د باز محمد عابد داستانونه
باز محمد عابد
مرسته
د موبايل د پيغام ځانګړي غږ د خبريال پام ورواړاوه. د موبايل تڼۍ يې کيکاږله. ويې ليدل چې بيرو چيف ورته ليکلي وو
Update your issue
د خبريال تندي کې لارې وغځيدې، د نظر څار يې د موبايل په ښيښه ورټول کړو. په چرت کې لاړ. نن ورته له کومې ادارې نه د غونډې خبر هم نه و راغلي. د پيغام د ځواب ورکولو او يا هم د ریپلای په تڼۍ يې ګوته کيمنډله او ويې ليکل
I don't have report issue for today Sorry Sir,
يو مينټ به لا تير نه و چې موبايل يې وشرنګيده. د بيرو چيف نمبر و. د اوکى تڼۍ يې کيکاږله.
هيلو!
هيلو، څينګه چل دى، يار تاسو ليکلي چې نن د ريپورټ له پاره موضوع نه لرې؟
هو صيب.
_ هاهاهاهاها، ياره په دومره لوى ښار او دومره لويه سيمه کې ته د موضوع د نيشتوالي سره مخ يې. ته لږ داسې ښار ته ووځه او سترګې واچوه، بلا ډير موضوعات به درته مخې ته راشي.
= واله صاحبه! که رښتيا درته ووايم په ښار کې راڅخه داسې موضوع نه پاتې چې ريپورټ کړي مې نه وي.
_ بلا ډيرې موضوعګانې شته چې تا پرې لا کار نه دى کړى، ورځه او د نن ورځې ريپورټ راوليږه.
ـ ښه صاحبه !
خبريال د ښار په ګڼه ګوڼه ورننوت. اوتر اوتر يې ها خوا او دې خوا سترګې ګرځولې. ډيرې داسې موضوګانې يې مخې ته راغلې چې کار يې پرې کړي و. بلاخره د ښار د چوک په يوه څنډه کې يې شا و خوا دولس کلنه جينى وليده چې بکسه يې مخې ته ايښې او بوټان پالش کوي. همدا ورته د خپل ريپورټ له پاره ښه موضوع ښکاره شوه.
حبريال له ماشومې جينۍ سره کيناستو. ريکارډر يې راوايست او له جينۍ يې پوښتنې پيل کړې. جينۍ ته هم د وخت ناخوالو ژپه ورکړې وه او هغه څه يې ورته وويل چې خبريال ترې د خپلې مرکې د غښتلتيا له پاره په زړه کې کرل او ريبل.
خبريال د مرکې په پاى کې د جينۍ داسې يو تصوير په کيمره وايسته چې د يو چا بوټونه يې رنګول.
د خبريال د ورځې چاره دې ناچاره ماشومې جوړه کړه. خو کله کله چې به خبريال د مخابراتو په چوک تيريده، نو دې ماشومې به پرې د ماما غږ کاوه چې خبريال په غوږونو به دا خوږ غږ ډيره ښه لګيده.
يوه شپه چې خبريال يو کلتوري راپور د شپې په څلورم پار کې ترتيب کړو نو په کمپيوټر کې يې د انځورونو فولډر خلاص کړ، غوښتل يې چې کوم انځور فيسبوک ته اپلوډ کړي، د ماشومې په انځور يې سترګې خوږې شوې، هغه يې راواخيسته او فيسبوک ته يې د دې جملې سره ورپورته کړو.
(( دا باهمته جينۍ د خپلې کونډې مور او دوه ماشومانو ورونو خسمانه په بوټ پالش کوي.))
د سهار اته بجې وې، خبريال په فيسبوک کې د هغو لسګونو تبصرو په لوستو بوخت دى چې د ماشومې په تصوير شوې وې، اکثره تبصره ليکونکي، د خبريال ملګري وو. خو څوک د دينا په يوه سر کې او څوک هم د دنيا په بل سر کې. خبريال ډيرې داسې دردونکې تبصرې ولوستې، د ډيرو يارانو احساسات ورته څرګند شول او د ډيرو يارانو د مرستې ژمنې يې هم ولوستې.
خبريال چې د يارانو دا خواخوږۍ ليدې نو بې واره به يې په سترګو کې اوښکې ډنډ شوې. خو ژر به يې پام شو چې په نيوز روم کې يې نور ياران هم تر څنګ ناست. د دستمال په پيڅکه به يې د اوښکو ډنډ وچ کړ او بيا به يې د تبصرو په لوستو پيل وکړ.
يوه تبصره چې د طالبانو د امارت د دورې يوه فرهنګي چارواکي چې خبريال ورسره له هماغه وخته پيژندل، مخې ته ورغله په دې تبصره کې ليکل شوي وو
(( که تاسو دا ماشومه راپيدا کولى شئ، نو زه په يوه داسې اداره کې کار کوم چې له همدغسې ناچارو سره يوه اندازه مرسته کوي، ماته زما په دې شميره…… 0707 باندې زنګ ووهه مننه به مو وي..
خبريال موبايل راواخيست او له مخې سره يې ورته زنګ وواهه. کله چې يې پخوانى شناخت بيا راتازه کړو نو خبريال ورسره ژمنه وکړه چې دې جينۍ ته به يې نمبر ورکوي او ډاډ به ورکوي چې تاسو سره يوه اندازه مرسته کوي.
د درې ورځو کوښښونو وروسته خبريال ماشومه په مخابراتو چوک کې د کابل بانک مخې ته وليده، د خيريه ادارې د موبايل شميره يې ورکړه.
سبا سهار چې فيسبوک ته لاړ د خيريه ادارې د کارکونکي بيغام يې پرانيست ورته يې ليکلي و:
ـ له ماشومې سره يې رابط وشوه، سبا سهار به له خپلې مور سره زموږ دفتر ته راشي او ١٣٥٠٠ افغانۍ به مرسته ورسره وشي.
٢٠١١ کال د اکتوبر لومړۍ نيټه
درنه کوټه او درنې لارې
- پام کوه چې دې کوټې ته بيا قدم وانه خلې، دا کوټه درنه ده چې د کومې بلا سيوری درباندې ونه شي.
دا خبره مې نيکه هغه وخت زماکشر کاکا ته کوله چې زه به ايله د دولس ديارلس کلونو وم.. له هماغې ورځې نه مې د دې کوټې په هکله په ذهن کې بلا پوښتنې پيدا شوې وې.. کله چې به مې له نيا نه د دې کوټې په هکله پوښتنه وکړه هغې به ځان ناګاره واچاوه او چې زما پوښتنې به يو پر بل پسې شوې نو نيا به مې راته وويل:
- ورکه دې شي بچيه! په دې کوټه دې تندر راپريوزي، د دې کوټې په هکله ډېرې پوښتنې مه کوه. دا کوټه درنه ده.
دا زموږ په کلا کې يوازينۍ کوټه وه چې دنورو کوټو په سر د دالان په بر سر کې جوړه شوې وه او موږ به ورته بالاخانه ويله. چې دوه لورو ته يې د ښيښو کړکۍ هم لګيدلې وې چې اشه دارې به مو ورته ويلې. دا کړکۍ يوه د کور د انګړ لور او بله يې د شنو کروندو لورته لګيدلې وې. دا کوټه به اکثر وخت بنده وه. زه مې څو وارې له مور سره دې کوټې ته ننوتی وم. له کوټې نه به دباندې کروندې تر ډېره ښکاريدې او مابه د دې نندارې نه ډېره مزه اخيسته. په زړه کې به مې راوګرځيدل چې کاش کې دا کوټه زما وای. يوه ورځ چې مې له مور سره دې کوټې ته ننوتم نو له واره مې ترينه پوښتنه وکړه چې دا بابا مې ولې کاکا ته ويلې چې په دې کوټه کې د بلا سيوری دی؟ دلته خو ماته د هيڅ شي سيوری نه ښکاري. خو مور مې هم راته د نيا په څير هاغه غر او دغه غر ويشتلی و. دې کوټې ته به هر وخت تور کلپ لګيدلې و. ډيره به نه پرانستل کيده.
زه چې کله نهم ټولګي ته کامياب شوم، هاغه وخت زموږ په کلي کې ليسه نه وه، د نورو زده کړو له پاره به ښار ته تلم. دا نو زما د زلميتوب د مستۍ شپې ورځې وې. يوه ورځ چې له ښوونځي نه رخصت شوم ، له نورو ټولګيوالو سره سينيما ته لاړم. په سينيما کې داسې فلم چليده چې په ارواوو جوړ و. ډېرې ويروونکي صحنې په کې وې. کله به د انسان يوازې کوپړۍ خبرې کولې او کله به يو اسکليټ له خاورو راپورته شو او ملکونه به يې ورانول له سينيما نه چې راووتم، نو وپوهيدم چې پوره راباندې ناوخته شوی دی. په منډه منډه مې ځان د کلي د موټروهډې ته ورساوه. له ډېر ځنډ وروسته يو موټر پيدا شو چې لاندې باندې له سپرليو ډک شو او تر هغې چې کلي ته رسيدو نو د ماخوستن لمونځونه شوي وو. د ولسوالۍ په عمومي سرک ډېر لوی او واړه کلي پراته دي، په موټر کې ناستو کسانو کې به چې د چا کلی راورسيده، هغه به له موټر نه ښکته شو او خپله مخه به يې ونيوله. تر هغې چې زه د خپل کلي لارې ته رسيدم، په موټر کې څلور، پنځه کسان پاتې وو.
کله چې زه د خپل کلي له لارې سره له موټر نه ښکته شوم، او دکلي لارې ته چې د ګنيو د کروندې په منځ کې وتلې وه، روان شوم، نو يو دم مې په زړه ساړه ننوتل، ويښتان مې زيږ شول او پښې مې سستې شوې. د دې لارې په هکله مې له بيلا بيلو کسانو اوريدلي وو چې پيری کله له ځانه پيشو جوړوي، کله چرګه او کله هم اوزه. بس شش کليمې مې په ځان چوف کړې، څپلۍ مې له پښو وايستلې او په توده منډه مې د ګنيو له کروندې نه ځان وايست او د ملک صاحب په هغه ديره ورګډ شوم، چې په هره ونه کې يې د کلي مشرانو په لسګونو ځلې پيری ليدلی او هر يو يې په لسګونو ځلې ځورولی هم و. دلته مې پښو ته نور زور هم ورکړ، تپه تياره وه، د ديرې ونو دا تياره لا پسې ډېره کړې وه، د يوې ونې له ډډ سره په منډه تيريدم چې په څټ مې يوه درنه څپيړه وخوړه. له څپيړې سره سم پر ځمکه راولويدم او درې څلور ملاقه مې وخوړل. څپلۍ مې هم له لاسونو لويدلې وې، د څپليو په کيسه کې نه شوم، راوړلاړ شوم او بيا مې يادمولا کړل. له ديرې نه چې په وتو کې وم چې په خيټه مې يوه مزبوته لغته وخوړه او بيا پر ځمکه راپريوتم، دا ځل نو سم وهل شوی وم.، په سختۍ سره راپورته شوم او بيا مې په توده منډه د کور لوری ونيو.
کور ته چې ورسيدم، و مې ليدل چې ټول کور مې پريشانه کړی و، مور مې په دواړو مخونو اول ښکل کړم او بيا يې راته ښې ستغې سپورې وکړې. ډوډۍ مې زړه ته نه کيده، نيغ لاړم او خپل کټ کې و غځيدم. سهار لمرخاته چې له خوبه راپورته شوم، نو د خيټې د برزو درد مې محسوس کړ، ومې وليدل چې د نامه د غوټۍ شاوخوا مې تکه شنه شوې وه. خو سټ مې درد نه کاوه. له کټه پورته شوم او چې څو قدمه مې واخيستل، نو د ښي پښې د غټې ګوتې په درد پوه شوم. څپلۍ مې راته يادې شوې چې په ديره کې راڅخه پاتې شوې وې. چپلکۍ مې پښو ته واچولې او د ديرې په لور وخوځيدم. څپلۍ مې د هغې ونې سره نيږدې وموندلې چې زه په څپيړه وهل شوی وم. فکر کې لاړم. له ځانه سره مې وويل چې د پيري له ما سره څه سپږه مړه وه چې بيګا يې ووهلم؟ شاو خوا مې وکتل، د ونې يوې پلې ته مې پام واوښت چې څه کم په يوه متر فاصله کې د ونې له ډډ څخه راوتې وه. يو دم ذهن ته راغلل چې کيدای شي دلته مې پښه نښتي وي، او راوليدلی يم. ورسره سم مې دا هم خيال ته راغلل چې که دلته لويدلې يم ، نو په خيټه دا لغته چا راکړه؟ د ديرې سره خوا کې ميداني ته مې وکتل چې د مالونو اخور په کې جوړ و او څو ځايه يې د مال د تړلو له پاره سټې ټک وهلې وې. ورغلم او د ټک وهل شوې سټې سره جوخت ودريدم. د سټې لوړوالی دومره و چې زما د نامه غوټۍ ته رارسيده. په زړه کې خوشحاله شوم. چې د بيګانۍ پيښې واقعيت راته څرګند شو. د سهار چايو ته مې هم زړه شو، د کورپه لور لاړم. څنګه چې د چای خوړلو کوټې ته ننوتم، نو پلار مې په خپل کشر ورور سترګې راايستلي وې او ښې سپکې سپورې يې ورته کولې. ما مې چې کا کا ته وليدل ، سترګې يې په دسترخوان کې ګنډلې وې او هيڅ يې نه ويل. ماته بلا سوالونه پيدا شول چې پلار مې ولې کاکا ته دومره ستغې سپورې وايي. اخر څه يې کړي دي. زه لا په همدې چرت کې تللی وم چې پلار مې وويل:
- ګوره ، نن زه خبر شوم، خو ويريږم چې سباته به ټول کلی خبر شي. د کلي له سيالۍ به مې وباسې. او دا دې ړومبی ځل نه دی، څو ځلې دې د بالا خانې کلپ مات کړی دی، کله دې ګوړه، کله دې وريجې او کله دې هم غنم په پټه له کوره ايستلي دي او په شاه ګلي هټۍ وال دې خرڅ کړي دي.
د زرداد سرای د کابل منډيي
١٣٨٧/١٠/٠٤
د امیر صاحب میسکال
له وړوکي اختر نه پوره يوه اونۍ دمخه مې له دفتر نه رخصتي واخيسته او په وخت مې ځان کور ته ورساوه. په کور کې لا دمه شوی نه وم چې د تره زوی مې چې کور په صحرا په ( امير صاحب ) مشهور دی او ښايسته ډېر کلونه يې د خدای په لاره ( تبليغ ) کې لګولي دي، کوټې ته راننوت او له جوړ په خير وروسته يې راته وويل :
_ ښه شوه چې په وخت راغلې، قاري صاحب مې هم روژه ماتي ته دعوت کړی دی او سر له نن شپې مو د دريو شپو ختم نيولی، روژه ماتی به په هجره کوو.
روژه ماتي ته هم لږ وخت پاتې و. هجرې ته ورغلم ، دسترخوان ته د کور له نارينه وو غړيو پرته قاري صاحب هم ناست و. امير صاحب د هجرې په برنډه کې چې له هجرې په څو متره واټن کې ده، ولاړ دی، ماداسې وانګيرله چې هجرې ته به آذان سم نه رارسيږي او امير صاحب د آذان زيري ته ولاړ دی.
له روژه تيانو څخه چا يوه ګوله مړۍ په ښورا لړلې خولې ته نيږدې کړې او چا يوه خورما په ګوتو کې نيولې وه. ما چې له کابل نه تر پيښوره پورې څو موټرې بدلې کړې وې، سخت تږی شوی وم او د شربت خوږ ګيلاس مې له نظر لاندې ساته، چې يودم د الله اکبر غږ له بهر نه راغی. له مخې سره مې له شربت نه ډک ګيلاس پر سر راواړاوه. له مرۍ به مې لا دوه درې ګوټه تير شوي نه وو چې قاري صاحب راباندې غږ وکړ:
_ د خدای بنده آذان ته خو لا پنځه مينټه پاتې دي، دومره صبر دې نه کيده؟
ما وويل نو دا د الله اکبر غږ له کومې خوا نه راغلو؟
کشر ورور مې وويل:
_ دا خو امير صاحب ته چا مس کال ورکړ.
د ورور ددې خبرې سره سم مې ژر امير صاحب ته وکتل ، ليده مې چې هغه په خپل موبايل کې په مس کال پسې ګرځيده، سخت خجالت شوم، څو شېبې خپلې بې صبرۍ او د امير صاحب د موبايل زنګ ته فکر يوړم، چا ته مې د ليدو توان نه لاره، سترګې مې په دسترخوان ګنډلې وې چې د امير صاحب مشر ورور راباندې غږ کړ:
_ اوس چې دې ماته کړه نو څه له ورته ګورې، بسم الله خو به دې وختي ويلي وي.
ناستو خلکو وخندل خو ما له خجالته سر ځمکې ته ونيو او هيڅ غږ مې ونه کړ
دوه شپې مو ختم شريف وکړ خو نن شپه چې د محلې نه خورا ډېر خلک په دې موخه راغلي وو چې د ختم وروستۍ شپه وه. کوټه له پخوا ډکه وه ، په برنډه کې هم نه ځايدل. له محلې نه چې به څوک هم ختم ته راتلل، زموږ د کورنۍ غړيو به ورته مخکې صف کې ځايونه پريښودل او خپله به وروسته صف ته تلل. تر دې چې زموږ دکوراکثره ځوانان وروستي صف ته ورسيدل.
د ماخوستن د لمونځ د فرضو وروستی رکات و چې د الله اکبر غږ پورته شو. د برنډې لمونځ ګذارچې ملا يې نه ليدو ټول رکوع ته لاړل، زما په شمول به ټولو د رکوع کلمات ويلي وي، چې په دې کې د قاري صاحب له ستوني د الله اکبر ناره پورته شوه. په برنډه کې ټول لمونځ ګذار سجدې ته پريوتل او په کوټه کې ټول رکوع ته تللي وو، بس يوه بې نظمې رامنځته شوه. په هجره کې غالمغال شو. د مشر حاجي صاصب په شمول ډېرو نورو لمونځ ګذارو امير صاحب ته ښه ستغې سپورې وکړې.
په سبا سهار څو تنه د امير صاحب په ګډون د يوه مړي، چې جنازه يې لا خاورو ته نه وه سپارل شوې، روان شوو. په لاره امير صاحب ته بيا زنګ راغی، د سورت رحمان يو آيات شريف يې د زنګ پر ځای په کې لګولی و. امير صاحب جيب ته لاس کړ، آيات شريف به لا دوه درې کليمې ويل شوې نه و چې د موبايل په مرۍ يې ګوتې ښخې کړې.
زموږ د ډلې نه ورته يو بل ملګري وويل چې اميرصاحب د ثواب پر ځای دې ګناه حاصله کړه دومره خو به دې پريښی و چې دا آيات شريف خو يې پوره کړی و. خو اميرصاحب ورته وويل:
بيا يې ميسکال کولو کنه ځکه مې په تيزۍ سره اوکی کړ. امير صاحب همدې ملګري ته چې د موبايل په ډېرو برخو پوهيده، وويل چې بيګا هم د دې موبايل له لاسه ډېر ورټل شوم، خو زما په دې سرخوړلي موبايل کې ټول همداسې زنګونه دي، ته دې د خپل موبايل نه د تليفون يو ساده زنګ ماته راوليږه او هماغه پرې ولګوه چې د دې رټلو نه خلاص شم او هم پرې لړزنده ( ويبريشن) زنګ راوله چې جنازې ته روان يو هسې نه چې ومو شرموي.
ملګري ترينه موبايل واخيست او د خپل موبايل نه يې ورته يوزنګ وروليږه. چې کله يې د موبايل سيت ورکاوه نو په خندا يې ورته وويل :
_ بيغمه اوسه ، نور به نو د رټلو نه خلاص يې.
د مړي کور ته ورسيدو. زموږ ټوله ډله د مرحوم د مشر زوی سره نيږدې په کټ کې کيناسته. سم له واره په ډله کې ناست ملاصاحب ددوعا په نيت د يوه سورت په ويلو پيل وکړ، موږ هم ددوعا لپې پورته کړې ، دوه درې آياتونه به لا نه و قرائت شوی چې امير صاحب ته يو ځل بيا په موبايل زنګ راغی.
امير صاحب په بيړه د موبايل په لټولو پيل وکړ ، څو چې امير صاحب خپل موبايل له جيب نه را ايسته ، په مو بايل کې د دې سندرې نغمه غږيدله
(( نن دې په کاله کې خوشحالي ده مبارک دې شه
نن دې په کاله کې خوشالي ده مبارک دې شه ))
د نکریزو شپه
د تاند زلميتوب دور و. تازه تازه پيښور ته په کډه تللي وو. په يوه محله ( کوڅه) کې مو په کرايه کور نيولی و. په کوڅه کې يو زيات شمېر افغان مهاجر ميشت وو. ډيرو يې دکوڅې په بازارګوټي کې دوکانونه په کرايه نيولي وو. که څه هم د مهاجر کلمه يوه ديني ارزښتمنه کلمه ده. د کوڅې په بازارګوټي کې به د هر ځايي اوسيدونکي په خولو کې وه او دي خبرې به زه ډېر ځورولم.
