د محمد اعظم عبیدی څو کیسې
ویشنه: د ماشوم ادبیات
پوستین ګنډونکی
یو پوستین ګنډونکی و، چې په یوه کلا کې یې ژوند کاوه او د پوستین ګنډلو دوکان یې هم په همدې کلا کې و. هر وخت به یې دغه دوکان ته د غویو او پسونو پوستکي راوړل او هملته به یې ایښودل. یوه ورځ یوه ګیدړه د دغه کلا پر څنګ تېره شوه او د پوستکو بوی یې پزې ته ورغی. پوه شوه چې په دغه کلا کې یو څه خوراکي شیان شته. ګیدړې ولیدل چې د کلا دروازه تړلې ده او دیوالونه یې هم ډېر لوړدي او یوه مورۍ ده چې د هغې مورۍ د لارې کلا ته ور ننوته او دوکان یې په بوی څکلو سره پیدا کړ. ګیدړې په دوکان کې څو ټوټې پوستکي وڅېرل او ویې لیدل چې غوښه نه لري؛ نو بېرته په هماغه لاره چې راغلې وه له کلا څخه راووتله. څو ورځې وروسته ګیدړې ته بیا د پوستکو هوا ورغله او په زړه کې راوګرځېدل او بیا ورته راغله. څو ټوټې پوستکي یې بیا و څېرل او ویې خوړل. ګیدړه څو شپې دغه ځای ته راتله په پای کې د دوکان خاوند یعنې پوستین ګنډونکی پوه شو، چې دغه کار د ګیدړې دی او له دې کبله چې بله لاره نه وه پوه شو چې د مورۍ له لارې راځي. نو یوه شپه یې په خپل ځان باندې خوب حرام کړ او تر سبا پورې د مورۍ خواته کښیناست. سباوون و چې ګیدړه له همدې لارې کلا ته ورننوته او مخامخ دوکان ته ولاړه. پوستین ګنډونکي د مورۍ په خوله کې یوه ډبره کېښوده او هغه یې پټ کړ او د دوکان خواته روان شو. ګیدړه په همدې وخت کې له دوکان څخه راووتله. کله یې چې ولیده پوستین ګنډونکی کوتک په لاس راغی، نو د کلا دروازې خواته یې منډه کړه، ويې لیدل چې دروازه تړلې ده. د مورۍ خواته یې منډه کړه؛ و یې لیدل چې د مورۍ خوله هم تړل شوې ده. په همدې وخت کې د پوستین ګنډونکي کوتک د ګیدړې په ککرۍ ولګېد او بوکه یې راووښته؛ ګیدړې له ځان سره فکر وکړ، که چیرې شور وخوري نو د کلا سپی به ورباندې خبر شي. د تېښتې لار هم نشته، نو ښه دا ده چې ځان مړ واچوم. څو چې لمر راخېژي او د کلا دروازه خلاصوي همداسې به ځان مړ واچوم.
پوستین ګنډونکي ولیدل چې وار یې پوخ لګېدلی دی. ګیدړه یې په خپل ځای پرېښوده او خپله لار باندې ولاړ. کرار کرار رڼا کېده او خلک له خپلو کورونو څخه راوتل. ځینو به ګیدړه لیدله او ورڅخه تېرېدل. یو سړی راغی او ګیدړه یې یو لغته ووهله؛ هلکانو به ګیدړه یوې خوا او بلې خواته کشوله. په همدې وخت کې دروازه وان راغی او غوښتل یې چې د کلا دروازه خلاصه کړي. کله یې چې ګیدړه ولیده ورته رانېږدې شو او ویې ویل: مونږ له یو فالبین څخه اورېدلي دي؛ څوک چې د ګیدړې وړۍ وسوزوي کوډي بدلېږي؛ د دې د پاره ډېر ښه دي، خپل چاقو یې له جیب څخه راوکېښ او له ګیدړې څخه یې یو څه وړۍ پرې کړې او لاړ چې د کلا دروازه خلاصه کړي.
یو بل سړی چې هلته ولاړ و، وویلې: دا خبرې ما هم اورېدلي دي مګر دا ټولې غلطې دي، د ګیدړې وړې له کوډو سره څه اړه لري؟
ګیدړې چې خپل ځان مړ اچولی و په زړه کې وویل خیر دی که څه وړۍ یې راڅخه غوڅې کړې خیر دی. په دې کې یوه بوډۍ ښځه راغله او وویل: په تېرو زمانو کې ویل کیدل چې د ګیدړې غاښونه که له یو چا سره وي له سپي څخه به نه ډارېږي، نو له ګیدړې يې یو غاښ وکېښ. ګیدړې چې د غاښ ځای ډېر ورته خوږیده له ځان سره وویل عجب! عجب خلک دي زه چې شپاړلس غاښونه لرم هم له سپي څخه ډارېږم.
یو بل سړی راغی او د ګیدړې غوږونه یې ور څخه غوڅ کړل. ګیدړه که څه هم نېژدې وه، چې له ډېره درد څخه نارې وکړي. بیا یې له ځان سره وویل ښه داده چې غلې واوسم. په دې وخت کې یو بل سړی راغی او د ګیدړې په لیدلو خوشحال شو او ویې ویل: زموږ په ښار کې خلک وايي که چېرې څوک په خپلو جامو کې د ګیدړې لکۍ و ګنډي کولای شي چې د هر چا په اینده پوه شي او اټکل وکړي، بیا یې یوه لویه چاړه له جېب نه راوویسته او ګیدړې ته ورنېږدې شو. ګیدړې چې ولیدل اوس یې نو چاره نشته لکۍ هم راڅخه غوڅوي نو ښه داده چې وتښتم، که چېرې یې ونیولم تر دې به مې زیاته په عذاب کړي. کله چې هغه سړی چاړه په لاس ګیدړې ته رانېږدې شو. ګیدړې یو ځل په ناڅاپي ډول ټوپ کړ او خلکو له منځ څخه وتښتېدله او د کلا له دروازې څخه ووته.
پسه
و نه وو د خدای کړه وو، د بنده ورته کاته وو. یو پسه و چې ډېر کاله یې په ډاډه زړه په یو ګوشه کې ژوند کاوه. یو ورځ یې یو زمری ولید چې د ده خواته راځي ده په زړه کې وویل: هو! په خدای د زمري منګلو ته ورغلې، باید ځان ورڅخه خلاص کړې کنه خوري دې. زمري ورته وخندل او ویې ویل: ای پسه! ته لیونی شوی یې که څه؟ پسه بیا په څرخکو شو او زمري ته یې وویل: زه له زمري څخه زیات یم.
زمری حیران شو چې له زمري څخه زیات حیوان نشته، زمري پسه ته وویل: زه نور نه پوهېږم که کوم خراب کار وکړې نو تا به مړ کړم. دوی دواړو پرېکړه سره وکړه، هر یو چې خراب کار وکړ نو هغه بل به یې وژني او له منځه به یې وړي.
