"ادبیات معاصر افغانستان"

د خلکو کیسې

Image Description

عبدالرحمان پژواک

 

 

ژباړن: عبدالودود همت عمرزوی


                                                                                                                                                                              -۱-

                                                                                 

                                                                                                                                                   دنده


                                                                                                                                                              (لومړۍ پرده)

لومړۍ شېبه، په برج کې شپه:

زلمی(یوازې): ان تېره شپه مې دا باور درلود چې نن شپه به په دې شېبه کې پر آسمان نوي ستوري راځليږي، او بله سپوږمۍ به راخېژي. خو دا ټولې هیلې له خیال پرته بل څه نه و. زه دا اوس ګورم چې لکه د نورو شپو زما هیلې تیارو او سکوت را ایسارې کړې دي. خو بیاهم لېوالتیا لرم کوم سپېده داغ چې د نننۍ شپې په وروستیوکې سهار مهال راتلونکی دی، او زه ورته انتظار یم،  ګورو به چې څه ډول جلوه کوي. ما دا هیله درلوده کومه ورځ چې راځي، نو د راتګ شګون دې یې طلايي وي. او بیا هم غواړم چې راتګ ته يې هرکلی وکړم، اوخپلې هیلې کومې بلې ورځې ته وساتم. هغې ورځې ته چې ناڅرګنده ده، اما تمه شته چې ګوندې خپل ځان به په ډېر پرتم اوښکلا کې راته څرګند کړي. آه! نن شپه باید سپوږمۍ خپل ځان په یوې بلې جلوې کې راته سینګار کړی وای، اوسبا د نړۍ لمر په ښایسته شغلو ځان زما.... زما د زړه اوهیلو لپاره ښکلی پسوللی وای.

آیا دا زما هیله وه چې دې لویو کایناتو ته ژوند وربښي؟ که چېرې داسې نه وي نو نن شپه ولې په ستورو او سپوږمۍ کې ځلا نه وینم؟ او شپې لکه تیاره قبر، د جهان سوړ بدن په خپله غېږه کې را ایسار کړی دی؟ آیا رښتیا به سبانی لمر زما لپاره تودوخه اوځلا ونه لري؟ ای لویه خدایه(ج)! نن شپه دې ولې زما اضطراب او اندیښنې را زیاتې کړې دي؟ غواړې چې ما وآزمایې؟ که داسې وي نو زه په خپل برخلیک راضي يم، او په دې عقیده لرم چې په هغه څه کې چې ته يې غواړې زما خیر دی... هغه نېکمرغي چې ته يې ماته نه راکوې زه پرې پرېشانه نه یم. هغه څه چې نه شم کولای ويې لرم د هغه ځواب به په صبر او قناعت ورکوم. اما تل باید د یوې بلې محبوبې غېږه ان یوه ذره زما پر وړاندې پرانیستل شي.

هو! زه سرتېری یم. د هر زیار، سختۍ او غم کړاو، باید په سړه سينه د ځان لپاره حل کړم.  نه پوهېږم چې د زړه دا ټوپونه مې د کوم قهرجن غضب له امله دي، چې زما زړه یې مات اومغلوب کړی دی، او غږ مې په لړزه کوي. نه پوهېږم چې ایا په دې کوډو او جادو باور وکړم؟ چې زما روح  تسخیروي، او دا ولولې ومنم ، چې ما له ځان سره وړي؟ او نه شم کولای چې ځان ترې خلاص کړم. یا دا چې یو شوم ډار يې وګڼم. آیا کولای شو چې عشق او عواطف دښمنان وګڼو؟ د زلمیتوب خوږې هیلې او هغه پاکې او سوچه غوښتنې چې زما زړه ته عشق اومحبت ډالۍ کوي، آیا له منځه یې یوسم...؟ د سپوږمۍ دا رڼا ورو ورو تیاره کېږي. د شپې تیاره په غیر محسوسه توګه سپېدو ته نېږدې کېږي. خو دا سوزونکی اور چې يې زما زړه ته اچولی لاهم زور اخلي او لمبې يې تودېږي. او زما فکرونه تیاره کېږي. 

دا ټولې اندېښنې ددې په خاطر دي چې فلک د هغې لومړنۍ ورځې څرک او ځلا ماته څرګندوي چې ما... ، آیا اوس هغه رڼا چې ورځې او شپې ورته په تمه وې؟ چې د تیارو او رڼاوو په منځ کې ژوند ورته سترګې پر لار و، او زه يې راتلو ته په بیړه هیله من وم، زما پر مخ به يې بیا جلوې را وځلوي...؟ کاش زما هیلو بيړه نه وای کړې، اوبله ورځ مې د عشق او جمال  هرکلی کړی وای. او د هغه اوښ د واګې رسۍ مې په خپل لاس کې ټینګه نیولې وای. هغه چې په لویو او درنو ګامونو، صبرناکه سترګو او زغم لرونکې روحیه يې زما د نېکمرغۍ با ارزښته بار زما د کلا دروازې ته را وړ. ښه به وای چې هغه ته مې انتظار کړی وای.  سبا به لمر پر سپینو  براقي آسونو را وځلېږي. چې په دې سره به ما او زما خوځنده هیلې ددې پرځای چې د خپل محبوب غېږې ته ور وړي، د مرګ او دښمنانو غېږې ته به یې یوسي. آه! که دا ټول شور او ولولې هلته پای ته ورسوي، او پرېنږدي چې ستا په غېږکې مې یوځل بیا زړه ټوپونه ووهي. او زما د بېحده ولولو شور او له مینې او صمیمیت څخه ډکې سترګې ترتا در ونه رسېږي...، آه! ولې نه پوهېږم چې د زړه هغه نیمه برخه چې باید دلته یې پرېږدم، د جګړې ډګر ته یوسم ترڅو توان او قوت مې دوه برابره شي؟؟؟!...

موږ د بري او فتحې لپاره ژمنه او هوډ کوو. هو آیا زموږ بریا زموږ په وینه کې نه ده؟ آیا پرته له مرګ نه د بري د هیلو سترګې تړلای شو؟ که چېرې يې نه غوښتلای چې زه او ته د تل لپاره یو له بل نه جلا شو، نو ددې پرځای چې زموږ نېکمرغي وځنډوي، دوې ورځې وروسته یې کولای شو چې د جګړو د سورني انګازې په شور راولي.

آیا تل باید د زلمیو ګوتې لومړی د دښمن په وینو او وروسته د نېکمرغۍ په نکریزو رنګ شي...؟ موږ باید تل د بري بیرغ د خلکو پر وړاندې جګ کړو؟ چې وکولای شو ځانونه د څو شېبو لپاره د مېرمنو په عشق کې مغلوب ووینو... موږ نه پوهېږو چې نیکونو مو دا کار د بوډاتوب په وخت کې په سړه سینه کړی دی... او که يې د زلمیتوب په مستۍ اوغرور کې د خپلې نېکمرغۍ د حجت مهر پرې لګولی دی. اوهغه يې خپلو اولادونو ته په ميراث پري ايښی دی؟ آه... ای شومو فکرونو! زما څخه نور لرې شئ......

ای لویه خدایه (ج)! زما ګستاخۍ ته عفوه وکړه او ماته بښنه وکړه!.. زما په پرتله د هغوی زړونه پاک او فکرونه يې روښانه وو.  هغوی د خپلو عواطفو او احساساتو په اړوند لکه موږ داسې خواراو زبون نه وه، خپلو محبوبوته يې ډالۍ زموږ تر سوغاتونو با ارزښته اوقیمتي وې، هغوی د رنګینو جامو پرځای خپلو محبوبو ته د بري هسک او رپانده بیرغونه ډالۍ کول.

که چېرې يې زموږ د زلمیتوب ګناهونه نه وای بښلای نو دا ګرمې او تودې ویني يې موږ ته نه راکولې، ای زړه! نور آرام شه!، ته باید خپل ځان په ډېر پرتم اوښکلا هغې ته ډالۍ کړې. اوس د سهار سپېدو نړۍ نیولي ده، د شپې تیاره پناه شوې ده، ستوري پټ شوي دي، سپوږمۍ راښکته شوې ده، دغو وړو شیانو خپل ځای لویو شیانو ته ورکړی دی، ای زما زړه! ته هم پرېږده چې تور فکرونه نابود شي، کوچنۍ هیلې له منځه ولاړې شي، ستوري لا روښانه، سپوږمۍ لا ځلانده او لمر په لویه کچه پرآسمان را هسک شي. پرېږده چې ځان داسې سمبال او مسلح کړم چې کله هم د ډول او سورنا فریاد او شور جګ شي، نو نور سپاهیان زما ترڅنګ چمتو وي، زه باید هلته حاضر و اوسم او نور خلک مې ترڅنګ ولاړ وي.