که کوم ځوان به له افغان دوکاندار نه په پور يو سګرټ قدرې هم اخيست، نو په دوکاندار به يې غږ وکړ:
_ ته راکړه مهاجره يو سګرټ! شابه کنه ملګري را نه لاړل . ډېر سست او بيکاره خلک يئ . ماتې نه شته يار پيسې به بيا درکړم.
دا او دې ته ورته جملې به مې د کوڅې د ځوانانو له خولو نه هره ورځ او هر ساعت اوريدې. له همدې وجې مې د کوڅې له سرمستو ځوانانو سره تر ډېره اروا نه ګډيدله. خو د دې ځوانانو په منځ کې يو کس د کتاب ګل په نوم چې يارانو به يې (کتابې) باله، داسې و چې له هر چا سره يې په اسانه اړيکې ټينګولی شوې. څو وارې يې له ما سره هم د تعلق جوړولو کوشش کړی و، خو زه يې چندان په کيسه کې شوی نه وم.
يوه شپه چې د ټولې کوڅې برقونه تللي وو، نو په کور کې مې د ګرمۍ له وجې طاقت و نه شو. د کوڅې بازار ګوټي ته راووتم. هلته د يوه بند دوکان مخې ته (کتابې) ناست او چې څنګه يې په ما سترګې ولګيدې، له ورايه يې راباندې غږ وکړ:
_ شهباز خان! دې خوا راشه يار، دا څنګه زموږ نه ليرې ګرځې، راشه يار چې ګپ شپ ولګوو.
زه په نه زړه د کتابې خواته ورغلم. په ستړي مه شي کې مو اوږې سره وجنګولې . له روغبړ نه وروسته يې را ته کړه:
_ شهباز خانه! زه پوهيږم چې ته ولې زموږ خوا ته نه راځې.
_ څنګه پوهيږې؟
_ آو کنه يار، کله چې په دغه مهاجر يا هاغه مهاجر زموږ د يارانو له جملې نه کوم يو د مهاجر غږ وکړي، ستا په تندي کې ګونځې وغځيږي. په يمان چې زه مې دې يارانو ته بار، بار وايم چې دا د مهاجر لفظ مه استعمالوئ ډېر افغانان په دې لفظ خپه کيږي ښه خبره نه ده. خو ته ووايه څه وکړي يار، خولې يې اموخته شوي دي. هغه شربتی خو لا داهم وايي چې ولې خپه کيږي . که سل کاله تير کړي هم به د مهاجر نوم ترينه ليرې نه شي. د انډيا مهاجر وګوره پنځوس کاله يې تير کړل او د مهاجر نوم ترينه ليرې نه شو.
ما به لا خبرو ته ځان جوړولو چې د کوڅې له کوز سر نه د ډول له غږ سره سم د رڼاګانو يو بهير زموږ په لور راروان و. موږ دواړو ورته يو ځای غوږونه څک کړل. رڼاګانې چې لږې رانيږدې شوې، و پوهيدو چې د چا د نکريزو پروګرام به وي. کله چې د نکريزو سيل موږ ته ښه رالنډ شو، نو کتاب ګل بيا په خبرو خوله پرانستله:
_ يار، وګوره کنه په دې تپه تياره کې چې د تيلو باتۍ هوا ته پورته کړي او رڼا يې په دې جونو پريوځي، څومره زړه راښکوونکی منظر جوړوي.
_ هو کتاب ګله! منظر خو ښکلی شي.
_ يار، دا جينۍ وګوره، دا چارګل يې چې په پوزه کړی دی دا درته ښيم. څومره ښکلې ده. دا بله وګوره، په دې دنګه پوزه يې بيزوان ډېره مزه کوي. اوهو، دا څه کوي، په يمان يوه يې تر بلې کمه نه ده.
دا ټولې خبرې راته کتابې په يوه ساه په داسې حال کې وکړې چې د نکريزو سيل زموږ له خوانه په تيريدو و او شاه و خوا يې لس دولس ځوانان تيت شوي وو. ورو مې ورته وويل:
_ کتاب ګله! سمه ده چې ټولې به ښايسته وي. سيال يې هم وکړه، خو دا خوله دې لږه بنده وساته. ته نه ګورې چې لس دولس تنه ځوانان ورسره دي. خدای مه کړه څه جنجال جوړ نه شي.
_ نه يار، ستا دعا په کار ده. دا څه بړواګان دي. دا ټول زه ښه پيژنم، والله د هر يو نه يې درته . . . واخلم.
_ هر څه چې ترينه اخلې هغه ستا خپل کار دی، خو دا اوس چې ته کومه خوله خوځوې، په اخلاقي توګه ښه خبره نه ده.
د نکريزو سيل له موږ نه تير شوی و خو کتابې لا خپلې خبرې نه وې خلاصې کړې:
_ راپاڅه يار، په دې شاته ګلۍ ( کوڅه) کې د ممتازي د ورور نکريزي دي. ځه چې ځو په ايمان چې ښه سيال درباندې وکړم.
ما به لا ځواب ته ځان جوړولو چې ناببره مې په يوې ښکلې جينۍ سترګې ولګيدې، چې يوه بوډۍ ښځه يې له لاسه نيولې وه او زموږ تر خوا تيريده. خدای خبر ولې په ځان پوه نه شوم او له خولې مې ورته ووتل:
_ کتاب ګله! هغه د نکريزو ټول سيال يو خواته کړه او د دې جينۍ ښايست اوپيغلتوب بل خواته کړه. ته وګوره سمه ښاپيرۍ بدرۍ جماله ده.
کتابې له ځمکې نه سترګې راپورته کړې چې ويې کتل ( ناڅاپه يې له خولې ووتل: هلکه خوله به سمه خوځوه ، پام چې نور څه ونه وايې . ما په خندا ورته وويل : تر اوسه خو ته دپرديو نجونو په صفتونو نه مړيدې ، دا زما خبره ولې درته بده ښکاره شوه ؟ سريې ځوړند ونيو اوپه ورو غږ يې وويل:
. دا يوه مې مورکۍ او دا بله مې خورکۍ ده
١٣٨٤/ ٤/ ١٩ د کابل منډيي
ژورنالست
په بيړه مې ځان د ولايتي شورا ودانۍ ته ورساوه، هلته مې د تمبوانو په يوه پنډ غالي ځغلند نظر تير کړ، په مخورو قومي مشرانو سربيره د مدني ټولنو استازي او د پوهنتون استادان مې هم تر سترګو شول، خو نظر مې په ښځينه څوکيو ناستې د پوهنتون د يوې استازې اشاروي سلام ته تم شو چې د ځان په لور يې وروغوښتم.
- سلام استازې!-
- عليکوم سلام، پرون مې غوښتل چې ټيلفون درته وکړم، خو شميره مې دې پيدا نه کړه.
- امر کوۍ استازې دا دې اوس خو دې په مخ کې ولاړ يم.
- هسې تيره ورځ چې سپين غر هوټل کې غونډه وه او ما تا ته د خپل يو، اس بي نه هغه ډاکوکمنټس درکول، نو ما نه هلته فلش پاتې شوی و، او غالب ګمان مې دا دی چې هغه به تا سمبال کړی وي.
- نه استازې ما خو نه دی اخيستې خو په لاس ځکه نه درځي چې پخوا به يې دې هوټلونو ته کاروان سرای وايه او کاروان سرای ته خو قسم قسم خلک راځي.
- بس هر څنګه چې کوې، ما ته به يو فلش راپيدا کوې، ما وی چې تا به اخيستې وي.
- هاهاهاها، په دواړو سترګو استازې، فلش دې په ما خو دا زما شميره درسره نوټ کړه که نور څه امر خدمت وي نو زه يې اجرا کولو ته تيار يم.
- سمه ده، شميره دې وايه.
- نوټ کړه: ؟؟؟ ۰۷۰۸۱۹۸
عجيبه وه کله چې ما استازې ته د موبايل يو يو عدد ويلو نو په دوهم کتار کې مې په يوې جينۍ نظر شو، چې د موبايل په کيبورډ يې نازکې ګوتې کيمنډلې. په زړه کې راتير شول چې ګوندې چا ته به ميسيج ليکي، خو زما د خولې وتلي زما د موبايل وروستي عددونه مې په خپلو سترګو وليدل چې نوټ يې کړل. او چې سترګه په سترګه شوو نو د بڼو په ځمب يې سلام وکړ، دې اشنا انداز په ما کې يو قسم هيجان پيدا کړ، ما هم د سر په نازکه ښورولو د هغه سلام منظور کړ، خو په زړه کې مې بلا انديښنې او شکونه وغځيدل. دا به څوک وه، يوازې ما به پيژني او که زه به يې هم پيژنم؟ که نه مې پيژني نو زما شميره يې ولې ڼوت کړه؟ خو ځان مې په دې تسلا کړ چې ټيلفون به راته وکړي او سره و به پيژنو.
زه چې د راپور جوړولو په خاطر راغلی اوم، نو کمره مې راواخيسته او پنډغالی مې له څو لورو څخه عکاسي کړ، کله کله به مې په ښځينه څوکيو هم فوکس کاوه او د نا اشنانجلۍآشنا انداز به مې په څه چل په کمره کې را ايسارولو.
له عکسونو اخيستلو چې اوزګار شوم، نو و مې ليدل چې ډله ژورنالستان د ولايتي شورا ريس پسې د يوه دهليز په لور روان دي، ما هم د هغوی په لور حرکت وکړ.
د ريس پريس کنفرانس مې ثبت کړ او بيا د داسې غږونو د پيدا کولو په هڅه کې شوم چې د راپور نيمګرتياوې پرې پوره کړم.
څو تنه مې نورهم وغږول، د مثبت او منفي نظرونو توازن مې هم ورپوره کړ او نور مې دوه خپلې او دوه پور کړې، چې راپور په خپل وخت ور وليږم.
د پنډ غالي نه د وتو په حال کې اوم چې هغه آشنا انداز مې په ستړی ذهن انځور شو، او چې د ښځينه څوکيو په لور مې ور وکتل نو نا اشنا نجلۍ ته مې نظر تم شو او يو ځل بيا يې بڼو ته ځمب ورکړ او زما له خولې ناڅاپه د آه توري ووتل.
له ولايتي شورا نه راووتم او نيغه مې د دفتر لاره ونيوله. په راپور ليکلو بوخت اوم چې موبايل مې وګړنګيده. په زړه کې مې له موبايل نه بد ځکه راغلل چې زموږ د راډيو خپرونو ته يوازې يو ساعت پاتې وه او مابايد ډير ژر خپل راپور ليږلی وی. يو شيبه مې شميرې ته وکتل بيخي نوې وه. زړه نا زړه مې د اوکې بټنه کيمنډله او جوخت مې ورسره سلام عليک ووايه. په ښځينه غږ مې د واليکوم سلام ځواب واوريد.
- وبخښۍ څوک خبرې کوﺉ؟
- تاسې کمال صيب استۍ؟
- هو زه کمال يم، خو تاسې څوک يۍ؟
- زما پيژندل دومره مهم نه دي، خو زه خوشحاله يم چې تاسې مې پيدا کړۍ.
- زه ستاسې د خوشحالۍسبب له تاسې پوښتلی شم؟
- هو، دا خو ښکاره خبره ده چې هر شعر خوښوونکی چې د خپلې خوښې شاعر ومومي خوښي محسوسوي او تاسې هم زما د خوښې شاعر يۍ.
- مننه خو زه علاقه لرم چې تاسې هم وپيژنم.
- زما پيژندګلو به تا ته څه ګټه ولري؟
- زما د دوستانو په لست کې به يو نوم زيات شي.
ښه چې داسې ده نو زما نوم ليمه ده او په يوې موسسه کې کار کوم.
- په کومې موسسه کې؟
- دا به درته بيا بل وخت ووايم، د اوس له پاره همدومره بس دی.
- نو دا بيا به څه وخت راځي؟
- مالومه نه ده.
- زما شميره دې له کومه پيدا کړه؟
- له اسمانه راته راغله.
- دا لا په کومه ژبه خبرې کوې؟
- په پښتو.
- تاسې زه ليدلی يم؟
- هو،
- چيرته؟
- ټلويزيون کې خو مې ډير ليدلی وې، يو ځل دوه مې مخامخ هم ليدلی يې.
- چيرته؟
- دا نو درته نه شم ويلی.
ښه، ځه، دا شميره دې هر وخت فعاله وي؟
- نه کله چې زه وغواړم خبرې پرې کيدی شي.
- مطلب دا چې زه تا ته ټيلفون نه شم کولای.
- نه.
او نه سره پيوسته يې د خدای پامان هم وويل او ټيلفون يې بند کړ.
ما يې هم شميره د ليمه جان په نوم ثبت کړ او دوه کاله وړاندې چې زه په کابل کې اوم نو د همداسې يوې ټيلفوني ميني پوره دوه کاله سرګردانه کړی اوم چې تر پايه مې ونه ليده او په ناليدلي يارانه کې سره خپه هم شوو. له ځانه سره مې پريکړه وکړه چې که دا ځل يې ټيلفون وکړ او د پوره پيژندګلو نه يې ډډه کوله نو په زغرده ورته وايم چې بيا ما ته ټيلفون ونه کړي، خو کله چې مې هم موبايل له جيب نه را ايستلې نو يو ځل مې د ليمه جان په نامه د اوکې بټن زور کړې ده، خو هر وخت به پرې کمپيوټر ځواب راکاوه.
په پنځمه شپه څه باندې يوولس بجې وې چې ټيلفون يې راغی. د اوکی تڼۍ مې کيمنډله او له سلام سره جوخت مې ورته وويل چې که نن ځان په سمه توګه راونه پيژنې، نو زه نه غواړم چې له نا اشنا کس سره خپل وخت برباد کړم.
- نو ما خو درته ويلي دي چې ليمه مې نوم دی او د يوې موسسې سره کار کوم.
- دا کفايت نه کوي.زه غواړم چې تا له نيږدې نه ووينم.
- نو زما د ليدو نه ستا مطلب څه دی؟
- مطلب دا چې تاسې زما د شعرونو مينه وال يۍ.او زه غواړم چې خپل مينه وال له نږدې نه ووينم.
- خو زه نه غواړم چې ځان دروښيم.
- ولې؟
د ولې ځواب ما سره نه شته.
- ښه نو چې داسې ده نو بيا ما ته ټيلفون ونه کړې. زه دومره وخت نه لرم چې په فضول خبرو يې برباد کړم.
- نو تاته زما خبرې فضول ښکاري.
- هو، او له دې سره مې ټيلفون بند کړ.
شيبه لا تيره نه وه، چې بيا يې ټيلفون راغی. تر اخره وکړنګيډه خو وا مې نه خيسته، بيا يې زنګ راغی او چې دا ځل مې هوکی کړ نو له مخې سره يې وويل چې که زما ليدو ته دې تلوسه وي نو پيدا مې کړه. او له دې سره يې ټيلفون بند کړ.
په منځ ګې درې څلور هفتې تيرې شوې، کله نا کله به د دې نا اشنا اشنا ټيلفوني خبرې هم تصور ته راتلې، خو کيسه کې يې ځکه دومره نه وم چې هره ورځ موضوع پيدا کول او بيا په هغه راپور ورکول هم په سړي سر ګرځوي. له همدې مصروفيتونو له امله مې ورو ورو د هغې جادويي غږ له ذهنه په وتو شو.
په اتم مارچ راته يو ژورنالست ملګري ټيلفون وکړ چې په شاهي ماڼۍ کې په لويه کچه د ښځو نړيواله ورځ نمانځل کيږی.
د ماڼۍ قصر ته چې ننوتم، د ښځو، شور او زوږ و. د مختلفو عطرونو خوشبويي او د هيواد د ملي بيرغ په څير جامو د قصر د هال ښکلا څو چنده کړې وه.
له مخې سره مې د ژورنالستۍ کارت غاړې ته واچاوه، ميک مې را و ايست او د ښځو د ورځې په مناسبت مې د پيغامونو د ثبتولو هڅې پيل کړې. په هال کې ډير شور و. بهر ورپسې راووتم، ډله ډله نجونې د پيپل د ونو لاندې ولاړې وې، څوک په ټيلفون لګيا وې څوک يوې له بلې سره په خبرو بوختې وې. په يوې ډلې مې سترګې خوږې شوې، ور نيږدې شوم او د د ورځې په مناسبت د پيغام ثبتولو غوښتنه مې ترې ورکړه، دوه درې يې په خوښۍ را وړاندې شوې او يوه چې هغه د شاعر خبره د شعر له پاره زبردسته اډياله څيره وه، هغې د خبرو کولو نه فاصله ونيوله.
دريواړه د بلبلو غوندې وغږيدې، خو ما په زړه کې غوټه کړې وه چې د دې څلورمې نه به هم پيغام ثبتوم.
هغه په څلور پنځه متره فاصله کې ولاړه وه، ورنيږدې شوم او له مخې سره مې ورته وويل:
- نوم دې واخله او بيا ووايه چې هغو کليوالو نجونو ته چې اروا يې هم د ددې ورځې نه ده خبره څه پيغام لرې؟
هغې پرته له دې نه چې څه ووايي، د نفي سر وښوراوه. ما بيا خپله پوښتنه تکرار کړه خو هغې بيا هم د نفي سر وښوراوه.
يو دم د هغې نا آشنا نجلۍ ټيلفوني خبرې رايادې شوې او زياته مې کړه.
- ځه خير دې نوم دې مه اخله، زه به په خپل راپور کې ووايم چې يوه جينۍ چې ليمه نوميده داسې وويل: سمه ده؟
له دې خبرې سره جينۍ تروره غوندې شوه او چې د وريځو تر منځ فاصله د تندي په تريو والي را کمه کړه نو له نقابه راوتلې هاغه دوه سترګې يې راته انځور کړې چې څه موده وړاندې مې د ولايتي شورا په غونډه کې ليدلې وې چې پټ پټ به يې څار کولو. يو دم مې له خولې ووتل چې:
ـ پيدا مې کړې؟
هغې د سر په ښورولو له خولې هو و ايسته او سترګې یې په ځمکه وګنډلې.
شمشاد عصري میلمستون، جلال اباد
۲۵/۰۹/۲۰۱۰ د شپې يوه بجه
او په کړس کړس مو وخندل
يره دا زلميتوب هم يوه ليونۍ دوره وي. كه رښتيا درته ووايم د فلم له ليدو سره مې د جنون تر حده مينه وه. په اونۍ كې به دوه درې ځلې هرو مرو له ښوونځي نه پټيدم او ځان به مې نيغ سينماته رساوه، مگر دومره په ويره لكه څوک چې په يوه لوى جرم پسې روان وي.
يوه ورځ له يوه ملگري سره يو ځاى له ښوونځي څخه وتښتيدم او نيغه مو د سينما لاره ونيوله. په هغه سرك چې سينما ته غځيدلى و، په ويره ويره بيل بيل لاړو. كوښښ مو كولو چې حتى څوك خپلوان دې هم موږو نه ويني. د سينما ودانۍ ته چې ورسيدو، تقريباًد فلم پيل كيدو ته لا يو ساعت پاتې و چې ملگري راته وويل:
" خوښه دې نه ده چې د سينما تر شا له پيتاوي څخه مزه واخلو، ښه د مزار گرده مې پيدا كړې ده، يو سگرټى به ترې وڅکو او په ضمن كې به د زړو گناهگارانو سيل هم وكړو. د ملگري خبره مې خوښه شوه، د سينما شاته كښيناستو، ملگري مې په سگرټ تشولو پيل وكړ او ما د چرسو په چره كولو. له نيږدې بدلمنې كوڅې نه عبدل ماما (زموږ ليرې خپلوان و) راښكاره شو او چې څنگه يې پر موږ سترگې ولګيدې، نو له ټکه يې پوښتنه وكړه :
_ اوهو، اى لوچكه ! دلته څه كوې؟
زه چې د چرسو په ميده كولو بوخت اوم، په دې خاطر چې په چرسو مې پرده اچولي وي، لاس مې موټى كړ او ورته مې وويل :
_ سينما ته راغلى يم.
_ غلى شه! سينما ته راغلى يم، دا زيړې سترگې دې وركې شه، ستاسې د مكتبيانو په سترگو كې والله كې ټكى حيا وي. د كمبخت بچيه، ته خو دې هغه پلار ته وگوره، والله چې په لمنه يې مونځ كيږي او تا بد بخته ته وگوره چې په څومره سپين سترګۍ سره وايې چې سينما ته راغلى يم. ته وار وكړه چې يو ځل زما پښې خداى كلي ته ورسوي، بيا دې د ځان سيل كوه، د ظالم بچيه له كور نه د مكتب په نوم راځئ او بيا په سينماګانو گرځئ.
_ عبدل ماما نن يې زموږ د مكتب ټول شاگردان د زيتونو فابريكې ته راوستي او داوطلبانه كارونه پرې كوي، ځكه مو ترې ځانونه پټ كړل او سينما ته راغلو او موږ خو څه روزانه نه راځو چې ته راته اوس په كور كې جنجال جوړوې، چيرته په مياشت نيمه كې يو ځل سر راښكاره كړو.
- مه چريږه د اوقي بچيه، ته لا دليلونه وايې بس درته مې وويل چې يو ځل زما پښې خداى كلي ته ورسوي، ته دې بيا د ځان سيال كوه، چې زه دې يو وارې پلارخنځير ته ووايم.