زمري پسه ته وویل: راځه چې زه یو شی تاته وښیم، نو دواړه روان شول تر څو چې د یو کيشپ کور ته ورسید. زمري پسه ته وویل: هر څه خوراکي شیان چې راوړم دغه کیشپ یې رانه خوري، کله چې زه وغواړم چې ویې نیسم په خپل ډبرین کور کې ننوځي هیڅ نشم کولای چې و یې نیسم او مړ یې کړم. پسه ورته وویل: دا خو دومره سخت کار نه دی زه کولای شم چې هغه مړکړم. هماغه و چې پسه کیشپ ته یوه کلکه لغته ورکړه او ځای پر ځای یې مړ کړ. زمري چې د پسه لغت وهل ولیدل حیران پاتې شو. بیا دواړه روان شول څو چې یو سیند ته ورسیدل. زمری په یو ټوپ له سیند څخه پورې وته او پسه چې غوښتل له سیند څخه پورې وځي په اوبو کې ولوېد. زمری ورغی پسه یې له لم څخه ونیو او له اوبو څخه یې راوویست او ورته یې وویل: وروره ودې لیدل چې له اوبو څخه نه شوی راوتلی. پسه یوه څرخکه وخوړه او وویل: ودې لیدل چې کیشپ مې څنګه په یوه لغته وواژه. ما غوښتل چې په اوبو کې لامبو ووهم. دوی دواړه بیا په لاره روان شول څو چې ونو ته ورسیدل، نو زمری په یوه منډه او یوه ټوپ له ونې څخه تېر شو، خو پسه ونه شوی کړلی چې له ونې څخه ټوپ ووهي. زمري ورته وویل: ودې لیدله چې له سیند څخه پورې وتلی نه شوی. پسه ورته وویل: ما په سیند کې لامبو وهله او په هغه وخت کې مې ډيرې اوبه و څښلې اوس غواړم هغه اوبه بېرته راوباسم او ویې ګرځوم. کنه ته کولای شې! زه کولای شم چې په یوه ټوپ زیات له ونې څه ټوپ ووهم او کله چې زمري د پسه دا خبره واورېدله له ډار څخه یې دوی پښې درلودې دوې پښې يې نورې هم پور کړې څلور پښې شوې همداسې ولاړ او په خپل مخ وتښتېد. زمری چې د تښتېدو په حال کې و او منډې یې وهلې یوه ګیدړه په مخ ورغله او له زمري څخه یې پوښتنه وکړه چې ولې دومره چټکې منډې وهې؟
زمري ورته وویل: نه پوهیږم چې له څه بلا څخه مې سر خلاص شو، هلته یو حیوان دی چې له ما څخه زورور دی. نو زمري چې د پسه ټولې نښې ګیدړې ته وویلې ګیدړې ورته وویل: هو! دا خو دې د پسه نښې راته وویلې. راځه چې ورشو مړ یې کړو. راځه چې زه او ته دواړه خپلې لکۍ سره وتړو او جوړه شو او هغه به مړ کړو نو یوه رسۍ یې پیدا کړه او زمري او ګیدړې خپله لکۍ سره وتړله او روان شول. کله چې پسه دوی دواړه ولیدل، په لوړ اواز یې وویل: نو زه هم باید خپل ټول دوستان راخبر کړم. نو څومره چې یې زور درلود همداسې نارې وهلې، چې ای زما دوستانو راشئ! ای زما دوستانو راشئ!
زمري چې د پسه نارې واورېدلې او پوه شو چې نور دوستان یې راوغوښتل نو بېرته یې په شا منډه کړه او وتښتید. او ګیدړې چې لکۍ یې د زمري لکۍ پورې تړلې وه. زمري ورپسې کشوله او کله په یوه ډبره او کله په بله ډبره لګېده، ترڅو چې دواړه له غره څخه راښکته شول او یوې کندې ته ولوېدل دواړه مړه شول او پسه د دوی له شر څخه خلاص شو.
حق پېژندونکي مرغان
جان چې یو ډېر ښه هلک و، هره ورځ به له خپل پلار سره کروندې ته، تلو او له ځمکې څخه به یې بیکاره ګیاوې ایستلې. ما د جان ږغ واورېده چې ویلې زه د بیکاره ګیاوو په معنی نه پوهیږم ښه! فرید جانه زه به دې د بیکاره ګیاوو په معنی پوه کړم، بیکاره ګیاوې هغو ګیاوو ته وايي چې خپل سر په کښت کې شنې کېږي او باید دغه بیکاره ګیاوې د غنمو، جوارو او نورو غلو دانو له کښته څخه وایستل شي.
جانه! اوس خو به دې بیکاره ګیاوې پېژندلې وي. مونږ وویلې چې جان او پلار یې د بیکاره ګیاوو د ویستلو لپاره کروندې ته تلل، دوی په کار بوخت ول چې د جان فکر شو دوه سپین سمندري مرغان په هوا کې راغلل، جان خپل پلار ته وویل: پلارجانه! وګوره سمندري مرغان. پلار یې ورته وویل: خپل کار کوه مرغان څه کوې، موږ دومره وخت نه لرو چې د مرغانو ننداره وکړو. پلار یې په دغه کال په خپله مځکه کې غنم کرلي ول او ډېر زیار یې په کې ایستلی و. څه موده تېره شوه.
غنم نېږدې پاخه شوي ول، او د رېبلو وخت یې رانېږدې شوی و. یوه ورځ يې جان او پلار کروندې ته تللي ول، چې بیا دوه سپین مرغان د دوی په سر راغلل. بیا جان ولیدل، مرغان له دې کبله چې ډنګر ول او هرې خواته یې کتل یوې او بلې خواته وارخطا وارخطا تلل، داسې معلومېدل چې ډېر وږي شوي دي. نو جان د خپلې ډوډۍ یوه برخه میده کړه او مرغانو ته یې ورواچوله او مرغان چې له میاشتو میاشتو وږي ول، د ډوډۍ په خوړلو یې پیل وکړ. جان د مرغانو په فکر کې و، چې د خپل پلار ږغ یې واورېده چې ویل يې: جانه! خپل کار کوه او په دومره لوړ اواز یې ږغ وکړ چې هغه مرغان والوتل. ماښام شو دوی له کروندې څخه خپل کورته ستانه شول. کله چې شپه تېره شوه او سبا شو، جان او پلار یې بیا د نورو ورځو په شان کروندې ته ولاړل او په کار باندې بوخت شول که ګوري چې بیا دوه سپین مرغان راغلل، جان بیاهم مرغانو ته ډوډۍ واچوله، خو یوه اوونۍ وروسته بیا دوه سپین مرغان راغلل او په هوا کې د جان پر سر راتاو شول او بېرته هغه سیند ته لاړل، چې په لویدیځه برخه کې بهېده. جان په دغه حال کې چې دوی ولیدل حیران پاتې شو او په لوړ اواز یې نارې کړې، چې مرغان مې ولیدل لویدیځي خواته ولاړل. د جان خبره لا پای ته نه وه رسېدلې چې یو بزګر ږغ کړ: وګورئ! او خلکو وګورئ! ختیځ لوري ته وګورئ! وګورئ ! چې څومره ډېر ملخان زموږ د کښت خواته راځي. د جان پلار چې ملخان ولیدل نو د خپل کښت په لور یې منډه کړه، چې دومره زیار یې ایستلی او کښت یې هم نیږدې پوخ شوی دی، اوس به یې ملخان وخوري. د جان پلار ډېر خواشینی شو. بزګر خپل بوټونه له پښو څخه راویستل او د ملخو په وژلو یې شروع وکړه. جان وویل: موږ ټول ملخان نه شو وژلی. جان خپل کمیس وکیښ او په ملخو باندې يې حمله وکړه، خو هیڅ ګټه یې نه کوله، ځکه چې ملخان ډېر زیات ول، په دې وخت کې یې د مرغانو ږغ واورید او بزګر ولیدل چې مرغانو په ملخو حمله وروړې او ملخ یې خوړلي دي او وژل یې دي. بزګر وویل: هو! څومره ښه مرغان دي چې زمونږه کښت یې له ملخو څخه ساتلی دی. جان په مرغانو کې دوه سپین مرغان ولیدل او په خوشحالۍ سره یې خپل پلار ته وویل: ای پلار جانه! سپینو مرغانو زما د ډوډۍ ورکولو حق پر ځای کړ او نور مرغان یې هم زموږ سره د مرستې لپاره راوستي دي. پلار یې وویل: ریښتیا! دا زموږ لپاره ښه چانس دی چې مرغان راورسېدل. په دې توګه د بزګرو کښت له ملخو څخه خلاص شو.