 هو کله چې مو یوه هیله له لاسه ورکړه هغه باید بشپړه هېره کړو، او له بلې هیلې سره یوځای شو. خو زړه چې د هیلو د لوبو ناوکۍ ده همیشه هغه څه چې ډېره خوشحالي ورته راوړي هغه نه خوښوي. زه یوه شېبه هغه فاتح سړی یم چې ټول خلک زما په اړوند اندېښمن دي، ټول سپاهیان زما د نېکمرغۍ له امله حسد اوکینه راسره کوي، زه پر میړنیو او زړورو ارواحو حکومت کوم، زما کتل له هر لوري تحسینونه، آفرینونه، پیروي او تسلیمي را جلبوي. او دا حالت ما خوښ ساتي. د ډول او سورنا غږونه زما لپاره د خوښۍ او ځواک پیغام دی، هغه آواز دی چې زما مغلوبو دښمنانوته د ناهیلۍ، خفګان او کمزورۍ روحیه ورکوي. زما د مغلوبو او ناکامو دښمنانو د آسونو په منځ کې زما د آس غږ اوچت او سر يې لوړ دی، او د اورېدو لپاره يې غوږونه خلاص دي. بله شېبه بیا ځان داسې نوی زلمکی احساسوم چې د زړه چينه مې هره لحظه د عواطفو او احساساتو څخه ډکه او مالامال ده. پرتم او ښکلا مې د کتلو په انداز کې راټولوي، د روح عظمت مې غرونه او درې ډکوي، د نېکمرغۍ هغه تخیل چې په بيړه زما لوري ته راځي زما زړه په ناڅاپي توګه په خوځنده ټوپونو راولي، هر څومره چې مې اړتیا زیاتېږي ځان راته لوی ښکاري. د روح پاکۍ او سپېڅلتوب ماته ثبات اواستحکام راکړی دی، له هرې تیارې سره چې مخامخ کېږم هغه په رڼا بدلوم. داچې مغلوب او بندي یم نو ترډېره حده له بري او کامیابۍ څخه ګټه اخلم. هغه وخت یو بریمن او ځواکمن سپاهي وم. خو اوس یو زړه بایلونکی عاشق یم. هغه وخت زما جسماني قوت او ځواک خلک زما پر شا او خوا راټولول. او اوس مې د روح اړتیا زړه راته تسخیروي. نه پوهیږم دا د ټول هېواد پراختیا ما خوشحاله ساتي او که دا چې وینم د زړه دريڅه مې پر وړاندې پرانستل شوې ده، او دا زما د خوښۍ او سرور لامل دی. آه! انسان يې څه ډول، ډول ځواکونو ته سپارلی دی. چې له هغو سره لوبې وکړي. زړه هرڅه د ځان لپاره غواړي، او خپل ساغر ماته را سپاري چې له مینې اومستۍ، عواطفو او هیلو يې ورته ډک کړم. او د خپلې سلامتیا په پار یو جام را واخلم، او لکه لیونی د امن او سکون په دره کې وناڅم، خپل غوږونه د ښکلا د اغیزناک غږ انګازو ته وقف کړم، په دې حالت کې ووینم چې د رڼې اوځلیدونکې زهرې په غېږ او د ښکلې سپوږمۍ پر وړاندې له خپلو ارمانونو پرته نور هرڅه هېر کړم. د ځمکې له اوبو، سمسورو اوشنو چمنونو، ونو، غرونو، لمنو، دښتو، درو او راغونو څخه چې ماته يې خوښي او ژوند بښلی دی، قبرونه او تاریخي ابدات جوړ کړم، چې نندارې يې ما پریشانه خاطرو ته وړي. او په دې قبرونو او لرغونو ابدو کې  پلرونه، میندې، خویندې او وروڼه د مرګ په خوب ویده دي. ددې خاورو له زړه نه زما نېکمرغۍ او بدمرغۍ، بریاوې او ناکامۍ، لویوالی او ماشومتوب په رڼو سترګو ګوري. خو ما له دې ټولو سترګې تړلې دي اونه يې وینم. هغه بل سپېڅلی ځواک چې د پوهې او درک لپاره يې د دې لویو کایناتو نظام رامنځ ته کړی او په ټینګښت سره پایي، داسې وایي:

ته دې خپل ساغر ماته راکړه چې ستا لپاره يې درته ډک کړم. او د نورو د سلامتیا په ویاړ يې وڅښه. خپل ځان سرښندنې او ځان تېرېدنې ته چمتو کړه. په مېړانه د نېکمرغۍ په خطرناکه لار کې ګام اوچت کړه. خپل غوږونه د  پرتم د عظمت د ډول او سورنا د انګازو شور ته وسپاره. او ځان پر لمر باندې حاکم وګڼه، خپل ځان او وینه هېر کړه، او ددې له امله خوښ و اوسه چې هغه اوبه او شنه واښه دې وچېدلو ته پرېنښودل. هغه غرونه او رغونه، دښتې او لمنې دې د خطرونو له ګواښ څخه وژغورلې. هغه زړونه چې په خاوروکې پټ دي خوشحال يې وساته... ای لویه خدایه(ج)! زه نه پوهېږم چې زما دنده څه ده؟؟؟ ته ماته لارښونه وکړه...آیا دا د بشر لویه کمزوري نه ده چې نه شي کولای رښتینې او تلپاتې نېکمرغۍ له غیر حقیقي او لنډمهالو نېکمرغیو څخه جلا کړي؟ تا ولې دا دوه ډوله خوشبختۍ یو ډول پیدا کړې دي؟ او دا چې بشر ولې تل تېروتنه پکې کوي؟ آیا مونږ معذور نه یو؟ ته ښه پوهېږې چې که وکولای شو وپوهېږو، او که چېرې مو سترګې ړندې نه وي. که چېري مونږ د فریب او چم لوبتکه نه کړې، هېڅ یو به هم دومره ناپوه او احمق نه یو چې تلپاتې حقیقت به قرباني کړو... د بشر زړه تر خپلو پښېمانیو او ارمانونو بل کوم ځواکمن شاهد نه لري، چې تاته يې وړاندې کړي او په هغه سره خپله بښنه وغواړي...

اوس مسلح  شوم... لویه خدایه(ج)! ته مرسته راسره وکړه. ای مسته اوښه! له خپل ټول سینګار او ډول سره سره زما له مخې لرې شه! ورځه! ترهغې ونې لاندې پرېوځه چې زما اوښکو اوبه ور کړي دي، ترڅو چې زه بېرته راګرځم، همهلته و اوسه.

خپلې ښکلې جلوې زما د کمزوري زړه د تېراېستلو لپاره مه رالېږه! هغه ورځ به هم راورسېږي چې ستا د جرس خوشحالونکی غږ زما زړه او روح په نڅا راولي، ای زما زورور او زړور آسه! راشه ما هغه ځای ته درسره یوسه چې و کولای شم پرتم او بریا ترې راوړم... ای قادر خدایه(ج)! زما سره مرسته وکړه چې د جګړې پرمیدان په بریا سره د عشق ښکلا د زړه د ارمانونو په بریا کې ولمانځم، برم او پرتم يې ووېشم... تر اوسه لا یو بل ساعت وخت لرم... هو یوځل بیا باید ولاړشم، هغه بوډا ماته د پلار غوندې مینه راکوي، اوما لکه خپل زوی داسي ځواکمن او بریمن غواړي...آه! د هغه بوډا زړه یوازې د خپلې ښکلې پېغلې لور له برکته ژوندی دی... کله چې هغه زما څخه درېغ نه کوي نو ډاډ او باور لرم چې زما په حق کې به يې دعا قبلېږي، اوس باید له هغه څخه رخصت واخلم،  په پخواني جنګ کې د هغه بوډا، ځوان زوی دده لاس ښکل کړ، اما بیا هغې جنګیالي ځوان ونه شو کولای چې خپل ځان پرې وویني، همداسې په مېړانه  يې روح حق ته وسپاره.

نوموړی بوډا په دې اوسنۍ جګړه کې داسې څوک نه لري چې په ویاړمنه توګه يې په مخه ښه خوشحاله کړي، آیا دا زما دنده نه ده؟

له صحنې څخه بهر کېږي.

