئ... تردې له بدترینې ورځې توبه وباسئ!
ما ته غوږ شئ! تاسې د ما په خبرو پوه نهشوئ.. زه وایم، چې...»
څوک بېکاره و، چې دومره ځنډ د شمسالدیناکا ببولالو ته غوږ ونیسي!
کلیواليځوانان په جوش او مستۍ کې وو. اکا غرنی له لاسه را ونیوه. اصلي کیسې ته یې کښېناوه!
خو غرني دې زاړه کنډکمشر ته د بدترینې ورځې پخاطر، په توبو نشو!
د غرني دا خېل توبې نه وې زده! خو اکا توبه ترې غوښته!
غرنی په تنګ شو. د هغه په ذهن کې مېاشو، مچیو او مچانو بغسسس...کاوه! د هغه زړه کوم کار ته وګرېد... هغه له (هغه) را ولاړ شو او له ولاړې یې په (تره!) پورې وخندل؛ خو تره له ځان سره لګیا و، چې «وینې ډېرې تویې شوي... بېځایه تویې شوي... او دا تویې شوې وینې، غم لري... خو بیه نلري؛ ځکه یې نلري، چې وطن د (بل) لاسته لوېږي؛ نو راشئ اول د مشر خبره معلومه کړئ!»
غرنی مشر و. خو تره یې ونه مانه! تره، د فتحې او کامیابۍ په ورځ راغلی و، چې کلي ته مشر وټاکي! او غرنی د پټي، د غوا، او د غوایي مزدورۍ ته واچوي...
په دې یوازې غرني پوه شو! غرني دغه غم بلېورځې ته پرېښود.
د هغه دا شېبه پر تره زور نهرسیده. تره یې په کلي کې، پاخه پاخه سړي درلودل. دغو زړو سړیو غرنی اضافي خبرو ته نه پرېښوده! هماغه و، چې غرنی د خبرو په غوڅولو شو:
- تره، تره... تاته وایم، ترههه! آخ آخ مړ دی کړم...(تره، چې له خبرو ولوېد)
- تره! توبه وباسه... دا ته څه وایې؛ زه چې وم، وطن څوک رانه خوړی شي!؟
- هلکه! رښتیا وایم... زه وایم، چې دا وینې غم لري؛ خو بیه نلري؛ ځکه چې مشر...
- تره! له دې خبرو اوس تېر شه! اوس واده راکړه... ځواب دې نغد را سره شته؛ ځواب دې بله ورځ له ما وغواړه...او دې تا یې نور په وطن او په مشرۍ څه!!
شمسالدیناکا دمخه پوه و، چې د دا شان ځیلي سوبمنو جنګیالیو هلکانو لاس څه کارونو ته رسېږي! هماغه و، چې بېرته یې وراره په څپېړه وواهه (د کنډکمشرۍ څپېړه)، او واده یې په نره را دمخه کړ. هرڅه چې و، د تره او د وراره ترمینځ و؛ بل څوک پرې پوه نشول.
د غرني د سوبمنو سرتېرو جشن لا زورور شو. ځکه، چې د کلي د غازي سردار واده هم جشن ته نور اور ور زیات کړ. د کلي غازیان، ښځینه او ماشومان، ټول له جشنه د غرني ځنډن واده ته راتلل. مېلمانه دننه په کلا کې، نه ځایېدل. هماغه و، چې پیتاویو او باغونو ته شول. ورسره هره خوا سرتېرو اورونه بل کړل. په هر اور، لسپنځلس سرتیري را تاو شول؛ چا سګرت څکول، چا له اوره چرس کشوول، چا چلمان خړپول او دودونه یې له سپنګو وېستل.
په همدې همدې کې چا ډول ته درب ورکړ. د ډول له (درب) سره ځوانسرتېري په اتڼ ورګډ شول. له اتڼ سره د زمکې ګرد پورته شو.
ورو ورو ډولونه ډېر شول. نور ځوانان هم د اتڼ میدان ته راتویې شول. له دې سره فضا، چاپېریال او بنیادمان په بله واوښتل. د هرچا حواس په یوهکڼونکي شرنګوشرونګ وپړسېدل.
څوک نه سره پوهېدل. هرڅه: زمان، مکان، شکلونه، غږونه...ټول بېغږه، بېشکله، بېزمانه شوي وو. دا هرڅه په مانا نه جوړېدل. بنیادم له دومره وینې توېولو او تاریخجوړولو سره، په هېڅ اوښتی و؛ (هېڅ) د بنیادم وروستی مقام و. هېڅ مانا نلرله؛ ځکه چې هېڅ، (هېڅ) نلرل!
