خوږو ماشومانو ته د اجمل تورمان شعرونه
ویشنه: د کوشنیو ادبیات
ځمکه
ځمکه خپه کېږي نه
ستوري به بيا شمارمه
پرې چې شپه پخه شي بيا
اوس اسمان ته نه ګورم
ځمکه به خپه شي بيا
***
ځمکه په ما ګرانه ده
ځمکې په سر کور لرم
يو مې دی دادا په کې
بل ادکه مور لرم
***
پلار زما ګنډونکی دی
ښه ډولي خولۍ ګنډي
مور مې پې خامک کوي
په څنډو يې مرۍ ګنډي
***
خوله به په سر کړمه
ښکلی به ښکارېږمه
لاس به مې پرې ايښی وي
ډېر به پې ډارېږمه
***
اوس شپه پښه شوې ده
ځمکه خپه کېږي نه
يو, يو ستوری شمارمه
کټ مې چپه کېږي نه
مورې!
تناره ته به ولاړ وم
چې ادې به مې خپه وه
ټولې ګرمې ډوډۍ ماتې
ما خندل دا به غصه وه
***
هره خوا به ورپسې وم
دا هغه به مې بانه کړه
د ټیکري پیڅکه مې خوله کې
خدای مو داسې نازدانه کړه
***
مورې ماته اګۍ جوش کړه
مورې ماته لږ نېنې را
مورې وۍ خوله مې ترخه ده
مورې ماته پتاسې را
***
مور به کړم له مټو پورته
په غمبورو به یې ښکل کړم
ویل به دا نو څه بانې دي
کله یو کړم، کله بل کړم
***
ما به ویل ادکې مورې
نن جمعه سبا هفته ده
بیا مکتب ته درنه ځمه
ساه مې ستونې کې تخته ده
سیند
(( سیند څپه څپه
اباسین څپه څپه ))
ځي مخ نه تېرېږي تکه سپین څپه څپه
***
وارورې او باران
سیند کړلو روان
ښکلی په کبانو دی حسین څپه څپه
سیند څپه څپه
اباسین څپه څپه
ځي مخ نه تېرېږي تکه سپین څپه څپه
***
غره نه مساپر
سیند ښکلی شاعر
بیا سپرلی راوړ هسې شین څپه څپه
سیند څپه څپه
اباسین څپه څپه
ځي مخ نه تېرېږي تکه سپین څپه څپه
د باران ترانه
ب ، ب ، ب ، الف ، الف ، الف
ر، ر، ر، الف ، الف ، الف
ن ، باران ، ن ، باران ، ن ، باران ، ن ، باران
ن ، باران ، ن ، باران ، ن ، باران ، ن ، باران
***
باران ميده ، ميده ، ميده
په غرونو اوري ښايسته
باران ميده ، ميده ، ميده
په غرونو اوري ښايسته
ب ، ب ، ب ، الف ، الف ، الف
ر، ر، ر، الف ، الف ، الف
ن ، باران ، ن ، باران ، ن ، باران ، ن ، باران
ن ، باران ، ن ، باران ، ن ، باران ، ن ، باران
***
ښكلي باران د پسرلي
زړونو ته راوړه خوشحالي
ښكلي باران د پسرلي
زړونو ته راوړه خوشحالي
ب ، ب ، ب ، الف ، الف ، الف
ر، ر، ر، الف ، الف ، الف
ن ، باران ، ن ، باران ، ن ، باران ، ن ، باران
ن ، باران ، ن ، باران ، ن ، باران ، ن ، باران
***
بارانه سيند درنه خپه
وركړه سلام څپه، څپه
ب ، ب ، ب ، الف ، الف ، الف
ر، ر، ر، الف ، الف ، الف
ن ، باران ، ن ، باران ، ن ، باران ، ن ، باران
ن ، باران ، ن ، باران ، ن ، باران ، ن ، باران
روژه او اختر
مور روژه ده، پلار روژه دی
هم درست کلی، ښار روژه دی
ماښامی دی، ماښامی دی
دیکچي بار دي تیاری دی
الله بنده روژه ماته
ډودۍ تاته، اوبه ماته
هلئ پاڅئ! پیشلمی دی
نه خورم، تروش مې ارګمی دی
نه شیدې نه مربا خورم
لږ اوبه، یوه خرما خورم
روژه تېره اختر راشي
بیا ټالونه په هوا شي
روژه ستاسو ده لویانو
اختر زمونږ ماشومانو
منی او ژمی
تېر شو منی تېر شو
ورکې دوړې, خاورې شوې
راغی ژمی راغی
سپينې - سپينې واورې شوې