ښه سړی
یو سړي له ښار څخه لرې په یو کلي کې ژوند کاوه، چې یوه میرمن یې درلوده او له مال څخه یې یوازې یوه غوا درلودله چې د هغې شېدو، مستو، کوچو، پیروي او نورو شیانو پلورلو له لارې یې ژوند کاوه. یوه ورځ دغه ښځه او سړی د خیدک په جوړولو بوخت ول، چې ناڅاپه یې ولید ډېره لویه چکۍ خیدک یې جوړ کړی دی. د خوشحالۍ څخه یې نارې کړې او خپلې ماندینې ته یې ږغ کړ او ورته یې وویل: ای ماندینې! دلته راشه! چې څومره لوی خیدک مې جوړ کړی دی. ښځې چې خیدک ولیده تعجب یې وکړ او خپل میړه ته یې وویل: چې دا خیدک ژر تر ژره ښار ته یوسه او په ښه بیه یې خرڅ کړه ؛ میړه یې سمدستي خیدک په کراچۍ کې بار کړ او سپین ټوکر یې ورباندې وغواړوه.او د ښار په لوري روان شو. څو ګامه چې ولاړ یو شپون په مخه ورغی شپانه پوښتنه ورڅخه وکړه. ملګریه چېرې ځې؟ په کراچۍ کې دې څه شی بار کړي دي؟ سړي ورته وویل: څه نه دي یواځۍ یوه چکۍ خیدک دی، غواړم ښار ته یې یوسم او په ښه بیه یې خرڅ کړم. شپانه ورته وویل: رښتیا وايې! څومره ښه خیدک دی. د غوا له شېدو نه دې جوړ کړی که د بل شي؟. سپین ږیري سړي ورته وویل: نه بابا زه یوه غوا لرمه او دا خیدک مې د هغې له شېدو څخه جوړ کړی دی. شپانه ورته وویل: د دې لپاره چې معلوم شي ستا خیدک خوند لري او کنه باید زه یې وګورم او په هغه چاړه چې ورسره وه له خیدک څخه یوه ټوټه غوڅه کړه، ویې خوړه او ويې ویل: هو! دا خیدک ډېر خوندور دی. شپون ولاړ او سپینږیری سړی هم په خپله لار روان شو. د دغه سړي په لاره په هوټل کې شپه شوه. کله چې هوټل ته ورننوت له دې کبله چې ډېر وږی شوی و، د هوټل شاګرد ته یې وویل، چې ډوډۍ ورته راوړي، په دغه هوټل کې یو بل مسافر هم و، دغه مسافر له دغه سړي څخه پوښتنه وکړه، چې کوم ځای ته ځې؟ سپینږیري سړي ورته وویل: ما یو خوندور خیدک پوخ او جوړ کړی دی، وړمه یې ښار ته چې خرڅ یې کړم. مسافر ورته وویل: ته چې د خیدک هر څومره صفت وکړې، زه نه پوهېږم چې ستا خیدک په رښتیا سره خوندور دی او کنه، د دې لپاره چې خوند یې معلوم شي باید یوه ټوټه خیدک وخورم. او څو ټوټې خیدک یې ورڅخه وخوړ. سبینږیري سړي شپه په هماغه هوټل کې تېره کړه، سبا سهار چې یې چای وڅښلو بیا په خپله لاره د ښار په لوري روان شو. ورځ ښه رڼا وه لمر راختلی و او وړانګې یې په هر لوري خورې وې. د مرغانو چوڼهار له هر خوا څخه اوریدل کېده. سړی په لاره روان و په دې وخت کې خیدک له نیمايي څخه لږ پاتې شوی و. سړی چې ډېر ستړی شوی و او هوا هم توده وه تر یوې ونې لاندې کښیناست او په فکر کې ډوب لاړه، چې دغه لږ خیدک به څوک واخلي؟ دی په همدې چورت کې و، چې و يې لیدل له لیرې څخه یو کاروان راروان دی، کله چې کاروان ورته رانېږدې شو، سپینږیري سړي ولیدل چې یو دنګ او ښکلی ځوان د ده تر څنګ ولاړ دی او دې سړي ته یې وویل: وروره ولې دومره چورتي ښکارې؟ زه څو دقیقې دلته ستا تر څنګ ولاړ وم خو تا هیڅ ماته ونه کتل او هیڅ فکر دې راته نه و، زما په راتګ هیڅ خبر هم نه شوې. سپینږیري سړي خپله ټوله کیسه ورته وکړه. هغه ځوان ورته وویل: ته باید دومره خواشینی ونه اوسې، زه خیدک په هر بیه چې وي درڅخه اخلم یې؛ د دې لپاره چې تا زیار ایستلی او هغو خلکو چې ستا خیدک خوړلی دی ښه کار یې نه دی کړی، نو د سپینږیري سړي خیدک دغه ځوان په ډېره لوړه بیه واخیست او ورڅخه لاړ. سپینږیري سړي د خیدک په پیسو خپل د ضرورت وړ شیان په بازار کې واخیستل او نورې پیسې چې د خیدک له پیسو څخه پاتې شوې وې ویې ساتلې.
بوټي پلورونکی
په ډېر پخوا زمانو کې یو بوټي پلورونکي له خپلې ماندینې سره د یو سمسور ځنګل سره نېږدې ژوند کاوه، دغه مېړه او ماندینې ته یو بل ډېر ګران و او دواړو به کار کاوه زیار به یې ويسته، ماندینې به یې وړۍ ورېشلې او میړه به یې هره ورځ دښتې ته ولاړ او بوټي به یې راوړل، په بازار کې به یې خرڅول او د هغو په پیسو به یې خپله د شپې او ورځې ګوزاره کوله. یوه ورځ چې بوټي پلورونکی د نورو ورځو په څېر دښتې ته روان شو، خپلې ماندینې ته یې وویل: زه نن یو څه وختي راځم؛ ځکه چې د کور خرڅ خلاص شوی دی. ماندینې یې هیڅ ورته ونه ویل او په فکر کې ډوبه شوه. میړه یې ورته وویل: په څه شي کې فکر وهې، زه چې دومره زیار او زحمت باسم د دې لپاره چې ستا ژوند ښه شي او ته خوشحاله وسې، ووایه که چیرې کوم شي ته دې زړه کېږي او یا اړه لرې زه یې له ښار څخه درته راوړم. ماندینې ورته وویل: نه! کوم شي ته ضرورت نه لرم. زه په دې فکر کې وم چې یواځې ما او تا یو اولاد درلودلای چې له موږ سره یې مرسته کړې وای. میړه یې ورته وویل: یه ښځې ته غم مکوه، خدای ج مهربانه دی تر اوسه خو زه او ته د کار وسه لرو او د خپل ځان لپاره ډوډۍ پیدا کولای شو، کله چې زاړه او بوډا شوو یو څوک به پیدا شي چې له موږ سره مرسته وکړي. بوټي پلورونکی خپل کار پسې لاړ. شپې او ورځې یو په بل پسې تېریدلې . مېړه او ماندینه دواړه په کار بوخت وو. هماغه وو چې د دوی یو ګاونډی راغی او یو کوچنی زوی یې په غیږ کې دی. له سلام اچولونه وروسته یې بوټي پلورونکي ته وویل: یوه میاشت پخوا خدای ج ماته دغه زوی راکړ، خو مور یې د ده له زېږیدلونه وروسته مړه شوه او خپل عمر یې تاسې ته در وبخښه، له دې کبله چې زه دومره څوک نه لرم چې دغه زوی مې وساتي او زه هم مجبور یم چې د کار د پیدا کولو لپاره بل ښار ته ولاړ شم، څوکاله کېږي چې موږ او تاسې سره ګاونډیان یوو او ماته څرګنده شوې ده چې تاسې شریف خلک یاست، که ستاسو خوښه وي زه به خپل زوی تاسو ته پرېږدم چې ويې ساتئ او ماته دغه خپل زوی ډېر ګران دی.
بوټي پلورونکي خپلې ماندینې ته وکتل او ویې لیدل چې ماندینه یې خوشحاله ده. د بوټي پلورونکي ماندینې وویل: په ډېرې خوشحالۍ سره به یې د خپل اولاد په څېر درته وساتو، بوټي پلورونکي وویل: وروره ته چې په موږه دومره اعتبار او باور لرې او د خپل زړه ټوټه موږ ته سپارې موږ به یې د خپل اولاد په څېر درته وساتو بیغمه اوسه!
