محمد ابراهيم رومان
د فعالیت سیمه:: پښتو ادبیات
د پښتو د نوي ادب په تکړه ليکوالو کې يو محمد ابراهيم رومان دی چې د شعر او افسانې نه سربيره يې علمي تنقيدي او تحقيقي ليکونه هم کړي دي او په کتابي بڼه چاپ هم دي --
ابرهيم رومان د اپرېل مياشې په دېرشمه(۳۰)نېټه کال ۱۹٦۴ء کې د زېوردين کره په تنګي چارسده کې سترګې غړولې دي. زېوردين په کال ۱۹۷۱ء کې د مهمند اېجنسۍ انبار نه تنګي ته راغلی وه او په کال ۱۹۹۱ء کې په کډه پېښور ته تلی دی. رومان تر نهم جماعته پورې په تنګي هايي سکول کې سبق ویلی دی، لسم يې په پراييوېټ توګه پاس کړی دی او د خوراک پحکمه کې يې ملازمت اختيار کړی دی. موصوف د ملازمت په دوران تر اېم اې پورې سبق په پراييوېټ توګه حاصل کړی دی او د فوډ انسپکټر په عهده پنشن شوې دی.موصوف تر اوسه د خېره اوه کتابونه چاپ کړي دي چې په هغو کې دوه د افسانو مجموعې هم شاملې دي، يوه شواخون او بله نرګس. شواخون د اردو نه پښتو ته ژباړه ده، او نرګس يې دغه زېرِ نظر د افسانو کتاب دی. دوه يې شعري مجموعې دي، تيت پرک او کرواړه، تيت پرک خور وور شوي، توی شوي لا نوستلي څيز ته وايي او کرواړه د رېبلي فصل بقاياجاتو راغونډولو ته ویل شي، لکه د غنمو ګډوډ نوستلي وږي راغونډول، لا د مونګپلو په پټي کې پاتې شوي پهلي راغونډول، چې دغه کار اکثر د غريبانانو خلقو اولاد کوي. پنځم کتاب يې ،، رحمان شناسي،، دی چې د جماليات، رومانيت او د نفسياتو په موضوع مقالې دي، للون،، يې شپږم کتاب دی چې په مقالو او مضامينو مشتمل دی. للون د فصل څخه سخه(خود رو) يعني خپل په خپله شوي بوټي ايستلو ته وايي. او اوم کتاب يې ،،خپله خاوره،، ده چې د اردو افسانو پښتو ترجمه ده. او اتم کتاب يې هم دغه د خپل ځان او د خپلو کتابونو په حواله د بېله بېلو شاعرانو اديبانو مقالې دي، چې د کمپوزنګ په مرحله کې دی.ابراهيم رومان يو ميلمه دوست او ساده باده پښتون او کره سړی دی، ډېر ادبي زيار يې کړی دی او لا نور ښه ډېر کار کول غواړي خو موصوف د سختې بيمارۍ سره مخ دی، الله دې يې روغ صحت او زيات عمر په نصيب کړي،
ښاغلی ګل محمد بيتاب د رومان په شخصيت شعر او افسانه داسې تبصره کوي--
ابراهيم رومان زمونږ د ډېرو وخوتونوملګری دی ـ مونږه او ده نزدې نزدې يو ځای ادبي سفر شروع کړی دی چې يو ځای به پېښور کې مختلفو ادبي غونډو او خصوصاً د ” سرحد پښتو ادبي ټولنه پېښور’په مياشتني اجلاسونو کې يوځای کېدلو دغه وخت مونږ نواموزو بس صرف شاعري کوله ـ دې ته به مو انتظار وو چې کله به تنقيدي اجلاس ختمېږي چې مشاعره کې خپل غزل ووايو او د مشرانو کشرانو نه داد واخلو ـ دې غونډې ته به د لر او بر ډېر نامتو عالمان، دانشوران شاعران راتلل ـ اوس چې زه فکر کوم نو په دې حقيقت رسم چې دغه مشران څومره لوی خلق وو چې د مشاعرې په نامه یې مونږه رابللو خو د هغې نه وړاندې یې مونږ ته د ادبي فنونو کره کتنې علم رابخښلو ـ که زه دا ووايم نو غلطه به نه وي چې د شعر و ادب علم دغه ټولنو کې مشرانو په نامعلومه طريقه او يو قسم له په زور مونږ ته رابخښلی وو ګني نو که چرته وړاندې مشاعره او وروستو تنقيدي نشستونه کېدل نو شايد چې ډېر کم کسان به ورته پاتې شوي وو ـ
