"د افغانستان نومهالي ادبیات"

په پښتو ولسي ادب کې د افغان - انګریز د درې‌ګونو جګړو تصویر (۱)

 

                                                                                                                                


                                                                                       په پښتو ولسي ادب کې د افغان -  انګریز د درې‌ګونو جګړو  تصویر 


                                                                                                                            لومړۍ برخه  

  


د پښتو ولسي ادب په پراخه لمن کې د تاریخي پېښو یادونه خورا په زړه پورې او تصویري مستندات دي، چې کله کله مؤرخینو هم پرې استناد کړی دی. په لاندې پاڼو کې موږ یو شمېر مشهورې چاربیتې، غاړې، لنډۍ او نور ولسي فورمونه رااخیستي، چې په هغو کې د افغان – انګریز د درې‌ګونو جګړو، پېښو، اتلانو، انګریزي بولندویانو، ځایونو او د جګړو د څرنګوالي یادونې شوې دي. 

***

 

دا چاربیته په بنو باندې پر ۱۸۴۳ کال د سوچیت سنګهـ په مشرۍ د سیکهانو د حملې په اړه ویل شوې ده، دا جنګ د عیسی خېلو د غزا په نامه یادیږي. «دلاسه خان»چې د افغان پوځونو مشري یې کوله، په دې چاربیته کې ګڼ ځله یاد شوی دی : 

چاربیته د سراج نومي ولسي شاعر ده:


د  دلاسه خان غزا

غزا يې له کافرو سره ډېرې وکړې ربه

په ورځ د اخرت دلاسه خلاص کړې له عذابه

***

سیکهــ  ورته ویل چې راوتلی یم په ننګه

نور خلق مې رعيت کړه دلاسه ته ځم په بلنګه

پیسه نه راکوي کوټ او کلا به يې کړم ړنګه

که لږ کې درنژدې شوم دی به کړم سينه کبابه

***

غازي دلاسه وې سیکهـ له تانه نه وېرېږم

تندی مې درته ونیو په غزا دې خوشحالېږم

نظر دی د پيرانو په کافرو تل برېږم

یو کس به دې پرې نه ږدم تر اټکه تر پنجابه

سیکهـ ورته ویل دلاسه مه کړه سلامي شه

د جنګ طاقت دې نشته په رښتيني کلامي شه

راجه ته سلام وکړه په توبه په عاجزي شه

دا ملک به تا ته بخش کړمه له بنو تر نيلابه

***

غازي دلاسه وې زما په کار نه دي ملکونه

غزا درسره کړم په کار مې نه دي منصبونه

که چېرې شوم شهيد الله به راکړي جنتونه

دنیا واړه فاني ده چې پیدا یو له ترابه

 

 

د سیکهـو لښکر راغی دلاسه و ته دېره شو

شپه او ورځ یارانو په جګړه او په دنګه شو

جنګ يې په توپو کړ دلاسه ورته تکړه شو

لویه زلزله وه ویړکي نجونې شول بې خوابه

 

***

غزا يې د کافرو سره وکړه په قلعه کې

صفت به يې کوم چې خدای رحمت په دلاسه کې

شکر دې وي خدایه چې شو پاتې په پرده کې

ته يې مبارک شې د هغه جهان منصبه

 

غزا يې د کافرو سره وکړله غازي شو

وګورئ یارانو ذولفقار د شېرعلي شو

صفت يې ټول عالم کا ګناهونو نه چاندي شو

جنت حورې يې خپلې کړې رښتيا ده له کتابه

غزا يې له کافرو سره وکړله غازي و

لښکر د بنوڅيو ورسره کښلی چاندي و

سراج وايي بیتونه په هندوانو عادتي و

سیکهان يې کړه په مخه ځي به چېرې بې مذهبه


د بونیر د غزا ( ۱۸۵۷میلادي کال) پر مهال بونیروالو په « امبیلا » نومي سیمه کې، چې له پېښوره سل کیلومتره واټن کې پرته ده، د انګریزانو په وړاندې جګړه وکړه، دغه چاربیته نواب نومي ولسي شاعر ویلې وه. د سوات عبدالغفور اخوند، چې د ګڼو افغان شخصیتونو روحاني مُرشد و، په دې غزا کې ستایل شوی دی: 


 