هرڅه سره ورغلل! سره پورته شول. سرهونښتل. سره ورک شول. یوازې شول. هرڅه سره ټول شول او (هېڅ) شول.
نه پوهېږم څه ووایم... په قلم کې تر دې زیات څه نه ځایېږي! زمکه دومره حوصله نلري، چې د ما بغسسس...ته لاره ورکړي: (هیهی! زمکې څومره بېغیرته، نیمګړې او لنډپارې یې...)
آخآخ! بنیادم قرباني دی! (دی) یوازنی قرباني دی. دا موجود له هغې ورځې کاپیر شو، چې ګونا یې ایمان شوه. ښایي زه او ګونا سره زوی او پلار واوسو! که زوی پلار ونلري، حرمونی دی. که پلار زوی ونلري، میرات دي!
نهپوهېږم که ګونا نه وای، زه نه بېمفهومه کېدم! ښایي که ګونا نه وای، اور به هم نه و! ښایي دغه رڼایي، چې موږ په کې اجسام، رنګونه... او یو بل وینو، همدغه لرغوني اور را پیدا کړې وي!؟
نهپوهېږم، ښایي پوهه د ګونا یوازینی اجر وي... نهپوهېږم که زه نه وای، د ګونا ځواب به چا وایه!؟... وه خدایه! توبه له بدترینه یې توبه!
شمسالدیناکا، خپل د ولاړې او د ناستې خوب، په څپېړه وواهه او لېرې غوږ شو. له لېرې د جګړې غږ راته. دا شېبه له کلي یوه درنه او بېمثله جګړه را تاو حلقه شوې وه. ټول کلی د یوه دایرهوي ښامار په لومه کې نښتی و. او ناڅاپه په کلي د دوزخ اتهواړه دروازې را خلاصې شوې.
د غرني سرتیري لا په اتڼ ور ګډ و. شمسالدیناکا له اوره وچښاخ (چې اور ورباندې خولې لګولې وې) راواخیست او لومړنی ډول یې پرې وواهه! د ډول غږ د چا د ګونا اور وسوځاوه. د اتڼ لومه هم پرې شوه. د غرني مرستیال (سپېلني) په دغې ښاريبلا، راټوپ کړل، چې ور سره یوځای غرني هم ځان را ورساوه.
جګړه وه. جګړه په کلي ښه درنه را ننوته. د درونو توپونو او ټانکونو ګڼو ډزو، کلی داسې جړقاو، چې تابه وېلې ګونا د خپل اور په رڼا کې (ناوې) جوړهشوې!!
غرني په بېړې سره پخپلو سرتېرو چېغې وروهلې: «هلئ ژر شئ! منډه ور واخلئ... د دښمن د پرمختګ لاره بنده کړئ... ګورئ، چې یو درنه زندهسر ونوځي!»
کلیوالي سرتېریو ځوانانو ټوپک او واړه توغنديویشتونکي، غاړو ته واچول. او د جګړې لومړیو لیکو ته، په مڼډو ور ورسېدل.
دواړه لوري سره ونښتل. جګړه ښه په درز پیل شوه. په کلي پولادي دیوانو یرغل راوړی و. کلیوال سرتیري له (اللهاکبر) سره په غرونو غرونو پولادي دیوانو ورختل او د حافظ په غونډاري یې ماتول.
شمسالدیناکا په دغو دوزخي شېبو کې، د غازیانو مخې ته منډې ور وهلې او چېغې وهلې: «بچو! د ما واورئ... مه منډې وهئ...دا د ټانکونو جګړه ده...دا د کاپېرو روسانو د ټانک فرقو لوی یرغل دی... دې ته نشئ ټینګېدای... تاسې ته وایم! آخر راوګرځئ! کلی خوشې کړئ!! غرونو ته وخېژئ!!! د ما واورئ؛ دا جګړه نشئ ګټلای... له کلي د پولادې ټانکونو زنځیرونه را تاو شوي، غوږ شئ... تم شئ... اصلي خبره واورئ... د سرولښکرو ارکانحربان غواړي له څلوېښتو کلو وروسته، د (کورسک) د بلې جګړې تطبیقات ستاسو په سرونو جوړ کړي...بچو تاسو ته وایم! دا د ستاسو د ختمولو لوبه ده...غوږ شئ؛ اصلي خبره واورئ... داد یاجوجماجوج لښکر دی....»