ماما خوله سمه خوځوه، د كنځلو دې څه حق دى.
_ بس درته مې وويل، نور به له تا سره څه سر خوږوم، خوبيگا ته دې د ځان سيال كوه.
دعبدل ماما لا غوسه نه وه سړه شوې چې زموږ له خوا نه يې حركت وكړاو په روانه روانه كې يې پوچه خوله خوځوله، چې زما په زړه هم د كور له ويرې د وهمونو لړې راخورې شوې، نو غږ مې پرې وكړ:
_ ستا څه كار دى چې په دې بدنا مو كوڅو كې گرځې؟
عبدل ماما يو څه ټكنى غوندې شو، مخ يې راواړوه او راته يې كړه:
_ زما به له چا سره څه كار وي، منډه يي ته به ځم، ستايې له ما پورې څه؟
_ منډه يي ته چې سړى ځي، نو په باچاهي سرك ځي، ستا غوندې گوډپيرونه ورپسې نه بدلوي. زه پوه شوم. سمه ده، ته زموږ په كور كې د سينما له تگ نه ووايه، پروا نه كوي، زه به هم د زيور مور ته ووايم چې ماما ټوله ورځ په مردارو كوڅو گرځي.
عبدل ماما چې زما دا خبرې واوريدې، په تندي كې يې د گونځو لارې وغځيدې، سترگې يې تنگې تنگې شوې، هيڅ يې ونه ويل او په خپله مخه روان شو.
ورځ مې د فلم د ليدو په خوند تيره كړې وه، له ماما سره سهارنى بحث مې له ياده وتى و، ماښام چې كور ته را ورسيدم، نو د كور په لويو دروازو كې له ماما سره مخامخ شوم چې ماشوم زوى ( زيور) يې په ترخ كې نيولى و، نو هر څه راته مخې ته ودريدل، په زړه مې د وهمونو لړه راخوره شوه، بې واكه مې د هندوانو د رام رام په څيرلاسونه غبرگ كړ او په زارو مې ورته وويل :
عبدل ماما گوره چې پلار ته مې د سينما له تگ نه و نه وايې.
ماما راته د سترگو په كونجونو كې وكتل، يوه رندانه موسكا يې وكړه، ناڅاپه يې لاس راوغځوه او راته يې وويل :
ته راكړه دا د پير صاحب قول چې ته به هم د زيور مور ته څه نه وايې.
او موږ دواړو په داسې حال كې چې د يو بل لاسونه مو ښه كښيمنډلي وو، په كړس كړس وخندل.
1998/ 03/ 06
پيښورلالي باغ
سخت مصروف یم
يو خو دا ژورناليزم ډير ستړى كار دى او په تيره بيا صحافتي ژورناليزم، كه يو ځل سړى د صحافتي ژورناليزم په لومه كي بند شي نو بيا دې خداى (ج ) مل شي .
تير كال چې زه ديوې مجلې د پښتو برخې اډيټر ووم ، نو دچا خبره له پښو نه مې بجلې ايستلې وې . دليكنو په خاطر به كله په ليكوال پسې په يوه او كله په بل دفتر گرځيدم. كه به كوم ليكوال په مخه راغى، د روغبړ نه د مخه به مې د ليكنې غو ښتلو رنگين لفظونه سره راټول کړ او د ليكنې غوښتنه به مې ترې وكړه.
كه په كوم ليكوال پسې به دفتر ته ورغلم نو د خپل مصروفيت نه به يې سر ټكا وه . داسې هم نه وه چې گنې زه دمقالو څخه عاجز وم. او داځكه چي زموږ مجله ديوې موسسې له خوا خپريده اود گذارې سره سمه يو څه حق الزحمه يې هم وركوله .
ځيني ليكوالانو به په مستعارو نومونو څو مقالې راكولې او ځينې چې به دحق الزامې نه خبر نه وو او دفترونو ته به پسې لاړم ، نو له ډيرو به مې دا ټكى اوريده چې ” سخت مصروف يم، د دفتر كا رونه راباندې دومره ډير شوي دي چي دسر گرولو ته هم نه يم وزگار، بخښنه غواړم “ په دې وخت كې به مې ورو ورته له خولې نه ووتل : صا حبه زموږ مجله حق الزحمه هم وركوي. نو پياوړي ليكوال به په وښكو كې موسكى شو او ورو به يې راته وويل : ”ځه كوښښ به وكړم چې يو څه درته وليكم ، زورور سړى يې“ زه په دې پو هيدم چې زه زورور نه ، خو مجبوراٌ به مي ورته كور ودانى ووايه. داسې وخت هم راغى چې ما دمجلې سره كا ر پريښی و او ديوې بلې ادارې سره مې كا ر پيل كړى و، زيا تي له دې منډو نه خلاص وم چې له چا نه مقاله واخلم يا چا ته حق الزحمه ور وسپا رم. اوس چې له ما څخه د كومې مجلې مدير اوبيا دداسې مجلې مديرچې حق الزحمه نه وركوي ، ليكنه وغواړي، نو ډير په اسانه مې خولې ته راشي چې " سخت مصروف يم " بخښنه غواړم. دمجلې مدير موسكى شي او راته ووايي چې، دا د مصروفيت مرض په ټولو ليكوالانو لگيدلى، ددې به څه چاره وي ؟ خو دا مدير اشنا مې خبر نه دى چې دهر مرض دوا شته او د ليکوال د مصروفيت دمرض دوا حق الزحمه ده. داځكه چې ليكوال په ليكنه زحمت باسي ،انرژي مصرفوي ،كه يوه اندازه حق الزحمه وركړل شي، نو دليكوال روحيه به پيا وړي شي اوبلې ليكنې ته به يې هم زړه وتخنيږي . ماچي دمجلې سره كار كاوه نو يوه ليكوال به چې دهرې ګڼې لپاره مقاله راكوله ، دا خبره به يې ضرور راته كوله چي حق الزحمه يې غواړم ، ځكه چې ددې ليكنې پر مهال م دوی قوطۍ سگرټ څكولي دي. ما به ورته په سينه لاس كيښود او ورته وبه مې ويل: استاده غم مه كو ه چي مجله چاپ شوه اول به تاته حق الزحمه در ورسوم.
يو وخت ما پوره شپږ مياشتې وروسته يوه لنډه كيسه ليكلې وه، مخكې له دې چې په يوه درنه ادبي غونډه كې يې نقد ته وړاندې كړم، ديوې داسې مجلې مدير ته مې دمجلې په دفتر كې ولوستله چې حق الزحمه يې نه لرله. مديركيسه خوښه كړه اودچاپ لپاره يې لاس راوغځا وه. ما ورسره وعده وكړه چې په غونډه كې تر اورولو وروسته به يې ضرور دروسپارم. په همدې ورځ غونډه هم وه. د غونډې په پيل كې تر تلاوت وروسته يوه فرهنگي ملگري وويل : ” زما قدرمنو ليكوالو او شاعرانو ! ما د يوې موسسې سره ژمنه كړې چې ديوې جريدې مسووليت پر غاړه واخلم او دا ژمنه مې ستاسې په ډاډ كړې ده. هيله كوم چې خپلې ليكنې به له ما څخه ونه سپموئ.“ لږه شيبه وروسته ماته بلنه راكړل شوه. ما چې كيسه د نقد لپاره ولوستله، يارانو يې خوبۍ او خامۍ راپه گوته كړې، ښه گرم بحث پرې وشو، كله چې له ستيج نه راكوزيدم نو هغه فرهنگي ملگرى چې له مخه يې دليكنو غوښتنه كړې وه، له خپلې چوكۍ راولاړ شو او ليكنه يې زما له لاسه كش كړه. ما خپله ليكنه په ګوتو كي كلكه كړه او ورته مې وويل : صاحبه ما له يو چا سره وعده كړې، چې دا ليكنه به ورسپارم ، تاسې ته بله ليكنه دركوم. خو ملگري ليكنه كلكه نيولې وه او ټينگار يې كاوه چې نه همدا كيسه به راكوې. ما يې پر نه وركولو ټينگار كاوه، خوهغه نه منله. بلاخره خوله يې زما غوږ ته رانژدې كړه او ورو يې وويل :
”اشنا حق الزحمه هم لري“
دحق الزحمې دنوم په اوريدلو سره زما گوتې سستې شوې او ملگري ليكنه خپل لاسي بكس ته ور ننه ايسته.
1382/12/01
کابل، خيرخانه
مبارکه شپه
په ټوله هفته كې مو د جمعې شپې ته سترگې په لار وي. په زړه كې كرو او ريبو كه څوك وطندار راپيښ شي او پروگرام ته مو بوځي. خو زموږ د خوارانو دومره تالې چيرته دي چې څوك مو پوښتنه وكړي. اوس خو خلك په نوم پسې گرځي، خو بيا هم د جمعې شپې ته انتظار باسو په تيره بيا د مني په شپو ورځوكې چې د ودونو سيزن وي. خو مجال شته كه څوك مو پوښتنه قدرې هم كوي.
تيره شپه تر ناوخته په ديره كې ناست وم او سازيان مې چې خامه خوله هلكان دي، هم له ځانه سره ايسار كړي وو. په زړه مې خوړلې وه چې نن شپه به هرو مرو خداى څوك راپيښوي او پروگرام ته به مو بوځي. او دا ځكه چې په سراى كې چې څومره سازنده گان وو، ګردسره خلكو پروگرامونو ته بوتلي وو. څو وارې طبله چي او ربابي كورونو ته د تلو تكل وکړ، خوپه څه نه څه بانه به مې ايسارول، چې په دې كې دوه تنه ځوانان په سراى را ننوتل او داسې يې وويل:
_ استاذه، دا ستا په خوا كې ديره ولې بنده ده ؟
_ هغوى خو چيرته پروگرام ته تللي دي.
_ دا خو ښه نه دي شوي، موږ ورپسې له كوم ځايه راغلو او دوى نه شته. دا به څنگه شي، هلته په حجره كې ياران راټول شوي دي او د پروگرام غوښتنه كوي، له تاسې سره به وخت نه وي؟
_ ولې نه باداره، تاسې امر وكړئ، له چا پسې چې تاسې راغلي ياستئ هغوى ته هم زما د شاگردۍ شرف حاصل دى. زه حاضر يم چې له خپلو شاگردانو سره له تاسې سره ولاړ شم. د واده پروگرام دى ؟
_ هو، د واده پروگرام دى، خو واده نن شپه نه دى. څو كسه ياران راټول شوي دي او پروگرام را څخه غواړي. كه خوښه دې وي دا طبله چي او ربابي را سره كړه، د سندرو لپاره موږ سره شوقي شته دى.
په زرو روپو مې ورسره خبره جوړه كړه، د ميدان اسره مې هم په زړه كې وغوړيده، باجه مې غاړې ته واچوله او له ځوانانو سره په تكسي كې سواره شوو. په لږه شيبه كې د پروگرام ځاى ته ورسيدو، سرمست ځوانان راټول شوي وو، ټوكې ټكالې يې كولې، كوټه د چرسو لوگو په سر اخيستې وه، زموږ په ليدو ځوانانو د " بري" اوازونه پورته كړل، له واره سره مو ساز سُر كړ، په غټه ږيره يو ځوان د ډلې له منځ نه را مخې ته شو او باجې ته كيناست. په سُر او لى نه پوهيده، خو ټوله شپه يې د زړه بړاس وايسته. زما نظر د يارانو په جيبونو و، هسې كه به چا ترخ گرولو ته لاس اوچت كړو، نو زما په زړه كې به وگرځيدل چې يو څه خو به د سندرمار له سره تاو كړي، خو يارانو پوخ قسم خوړلى وچې سره پيسه به ډمانو ته نه وركوي. چا هم دا ځواني ونه كړه، شوقي ځوان تر هغې سندرې ويلې چې په كتابچه كې يې نوټ كړې سندرې خلاصې شوې. د سهار بانگونو ته به گنټه نيمه پاتې وه، چې د زرو روپو سره يې رخصت كړو او د ديرې مخه مو ونيوله. څو قدمه به لا تللي نه وو، چې د سرك له غاړې نه را باندې پوليسو غږ وكړ:
_ دې خوا راشئ ، د خداى بې لمازانو، له كومې خوا نه راغلئ ؟
_ له دې نږدې كوڅې نه صاحبه، پروگرام ته تللي وو.
_ پروگرام ته تللي وو، دې خولې ته دې وگوره، ته نه شرميږې چې په دې سپينه ږيره دې باجه غاړې ته اچولې ده او پى مخي هلكان دې ځان پسې كړي دي.
_ څه وكړو صاحبه، مجبوري ده، همدا مو كسب دى.
_ غلى شه! د مجبور بچيه، دا طبلې او باجې خو تاسې د شوشا لپاره گرځوئ، كار خو ستاسې دله توب دى، دله توب. څه پوه شوې، چې اوس دې تاڼې ته بوځم والله كه مو نه سر خلاص شي او نه پښې.
_ څه جرم خو مو نه دى كړى اولدار صاحب، اخير د يوې كلمې ورونه ياستو، له تاسې سره دا خبره ښه نه لگي.
_ غلى شه! د مسلمان بچيه، ته مسلماني پيژنې؟ د جمعې دا مباركه شپه وگوره او ستاسو ډمتوب وگوره، ټوله شپه دې په ډمتوب رڼه كړې ده په دې مرداره جوسه چې اوده شې نو څنگه به د جمعې مونځ ته پاڅيږې، ته لا د مسلمانۍ خبرې كوې.
د جمعې مونځ پورې خو ډير وخت دى اولدار صاحب، ولې به نه پاچيږو او كه رانه پاتې شو، نو خداى به مو پرې نيسي.
_ ډير دليلونه مه وايه، ته دې خوا شه، دا سر دې څنكه په ځاى نه ودريږي، لكه چې ټوله شپه دې د چرسو په زور بدلې ويلي دي. پټيبنده، ته دا ولټوه چې چرس خو به ورسره نه وي؟!
_ ولټوئ صاحبه، چرسي نه يم، خو لږ شان بې خوبه شوى يم.
پټيبند ورته وويل:
چرس ورسره نه شته اولدار صاحب، خو دوه شنه شنه لوټونه ورسره دي.
_ صرف دوه لوټونه نورې پيسې يې څه كړې، دې چوكره گانو سره خو به يې نه وي سمبال كړي؟ دا چوكره گان هم ولټوه.
ما ورته وويل:
_ نورې پيسې خو چا را نه كړې صاحبه، د واده شپه نه وه هسې پروگرام ته تللي وو.
_ زه خو په ځاى وايم چې هسې دله توب پسې راوتي استئ. مخکې خو مې درباندې شك كړى و خو اوس په يقين بدل شو، په تاسې باندې د فحاشئ پرچه كټ كوم چې درې څلور مياشتې په جيل كې تيرې كړئ، ايله به موعقلونه سرونو ته درشي.
_ د خداى خاطر وكړه اولدار صاحب، د ناحقو دعوې راباندې مه جوړوه. موږ غريب خلك يوو، له مزدورئ پسې راوتي يوو.
_ زه به تاسې ته دا مزدوري وښيم. ډمان چې پروگرامونو ته ځي، نو په زرگونو روپۍ له ځانه سره راوړي. تاسې سره خو همدا دوه لوټونه دي، چې ستاسې په دله توب دلالت كوي. نورې پيسې مو څه كړې؟ شابه وښايه كه نه تاڼې ته نږدې شوي يوواو چې يو ځل مې تاڼې ته حواله كړئ، بيا نو زما له لاسه هيڅ نه كيږي، سيوا له دې نه چې پرچه درباندې كټ كړم. او دا دوه لوټونه بيا تاسې په تاڼه كې نه شي خلاصولى.
_ د خداى خاطر وكړه اولدار صاحب، موږڅه گناه كړې ده، چې هغه غر او دغه غر را ته ولې، سمه خبره وكړه.
_ په سمه خبره تاسې پوهيږئ؟
- سمه خبره نو څنګه وي، كه دې لوټونو ته مو سترگې نيولي وي، نو دا درواخلئ او موږ پريږدئ چې په خپله مخه لاړ شوو.
_ پټيبنده، سړى خو لارې ته راغى. څنګه دې خوښه ده، كه تاڼې ته يې حواله كوو، نو د خداى مسكينان دي، ډير به په عذاب شي.
يره اولدار صاحب، زه خووايم چې دا لوټونه به ترينه په دې خاطر واخلو چې بيا په دې مباركه شپه ډمتوب ته زړه ښه نه كړي.
پيښور، لالي باغ
2000/ 05/ 11
هر چا ته خپل وطن کشمیر دی
د هجرت په اوم كال چې پيښور ته په كډه شوم، نو د نورو خپلوانو په څير مې دكمپ پر ژوند د ښار ژوند غوره وگاڼه. مياشت نيمه مې د ماما په كور كې له خپلو بچو سره اړولي وو. خو د پيښور په تنگو كورونو كې د دوه کورونوگډه گذاره ډيره گرانه وه، مجبور شوم او د ماما سره په گاونډ كې مې د دوه كوټو كور په كرايه ونيوه. په كومه محله كې چې زه اوسيدم، له هغې محلې نه يو كس چې ابرارخان نوميده، ځان يې د محلې د نماينده په توگه كانديد كړى و، زما د كور نه لږ ورها خوا يعنې په دوهمه كوڅه كې اوسيده او تر هغې چې انتخابات را رسيدل، نو په ديره كې يې ښه گڼه گوڼه وه په لږه موده كې زما هم د محلې په بازار گوټي كې له ځينو ځوانانو سره سلام کلام پيدا شوى و. ځينو خو به راباندې د سلام اچولو وروسته دا غږ هم كاوه چې ” راځه كينه، دمه شه، زوروره چيرته ځې “ دهمدې غږونو وروسته مې د محلې له ځوانانو سره ناسته پاسته پيدا شوه. يو مازيگرله همدې يارانو سره يو ځاى د ابرار خان حجرې ته ورغلم، د انتخاباتو موده را نږدې شوې وه او ا برار خا ن د محلې سپين ږيري او ځوانان د چايو لپاره دعوت كړي وو. په حجره كې مې له ناستو كسانو سره په غبرگو لاسونو ستړي مه شي وكړه. يو نيم به راوكتل او سم له واره به يې وويل چې (( ميلمه ستړى مه شې، په خير راغلى )) يوه مشروټ غوندې سړي په يوه ځوان غږ وكړ (( ميلمه ته چاى واچوئ )) يو ځوان د بسکټو د قاب سره د شيدو پياله راته مخې ته كيښوده. يو گوټ نيم به مې كړې و چې ابرارخان له كټ نه را ولاړ شو او په لوړ غږ يې په خبرو پيل وكړ: ”زما مشرانو، كشرانو السلام عليكم، د هر څه له مخه درته يو ځل بيا په خير راغلى وايم. ورونو تاسو پوهيږئ، چې زموږ محله يو چيرمين ته ضرورت لري او دې يو سيټ ته پوره لس كسه ولاړ دي. تر مخه چې كوم چيرمين و، تاسو وليدو چې د كرپشن په كيس كې دننه شوى دى. تاسو ما هم ښه پيژنئ او زما حريفان هم. كه څه هم زما په مقابله كې ډيرې غټې سامۍ ولاړې دي، خو زما زړه پر تاسو ډاډه دى. زه يقين لرم چې تاسو به ما حتماًما كاميابوئ او دا كاميابي به زما نه وي، بلكې ستاسو به وي. كله چې ستاسو په مرسته دا ميدان ما وگاټه، نو زما لپاره به بنيادي چلنج د ټولې محلې په سطحه د كوڅو فرش بندي وي. همدارنگه به د محلې نه لوډ شوټنگ ختموم او محلې ته به د كينټومنټ بورډنه څلور كسه روزانه د كوڅو د سپايۍ لپاره لګوم
ابرارخان ته يو زلمي د اوبو گيلاس وړاندې كړ، ابرارخان د اوبو نه يو غړپ وكړ. په دې وخت كې يو كس ودريد او ويې ويل:
(( ابرارخان! كه په خپلو بنيادي چلنجونو كې دې دا هم زيات كړې چې دا بازار گوټی د مهاجرو نه سپاه شي، تاسو ته مالومه ده چې هر دويم دوكان دلته د مهاجر دى، موږ ته يوازې د پيو خرڅول او دروټو پخول پاتې دي، هر خوا چې مخ اړوې، په مهاجر دې سترگې لگيږي، كه په دې مسئله هم اظهار خيال وكړئ بده به نه وي.)) ناستوكسانو د ولاړ شوي كس خبره تائيد كړه او گډ اوازونه پورته شول چې بالكل دا هم يوه بنيادي مسئله ده
ابرار خان چې ښه په دم كې شوى و، وويل:
دا هر څه به وشي. دې خبرې ته زما پام شته، تاسې خو ددې وړوكي بازار خبره كوئ، خو ما ته د ښارونو لوى بازارونه هم مالوم دي، چې د مهاجرو پرې قبضه ده. تاسې ورشئ په اسلام آباد كې وگورئ چې په غټو شاپنگ سنټرونو د دوى قبضه ده. په ټريول ايجنسيو كې دوى شريك دي، ټكسي گاډي دوى چلوي، په سركونو دوى لاس گاډي اودريدلي دي او دلته په پيښور كې هم همدا صورت حال دى. دملك په نوروځايونو كې خو مې له وسه پوره نه ده، خو د خپلې محلې نه به يې حتمي وركوم او يا به پرې د كورونو او دوكانونو كرايه ګانې جگوم.