په سر د قتل ګړ پيرنګي ډېر وکړ ارمان

شوه چیغه د خطر پسې

په سترګو يې تیاره شوه چې ليدل به يې غازيان

غم راغی سراسر پسې

***

په سر د قتل ګړ پيرنګي جمعه کړه پوځونه

دی لام تړي په پورته

له ورایه به راتلل پسې بنيروال لکه بازونه

اريان  يې شومه زور ته

چاپېره د زلمو وې سرې پټۍ چغر ډالونه

جلۍ  به شوې هر لور ته

 ګولۍ به د رفلونو  ورېدې لکه باران

راتلل به برابر پسې

په سر د قتل ګړ پيرنګي ډېر وکړ ارمان

شوه چیغه د خطر پسې

په سترګو يې تیاره شوه چې ليدل به يې غازيان

غم راغی سراسر پسې

ګولۍ به د رفلو ورېدې شوې رېز مرېز

ډپټي وې کمشن ته

فقير دی معتبر ورسره نه کېږي جنګرېز

ډاک يې ولېږه په بېرته

پلټنې د ګوره وو به په پير ژړل همېش

خلاصېږو به مونږ چېرته

را اوړي په سنګر په مونږ ایسار نه دي غازيان

تې نه کوي اثر پسې

را اوړي په سنګر د دوی يې خونه کړه ميراته

په ګړو کې يې کړه ګير

صاحبه مبارک دې شه وطن وايمه تا ته

سېرۍ  د سوات بونير

 

د څېلمې یوسفزي په اقبال جمعه شو غزا ته

په بېرته يې وکه فېر

په جارو جرنيل چې دښمن دی عجب خان

انګرېز يې کړ کسکر پسې

په سر د قتل ګړ…..

په جارو ووې جرنيل چې سا مې نشته په وجود کې

دا څه وشو پسات

لښکر مې شو کسکر نور به نه ګرځم په سود کې

رعيت مې نه کړ سوات

مردار پکې خاونده د لاهور هغه مردود کې

په بېرته به شي مات

ملاتړ وکړ په خوړ د بر کلي ناصر خان

ورګډ شو مازيګر پسې

په سر د قتل ګړ….

د بر کلي، ناصر خان په پیرنګي جوړ کړ ناتار

راکوز شو امبېلې ته

څوک تښتي په څلورې څوک يې کړه پکښې مردار

ور تېر نه شي چملې  ته

په بوټو ننوځي خلاص به نه شي دا غل مار

مخ نه نيسي حملې ته

ورسم يې کړه شاګرده په دره باندې سګان

اسلام يې کړ اختر پسې

په سر د قتل ګړ…...

شپږ میاشتې پيرنګي په سروکاوۍ وکړل جنګونه

ډېر شو په کې خراب

اوچت د ګټ په سر ورته صاحب ويل بانګونه

د دوی د سر قصاب

تالان به يې پرې ګډ کړ چې به يې ټپ کړه پرې څانګونه

قواعد که په حساب

)نواب جانه) ! په دوی چتر ده لمن د هغه ځوان

هر څوک دې شي خبر پسې

په سترګو يې تیاره شوه چې ليدل به يې غازيان

غم راغی برابر پسې

 

***

 

د بونیر د همدې جګړې په اړه یوه بل ولسي شاعر طالب‌ګل دغه چاربیته ویلې: 

 

معامله جوړه شوه د کفر د اسلام

پکښې توی شوه د حضرت د باغ ګلونه

***

د انګرېز لښکرې راغلې له لاهوره

ځينې توپې غمبا رې ځيني هاتيان وو

څوک خبر نه و د دې کافر له زوره

ځينې خره ځينې ټټوان ځينې سګان وو

دبدبه يې وه خوره تر هره لوره

ورسره د پښتنو ښکلي سپاهيان وو

له ډيلې نه يې راپورته کړ خپل قام

په ملکا باندې جمع کړه پوځونه

معامله جوړه شوه د کفر د اسلام

پکښې توی شوه د حضرت د با ګلونه

په ملکا باندې دېره شول مجاهدين

په غزا پسې راغلي وو له ليرې

پيرنګي ورته نيولی و دوربين

ورته يې وې چې شئ زما له مخې ليرې

مولوي  وې ستا به نه کېږي یقین

مونږ ته مه کوه نرمې نرمې خبرې

یا به واړه شو په تا باندې تمام

یا به هېر کړو له کمپنۍ نه حکمتونه

معامله جوړه شوه...

***

پیرنګي هندوستانو ته وکړ قار

تاسې څوک يئ چې کوئ راسره جنګ

د پوځونو زما هيڅ نشته دی شمار

دا ملکا به کړم په تاسو باندې تنګ

مولوي وې زه به ټول کړم زميندار

د کنار صاحب به راولم په ننګ

کمشن وې زه به ورکړمه انعام

که چا وکړ په غازيانو ګوزارونه

معامله جوړه شوه د کفر...

***

د بيګي اخون صاحب راغی له سواته 

ټکا وڼه يې ونیوه په امبېله کې

هغه د کوک پلټن يې واړه کړه ميراته

په باطن به ولاړ و په معامله کې

وې نن ورځ ده د جمعې ګورئ سبا ته

ځای په ځای به وي مرګو په رساله کې

بونير والو داړه وکړه په ماښام

په ګوره وو به يې هر دم کړه ګوزارونه

معامله جوړه شوه...