(پرده بېرته کېږي)

 

                                                                                                                                                     دویمه صحنه

د یوې پرتمیني افغاني کلا په دروازې کې:  

 

بوډا: د دروازې مخته: -  تراوسه دې حرکت نه دی کړی؟ 

دا تمه مې نه وه چې تا به ووینم، ځکه وايي لښکرې په تیارو کې حرکت کوي، هیله مې وه چې مخ دې ښکل کړم...

-  زلمی: نه تر اوسه خو لا نه یو خوځېدلي خو د حرکت وخت مو نېږدې دی،  ستا له لیدلو پرته به څنکه تلم، راغلم چې ستا لاسونه ښکل کړم او مخه ښه درسره وکړم...

-  بوډا: (له یوې مانا دارې خندا سره): هو د ښکلولو او مخه ښې لپاره راغلې...؟

-  زلمی: (سر کښته ځوړندوي): ومې نه شوه کولای چې  تاسو ته له راتګ پرته ولاړشم، راغلم چې دعا دې واخلم.... او...

-  بوډا: زما دعا... زه دعا کوم چې خدای تعالی (ج) دې بری په برخه کړي، خو آه چې له دې پرته بله دعا نه شم درته کولای...زما دغه دعا همیشه قبوله شوې ده. په وار وار او تېرې جګړې کې مې هم همدلته  د همدې کلا د دروازې مخې ته دعا وکړه، اوځوانانو هم بری راوړ، خو نه پوهیږم چې ما هېر کړل، او که خدای تعالی (ج) ونه غوښتل چې زما زلمی زوی بېرته له جګړې ژوندی راستون شي... هغه خپله پوهېږي چې زه يې په مرګ باندې کوم شکایت نه لرم، او په داسې جګړې او بري خوشحاله وم، که څه هم زما د ژوند وروستۍ میوه ددې پېښې توند باد راڅخه یوړه. د هغه مرګ نور زما په زړه کې د اولاد هیله مړه کړه. خو د بریا هیله لاهم زما په روح کې داسې ځواک لري چې تل ژوندۍ ده... بیا هم شکر کوم زه د هر ځوان په سترګو کې د هغه څېره ښکلې او با عظمته وینم. اوس دادی ته زما پر وړاندي ولاړ يې، څو دقیقې مخکې دوه درې نور زلمي له همدې لارې تېر شول. داسې خیال مې وکړ چې زما زوی هم له هغوی سره یوځای دلته زما له مخې تېر شو. زه همدا اوس هغه ستا ترڅنک ولاړ وینم. زما ګرانه! دا ګمان مه کوه داڅه چې زه درته وایم دا به د زاړه دماغ وهم او اپلتې وي، زه په دې معتقد یم هغوی چې خپل ځانونه فدا کړي دي هغوی مړه نه دي، بلکې روح يې د هغو خلکو سره دی چې په یوه عقیده وو. او د هغوی لار يې تعقیبوله. د هغوی سره لاهم معتقد اوملګري دي، او اوس هم مرسته ورسره کوي اوله هغوی څخه نه ګوښه کېږي. دا اوس چې له کوره راوتم (عینو) لمونځ پای ته رسولی و، اوپه دعا بوخته وه، ومې لیدل چې غمجنه موسکا يې پر شونډو ښکارېده، ورنه مې و پوښتل چې ولې خاندې؟

 ویې ویل: خپل ځوانمیرګ ورور مې ولید چې د کلا پر هسکو يې الوت وکړ او نوراني وزَرونه يې لکه لمر داسې ځلېدل. ماته يې وویل چې ستا نیاز او اړتیاوې به کوم ځای ته چې زه غواړم هلته به يې لارښونه و کړم، او همداشان له زلمي سره به د جګړې په ډګر کې ملګرتیا وکړم، تر پایه به يې یوازې پرېنږدم. د جنګ او مبارزې په جوش کې به دده پرمخ یخ نرم شمال او د دښمنانو پرمخ به يې سوزنده اور ورحواله کړم، پلارجانه آیا تاته يې ځان ونه ښوده؟

-  زلمی: رښتیا تاسو هم هغه ولید؟

-  بوډا:  هغه یوه شېبه زما له سترګو پناه نه دی. خو نور زما سره خبرې نه کوي. هغه پوهېږي چې د بوډا پلار زړه يې دده ډاډ او تسلۍ ته اړتیا نه لري. اوعقیده لري چې زوی يې د مرګ په غېږ کې په آرام اوسکون دی. د خدای تعالی (ج) د رحمت ترڅنګ اوسېدل د پلار تر مهربانۍ خوندي، با ارزښته او ښکلی دی...

-  زلمی: عینو زما نوم یاد کړ؟ آیا زما لپاره يې دعا کوله؟

-  بوډا: هو ان بېګاه ټوله شپه په راز اونیازبوخته وه. سره له دې چې غوښتل يې خپل احساسات د حیا په پرده کې زما څخه پټ کړي، خو زه د هغې پلار یم هغه مې په خپله لمن کې پاللې ده. زه پوهېږم چې هغه کله هم د خدای پاک (ج) عبادت کوي تا له دعا څخه نه هېروي.

-  زلمی: زما لپاره ددې خبرې اورېدل یو ښه ځواک دی، ښه شو چې وتوانېدم... خپل ځان خدای په امانۍ ته ورسوم، زه باور لرم چې ستاسو دعا اود (عینو) نیاز به ما بریا ته رسوي.

-  بوډا: هو زویه! خدای تعالی (ج) یوازې د خپلو بندګانو پاکې اوصمیمي غوښتنې قبلوي. (هغه) تل هغه څه قبلوي چې دده د مهربان اولوی دربار وړ وي. زه په دې هیله وم چې ستا مخ -  هغه مخ چې د فتحې او بري نښانې له ورایه ترې ښکارېږي، په مینه ښکل کړم. تاته وایم چې هر ځوان بریا تر لاسه کوي. خو په دې شرط چې پخپله د خپلې پاکې جبهې ځلانده کرښې خرابې نه کړي. ستا لپاره ځواکمن او روښانه زړه غواړم، او په دې ډاډمن یم تر هغو چې ستا زړه د سپېڅلي دین او نظام د قوانینو اطاعت کوي نو پایله به يې دا وي چې کله هم د توري څخه لاس پورته کړې، نو د هڅو اومبارزو په نتیجه کې به هرومرو د بریا خَولې له خپلې ټنډې څخه پاکوې. خو(ماناداره موسکا کوي) د وداع د کلمو تکرار، د هغو کلمو تکرار دی چې یوازې د ځوانانو له زړونو څخه راوزي، خو د بوډاګانو تدبير ورسره همغږی او موافق نه دی.

-  زلمی: (د حیرانتیا په حالت کې): خو څنګه کولای شو چې ځان د یوې سپېڅلې موضوع له بیان څخه وګرځوو؟ البته تاسو ماته بښنه وکړﺉ.

-  بوډا: هو زما زویه! تاته بښنه کوم، اما پوهېږې چې خدای په اماني سفر لا تریخوي. په دې مسلې هغه څوک ښه پوهېږي چې ډېر سفرونه يې کړې وي.  او مخه ښې کولو ته ډېر مجبور شوی وي، هغه هم داسې څوک وي  چې په ځوانۍ کې داسې زړه سواندی بوډا ونه لري، چې د لويې کلا په دروازه کې  نصیحت ورته وکړي، وداع... وداع پرته له غمجنې خاطرې بل څه نه دي چې د ځان لپاره د زړه نازکه اوحساسه برخه غوره کوي.

-  زلمی: (په شرمناک حالت کې): خو...

-  بوډا: څه؟ آخر به هغه ووینې، څومره به ښه وي چې له یو او بل څخه د بېلتون په وخت کې د اوښکو او پرېشانۍ د حالت پرځای بیا په خوښۍ او سرور کې سره یوځای شئ.

-  زلمی: زه نه شم کولای چې دا هیله ولرم چې هغه به بیا ووینم، څنګه کولای شم چې د جګړې ډګر ته ولاړشم، او د بېرته راګرځېدو هیله په زړه کې وپالم؟  

-  بوډا: ته په خپلې  بريا ډاډ نه لرې؟

-  زلمی: باور لرم چې زموږ لښکر به بری مومي خو دا چې زه به سږکال ژوندی پاتې شم، ددې حالت خوښي او ویاړ ماته په شک کې ښکاري.