په دې خبره ناستو كسانو د (( بري )) آوازونه وكړل او ابرارخان يې په چكچكو ونمانځه. ماته يې زياتي خوند رانه كړ او غلى له حجرې څخه را ووتم، خداى خبر چې نور به يې د مهاجرو په باره كې څه، څه ويلي وي. درې څلور ورځې مې د ابرار خبرو چرت سخت خراب كړى و. كه په لاره كې به مې په مخه راغى، نو ځان به مې ترې په څنگ واهه. خو په محله كې يې خلكو ډيرعزت كاوه، ځينو مهاجرو دوكاندارانو به هم ورته د خپل شرافت صدقه وخت نا وخت د پيپسي بوتل خلاصاوه.
يوه هفته انتخاباتو ته پاتې وه او ددې هفتې په دوران كې به روزانه ابرارخان ته كله يو او كله بل د چايو مازيگرى نيولى و او په هره غونډه كې به ابرار خان د محلې د خلكو د خوشحالولو په خاطر په مهاجرو پسې لگيدلى و. بلاخره هاغه ورځ هم راغله چې انتخابات وشول او ابرارخان په كې د محلې نماينده انتخاب شو. پوره دوه هفتې د مباركيو سلسله روانه وه، چا به ورته په غاړه د لوټونو اميل اچاوه او چا به ورته د خوړو قوطۍ روانې كړې وې. په شپو شپو يې حجره د سرمستو ځوانانو څخه نه اوزگاريده.
په دريمه هفته ابرارخان د نماينده په حيث په محله كې دفتر خلاص كړ او د محلې عمده مسلې به ورته راتلې او هغه به رفع دفع كولې. ځينې مسئلې به داسې هم وې چې تاڼه او كچرۍ (ماموريت او محكمې )، ته به هم په كې لاړ. او چې هلته به يې زر روپۍ ولگولې، نو د خلكو نه به يې پوره لس زره روپې اخيستې، چا ته چې به يې لانجه پاكه كړې وه، هغه به مجبور و چې ور يې كړي. د مهاجرو سره يې هم اړيكې پيدا شوې وې. چاته به يې په تاڼو كې زمانتونه كول او د چا په جرگو كې به يې گډون كاوه اوپه زرگونو روپۍ به يې لاس ته راوړې.
داسې وخت هم راغی چې ابرارخان ډيرو مهاجرو ته شناختي كارډونه هم جوړ كړل او له هر چا به يې تر لس زرو كمې نه اخستې، په لږه موده كې ابرارخان لكونه روپۍ پيدا كړې. په محله كې يې د پيښوريانو په اصطلاح شل مرلې ځمكه چې ماشومانو به په كې لوبې كولې، واخيسته او له واره سره يې په كې د اته كواټرو نقشه پلي كړه. په درې څلور مياشتو كې يې كورونه جوړ كړل او مهاجرو په كرايه ونيول. دا نو داسې وخت دى چې د ابرار خان په رويه كې ډير زيات بدلون راغلى و. مثلاً د مهاجرو پسې به يې هيڅ بده خبره نه كوله. يوه ورځ ورته يو مهاجر دوكاندار چې د پيپسي له بركته يې ورسره گپ شپ پيدا شوى و وويل:
ابرار خان خداى شته چې راباندې گران يې، خو سخته گيله مې در څخه پيدا شوې ده او هغه دا چې د انتخاباتو په شپو ورځو كې دې ډير سخت بدرد د مهاجرو پسې ويل.
ابرارخان ځواب وركړ:
څه مې كړى وى، د عوامو غوښتنه وه او ته پوهيږې هاغه وخت همدا عوام زما طاقت و. دا سياست دى او سياست د سيكې په څير دوه مخه نه، بلا مخونه لري او هر مخ يې بيل،بيل رنگونه لري. دا شپږ اوه مياشتې كيږي چې زه چيرمين شوى يم، ته ووايه چې د كوم يو مهاجر سره مې بده وضع كړې ده؟ كه يوه نيمه د خولې ټوكه مې له تا سره او يا له هاغه بل مهاجر سره كړي وي، هغه بيله خبره ده. كه نه چاته مې تاوان رسولى دى؟ دا اوس ته امر وكړه چې څه خدمت دې وي، انشاء الله اجرا كيږي به. په همدې محله كې مې ستا په مخامخ څومره مهاجرو ته شناختي كارډونه واخيستل.
ددې هر څه سره سره هم زما ابرار خان ښه نه ايسيده، خو ټولنيزه مجبوري وه سلام دعا مې ورسره پيدا شوې وه. ابرار خان هم په دې پوهيده چې زما ښه نه راځي او كله نا كله به يې زما د زوريدو په خاطر راباندې د مهاجر غږ هم وكړ.
زه تر يونيم كال پورې په دې محله كې اوسيدم نور مې په كې زړه تنگ شوى و او د پيښور ښار په يوې بلې علاقې كې مې كور په كرايه ونيوه او كلونه كلونه د هاغې محلې په طرف نه وراغلم. ابرار خان مې هم له ياده وتلى و په خپل روزگار مصروف ووم او بلاخره داسې شپې ورځې راغلې چې مهاجرين وطن ته په ستنيدو شوو. په دې شپو ورځو كې زه هماغې پخوانۍ محلې ته چې څه وخت په كې ابرار خان چيرمين و د څه كار لپاره تللى ووم، هلته مې ابرارخان وليده چې د خپلو كواټرو مخې ته يې كټ اچولى و، ما پرې سلام واچاوه، هغې راته د ناستې نه وويل او كه ما ورته هر څومره د ضروري كار دلرلو ويل، نه يې منله. په كټ كې يې كينولم او په خبرو يې پيل وكړ.
(( هلكه دا مهاجر ولې دومره اور اوبو اخيستي دي، دوى په هغه وران وطن كې څه كوي. دلته څومره سهولتونه دي، بجلي، گيس او د اوبو بمبې په هر كور كې لگيدلي دي. او تقريباً اوس خو ټول كورونه فلش سيستم دي. دوى به په هغه ورانو كورونو كې څه كوي. او دټولو نه اهمه خبره خو دا ده چې دا د سرحد علاقه خو د افغانانو ده. زما نيكه هم له افغانستان څخه راغلى و. موږ خو وايو چې دا سرحد به له مينځه وړئ او په اټك كې به سرحد جوړوئ خوتاسې د يوې مخې په منډه ياستئ، اخر دلته څه خبره ده. د ټولو مهاجرو كارونه جوړ دي او اوس خو چې كوم سهولت يوه پاكستاني ته حاصل دى، يو مهاجر ته هم حاصل دى. بيا نو څه له هغې ورانو كورونو ته روان ياست؟ ما چې د ابرارخان په كواټرو ځغلند نظر تير كړ، نو اوه كواټرو ته يې قلفونه اچولي وو او دهرې دروازې په سر يې ليكلي وو: ” كرايه كيلى خالي هى “ په همدې وخت كې ابرار خان ماته مړه مړه وكتل او زما له خولې نه بې اختياره ووتل چې ابرارخان! هر چاته خپل وطن كشمير دى.
17-12-2002
سراى زرداد منډه يي كابل
قیمتي وینه
له ماشومتوبه مې په خپل مټ باور و. په ښوونځي کې به هم په تن بدن کمزوري ياران رانه په څنګ تېريدل. داسې ورځ به نه وه چې په چم ګاونډ کې به مې د چا تڼۍ نه وه شلولې او ميندې به يې له موږ کره به شور نه راتلې او له همدې بې سرۍ له وجې به مې راته مور ستغې سپورې ويلې. څه په خوارو مې لسم پاس کړو، هغه ورځې مې هم وليدې، چې دفتر په دفتر د نوکرۍ لپاره وګرځېدم، خو زموږ د خوارانو په قسمت کې نوکري چېرته وه. ټول وخت مې په بې روزګارۍ کې تېر کړ، هسې به د محلې په کوڅو کې ښکته پورته کېدم، له دې وجې د لنډغرو په سر کې شمار وم. پردي ودونه به مو يوه هفته د مخه ګرمول، که رښتيا درته ووايم، ښې مفتې مزې مو چاڼولې، داسې شپه دې حرامه وي، چې موږ دې ترې موج نه وي اخيستى.
زما کمبختي به راغلې وه چې يوه ورځ زموږ د يارانو له جملې نه د يوه ماشومه لور په ګولۍ لګېدلې وه، ډېره وينه ترې تللې وه، په هسپتال کې وينې ته ضرورت شو، يارانو يو بل ته سره وکتل او بيا ټولو په ما ګوته کېښوده، ما چې کله د وينې د ورکولو تصور هم نه و کړى، له پښو نه مې دم ووتو، مړه خوله راباندې راماته شوه، خو له خپلې تنې نه وشرمېدم او وينې ورکولو ته مې ځان ونيو. ډاکتر چې کله زما د وينې ګروپ معلوموه، نو سخت وارخطا شوم، يوه لړزنده يخني راباندې راغله، ډاکتر مې زړه ډاډه کړ و يې ويل:
(( يو نارمل انسان کولاى شي چې په هرو درې مياشتو کې پنځه سوه سي سي وينه ورکړي او له تا نه خو زما په څېر دوه جوړېږي، ته ولې دومره وارخطا شوې. خو يوه خبره واره چې ستا وينه ډېره قيمتي وينه ده، ستا وينه هر انسان ته ختى شي، خو د هر چا وينه بيا تا ته نه شي ختى، تر څو چې ستا د وينې ګروپ نه وي.))
ډاکتر چې څو خپلې خبرې خلاصولې، له مانه يې پنځه سوه سي سي وينه اخستې وه. هډو پوه پرې نه شوم او نه مې څه کمزورتيا محسوس کړه.
کله کله به مې د ډاکتر دې خبرې چې (( ستا وينه ډېره قيمتي ده)) په مغزو کې انګازې کولې. تل به په همدې چرتونو کې تللى وم، وخت نا وخت به مې له يارانو نه هم د وينې ورکولو په هکله تپوسونه کول او په دې پوه شوى وم چى په هسپتال کې روزانه د وينې ضرورتمندان وينه په بيه اخلي. بس د دريو مياشتو پوره کېدو ته مې په ورځو شمېرلو پيل وکړ، بالاخره پوره شوې او نېغ هسپتال ته لاړم او د وينې خرڅوونکو په لست کې مې نوم وليکه. يوه ښه شېبه وروسته راته د ډاکتر د کمرې نه اواز وشو، ورغلم او د وينې د بيوپار سره مې پنځه سوه سي سي وينه په زرو روپو خلاصه کړه. هفته دوه مې پرې ښې په مزو کې تېرې شوې او کله چې بيا د خرچې ضرورت شو، نو درې مياشتو پوره کېدو ته مې بيا په ورځو شمېرلو پيل وکړ، دا ځل دا درې مياشتې هېڅ نه پوره کېدې، د خداى په دې وېړه دنيا کې مې سخت زړه تنګ شوى و،هېڅ ټايم راباندې نه پاس کېده، خو اخر دا دوره هم پوره شوه. هم هغه هسپتال ته لاړم او په لست کى مې نوم وليکه او کله چې راته د ټولو وينه خرڅوونکو په وړاندې د ډاکتر له کمرې نه اواز وشو، نو د ړومبې ډاکتر خبرې مې په ياد کې راغلې چې ويل يې:
(( ستا وينه ډېره قيمتي وينه ده. ))
په خپله وينه مې په زړه کې ناز وکړ او په فاتحانه انداز د ډاکتر کمرې ته ورغلم. زما د وينې پخوانى بيوپار ناست و، خبرې جوړېدو ته ضرورت پېښ نه شو، نېغ لاړم او په بېډ کې وغځېدم. د سترګو په رپ کې يې را نه پنځه سوه سي سي وينه واخيسته او شين لوټ مې په زړه واچاوه.
داځل مې په ځان لږه سخته تېره کړه، خو د ډېرې سختې باوجود مې خرچه تر مياشتې و نه رسوله. خو وروسته بيا هماغه تنده وه. درې مياشتو پوره کېدو ته مې وار ونه کړ، يو بل هسپتال ته لاړم او پنځه سوه سي سي وينه مې خرڅه کړه. څه مې کړى واى ، مجبوري وه. بد اموخته شوې وم، بله هېڅ چاره نه وه، بس سم کار مې ورته ويلى و، مياشت لا پوره نه وه چې نوره وينه مې خرڅه کړه او چې څلور پنځه مياشتې مې سر په سر وينه خرڅه کړه، نو ښه يې له لاده باده وايستم. دا داسې وخت و چې خپل کور ته مې بلکل شاه کړې وه. اکثره وخت به مې په هغه کوډله کې تېراوه، چې د ملنګ بابا د زيارت په يوه کونج کې مې د کيکرو له شاخونو څخه جوړه کړې وه. کمزورتيا مې ورځ په ورځ په زياتېدو وه، هسپتال ته لاړم، ډاکتر زما چيک اپ وکړ او ويې ويل:
(( ځوانه ستا د وينې کمبوت دى. زه درته دا دوايانې ليکم، خو هله به دا استعمالوې چې درې څلور خلتې وينه ځان ته تېره کړې او څومره زر چې کېداى شي وينه ځان ته وخېژوه، که نه دا دوايانې به هېڅ اثر ونه کړي. ))
ډاکتر نور هم څه ويل، خو زما پام د ړومبي ډاکتر خبرې اړولى و چې ويل يې.
(( ستا وينه ډېره قيمتي ده، هر انسان ته ختى شي، خو د هر چا وينه تا ته نه شي ختى، څو چې ستا د وينې ګروپ نه وي پېدا شوى.))
د وينې د اخيستو خو راسره هېڅ درک نه لګېده، ډېره موده پس کورته لاړم او څنګه چې په پوړو و ختم، نو د مورکۍ سترګې را باندې ولګېدې. په غبرګو لاسونو يې له خپلې سينې نه درز پورته کړ او ويې ويل:
(( اى لويه ځوانه راورسېږې، په زوى مې څه شوي دي، ته دې خوا راشه چې زيړي خو به نه يې نيولى.))
ماته چې خپل ځان معلوم و، هېڅ مې و نه ويل، کمرې ته لاړم او په کټ کې وغځېدم، مور مې رانږدې شوه، د سترګو زېزمې يې راته راښکلې او په يقين سره يې وويل:
(( زويه زيړي وهلې يې، راځه بلا ګۍ دې واخلم، ځنډ مه کوه چې د زيړي با با زيارت دې بوځم.))
زه که هر څو پوهېدم چې زيړي نه يم وهلى، خو مور ته مې څنګه دا باور ورکړى و. دا خو مې ورته نه شو ويلى چې ما د وينې په سودا کې تاوان کړى دى. زيارت ته ورسېدو، مور مې څو وارې لاس نيولى د زيارت نه وګرځولم، له منجاور نه يې راته بندونه واخيستل او ډېره شيبه يې په لوړ غږ زما د رغېدو دعا وکړه. د زيارت منجاور مې مور ته وويل:
” بندونه به دې زوى ته له غاړې نه وتړې، دا مالګه په هاغه مخامخ کوهي کې واچوې،اوه ورځې به دې زوى ته په اور پخکړى قتغ نه ورکوې، که خداى ته منظوره وي، زوى به دې روغ رمټ شي.“
ما چې د يوې هفتې د پرهېز خبره واورېده، په زړه مې تياره راغله، ساه مې ډوبه شوه، مور ته مې وکتل، د هغې هم راته حال خراب شو، د غز ډډ ته يې تکيه ووهله، سترګې يې پټې وې، خو اوږده اوږده سا يې اخيسته، چې په دې وخت کې مې د مور زهيرتيا او زما فريب په مغزو کې يو توپان راوست او چې مور مې لږه ساه صورت شوه، نو د ډاکتر د چيک اپ ټوله خبره مې ورته سپينه کړه.هغې چې زما خبرې واورېدې، نو په غوسه يې راته وويل:
” چې داسې ده نو مخکې دې ولې راته نه ويلې، چې دا تکليف خو مو له سره کم واى، خو ځه خداى دې اوس خېر راپېښ کړي.“
له زيارت نه په واپسۍ مې د مور په وينا بندونه له غاړې نه وتړل، خو مور مې په سبا نېغ هسپتال ته بوتلم. سرجن ته مو د چيک اپ پرچې ورښکاره کړې، هغه د وينې په بينک چيټ راکړ، خو په بينک کې زما د وينې ګروپ ميلاو نه شو. په وينې خرڅوونکو کې مو هم وليدل، خو داسې څوک نه وو راغلي چې زما د وينې سره يې وينه برابره وي. د علاقې د چرمين نه مو د وينې د خيريه هسپتال په نوم چيټ واخيسته، هلته هم پيدا نه شوه. د هغوى په ذريعه مو په اخبارونو ريډيو او ټې وي کې د وينې د ضرورت اشتهارونه ورکړل او چې دا ټولې لارې را باندې بندې شوې او هېڅوک حاضر نه شول چې وينه دې راکړي، نو د ړومبي ډاکتر خبرې مې يو ځل بيا په مغزو کې توپان راوست.
” ستا وينه ډېره قيمتي وينه ده. ستا وينه ډېره... ستا وينه....“
د وجود کمزورتيا او ورځ په ورځ د مصيبتونو لړۍ د ژوندانه د ستړيا احساس راکړ، څلور پنځه ورځې مې چې په کور کې تېرې کړې، نو زړه مې ښه په تنګ شوى و. د ملنګ بابا په زيارت کې مې خپله کوډله راياده شوه. ورغلم، په خپل حال ولاړه وه، يوه ښه شېبه مې د زيارت په بوټو نظر واچوه او د ګلاب په هغه بوټي چې ما يې تر لاندې خرچه ساتله؛ نظر پرېوتو، ناڅاپه را په ياد شو چې څو ورځې وړاندې مې د دې بوټې لاندې خرچه پرېښې وه. ورغلم او په وارخطايۍ مې د بوټي بېخ ته لاس کړ، په پلاستيکي ګوتۍ کې بنده ټره ( پاکټي شراب) په ګوتو راغله، ناڅاپه مې په سر واړول او په ړومبي ځل مې محسوس کړل چې د خپلو وينو وروستى ګوټ مې هم تر مرۍ تېر کړ.
٢٠٠٠/٠٧/٢٨
پېښور لا لي باغ
شکست
نن مې له سهاره طبعه خړه وه، له څو كسانو سره مې خوله ووهله، نږدې وو چې له يوه سره مې لاس اچولى و، مگر خداى خير كړ. اصلي سگرټ به ولگوي او بيا به وايي چې دا خو نقلي دى. يو خو دې خداى د دې كارخانه دارو انصاف روزي كړي، يو شى به لا راوتی نه وي چې بيا يې نقل جوړ كړى وي.
رښتيا زه د پيښور په يوه گڼ بازار كې د سگرټ خرڅولو كراچي لرم چې پيښوريان يې گاډى بولي. هسې خو په دې بازار كې د ناستې څه چې د ولاړې ځاى هم نه پيدا كيږي، مگر زه هم دومره مفت نه يم ناست. د بازار د دوكاندارانو د اتحاديې مشر راته د زنځير د تړلو او خلاصولو وظيفه په دې خاطر را سپارلې ده چې بازار ته موټر داخل نه شي. او د همدې زنځير له بركته مې په منځ سرك د سگرټو كراچۍ درولې ده.
هسې خو په دې بازار كې هر وخت گڼه گوڼه وي. خو د پشكال په ماسپښين كې په كې كراره كراري وي. چيرته يو كس نيم په كې ها خوا دې خوا كيږي چې هغه هم دوكاندار وي، د خريدار په كې هيڅ درك نه لگي.
په همداسې يوه ماسپښيني كې د خپل كار په چوكې ناست وم چې په يوه ملنگ مې سترگې ولگيدې، برگه خولۍ يې په سر وه، د كميس پر ځاى يې بنين اغوستى و، په ترخ كې يې تبرزين نيولى و، رنگداره ټوټې يې په مټو تړلې وې، كچكول يې په غاړه اچولى و، دوكان په دوكان گرځيده او لاسونه به يې د هندوانو د نمستى په څير غبرگول، چا به ورته په كچكول كې روپۍ نيمه اچوله او چا به بينوا رخصتاوه.
ما ته يې تاند زلميتوب راياد كړ، چې له مكتب څخه به پټ شوو او د سينما مخه به مو ونيوله. كله چې به د سينما په پرده د بت صحنه راغله او د فلم لوبغاړو به ورته د عقيدت په توگه لاسونه غبرگ كړل او د رام رام نارې به يې وهلې، نو د سينما په هال كې به د تو، تو غږونه بې واره اورېدل كيدل او هر چا به دا ښودله چې ما د بت پر مخ لاړې تو كړې او له گناه څخه مې ځان بچ كړو.