***

په پیرنګ باندې معامله وشوه تر ډېره

بېرته تښتي که چا ورکړه ورله لار

توبه ګير شو سوات له سمې له بونيره

ډېر عالم شو په کنډو کې ترې مردار

دا چمله يې کړه د دوی له مرګه تېره

چې راتله به پښتانه پرې وار په وار

چې د سوات عالمو وکړو ورته پام

باجو ړو له پیرنګي وکړ قتلونه

معامله جوړه شوه...

***

باجوړو وې ده راپېښه له تقديره

پيرنګي له کلکتې شو راراوان

که له ديره پسې راشي غزن خان 

څوک خبر نه و له دې کافر خنزيره

په روپو باندې يې پرېښود خپل ایمان

د صاحب په مخ کې ويې نه کړ سلام؟

رب دې وران کاندي د دې کافر ملکونه

معامله جوړه شوه...

***

پيرنګی راغی دېره شو په دربند کې 

د عيسی زي جرګې ته يې کېښوده قرآن

وې دا مال دولت به یوسمه په بند کې

دا ملکونه به کړم تاسو باندې وران

پښتنو وې راتله نشته دی په ژوند کې

صد رحمت شه پرې پوهېږي قبول خان

زه ))طالب ګل ((  یم د کاکا صاحب غلام

ما د شعر په کار کې وپېيل هارونه

معامله جوړه شوه د کفر د اسلام

په کې توی شوه د حضرت د باغ ګلونه

***

نورشالي نومي ولسي شاعر دغه منظوم بیان د یادې جګړې او په هغه کې له انګریزانو څخه د غزن خان د پیسو اخیستلو په اړه راپریښی دی: 

 

له هنده دی راغلی په غزا پسې سفر کا

***

له هنده دې راغلی خو وطن يې بريلی

اوس ناست دی په ملکا کې جوړوي دارو ګولۍ 

په ډاګه ورته ناست دی تل ثنا د پاک اکبر کا

له هنده دی راغلی په غزا پسې سفر کا

***

په ډاګه ورته ناست دی تل ثنا کا د غفور

انګرېز په ټوپۍ  جمع کړ لښکر ورته ګڼ ګور

لندن تر کلکتې تر کمپنۍ وشه دا مذکور

دښمن دی پیدا شوی تن دې ټینګ ورته لښکر کا

له هنده دی راغلی په غزا پسې سفر کا

***

کمپنۍ چې شوه خبر حکم يې وکه سمدستي

جرنيل ته يې ويل چې پکښې ونه کړې سستي

کلې به ترېنه پرې کړم که څوک پاتې شو وروستي

ودرې مخامخ له مولوي سره ټکر که

له هنده دې راغلی په غزا پسې سفر کا

***

ټکر له ورله راغی سوات صاحب په ډېر شتاب

دېره په امبېله و پکښې نه وایم کذاب

لنګر يې جاري کړی پکښې شې وريجې کباب

خوراک و د غازيانو دروغ  نه وایم باورکا

له هنده دی راغلی په غزا پسې سفر کا

***

باور زمونږ په دې چې د صاحب په کرامت و

د دير غزن راغلی دی راوړی ډېر قوت و

خبر چې  پیرنګی شو پرې بې شانه ډېر هيبت و

فکرونه به يې کول چې نن سبا به مې کسکر کا

له هنده دی راغلی په غزا پسې سفر کا

***

کسکر يې پیرنګی کړ پسې راغی بنيروال

جلۍ به يې وښکې تورې کږې په منګول ډال

شاګرده غوږ پرې کښېږده درته وایمه دا حال

جاهل به که قایل نن به خالي ترېنه سنګر کا

له هنده دی راغلی په غزا پسې سفر کا

***

جاهل به که قايل نن به ترې ډک درله سنګر کا

د مړو د زخميانو اواز نه خاته مطلق

په لوټ کې ترېنه یووړل ملایانو ډېر ټوپک

سګان د سرکاوۍ دې شامدام په دوی اختر کا

له هنده دی راغلی په غزا پسې سفر کا

اختر به کا هغه چې څوک کوي دا رنګه کار

چې راشي مخامخ دښمن له ولي په ګوزار

خاوند به ورله ورکه جنتونه په تيار

له خدایه به دوی خلاص شي شفاعت به پېغمبر (ص) کا

له هنده دی راغلی په غزا پسې سفر کا

***

په روی د پيغمبر ص ربه دا سوال مې کړې قبول

په دواړو پښو يې شل کړې چې کړی مونږ سره جدول

په ټبر يې وبا راولې آفت کړې پرې نزول

د ډګر زيدالله خان رب دې ډګر په دې خطر کا

له هنده دی راغلی په غزا پسې سفر کا

***

یادېږي په ډګر کې زيدالله نومی نهنګ

غازيانو جمع وکړه په لالو يې وکړ جنګ

ورغی په نیمه شپه خبر يې وکړ په فرنګ

جيمس ته يې ويل چې نن ډېر د ځان خطر کا

له هنده دی راغلی په غزا پسې سفر کا

***

جیمس ورته ويل زيدالله دربه کړم انعام

د ستا پنځه انې شولې په ما باندې مدام

وايي )نورشالي)  زيدالله غرق دې کړ اسلام

دعا درته کوم رب دې کوړی واړه ټبر کا

له هنده دی راغلی په غزا پسې سفر کا

 