شمسالدیناکا د جنګ په سره ډګر، کلیوالو سرتیرو ته د جنګ نهکولو او غرونو ته په شاکېدلو وعظ کاوه! د هغه غږ د غرني د سرتېرو او قومندانانو په زړونو او حواسو کې، بغسس...کاوه. دغه د پرون ورځې سوبمن غازیان، د کلي خواوشا ته په ځغاسته وو. هر یوه یې شمسالدیناکا د ټوپک په کنداغ په څټ ټېل واهه. او اکا بیا په هر یوه غږ کاوه.
غرنی را وړاندې شو. اکا یې له لاسه ونیوه. خپلې کلا ته یې ننوېسته او هلته یې له ښاپېرۍ او بودرۍ سره یوازې کړ.
اکا هم نور ټپ شو. ګنګه شو. تا به وېلې، چې کومې بېشکله بلا یې ژبه له بېخه غوڅه کړې!
د کلا په شپږو واړو برجونو کې د غرني جنګیالي پراته و.
دغه زړه قدیمی جنګیالۍ کلا (چې پخوا د هېواد سرحدي تاڼه وه) د کلیوالي غازیانو وروستی؛ خو تر ټولو پوخ مورچل و.
جګړه په کلي را چاپېره وه. کلی له دریو خواو د توپونو او ټانکونو ګڼ ګوزارونه خوړل. د دښمن عصري ټانکونو د زړې کلا لوی او درانه برجونه نښه کړل. برجونه پرلپسې ولګېدل؛ خو ونهلوېدل! د ټانک ګولیو د برجونو پنډپنډ خټین دیوالونه د مچیو د ځالو په شان، سوري سوري کړل. د غرني سرتېرو له دغو تورو برجونو پر دښمن ډزې کولې؛ خو په دې جګړه کې دا ډزې په حساب نه راتللې!
شمسالدینکا، چې کلیوالي زلمو له خپلې مخې لېرې کړی او د کلا مینځ ته غورځولای و، د وظیفات سیوري ته ناست و. هغه ګڼله، چې ګڼې د کلي په برجونو کې ملنګان ناست دي، چرس وهي او ټوخېږي. ناڅاپه د چرسیانو ټوخی ورک شو. خو ناڅاپه، شپږالوتکې راغلې او د زړېکلا په شپږوواړو برجونو یې درنې بمبارۍ وکړې.
له دې بمباریو سره د کلیوالي جنګیالیو د برلاسۍ زور سم اوبه شو. هغو په شاتګ وکړ. غرنی له خپل پاخه مرکزه راووت. پخپله ټانکونو ته په جګړه ور ووت. دا وخت غرنی پوه شوی و، چې فتحهشوي ښار کې د انجنیرطاهر د سوبمنو غازیانو کیسه دمخه ختمه شوې. او جګړه په رښتیا له کلي راچاپېره ده. غرنی له خپلو پاتې سرتېریو سره، له لوی مرکزه کوز ولاړ. غرني ځایځای خپل سرتیري پرېښوول، چې د کلي او مرکز ترمینځ د تګراتګ لاره وساتي.
په همدې توره شپه او په همدې دوزخي اورونو او غږونو کې، له کلي د یاغیانو کډې بار وې! کلیوالي واړه، زاړه، ښځینه او ناروغان پر آسانو، پر کچرو او ځنې هم په زړو لاریو او وړو ګړندیو جیپموټرانو کې، له کلي راوتل. په همدې لاره، چې د غرني سرتېري یې ساتنې ته پراته ول؛ پورته تېرېدل، د غرونو پر لمنو ورختل او یوځل بیا له خپل کلي، له خپلو کورونو، کروندو او هدیرو پرېکېدل.
دا د خدای خواران، د سرهپوځ جنرالانو (چې د کورسک د ټانکونو د جګړې مډالونه یې پر ټټرونو وهلي و)، په مخه کړي ول. دې سره د ټانکونو جګړې، کلیوالي جنګیالي (چې یوازې په ټوپک ښه جنګېدل او په نښه ویشتلو کې هم نه ختا کېدل)، مات کړل، په څټ یې وتمبول. دې سره خپله غرنی جګړې ته ور وړاندې شو. غرنی له مجبورۍ ور وړاندې شو.
