"د افغانستان نومهالي ادبیات"

د کوشنیانو لپاره څو منظومې کیسې او شعرونه

ویشنه: د ماشوم ادبیات

 

شاعر :  عبدالغفور لېوال 





                                                     څېره 

 

زه څېره یم ، له لرګیو له وښونه جوړه شوې 

څه له لوخو، له ټوټواوله ریښو نه جوړه شوې 

 

ډېر کلونه شول ولاړه، یوه لویه کرونده کې 

اوږدې شپې هم په سهار اوهم په ټکنده غرمه کې

 

زه څېره یم انسانانو جوړه کړې ویروونکې 

دبلاپه څېر شیشکه، زما څېره ده بوږنوونکې

 

زه یې دلته درولې، چې مارغان وویرومه 

شغالان وي، که ګیدړې له پټیو یې شړمه 

 

زه ستومانه یم ولاړه، کروندې ساتم له غلونه 

چې خېلونه مارغان راشي، زه یې واړوم فصلونه 

 

څوک مې بولي ویروونکی، څوک مې بولي ګوډاګی

راته وايي څوک څرۍ څوک پیری او څوک ډډی

 

زما څېره ده ویروونکې، خو ضرر او زیان مې نه شته 

ملګرتوب ته مې زړه کیږي، د کیسو یاران مې نه شته 

 

ډېره کلونه شول ولاړه، زمانې راباندې اوړي 

اوړي ولاړ شي، ژمي راشي سل کیسې راباندې اوړي 

 

وريځې راشي، واوره راوړي،تکه سپینه کرونده شي

تورکارغان راشي له لرې او په ونو کې دېره شي 

 

بیا سپرلی شي، دچنچڼو توتکیو ډلې راشي 

ونې وسپړي ګلونه، غاټول باد ته په ګډا شي

 

اوړی راشي، د غنمو طلايي فصل را بر شي 

د مرغیو او د چتکو لوی خېلونه پرې راسر شي 

 

خو چې ماته یې راپام شي یو ناڅاپه تېښته وکړي 

هلته لرې د شنو ولو په شنو څانګو پېښه وکړي 

 

زه یوازې یم ولاړه دغه هرڅه ته ورګورم 

د دنیا داسې دوران ته په فکرونو کې لا ښورم

***

زه څېره یم ، له لرګیو له وښونه جوړه شوې 

څه له لوخو، له ټوټواوله ریښو نه جوړه شوې 

 

یوه ورځ له ښکلو ورځو د سپرلي وه، چې دی راغی 

په لاسوکې یې لیندۍ وه، کراري وه، چې دی راغی

 

باد یې ورو ورو خوځوله د کمیس خړه لمنه 

څونډیداره سره خولۍ یې ایښې سر باندې وه پلنه

 

غلی غلی د غنمو د پټیو منځ کې راغی

پښه نیولی پښه نیولی پاپلیو منځ کې راغی 

 

حیرانتیا یې په څېره کې وه ، که پټه شانتې ویره؟ 

راکتل یې سرترپایه ، دنیاګۍ وه ورنه هېره 

 

د ماشومو سترګو شور یې عجیبه له ښکلاډکه 

راغی وړاندې زما ترسیوري، وه څېره یې هکه پکه

 

ما پرې غلی آواز وکړ، ماوې ستړی مه شې ګرانه !

دی حیران شو، ویل یې ستا اواز راځي له کومې خوانه 

 

ما ویل،دا مې دی آواز د ملګرتوب چې ته یې اورې 

هېرومه دمودو یوازیتوب، چې ته یې اورې 

 

راځه دواړه شو ملګري یو له بله کیسې وکړو

څه له زمکې یا اسمانه افسانې به خوږې وکړو

 

ماشوم موسک شو، راته ویې ویل،څه دې نوم دی ؟

دلته ولې تل ولاړ یې، مور دې چیرې پلار دې کوم دی؟

 

ماویل: نوم مې ډاروونکی دی، څېره مې خلک بولي 

بس بزګرو یم جوړ کړی، کروندې راباندي ژغوري 

 

نه مې پلار نه مې ادې شته ، له لرګیو یم جوړ شوی 

له خځلو او وښونه ، څه وړیو نه جوړ شوی 

 

ډېرې شپې له ستوریو ډکې ، ډېرې ورځې مې لیدلي

اوړي ژمي پسرلي او د خزان شپې مې کتلي

 