 

 

 

د همدغې غزا په هکله د احمدګل شاعر یوه بله چاربیته: 

 

غزا پسې راغلی دی په ګور يې الله نور که

مولا دې مشرف په هر طرف عبدالغفور که

***

غزا پسې يې راوستل ګوجر له بليجې نه

صاحب لره راغلي دي خطونه له مانجې  نه

زهير شو پيرنګی چې شو خبر له دې لانجې نه

مسواک يې ذوالفقار ملک به په وینو باندې سور که

غزا پسې راغلی دی په ګور يې الله نور که

مولا دې مشرف په هرطرف عبدالغفور که

***

په ښي لاس يې مسواک په کيڼ ږمنځ ده لکه ډال

ګولۍ يې دي تسبې غوڅول کاندي په اقبال

امسا يې ده نيزه پېشقبض تڼۍ پورې خلال

کوزه يې تمانچه ده خوله به ما ته د تربور که

غزا پسې راغلی دی په ګور يې الله نور که

مولا دې مشرف په هرطرف عبدالغفور که

***

تربور شو د انګزېز د صاحب څومره خزانه ده

خوراک يې شکرانه جامه يې واړه زرغونه ده

قلعه يې چارچوبۍ په جماعت کې ستانه ده

منګول به د انګرېز په وینو رنګ لکه باتور که

غزا پسې راغلی دی په ګور يې الله نور که

مولا دې مشرف په هرطرف عبدالغفور که

***

منګول يې د باتور صاحب کم نه دی له بادشاه نه

سلام له يې راغلي دي راجګان له بدخشانه

په مخ کې ځي صاحب ورپسې نهه لکه نشانه

لښکر يې غيبانه په امبېله په ځان حضور که

غزا پسې راغلی دی په ګور يې الله نور که

مولا دې مشرف په هرطرف عبدالغفور که

حضور په امبېلې شو بيا صاحب وې ورته کوکه 

دا ملک د پښتانه دي ترېنه ځه! څوک به دې خوږ کا

سوات بونير زما رعيت دی ترېنه لرې شه مشکوکه

صفت زما د تورې پيرنګي د بهاولپور که

غزا پسې راغلی دی په ګور يې الله نور که

مولا دې مشرف په هرطرف عبدالغفور که

***

بهاولپور کې پيرنګی یوه ورځ د تورې وکړ لاف

دا ملک د پېښور دی رب ورکړی دی انصاف

پراته دي په ايرو کې که څوک پېښ شي پرې صراف

خلق په بيه د ګوهر کا » احمدګل « ويل د

غزا پسې راغلی دی په ګور يې الله نور که

مولا دې مشرف په هر طرف عبدالغفور که

 

په دې غزا کې د عظیم خان او زیدالله غدارۍ ته  د پکلۍ حمیدګل نومي ولسي شاعرپه خپله لاندینۍ چاربیته کې داسې اشارې کړي دي:


معامله جوړه شوه د کفر د اسلام

ته صاحب له بری ورکړې پرودګاره!

***

د انګرېز پلټنې راغلې کلکتې ته

ورسره ځينې سیکهـان ډبل ګوره وو

پښتنو ورته ويل چې په ځای کښېنه

بونيروال واړه د ملک په تراره وو

چملېوال وايي مونږ نه خلاصېږو دېنه

دښمنان يې په ملکا باندې ښکاره وو

مجاهدين ورکوي سر د رب په نام

حورې لوټ کړې نه وېرېږي له کفاره

***

مجاهدين وايي زمونږ مرګ د شهادت

په شهادت کې تېښته نه کړو له ميدانه

که راسره وي د مردانو کرامت

په غزا پسې راتلو له هندوستانه

باج ګټه کې عظیم خان شو په لعنت

بدي وشوه د ډګر له زيدالله نه

په امبېله کې صاحب ونيوه مقام

چې لښکرې ورله راغلې بې شماره

***

رحمت د پروردګار په صاحب باندې ورېږي

په غزا کې یې مرتبه کړله څرګنده

باباجي صاحب په براق باندې سورېږي

چې نامه د سيد اکبر بادشاه بلنده

په لندن کې پیرنګيان ترېنه وېرېږي

په سورکاوۍ باندې پرې وشوله ناپسنده

باجوړ زلمو پرې داړه وکړله تمام

چې لښکرې ورله راغلې له قاشقاره  

***

د لښکر سره مل دي فقيران

یوسفزي کله وېرېږي له دې جنګه

په بونیر کې زورور دي ټول رندان

حکمتونه ځکه هېر شول له فرنګه

د پير بابا پالکۍ اوچته په میدان

د بشوڼي صاحب  يې هم ولاړ تر څنګه

لاس په نامه زه ))حميدګل(( یمه غلام

خلقه! خير مې دې موندلی له درباره

 