دا وخت نورې جنګیالۍ ډلې له فعالې جګړې، وتلې وې. او روسيټانکونه له هرې خوا په کلي راننوتل. ټانکونو، درنو توپونو، او یوې ډلې جټالوتکو، کلی له هرې خوا ویشته.
کلیوالو ددغو درنو وسلو مقابلې ته هېڅ شی نه درلودل. په هره لاره، په هره پوله، په هر پټي کې، یو ټوپکوال جنګیالی د ټانک تر زنځیرونو لاندې لېش کېده.
ټانکونو لا هم د ځوانو تنکیو غازیانو سرونه خوړل. او وړاندې تلل! نور نو کلی بېدفاع و. د کلي دفاعي ستنې او مورچې نړېدلې وې. روسي ارکانحربانو هره شېبه، په هرې لارې، له هرې کلا سره، د امریکې د ټانک منظمو فرقو متقابل برید انتظار کاوه.
دغه مدرنې فرقې، چې روانه پېړۍ کې، د کورسک د ټانکونو یوې بلې جګړې ګټلو لپاره تشکیل شوې وې، دلته په دې شډلو کلیوالي یاغیانو وروخوځېدې. هغوی یې له سرونو او مالونو سره تر خپلو پولادې زنځیرونو لاندې کړل. دغه په پولادو پوښلې لښکرې، د پوځي نقشو تر بره سره، وړاندې ولاړې.
د ټانکونو برید پای ته ورسېد. اوس نو د پلیو ځواکونو وار و. د کوماندو او پراشوت سنبال سرتیري، له راز راز سپکو اوتوماتو وسلو او زغرو سره؛ لکه ملخ له پوځي چورلکو، پر لارو، کلاګانو او پټیو کې راتویې شول. له دې سره جګړه هم لاس په لاس شوه.
د غرني پاتې جنګیالي، له مخ او له څټه، د سرو جنګیالیو تر ګڼو او بېځنډه اورونو لاندې اوبه شول، باد وېوړل، له کلي ورک شول. میدان سروسربازانو ته پاتې شو، چې میلیونونو کاریګرو او بزګرو ته قطار قطار را روان وړیا خواړه، په عسکري سایز ګنډلۍ دریشۍ او رنګه بوټان وویشي!
خو دلته کلی له اوسېدونکو تش و. یوازې ګوته په شمار جنګیالي پاتې و، چې هغوی د دښمن د ګڼ او زورور اور سېل په مخه کړي و.
د کلي ختیځ ته د لوړې غونډۍ دپاسه پرته قدیمي کلا اوس تشه وه. په کلا کې یو سرتېری هم پاتې نه و. د کلا برجونه څه بمونو نړولي، څه هم سوري سوري ولاړ و. په کلا کې یوازې یو نارینه (هغه بوډاشاهي کنډکمشر)، بودرۍ او ښاپېرۍ پاتې وو. اوس د کلا ساتنه (چې یو وخت د هېواد پولو ساتلو تاڼه وه)، دغه بوډا ته ور په غاړه وه.
بوډا یوازې ځان راولاړ شو، وروسته له کلونو یې ټوپک غاړې ته کړ. بوډا ولاړ د کلا ټول ورونه یې وتړل. د دړو څټ ته یې هم د غرني د واده له پخلیو ډک پاتې ساړه مسي دیګونه، د لرګیو کوندې، او راز راز تمبې واچولې. بوډا هر کار په ډېره منډه کاوه. بوډااکا د کلا نړېدلو او سوریو سوریو برجونو ته وخوت. د یوه پوځيمنصبدار په توګه یې لاندې پرته ټوله اراضي له نظره تېره کړه. څو شېبې یې د کلي په بېلابېلو برخو کې د کلیوالي ټوپکوالا غازیانو او د روسي درنو ټانکونو زورجنګولو غملړلي پای ته، چوپ او روژه نیولی پاتې شو. بیا له برجونو را کوز شو. اودس یې تازه کړ او د عصر د سورې سیوري ته کښېناست.
بودرۍ، چې د زړې ګيدړې په څېر دا هرڅه په بوډا شاهي کنډکمشر پسې وڅارل، ناڅاپه په غوسه شوه. او لکه پېریانۍ وزه، شي او سړي ته په کنځلو او غاښچیچلو شوه. ورپسې هم په ښځینه ځان، د کلا بامونو ته وخته او د ماښام په دې لوړې تیارې کې، له دې پاسه د کلي په ننداره شوه.