كله چې له سوچ نه راوگرځيدم، نو ملنگ را نږدې شوى و. كه څه هم زه په خيرات وركولو كې دومره ميړنى نه يم، خو نه پوهيږم چې ولې مې له ځانه سره پريكړه وكړه چې كه ملنگ له ما څخه څه وغوښتل، نو غوټې پنځه روپۍ وركوم گوندې په دې عمل را څخه خداى راضي شي. درې څلور دوكانه فاصله چې پاتې شوه، نو د ملنگ زما په كراچي نظر ولگيده، سپك قدمونه يې راواخيستل، د غوږ له غاړې نه يې سگرټ راواخيست، څو يې چې گوگرد پيدا كاوه، نو زه له خپل ځايه پورته شوم او د " جى رام جي كي جى" كلمات مې له خولې څخه ناخود اّگاه ووتل. ملنگ سم له واره لاسونه غبرگ كړل او د " بسم الله، بسم الله" كلمات يې تكرار كړل.
ملنگ سگرټ ولگاوه او په خپله مخه روان شو، خو زه يې له يوې دردوونكي ماتې سره مخ كړم. څه مې له ځايه طبعه خړه وه او څه له دې پيښې سره خړه شوه. د ملنگ څيره مې مخې ته ولاړه وه چې له ورايه مې په يوه لوړ دنگ سړي سترگې ولگيدې چې په خولو كې لوند خيشت را روان دى، د جومات د پوزكي خولۍ يې په سر كړې ده. درانه درانه گامونه را اخلي.
زه د ملنگ سره د پيښې شوې واقعې د كفارې د ادا كولو په خاطر له خپل ځايه ولاړ شوم، د سړي مخې ته ودريدم او په ډيره عاجزۍ مې ورته وويل:
كاكا كه خداى مې نه غلطوي تاسې په هيره كې د جومات خولۍ په سر راوړې ده.
مخکې له دې څخه چې سړى ځواب راكړي، ايسته يې پوريې وهلم او بيا يې وويل:
”ها خوا شه ورك شه. اوس مې په پنځه روپۍ واخيشته.“
زما پريشاني نوره هم زياته شوه. تر تير مازيگر پورې مې چرت ډير خراب و. ماښام ته لږ وخت پاتې و چې يو شاعر ملگرى مې څنګ ته راغلو، په ترخ كې يې په شين پوښ كې نغاړلى كتاب نيولى و، د عادت له مخې مې لاس ور تير كړ، خو ملگري مې په كتاب ترخ ټينگ كړ او ويې ويل:
" پريږده زوروره، څه پرې كوې، مذهبي كتاب دى."
ماته يو ځل بيا ملنگ را په ياد شواو ملگري ته مې وويل:
راكړه مړه زه درته څه مذهبي سړى نه ښكارم.
كتاب مې ترې واخيست او چې څنگه مې په ليمو ښكل كړ، نو شاعر ملگري مې يوه مسته مانا خيزه خندا وكړه. ما په بيړه كتاب له پوښ څخه وايست چې غټ غټ يې پرې ليكلي وو ”گرنتهـ“ مصنف ”گروهـ نانك“ يو ځل بياملنگ را په ياد شو، څو شيبې مې د لاشعور په ويړه پرده د گندهارا تهذيب فلم وڅرخيده، په ايمان وويريدم او امنت بالله مې په ځان وويله.
2001/ 04/ 25
پيښور لالي باغ
ايمان دی ايمان
په هيواد کې د اسلامي نظام د راتلو څخه تقريباٌ دوه مياشتې وروسته په داسې حال کې چې کورنۍ مې په پيښور کې اوسيده، ګوښی د جلال آباد ښار ته راغلم او په صرافۍ مې پيل وکړ. د شپې تيرولو لپاره به د يوه نيږدې عزيز هوټل ته تلم او په عين حال کې به مې ورته منشيتوب هم کاوه.
يو مازيګر د خپل عزيز سره د هوټل د لومړي چت په پيک پر چوکۍ ناست وو م او چای مو نوش جان کولې چې زموږ يو بل کليوال چې هغه هم د صرافۍ کار کاوه، د مخابراتو په چوک په داسې حال کې ګړندی تيريدو ، چې شاته يې يو پيټی هم اچولی.
عزيز مې پرې غږ وکړ:
سيداله! داڅه شی دې شاته اچولی دی، چې داسې په منډه يې؟
سيدال چې په ګوتو ښوورلو يې د پيسو اشاره کوله، ظاهراٌ يې وويل:
الوګان دي، الوګان.
عزيز مې بيا ورغږ کړ چې د الوګانو پيټی خو داسې نه وي اخر دا څه دي چې دومره وارخطا يې؟
سيدال بيا د ګوتو په ښوورلو اشاره وکړه او ويې ويل:
ته خو بيخي په نيمه نه پوهيږې درته وايم چې الوګان دي، الوګان.
خو عزيز مې پريښودونکی نه و او بيا يې پوښتنه تکرار کړه.
د سيدال يې هم زړه راپړسولی و، نو په لوړ غږ يې ورته وويل:
ايمان دی، ايمان او بې ايمانه ټوپکيان راپسې لګيدلي دي، درنګ ساعت له يې رانه اخلي.
بې وخته اختر
چې خداى (ج) ته ښكاره وي، نو له بنده گانو يې څه پرده. كه رښتيا راباندې وايې، سږ كال خو مې تر پنځه ويشتمې روژې پورې د تراويج يو لمونځ هم نه و كړى، بلكې د ماخوستن لمونځ به هم رانه اكثر قضاء و.
د روژې شپږويشتمه شپه وه، چې د تره زوى مې له نږدې مدرسې نه قاري صاحب راوست. غوښتل يې چې په كور كې سره په گډه ختم شريف ادا كړو. چا ته چې په ختم كې د ګډون بلنه وركړى شوې وه، تقريباً پوره شوي وو. اودس مې وكړ. وټاكل شوه چې په درې شپو كې به ختم سر ته رسوو. قاري صاحب د ښکلې نوراني څيرې سره ښكلى بلبلي غږ هم درلود او په ښكلي ترنم يې په اوله شپه څوارلس سپارې قرائت كړې.
د چايو په وقفه كې مې ترې پوښتنه وكړه چې قاري صاحب په سږنۍ روژه كې دې دا څويم ختم دى؟ قاري صاحب را ته وويل: د خداى (ج) كرم دى، خبره له شميره وتې ده. د روژې له اولې شپې نه مې ترلسمې شپې پورې په مدرسه كې طالبانو ته ختم كړى دى. او بيا مې تر اوسه د دوستانو په ديرو كې د درو او څلورو شپو ختمونه وركړي دي. "
په دوهمه شپه حجرې ته دوه درې دقيقې وروسته ورغلم. د ماخوستن جمعه ولاړه وه. د لمانځه نيت مې وتاړه. د حجرې په كونج كې مې د خوږو په قوتيو نظر پريوت، په زړه كې مې راوگرځيدل چې كيداى شي د ختم اجنډا تغيير موندلى وي. د سنتو په وقفه كې مې د سترگو په كونجونو كې له يوه ملگري نه پوښتنه وكړه. هغه راته وويل:
" قاري صاحب چيرته د درې شپو ختم نيولى دى او زموږ ختم نن شپه ختموي. "
شپه تر نيمايي اوښتې وه، چې ختم شريف تر سره شو. قاري صاحب به لس پنځلس دقيقې په عربي او پښتو ژبو دعا گانې ويلې او د ختم گډون كوونكيو به دآمين په مزو ټړلې. هر چا د خوږو قوتۍ او ځانونه قاري صاحب ته نږدې كو ل چې د بركت دم پرې چوف كړي. او بيا هر چا د شكرانې په توگه قاري صاحب ته چنده وركړه، بلا پيسې ټولې شوې او قاري صاحب په ډيره خوښۍ د شپې په څلورم پار كې د مدرسې لاره ونيوله.
قاري صاحب وروستى ختم هم زموږ په كوڅه كې په نږدې حجره كې نيولى و. په دوه شپو كې يې شپږ ويشت سپارې قرائت كړې وې. نهه ويشتم روژه ماتىچې څنگه وشو، لږه شيبه به لا تيره نه وه، چې د شا و خوا علاقو نه د اختر د ډزوآوازونه پورته شول. زموږ په علاقه كې هم سرمستو ځوانانو دكلاشنكوفونواو تمانچو ډزې وکړې. دماخوستن تراذانه پورې د ډزوآوازونه دنژدې اولرې سيمونه اوريدل كيدل. زموږپه كوڅه كې چې چا د دريو شپوختم نيولی و، دهغوى له حجرې نه هم دكلاشنكوف ضربې چليدلې دغه وخت قاري صيب په حجره راننوت اودسلام نه وروسته يې وويل:
ورونو اودسونه كوئ چې داڅلور پارې هم په خير سره په گينټه نيمه كې سرته ورسوو.
يوه ځوان چې دكلاشنكوف شپيلۍ يې په سپينه ټوټه پاكوله وويل:
((قاري صيب اوريدلي ې دي چې داخترپه شپه خو څوك تراويج نه كوي)).
قاري صيب وويل:
(( اختر چيرته دى دخداى بنده، سبا خوديرشمه روژه پوره كيږي )). بل ځوان چې دكټ په لنگه ناست واو دسگريټ نه يې اوږده اوږده لوگي ايستل وويل:
(( قاري صاحب، خداى دې اجر دركړي، پريږده چې داختر دشپې نه څه مزه واخلو.))
قاري صيب چې دكورنۍ مشر وليده چې حجرې ته راننوت ويې ويل:
((حاجي صاحب داځوانان نه پوهيږي. دخداى (ج) په عذاب ځانونه اخته كوي. سبا حقه روژه ده . راځئ چې بسم الله كړو، ختم به سرته ورسوو، انشاالله اجرونه به يې خداى (ج) دركړي)).
قاري صاحب به لا نورهم څه ويل خود كور له خوا حجرې ته لس دولس ماشومان په شورماشور راغلل او حاجي صاحب ته يې په فريادونو پيل وكړ. چابه ويلې زما جامې درزي سره پاتې دي، چا به دبوټانو او څپليو غوښتنه كوله او چابه دجرابو او بنيانونو.
حاجي صاحب دماشومانو دضد په وړاندې تسليم شو. دلوټونو بنډل يې له جيب نه راوايست. دقاري صاحب په اوږو يې لاس واچاوه دوه درې سوه روپۍ يې ورته په گوتو كې كيښودې او ورته يې وويل: قاري صاحب دا د اختر برخه واخله. ماشومان دي، ضد كوي. اختر يې جوړكړو. په دعا كې به مو انشاالله نه هيروې.
قاري صاحب بې له دې چې پيسو ته وگوري، په جيب كې يې ننه ايستـــې او په تريـــو تـــندي له حجرې ووت. حاجي صاحب په كشـــرزوى غــــږ وكـــړچـــې دماشومانوداختربندوبست وكړي.
داخترله لمانځه وروسته مې څه په شواخون دقاري صاحب خواته ځان ورورساوه. ځان راته قاري صاحب ته په مباركۍ وركولو پوره وړى ښكاريدو. قاري صاحب دجومات نه په وتو كې و. دشاله خوا مې په اوږه ورته لاس كيښوده او په خوشالۍ مې ورته وويل چې:
قاري صاحب اختر دې مبارك شه سره د واړو ختمونو او روژو.
د دې پرځاى چې قاري صاحب راته ووايي چې ستادې مبارك شي، وويل:
(( ظالمانو بې وخته اختر كړ.))
1999/ 01/ 21
پيښور لالي باغ
واده تیار دی
خپله بد قسمتي خو هلته رامالومه شوه چې اته کلن به وم چې پلار مې په حق ورسيد. د ځوانې خور او تور سرې مور ذمه واري راترغاړې شوه. اوس هم چې کله د سکول ماشومان وګورم چې د کتابونو بستې يې شاته اچولي وي، په ايمان چې خپل ماشومتوب راياد شي. ايله له کچي نه پېلې ته تللی وم او د الف انار، (( ب)) بسته آوازونه مې په مزغو کې ازانګې کولې. د پلار له مړينې به مې لا يوه هفته نه وه پوره شوې چې مور مې له سکول نه و ايستم او د مهربان مستري ته چې موږ سره په ګاونْډ کې اوسيده وروستم او په شاګردۍ يې ورسره کينولم. له هغې ورځې را په دې خوا دا دی شل کاله ووتل، چې زه يم او په ګريسو او تيلو ککړې جامي دي. دا اوس چې هم ارګمی اچوم له خولې نه مې د تيلو وږمه ځي. د ځوانۍ د مستۍ نه مې په ايمان کې هيڅ مزه اخيتسي وي. خو څه وکړم، نا چاري ده، زموږ روزي به يې په همدې کې ليکلي وي. خو بيا هم په هر حال شکر ايستل په کار دي. د خدای کرم دی چې د مهربان استاد په څير خواخوږی مو شته دی.
څو ځلې مې پخه اراده وکړه چې يوځل دا خپله چنغله تر کوره کړم، نو سمدستي به مې خورکۍ چيرته په ښه کورنۍ کې خوندي کوم. خو تراوسه معاملې سر نه دی نيولی. خو دا ځل مې د واده کولو ضد کړی دی او هرڅنګه چې کيږي، دا ضد به تر سره کوم.
سهار چې څنګه له خوبه پاڅيدم، مورجانې ته به مې ووايم چې خواښې کره کې لاړه شي، نن لسم دی، بس چې راروانې پېلې ته ترې د واده نيټه واخلي. خورکۍ ته مې مې ووايم چې بيټک ووينځي او يوه لويه درۍ په کې اواره کړي. نور څه نه بس يو ديګ او ټيپ ريکارډر ته ضرورت دی چې د هندي فلمونو ګانې په کې په لوړ غږ وغږوم چې پته يې ولګي. ورځ دوه دې په کوڅه کې د پرپرکو په لګولو ولګي. بيا هم دوه درې هفتې په کې شته. چې يو ځل کوڅه رنګينه کړم بيا دې د ولس يو ځای لاس خلاص وي او د پوليس بل ځای. بيا نو موږ ته په هوجره کې په جوارۍ باندې څوک څه نه شي ويلی. چې واده څو رارسيږي په پړ کې به مې کافي نال راټول کړی وي، چې د واده يو څه بوج خو پرې اوچت کړم کنه. د فرنيچرو له غم نه خو مې لا دوه کاله پخوا خواښې بې غمه کړی يم. د سونې له غمه هم خلاص يم، يو څه خو مې د مورکۍ له واده نه راته پاتې ده او يو څه چې مې د خسرګنۍ ډيمانډ دی هغه مې مور لا پخوا په اندرشهر کې د يوه زرګر سره خبره کړې ده چې د سر ټيکه او قيمتې هار به د څه وخت له پاره په کرايه راوړي.
خوړې ته مې هم چرت نه دی خراب. مهربان استاد راسره له پخوانه پخه وعده کړې ده چې زوی يې له دوبۍ نه راشي، نو پوره شل زره روپۍ به راته په پور را کوي او دادی دا څو يمه ورځ ده چې زوی يې له ډېر مال سره له دوبۍ نه د دوه مياشتو په چوټۍ راغلی دی.
خو بيا هم د نورو ميلو ټيلو له پاره پيسو ته ضرورت شته. د واده نه يوه هفته مخکې به مې د ترورۍ زوی ته ووايم چې له محلې نه شل پنځه ويشت سرمست ځوانان راټول کړي او نکريزي راته راوړي. زه به مې هم خورکۍ ته ووايم چې په محله کې ټولې همزولې جينکۍ نکريزو ته راوغواړي. خيشته جينۍ به په کې خوښه کړم چې ځوانانو ته نکريزي په ګوته پورې کړي. دې خبرې ته ټولې خوشحاليږي، يوه هم په کې انکار نه کوي. او چې يو ځل يوه ځوان ته په ګوته نکريزي پورې کړي او بيا ترې ګوته په موټي کې کلکه ونيسي، مجال شته چې د سلو نوټ ورنه کړي. بلا پيسې به راټولې شي. که څه هم د نکريزو پيسې د هغه چا وي چې څوک يې راوړي، خو د ترورۍ زوی مې دی، په نيمايي خو به يې راسره ومني. او که يو ځل د محلې ځوانانو د نکريزو مزه واخيسته، بيا ګوره چې د واده تر شپې پورې له نکريزو نه خلاص نه شم، خو هر يو سره به يې په نيمايي خبره پخوم، چې کم از کم درې څلور ګلينه ټره، لس دولس تولې چرس او اوه اته ګټې کارتوس خو پرې وشي. اخر واده دی کنه، چې دا ياران خو په کې څه موج ميله و کړي. د ترورۍ لوريانې مې چې له خورکۍ سره په سده ګرځيدې ورته به ووايم چې په څلورمه محله کې هم ست وکړي، هسې نه هم خلک دومره اوزګار نه دي چې پردو ودونو ته لاړ شي، خو د ناوې سده خو به مو پرې واوړي، يو څه اندازه پيسې په دې هم لاس ته راتلی شي. د ډمانو خو څه کمی نه شته، له کله نه چې د طالبانو حکومت په کابل کې راغلی دی، د کابل ټولو ډمانو پيښور ته مخه کړې ده او بې پيسو ودونو ته ځي، او څنګه به نه ځي زرګونه روپۍ په ميدان کې راټولوي، خو له داسې يوې ډلې سره خبره کوم چې د ميدان پيسې راسره په نيمايي ومني. زه به هم ورته له ډبګرۍ نه دوه درې خيشته هجړاګان راولم چې ميدان د ګونګروګانو په شرنګا کې لوټ کړي.
بس نور يې نه ځنډوم او نه بلې موقع ته ګورم. سخرګنۍ ته مې هم شرمينده يم او څنګه به شرمينده نه يم، دا څلورم کال دی چې چنغله مې د پلار په کور ناسته ده. اخر د پښتو ملک دی، پښتونولي ده. د ټکمارانو يارانو پيغورونه هم نور نه شم برداشت کولی. بس نور رانه صبر نه شي. سهار وختي چې له خوبه پاڅيدم مورکۍ او خورکۍ ته مې وايم چې بيټک ووينځي او خپله ډاريک د مهربان استاد کور ته ورځم او ورته وايم چې په خپلې کړې وعدې وفا وکړي چې واده تيار دی.
بازمحمد عابد
١ نومبر ١٩٩٩ لالي باغ، پيښور
ویره
د پيښور په يوه ګن بازار كې مې د ماشومانو د لوبو شيان په يوه كراچي كې د خرڅلاو لپاره ايښي وو. كله كله به مې د ماشومانو د پام را اړولو په خاطر د لوبو له شرنګانو څخه شرنګ هم پورته كاوه. په داسې حال كې چې له يوې ښځې سره درې ماشومان د لوبو د شيانو په خوښولو بوخت وو، د موټر د بريكونو د يوه ناتاره غږ سره د يوه ماشوم غږ مې پام د عمومي سرك پر لور واړوه. و مې ليدل چې د بورد تاكال مزدا بس غبرګ ټايرونه د ماشوم په غبرګو پښو وختل. دې پيښې ته تر هرچا زه نږدې اوم. ورخيز مې كړ، له ماشوم څخه مې غيږه تاوه كړه. په داسې حال كې چې ماشوم راته سپينې، سپينې كتل خو له خولې نه يې چونګ هم نه خاته. په دې وخت كې دوه كسه ځوانان چې د پوهنتون لباس يې په تن و، راورسيدل. يوه ماشوم له يوه لاسه او بل له بله لاسه ونيوه او په هوا يې د غربۍ پوليسو د ماموريت تر څنګ د ښاروالۍ روغتون ته ورسوو. دا پيښه د پوليسو ماموريت ته تقريباٌ سل متره واټن كې وشوه. په لږه شيبه كې په لسګونو كسان د پيښې ځاى ته راورسيدل، خو د پوليسو هيڅ درك نه لګيده. په داسې حال كې چې هغه ځوانانو ژوبل ماشوم د پولسو تر څنګ تير كړ.
بس د حركت په حال كې و چې ما يې نمبر په يوه كاغذ نوټ كړ او په كراچۍ كې مې د نورو اسنادونو تر څنګ كيښود.
له دې پيښې نه دوه ورځې وروسته د دوه ګلونو تاڼيدار راغى او د پيښځاى پر سر ودريده او په كتابچه كې يې په ليكلو پيل وكړ.لږه شيبه وروسته تاڼيدار زما مخامخ دوكاندار ته چې رخت پلورونكى و، ورغى او د پيښې په هكله يې ترينه پوښتنه وكړه. هغه ماته لاس ونيوه او تاڼيدار نيغ زما خواته راغى، زه يې د خپلې چوكۍ نه پورته كړم او په خبرو يې پيل وكړ:
_ روز ګار دې څنګه دى بچوړيه!
_ بس د خداى فضل دى تاڼيدار صاحب، دال ساګ په كې ووځي.
_ څوك خو درسره چيړ نه كوي؟
_ نه صاحبه.
بې غمه دې خپل كار كوه،كه كله درسره چا چيړ راواخيسته چې ما خبر كړې.
_ ډيره مهرباني تاڼيدار صاحب. كه چا تنګول راواخيسته نو حتماَ به ستاسې نه مرسته وغواړم.
د پشكال مياشت وه، ز ما د ململ نرۍ جامې په تن وې. په جيب كې مې د دوكاندارانو د اتحاديې كارت له ورايه مالوميده. د تاڼيدار سترګې زما په جيب ونښتې او سم له واره يې راته وويل:
_ ته راكړه ګله دا كارت دې چې لږ يې ووينم.
_ وګوره صاحبه.