قتل‌ګړ د امبیلې په کنډو کې د یو ګټ نوم دی، چې ډېر پرنګیان په کې وژل شوي دي. لاندې چاربیته اکبرشاه ملا چې د یوسفزیو د کونډې د کلي اوسیدونکی و او تر ۱۲۸۰ هجري پورې یې ژوند یقیني دی، ویلې ده. ویل کیږي، چې په دغه سیمه کې انګریزانو دوه پښتانه مبارزین وژلي و، چې بیا روسته لویه جګړه پر ې وشوه. په دې جګړه کې انګریزانو د افغانانو په وړاندې درانه توپونه هم کارولي وو، خو جګړه ولسي مبارزینو ګټلې وه: 


 

قتل ګړ

راغله غازيان د پيرنګي په دغه ګړ باندې

اوړي قتل ګړ باندې

***

راغله غازيان غزا له واړه لور په لور عالمه

ګډ يې کړ په شور عالمه

دا شادو مخې خدای ورکړي دي په کور عالمه

اخلي به ترې خور عالمه

توره يې نه وه ډز يې ورکړ په لوړ باندې

اوړي قتل ګړ باندې

***

توره يې نه وه د اولياوو کرامت ورسره

ډېر و قوت ورسره

مولا به حورې ورله ورکړي هم جنت ورسره

مرګ د شهادت ورسره

موليان  مړه شول رامدت شې ای د سوات صاحبه

اوښې مې څاڅي برسات صاحبه

په عاجزانو باندې ش وی دی پسات صاحبه

شو بونير ميرات صاحبه

لکه بلبلې چې وېرېږي په لګړ  باندې

اوړي قتل ګړ باندې

***

لکه لګړ هسې په دوی باندې شوړې کولې

دوی به ترې مو ړې کولې

له وېرې تنګ شو چې غازيانو پرې داړې کولې

بېل بېل به ګاړې  کولې

خلک پراته د برندو  په دغه خوړ باندې

اوړي قتل ګړ باندې

توره يې نه وه ډز يې ورکړ په لوړ باندې

اوړي قتل ګړ باندې

***

توره يې نه وه د اولياوو کرامت ورسره

ډېر و قوت ورسره

مولا به حورې ورله ورکړي هم جنت ورسره

مرګ د شهادت ورسره

موليان  مړه شول رامدد شې ای د سوات صاحبه

اوښې مې څاڅي برسات صاحبه

په عاجزانو باندې شوی دی پسات صاحبه

شو بونير ميرات صاحبه

لکه بلبلې چې وېرېږي په لګړ  باندې

اوړي قتل ګړ باندې

***

لکه لګړ هسې په دوی باندې شوړې کولې

دوی به ترې مو ړې کولې

له وېرې تنګ شو چې غازيانو پرې داړې کولې

بېل بېل به ګاړې  کولې

خلک پراته د برندو  په دغه خوړ باندې

اوړي قتل ګړ باندې

ډېر به صفت کوم په خپله په لسان د ولي

پورته شه نشان د ولي

حورې صفت کوي په ځمکه په اسمان د ولي

مل يې شه سبحان د ولي

نه ایسارېږي م ؤمنان په دې شوپړ  باندې

اوړي قتل ګړ باندې

***

نه ایسارېږي م ؤمنان ترېنه خطر نه کوي

توپې پرې اثر نه کوي

ځان پرې غازي کړي چې څوک دين د پيغمبر نه ک وي

بد دي چې باور نه کوي

زه ))اکبرشاه ملا(( ورځمه په ملاتړ باندې

اوړي قتل ګړ باندې

....