بودرۍ هېڅ ونهلیدل! هغې ګڼله، چې په دې شپه کلی یو مخ په چرسیانو ډک دی. او دا د چرسو ډک چلمان دي، چې سره او شنه اورونه په فضا کې شیندي. بودرۍ چې یوې نابلدې درنې وېرې ځوروله، ځان ته د خبرو په جوړولو شوه. او له بامونو او تورو تورو برجونو بېرته را کښته شوه.
شمسالدیناکا په کتاب کې پټ غږ سوځولی و. ددغه زاړه پتنګ په اورخوړلې بڼه کې، د حشر د ورځې ښایسته وېره وچه شوې وه.
ښاپېرۍ د اریکین څټ ته ترې پټه وه. هغې د پلار له دې حالت سره یو مخ واده، غرنی، کلی او هر بل شی هېر کړل، ورک یې کړل او سم له همدې ګړۍ یې، دا یو هم نه پېژندل.
په ښاپېرۍ د پلار له سوې بڼې، د یوه مرموز غږ باد لګېده. دا شېبه بودرۍ خپلو کنځلو ته غوږ وه:
«یې د سره کاپېرخورې، تاته وایم...که مې د شازلمي غرني یووېښته، بېځایه شو؛ نو والله، چې سپېلني ته خودې کنیزه کړم!»
د درنو وسلو ډزې ورو ورو یو څه ودرېدې. او بیا بیخي بندې شوې. اوس مازې د وړو وسلو شرنګی راته. تا به وېلې، چې اوس خی مازې د غازیانو ټوپک دي، چې د کاپېرانو د ماتې خبر اوروي.
بودرۍ له ځان سره په چکو شوه. ورسره له زاړه شاهيکنډکمشر او ناوې کړې ښاپېرۍ را ولاړه شوه. او د کلا له لوی انګړه، د رسام کالتوسو په وېشتلو سره، ماتېخوړلو او شرمېدلو کاپېرانو ته، په کنځلو شوه.
«د ښاپېرۍ پلاره پورته شه... شکر وباسه! دباندې راووځه... د خوښۍ یو څو ډزې وکړه؛ اخر ته څرنګه مسلمان او نارینه یې!؟»
شمسالدیناکا کوم مرموز غږ چوولی و. هغه په بل غږ نه پوهېده. بودرۍ ته خپل غږ ورله غاړې وه:
«ښاپېرۍ لورې! راپاڅېږه...واده دې نیکشاګومه شه... د تا له تالو، غرني بل شان جګړه وګټله...لورې! تاته وایم...پاڅېږه؛ لاسونه دې سره کړه... سترګې دې تورې کړه، په مخ دې دړۍ او خالونه کښېږده... هله، چې اوس به د واده مېلمانه راشي... هله، چې سبا به د کلي ښځې پېغورونه راکوي! هله ژرشه، ځان سمه ښایسته ناوې کړه...»
ښاپېرۍ د پلار وچې، وېرېدلې او سپېڅلې بڼې په یوه مرموز یاد کې، سپره کړې وه. او لېرې لېرې یې وړې وه. او له بودرۍ او د غرني له واده یې سمه غلا کړې وه...
ناڅاپه بودرۍ لاس ورپسې واچاوه. دغه ټال یې راوغوځاوه؛ ښاپېرۍ یې په دام کې ونیوه.
لږ شېبه ښاپېرۍ خپلې خواښې ته اریان اریان کتل، چې بیا هغه باد خوشې کړه، چې بیا د بودرۍ پېریانو ونیوه؛ را سمه یې کړه... له سره یې ناوې کړه!
د ښاپېرۍ پر مخ کوم تور پېري لاس وهلی و! هغې خپل مخ کات او پټ کړ. او ځان یې د پېري له لاسونو لېرې کړ!
بودرۍ ولاړه، چې د واده پاتې کارونه جوړ کړي! هغه خپله، یوازې ځان، په هره خونه وګرځېده.