-  بوډا: څوک پوهېږي چې څوک به مړ کېږي؟ زه هیله لرم او دعا کوم چې په بریا سره به را وګرځې، ته ځوان يې او باید وپوهېږې چې ځوان پرته له ناهیلۍ په بل څه نه مري. ځوان په خپله هیله او ارزو ژوندی دی، او ژوند يې ټول هیله او امید دی.

-  زلمی: زه په هېڅ توګه نه ناهیلی کېږم، خو زما هیلې به زما سره مړې نه شي، آیا ستا د ځوان زوی روح په خپلو ژوندیو او ځلانده وزرو ددې کلا له لوړو تېر نه شو، او عینو ته يې د مینې ډک ډاډ او تسلي ډالۍ نه کړه؟

خو زه مصمم یم چې ژوندی راستون نه شم.

-  بوډا: ښه به دا وي چې ووایې چې په دې هوډمن یم چې مغلوب به نه راګرځم، ژوند په بریا او مرګ په ناکامۍ کې دی.

-  زلمی: هو که بریالی را ستون شم... (په دې حالت کې سر په غرور سره را جګوي)

-  بوډا: هو زویه، هغه مهال به هغه (عینو) په هسکه غاړه او لوړو سترګو ووینې، او ستا د بریالۍ توري برېښنا به د هغې د شونډو د موسکاوو پر جلوو په خوښۍ او ویاړ وځلېږي. خو په دې وخت کې غوره نه ګڼم چې هغه ووینې.

-  زلمی: زما ګرانه پلاره! منم یې، زه به همیشه د مشرانو د امر تابعدار یم، زموږ د ټبر ټول ځوانان او پهلوانان د خپلو مشرانو امر مني اوتل يې تابع دي.

- بوډا: (د زلمي ټنډه ښکلوي): ورځه زویه! زه تاته دعا کوم چې کله راستون شې او زما پر قبر ودرېږې، دعا راته کوې، نو دا دعا دې د یو ناکام سپاهي دعا نه وي، خدای تعالی(ج) شکایت نه قبلوي. د یو ناکام سپاهي دعا له شکایت پرته بل څه نه دي. خدای (ج) تل شکٌر اومننه خوښوي، او دا ډول شکرګزاري د هغو خلکو کار دی چې کامیاب او بریمن وي.

-  زلمی: زه هم همدا هیله او یقین لرم چې کله ستاسو لاسونه ښکلوم، شونډې مې هغه شونډې ونه اوسي چې د فتحې او بري خندا پرې ونه لیدل شي.

-  بوډا: ښایي نور نو د یون وخت رانېږدې وي؟ (د ډول اوسورني ږغ را جګېږي)

-  زلمی: (د کلا دېوال ته ګوري)، د حرکت د ډول غږ دی، همدا اوس باید حرکت وکړو.

-  بوډا: ځه زما زویه! خدای تعالی (ج) دې ساتونکی شه!...ښايي نور تا ونه وینم ځکه عمرمې پای ته رسېدلی دی. زه له همدا اوس څخه خپله د زړه ټوټه ستا شرافت او مېړانې ته سپارم. هغه نوره ستا ده، زه به یا ژوندی او یا مړ یم، که چېرې ژوندی او کامیاب راستون شوې ددې کلا دروازه به نېغ په نېغه ستا پرمخ پرانیستل کېږي. زه به په هغه وخت کې ژوندی نه یم، چې ستا او ناوې سره دې ملتیا وکړم، زما ګران اوښ به زما استازیتوب وکړي، او ستاسو د نېکمرغۍ کجاوه به پورته کړي، نور دې پر خدای (ج) سپارم.

-  زلمی: (د سپين ږیري لاسونه ښکلوي)، د خدای (ج) په امان... د شرافت او نارینتوب په ژمنې باور وکړﺉ او ډاډمن و اوسئ... (روانېږي).

-  زلمی: (له ځان سره ږغېږي): د خدای (ج) په امان... هغه ستا ده که ژوندی او بریمن را ستون شوې ددې کلا دروازه به نېغ په نېغه ستا پر مخ پرانستل شي... هغه ستا ده... که ژوندی اوفاتح راستون شوې... صرف که راستون شوم نېکمرغه به شم... خدای پاک (ج) دې تا او هغه دواړه وساتي!!! (د ډول آواز لوړېږي. د سورنا انګازې او د سپاهیانو د ترانو شور تر غوږونو رسېږي).

(پرده ټولېږي)

 

                                                                                                                                                                درېیمه صحنه

د همهغې کلا په وره کې...:

بوډا: ( یوازې)... آه! زما ګرانه زویه! ته نور جنګ ته نه ځې او خپل بدمرغه او کمزوري پلارته ویاړ نه راوړې... خاورو ستا ځواک اوځواني د تل لپاره پټ کړي دي... بیا هم مرګ نه شي کولای چې ستا څېره زما څخه پټه کړي؟... زه تاته نارې وهم اما ته د ابد لپاره بې غږه يې... زما کتل له همدې ځایه ستا قبر ته دننه لار کوي، ښه دي وینم چې ماته په حیرانتیا راګورې، او په خاموشه موسکا ماته وايې چې مرګ ستا ارزوګاني در څخه وړي دي، او ستا لپاره يې آرمان نه دی پرې ایښی، ماته چا وویل چې د مرګ مرمۍ ستا ځیګر سوری کړ او ستا زړه ته ننوته. هو! زه هم هغه ضربه په خپل زړه کې احساسوم...! ای خدایه (ج)! ولې دې زه داسې بې چاره او ناتوانه کړم؟... هو! لښکر حرکت وکړ... نن هم له هغې ورځې سره چې ستا مخ مې ښکل کړ هېڅ توپير نه لري...تراوسه لاهم هغه ډول او سورنا نه دي زاړه شوي چې تا يې شور او سندرو ته خپل قدمونه منظم کول. زه داسې احساس کوم چې ګویا ما له هغې ورځې څخه تر دې اوسنیو شېبو پورې له خپله ځایه حرکت نه دی کړی، او همهغه غږونه مې غوږونو ته رسېږي...