د قتل‌ګړ په اړه د کالوخان اوسیدونکي ابراهیم شاعر هم یوه چاربیته ویلې ده:  

 

                                                                             د قتل ګړ چاربيته

په سر د قتل ګړ پيرنګی واړه شو تمام

ډېر قتل شو افسر

***

نارې کړې کمشن لښکر مې واړه زېر زبر شو

اګاه نه شوم په ځان

پراته وو سواره پلي د چملې ترېنه ډک غر شو

جهان يې کړ توپان

شهيدان شو پکې پاتې ورته دور د جنت ور شو

ښایسته ماه تابان

غازيان وو جمع شوي ورته ډېر د روم او شام

زه یمه ښه خبر

***

روښانه صحبت خان وینم په لاس کې يې شمشېر

مخ نه اړئ له کفاره

جرګه يې ورته وکړه په سلا يې کړه راګير

خبر شو له کفاره 

صاحب د امبېلې ورته کنډو کې شو قيام

را استولو يې لښکر

را استولو يې لښکر پرې د فرنګ د غم نارې شوې

ژړل به يې په زوره

شاګرده په ګرېوان يې د ارمان اوښې خورې شوې

جوسه ج يې شوله توره

لندن تر پېښوره د مضر خوشې دېرې شوې

یو ځای شو اوس يې ګوره

غازيانو ورته کښېښود ګيرا په غر کې دام

نيول به يې کافر

***

نیول به يې کافران چې په هیڅ شان ترې نه خلاصېږي

اواز که کمشنه

دا څنګه بنيادم دی چې په توپو مې سورېږي

راځي راله ظاهره

ګولۍ مې د ټوپکو په غازيانو نه سمېږي

ګولۍ وي بې اثره

اخر پيرنګي وکړ په تادۍ ورته سلام

هغو مات کړ پرې خنجر

***

اخر پیرنګی و درېد په تادۍ ورته زهير

کاوه به يې منت

ګوره ډبل ګوره سره قبول کړه توبه ګير

پرې تنګ هغه ساعت

ملکي پيرنګی ووې ماله نه راځي تدبير

پرې جوړ يې کړ قيامت

په ګټو کې ترې هېر شو قواعد بند پرې ګودام

نسکور يې کړ سنګر

***

نسکور يې کړ سنګر پرې یو تربله  پرېوتل

ژوندي شو په چغار

رحمت شه په غازيانو چې يې سرونه پرې کول

رب ورکا خپل ديدار

جرنيل به افسوسونه په لښکر پسې کول

تړسکېږي به په نار

ويل مې خطا نه دي هر سړی دې وکړي پام

شي ډک به پرې سقر

***

 راتلل به پرې له ښکته دوی په جنګ هوسېدل

خبر نه وو له حاله

چې و به خاته سر ته په ژړا به يې ژړل

بندي به شو في‌الحاله

لایق د بادشاهت په کې صحبت ګرځي د نام

راتله پرې برابر

***

راتله پرې برابر پرې صحبت خان د ننګ سردار

ښکاره دی سوات په سمه

وباسي په دښمن پسې د ملا نه ذولفقار

بلېږي لکه شمه 

عالمه د ګړۍ زیدالله ورکړ خپل اسلام

ځای يې شو سقر

په سر د قتل ګړ پیرنګی واړه شوو تمام

ډېر قتل شو افسر


د امبېلې  د جګړې په اړه د ټنډکوهي اوسیدونکي سعدالله یوه بله په زړه پورې چاربیته ویلې ده: 

 