د بوټي پلورونکي ماندینې هلک چې شمس نومیده په غېږ کې واخيست او مخ یې ورته ښکل کړ، د هلک پلار د هلک بله جوړه کالي هم د بوټي پلورونکي ماندینې ته ورکړل او په خپله څو ورځې وروسته بل ښار ته ولاړ. بوټي پلورونکي او ماندینې ته یې شمس د خپل اولاد په څېر ګران و. ورځې، اونۍ، میاشتې او کلونه تېر شول، شمس ورځ په ورځ لوېیده او بوټي پلورونکی هم د پخوا څخه کمزوری او بوډا شوی و. څو کاله وروسته بوټي پلورونکي او ماندینې یې په هغو پیسو چې سپمولې وې یوه ټوټه مځکه واخیستله او شمس چې اوس قوي ځوان و په هغې کې کار کاوه. څو چې مځکه په حاصل راغله او دوی درې واړو ډېر ښه ژوند جوړ کړی و. بوټي پلورونکی او ماندینه یې د شمس په څېر یو زوی په لرلو سره ډېر خوشحال ول. د شمس پلار به کله کله د دوی خبر اخیسته.
څه موده وروسته شمس واده وکړ او د اولادونو پلار شو، او بوټي پلورونکی او ماندینه یې چې اوس نو زاړه شوي وو له خپل زوی، اینګور او لمسیانو سره اوس هم خوشحاله ژوند کاوه. دوی سره کور او اور شول او زه دلې راغلم.
بوډۍ ښځه
یوه بوډۍ ښځه وه چې یو کوچنی کور یې درلود. یوه شپه چې بوډۍ ښځې ډوډۍ وخوړه، ویې لیدل، چې هوا ډېره یخه ده او ساړه یې کېږي. نو یې خپل ځای جوړ کو او په کې څملاسته. دا لا ویده شوې نه وه، چې دروازه وټکېده. دروازه یې خلاصه کړه، ویې لیدل، چې یوه چوغکه دروازې خواته ولاړه ده. چوغکې بوډۍ ښځې ته وویل: نن شپه هوا ډېره یخه ده؛ زه ځای نه لرم، ما پرېږده چې نن شپه ستاسې په کور کې تېره کړم، سبا وختي ځم. بوډۍ ښځې د هغې خبره ومنله او ورته یې وویل: په هغه ونه کې چې د کلا په منځ کې ولاړه ده کېنه. بوډۍ ښځه بیا خپلې بسترې ته ولاړه، چې بیا دروازه وټکېده، ورغله او دروازه یې خلاصه کړه، ویې لیدل، چې یوه چرګه دروازې ته ولاړه ده. چرګې هم د له یخنۍ او بېځایۍ څخه شکایت وکړ او ورته وویل، چې ماته نن شپه په خپل کور کې ځای راکړه. بوډۍ ورته وویل: تېره شه! ورشه په یو ځای کې څمله. بوډۍ ښځه بیا ولاړه، بیا چې بسترې ته ننوته، بیا دروازه وټکېده. بېرته راغله او دروازه یې خلاصه کړه. ويې لیدل، چې یو کارغه دروازې ته ولاړ دی او بوډۍ ښځې ته یې وویل: زه ځای نه لرم، هوا ډېره یخه ده، نن شپه ستا په کور کې تېروم، سهار وختي ځم. بوډۍ ښځې ورته وویل: ډېر ښه! ورشه د خره تر څنګ څمله. بوډۍ ښځه بیا ولاړه چې په خپل ځای کې ویده شي، بیا دروازه وټکېده ورغله، دروازه یې خلاصه کړه څه ګوري چې یو سپی ولاړ دی. سپي بوډۍ ښځې ته وویل: هوا ډېره یخه ده زه ځای نه لرمه، ماته په خپل کور کې ځای راکړه چې نن شپه په کې تېره کړم. د بوډۍ ښځې زړه ورباندې وسوزېده او سپي ته یې وویل: ورشه په سر کې پریوځه! او بوډۍ ښځه ولاړه په خپل ځای کې ویده شوه. سبا یې له خوبه راویښه شوه، ورغله چوغکه یې راویښه کړه او ورته یې وویل: نور نو ولاړه شه! چوغکې ورته وویل: زه تاته غزلې وایم. بوډۍ ښځې ورته وویل: نه! ماته غزلې مه وایه. بیا ورغله او چرګه یې راویښه کړه او ورته یې وویل: ولاړه شه چرګې! چرګې ورته وویل: زه تاته هګۍ اچوم، یو ځل دباندې ووځم. بوډۍ ښځې ورته وویل: نه! نه ته ودرېږه. لنډه دا چې بوډۍ په همدې ترتیب کارغه ته ورغله او هغه یې راویښ کړ او په پای کې سپي ته ورغله او ورته یې وویل: چې سبا شو په خپل کار پسې دې ولاړ شه! سپي ورته وویل: چې زه غاپم او غل نه پرېږدمه چې کورته دې راشي. بوډۍ ورته وویل: ته هم مه ځه! لنډه دا چې ټول بوډۍ کره پاتې شول او د بوډۍ کارونه یې ورته کول او بوډۍ د دوی په مرسته ښه ژوند درلوده.
مسافر
په پخوا زمانو کې یو سړي د مسافرۍ قصد وکړ، کله چې په لاره روان شو ويې لیدل چې یوه خلتکه راوالوته او د ده پر خوا راغله او ویې ویل: ځوانه سلام علیکم! زه هم درسره ولاړه شم؟ ځوان ورته وویل: ولې نه راځه! خلتکه په اس ورپسې سوره شوه دواړه روان شول. چې یوه هګۍ رغړېده او د دوی مخې ته راغله او وویل: ځوانه سلام علیکم! زه هم له تاسو سره ولاړه شم؟ ځوان ورته وویل ولې نه راځه! ځوان، خلتکه او هګۍ درې واړه په لار روان ول. ځوان سړي هګۍ هم په اس سپره کړه او روان شول. دوی په لاره روان ول چې یو چنګاښ کوږ ووږ روان و او د دوی مخې ته راغی او ویې ویل: ای! زه هم درسره ولاړه شم؟ ځوان ورته وویل: هوکی ته کولای شې چې له موږ سره ولاړه شې. دوی څلور واړه ځوان سړی، هګۍ، خلتکه، چنګاښ ټوله سره په أس سپاره شول او روان شول. خلتکه چې ځنې خلک ورته کونډخه وايي او چنګاښ هم ورسره روان شول. چاوون مخې ته ورغی او ورته یې وویل: ځوانه! سلام دی. زه اجازه غواړم چې تاسې سره ولاړ شم، ځوان ورته وویل: هوکی! زر راسره ولاړ شه راځه! هغه هم ورسره روان شو. له دښتو څخه تېر شول په لاره کې ملاکه او لاسي کراچۍ هم ورسره ملګري شول، څو چې یو کوچني کورته چې د غرونو په منځ کې و ورسېدل. ورځ تېره شوه او ماښام شو. ځوان سړي د کور دروازه وټکوله، خو هیچا ږغ ونه کړ، ځوان سړی کور ته ورننوت. په کور کې یې یوه پېغله ولیده، چې ژاړي، ځوان له پېغلې څخه پوښتنه وکړه چې ولې ژاړې؟ پېغلې ورته وویل: دلته په نېږدې ځایو کې یو پړانګ دی، چې تر اوسه پورې یې څو تنه خوړلي دي. زه یوازې یم وېرېږم چې پړانګ به راشي او مابه وخوري. ځوان سړي نجلۍ ته وویل: ته مه ژاړه زه او زما ملګري تاسره مرسته کوو. دوی داسې فیصله وکړه چې خلتکه دې د کوټې په کونج کې کېنۍ کله چې پړانګ راشي ډیوه دې مړه کړي. هګۍ دې په ایرو کې پټه شي هر وخت چې پړانګ راشي نو د پړانګ سترګو ته دې ایرې وروشیندي، په همدې ډول هر یوه ته وظیفه وټاکل شوه او په خپله ځوان په یو ځای کې پټ شو. پېغله هم خپلې کوټې ته لاړه او ډیوه یې بله کړه. کله چې پړانګ راغی خلتکې په خپلو وزرونو سره ډیوه مړه کړه. پړانګ وغورېده او نغري ته ورغی چې اور بل کړي چې کوټه رڼا شي. په همدې وخت کې هګۍ پوه کړه او د پړانګ په سترګو کې ایرې توې کړې چې هیڅ یې نشوای لیدلای. نو په شا ولاړ ملاکه چې هلته پټه شوې وه راوغورځېده او د پړانګ په ککرۍ ولګېده د پړانګ زړه ډېر تنګ شو، غوښتل یې چې وتښتي په دې وخت کې یې تېښتې ته ځان جوړاوه، چې چاوون د هغه په سر راوغورځېده او ځای پر ځای مړ شو. ځوان سړی را ولاړ شو او لاسي کراچۍ ته یې نارې کړې. هغه ورته راغله پړانګ یې په کې واچوه او په دې ترتیب د پړانګ چاره وشوه. پېغلې له ځوان څخه مننه وکړه او ورڅخه یې وغوښتل چې هلته پاتې شي. ځوان سړي او پېغلې واده سره وکړ او د ځوان نور ملګري چې ورسره ول په همدې ځای کې ژوند کاوه.