تاڼيدار كارت واخيست او بې له دې چې له ما نه پوښتنه وكړي. دوسيه يې خلاصه كړه او زما پوره پته يې په كې وليكه او راته يې وويل:
_ ديداره! تيره ورځ چې دلته ماشوم مزدا وهلى و، هغه په حق ورسيده او ته په كې چشم ديد ګواه يې.
_ دا څه وايې تاڼيدار صاحب، زه غريب سړى يم. ما په دې لانجو كې مه رانيسه. پريږده چې خپلو بچو ته رزق پيدا كړم.
_ ولې ستا په رزق كې څوك لته وهي او ته له چا نه ويريږې، زه درسره يم، تاڼه درسره ده او ټول حاكومت ( حكومت) درسره دى. ته راكړه هغه نمبر چې دې نوټ كړى دى.
_ ما خو نمبر نه دى نوټ كړى تاڼيدار صاحب او نه مې كومه پيښه ليدلې ده.
_ شابه راوښيه ټايم مه ضايعه كوه چې زه نور كارونه هم لرم.
_ تاڼيدار صاحب د څه نمبر رانه غواړې ؟
_ ټيك ده، ته خو راته نمبر نه راكوې، زه مجبور يم چې په دې ريړه( كراچۍ) كې يې خپله ولټوم.
تاڼيدار هغه ځاى ته لاس تير كړ چې ما به په كې ځينې يادښتونه ساتل. يو بنډل كاغذونه يې راواخيستل او چې څنګه يې په لټون پيل وكړ، نو زما د زړه درزا په زياتيدو شوه. يو كاغذ يې ترې راواخيسته، يوه فاتحانه موسكا يې وكړه او سم له واره يې وويل:
_ پيدا مې كړو، پيدا مې كړو. بيلكل همدا نمبر دى پي آر ايل چوبيس تريهتر (2473) همدا به وي كنه ديداره؟
_ زه نه يم خبر تاڼيدار صاحب.
_ نو دا څه دي چې دلته دې سمبال كړي دي.
_ نه پوهيږم. زما په ځاى مې كله كله ورور هم كيني، كيداى شي دا مې ورور څه شى ياداشت كړى وي.
_ بس ډير ځان وقي وقي مه جوړوه، زه لاړم چې دا مزدا پيدا كړم او كه پيدا مې نه كړه، قسم مې دې په خداى وي چې اډه په اډه دې له ځان سره وګرځوم او درباندې پيدا يې كړم.
تاڼيدار په تلو تلو كې راباندې سترګې راوايستې او په خپله مخه لاړ، خو زه يې يو عالم انديښنو ته وركړم. د لږې شيبې له پاره مې توجه د بريك ناتاره اواز او د ماشوم چيغه مخې ته ودريده، فشار مې ښكته شو، په سترګو مې تياره راغله او بې دمه په خپلې چوكۍ كيناستم.
ورځ مې ټوله په خپګان تيره شوه او د شپې مې خوب آرام هم نه و. كه د لږې شيبې له پاره به مې سترګې سره ورغلې، نو تاڼيدار به مې مخې ته نيغ ودريده او په خوب كې به مې ناڅاپه خېز وكړ.
سبا ته چې بيا د كار ځاى ته راغلم، ساخت موده به وه چې تاڼيدار مې خوا ته راغلو او راته يې وويل:
_ ديداره! له يوه غمه خو مې خلاص كړې، هغه موټر د ډريور سره ګرفتار شو، خو ډريور پيانچوټ ( حرامي) جرم نه مني، موږ اوس كيس كچرو( څارنوالۍ ) ته ليږو. كه ستا د ګواهۍ ضرورت شو چې بيا په ځاى اوسې.
_ تاڼيدار صاحب ما درته پرون هم ويلي وو چې ما نه څه ليدلي او نه زه د كومې پيښې ګواه يم. د خداى خاطر وكړه، ما ته كار مه ګوره.
_ ته بې غمه شه تا ته به څوك پورته هم و نه ګوري.
_ زه په چا ګواهي نه شم ويلى تاڼيدار صاحب.
_ ستا پلار به هم ګواهي وايي. څه پوه شوې. زه اوس لاړم او چې ستا د ګواهۍ وخت راغلو، نو په كش كولو دې بوځم. پوه شوې؟
تاڼيدار لاړخو زه يې د وهمونو لړۍ ته پريښودم. دا ورځ مې هم ټوله په ويره ويره تيره كړه. هره شيبه به مې په زړه كې د تاڼيدار د راتلو ويره وه، خو دا ورځ هم تيره شوه.
سبا چې بيا د كار ځاى ته راغلم او په كراچۍ مې د ماشومانو د لوبو شيان جوړول نو درې تنه ځوانان چې واسكټونه يې په تن وو او سپينې خولۍ يې هم په سر كړې وې، يو يې سلام واچاوه او سم له وار يې پوښتنه وكړه:
_ روكى جانه، ديدار ستا نامه ده؟
_ خدمت وايه وروره!
_ ته خپله ديدار يې؟
_ نه، ديدار زما مشر ورور دى. خير خو به وي؟
_ نه كنه يار، كاشكې خير و.
_ خداى دې خير كړي، خبره څه ده؟
_ خبره دا ده چې د لته چې كومې مزدې ماشوم وهلى و، هغه مزدا زموږ وه او ډريور هم زموږ خپل سړى دى. موږ د دې كيس نه منكر شوي يو، خو ستا مشر ورورديدار دى او كه ميدار دى د هغې كيس چشم ديد ګواه دى.
_ هغه خو چشم ديد ګواه نه دى، خو يو تاڼيدار راغلى و او په زوره يې د هغه نامه او پته ليكلې ده.
_ هر څه چې شوي دي ورور ته دې ووايه چې د دې كيس نه ځان ليرې وساتي. كه نه زموږ مزدا د ورځې دوه زره روپۍ ګټي. او دا هم واوره چې كه ستا ورور د دې كيس ګواه شو، نو قسم مې دې په خداى وي چې د ټول كيس تاوان ترينه واخلم او هم چې تر هغې زموږ لارۍ نه وي راخلاصه شوي، نو د ورځې ورپسې دوه زره كالدارې چارج كوم. موږ ځو خو ورور دي وپوهوه چې په موږ ګواهي و نه وايي.
د تاڼيدار ويره مې لا له زړه نه نه وه وتلې چې دا لانجه هم راته مخې ته ودرېده. پريشاني مې زياته شوه. هيڅ نه پوهيدم چې څه وكړم. په چرتونو كې تللى اوم چې يو دوست مې چې بركت خان نوميدو او د پيښور پوليسو سره يې راشه درشه ډېره وه، راغلو . هغه ته مې ټوله كيسه وكړه. هغه راته ډاډ راكړ، له لاسه يې ونيولم او نيغ يې تاڼې ته بوتلم او څنګه چې ماهاغه تاڼيدار وليده، نو دوست ته مې وويل چې دا يو دى. دوست مې پرې له ورايه غږ وكړ :
_اميررازق خان څينګه چل دى. دا زما يار دې څينګه په چشم ديد ګواه كې له ځان سره نيولى دي؟ دا دې له كتاب نه ايسته كړه. څه له يې د خلكو سره په شر اچوې؟
تاڼيدار مې دوست ته وويل:
_ والله، خان! كيس خودايس پي تر افسه هم رسيدلى دى او څو ځايه كافي شوى هم دى. اوس يې هيڅ چاره نه كيږي.
بس نور نه پوهيږم خو څه چاره يې وكړه.
_ خان! اوس يې زما له لاسه چاره وتې ده.
_ نو تا ته چا ويلې چې دا خواركى چشم ديد ګواه ونيسه؟
_ نو ما ته څه پته وه چې دا ستا دوست دى؟
_ بس چې چاره يې نه شې كولى دا هم ګواهي ته نه شي درتلى. هلته ورته د مزدې والا ګواښونه كوي چې د ټول كيس تاوان در نه اخلم او دلته تا تنګول را اخيستي دي.
_ بس شوى كار دى خان!
_ تا خو خپل كار كړى دى، خو زه هم ستا كار كوم، چې هفته راد بره كيږي، نو په لين ( د ښاري پوليسو مركز)كې دې حاضري لګوه.
_ دا څه وايې بركت خانه! څه له مې د مور په ... منډې!
_ تا چې زما يار د توپې خولې ته جوړ كړى، دا هيڅ هم نه دي؟ تا نه دا ډير مجبوره دى، هفتې كې دننه، دننه چې دې زما د يار نامه د ګواهۍ د ليشت ( لست) نه و نه ايسته، د ده خو به زه چاره وكړمه او ته به دې حاضري په لين كې لګوې. لاړو درنه!!!
_ بركت خان تا ته خو د انګريز قانون مالوم دى چې په كاغذونو كې يو ځل بره لاړ شي، بيا نو كه هر څو دا كيس د هر چا وي له وس نه وتلې خبره ده چې ګوتې په كې ووهل شي. او ما ته څه پته وه چې ديدارخان ستادوست دى.
بس رازقيه په نورو اينټو پينټودې نه پوهيږم، تا ته مالومه ده چې زما يوه خبره وي.
زه او بركت خان له تاڼې نه د راووتو په حال كې وو چې ما شاته وكتل، نو تاڼيدار خپلې سترګې په ځمكه ژورې ګنډلې وې.
كله چې بيرته كار ځاى ته راورسيدو، نو بركت خان ما ته وويل چې د څو ورځو له پاره ځان يوې ډډې ته كړه او ما سره په رابطه كې اوسه.
دا داسې وخت و چې زما د تره زوى د ډيرې ګرمۍ له وجې د سوات بحرين سيمې ته د دوه درې مياشتو له پاره خپله كورنۍ بوتلي وه. پرته له دې نه چې د پيښې په باب كور كې څه ووايم، خپل ماشومان مې له ځان سره كړل او سوات لاړم. تر ما كشر ورور مې په جريان كې شريك كړ او هره ورځ به مې ورسره د تليفون له لارې خبرې كولې. ورور به مې د تاڼې د يوه پوليس نه په دې اړه مالومات اخيستل او ما ته به يې احوال راكاوه. څه كم دوه مياشتې مې په سوات كې اړولي وو،خو د لانجې حل نه راوتو. هره ورځ به مې د ورور له خولې اوريدل چې افريدي خپل جرم نه قبلوي درې څلور ځل خو يې راته دا هم ويلي وو چې دلته يو تاڼيدار راپسې هر وخت راروان وي او راته وايي چې ورور دې چې له هره ځايه وي راپيدا كړه چې ټول كيس ورته معطل دى، كه نه دا كار به رانه نور و نه لګوې.
ما به چې دا خبره په تليفون كې د ورور له خولې واوريده، نو د سوات په هوا كې به په ما خوله راماته شوه، غړي به مې سست شول او د نورو خبرو د اوريدو تاب به مې له لاسه وركړ.
په كور كې به هم تل پريشانه وم. هر وخت به مې ميرمنې راڅخه پوښتل چې په ما څه شوي دي، ولې د پخوا په څير ډوډۍ نه شم خوړلې، ولې د ماشومانو سره د پخوا په څير مينه نه كوم او ....
خو ما سره پرته له دې نه چې په ستغه ژبه ورته بد رد ووايم، بل هيڅ نه د ويلو نه وو.
دوه درې ځلې مې د بركت خان سره مې هم په تليفون رابطه شوې وه. هغه راته ويلي وو چې ته بې غمه اوسه تاڼيدار خو مې درته لين ته رسولى دى او د لانجې د حل په جرګه مارو كې هم يم.
يوه ورځ چې مې ورور ته تليفون وكړ، نو راته ويې ويل چې زما ملګرى پوليس وايي چې زه خپله له ديدار سره خبرې كوم، زه هغه پسې ځم، ته لس مينټه وروسته فون وكړه.
پوره لس دقيقې وروسته چې مې تليفون وكړ، نو پوليس غوږى واخيست، له سلامه وروسته يې راته وويل:
_ ديداره! د هغوى جرګه نامامه شوه، سبا نه او بل سبا كيس بيا عدالت ته روان دى، د كيس د ختمولو له پاره ستا موجوديت ډير ضروري دى، كه چيرې ته حاضر نه شوې، نو ستا د ګرفتارۍ وارنټ به جاري كيږي، نوره دې خوښه خپله ده.
ما چې د پوليس خبرې واوريدې، په ژبه كې مې لاړې وچې شوې، په بدن مې خوله راماته شوه، ويښتان مې شخ شخ ودرېدل چې پوليس راباندې غږ وكړ:
_ څنګه غلى شوې، لكه چې وويرېدې؟
_ زما پلار به هم ويريږي.
_ مړه! ځوان ځلمى يې، حوصله پيدا كړه، دا خو يوه مامولي كيس دى.
_ څنګه مامولي دى، د مړي ګواهي راباندې وايي.
_ يار دا خو تشه ګواهي ده، خلك مړي كوي.
_ بس هر څه چې كيږي، زه نه حاضريږم چې شاهدي ووايم.
_ والله ته خو په رښتيا وويريدې، هسې ټوكې كوم. نن د هغه خلكو فيصله كن جرګه وه، مسله يې حل شوه، سبا ته يې د تاڼې نه هم كار خلاصيږي.
_ په ايمان يې وايې؟
_ هو.
_ ته زما ورور ته تليفون وكړه.
_ سمه ده.
_ هيلو.
_ څه حساب دى روكى جانه، دا خبره سمه ده چې د هغه خلكو روغه وشوه.
_ هو، روغه يې شوې ده.
دا خبره څه وه چې د خوشحالۍ نه مې په تير ماسپښين له سواته كډه رابار كړه او كورنۍ ته مې ځان راورسوو.
د دې خبرې نه ډير كلونه تير شوي دي، خو اوس هم چې كله زه د موټر د بريكونو ناتاره اواز واورم، ويښته مې زيږه شي، هغه ماشوم مې نيغ سترګو ته ودريږي او په ټول بدن مې ويره خوره شي.
2004 د سپتمبر14 خيرخانه، كابل
د ښاپېرۍ او دیو
شاعر په گڼ بازار كې د روزگار چرتونو په مخه كړى و، چې نا څاپه يې تخيل غزونې وكړې، له زړه نه يې نرۍ څړيكه پورته شوه او څنگه چې يې په شونډو زمزمه شوه، نو د سرك په غاړه له ولاړو پوليسو نه پرې يوه غږ وكړ:
_ دې خوا راشه! دا كنځلې دې څنگه وكړې؟
_ كنځلې خو مې نه دي كړي تاڼيدار صاحب.
_ چې كنځلې دې نه كولې، نو بيا دې د سودايانو په څير له ځانه سره څه اوتې بوتې ويلې؟
_ اوتې بوتې خو مې نه دي ويلي تاڼيدار صاحب.
_ اخر څه بكواس دې كولو، شابه ووايه كه نه چمړه درنه وباسم.
_ هسې ما ويل ښاپيرۍ يو څه راوړي وو، خو د ديو بوږنوونكى غږ يې چې واوريده، نو په يوه ترپ كې يې پښې وايستي.
_ غلى شه، د خان بچيه. په ويښه خوبونه گورې او هغه هم د ديوانو او ښاپيرو، چرسي خو به نه يې؟
_ نه قربان.
_ دا قربان دې د چرسيانو دى، هلكو! دى بوځئ او په حوالات كې يې بند كړئ.
2001/ 04/ 12 پيښور
خصوصي ميلمه
تيره ورځ چې كمال صاحب له وخت نه مخکې دمجلې ايډيټ شوې پاڼې د ميز له سر نه ټولولې، نو داسې معلوميده چې كوم ضروري كار پسې به ځي. د مجلې د مديرپه ميز يې سترګې ونښتې، د يوې خپرونې تازه ګڼې يې پام ور واړوه. مجله يې راواخيسته او له عادت سره سم يې د سرمقالې په لوستلو پيل وكړ. دوه درې جملې به يې لا نه وې لوستې، چې په تندي كې يې گونځې وغځيدې. د مجلې مدير ته يې وكتل، خوله يې څه ويلو ته جوړه كړه، خو مدير صاحب په خپلو كاغذونو كې ډوب و.
په سرمقالې يې بيا سترګې ښخې كړې، يو پيرگراف به يې لا نه و لوستى، چې نيغ له چوكۍ نه پورته شو او مجله يې د ميز په سر داسې په شړق وغورځوله، چې د مدير صاحب پام يې بدل كړ او زياته يې كړه:
" وگوره كنه مدير صاحب، هماغه موضوع يې څيړلې ده چې تيره ورځ مو پرې بحث كاوه. ما درته نه ويلې چې زموږ هيوادوالو ته لومې غوړيدلي دي او د زركو په څير خرامانه، خرامانه د دام خولې ته ورځي، ځانونه پردي كوي او بيا په دې پرديتوب فخر هم كوي."
مدير صاحب ترې پوښـتنه وكړه چې په سرمقاله كې دې څه وليدل چې دومره بې حوصلې شوې؟
كمال صاحب ځواب وركړ :
هماغه څه چې انديښنه مو ترې لرله. ليكلي يې دي چې د لوړو زده كړو خاوندان او مسلكي كدرونه په ډېرې توندۍ له هيواد او سيمې نه ووځي، په غربي ټولنو كې حل كيږي او خپل هويت له لاسه وركوي. دا يې لا څه كوې چې د هيواد دښمنانو هم ورته زمينه برابره كړې ده او په ډيره اسانۍ سره مسلكي كدرونه له كورنيو سره قبلوي. عجيبه يې لا دا چې هلته يې د كار د قوې په توگه استعمالوي او لارې كوڅې پرې جارو كوي."
كمال صاحب يو اوږد اسويلى وايست او زياته يې كړه:
مدير صاحب، ته ووايه دا مسلكي كدرونه ( چې زموږ د هيواد سرمايه ده) چې دومره په اسانه د پرديو لاسونو ته ځانونه اچوي، په دوى څوك ملامت دي؟ آيا دوى سره دا فكر نه شته چې زموږ جنگ ځپلى هيواد به په دې وتوانيږي چې په راتلونكو ديرشو كلونوكې دې يو مسلكي كدرهم پيدا كړي؟ په داسې حال كې چې په هيواد كې ښوونه او روزنه په ټپه ولاړه ده.
كمال صاحب به لا نور هم څه ويل خو د مدير صاحب نظر په ديوالي ساعت ولگيده، وخت پوره و، كمال صاحب ته يې وويل:
" خبرې دې په زړه پورې دي، خو وخت په تيريدو دى، درځه چې كورونو ته ځو."
كمال صاحب چې له دفتر نه ووتو، د سرمقالې موضوع يې دومره په ذهن بوج شوې وه چې تر كوره په سپور او پلي مزل له سره پوه شوى نه و. چې په كور ستړى ستومانه ننوت، نو له ورايه يې مشر زوى ورته سلام وكړ او په خوشحالې يې ورته يو سرخلاصى ليك وركړ. ليك په اردو ژبه و. ژباړه
كمال صاحب! سلامونه، څرنگه چې د كلنۍ ازموينې نتيجه اعلان شوې ده، له نيكه مرغه كامران د ټول ښوونځي د شاگردانو په نسبت په ښو نمرو له پنځم ټولگي نه فارغ شوى دى، چې تاسې ته مباركي وايو. تاسې ته به معلومه وي چې زموږ ښوونځى د نرسرۍ نه تر پنځم ټولگي پورې دى او هر كال موږ له پنځم ټولگي څخه د ممتاز شاگرد د برياليتوب په وياړ يو شاندار پروگرام جوړوو، چې دا نيكمرغي ستاسې د زوى (كامران) په برخه شوې ده، تاسې به له موږ سره په دې پروگرام كې د خصوصي ميلمه په توگه سبا سهار انشاالله په اتو بجو گډون كوئ، مننه.
د ليك په لوستلو د كمال صاحب وښكي و غځيدل، زوى يې په غيږ كې ونيوه، په دواړو رخسارونو يې ښكل كړ او د لسو روپو نوټ يې ورته په گوتو كې كيښود.
كمال صاحب چې څو شيبې له مخه تك تور گرځيدلى و، لږ تازه شو. د خپلو وړو بچو سره يې ټوكې ټكالې پيل كړې او د ماښام ډوډۍ يې لږ په آرام وخوړه. خو د ماخوستن له لمانځه وروسته چې د خوب لپاره په كټ كې وغځيده، نو د سرمقالې موضوع يې يو ځل بيا په ذهن سوره شوه. د خپلو هغو هيوادوالو په حال يې افسوس وكړ چې په پرديو ټولنو كې په ډيره خوشحالۍ ځانونه او اولادونه حل كوي. د ذهن په پرده يي د فلم د صحنو په څير ډير ياران يو، يو تر نظره تيريدل چې دى يې له كلونو، كلونو راهيسې د ليدو په طمعه و، هغوى ټول ورته پردي ښكاره شول، په خپل ژوند يې فخر وكړ او له ځانه سره يې وويل:
شكر دى خدايه! كه په خپل هيواد نه يو، نو د هيواد د ځمکې په سر خو آسمان وينو، دا گوره په آسمان كې د ستورو نغرى، دا پريونې او داد ستورو كټ چې زه لا ماشوم وم او د خپل بام له سره به مې ليدل، كټ مټ هماغه شان دلته هم زموږ پر سر ولاړ دي. شكر دى چې كله ناكله راباندې د وطن ليونى او مست باد هم ولگي، په ايمان چې زړه مې پرې ښه شي.