د ګرمیو د سړو او دبادونو توپانونو 

یم شاهد دبوړبوکیو، زلزلو او سیلاونو

 

زه څېره یم ، له لرګیو له وښونه جوړه شوې 

څه له لوخو، له ټوټواوله ریښو نه جوړه شوې 

 

ماشوم  وکتل زما مخ ته او بیا کټ کټ په خندا شو

زما له پښو څخه راتاو شو، زما لاسو ته په موسکا شو

 

ویل یې : زه چې سهار پاڅم دکوربام ته شم ورپورته 

کرونده له لیرې ښکاري، او زه ګورمه ستا لورته 

 

ستا لاسونه داسې ښوري، لکه چاته چې نارې کړې 

راشه راشه زما خواته! ته وا ماته اشارې کړې 

 

راته وایه ستالاسونه څنګه ښوري په هوا کې 

ته خو جوړ یې له لرګیو ، ساه خونه شته ده په تاکې

 

ما وې : هر سهار چې باد شي، ښوروي زما لاسونه 

چې توپان راشي په تېزه، نو په ما کړي اتڼونه 

 

ماشوم بیا په خندا سرشو ، ویل یې باد څه زورور دی 

دا له کوم ځایه راغلی؟  چې پر تا یې هم زور بر دی 

 

چېرته کوردی د بادونو، چېرې اوسي توپانونه ؟

هر سهار راځي له کومه، ښوروي دې چې لاسونه ؟

 

ماوې: بس د همدې زمکې او اسمان ترمنځه اوسي 

باد بل څه نه دی څپه ده، د هواچې هرڅه یوسي

 

چې توده هوا راپاڅي ، له سړو څپو شي تېره 

د سړو او د تودوخې غېږ یو بل نه شي چاپېره 

 

باد له دې نه پیدا کیږي، ګرد پر زمکه باندې تاوشي 

یا خوږه وږمه چلیږي، یا د خاورو تور سیلاو شي 

 

د ماشوم سترګې حیرانې، ویل یې څه دې وویلې ؟ 

باد پرزمکه ګرد تاویږي ، عجیبه مې واورېدلې

 

دغه زمکه ده هواره، پلنه پراخه ده پرته ده 

باد پرې څنګه ګرد راتاو شي، دا خبره عجیبه ده ؟

 

ماوې: زمکه موږ ته ښکاري، چې هواره ده پرته ده 

مګرزمکه  داسې نه ده، لکه توپ یوه کـُره ده

 

ګرده مرده را تاویږي، په خپل ځان ګرده څرخیږي 

نیمه سیوري نیمه لمرته، شپه او ورځ ترې پیدا کیږي 

 

شپه او ورځ کې تر خپل ځانه ، کال کې لمر نه راتاویږي

چې له لمره ګرده تاو شي،  ژمي اوړي رابریږي 

 

ماشوم لاپسې حیران شو، چې دا څنګه نو کیدای شي 

موږ ولاړ، زمکه تاویږي، خو هیڅوک نه پوهېدای شي 

 

ماویل: زمکه ډېره لویه، انسانان پرې ډېر کوشني دي 

لکه لوی توپ وي د خټو او ور باندې څومیږي دي

 

که دا لوی توپ ورو ورو ګرځي، نو میږیان پرې نه پوهیږي

ماشوم وویل : انسانان نو، ولې کښته نه توییږي ؟ 

 

ماو یل : زمکه لري منځ کې ورکاږونکی جاذبه ځواک 

هرڅه کاږي خپلې خوا ته،  چې رالویږي، همدغه ځواک 

 

له اسمانه بارانونه، واورې ټول زمکې ته راشي 

جاذبه یې را کش کاږي، چې له وریځو راجلاشي 

 

ماشوم بیا په حیرت ووې: نو په وريځو کې له کومه 

داوبو ډکې ویالې دي، چې راووري بارانونه 

 

ماوې : دغه لویه زمکه چې درې برخې یې اوبه دي 

یوه برخه نوره وچه، ډېر ملکونه پرې پراته دي 

 

لوی بحرونه او سیندونه چې پرې راشي د لمر وړانګې 

اوبه پورته شي بخار شي لړې لړې څانګې وانګې

 

د اوبو بخارچې ولاړشي له غبارسره یوځای شي 

تورې سپینې وریځې جوړې په اسمان کې الوتای شي 

 