هغه وخت چې کوم نوي کسان په ” سرحد پښتو ادبي ټولنه پېښور“ کې ”ساهوليکونکيومرکه پښور“يا نورو داسې جرګو ته راغلي وو نن په هغوي کې اکثر لويې نامې لري او په دغه لويو نامو کې يو ابراهيم رومان هم دی چې دا وخت د يو شاعر سره سره د يو ښه افسانه نګار، مترجم، محقق، دانشور په توګه پېژندلی شي ـ دی په هغه ډېرو کمو کسانو کې دی چې د شعر پوهنې پوره علم لري او په شعري اصنافو د نورو په مقابله کې ډېر رسي ـ په دې هکله یې يو کتاب هم د ” فصاحت او بلاغت“ په نامه ليکلی دی او اوس چې ادبي تنظيمونه ډېر فعال نه دي نو هغه د دغه مختصر خو جامع کتاب نه د شعروادب سره وابسته خلق ډېره فائده پورته کولی شي ـ
د ابراهيم رومان نن او پرون دواړه زما د سترګو وړاندې دي چې د يو نواموزه شاعر نه څنګه د استاذ درجې ته ورسېدو ـ نو د سفر هغه شپه په شپه نه دی کړی بلکې هغه د خېبر افريدي خبره:
دې مقام ته چې خېبر رارسېدلی
ډېر لوېدلی پاڅېدلی دی په لار کې
دې دپاره هغه نه صرف بې درېغه مطالعه کړې بلکې ورسره یې د مختلفو استاذانو نه هم بالواسطه او بلاواسطه فېض تر لاسه کړی دی ـ هغه چې هر چرته د علم خاوند موندلی دی نو د هغه نه یې زده کړې ده ځکه خو نن هغه د استاذ درجې ته رسېدلی دی چې د نورو رهنمايي کوي ـ
دا خبره هم د يادولو ده چې ابراهيم رومان صېب چې تر څو په صحت روغ وه نو ټول عمر یې منډې ترړې وهلي دي ـ په يو وخت به یې دوه دوه او کله کله درې نوکرۍ هم کولې ـ دغه د کار زياتوالي او منډو ترړو یې اخر هم صحت متاثره کړو او د تېرو لسو دولسو کالو نه وړومبی خو داسې مريض وو چې ګرځېدلو به خو اوس د کال دوو نه بيخي د دې نه هم وتلی او د کټ بنديوان شوی دی ـ هغه د مختلفو مرضونو ښکار دی چې پکې ذهني مسئلې هم شاملې دي خو په داسې حالاتو کې هم هغه خپل قلم د لاسه نه دی غرځولی او مسلسل په نظم او نثر کې ليکونه کوي ـ تر اوسه یې دوه د افسانو کتابونه، يوه شعري مجموعه، په تنقيدي مقالو او تبصرو مشتمل يو کتاب، د شعري اصنافو يو کتاب ” فصاحت او بلاغت‟ چاپ دي ـ
کمال دا دی چې هسې عام ژوند کې یې دا حال دی چې د خپل کور لاره هم ترې خطا کېږي خو د شعر وادب په معامله کې تل په رسا لاره روان وي ـ نه د شعر په رديف، قافيه کې تېروځي او نه ترې د افسانې پلاټ يا کردارونه هېرېږي بلکې ډېر په استاذۍ سره د ادب په مختلفو فنونو کې خپل کار مخ په وړاندې بيايي ـ
د دې نه مونږ په دې نتيجه رسو چې کوم کار بنده په مسلسله توګه کوي نو که هر څنګه حالات پرې راشي خو هغه کار تر اخره کولی شي ـ د ابراهيم رومان دا وخت دا حال دی چې د خطرناک حده پورې د هېرې سره مخ دی ـ هر څه ترې هېرېږي خو کمال دا دی چې نه خو ترې يو شعر ورک شوی او نه يوه افسانه ـ او بيا چې کله د نورو کتابونه لولي نو په هغې کې که کوم شعري صنعتونه وويني نو هغه هم ورته ياد وي ـ دغه شان د خپلو نه علاوه د نورو ډېرو ليکوالو د افسانو خوبۍ او خامۍ هم ورته يادې وي چې وخت په وخت یې د مختلفو مقالو په شکل کې په هغو ليکل کړي وي ـ
د ا وخت هغه د مختلفو بيمارو سره مخ دی او کور پورت وي ـ ډېر کم چرته ځي راځي خو دې سره هم هغه خپل اکثر وختونه په لوستو او ليکلو تېروي ـ
د ابراهيم رومان د شاعرۍ دا موجوده مجموعه ما د وخت د کمي او نااوزګرتيا په وجه هغه شان ؤ نه لوستلې شوه لکه څنګه چې د دې لوستل پکار وو خو چې څومره زه پوهه شوی يم نو هغه دا ده چې دې کې د جذبې نه زيات هغه استاذي کړې ده ـ مختلف صنعتونه یې پکې ځای کړي دي ـ او ډېرې تجربې یې کړي دي چې هغه ځان له يو لوی بحث غواړي ـ زما خيال دی چې پښتو شاعرۍ کې څومره صنعتونه کېدی شي نو هغه ټول د ده په شاعرۍ کې شته ـ