شمسالدیناکا وظیفات کات کړ. لومړی یې په سترګو، بیا یې په خوله مچ کړ. بیا یې د سرې څرمنې په پوښ پټ کړ، بیا یې په ملا را وتاړه. او مخامخ دباندې انګړ ته راووت. ژر ژر یې ځان جګړې ته تیار کړ. ټوپک یې غاړې ته کړ. یو سندوک کالتوس یې په غېږ کې واخیستل او همداسې مخامخ د کلا سرته وخوت. او څټ ته یې په بودرۍ را غږ کړ، چې یو بل سندوک کالتوس هم پاس برج ته ورپسې وخېژوي!
بودرۍ د کور له یوې برې خونې (هغه کې چې شاه او شاهبالاګان به کښېناستل)، په خالو شین مخ راوښکه:
«د ښاپېرۍ پلاره! دا ته څه کوې!؟ په دې وخت کې، په هغو تیارو برجونو کې څه غواړې! که له کوپارو سره جګړه کوې؛ نو اوس درباندې ډېره ناوخته شوې... او اوس په چا ډزې کوې!؟ او «پام چې خپل سړي ونهولې! د ما په شاهزلميزوی او شاهبالاګانو یې ډزې ونهکړې!!»
بودرۍ ښه مسته او زړوره په خبرو وه. خو شمسالدیناکا ته دا د خبرو اورېدلو وخت نه و. په هغه باندې د یوې مرموزې شامعې له لارې، د بلې جګړې بوی لګېدلی و.
اکا په برج کې ټوپک او کالتوس جګړې ته تیارول، چې یودم پنځه-شپږ چورلکې راغلې او کوماندويي پراشوتي پلي پوځیان یې، د لوړې غونډۍ په خواوشا، د کلاګردچاپېره را کوز کړل.
بودرۍ د چورلکو او پراشوتي جیګیالیو له جنګجګړې سره بلده نه وه؛ ځکه په بدلو وه:
«کجاوې، وې شالیلا ورو ورو، وې شالیلا ورو ورو...»
بودرۍ پخپل خیالي جشن کې په بدلو وه، چې بوډاشاهي کنډکمشر د کلا د سر له برجه، په څه شي ډزې وکړې. او تر هغو بودرۍ خپلې بدلې وروکولې او بیا بندولې، له دباندې هم په برج د توغندي ډزې وشوې.
بودرۍ د کلا په انګړ کې اریانه، وېرېدلې ولاړه وه. د هغې ژبه ګونګۍ شوه! کلا په شنه دود کې پټه وه. په داسې حال کې یوازې د کلا د سر له برجه، دباندې ډزې کېدل.
بودرۍ سر واهه، تندی واهه؛ له هغې لاره ورکه وه. په هېڅ کار نه پوهېده.
بوډا کنډکمشر د کلا په سوري سوري برج کې ناست و. او پرلپسې یې د قدیمي (۳۰۳)بور، ټوپک لسډزي ججوري، په روسي کوماندویانو ور تشول.
بوډا سخت په غوسه و. غرني ته یې غاښونه چیچل، چې ولې یې ددغه زاړه کنډکمشر نهمنل...بوډا سم پوهېده، چې حالات په څه ډول دي! هغه دا شېبه د خپل کلي، خپل ولس د غملړلې ماتې د ویر پر ټغر ناست و. او له همدغه ټغره یې بیا هم د یرغلګرو پر لاسبرو پوځیانو، د ټوپک ججوري ور تشول.
روسي کوماندویانو د بوډاشاهيکنډکمشر تر بریالیو ډزو لاندې فکر کاوه، چې ګڼې د امریکایانو د ټانک فرقې ګارنیزیون، په همدې کلا کې را ایسار شوی؛ ځکه یې نو کلا له څلورو خواوو د توغندیو په دوزخي تبرونو ووهله، ووهله... تر هغو چې یو اورلن تبر، د کلا د سر تر برج لاندې، په غټه دړه ور برابر شو. دړه په اور کې پټه شوه. دړه اور وخوړه. او په اور کې په څټ را ولوېده. له دې سره یوځای د یاجوجماجوج لښکر، لومړی ټولی، په کلا راننوت. یاجوجماجوجو په انګړ کې داخوا هاخوا له منډو سره، بېدریغه ډزې کولې.
شمسالدیناکا ته بل ډول ورپېښه وه! دا زړهکلا هغه له وړکتوبه پېژندله. کلا اوس ورانه وه. لوېدلې وه. اوس مازې د کیسو د یوې روانې چینې په څېر، د ګاردکنډکمشر، د اروا په اقلیم کې، دباندې راوتلې وه.