هلته پورته په اسمان کې هوا یخه او سړه وي 

نوغبار اوبه اوبه شي لکه وریځو کې خوله وي 

 

په تودو سیمو کې ووري بارانونه څاڅکي څاڅکي 

پر سړو سیمو ږلۍ شي او یا واوره شي څپاکي 

 

ده ویل: زما انا خو وايي : په اسما ن کې چې سپوږمۍ ده 

ډانګ یې لاس کې، وریځې پیايي، د اسمان ښکلې شپونکۍ ده 

 

تور اوسپین یا خړ اوښان دي، شنه ورشود لوی اسمان کې 

د اوښانو کجاوو نه باران اوري په جهان کې 

 

انا وايي:  دا دنیاده یوه ښکلې شان نانځکه  

شین کمیس یې دی اغوستی  او په رغوي کې یې زمکه 

 

لمر یې ټیک ، ستوري خالونه ، په اسمان یې ځوړند کټ دی

پیشو پشتې ، پیشو پشتې ! زما لمسی له تانه غټ دی

 

 

د ماشوم خوږې کیسې کې مې ښکلا د ژوند کتله 

دنیا ټوله مې د ده په ښکلو سترګو کې لیدله 

 

ما ویل:  ستا کیسه خوږه ده، په کې مینه او ښکلا شته 

باد، باران ته به یې وایم، څو چې زه یم او دنیا شته 





                       چرګوړي 

 

چوڼ، 

              چوڼ،   

                                 چوڼ

چوڼي دي ، چرګوړي دي

د یوې چرګې بچوڼي دي

برګ، برګ، برګ 

تور ، تور، تور 

سپین، سپین، سپین 

ووایه !  دا څو شول ؟ 

هر څوک چې پرې پوه شول 

دوه هګۍ به ورکړمه 

چرګ به پرې خبر کړمه . 






                          ښکلا

 

تورې یې سترګې د پیشونګوري 

ډنډ ته ولاړ دی اوبو ته ګوري 

 

د اوبو منځ کې ځان ورته ښکاري 

څومره ښایستوکی ځوان ورته ښکاري

 

چې ورنږدې شي، نو ورنږدې شي 

چې ترېنه تښتي ، تصویر ترې پرې شي 

 

بیا ورته راشي په مینه ورو ورو 

تصویر پیدا شي په مینه ورو ورو

 

ماشوم حیران دی، ننداره ګوري 

کله ناکله په خندا ښوري 

 

چې پیشونګوری ترپلي له ډاره 

دی ورته څک شي  غږ کړي له واره 

 

چې پیشونګوری ورو بېرته راشي 

د اوبو ډنډ کې په تماشا شي 

 

ماشوم یې ګوري ، تصویر له ورایه 

ورته غوریږي له خپله ځایه 

 

دنیا همدا ده ښکلا همدومره 

غواړې تردې یې لا خوږه څومره ؟

 

بس موږه پریږدئ همدغه ژوندته 

د دې ماشوم او پیشو پیوند ته 





                                    د ستورو کیسې

 

زه چې ماشوم وم،لویه دنیاوه 

بام و د خټو، پاکه هوا وه 

 

اسمان به شین و، د اوړي شپوکې 

ستوري به ډېر وو په اسمانو کې 

 

کیسه دهر یو ستوري جلاوه 

شیشکې نه وې او مړه بلاوه 

 

یوه بوډۍ وه او یو یې کټ و

لیلا وړه وه او مجنون غټ و

 

د ښاپیریو یوه کلاوه 

نهه برجونه ، منځ کې یې څاه وه 

 

د ستورو لار وه روان پرې پیر  و

لوی ځوان یې نوم و بل دستګیر و

 

د کاه ګل بوی و،  دبام هوا وه

د مور کیسو ته زموږ خندا وه 

 

پیر به لکړه کړه پرې ورپورته 

دیوان به ولاړل هریو خپل کورته 

 

د ښاپیریو اتڼ به جوړ شو 

تږی پردیس به په چینه موړشو

 

زه چې ماشوم وم ، دوښمني نه وه 

بېوزلي وه خو ، بخیلي نه وه 

 

د مور کیسې وې دومره پریمانه 

راتلې د ستورو له ډک اسمانه 

 

زه چې ماشوم  وم سپوږمۍ رڼه وه 

ورته د ستوریو پنډه رمه وه 

 