كمال صاحب لا هماغسې په خوږ نظر د آسمان د ستورو ننداره كوله، چې خوب په خپله غيږ كې ونيوه.
سهار چې له خوبه پاڅيده، نو پوره اته بجې وې. د سرمقالې موضوع ترينه هيره شوې وه. د كامران پروگرام ورياد شو. زر زر يې ولمبل، په ولاړه ولاړه يې يوه پياله چاى وڅښلې، د كامران د ښوونځي په لور وخوځيده او چې څنگه د ښوونځي په كوڅه ورسم شو، نو د ښوونځي د لاوډسپيكرنه په اردو ژبه غږ پورته شو:
گلاليو ماشومانو! څرنگه چې د كامران د برياليتوب په وياړ راټول شوي يو، موږ سره په دې پروگرام كې د كامران پلار (كمال صاحب) خصوصي ميلمه دى، خو تر اوسه يې تشريف نه دى راوړى، كله يې چې تشريف راوړ، نو خپله چوكۍ به سمبال كړي. د ښوونځي مدير صاحب ته بلنه وركوم چې ستاسې د لاسونو په پړقا كې ستيج ته تشريف راوړي او د رياست په چوكۍ كيني.
د پروگرام پيل له قومي ترانې نه كوو، هغه چا ته بلنه وركوم چې له اول ټولگي نه تر پنځم ټولگي پورې د قومي ترانې سرټيم پاتې شوى دى او نن يې موږ او تاسې د برياليتوب په وياړ راټول شوي يو. ستاسې د لاسونو په پړقا كې تشريف راوړي كامران خان.
كمال صاحب په دې وخت كې د ښوونځي بندو دروازو ته رسيدلى و، د لاسونوپړقا چې لږه غلې شوه، نو د كامران په خواږه ترنم قومي ترانه پيل شوه چې ويل يې:
پاك سرزمين شاد باد
كشورحسين...
2002/ 02/ 28
پيښور لالي باغ
شیخ صاحب
سره له دې چې ږيره بريت يې پاك خرييل خودمحلې خلكوبه شيخ صاحب باله. ده دشيخ جنرل سټورپه نوم په محله كې ترهرچاغټ دوكان درلوده. ددوكان په سريې ځان ته داوسيدومناسب كورجوړكړى وچې دى اودده ښځه پكې استوگن وو. شيخ د اولاد له نعمته بې برخې و. دوكان ته يې دوه تنه شاگردان نيولي وو. هغه دمحلې له خلكوسره جوړتازه په ورين تندي كوله خودمحلې دخلكوپه دې ښه نه ايسيده چې شوم سړى و. تنخوادارو ته به يې ترتنخواپه پورهم سودا وركوله. كه پوره وړي به په ټاكلي نيټه پورپرې نه كړ، نودشيخ صاحب دپوردوصولولولاره به بدله شوه. داسې هم نه چې دپوره وړي نه دې په بدرنگ پوروغواړي. فقط په پورپسې به يې سودوتاړه. پوره وړى به مجبورو،كه په دې تنخواكې نه و، نوبلې ته خوبه يې خامخا پورورپرې كړى و.
شيخ صاحب د پريم چند هندو زوى و. پلاربه يې په همدې دوكان كې تيل مالگه خرڅوله. په دوكان كې څوزاړه ټيمان او شكورونه اوس هم له هماغه وخته پراته وو. مسين لوښـي به يې اخيستل او خرڅول. په پورتنۍ المارۍ كې يومنگى، يوه كوزه او يو چيلمچي د هغه د وخت يادگار وو. شيخ صاحب به دپنځه شپږ كلونوو، چې مور يې مړه شوه اودااوس چې د پيرصاحب د كور تر شا د شيخ صاحب كوارټرې دي، دا پخوا لوى ميدانى و، چې په همدې ميداني كې يې وسوځوله.
شيخ صاحب به لا ماشوم وچې دپلارسره به يې په دوكان كې پوره لاس كوو. د ماشومتوبه يې ځيرك اموخته كړى و. دهندوستان دتقسيم په وخت شيخ صاحب پوره زلمى شوى و. خط اوبريت يې راغلي وو. دملا نه به يې يوه چاړه تړله اولاس كې به يې كړۍ اچولې وه. دپاكستان دجوړيدو نه لږه موده وروسته يې پلارمړ شو او شيخ صاحب يوازې شو. دا داسې وخت وچې دهندوانو اومسلمانانو ترمنځ كركه سيواشوې وه. څوك هندوستان ته لاړل او څوك پاكستاني شول. شيخ صاحب هم ايمان راوړ. نوريې نوسيالۍ او دوستۍ هم له مسلمانانو سره شوې. په هغوكسانو كې چې دشيخ ورسره رقابت و يوهم پيرصاحب و. پيرصاحب هم په ټوله محله كې پيژندلى شوى سړى و. دلرې لرې نه به خلك ورته راتلل ښې پيسې يې راټولې كړې وې دپراخه انگړخام كوريې درلود. په يوه كونج كې يې دوه كوټې وې چې په يوه كوټه كې به پيرصاحب استراحت كاوه او په بله كې به يې عقيدتمندو ته تاويزونه وركول. دانگړ په منځ كې يې دتوت يوه ونه ولاړه وه چې سيوري ته به يې پنځه شپږ تنه خاص خاص مريدان هروخت ناست وو. دشيخ صاحب سره يې په دې نه لگيده چې دده په باب به يې زهرجنې خبرې كولې. كه څوك به دلرې ځايه دپيرصاحب په پته راغلل اوتصادفاً به يې دشيخ صاحب نه پوښتنه وكړه شيخ صاحب به ورته وويل:
هغه جعلي پير! هغه فراډي! وروره كه پيسې درباندې زياتې شوي وي، چيرته خوار غريب سره مرسته وكړه، خو د دې فراډي پير په دام كې ځان مه گيروه.
پير صاحب به هميشه د محلې سپين ږيرو ته د شيخ صاحب نه دا گيله كوله چې عقيدتمندان يې له لارې ستنوي. او دا به يې هم ويلې چې څو، څو وارې مې ورته د مهربانۍ تاويزونه هم كړي دي او دا هر څه يې د ده د تاويزونو له بركته پيدا كړي دي.
په پيل كې د پير صاحب او د شيخ صاحب په اختلاف څوك نه رسيدل، خو يوه ورځ چې شيخ صاحب د نورو مخ ته په ارمانجنه لهجه وويل:
" ډير ښه ماركيټ په كې جوړيدى شي، خو دا پيرگوټى يې په هيڅ شان نه خرڅوي. څو، څو وارې مې ورپسې اجنټان ليږلي دي، خو دا پيرگوټى ورته غا ړه نه ږدي.
پير صاحب چې په دې پوه شو، چې شيخ صاحب ترينه نه اوړي، نو د دوه تنو مريدانو په لاس يې د شيخ صاحب په دوكان كې غټې، غټې مږې خوشې كړې. سهار چې شيخ صاحب دوكان خلاص كړ پوه شوچې مږو يې په دوكان كې ښه خواري كړې ده او ځنې قيمتي څيزونه يې له خرڅلاوه ايستلي دي. په دې ورځ شيخ صاحب چاته څه ونه ويل. بله ورځ چې مږو خپل فعاليت لا تند كړى و، نو د شيخ صاحب فرياد ټولې محلې ته ورسيده. پير صاحب راغى او شيخ صاحب ته يې وويل:
" شيخ صاحب، په دوكان كې دې يوه توره پيشو وساته، د مږو به بيا مخ هم و نه وينې. خو دا يوه خبره ښه په غور واوره چې په خيټه به يې مړه ساتې. پيشو چې په خيټه مړه وي، د خاوند د مال ښه ساتنه كوي.
شيخ صاحب د پير صاحب مشوره خوښه كړه. يوه توره پيشو يې راوړه او په دوكان كې يې خوشې كړه. تير ماخوستن يې په يوه كاسه كې نيم غوښن هډوكي راوړه او پيشو ته يې مخې ته كيښودل. دوكان يې وتاړه او نيغ كور ته وخوت.
شيخ صاحب ډوډۍ خوړلې وه او د چايو له پيالې نه يې په مزه مزه يو يو غړپ كاوه چې ناڅاپه يې د دوكان له لوري د كړنگ كړونگ آوازونه تر غوږو شول. نيغ پورته شو، د كوټې كړكۍ يې خلاصه كړه، سر يې ور وايست او د دوكان پورو دروازو ته يې وكتل. قلفونه يې له نظره تير كړل، چې په دې كې بيا د د لوښو د جنگيدا غږونه پورته شول. شيخ صاحب په يوه منډه له كوره ووت او چيغې يې جوړې کړې:
"غل دى! غل دى. يه خلكه! په دوكان كې مې غل غلى شوى دى.“ په لږه شيبه كې د محلې ټول خلك د شيخ صاحب د دوكان مخې ته راټول شول. د شيخ صاحب فرياد لا نه و غلى شوى چې د محلې خلكو هم د بندو دروازو تر شا د لوښو د جنگيدا آوازونه واوريدل. دوه تنه د خلكو له منځ نه د شيخ صاحب سره د دوكان دروازو ته ورنږدې شول او وار په وار يې د وره په چول كې وليدل. په دوكان كې يو مسين منگى د دوكان په څلورو كونجونو كې د فوټبال په څير له الماريو سره لگيږي او د دوكان سامان سره ګډوډوي. شيخ صاحب چې دا حال وليد، سړه لرې پرې راغله، ټول وجود يې لكه د پاڼې رپيده، هغو دوو تنو په تعجب سره يو بل ته وكتل، د خلكو په منځ كې هم زوږ پيدا شو ډير په دې عقيده وو چې سړى سود خور دى، نه به يې دا دنيا خداى روزي كوي او نه هغه.
د خلكو تر منځ لا گونگوسي روانې وې، چې پير صاحب په داسې جلالي انداز كې راښكاره شو، لكه كوم چرسي چې تازه تازه د چيلم له سرۍ نه پوره نيم گز لمبه ايستلي وي او له سترگو نه يې د اور سيندونه لارې كوي، ويې ويل:
" شيخ صاحب ! بيا څه پيښه شوې ده چې دا خلك راټول دي؟ "
شيخ صاحب به لا ځواب ته خوله جوړوله، چې له دوكان نه د لوښو د جنگيدا غږونه راغلل. شيخ صاحب وويل:
پير صاحب! خداى پوهيږي، دغه حال دى. فكر كوم چې د دوكان ټول سامان مې له كاره ووت.
پير صاحب وويل: اخر څه خبره ده؟
شيخ صاحب وويل: نه پوهيږم، خو هغه مسين منگى په دوكان كې كونج په كونج لگيږي او له الماريو نه سامان غورځوي.
_ د خداى بنده، وخت ناوخت څه خير خيرات وباسه، ټول عمر دې په شومتيا كې تير كړو. څه خو د الله باچا د درويشانو خيال ساته. دا ټوله ستا د گناهونو نتيجه ده، په دوكان دې د تورې بلا سيورى شوى دی.
_ پير صاحب هر څه چې كيږي ، په خداى به شي او په تا به شي، خو څومره ژر چې كيږي له دې بلا نه مې خلاص كړه.
_ خلاص به شې، خلاص به شې، خو،
_ د (خو) ځاى دې په كې نه پريږدم. پير صاحب! انشا الله خوشحاله به دې كړم.
پير صاحب په داسې حال كې چې وريځي يې نيمايي تندي ته رسولې وې، په برندو سترگو يې شيخ صاحب ته وكتل او د دوكان په لور يې درانه درانه قدمونه واخيستل. څنگه يې چې د دوكان ور نيم كښوكړ، منگى راغى او د پيرصاحب په سينه مزبوت ولگيده. پيرصاحب ستوني ستاغ پرځمكه پريوت او د منگي له خولې نه يوه توره پيشو په كراره راووته او په يوه منډه د خلكو له نظره پنا شوه. په دې وخت كې شيخ صاحب وويل:
" ما به تاسې ته نه ويل چې دا جعلي پير دى، فراډ كوي، د ساده باده خلكو جيبونه په چل ول تشوي، دا پير نه دى، د فساد جړ دى. راځئ چې ټوله محله ورته يوه خوله شو او له دې محلې نه يې وباسو. كه كور بهانه كوي، نو زه حاظر يم چې په دوه چنده قيمت يې ترې واخلم. خو چې دا له دې محلې نه ورك شي. ومو ليدل چې په منگي كې پيشو ننوتې وه او ده لا څه څه ويل.“
پير صاحب چې د شيخ صاحب خبرې په سړه سينه واوريدې، نو د حق ياهو نارې يې له خولې وايستلې او ويې ويل:
" شيخ صاحب! زه خو دا منم چې په منگي كې پيشو ننوتې وه خو ته دا ومنه چې په پيشو كې هم څه ننوتي وو.
د شيخ صاحب سر چې د پير صاحب په خبره پوره خلاص شوى و، سترگې يې پر ځمكه وگنډلې او غوږونه يې بوڅ ونيول چې په دې كې پرې پير صاحب ورغږ كړ:
_ شيخ صاحب! گوره چې زما شيريني دې له ياده ونه باسې.
1998/ 11/ 07
پيښور لالي باغ
ګټه
په كار خو دا وو چې له څو شب جمعو نه پس مې سه روزه لگولې وه، خو داسې و نه شول. په اول ځل چې شب جمعې له تلم، نو د سه روزې اراده مې كړې وه. په اوله سه روزه كې راته پته ولگيده چې تر اوسه مې د دين له حكمونو څخه يو هم په سمه توگه نه دي تر سره كړي. تر دې چې لمونځ به مې هم له يوې مخې غلط ويلو. له سه روزې نه پس مې د تبليغ سره مينه پيدا شوه. له تبليغي گروپ سره به په گشت وتلم. خلكو ته به مو دعوت وركولو.
يوه ورځ چې د مخه را ته د مازيگر له لمانځه نه پس د اعلان ويل شوي وو، په ډير جرئت مې وويل:
- دوستانو او مشرانو، يو ضروري اعلان واورئ. زموږاو ستاسې کاميابي په دين کې ده. دين به په موږ او تاسې کې څنګه راځي او په ټول عالم کې به څنګه راځي؟ ددې لپاره محنت په کار دى. له دعا نه پس به يو ورور د ايمان او يقين خبرې كوي، تاسې ټول دوستان كينئ ، الله تعالى به ډير اجرونه دركړي.
د دې اعلان نه پس مې له ځانه ډيره طمعه پيدا شوه. د دعا نه پس د خداى وليان راټول شول او يو ورور پورته شو او په ايمان او يقين يې اوږدې خبرې وكړې. د خبرو وروسته ناستو كسانو د وخت لگولو ارادې څرگندولې او يو كس به ليكلې. يو كس پورته شو، خپل نوم يې واخيسته او په روانه هفته كې يې د سه روزې اراده وښوده. بل پورته شو او د يوې مياشتې اراده يې وښوده، زه هم په جذباتو كې راغلم پورته شوم او ناڅاپه مې له خولې ووتل: وليكه، كرامت څلور مياشتې نغدې. له دې خبرې سره ناستو كسانو د "جزاك الله " آوازونه پورته كړل.
له جومات نه لا نه وم وتلى چې تبليغي يارانو راته له نيك عمل سره د توفيق دعا د الله تعالى په دربار كې وغوښته او ځينو خو راته په ملا د شاباسي ټپونه هم راكړل. كورنۍ مې هم زما په اراده خبره شوه. مور، پلار، ورونه او خويندې يو هم زما په اراده خوښ نه وو. مور به مې راته زما په غياب كې د بچو خواريدل مخې ته كول، ورونو به مې كورني مسووليتونو ته متوجه كولم او پلار خو مې راڅخه بيخي مخ اړولى و.
هغه ورځ هم راورسيده چې له كوره په جنگ او شور د څلورو مياشتو په اراده ووتم. تشكيل مو پنجاب ته وشو او د پنجاب ليرې پرتې سيمې او لويو او وړو ښارونو كې مو دعوت وچلوه. كله نا كله به مې د كور احوال په تليفون اخيسته چې بلا پيسې رانه پرې خرچ شوې وې. ماشوم زوى او ماشومه لور به مې هر وخت سترگو ته نيغ نيغ كيدل.
هغه وخت هم راورسيده چې څلور مياشتې مې پوره شوې وې او كورته راغلم. كورنۍ مې راته ډيره خوشحاله وه. څو ورځې خو يې د يوه ميلمه په څير نازولم. د كور نه په سارا به هم دوستانو راسره مينه ښودله، هر چا به په امير صاحب بللم او كه رښتيا درته ووايم په ما به د امير صاحب غږ ډير ښه لگيده. يوه شي ته چې ځوريدم، دا و چې زما په غياب كې مې زوى ډير بېسره شوى و او وړې لور خو مې له سره نه پيژندم. نو څنگه به يې پيژندلى وم، ښويه مخ له كوره وتى وم او له ببرې ږيرې سره په كور راننوتم.
اف خدايه! چې دا د كركټ لوبه خو دې له سره په دې دنيا كې نه وه پيدا كړې. زما به لا يوه هفته له دورې نه د واپسۍ نه وه شوې چې د ورلډكپ 99 ميچونه پيل شول. بس ټينگ ورته نه شوم، په ډيره سپين سترگۍ مې كور په سارا د كركټ ميچونه په تلويزون كتل. او همدا سپيره ميچونه وو چې زه يې د خلكو پر وړاندې سپك كړم. هر چا به راته ويل: د خداى بنده، تا خو ډير محنت كړى دى، د دين په لار كې دې پوره څلور مياشتې لگولي دي، ولې دې خپله خواري په سين لاهو كوې، تبليغيان خو چې څلويښت ورځې ولگوي، اول په مصلحت له كوره تلويزون وركوي او كه بيا و نه شي، نو د كوټې له سره ايسته كوڅې ته ارتوي. ته لا څنگه تبليغي يې چې له سهاره تر مازيگره تلويزون ته ناست يې او ويل كيږي چې تر نيمو شپو په وي، سي، ار فلمونه هم گورې.
تر هغې چې د كركټ ميچونه روان وو، نو كور په سارا به مې روزانه ستغې سپورې اوريدې. او روزانه به مې له خلكو سره جنگونه كول.
يره زه خو وايم چې تبليغ كې به هم بنده په قسمت قبليږي. هغه تورى وگوره كنه د دنيا بد عمله ، چرسي او جوارگر سړى و، فقط درې سه روزې او يوه چهله يې لگولې ده، الله تعالى پرې رحم كړى دى، په دعوت كې يې اثر دى، داسې شب جمعه نه وي چې ده په كې پنځه شپږ كسه ځوانان شب جمعې ته نه وي تيار كړي.
اف خدايه! دا په ما څه چل شوى دى، څوك مې په خوله پياز هم نه خوري. هغه تيره ورځ خو مې د تره زوى راته بدې خبرې نه وې كړې او زما پرې لاس اوچت شو. هغه خو ټولې خبرې زما په گټه كړې وې او رښتيا يې ويل چې زه لا د خداى په لاره كې نه يم قبول شوى او ما د تبليغ تسلسل سم نه دى تعقيب كړى. دا يې هم سمه خبره كوله، چې زما څه كار و چې د يوه دهري نه مې په غسل كې د فرضو پوښتنه كوله. زه څومره بې حوصلې شوم چې خبره تر لاس اچولو ورسيده. خو ځه څه چې وشول هغه وشول، يوه گټه خو مې وكړه، اوس راته د كرامتي پر ځاى خلك امير صاحب وايي.
/ 199912/03
پيښورر لالي باغ
نامریي ځواک
خدايزده چې زرك له كومه ځايه زموږ كلي ته كډه راوړې وه، خو زموږ كلى يې د پلار نيكه وطن باله. په مړي ژوندي كې به تر هر چا د مخه نيغ نيغ كيده. د نورو ملگرو په پرتله يې له ماسره ډيره جوړه وه. شايد علت يې داو چې له ماسره يې كله هم جنگ نه و راغلى. كه نه داسې ورځ به نه وه چې په ده به چا سر نه و مات كړى. او له همدې امله يې په سر كې خنډونه جوړ شوي وو. په سر يې ويښته كم او د پرهرونوخاپونه زيات معلوميدل. او له دې وجې به يې تل يوه خيرنه خولۍ په سروله
د بيسوادۍ پرې ختمه وه. خو زه په دې راز تر اوسه هم پوه نه شوم ، چې تر اتم ټولگي څنگه رارسيدلى و. له هغې ورځې راهيسې چې زموږ په ښوونځي كې پتلون اغوستل جبري شوي وو، نو له څو ورځو وهلو ټكولو وروسته چې ښوونځي ته په لومړۍ ورځ په پتلون كې راغى، همغه خيرنه خولۍ يې په سر او چپلكې يې په پښو كړې وې، چې د ښوونځي د هلكانو د ريشخند له وجې له ښوونځي نه په تيښته مجبور شوى و. كله چې د خلقيانو حكومت په درز خرپ كې راغى، نو د " هورا " په نارو به يې خپله مرۍ وچوله. او د همدې هورا له بركته يې د ښوونځي د مدير صاحب پام ځانته را اړولى و.