پروردګاره! څه وخت به زما دردونه پای ته رسوې...  دا د ژوندون لار څومره اوږده ده...؟ د داسې بوډا لپاره چې لکړه يې ماته شوې ده، پښې یې بې واکه دي او زړه یې رنځور دی. د داسي چالپاره خو دا لاره بیخي لرې او اوږده ده، د هغه چا لپاره چې ملګري یې یوازي پري ایښی وي، بیا لا هم بېحده ستړې کونکې ده... هلته هديرې کې چې زمونږ نیکونه ویده دي د غونډۍ پر لوړه معلومېږي. آن زه په کمزورو قدمونو کولای شم چې په څو دقیقو کې هغه ځای ته ور ورسم... زه هم له هغه ځایه پرته، کوم بل ځای ته نه ځم. د ژوند د لارې انجام همهغه ځای دی. خو بیاهم نه شم کولای چې د خپل شپېته کلن عمر په پای کې هم ځان په هغه ځای کې ومومم... وايي ژوند ژر تېريږي او لنډ دی؛ دا هغه څوک ویلای شي چې یوه شېبه بدمرغۍ او پرېشانۍ په ټول اوږد عمر کې ستړی کړی او زهیر کړی نه وي. ای لویه خدایه (ج) ماته عفوه وکړه! دا ته يې چې د پلار په وجود کې دې دومره شدیده عاطفه پيدا کړې ده، او بشر دې داسې جوړ کړی دی چې کله هم د شکایت په وخت د شکر کولو او مننې حس له ځانه واخلي او ځان بدمرغه کړي. آیا زلمی مې زوی نه دی چې ماته يې راکړی دی؟ رښتیا! تا یو بل مل او لکړه ماته ډالۍ کړې ده راته ویې ساته، اوما وبښه! دا ناشکره بنده دې د شکر کولو اومننې وړ وګرځوه، او سر ټيټول يې د خپل عبودیت په دربارکې په بنده ګۍ قبول کړه. هو زه باید ولاړشم... نه پوهیږم هغه نجلۍ به څه حال لري؟ د هغې په سترګو کې مینه او صمیمیت وینم، آیا د هغې کتلو ددې کلا په دېوالونو کې نفوذ نه دی کړی؟ او هغوی یو او بل نه دي لیدلي؟ ولې مې اجازه ورنه کړه چې یو له بل سره مخه ښه وکړي که چېري را ستانه نه شي او یو له بل سره ونه ویني؟ آیا د دوو پاکو زړونو بدمرغي، د دوو میینو زړونو تلوسه، د زلمیتوب د دوو شدیدو آرمانونو مرګ به زما روح ناقراره نه کړي؟... خو هغه اوس تللی دی یوازې زه کولای شم چې حس يې کړم د هغه د وروستیو کتلو انداز څومره ماتونکی ځواک په ځان کې درلود. داسي خیال مي وکړ چې د کلا دېوالونه به وران کړي. خو! زما په زاړه او ساړه زړه يې آغېز ونه کړ... آه! هغوی څومره یو د بل نه لرې خو څومره یوله بل سره مشابه او ورته دي؟... که د (عینو) مور خپلې لور ته زما او خپله کیسه کړي وي نوهغه به يې زما څخه خفه کړې وي. آه! هغه ورځ څومره ښکلې وه؟ ځواني څومره لوی ځواک دی؟ چا کولای شوه چې زما په مخه ښه کې خنډ جوړ کړي؟ آیا ما د جګړې لپاره ملا نه وه تړلې؟... تر اوسه د هغې مخه ښې د وخت د ښکلولو ګرمي په خپلو سړو شونډو حس کوم... زه چې په خپله د داسې یو تلوسه لرونکي اوله شوره ډک ژوند تجربه لرم، نو بیا مې ولې زلمی له دې خوږې تجربې څخه بې برخي کړ؟... هو! وداع ډېره خوږه وي اما ډېره له حسرته هم ډکه ده، آیا هغه ځواک چې ما له هغې شېبې څخه حاصل کړ هغه به کوم بل سپاهي د جنګ په میدان کې درلودلی وي؟...د هغې ورځي خاطره زما په زړه کې تلپاتې ده... د ژوند بهیر نه شي کولای چې تېر برم بېرته را وګرځوي، هسې نه دی لکه میین زړه چې د خپل آسمان غوندې محبوب  صورت سينګاروي، او د هغه سپېڅلې اړتیاوې، لوړ او ارزښتمن ارمانونه لا لوی او ښکلي کړي، او ویجاړ یې نه کړي. دا دی اوس زما وېښتان سپين شوي دي، خو د زلمیتوب څخه د ډکې خاطرې رنګ مې لا هم په ذهن کې ساتلی دی. له همهغې ورځې نه مې دا حس درلود چې د ځوانۍ د ژوند هره شېبه چې تېرېږي مونږ په عمر لویوي. نن وینم چې لکه لوی غر سر مې د بوډا توب په یخو واورو تک سپين پوښلی دی، اما لمن مې د هغو آتشي ګلونو څخه ډکه ده چې خپله تودوخه او ښکلا يي د زلمیتوب او میني له اورنیو ولولو څخه را اخستې ده...

او د ژوند پر ښکلو درو-  هغو درو چې خزان يې د خاطرو پسرلی له زړه څخه نه شي بهر کولای حکومت کوي... دا ټول لویوالی او پرتم چې نن په خپل زړه کې حس کوم، دا ټول د همهغې یوې ورځې د نیازونو له برکته دی. هغه ورځ چې نور مې ونه شو کولای چې لمر ته يې سترګې وغړوم، او یوازې مې نن وکولای شوه چې د هغې ورځې مثال ووینم. خو زما لپاره شونې نه وه، نو اجازه مې ور نه کړه چې زلمی او (عینو) خدای په اماني سره وکړي... آه! یوازې هغه د زلمیتوب خوښۍ دي چې کولای شي د بوډا توب ناهیلۍ او پرېشانۍ را کمې کړي. بوډاګان چې په آرمان د هغو ورځو او خاطرو په یاد اوښکي تویوي نو کټ مټ لکه ماشومان وي... آن د ځوان زوی مرګ مې هم ونه شوه کولای چې په بشپړ ډول ما له دې خاطرو څخه بې برخې کړي... هو رښتیا! زما بدمرغي ډېره لویه ده... نور نو ټول غږونه چپ شوي دي... لښکر هم تللی دی... هلته د جګړې په ډګر کې مرګ او ویاړ د هغوی په انتظار دی، او ددې دوو لویو ځواکونو کشش د هغوی ګامونه لا چټک کوي... کله کولای شم چې په ډاډ سره پوه شم چې کوم یو تر هغه بل ځواکمن دی، وېره یا تمه؟... آه! زلمیه! (په دې وخت کې د کلا دروازه له دننه خوا څخه پرانستل کېږي او عینو صحنې ته راځي)

-  عینو: پلارجانه! ښایي نه يې وي غوښتي چې خدای په امانۍ ته راشي، تر څه وخته انتظار ورته کوې؟ ما د کلا له برجه ولیدل چې لښکر حرکت وکړ، ټول تللي دي.

-  بوډا: زما لورې! هغه؛ راغلی و خدای په اماني مې ور سره وکړه... آیا...؟

-   عینو: راغلی و؟ آیا بیا راستنېږي اوته ورته انتظار يې؟

-  بوډا: نه! لورې! د هغه سره مې وداع وکړه او له لښکر سره يې حرکت وکړ، البته بېرته راستنېږي، اما هغه وخت چې جنګ پای ته ورسي او لښکر بېرته را وګرځي... آیا زه...؟

-  عینو: آه! پلارجانه! ما وبښه هیله مې وه هغه یو ځل ووینم...

-  بوډا: زما لورې! ماته بښنه وکړه، هغه ډېر هیله من و چې تا وویني، خو! ما پرېنښود، (کلا ته دننه کېږي).

-  عینو: (له ځان سره ورو ورو غږېږي)، هو! زه پوهېږم چې تا هغه ته اجازه نه ده ورکړې... هغه ډېره هیله درلوده... یا خدای (ج) نه غوښتل... ای لویه ربه (ج) آیا ته به وغواړې؟...؟

-  بوډا: راشه لورې! غواړم اودس وکړم...

-  عینو: (د کلا دروازه تړي) دادی راغلم...

(پرده ټولېږي)

 

                                                                                                                                                      څلورمه صحنه

( له نهو میاشتو  وروسته)

-  بوډا: (په بستر کې) زما لورې! یو لږ اوبه مې ستوني کې واچوه!

-  عینو: (اوبه ورته راوړي) پلارجانه! نن ډېر تږی کېږې؟

-  بوډا: زما لورې! راشه دلته مخامخ نېږدې راته کښېنه... هو! ډېر تږی کېږم، انسان ترڅو چې ژوندی وي فکر کوي چې ژوند له تندې پرته بل څه نه دي، خو اوس وینم چې مرګ هم زما لپاره پرته له تندې بل څه نه لري... خدای پاک (ج) پوهېږي چې د بشر دا ګرمه تنده به څنګه او چېرې پای مومي، څه وخت او چېرته به زمونږ ستونی لندېږي؟

-  عینو: پلارجانه! څنګه د مرګ په اړه ږغېږې ستا دا خبرې ماته د یوازیتوب احساس راکوي؟

-  بوډا: زما لورې! ولې به هڅه کوم چې تا تېرباسم،  زما د تلو مخ ته لار پرانستل شوې ده، چې ناچاريم دا مزل باید و وهم، اوتا نوره پرېږدم... داسي احساس کوم چې مرم... یو لږ اوبه مې په ستوني کې و څڅوه! 

-  عینو: ای لویه ربه (ج) پر ما او پلارجان مې رحم وکړې... ما په دې لویه نړۍ کې یوازې پرېږدې...؟ زه نه شم کولای آن په دې کلا کې... آن په دې کوټه کې یوازې پاته شم... 

-  بوډا: زما لورې! اوبه مې غوښتې وې.

-  عینو: (اوبه يې په خوله کې ورڅڅوي) پلارجانه! څوک کولای شي چې ستا د لور د یوازېتوب او تشې احساس د مهربانۍ او شفقت په روحیه ور ډک کړي. ته څنګه کولای شې چې راته ووایې: نوره تا یوازې پرېږدم؟...

-  بوډا: رښتیا هم له خدای (ج) پرته بل څوک نشته چې زه تا هغه ته وسپارم، یوازې (هغه) دی چې ما له تا څخه بېلوي، او همداشان (هغه) به وي چې پر تا به د رحم او شفقت نظر لري... آیا (هغه) پر خپلو بندګانو تر پلار هم زیات مهربان نه دی؟... لورجانې! ژاړه مه!...

-  عینو: هو! خدای (ج) لوی او مهربان دی تاته به روغتیا در په برخه کړي، (هغه) ښه پوهېږي چې زما نېکمرغي ستاپه ژوندي پاته کېدو کې ده، (هغه) به پر ما رحم وکړي...