خرکار
د اوړي په تودو ورځو کې یوه ورځ یو خرکار په خپل خره باندې مالګه بار کړې وه او له یوه لیرې ځای څخه د خپل کور پر لوري روان و. په لاره کې یوه لویه ویاله هم وه. کله چې دغې ویالې ته راورسېدل، نو خر یې په ویاله کې ګډ کړ. د خره پښې چې په ویاله کې لمدې شوې، نو اوبه یخې وې او خره ته یې خوند ورکړ. سمدستې خر په اوبو کې ګونډې ووهلې اوخپله ګېډه او سینه یې هم په اوبو کې کېښودله. کله چې خرکار ولیدل اوبه مالګې ته ورسېدې او مالګه یې ویلې کېږي؛ ډېر کوشش یې وکړ چې خر ولاړ کړي او له ویالې څخه ووځي. خو ده چې هر څومره کوشش وکړ خر ولاړ نه شو، ډېر وخت په اوبو کې پروت و؛ کله یې چې ځان یخ کړ نو ولاړ شو. بار یې هم سپک شوی و. خرکار ولیدل چې نیمايي مالګه اوبه شوې ده. خر په اسانۍ سره تر سپک بار لاندې کور ته راورسېد او ډېر خوشحاله و. ځکه چې هم یې ځان یخ شوی و او هم یې بار سپک شوی و، خو بله ورځ همدغه خرکار پر همدغه خره باندې لیمڅۍ بار کړې وې او له ښار څخه خپل کور ته راروان و. دا ځل هم کله چې خر اوبو ته راورسېد په اوبو کې یې ګونډې ووهلې او خوار پکې څملاست. خرکار دا ځل هیڅ ونه کړل. خر یې پرېښود چې په اوبو کې څملي او په خپله تر یوې ونې لاندې سیوري کښیناست. څو ساعته وروسته خر ولاړ شو او د ویالې پورې غاړې ته د خپل څښتن خواته روان شو، خو بار يې په دې اندازه دروند شوی و، چې نه شو تر لاندې تلای. پښو یې سستي کوله. خره ولیدل چې له بار څخه اوبه څاڅي او بار یې هم ډېر زیات دروند شوی دی. په ډېرې سختۍ له ویالې څخه راوخوت او په ډېر زحمت سره خپل کورته ورسېد؛ دومره ستړی شوی وو، چې واښه یې هم نه شوای خوړلی.
زمری
یو زمری په لاره تېرېده، چې یوې ډنګرې پیشو سلام ور واچوه. زمري پوښتنه ورڅخه وکړه چې ولې دومره ډنګره یې؟ پیشو ځواب ورکړ چې د انسانانو لاس ته ورغلې یم، ژوند مې ډېر تریخ دی. زمري پوښتنه بیا ورڅخه وکړه، چې انسان ډېر ظالم دی؟ پیشو ورته وویل: هو! او په درواغو یې په ژړا پیل وکړ. زمری ډېر په قهر شو او و يې ویل: انسان چیرې دي، چې تا د هغه له منګلو څخه خلاصه کړم. پیشو زمري ته وویل: دغه انسان په باغچه کې دی، کار کوي. زمري وویل: ځه مخکې شه او هغه ماته را وښایه. پیشو مخکې شوه او زمری ورپسې روان شو. خو چې باغچې ته ورسېدل، ویې لیدل چې یو سړی په باغچه کې کار کوي. پیشو زمري ته اشاره وکړه چې انسان هغه دی وینې کنه، زمري ورته وویل: هو! وینم یې.
پیشو وروسته له هغه بزګر ته راغله او ټوله کیسه یې ورته وکړه او بېرته زمري ته راغله او څه یې ورته وویل. زمری بزګر ته راغی او ورته یې وویل: پیشو زموږ له ټبره څخه ده، ته یې ولې زوروې؟
بزګر په مقصد پوه شو او زمري ته یې وویل: ځه! په خپل کار پسې دې، ما خپل کار ته پرېږده! خو زمري د بزګر خبرې په غوږ کې ونه نیولې او ورته یې وویل: اوس به دې ټوټې ټوټې کړم. بزګر ورته وویل: زه انسان یم د مځکې مخ له ټولو موجوداتو څخه قوي فکر او زیات عقل لرم او حاضر یم چې له تاسره وجنګېږم. زمري تر اوسه پورې له هیچا څخه داسې خبرې نه وې اورېدلې، ډېر په قهر شو او له ډېره درده څخه یې مځکه په منګولو څېرې کړه او و يې ویل: ته حاضر یې چې له ماسره جګړه وکړې؟
بزګر ورته وویل: هو! زه حاضر یم چې له تاسره غېږه ونیسم او ته دلته اوسه چې زه خپله ملا وتړم. په همدې وخت کې بزګر زمري ته وویل: څو چې زه ځم او خپله ملا تړم ته تښتې او زه چټي لالهانده کېږم. زمري ورته وویل: زه ژبه درسره کوم څو چې ته راځې زه به له دې ځای څخه ونه ښورم او دغه پیشو زما ضامنه ده. بزګر ورته وویل: که چېرې زه ولاړ شم خپل کار پرېږدم ملا وتړم او بیا چې دلته راشم پیشو هم په دېوال باندې وخېژي نو بیا به زما له لاسه څه وشي؟ بزګر زمري ته وویل: د دې لپاره چې ته ونه تښتې زه به تا په دغه ونې پورې وتړم کله چې بېرته راغلم تابه خلاص کړم او بیا به دواړه غېږه ونیسو. زمري د بزګر دا خبره ومنله. بزګر چې ولید مغروره او ساده زمری وغولېده، یوه ټینګه رسۍ یې راواخیسته د زمري پښې یې وتړلې او بیا یې په ونه پورې ټینګ وتاړه. زمري په ډېر غرور سره ورته وویل: ښه ټینګ مې وتړه، کله چې بزګر پوه شو چې زمری پوره ټینګ وتړل شو، نور نو نه سي ښورېدای، ورغی یو لرګی یې راوړ او زمري ته یې ونیوه، ډېر یې وواهه. زمري چې هر څومره ورته وویلې چې د غېږ نیول خو داسې نه وي، خو بزګر لا پسې واهه او ورته یې وویل: چې دا هم یو ډول غېږ نیول دي. په پای کې زمري بزګر ته وویل: ما پرېږده چې ولاړ شم، څو چې ژوندی یم، ستا د غلامۍ کړۍ به زما په غوښه کې وي. د غویو په څېر به مځکه درته اړوم، هر کار چې وي زه یې درته کوم، بزګر نور خوشې کړ چې لاړ شي. زمری چې یې خوشې کړ، ډېر یې وهلی و، بزګر ولیدل چې د زمري پښې او سر مات شوي دي او له اخ او ټوخه لوېدلی دی. په سینه کې یې رسۍ واچوله او له باغچې څخه یې دباندې وغورځاوه. زمري څه موده وروسته په داسې حال کې چې پښې یې ماتې وې ځان یې غره ته ورساوه، څو چې ژوندی و کله به چې یې انسان له لیرې څخه ولیده له ډار څخه به یې د هغه بزګر خیال ورباندې کاوه او په اشاره سره به یې سلام اچاوه.