ددغې چینې یوې او بلې خوا ته په لسګونو، دنګدنګ ادمخانه او په لسګونو دنګېدنګې درخانۍ ولاړې وې. اوس دغې چینې ته شیطان د خپل ناکام عبادت د اور په زور، د ښېراو سېل را سم کړی و.
د شمسالدیناکا سترګې، لاسونه او نور بدن په جګړه اخته ول؛ خو زړه یې بل چېرې و! دا یوه هغه زماني شېبه وه، چې زاړه شوي بوډا په کې، د قدر د شپې په څېر، د سرنوشت پاڼه موندلې وه.
په دې لوړو غرونو دده د هېواد د سیاسي جغرافیې پوله پرته وه. دلته یو وخت دده هېواد په ملا کې پرې شوی و...
بوډا ته د ځوانۍ، د مستۍ وختونه را ژوندي شول. په هغه راتاو شول. بوډا یې د بړبکۍ په څېر پورته کړ... سوی بوډا ګنګس شو.
بوډا کنډکمشر لا هم چوپه خوله د کلا له سربرجه، د ۳۰۳بور ټوپک ډزې کولې. دا شېبه بوډا په حال نه و. خبر نه و، چې سرهپوځ غوښتل د هغه په وجود کې، د امریکې سپینپوځ بحري قرارګاه، محاصره او ژوندۍ ونیسي. اکا او دا هرڅه، د یوه مرموز لاس په ګوتو کې د مسي پیسو، یا د یوه تورساز د تارونو په څېر، ښورېدل او شرنګېدل.
دغه ساز ته یوازې شیطان په کړس کړس خندل. بوډا ته بل شان ور پېښه وه. دغه سوي شاهي کنډکمشر، د خپل هېواد له زړې پولې، پخپل هېواد ډزې کولې. د بوډا زړه نری شو. دغه روح د ځان دننه یوه شنه ونه، د کوم تورکوډګر غږ وچه کړه. د بوډا په ذهن کې ټول ژوند، ټول سرنوشت، بېرنګه او بدرنګه شو...هرڅه، هر شی، په بدرنګۍ واوښتل.
بوډا عبث لګیا و. هغه لاډزې کولې. هغه ګڼله، چې په دغه اقلیم کې ولاړ برجونه او دیوالونه، د دوزخ د سردار د دړېوړې شوي وجود، لاسونه او پښې دي، چې د یاجوجماجوج چونجي یورنګه پرې راخېژي! بوډاکنډکمشر د کلا د سر په برج کې، هیښپيښ پاتې و. تا به وېلې، چې د سرنوشت وروستي حکم، چاندمارۍ کړی دی!
ددې ورځې په سبا د (شوروي اتحاد دفاع وزارت) ته ددغو عملیاتو درستیزوال بریدجنرال (اولیانف) د (تندر) د عملیاتو د بشپړېدلو راپور ورکړ.
د سرهپوځ د بېلابېلو ټولګیو د ګډو او چټکو عملیاتو په ترڅ کې، لوی ستراتیژیک هدف (پخوانۍ سرحدي تاڼه)، ترلاسه شوه. په دغو عملیاتو کې د سرهپوځ لکیو ته د لسو تنو سرتېرو، وړو ضابطانو، منصبدارانو او څارګرو تلفات ور اوښتي و.
په راپور کې راغلي و، چې سرهپوځ دلته په دغه غرني ټاټوبي کې، «د امریکایي امپریالستي پراختیاغوښتونکو او سیمهییزې مذهبي ارتجاع، د ګډ استعماري پلان» په شنډولو سره، دغه هېواد او خپل ستر هېواد او د نړیوالې سولې ګټې، له لویو ګواښونو وژغورلې. او د سیمې ټیکاو یې ډاډمن کړ.
د کشف د راپورونو له مخې، د امریکې د متحدهایالاتو د چټعکسالعمل سمندريځواک تازه دمه لیواګانې، له پولې هاخوا په نظام ودرول شوي او هره شېبه دې ته چمتو دي، چې دې هېواد ته را واوړي. ځکه باید په دغه سیمه پولادي دیوالونه را هسک شي. او د دوست هېواد د حکومتي پوځ د جوړېدلو تر نېټې پورې، د اټکل شویو دیوالونو دننه سیمه، د شوروي اتحاد د محدودو انترناسیونالستو پوځي ټولګیو لخوا، د ځانګړي پوځي زون په توګه وساتل شي!
***