-  بوډا: عینو! خدای (ج) تل مهربان دی کله موږ ته غم او سختۍ رالېږي. خو دا یي هم  د ترحم له مخې دي... موږ داسې خیال کوو چې زحمت راکوي... بشر نه شي کولای چې په خپله نېکمرغۍ او بدمرغۍ وپوهېږي... ټول عمر د نېکمرغۍ په لټه سرګردان وي، په داسې حال کې چې دده نېکمرغي او بدمرغي ورڅخه لېرې نه دي، خو! هغه نه شي کولای چې ويې پېژني... مونږ ډېر کمزوري او ناپوه پیدا شوي یو... که یوازې وکولای شو چې خپله نېکمرغي درک کړو... نو ددې کار لپاره بله لار او چاره نه لرو؛ له دې پرته چې پر هغه څه ایمان ولرو؛ چې خدای پاک (ج) يې ترسره کوي. هغه زموږ لپاره خیر دی، او زموږ نېکمرغي د خدای پاک (ج) په رضا کې نغښتې ده.

-  عینو: پلارجانه! زه څنګه کولای شم چې له خپلو غمونو سره یوازې مقاومت وکړم؟ 

-  بوډا: زما لورې! شکایت مه کوه... که کولای شې اوښکې دې هم مه رژوه!..ماته غوږ شه...! آه! نهه میاشتې تېري شوې اما زمونږ لښکر لا هم نه دی راستون شوی... کاش چې کولای مې شوای چې یو ځل مې زلمی ليدلای وای... لورجانې! کله چې مې له هغه سره خدای په اماني کوله ورته ومې ویل چې ته د هغه یې او که چېرې راستون شو ددې کلا دروازه به د هغه پرمخ پرانستل کېږي... زما اوښ به ستاسو کجاوه لېږدوي، دا خبرې دې ستا په یاد وي! زه تاته دا نصیحت کوم چې د ژوند په ټولو شېبو کې د هغه اطاعت وکړې اومحبت ورسره ولرې. ته په ژوند کې یوازې يې بل څوک نه لرې؛ چې د خپل زړه یو څنډه ترې را جوړه کړې، خپل ټول زړه د هغه مینې او محبت ته ځانګړی کړه او په دې باور ولره چې د یوې ښځې لپاره تر دې بله لویه نېکمرغي نشته چې د خاوند زړه یې ددې له مینې اوعشق څخه ډک وي، زما یوازنۍ شتمني ته يې چې پرېږدم دې، اوپه خدای (ج) دې سپارم، ټول شیان لکه تا غوندې په تا سپارم... ته عقیده ولره چې د هرچا نېکمرغي د هغه په لاس کې ده. خدای تعالی (ج) پر خپلو ټولو بندګانو د مهربانۍ او پېرزوینې نظر لري، او ټول هغه کسان چې دده عبادت کوي له هغو سره مینه لري، کوم خلک چې بدمرغه کېږي، بدمرغي د دوی د خپلو نیتونو او عملونو پایله ده، خدای پاک (ج) هغوی ته په دې خاطر عذاب رسوي، چې دوی په خپله ځانونو ته زیان رسولی دی، بختورو خلکو ته له دې کبله ناز او نعمت وربښي، چې هغوی يې خپله  ځان جوګه کړی دی، کنه؛ د بندګانو بد عملونه نه شي کولای چې خدای (ج) ته زیان ورسوي، او ښه کړه وړه یي هم یوازې د ځان لپاره ګټور دي... زه په خپل زړه او روح شهادت ورکوم چې خدای (ج) یو دی، مهربان او بښونکی دی... ته دعا راته وکړه چې زما ګناهونه راته وبښي... زما لورې! د خدای په امان... ای لویه ربه (ج) ما ومومه... (ځان حق ته سپاري)...

-  عینو: (ژاړي) آه! پلارجانه! په تا څه کېږي...؟ ولې دې دا ټول ښکلی بیان داسې ژر پای ته ورساوه...؟ ولې بې غږه شوې...؟ پلارجانه! خبرې وکړه او ماته ښیګڼه او مشوره راوښيه... آه په تا څه وشول.... لویه خدایه (ج)! هغه زړه چې شپېته کاله په عشق او عاطفې ګرم و، د خپلې وړې تېروتنې له امله يې ځان د پښېمانۍ په اور سوزاوه، له ښو هیلو پرته يې بل امید نه و، هغه زړه نن یخ شوی دی... هغه سترګې چې د نیاز له امله به په اوښکو لندې وې نن د ژوند او نړۍ پر مخ پټې شوې... هغه صورت چې پوره شپېته کاله يې حرکت وکړ... په یوه شېبه کې تم او آرام شو... نور ماته ډاډ نه راکوي... نه شي کولای چې زما یوازېتوب وویني... نه شي کولای چې زما د نېکمرغۍ لپاره دعا وکړي، هغه په خپلې وروستۍ کتنه کې هرڅه ترسره کړه، هغه لحظه چې مرګ راوړي، هغه لنډه کتنه چې د مرګ په لور ور ګوري، په هغې کې د څو کالو ژوند په اندازه چارې ترسره کېدلای شي... وای!... آه... وای!... پلارجانه! ولې دې زه بېکسه پرېښودم...؟ (پاڼه پرهغه تیاره کېږي)

(پرده را ټولېږي)

 

                                                                                                                پینځمه صحنه

( له درېیو میاشتو وروسته، د اردو په قرارګاه کې)

- زلمی: (په خپله خیمه کې)؛ نه پوهېږم چې لوی بابا ولې امر وکړ چې لښکر دلته تم کړو؟... تر درې میله زیاته لار ښارته نه ده پاته.

-  یاور: لوی احمدشاه بابا تر مونږ ښه پوهېږي...تر اوسه لا تازه ماښام شوی دی... لښکر کولای شول چې تر ماخوستن مخکې ځان ښار ته ورسوي.

-  زلمی: ښايې نه غواړي چې د خپلې ځلانده بریا شغلې د شپې په تیاره کې ښارته ور وړي.

-  یاور: هو؛ له دې پرته بل دلیل نه شي کېدلای.

-  زلمی: اما هغه خلک چې خپله دنده يې تر سره کړې ده، او تر یو کال وروسته په بریا سره خپل ښار ته ور ستنېږي، څه زړونه دي چې هغوی ته انتظار دي. نن شپه د سپاهیانو په کورونو کې یوازې شوق او انتظار حکومت کوي.

-  یاور: هو! اما څه به وشي؟ ښه به دا وي چې هغوی ته لا په مینه او لېوالتیا ور ستانه شو.

-  زلمی: ښار خبر دی چې لښکر را ستون شوی دی، اما موږ هېڅ نه پوهېږو چې په ښار کې څه خبره ده؟

-  یاور: هرڅوک خوښ او خوشحاله دي.

-  زلمی: غمجن زړونه هم بې شمېره دي، هغوی چې د خپلو زامنو، وروڼو او خاوندانو راتګ ته انتظار نه دي...

-  یاور: اما تراوسه لا څوک د مړو شوو کسانو په اړه سمه او بشپړه خبرتیا نه لري...

-  زلمی: هو! پر ښار ډېره سخته شپه خپره ده، هرڅوک غمجن دی، ځکه هر پلار او مور د خپلو اولادونو څخه د قربانۍ په تمه دي او هغه مړه ګڼي...

-  یاور: هو! همداسي ده...