داسې وخت هم راغى چې څو كاله مې د زرك سره هيڅ ونه ليدى شول . زه هم د منځني ښوونځي نه ليسې ته تللى وم. يوه ورځ چې د ليسې په وره ننوتم، په سرو سرو جنډو مې سترګې ولگيدې. پوه شوم چې هرو مرو به څه خبره وي. د لوبو د ميدان په يوه څنډه کې څو تنه په ستيج جوړلو بوخت وو، د رسميت زنگ وهل شوى و، ټولگي ته ننوتم، د تدريس لپاره معلم نه و راغلى او هلكانو يو شور جوړ كړى و. اخر د تفريح زنگ ووهل شو. څلورم ساعت و چې د سازمان منشي ټولگي ته را ننوت او داسې يې وويل:
- نن د ښاري كميټې د لومړۍ ناحيې منشي صاحب ليسې ته تشريف راوړى، له هغو شاگردانو څخه چې تر اوسه يې د گوند د غړيتوب افتخار نه دى تر لاسه كړى، جداً خواهش كيږي چې د منشي د راتگ په وياړ دگوند غړيتوب تر لاسه كړي او هم په منظم ډول د ستيج مخې ته راشي چې منشي صاحب خبرې كوي.
دټولې ليسې شاګردان په منظم ډول د ستيج مخې ته راغلل او د منشي صاحب د راتلو انتظار يې كاوه، چې په دې كې يو ځوان چې لوكس پتلون يې اغوستى و، نيك ټايي يې تړلې وه ، د لاسونو په پړقا كې ستيج ته راغى او دا رنگې خبرې يې پيل كړې:
- انقلابي ځوانانو! د شكر ځاى دى چې د ټولنې عام قوانين عيني دي. نن ډير خوشحاله يم چې ستاسې په منځ كې ځان وينم، د وياړ ځاى دى چې د زخمتكشانو انقلاب د پرمختگ په لورې روان دى، دا انقلاب دى او انقلاب ځوان تعليم يافته پوړ ته اړتيا لري. تاسې ځوانان ياست چې انقلاب د برياليتوب تر وروستي بريده پورې رسولى شئ، د دشمن په دې خرافاتو ونه غوليږئ چې وايي ” له موږ سره يو نا مريي ځواك مرسته كوي.“
دمنشي صاحب خبرو لا دوام لاره چې څيرې يې زما توجه جلب كړه، يو تت شان تصوير مې په ذهن كې وده كوله، په چورت كې لاړم ، په حافظه مې زور راوړ، يو دم مې هغه تت تصوير په ذهن كې روښانه شو او ناڅاپه مې له خولې ووتل چې دا خو زرك دى. زرك لا هم هغسې د انقلاب په افاديت خبرې كولې او له ماسره يې د نږدې ليدو تلوسه ورو په ورو ډيريده.
غونډه پاى ته ورسيده، هر څوك په خپله مخه روان شو، په څه شواخون مې ځان د زرك خواته ورساوه. زرك چې زه وليدم، را تر غاړې ووت، تر روغبړ د مخه يې راڅخه وپوښتل چې د گوند د غړيتوب افتخار مې تر لاسه کړی او كه نه؟ ما ورته د نفي سروښوراوه.
ده وويل: دا خو ډيره د خواشينۍ خبره ده، چې تر اوسه لا په تيارو كې اوسې. ځان ويښ كړه او له تيارو راووځه. كه په كلي كې دې له اشرارو سره گذاره نه كيږي، نو د ښار په لومړۍ ناحيه كې به درته دولتي ودانۍ دروسپارم. زرك به لا نور هم څه ويل خو يو ساتونكى په منډه منډه راغى او ويې ويل:
” منشي صاحب! د امر صاحب مخابره راغلې ده ، له تاسې سره څه ضروري كار لري، مهرباني وكړئ جيپ ته تشريف راوړئ.“
زرك په تلو تلو كې د خپلې شعبې ادرس راكړ او په كلكه يې را څخه وغوښتل چې يو ځل به خا مخا ورځم. بيا مې له زرك سره ليده كاته ونه شول. سره له دې چې څو وارې يې پيغامونه هم راواستول، خو د قسمت خبره وه، زه هم پيښور ته په كډه لاړم.
پوره دولس كاله وروسته چې نظام بدل شوى و، هر چا كولاى شول چې په اّزادانه ډول خپل هيواد ته لاړشي. زه هم په ډير شوق خپل هيواد ته روان شوم. څو ورځې په كليو، بانډو او ښارونو وگرځيدم. يوه ورځ د ښار په يوه برخه كې ولاړ وم چې د شا له خوا مې په اوږه لاس كيښودل شو. مخ مې وروگرځاوه، گورم چې زرك دى، خو په پخوانۍ دبدبه كې نه. رنگ يې الوتى و، په شونډو يې پتري ولاړ وو. په بدو ورځو ښكاريدو، تر روغبړ وروسته يې د خپلې شعبې ادرس راكړ. ما ترې وپوښتل: چې اوس هم په شعبه كې كار كوې؟
زرك راته وويل: هو، زه د شعبې د امر سكرتر يم او په عين حال كې د پخلنځي د چارو مسوول.
بله ورځ له وعدې سره سم د زرك شعبې ته ورغلم. شعبې له سيمټي فرش پرته دوه چوكۍ او يو ميز درلودل. د ميز له پاسه تلفون ايښى و، تر روغبړ وروسته زرك پر چوكۍ د ناستې راته وويل. كيناستم، پر خبرو مو پيل وكړ، ما به ورته د ماشومتوب شوخه دوره يادوله او هغه به د مسكو د عيش او عشرت كيسې كولې. په خبرو خبروكې مې په زړه كې راوگرځيدل چې راځه مفت تليفون دى، له ترور كره دې يو زنگ ووهه. زه لا د تليفون د نمرې په يادلو كې وم چې ناڅاپه تليفون د ميز له پاسه روان شو. موږ دواړه ورته يو ځاى متوجه شوو، تليفون د ميز كوز سر ته ورسيده، اخر له ميز نه په هوا شو او په هوا كې يې هم حركت دوام درلود، چې زرك وويل:
وگوره كنه، پخوا به خلكو ويل چې له مجاهدينو سره يو نامريي ځواك مرسته كوي، خو ما به نه منله. گوره كنه، دا لوبه هم راته له كرامت نه خالي نه ښكاري. د تليفون حركت لا هم هغسې په هوا كې دوام لاره، نږدې و چې پر كړكۍ واوړي، د زرك د صبرپيمانه لبريزه شوه، غږ يې پرې وكړ:
”هلكه څوك ياست چې د تليفون مزى کش كاږئ. “
د چت له خوا يو دروند غږ راغى چې ويل يې " يه خلقي! مه ګړبيږه، زه يم، كباړ مې ټول كړى، مزى مې په كار دى چې د بوجۍ خوله پرې وتړم.
1999/03/25
پيښور لالي باغ
ضرورت
شپه په پخيدو وه، تازه،تازه مې سترگې سره ورغلې ولې، خو د دروازې د بې دريغه ټكاري سره بيدار شوم. سودا مې شوه، دروازې ته ورغلم او د وره تر شا مې وپوښته:
- څوك يې؟
- يار، زه يم سرمست؛ ته لږ بهر راووځه! څه ضروري كار درسره لرم.
دروازه مې خلاصه كړه، ستړي مشي مې ورسره وكړه او په داسې حال كې چې په سترگو مې گوتې موښلې او اوږده اوږده اسويلي مې ايستل؛ ورته ومې ويل:
سرمست خان، خداى دې خير كړي، څنگه دې په دې ناوخته پيښه راوكړه؟
- يار، حال د ويلو نه دى، خو څه مې كړي وى، ضرورت راپه مخه كړى يم، كه نه په دې نيمه شپه مې له خوبه نه راپاڅولې.
- بيا هم خبره څه ده؟
- خبره خودا ده، چې كور ودانه مې د اولاد بيماره ده، دومره پيسې راسره وې چې هسپتال ته مې پرې ورسوله، ډاكتر وايي چي كيس سنگين دى او اپريشن ته ضرورت دى، كه ته يو دوه زره روپۍ راكړې، نو وبه مې گټې.
- دا څه وايې؟ خداى دې خير پيښ كړي.
- خير به شي، خو ته دومره مهرباني وكړه، ما ته پيسې راكړه، چې ځان هسپتال ته ورسوم.
- بخښنه غواړم سرمست خان، ما سره خو دومره پيسې نه شته، دا سل يو نيم سل روپۍ راسره دي كه په دې ستا چاره كيږي، نو واخله له تا قربان دي.
- يار په سل يو نيم سل مې كار نه شي، څه چاره وكړه، په ډيره مينه مې ځان ته واده كړى، خداى مه كړه كه خبره هاخوا دې خوا شي، نو تباه او برباد به شم.
- سرمست خان، زه به څه چاره وكړم، په دې توره شپه تا ته له كوم ځايه پيسې راوړم.
- يار، كورودانې نه دې راواخله.
- زما له كورودانې سره دومره پيسې نه شته.
- كشر ورور نه دې وغواړه.
- سرمست خان، ته يقين وكړه چې ما كله د خپل ضرورت په خاطر هم د ورور نه پيسې نه دي غوښتي.
سرمست خان لاندينۍ شونډه په غاښونو كې ونيوله، سر يې وڅنډه، د لاسونو حلقه يې تر سټ تيره كړه او څو شيبې يې د اسمان په لور سترگې پاتې شوې. سټ يې وگراوه او ناڅاپه يې زما د بغل جيب ته لاس تير كړ. خداى كول چې زما په بغل جيب كې څه نه وو. خداى به مې پرده كوله چې واسكټ مې په تن نه و، كه نه په تالا شۍ به يې رانه پيسې ايستلې وې، ورته مې وويل:
- سرمست خان، ستا يقين نه راځي، ولټوه، دا ته او دا زما جيبونه.
سرمست چې په دې پوه شو چې له ما څخه يې څه بوده نه كيږي، نو په تلو تلو كې يې وويل:
"يار زه څومره په اميد راغلم، په ټوله محله كې مې په چا زړه ښه نه شو اوتا ته راغلم. ځه، خداى دې خير كړي، غر په غر نه ورځي، خو انسان په انسان ورځي. دا دعا كوه چې كله دې څه ته ضرورت پيدا نه شي او چا ته ونه دريږې.
ما به نور څه ويلي وو، سرمست په خپله مخه لاړ، زه ترې كور ته ننوتم، په كټ كې وغځيدم،يو لړ انديښنو په مخه كړم،ډډه په ډډه اوښتم، خو خداى منې كه مې سترگې سره ورتلې. يو دوست مې سترگو ته نيغ ودريده، چې تير كال يې ميرمن د اولاد د زيږون له وجې خپل ژوند له لاسه وركړى و. په سرمست مې سخته خوا بده شوه، څو ځلې به مې زړه وكړ چې روغتون ته ورپسې پيسې وروړم، خو دې خبرې به پښيمانه كړم، چې د پيښور په دې بې سره بې سامانه روغتون كې به ورپسې چيرته گرځې. خداى مې دې غاړه نه نيسي چې څلورم پار به و، چې سترگې مې سره ورغلې وې. سهار د چاى څښلو وروسته د ږيرې خرييلو لپاره د نايي دوكان ته لاړم، په دوكان كې گڼه گوڼه وه، خپل وار ته كيناستم، ځان مې د ورځپاڼې په لوستلو بوخت كړ، لږه شيبه تيره نه وه چې سرمست خان د نايي په دوكان راننوتو. سترگې يې سرې وې او سترغلي يې پړسيدلي وو. له واره مې پرې غږ وكړ:
سرمست خان! بيمار څنگه دى؟
سرمست په بريتو كې موسكى غوندې شو، خوله يې زما غوږ ته رانږدې كړه او ويې ويل: "يار، تا نه څه پرده،څلور، پنځه زره راسره نغدې وې، هغه خو په ان پن كې لاړې، په لسو زرو كې مې د كورودانې كالي (سره زر) گاڼه كړل، هغه هم لاړې، د حريفانو نه هم قرضدار شوم او دا د لسو نوټ گورې، دا مې هم له يوه نه په دستخوشۍ كې واخيستو. بيمار ميمار نه و، هسې يو گپ و. يار، دا اسره هم ډير بد شى دى، كله ناكله خوجواري هم د بنده ضرورت شي.
2002/ 04/ 11
پيښور لالي باغ
د قربانۍ چمړې
لوى اختر ته به لا څو ورځې پاتې وې چې زموږ محلې ته د كشميري مجاهدينو په نوم څو تنه راغلل او د جامع مسجد مخې ته يې چې د محلې په بازار گوټي كې دى، دفتر پرانيست. په همدغه ورځ د فلاحي مرستندويه ټولنې ځيني غړيو او د جامع مسجد امام صاحب سره په رابطه كې شول. د محلې په بازار ګوټي كې يې له يوه سر نه تر بل سر پورې په ديوالونو اشتهار پاڼې ولگولې. په پاڼو كې د جنگ له ټريننگ نه پرته له ځوانانو څخه غوښتنه شوې وه چې په عملي جهاد كې برخه واخلي او د هندوانو په مقابل كې وجنگيږي او خپله اسلامي فريضه ادا كړي. دغه راز يې په پاڼو كې د مجاهدينو ديوكال د فتوحاتو گزارش هم وړاندې كړى و.
بله ورځ د مسجد د امام صاحب او مرستندويه ټولنې په ملتيا په محله كې كور په كور وگرځيدل او له مجاهدينو سره د مرستې غوښتنې يې وكړې. زموږ په محله كې چې زياتره ځوانان بې روزگاره او د چرسو په نشه روږدي شوي دي، ځينو ځوانانو تړه وكړه چې كه جهاد ته ځي او كه نه، خو ټريننگ ته به ضرورځي، چې د چرسو له نشې نه خو په كې خلاص شي. دفتر ته لاړل او د ټريننگ په لست كې يې نومونه ثبت كړل. او وعده يې وكړه چې د لوى اختر نه پس به خامخا ټريننگ ته ځي. اختر ته به لا څلور ورځې پاتې وې چې د جمعې مباركه ورځ راورسيده. امام صاحب د جهاد په فلسفه او فرضيت خبرې كولې . د خبرو په ترڅ كې يې وويل:
" فرض شي جهاد هغه وخت چې وكړي تجاوز كفار په مسلمان ملت باندې.
دمحلې له ځوانانو نه يې په عملي جهاد كې د برخې اخيستو او د محلې له مالدارو خلكو نه د مجاهدينو لپاره د مالي مرستې غوښتنه وكړه. تر هغې چي اختر رارسيده، په دفتر كې د خلكو گڼه گوڼه ډيره وه. امام صاحب به هم وخت نا وخت په دفتر كې ليدل كيده. هر وخت به په كې د چايو پريماني وه. څوك به په چايو جوړلو بوخت وو او چا به ميلمنو ته د چايو پيالې وړاندې كولې. اختر ته چې دوه ورځې پاتې شوې، مجاهدينو د محلې په ټول بازار كې بينرې وځړولې. په بينرو ليكل شوي وو:
(( قربانى كى كهالين كشميري مجاهدوكو عطافرماين .
اپناعطيات اورقرباني كى كهالين اپنا علا قى مين جامع مسجد كی سامنی دفتر مين جمع كراين . شكريه. ))
منجانب : تنظيم المجاهدين كشميري
كله چې امام صاحب په بازا ر كې بينرې وليدې په تندي كې يې ګونځې وغځيدې په قهراوغضب يې بينروته وكتل او له ځانه سره وگوڼيده دمجاهدينو په دفتر بې له سلامه تيرشواوپه مسجدننوت بلا خره دلوى اختر ورځ راورسيده. امام صاحب دسهار په لمانځه كې داختر دلمانځه وخت اته بجې وټاكه. اوه نيمې بجې به وې چې داختر دلمانځه داداكولو لپاره مسجدته ورسيدم. دخلكو گڼه ګوڼه وه ، هرچاكوښښ كاوه چې دلمانځه لپاره مناسب ځاى ومومي. امام صيب دقربانۍ په فلسفه اومسايلو خبرې كولې. وخت داتوبجو نه په تيريدو و. دزياترو خلكو نظرونه په هغه ديوالي ساعت وو چې دمحراب له پاسه لگيدلی و اوپه سواليه انداز به يې دامام صيب په لوركتل. چې په دې وخت كې دامام صاحب خبرو زما توجه جلب كړه ويې ويل :
په كتاب كې راغلي دي چې وږي وي راشي كيني په بلۍ ستاسې په ورځ دلوی اختر روحونه د موراوپلار ستاسې. نواى مومنانوورونو! وركړئ غوښې دقربانۍ په ارواحو دانبياوو كرامو اوپه ارواحود موراوپلار خپل غربا او مساكينو ته. اووركړئ چمړې دقربانۍ طالبانو ته دمسجد خپل چې واخلي پرې كتابونه دفقې اوعلم ددين خپل.
امام صاحب لږه شيبه چوپ پاتې شو په مقتديانو يې ښکته پورته نظر واچاوه اوزياته يې كړه :
اوريدلي مې دي چې شته ځينې كسان چې نه و باسي چمړې دگډورو نه دقربانۍ اولرې كوي ترينه وړۍ په واسطه دپاكي ياچړې ! نواى مومنانو ورونو نه كيږي قرباني ستاسې چې ونه باسئ چمړې دگډورونه دقربانۍ. بله داچې پيداشوي دي ځينې خلك چې په نوم دكشميري مجاهدينو ټولوي چمړې دقربانۍ اوگرځوي يې ذريعه دمعاش خپل. نواى مومنانو ورونو ! ورنه كړئ داسې خلكوته چمړې دقربانۍ چې نه كيږي قرباني ستاسې په حضور دباري تعالى كې .
امام صاحب به لا نورهم څه ويل، خو دساعت ستن اته نيمو ته رسيدلې وه. د مقتديانو دصبر پيمانه لبريزه شوې وه، د وروسته نه خلكو په صفونو جوړولو پيل وكړ. امام صيب مجبوراًً دلوى اختر دلما نځه نيت تازه كړ. لمونځ اداشو ، خطبه وويل شوه، په مسجد كې داختر دمباركيو سلسله جاري وه. ځان مې څه په شواخون له ګڼه ګوڼې نه راوايست ، په كوڅه كې دمجاهدينو بينرې همغسې ځړيدلې خو دفتر ته يې غټ كولپ لگيدلى و.
انسان او سپی
د حضرت صاحب د حکومت به لا يوه اونۍ نه وه پوره شوې چې موږ څو تنو کليوالو ملګرو په يوه شين سهار له پېښور نه په يوه موټرکې حرکت وکړ او څو چې توپ ډز کولو، نو موږ بيا خپل کلي ته رسېدلي وو. کلى څه و، بس تشې کنډوالې وې. هر څه نږدې- نږدې ښکارېدل، يوه ملګري وويل:
”اوهو، دا غر څنګه را لنډ شوى دى. “
بل وويل:
” لکه چې د کوم مين سوال به خداى قبول کړى وي چې وايي:
خدايه را لنډ کړې دا د ځمکې تناوونه“
په کلي سر شو، په تشو کنډوالو ګرځېدو، هر چا ته د خپلو کورونو پخواني انځورونه سترګو ته کېدل. د کوڅو پر ځاى په کورونو کې لارې جوړې شوې وې، چې د اردو ژبې د دې مشهور شعر ښه ترجماني يې کوله:
ديوار گيرا کيا ميرے کچهے مکان کے
يارو نے ميرے گهر مين راستے بنادئے
په لږ وخت کې مو ټول کلى له پښو څخه و ايستو، د کلي په بر سر کې مو د يوه باغ د ليدو تلوسه پېدا شوه، دا باغ زموږ د ماشومتوب د خاطرو يوه ذخيره و ه، مېوې به يې موږ په خامه کې خلاصې کړې وې. باغ ته ننوتو، په ليدو يې خدايږو ډېر اندېښمن شوو. په پسرلي کې يې د خزان بڼه نيولې وه. چيرته يو نيم شاخ به شنه پاڼه نيولې وه ، نور ټول وچ ښاخونه وو. موږ د باغ په رنځېدلي حال خواشينې شوو. د باغ په شمالي اړخ کې مو په يوسپي نظر پريوتو چې يو پيشنګورى يې په خوله کې نيولى او مخ په بره روان دى. ما و انګېرله چې ګوندې سپى دا پيشنګورى خوري، ځمکې ته مې په داسې انداز لاس ښکته کړ چې سپي ته وښيم چې ګوندې کاڼې را اخلم، غږ مې پرې وکړ:
خوشې کړه!
سپي خپل سست ګامونه چست کړ او په لږه شيبه کې د باغ بر سر ته ورسېده. هلته يې په شنو کبلو پيشنګورى واچوه او خپله يې خوله د ويالې په لور ښکته کړه، له ويالې نه يې پيشو را پورته کړه او پيشنګوري ته يې نږدې واچوه.
موږ چې دا هر څه له لږ لېرې څارل، ورنږدې شوو. سپي چې موږ د ورتګ په حال کې وليدو، راپسې يې وغپل او روان شو. موږ چې پيشو او پيشنګوري ته ښه نږدې شوو، سپى چې يو اندازه تللى و، ودرېد او بې واره يې له موږ پسې وغپل. موږ وليدل چې سپي د پيشو تيونه د پيشنګوري خولې ته برابر کړي وو.
په دې حال زموږ ملګرو هر چا خپل نظر څرګندولو، خو زما په زړه کې دا خبره تېره شوې وه چې کېداې شي، انقلاب په حېواناتو مثبته اغېزه کړي وي.