د بوډۍ کټ کې پیشو ویده وه 

یو مساپر و، اسپه یې سره وه 

 

مساپر تللو د کلا خوا ته 

د کلا برج کې بندي لیلا ته 

 

شاه لیلا وړې هلته دیوانو 

وه بندي کړې، څو کوډګرانو 

 

مساپر څوک و؟ یو شهزاده و

روان د مینې په اراده و 

 

چې شهزادګۍ کړي ورنه راخلاصه 

دیوان به مات شي ، د ده له لاسه 

 

د کلا برج نه له هغه ستوري 

لیلا ولاړه لارې ته ګوري 

 

اوږدې کوڅۍ یې پرې راخورې کړې  

مساپر پوه شو، رسۍ یې پرې کړې 

 

زه چې ماشوم وم، ستورو کیسې کړې 

زموږ ه سترګې به دوی ویدې کړې 

 

د زېړې غوا هم یوه کیسه وه 

یوه یتمیه نجلۍ وړه وه 

 

نیکی بدی و سره دوه وروڼه 

د ښاپیریو به و نکلونه 

 

د اوړي شپې وې ، د بام  کیسې وې 

شین چای به دم شو، څه پتاسې وې 

 

سهار به لمر له غره راوخوت 

د کیسو خیال به له زړه راووت 

 

ورځ به مو ځانته په خیال کړه تېره 

ټوله دنیا به مو شوله هېره 

 

یو به نیکی شو بل به بدی شو 

یو به پر سره اس سپور شهزادګی شو 

 

ګاونډۍ نجل به مو شهزادګۍ وه 

د زېړې غو ابه سپینه لکۍ وه 

 

د مور کیسې مو ټولې په یاد وې 

راته زین کړې اسپې د باد وې 

 

ګاونډۍ نجل مو بندي پرته ده 

زموږ ه خیال یې ځوان شهزاده ده

 

د ستور و منځ کې خوره وره ده

ژوند بل څه نه ده، بس افسانه ده 





                                           مار او چونګښه 

 

د مار او د چونګښې یارانه شوه ماشومانو 

کیسې به یې کولې یو له بل سره یارانو 

 

چونګښې به ویل چې مار لالا مې ښه سړی دی 

په پوست یې دي خالونه سر یې غټ بدن نری دی 

 

مار هم چونګښه تیزه او چالاکه ترور بلله 

د دې  خوښۍ لپاره به یې دا بدل ویله 

 

چونګښې توړۍ واچوه خیزونه پورته پورته 

په وچه یې روانه کله ځې د اوبو لور ته 

 

له ورځو یوه ورځ وه،  مار شو وږی زما ګرانه! 

چونګښې ترور ته راغی، چل یې جوړ کړ په عیانه 

 

چونګښې ته یې وویل : نن مې ښکار نه دی موندلی 

په نس کې مې ګړبی دی، یم له  ولږې غځېدلی 

 

که را دې کړ ځواب زما دپوښتنې نو تا نه خورم 

ژوندۍ به ته شې خلاصه، خو بچی به درنه وخورم 

 

که سوال ته ځواب رانه کړې نو پوه شه چې بس تا خورم 

نادانې بې سوادې ! همدا اوس دې په  ریښتیا خورم 

 

چونګښه وه حیرانه چې مار څومره لوی چلباز دی 

یا دا خوري یا بچی یې، دوکه مار او نخره باز دی 

 

ویل : مار لالا پوښتنه کوه ژر چې زما تلوار دی 

سزا زما همدا ده ، چې  مې یار نیولی مار دی 

 

پوښتنه دې کوه ، یامې بچی او یا به ما خورې 

بس موړ به شې، له موږ دواړو به یو نن خامخا خورې 

 

مار وېل : پوښتنه دا ده چې لرګی دسلیمان دی 

نه سم دی او نه کوږ دی ، لاندې زمکه پاس اسمان دی 

 

پاچا د سرو مېږیانو چېرته وړی دا لرګی دی 

بس ټول ورپسې ګرځي که سړی دی که پیری دی

 

پیدا دغه لرګی کړه ځان دې بچ کړه له خوراکه 

که نه دې کړ پیدا، نو د بچي په ځای ځان راکه 

 

چونګښه توړۍ پاتې شوه حیرانه هکه پکه 

د مار لالا زړه کیږي، چې له دې نه وکړي څکه 

 