-  زلمی: نن شپه په زړونو وېره او تمه لوبې کوي، په هر ډول ته کولای شي چې ولاړ شې، د لښکر پر خیمو وګرځه او د لوی بابا امر ټولو پيره دارانو ته ورسوه چې  هېڅوک دا حق نه لري چې د لښکر نه مخکې ښارته ستون شي

-  یاور: سمه ده اطاعت به وشي(ځي او له خیمي څخه وزي)

-  زلمی: (یوازي له ځان سره غږېږي) پوره یو کال... د مرګ انتظار، مسافرۍ... هغه سفر چې د وداع له ډاډ څخه پرته ترسره شوی وي... آه! څومره سخت تېریږي، ته به وايې چې مخکې تر وداع د هغې له دیداره بې برخې شوی یم... هغه سخت دور خو تېر شو. اوس یو له بله څخه تر درې میله زیات واټن نه لرو. دا څو میاشتي مخکې تر دې په زرګونو میله له (هغې) څخه لرې وم. څو غرونه مو ترمنځ وه، خو نن مازدیګر چې کله پر غونډۍ ور پورته شوم هغه کلا چې زما نېکمرغي پکې نغښتې ده، له ورایه څرګندېدله، آیا ما نه شوه کولای چې هغه ووینم؟ یا په رښتیا هلته هېڅوک نه شوه لیدل کېدلای. خو زه کولای شم چې دا درې میله لار و وهم او خپل ځان هغې ته ورسوم. څه اړتیا وه چې لښکر دلته تم کړو؟ که موږ نن تللي وای او خپلو نېکمرغیو ته مو ځانونه رسولي وای، آیا د لښکر له عظمت او پرتم څخه به څه کم شوي وای، آیا ټول عسکر په دې نه وه خوشحال؟... د یوه لوی قومندان امر په زرګونو، زرګونو شدید آرمانونه تم کړل، آیا خپله یې دې ته لېوالتیا نه درلوده چې نن شپه ددې پر ځای چې  دلته په نظامي خیمې کې سهارکړي، هلته يې په شاهي ماڼۍ کې تېره کړې وای؟ ښايي دده لپاره دغه حالت په زړه پوری وي، اما زه څه مجبوریت لرم؟ قانون، امر، اطاعت، دنده، هو! دا ټول د احترام وړ دي، خو آیا ما د یو عسکر په توګه خپله دنده ترسره نه کړه؟  زما وظیفه جنګ، بریا، اطاعت او د مرګ قبلول او هغه ته هرکلی و...

آیا خپله آزموینه مې ور نه کړه؟ آیا زه لومړی کس نه وم چې خپل آس مې سیند ته ورګذار کړ؟ آیا د دریو کلاوو دروازې مې خلاصې نه کړې؟ آیا درې ځله له ما پرته د دښمن د عسکرو پر زړه بل چا یرغل وکړ؟ آیا لوی بابا، مشر قومندان درې ځله زما تندی ښکل نه کړ...؟  اوس د شپې دوې برخې تېرې شوې دي، ولې تراوسه په دې خاطر همدلته یم چې د عسکرۍ نظام ګډ او وډ نه شي، بل خو هېڅ خطر نشته، خپله وروستۍ دنده مې تر سره کړې ده، که له نورو څخه د شپې ددې اخرې برخې په اندازه مخکې ولاړشم، نو څه کېږي؟ کولای شم چې د لښکر د حرکت وخت ته بېرته را وګرځم، اما اوس باید یوځل ځان ورسوم... آه! هغه بوډا که ژوندی وي، څومره به خوشحاله شي!!! زه ژوندی او په بریا سره راستون شوی یم، عینو به د کلا دروازه زما پرمخ خپله راته پرانيزي، هغه به په غېږ کې ونیسم، آه! دا څه ډول غږ دی چې ماته وایي قانون ته احترام وکړه... مه ځه... ته حق نه لرې چې له نورو مخکې ولاړشې... دا د قانون غږ دی... نه! هسې خیال کوم... زه باید ولاړشم... هېڅ دلیل نه شي کولای چې ما؛ راوګرځوي.

دلته له یو مرګوني انتظار پرته بله دنده نه لرم. ددې پرځای چې ویده شم او استراحت وکړم، غواړم خپلې محبوبې ته ځان ورسوم. چې پوره یوکال مې  له خدای په امانۍ پرته؛ پري ایښې ده. باید حرکت وکړم...

هو! وخت له لاسه ور نه کړم... آه! ستا خندانه څېره ما خپل لورته در کشوي، تا خپله غېږ ماته پرانیستلې ده، آه! دا ستا لاس دی چې د کلا د وره پر زنځير ایښی دی؟ آیا زما پر مخ دروازه پرانیزې؟... هو! عینو! ور پرانېزه! زه اوس راغلی یم، ژوندی او بریمن را ستون شوی یم، لومړی مې پرېږده چې تا په غېږ کې ونیسم او بیا هغه بوډا را بیدار کړه، آه! دا ته يې...؟ تا پرېنښودم چې خدای په اماني وکړم...؟ ستا ځلېدونکي لاسونه په څه ځواک زما لپاره زنځیر پرانیزي. پرېږده چې ژر دې لاسونه ښکل کړم... د جنګ کیسه به بیا بل وخت درته وکړم... لومړی پرېږده چې عینو په غېږکې ونیسم... رښتیا! څومره پرځای دې ویلي وه: (ددې پرځای چې یو له بل نه په خفګان اوپرېشانۍ جدا شئ، ښه دی چې په خوښۍ او خوشحالۍ یو د بل هرکلی وکړﺉ...)، اوس دا زه یم... چې ستا په لوري درځم...؟

(له خیمې بهر راوزي)

(پرده لوېږي)

 


                                                                                                                                          شپږمه صحنه

( د کلا په دروازې کې)

-  زلمی: (د کلا دروازه ټکوي) څنګه يې نه پرانیزې آیا په کلا کې دننه څوک نشته؟. (بیا هم په زوره د کلا دروازه ټک ټک کوي) آیا د سپين ږيرو خوب دومره دروند دی...؟ باید لږ دمه وکړم...  آیا هغه نه وه ویلي که ژوندی او فاتح را وګرځيدم د کلا دروازه به مې پرمخ سمدلاسه خلاصه شي....؟ آیا زه اوس ژوندی او بریالی نه یم راغلی...؟ آیا دا هماغه زما د نېکمرغۍ کلا نه ده...؟ ولې يې نه پرانیزي؟ (دننه کلاته ډبره ورغورځوي)، بیا هم کوم غږ نه اورېدل کېږي...؟ آیا کوم چیرته تللي دي...؟ ( بیاهم ډبره ورغورځوي)، د قدمونوغږ دی... رانېږدې کېږي... د هغې پېغلې قدمونه دي چې زما په لور را درومي... بوډا نه شي کولای چې داسې چټک ګامونه را واخلي... آه! ولې نه شم کولای و پوهېږم چې څوک دی...؟ هو! دوی له خوبه ویښ شول... آیا دا صحنه کلا ته زما د ننوتو د هیلې د پوره کېدو شېبه نه ده...؟ عینو! که دا ته يې نو دابه زما لپاره څومره لویه نېکمرغي وي، زه ډاډ لرم چې ته به لکه خپله نېکمرغي ما همداسې بدرګه کوې.... سبا به زما د مېړانو او اتلولیو کیسې تا خوشحاله کړي... زما لویه خدایه (ج)! په همدې لاسونو مې د ځوانۍ په ځواک اوشهامت د دریو کلاګانو دروازې پرانستې.  ته په خپلې مهربانۍ سره ددې کلا دروازه زما د اړتیاوو پرمخ پرانیزه...! دلته د خوشبختۍ غېږ زما پر وړاندې پرانستل کېږي، د هغه بوډا غېږ! چې زما سره لکه خپل د زوی په څېر مینه کوي...

د هغې محبوبې غېږ؛ چې ترځان هم راته ګرانه ده... آه!  د دوو طلوعو تیارې او رڼاوې یو له بل سره ګډې او غاړه غړۍ دي... آیا زه به وتوانیږم چې ترلمر راختو مخکې ځان لښکرته ورسوم...؟ په دې وخت کې (د دراوزې له شا څخه د ځوانې میرمني غږ اورېدل کېږي)؛ څوک يې او څوک دې پکار دی؟

-  زلمی: دا زه یم؛ هغه څوک چې ستا له غږ سره آشنا دی...

-  عینو: زه نه پوهېږم چې ته څوک يې او څوک غواړی..؟

-  زلمی: دروازه پرانیزه...! دا زه یم آیا زما غږ نه پېژنې...؟ کاکا چېرې دی...؟

-  عینو: کاکا درې میاشتي مخکې مړدی، ته چې د هغه له مرګ نه تراوسه ناخبره يې، څنګه د هغه د آشنایۍ دعوه کوې...؟

-  زلمی: مړ دی...! آه!... دروازه پرانیزه چې په ګډه سره وژاړو... زه زلمی یم...

-  عینو: زلمی د عسکرو سره په بریا راځي... د ډول او سورنا له غږ سره یوځای د فاتحینو سره راستنېږي... 

هغه د ځوانانو او عسکرو سره په ګډه راځي... زما راستون شویه! تا زه نه پېژنم... 

-  زلمی: زه بل څوک نه یم... عینو! زه زلمی یم... آیا داسې ژر دې هېر کړم...؟! 