مږ او بزګر
یوه ورځ یو مږ بزګر ته ورغی او له سلام اچولو نه وروسته یې ورته وویل: زه غواړم له تاسې سره شریک شم، راځه چې یو ځای کښت وکړو. ته ماته راوښایه چې څنګه کار وکړم او دا چې زه هر کار کولای شم. بزګر د داسې ملګري په پیدا کولو سره چې هم قوي دی او هم هر کار کوي خوشحاله شواو ورته یې وویل: ډېره ښه ده! نو راځه چې مځکه واړوو، مږ او بزګر پټیو ته ولاړل بزګر مږ ته د پټیو اړول او یوې کول ور وښودل. مږ مځکه واړوله او بزګر غنم په کې وکرل. کله چې غنم پاخه شول او د لو وخت راورسېد، بزګر له مږ څخه پوښتنه وکړه: ملګریه د غنمو کوم ځای اخلې؟ د غنمو پاسنۍ برخه او که کښتنې برخه او که منځنۍ برخه یې اخلې؟ خوښه ستا ده. مږ څو ګړۍ فکر وکړ او بیا یې ورته وویل: ته یې کومه برخه اخلې؟ بزګر ورته وویل: ماته توپیر نه لري، د غنمو هره برخه چې وي زما په کار ده، او که له ما څخه پوښتنه کوې زما د غنمو کښته برخه خوښېږي. مږ ورته وویل: ښه دی! اوس پوه شوم چې د غنمو کښته برخه ښه ده. زه کښته برخه اخلم. هماغه وو چې بزګر مږ ته لو وروښود، مږ ټول غنم ورېبل او بزګر د غنمو پاسنۍ برخه چې وږي ول واخیستل. د غنمو کښته برخه چې واښه او پروړ و هغه یې مږ ته ورکړل. بزګر ځنې غنم د کور لپاره وړه کړل، ځنې یې تخم ته وساتل او ځینې نور یې بازار ته یوړل او خرڅ یې کړل. له نورو کلو څخه یې زیاتې پیسې وګټلې په همدې ورځ مږ هم پروړ بازار ته ویوړل، خو هیچا هم نه اخیستل. مږ ډېر خواشینی و. بزګر ته ورغی ورته یې وویل: دا ځل تېروتم راځه چې بیا سره شریکان شو او په ګډه سره کښت وکړو. بزګر ورته وویل: ډېر ښه! ته ډېر ښه شریک یې. بیا به په ګډه سره کښت وکړو. دواړه پټیو ته ولاړل دا ځلې مږ په خپله مځکه واړوله او یوې کړه، فکر یې کاوه چې دا ځل د کښت پاسنۍ او لاندنۍ دواړې برخې اخلم. خو بزګر دا ځل جوار وکرل کله چې جوار پاخه شول او د لو وخت راورسېده، مږ بزګر ته وویل: زه دا ځل د کښت پاسنۍ او لاندنۍ دواړه برخې اخلم. بزګر ورته وویل: ډېر ښه! د کښت پاسنۍ او کښتنۍ دواړه برخې ستا او منځنۍ برخه یې زما. په دې ترتیب د جوارو پاڼې او ډنډر د مږ په برخه شوې او د جوارو توکې چې جوار په کې وو، بزګر واخیستل. دا ځل هم بزګر ګټه وکړه او مږ ته زیان ورسېده. له همدې کبله دی چې مږ لا تر اوسه بوټی له بیخه باسي او په ځیر ورته ګوري لکه چې پوښتنه ورڅخه کوي چې کوم ځای یې د خوړلو دی؟
وږی لېوه
یوه ورځ یو وږی لېوه په ښکار پسې ګرځېده. له لیرې څخه یې ولیدل، چې یو سوی د یو بوټي تر څنګ پرته ده. لېوه خوشحاله شو او په زړه کې یې وویل: زه باید کرار کرار ورشم، چې سوی زما د پښو ږغ وانه وري. ښه چاغ او غوړ ښکار به لاس ته راشي. کرار کرار وړاندې ورغی، خو سوی د لېوه د پښو ږغ واورېده او له خپل ځای څخه ولاړه شوه او د تښتیدو ځای یې ځان ته جوړ کړ. لېوه په خوږه ژبه ورته وویل: سوی ملګرې څومره ډېره ویده کېږې؟ د خپلو ملګرو پوښتنه نه کوې. احوال یې نه اخلې. ډېره موده کېږې چې ما نه یې لیدلې. ډېر درپسې خفه وم. لېوه په دې وخت کې سوی ته نېږدې ورتلای او سوې له ډاره د پاڼې په څېر رېږدیدله. سوی ورته وویل: ملګریه! اختیار لرې، زه له لیرې څخه تاته دوعا کوم. وږي لېوه وویل: ډېرې خبرې مه کوه ستا ډېرې خبرې زده دي. زما د لوږې چاره نه شې کولای. زه باید یو څه وخورم، ډېر وږی شوی یم. سوی پوه شوه چې که چېرې کوم چل ونه کړي، نو لېوه یې خوري. په همدې وخت کې یوه ګیدړه ورپه یاد شوه، چې په همدې نېږدې ځای کې یې ژوند کاوه او تل به یې د هغې ښکلې هوس هم کاوه، نو لېوه ته یې وویل: ما خو وینې چې ډېره کوچنۍ او ډنګره یم. ته په ما نه مړېږې، دلته نېږدې یوه چاغه ګیدړه شته دی، اجازه راکړه چې د هغې ګیدړې کورته دې ورولم. که چېرې ګیدړه ستا خوښه شوه، ښه تر ښه، کنه زه خو ستا په لاس کې یم. بیا به ما وخورې. لېوه د سوی خبره ومنله او دواړه روان شول. څو چې هغه بوټي ته ورسېدل چې په هغه د پاسه د ګیدړی کور و. سوی لېوه ته وویل: ته دلته کېنه چې زه ور خېژم او وګورم چې څه خبره ده. ګیدړه په کور کې شته او که نشته. لېوه په هماغه ځای کې پاتې شو او سوی د ګیدړې کره ورغله. ګیدړې ته یې وویل: ګیدړې ملګرې سلام! څه حال لرې؟ ښه شو چې ومې لیدلې، ډېره در پسې خفه وم.
ګیدړه د سوی په خوږو خوږو خبرو ډېره خوشحاله شوه او ورته یې وویل: مهرباني وکړه کورته راشه! ډوډۍ وخوره! زه هم ستا په لیدو ډېره خوشحاله شوم. ستړې مه شې، هر کله راشې. سوی ورته وویل: ما له خپل ملګري سره ستا خبرې کولې ته یې ډېره خوښه شوې، هغه غواړي چې تا وویني. هغه دی د بوټي څنګ ته ولاړ دی. که چیرې ستا اجازه وي ورته به ووایم چې راشي. ته تر هغه وخته پورې کوټه جوړه کړه. ګیدړه چې هوښیاره حیوان و د سوې له خوږو خبرو او غوړه مالۍ څخه یې شک پیدا شو او ورته یې وویل: ته ودرېږه! زه یو ځل ورشم چې شېر برنج مې په نغري کې ایښي دي، چې اوبه یې وچې شوې نه وي، ونه سوزي. دايې وویل او اشپزخانې ته لاړه. د اشپزخانې له کړکۍ څخه یې لېوه ولیده چې د ده د کور په لور ګوري او د ښکار د غوښو د خوړلو له شوقه خپلې شونډې څټي. نو ګیدړه بېرته سوی ته راغله او ورته وویل: سویه وروره! زما شېربرنج تیار پوخ شوی دی ته ورشه، ملګری دې راوله زه به کوټه پاکه کړم. خو ته لږ څه ټال ورکړه چې زه کوټه په ښه توګه جوړه کړم او شېر برنج هم تیار کړم او په مجومو کې یې واچوم. هماغه دی چې بیا به نو راشئ. سوی چې د شیر برنج نوم واورېده سره ډېره خوشحاله شوه او پورته پورته غورځېدله. د لېوه په لوري یې منډه واخیسته. چې د ګیدړې کورته یې راولي، لېوه ګیدړه وخوري، دا ورڅخه خلاص شي، شیر برنج به هم له هغې څخه پاتې شي او په خپله به یې وخوري. خو ګیدړې له پخوا څخه د دغه ډول پېښو غم خوړلی و او د خپل کور په مخکې یې یو کوهی کیندلی و. په سر باندې یې خس اچولي وو؛ لېوه او سوی چې د کوهي سرته راورسېدل، دواړه غبرګ په کوهي کې ولویدل. ګیدړې ژر ژر خاورې کوهي ته ور واچولې او دواړه په کوهي کې د خاورو لاندې مړه شول.