چونګښې توړۍ وویل : لالا دا سوال خو اسان دی 

لیدلی  ما لرګی دی، لاندې زمکه پاس اسمان دی 

 

راځه چې دواړه ولاړ شو دا لرګی به درښکاره کړم

ځنګله کې به دې موړ د دې لرګي په ننداره کړم 

 

پاچاد سرو مېږیانومې هم تا غوندې اشنا دی 

ځنګله کې یې جوړ کړی سلطنت د دې دنیا دی

 

زړه د چینار ونه ده ، ترې لاندې یو سوری دی 

په سوري کې یو صندوق دی په کې ایښی دا لرګی دی

 

چونګښه شوه روانه، وږی مار هم ورپسې شو 

مار زړه کې و خوشاله چې ځنګله ته ورنږدې شو 

 

چونګښې د چینار ونه وروښودله مار ته 

ویل : دلته لږ په تمه شه چې ننوځمه غار ته 

 

پاچا دسرو مېږیو به خبر ستا په راتلو کړم

راضي به یې وتاته د لرګي په راو یستوکړم

 

مار وږی و، ناچار ویل یې ځه خو ځنډ ونه کړې 

په بېړه به راوځې، له مېږیانو سره څه کړې ؟ 

 

چونګښه توړۍ ولاړه ، غارته ننوته وړاندې 

دغار لاره  وه سمه موشخورما پر کاله باندې 

 

چونګښې راخبره موشخورما کړه : چې راووځه 

د باندې مار په تمه دی ، ورځه پرې باندې غورځه 

 

راغلی دغه مار دی، چې بچي د موشخورما خورم 

بچي مې چې ورخلاص کړل بیانو وروسته خپله دا خورم 

 

نا څاپه موشخورما له خپلې سوړې رابهر شوه 

په منډه په مار ورغله ، خبره په خطر شوه 

 

د مار او موشخورما جنګ چې شو پیل زما یاره 

چونګښې توړۍ سر له سوړې وویست په کراره 

 

مار وږی و دجنګ زور په کې نه وپاتې شوی 

نو ژر د موشخورما تېرو منګولو کړلو پړی 

 

مار وویل : چونګښې!  په دوستۍ کې وې نامرده 

په دام د موشخورما کې دې ایسار کړمه په زغرده 

 

چونګښې ویل : مار لالا زما دې بیا توبه وي 

چې تا غوندې ناځوانه ملګرتیا ته به مې زړه وي 

 

چې خال او خط د مار ته خوشالیږي کرښې کرښې 

له زهرو ناخبره مخ دې تور شي د چونګښې 

 

دوستۍ کې چې نامرده شي نو دغه یې انجام دی

دمار او دچونګښې د دوستي داسې پیغام دی 


 



                              غریب هلک اوخزانه 

 

 

پخوانیو زمانو کې وو دوه وروڼه 

اوسېدل له بوډا پلار سره کلونه 

 

مشر ورور یې هم چلباز هم دروغجن و

کشر ورور یې ډېر صادق و، خو نیستمن و 

 

بوډا پلار باندې یې کشر زوی ډېر ګران و

مشر زوی سره  ـ  په چل دروغوـ   وران و 

 

یوه ورځ یې پلار ناروغ شو په بستر کې 

ځان یې ولیده د مړینې په خطر کې 

 

دواړه وروڼه یې حاضر کړل خپلې خواته 

خوله یې پرانیسته وصیت اوهم دُعا ته

 

ویل یې : کور او زمکه ستاسو ده زامنو 

 ویش په تله په انصاف کړئ  قدرمنو 

 

پلار چې ولاړه،  مشر زوی چل ول راواخیست

دکشري ورور په  فریب یې دفتر پرانیست 

 

ویل یې کور زما، د چرګو کوډۍ ستا شوه 

زمکه زما شوه او دپلار دا خولۍ ستا شوه

 

باغ زما شو او د غره لمنه ستا ده 

آس زما دی او دا خره پمنه ستا ده 

 

د لالا دغه انصاف ته هک حیران شو

کشر ورور له بیوسۍ نه په ارمان شو 

 

شو راضي په دغه ویش د ورور له ډاره

ولاړ چې واخلي هغه خپله برخه خواره 

 

له کوډۍ نه یې چرګان واخیستل واړه 

بیا یې راوړه د خپل پلار خولۍ ریتاړه 

 