ناڅاپه غلبله شوه ټول کفار يې کړ زهير

شو پيدا د دين امير

را اوچت شو له بورجله

نا څاپه غلبله شوه په ټوپۍ کې کور په کور

دوستانو وکړ شور

پیرنګي يې کړ خبر

ورته وايي کهبل وايي غیست په زور

کياري ته راغی نور

ملایان شولو زړه ور

را اوچت شو د چاوڼۍ نه پيرنګی لکه د بور

چې راته په ډول ټکور

منځ کې څه وو برادره

لړزېږي یوسفزي لکه ګلونه د نمېر

ورته جوړ يې کړ بهير

خبر نه وو د زلزله

***

زلزل په کور د ننه تېروي واړه عالم

ګودامونه به ماښام

ترېنه غواړي نوکران

ښېرې په صبحدم ورته چا وکړې صبحدم

ځکه جوړ شو پرې تورتم

سورکاوۍ ته شو روان

شاګرده په سيل لاړ شو د چملې پورې سپلم

بېرته راغی هغه دم

خلقو جوړ کړ پرې سوران

سبا له بونيروالو پرې جنګ راوړو په زور زېر

بيرته مات يې کړ خنزير

هلته پرېواته معطله

***

معطله هلته پروت ؤ په ډکې کې تار په تار

پرې راتله به وار په وار

د ملکونو مؤمنان

په تورې د زلمو کمی پرې راغی د کفار

ډېر به شو په کې مردار

بېرته نه ته بې ایمان

پراته وو شهيدان لکه ګلونه د کوکنار

رب به ورکاندي ديدار

په جنت کې هر زمان

کليمه ګویه چې ګوره شو هغه شوو واړه خمير

دوزخ په زمهرير

خلاص نه شي زما ګله

***

خلاص به نه شي زما ګله ترې چاپېره دی ولس

منځ کې ګير يې کړ راګس

کوي جنګ د رڼو تورو

هر  مؤمن پرې ذولفقار کړ ګوره پڅ

ډېر سرونه يې کړ غوڅ

هر کافر په وینو سور و

ځای په ځای کوي مجلس صاحب ګل دی د نرګس

سپلم پروت دی په منګورو

غوث د زمانې د دين رڼا د سوات فقير

پیدا کړی رب قدیر

غږ يې لاړ شو تر کابله

کابل په پېښور په ننګرهار

مريدان لري بسيار

ورله راغی په شتاب

په غزا پسې په جار

را روان شو په تلوار

د بيګي صاحب نواب

په رښتيا د امبېلې غاښی په سر

دېره وکړله سردار

بيا په حکم د نواب

پسې راغی غزن خان نواب د دير

وارخطا شولو بې پير

تاو يې خېژي له ګوګله

تاو يې خېژي له ګوګله د وجوده هر زمان

چې صحيح کاندي غازيان

د لاله ګلو په څېر

رڼه توره ايستلې، شو غزا ته راروان

باجوړي فیض طلب خان

ایسار نه دی په سنګر

تورزن دي اکوزي واړه په حکم د رحمان

رحمتونه د جهان

ځينې اخلي برابر

یارانو په دعا د پير کجير

په سنګر ځي هوا ګير

نه وېرېږي له اجله

***

بونیر کې خوروي ورته فرنګ بډې رشوت

اخيستی نه شي وطن

د بونير له فقيرانو

فرنګ وې چې زه یم مولا پېښ کړی په سلطان

مريدان لري مستان

غم کا په ميجرانو

په چاوڼۍ کې پیرنګیان ګرځي زهير

د لاټ زوی يې کړ چير

په تېرو تورو یو ځله

***

په تېرو تورو غازيانو کړ ډکرې 

هر میجر ذرې ذرې

واړه ګډ شو په سقر

چې د دښمن نظر شو ښخ په کټارې

کړې یو بل ورته نارې

چېرته نه مومي ګودر

شهيدانو لره سازې شوې جنت کې منارې

د ښایسته حورو بشرې

ورله ځي به برابر

کم بختان په سخت زنځير

بندي شوي په تقصير

چې یې کړې وه په خپله

په خپله توبه ګار اوسه له بدو» سعدالله»

کړه سوالونه د مولا

ترې مه ګرځه په څنګ

کلمه وایه په مینه د نبي رسول الله

تا به خلاص کاله بلا

درنه لرې به کړي زنګ

صد رحمت د بونيروالو په سلا

زر خوړلي زیدالله

خلقه يې کړه دورنګ

بايللې ده عالمه عالمګير

د ډيلي او د کشمير

ښه ګدۍ له دې کبله

...

د همدغې جګړې بله چاربیته د پایاب په نوم د یوه شاعر ده، چې د پېښو د بیان ترڅنګ یې د بیان هنري اړخ هم د پام وړ دی:


په دې جمله شوه معامله کاغذ فرنګ له راغی

د دې صاحب په مخ کې پښتون يې جنګ له راغی

***

جنګ له راغی عالم

په پیرنګيانو شو غم

په دې چمله شوه معامله

د دې صاحب په مخ کې

صاحب جاري که قلم

صاحب يې جنګ له راغی

کاغذ فرنګ له راغی

پښتون يې جنګ له راغی

جنګ له راغله غازيان

په امبېله شوو شهيدان

په دې چمله شوه معامله

د دې صاحب په مخ کې

د څيلمې ټول مومنان

سر يې پالنګ له راغی

کاغذ فرنګ له راغی

پښتون يې جنګ له راغی

***

سرونه ږدي بونيروال

مجاهدین ټول ښه سمبال

په دې چمله شوه معامله

د دې صاحب په مخ کې

د اخون صاحب په اقبال

ورسره ننګ له راغی

کاغذ فرنګ له راغی

پښتون يې جنګ له راغی

***

ښه سمبال ځي برابر

اخون صاحب لکه لمر

په دې چمله شوه معامله

د دې صاحب په مخ کې

پیرنګي جوړ کړ سنګر

سبا یو درنګ له راغی

کاغذ فرنګ له راغی

پښتون يې جنګ له راغی

***

په هغه درنګ ځي ګوره

د دې انګرېز له اوره

په دې چمله شوه معامله

د دې صاحب په مخ کې

د اکوزو له زوره

غزن کاټلنګ  له راغی

کاغذ فرنګ له راغی

پښتون يې جنګ له راغی

***

غزن پټېږي په غلا

د دې ډګر زيدالله

په دې چمله شوه معامله

د دې صاحب په مخ کې

په دوی دې پرېوځي بلا

سرکوزی ګند له راغی

کاغذ فرنګ له راغی

پښتون يې جنګ له راغی

په هغه ورځ د قيامت

په دې چمله شوه معامله

د دې صاحب په مخ کې

مولا دې ورکړي جنت

د حورو څنګ له راغی

کاغذ فرنګ له راغی

پښتون يې جنګ له راغی

 