طوطي
یو ډېر ښایسته طوطي وو. څلور بچي یې درلودل. طوطي به هره ورځ له خپلې ځالې څخه د باندې تلو، چې خپلو بچیانو ته خواړه راوړي. د طوطي یو بچی کوچنی توتو نومېده. کله چې کوچنی توتو له هګۍ څخه راووت، د نورو ورونو په څېر یې په ځان باندې یوه بڼکه هم نه وه. د هغه سر ډېر لوی وو او عجیبه خبره لا داده چې کوچنی توتو به تل وږی و. هر څومره به یې چې خوړل، نه مړېده. تل به یې خوله خلاصه نیولې وه. ژر ژر به یې خوړل او ژر ژر هم لوېده. رښتیا! وبخښئ چې زما هېر شوي وو، چې دا هم ووایم، چې دغه طوطي په برازیل کې ژوند کاوه. برازیل د جنوبي امریکا یو هیواد دی او هوا یې ډېره توده ده.
د دغه طوطي ځاله په یوه ونه کې وه. کله به چې ده وغوښتل ونې ته وخېژي او خپلې ځالې ته ورشي، نو له خپلې مښوکې څخه به یې کار اخیسته. یعنې خپله مښوکه به یې د هوسۍ په ونه کې په یو ښاخ کې بندوله او ځان به یې پورته کشاوه. دغه طوطي په خپل ژوند کې ډېر خوشحاله و. شپې او ورځې یې د خپلو بچیانو په څنګ په خوشحالۍ سره تېرېدلې. خو دغه خوشحالي ژر ورباندې تېره شوه. یوه ورځ چې طوطي خپلې ځالې ته راغی، کوچنی توتو یې ونه لیده. ځکه چې له خپلې ځالې څخه وتلی و. دغه کوچني توتو تر اوسه پورې وزرونه نه و کړي، نشوای الوتلای. ګرانو کوچنیانو نو تاسو به پوښتنه کوئ! چې په کوچني توتو څه شوي وو؟ نو غوږ ونیسئ د هغه کیسه داسې ده.
کله چې یو برازیلي ښکاري کوچنی توتو ولیده، هغه یې ونیوه او خپل کورته یې یوړوو، په قفس کې یې واچوه او هملته یې وساته. په ډېرو پیسو یې خرڅ کړ. کله چې څوک غواړي طوطي وروزي؛ نو پخوا تر هغه چې درې میاشتې لوی شي د هغه په روزلو پیل کوي.
کوچنی توتو له هغه وخته څخه چې په قفس کې و، ډېر خواړه یې ورکول. هرڅه به یې چې ورکول هغه به دده ډېر خوښېدل؛ خو د هغه ډېره مېوه هم خوښېدله. دغه کوچنی توتو به د کافر ګل څخه هم په ښه توګه ماتوه او د هغه زړي به یې خوړل او پوټکي به یې ایسته غورځول. طوطیان ټول ښه ږغونه لري خو که څوک وغواړي طوطي ته خبرې ورزده کړي او په خبرو یې راولي، نو باید تر څنګ یې کېنوي او هره خبره په ډېره حوصله سره څوڅو ځله ورته تکرار کړي. لنډه دا چې کوچنی توتو ډېر ښه زده کوونکی و. لږه موده وروسته یې ویلای شو چې سلام د خدای په امان او تشکر. خو کوچنی توتو د دې خبرو په معنی نه پوهېده. برازیلي ښکاري هغه په قفس کې اچولی و. تر روزنې لاندې یې نیولی و. دغه قفس لوی و او هغه هم کوچنی چې د قفس په منځ کې و، ښکته او پورته کېده او په قفس کې یوه کوچنۍ کاسه له اوبو څخه ډکه وه. طوطي به کله کله لامبو په کې وهله. ښایسته کوچنی توتو چې اوس یو څه لوی شوی و، ښکلی شوی هم و او کولای یې شول چې څوخبرې زده کړي. او ووايي چې تشکر د خدای په امان. نو برازیلي ښکاري دغه توتو په یو برازیلي سوداګر خرڅ کړ. د دغه سوداګر د طوطیانو اخیستل او پلورل کار و. اوس کوچنی توتو لوی توتو شوی و او د افغانستان په هیواد کې به هم وي. دا امکان هم شته چې ستاسې د یو دوست په کور کې وي. که چیرې ستاسې د یو دوست په کور کې وي، نو تاسې خپل دوست ته ووایاست چې توتو ښه وساتي، امکان لري چې ښایسته توتو (۸۰) کاله ژوندی پاتې شي؛ خو تاسې ګران کوچنیان څه فکر کوئ؟ که چیرې توتو په هماغه ځنګل کې وای او په قفس کې نه وای اچول شوی، تر دې څخه به ډېر ښه نېکمرغه او بختور نه وي؟
بابا دښتي
په پخوا زمانو کې یو سړی و، ویل به یې: څوک چې له خپل غیرت څخه د خپلو مټو له زور څخه کار واخلي، ډېر سخت کارونه سرته رسولی شي. دغه سړی چې یو وخت له یو ولایت څخه بل ولایت ته تلو په یوه پلنه دښته کې یې ولیدل چې یوه کوچنۍ چینه ده، نو هماغلته له خپل اس څخه کوز شو، خپل مخ او لاسونه یې پریمنځل او وروسته له هغه د ښار په لوري روان شو. بله ورځ یې خپله د څو ورځو سړه ډوډۍ وخوړله او خپل یوم او کلنګ یې له خپل ځان سره را واخیستل. کله چې بیا هغې چینې ته راورسېد، خپله خیمه یې هلته ودروله او خپل اس یې چې ورسره بلد وو ورڅخه وتښتېده، په دښتې کې یې خوشې کړ چې د دښتې ګیاوې وخوري او خپل ځان ورباندې موړ کړي. دغه سړی چې کله خپله ډوډۍ وخوړه، یوم او کلنګ یې راواخیستل او له دغې چینې ته یې یو لښتی وکیښ او یوه ډنډه یې هم جوړه کړه. چینه یې ښه پاکه کړه. د دښتې مځکه په د کرلو لپاره تیاره وه. پولې او پټي یې جوړ کړل. لښتي یې وکیندل البته دغه کار په یوه ورځ نه کېږي، بلکې څو ورځې او څو اونۍ یې کار وکړ. وروسته له هغه یې په پټیو کې اوبه خوشې کړلې. کله چې مځکه ښه نرمه شوه، بیا یې مځکه په یوم باندې واړوله، څو ډوله تخمونه یې پکې وپاشل او خپله یې چې خرڅ او خوراک خلاص شوی و، بیرته ښار ته ولاړ او دا ځل یې څو نیالګیه هم له ځان سره یوړل او د لښتي په غاړه یې کېنول. له دې کبله چې چینه ښه پاکه شوې وه، د چینې اوبه ډېرې ښې وې او هر څومره به یې چې اوبه لېږدولې، نیالګي به يې کېښودل. ډېره مځکه یې د کښت او کر لپاره تیاره کړه. څه موده وروسته يې لیدل چې هوا کرارکرار سړېږي، نو د ځان لپاره د یوې کوټې د جوړولو په فکر کې شو.