پر خرې سپور شو او د غره خواته روان شو 

دخپل بخت دغې خوارۍ ته هک حیران شو 

 

بس د غره سپېره لمنه کې مېشته شو 

په خوارۍ په غریبۍ باندې اخته شو 

 

یو کال تېر شو، چې وطن کې آوازه شوه 

د کشري ورور د خانۍ کیسه خپره شوه 

 

مشر ورور پس له یو کاله غره ته راغی

دغریب ورور پوښتېدو ته دلته راغی

 

شوه ترسترګویې ماڼۍ دغره ترڅنګه 

جوړه شوې ښکلې لوړه، هسکه، دنګه 

 

د ماڼۍ ترڅنګ باغونه او حوضونه 

ښکلې لارې، فوارې او چمونونه 

 

د ماڼۍ خدمتګاران او هم سپاهیان وو

کشر ورور ته ټول ولاړ سرپه فرمان وو 

 

کشر ورور چې شو خبر لالا راغلی 

په انګړ کې هک حیران دی درېدلی 

 

نو ورکوز شو، په عزت یې کورته راوست 

په خوښۍ او کرامت یې کورته راوست 

 

مشر ورور ویل : چې ژر مې پوه په حال کړه 

راښکاره راز د دې دومره شتو او مال کړه 

 

کشر  ورور ویل : هرڅه به درته وایم 

دمه وکړه ، حال د زړه به درته وایم 

 

مګر مشر  و بخیل او بدګومانه 

دغریب هلک هستۍ ته و حیرانه 

 

ویل یې حال وایه چې مرم له ډېره غمه 

دا هرڅه دې وایه راوړل ټول له کومه 

 

کشر ورور ویل: هرڅه و په خولۍ کې 

په پمنې خرې ، د چرګو په کوډۍ کې 

 

ها زړه خولۍ چې پاتې وه له پلاره 

چې د زمکې په بدل دې کړه ګوزاره 

 

په خولۍ کې پلار ټومبلی یو کاغذو 

پلار زما په نوم لیکلی یو کاغذ و 

 

پلار خبر و ، چې وچ غر، خره او کوډۍ ده

ستا له حرصه زما په برخه بس خولۍ ده 

 

نو کاغذ کې یې لیکلی دا وصیت و 

ورښکاره زما ریښتیا او صداقت و 

 

پلار لیکلي و، چې  خره په لار بلده 

خښه شوې د غره خوا ته خزانه ده 

 

یوه خره چې چېرته ولاړه شي څو واره

نو بلده شي، بیا ځي پر هغه لاره 

 

پلار بلده زړه خره پر دغې لار کړه 

بیا مړه یې د شوتلو په یو بار کړه 

 

زړې خرې دلته راوستی یم له سرایه 

خزانه چې په کې خښه وه له ځایه 

 

بله نښه وه په لیک کې پلارښوولې

یو ډېران دی، خزانه ترې لاندې غلې 

 

ما کړې چرګې د کوډۍ همدلته خوشې 

چې پیدا د ډېرانه کړي خشې پشې 

 

چرګې راغلې په پښو یې خلپل وکړ 

د ډېران هغه پټ ځای یې رامونده کړ 

 

ما هم دلته زمکه وکینده ژوره 

زما په یاد وه د پلارجان هره خبره 

 

یوه ورځ مې خزانه دلته پیدا کړه 

زنده ګي مې له همدې ځایه بنا کړه 

 

شتمني ریښتینولي او عاطفه ده 

بل څه نشته ، بس همدغه خزانه ده




                          ببکه 

 

کوټ کوټ کوټاس 

کوټ کوټ کوټاس 

چرګ  دی ختلی په ملا د آس 

 

بچ بچ بچی 

بچ بچ بچی 

سیرلی، ترخوا یې  منګوټی 

 

کغ کغ کغا 

کغ کغ کغا 

کارغی نږدې ناست دی دغوا 

 

پیشو کړه منډه 

سپی په عوعو شو 

د آس پرینجی شو 

چرګ ترې راخېز کړ 

سیرلي کړه منډه 

منګوټی واوښت 

غوا خوله کړه خلاصه 

امبااااااا  امباااااااا شوه 

کارغی ترې والوت 

پیشو پناه شوه 

زما خورکه، وړه ببکه

دغه هرڅه ته کټ په خندا شوه 

ښکلا همدا ده، سپینې پاپکې 

تل راته خانده ! وړې ببکې !