د فضل‌احمد په نامه یو بل ولسي شاعر هم د دغې غزا به اړه چاربیته لري. د قاضي عبدالحلیم اثر (زموږ مجاهدین) د کتاب په حواله دا سندره « د امبېلې» غزا پورې اړه لري. دا غزا د «بونیر او سورکاوۍ غزا» په نامه هم مشهوره ده. دا پېښه د ۱۸۶۳ د اکتوبر له شلمې بیا د سپتمبر تر ۲۷ پورې پېښه شوې: 


پرنګ د کلکتې نه را روان شو مار و مار

صاحب له بری ورکړې ته يې مل شې پاک  اکبره!

***

پرنګ د کلکتې نه را راوان شو په قوت

هندو او مسلمان يې نوکران دي په قوت

خورې ورې پلټنې ورسره دي قت په قت 

راجا او دراني نه يې جوړ کړی دی حکمت

زړه کې يې ټګي وه لاهوري ته نه وه لار

پرنګ د کلکتې نه را راوان شو مارومار

وزير د رنجيتي و په جمو کې برادره!

صاحب ته بری ورکړې ته يې مل شې پاک اکبره!

***

وزير د رنجيتي کا په رعيتو باندې زور

د سیکهانو په عمل کې بې نياوي وينم په کور

جلسې يې کولې ګنې ځای )يې(  و لاهور

څلور پاره په ورځ کې په دوی باندې بل شو اور

مېږو په شان بهېږي په جېلم کې شو ايسار

پرنګ د کلکتې نه را روان شو مارو مار

سټونه  به يې مات شي ش ول روان له امرتسره

صاحب له بری وکړې ته يې مل شې پاک اکبره!

جاني سنګ نه تېرېږي په کالا کې يې لښکر دی

په زمکه نه ځايېږي په مرزابوړ يې سر دی

ګوندلو نه به ښکته شمس آباد... يې سر دی

څلور په کې لاټان دي او پنځم د دوی افسر دی

خاونده فضل وکړې ګنې ورک شو زميندار

پرنګ د کلکتې نه را راوان شو، مار ومار

ټول ملک يې پايمال کړو له اټک نه تر ګنګره

صاحب له بری ورکړې ته يې مل شې پاک اکبره!

***

اټک نه تر ګنګره خو ټول ملک يې کړو پايمال

په لوړو په ژورو بې ځغلوي لکه د مال

سحر له خوبه پاڅي چې بګل کړي استعمال

چاپېره کويتونه راته دوی کړه ښه سمبال

لا دوی نه وو راغلي خلکو ورسول جوار

پرنګ د کلکتې نه را راوان شو مار و مار

هګۍ او چرګان غواړي دوی د هر چا نه په زوره

صاحب له بری ورکړې ته يې مل شې پاک اکبره!

***

هګۍ او چرګان غواړي دوی له هر چا نه په شتاب

په مېنو کې دېره دي د پيج ډهېر اخلي حساب

د دواړو افسرانو حال د سپي نه شو خراب

رحمت په شينکوخېلو شو چې پټ دي په حجاب

لاړل کمېدان له چې یاغي به شي دا ښار

پرنګ د کلکتې نه را روان شو مار و مار

 

د امبېلې د غزا یادونه یواځې چاربیتو کې نه، بلکې په نورو  فورمونو کې يې هم یادونه شوې ده. د پښتو د ولسي شاعرۍ یو په زړه پورې فورم لنډۍ ده، په دې فورم کې د پښتنو د ژوندانه بېلابېل اړخونه بيان شوي دي؛ یو په هغو کې د دوی تاريخي کارنامې دي. د امبېلې د غزا په اړه ډېرې لنډۍ شته، چې یو څو يې دا دي:


د امبېلې ګیدړ څاربه شول

خوراک يې څه دی د ګوروؤ لړمونونه

د خدای رحمت په باباجي شه

چې فرنګی يې په کلکته ولګاوونه

بابا جي بل زویه دې وشه

چې تر کلکتې پورې خپل کړې وطنونه

فرنګه تېښته که خلاصېږې

صاحب سورېږي اکوزي ورپسې ځينه

د امبېلې په کنډکي کې

ګوره پراته څيرې پټۍ ببر سرونه

د امبېلې په کانبېلو کې

ګيدړ ماړه شو د ګورو په لړمونونه


***


پاتې په نورو پرلپسې برخو کې ولولئ...

Image Description