ګرانو کوچنیانو څو کاله وروسته به چې مسافران په دغه دښته کې تېریدل، چې یو بل ولایت یا بل ښار ته ولاړ شي، نو لیدل به یې چې هماغه شاړه مځکه کې په زرهاوو ونې د ګلانو او کښتونو زیات شمېر پټي شته او څو کوټې هم جوړې شوي دي. د بابا دښتې یوم په لاس کې او په مځکه کې کار کوي او یا له ګلونو څخه بیکاره ګیاوې شکوي، یا اوبه ورباندې لګوي. ګواکې مسافران به د بابا دښتي په باغچه کې ښکته کېدل، چا به څو ساعته تېرول او څوک به د شپې هملته پاتې کېدل. خلکو له دې کبله دغه سړي ته بابا دښتي ویل چې تل به یې په همدې دښته کې کار کاوه او کله کله به ښار ته تلو چې د خپل ځان لپاره د ضرورت شیان راوړي. یعنې هغه شیان چې ده ته پکار دي. کله به چې کوم تمبل او همداسې ناغېړه سړی پیدا شو چې کار به یې نه کاوه، خلکو به ورته ویل چې ورشه کار او زیار ایستل له بابا دښتي څخه زده کړه، چې په یوازې صورت څومره کار کوي او یو پلنه دښته یې چې شاړه پرته وه سمسوره کړه. او رښتیا زما هېر شوي وو چې ګرانو کوچنیانو! بابا دښتې له هغه کال څخه وروسته له څو تنو نورو څخه هم وغوښتل چې هلته ورشي او په هغه محله کې ژوند وکړي. اوس ډېر کلونه تېر شوي دي چې بابا دښتي مړ شوی دی؛ خو په هماغه دښته کې یو کلی پروت دی. مځکې او بڼونه هم ډېر شوي دي، خلکو په هغه دښته کې نور کاریزونه هم وکیندلې، تل بابا دښتي ته دوعا کوي او وايي: که څه هم بابا دښتي ډېر عمر ژوندی و، خو تر پای پورې یو قوي او پیاوړی سړی و. بابا دښتي به خلکو ته ویل: چې ډېر کار ودانۍ او ابادي منځ ته راولي او ابادي او وداني هوسايي منځ ته راولي.
د اوبو ایږ
د ایږ کوچ، خیدک، غوښه او کیک ډېر زیات خوښېدل، د اوبو ایږ تل په سمندر کې اوسیده او بېړۍ چلول یې ښه زده کړي ول. ټولو حیواناتو به هغه ته ماڼو ویل. د اوبو ایږ چې په سمندر کې یې خپل ژوند تېراوه، له خپل دغه ډول ژوند څخه خفه شوی و او غوښتل یې چې له سمندر څخه ووځي. په سمندر کې یې یو برج ولیده. هلته ورغی د برج په سر کې یوه کوټه وه. هلته لاړ او کېناست. رڼا اچوونکي یې روښانه کړل ترڅو کومه بېړۍ لاره ورکه نه کړي. یو ورځ ایږ له چکر نه خوشحاله خپل کورته راغی. خپله ټوکرۍ یې د کوټې په یوه کونج کې کېښودله. د اوبو ایږ به دوه ورځې استراحت کاوه او د شپې به یې رڼا اچوونکي لګاوه. یوه ورځ ایږ په خپله کوټه کې ناست و. له ځان سره وویل: باید چې د ستورو او سپوږمۍ له لیدلو څخه خوند واخلم. تر څو به چې په سمندر کې د اخوا دېخوا ځغلم. څو شپې وروسته یې بیا له ځان سره وویل: همدا کار مې ښه دی چې د سمندر له لارې ورسره مرسته وکړم. ایږ به هماغسې په خپلو خیالو کې ډوب و، چې ناڅاپه یې یو ږغ تر غوږو شو. څو شېبې وروسته یې یو موږک ولیده چې د کوټې په غولي کې ګرځېده. دې هوښیار موږک به همېشه ځان ته د هغه تناب په وسیله چې د المارۍ په اړخ کې زوړند و، المارۍ ته ځان رساوه او د ایږ ټول خواړه به یې خوړل. ایږ د دې موږک له لاسه ډېر په تنګ شوی و. ایږ د موږک لور ته منډه کړله، چې و یې نیسي. ځکه چې هغه به هره ورځ د ایږ کوچ، خیدک، کلچې او غوښې خوړلې. په همدې شېبه کې ایږ د اوبو لورته وکتل، چې موږک ترې وتښتېده. ده له ځان سره وویل، تر څو چې وږی شوی نه یم، زه هم د سمندر ډیوې روښانه کوم او بیا راځم خپله ډوډۍ خورم. کله چې ایږ د ډیوې روښانه کولو لپاره ولاړ، موږک هم لاړ خپل ټول ملګري یې د ډوډۍ لپاره مېلمستیا ته راوبلل. موږک د تلفون خواته په منډو منډو ولاړ څو خپل ملګري خبر کړي د موږک ټول مېلمانه د سمندر ایږ په کوټه کې سره راټول شوي ول او په خوړلو یې پیل کړی و. په همدې وخت کې ایږ له خپلو کارونو څخه خلاص شوی و او خپل کور ته راروان شوی و. کله چې د خپل کور دروازې ته ورسېد، ډېر ږغونه یې واورېدل. حیران پاتې شو چې په کوټه کې څه خبره ده!؟ او کله یې چې د کیلې له ځای څخه وکتله، ډېر په قهر شو، چیغه یې کړله او و یې ویل: اوه ! څه غټ غټ موږکان. پخوا د یو کوچني موږک له لاسه تر دوه سپږمو پورې رسېدلی وم، اوس ټوله کوټه موږکانو نیولې ده. ایږ له ځان سره وویل: تر څو د دې موږکانو چاره ونه کړم، د خوړلو هیڅ شی به راته پاتې نه شي. باید د موږکانو د ورکولو لپاره تصمیم ونیسم. ایږ د موږکانو د له منځه وړلو په فکر کې و. موږکانو د خرڅ په خوا کې په ډېرې خوښۍ سره سندرې ویلې. د خوړلو صفت یې کولو. په همدې وخت کې د اوبو ایږ ته د خپل خوږ ملګري چې ډېر زیرک او هوښیار و، ور په یاد شو. د اوبو ایږ د خپل ملګري کورته ورغی او دغه ته یې ټوله کیسه وکړله. هوښیار ایږ خپلې جامې د ایږ مخې ته کېښودلې او یوه جوړه کالي یې واغوستل هیندارې ته ودرېده، هیڅ باور یې نه کېده چې دی به وي. له ځان سره یې وویل: اوس نو کولای شم چې موږکان له منځه یوسم. ګرانو کوچنیانو پوهېږئ چې ایږ د ځان څخه د پیشو په څېر کالي اغوستي ول، په ارامۍ سره یې ځان تر خپلې دروازې پورې ورساوه او کرار کرار یې میو میو کړل. موږکان په خپلو خوړلو اخته ول، د ده اواز یې هیڅ وانه ورېده. وروسته له هغه څخه یې په زور زور میو میو کړل. موږکانو چې میو میو واورېدل، په منډه منډه ولاړل او د سامانونو په منځ کې یې ځانونه پټ کړل. نورو موږکانو د تېښتې لار لټوله چې په دې وخت کې ایږ دروازه خلاصه کړه، ټول موږکان له دروازې څخه ووتل او د خپلو کورونو خواته یې منډې کړلې. ایږ هم هغه جامې چې له خپل هوښیار ملګري څخه اخیستې وې، بېرته یې خپل ملګري ته ورکړلې، له هغه څخه یې تشکر وکړ او د موږکانو له شر څخه یې ځان خلاص کړ.