-  عینو: آیا هغه فوځ چې د بريا له آواز نه يې آسمان او ځمکه ډک وي داسې خاموشه اوبې غږه ښار ته دننه کېږي...؟ بې ډول اوسورنا راځي...؟ آیا زلمی د فاتحینو له ډلې څخه نه دی...؟ 

-  زلمی: زه زلمی یم... ژوندی اوفاتح راستون شوی یم... ولې مې پر مخ د کلا دروازه سم له واره نه را خلاصوې...؟ ولې ما نه پېژنې...؟   وخت تېرېږي... ژرشه تلوار وکړه...! او ما وپېژنه...!

-  عینو: په تاڅه شوي دي... ولې یوازې يې...؟

-  زلمی: څه نشته... دروازه پرانيزه... هو! یوازې یم...

-  عینو: ولي یوازې راغلی يې؟

-  زلمی: نور مې د بېلتون تاب نه درلود، اونه مې  شو کولای چې تاسو ونه وینم، نوځکه تر نورو ملګرو مخکې راغلم، ترڅو تاته په یوې لنډې کتنې کې؛ خپل ځان په رښتیني ډول لوی او فاتح ووینم، باید بېرته ژرتر ژره لښکرته ور ستون شم...؟

-  عینو: ولي ژر بېرته ورګرځې...؟

-  زلمی: ددې لپاره چې د عسکرو سره یوځای ښار ته راشم، مخکې تر دې چې ورځ شي، باید له فوځ سره یوځای شم... درې میله لارپه مخ کې لرم

-  عینو: ددې کلا دروازه د هغه چا پرمخ نه پرانستل کېږي چې د یوې ښځي په خاطر قانون مات کړي، او خپله وظیفه هیره کړي...

-  زلمی: عینو! دا غږ ستا دی... چې زما زړه را ماتوي...؟

-  عینو: هو! زما راستون شویه! زه؛ نه شم کولای چې تا وګورم...

-  زلمی: ما وبښه... که دې پلار ژوندی وای زما سره به يې داسې چلند نه وای کړای...

- عینو: پر مړو تهمت مه وایه...راستون شويه سړیه!... ورځه! چې قانون بښنه درته وکړي... (په دې وخت کې يې ستونی له ژړا راډک شي).

-  زلمی: (بېرته ناهیلی راستنېږي)؛ تر قانون پورې...

پای

(پرده راټولېږي)

 

*****

              

باغباني، مرغومی، ۱۳۲۱ ه. ش.  






                                                                                                                                            -۲-


                                                                                                      ضمیر


«کاش چې د هغه ښامارخولې ته ورلوېدلای وای، چې په ماشومتوب کې به زما معصوم روح د هغه له کيسې څخه ویرېده، اوس به مې ضمیر لکه غمګین کابوس داسي درد او کړاو نه راکولای!»

د برات او اختر په شپو کې به همیشه زما دیدن ته راته، ما به هم په دغو شپو کې د بل چالپاره انتظار نه کاوه، ځکه هرڅوک د خپلې کورنۍ په غېږ کې خوښ او خوشحاله وو، او نه یې شو کولای چې دا ټولې خوښۍ زما په څېر د یو مسافر لپاره له لاسه ورکړي، هغه هم داسې مسافر چې په دې شپو کې له تیاره فکرونو، خفګان، اندېښنو او اضطراب پرته د هغه په کوټې کې بل څه نه لیدل کېږي، او هیڅ کوم مېلمه نه شو کولای چې په خوښۍ پکې و اوسېږي. خو بیاهم یو ښار له یو مهربانه زړه تش نه وي، کنه خرابېږي.

زما دوست به هرڅوک اوهرڅه پرېښودل، او زه به يې له یوازیتوب نه ژغورلم، هره شپه چې به له هغه سره یوځای وم ترسهاره به سره ناست و. هغه د غمجنو کیسو له امله زما سره مینه درلوده. تل به یې ویل چې زما مجلس يې غمګینوي، اوکله چې خپلې غمجنې خاطرې هغه ته بیانوم، داسې فکر کوي لکه دده د تېر ژوند یوه پاڼه يې پر وړاندې اېږدم، هرڅومره چې به مې پرې ټینګار کاوه چې د خوب بستر ته ولاړ شي، نه به يې راسره منله.

د برات ماښام هوا تیاره ده. زه په خپل زړه کې د خپلو تېرو دردمنو خاطرو او  د خپل دوست د راتګ نه پرته بل انتظار نه لرم. د هغو ډېوو سره بوخت یم چې لامې تر اوسه نه دي بلې کړي، نه شم کولای چې دا تصور وکړم چې د هغو ځلا به زما لپاره خوښي راوړي او که غم انګیزه پرېشاني... وخت تېر دی خو دوست مې لا تراوسه نه دی راغلی... آیا نن شپه یوازې پاتې کېږم... ولې نه دی راغلی...؟ ښایي... یوه شېبه نه وه تېره چې داسې مې وګڼله لکه شپه چې تېره شوې وي، ټولې خاطرې مې لکه له سره شوې چې وي، شمعې مې سوزېدلې او تصورات او فکرونه مې پای ته رسېدلي دي، اوښکې مې کښته څڅېدلې دي او سترګې مې وچې شوې دي، نور نو د سهار ستوري ته منتظر یم. خو ګورم چې تر اوسه مې هېڅ شمعه نه ده لګولې... آواز مې واورېد چې راته وایي پرېږده ستا شمعې زه روښانه کړم...

په حیرانتیا مې وکتل، ګورم چې یوازې نه دی او ملګري لري. زه هغه  ته هېڅکله هم انتظار نه وم. د ناپېژانده مېلمه راتګ ماته هېڅ نوي فکرونه تولید نه کړل، شمعې روښانه شوې، زه د برات په شپه اوه شمعې بلوم، په دې شمېر کې ولې زیاتی او کمی نه راځي...

سره کښېناستو، زما دوست وویل:  «نن شپه ښه مېلمه لرې» ورته ومې ویل:«زه له تا څخه پوښتم»، زما نا آشنا مېلمه په ډېر دروند اوغمجن تبسم ورو ځواب راکړ «اجازه راکوې چې ستا دې پوښتنې ته سبا ځواب ووایم».  

یقین لرم چې تاسو باور کوئ چې زما لپاره تردې بل بشپړ ځواب شتون نه درلود. او د هغه ددې یوې لنډې جملې په ویلو مې ځان هغه ته نېږدې احساس کړ... او داسې حس مې وکړ چې هغه هم زما زړه پر خپل مخ پرانیستی ولید. تراوسه ډېر بوډا شوی نه و. خو په سترګو زوړ ښکارېده، داسې ښکارېدل چې په زلمیتوب کې له ښایسته ځوانانو څخه و. د غمجنو سترګو او نافذو کتو له اندازه يې د ارمان او پښېمانۍ برېښنا ځلېدله، ويښتان يې تر ډېره د وخت نه مخکې سپین شوې وو. ډېر غمجن اوفکرمن و. غوښتل یې خبرې وکړي،خو خاموشي پرې برلاسې شوه، او نه يې شو کولای چې خپل ځان ټينګ کړي. دومره غمجن او خاموشه و، چې زه او ملګری مې هم ورو ورو خاموشه شو. آخر مې ترې وپوښتل «څه چرتونه وهې» ویې ویل«ښه سوال دې وکړ، خو اجازه راکوې چې خپل تېر یادونه ذهن ته راوړم؟».

 په خپلو فکرونوکې ډوب تللي وو. یو بل مو هېر کړي وو، ناڅاپه د هغه غږ سکوت مات کړ او ویې ویل: څه خیال کوۍ چې زه به څه فکر کوم...؟ زه څه فکر کولای شم...؟ زه پوهېږم چې تاسو لېوالتیا لرۍ چې زه خبرې وکړم، اما نه پوهېږم چې زه ولې لېوال یم چې خاموش و اوسم...؟ یوڅه وخت پرته له ځانه بل څوک نه وو، او پرته له ځانه مې په بل څه فکر هم ونه کړ. له کومه مې کولای شول چې تاسو ته څه ووایم...؟ نه شم کولای چې له خپلې نړۍ سفر وکړم... داسې نړۍ چې په هغې کې یوازې يو ژوندی مخلوق ژوند کوي او هغه هم مرګ ته ليوال وي، هغه زه یم.

ددې نړۍ هوا د نورو لپاره د تنفس وړ نه ده، اور يې نور خلک سوزوي، خو اوبه يې د نورو تنده لا څه چې زما تنده هم نه را خړوبوي، لمر يې د نورو لپاره ځلا نه لري، ونې يې وچې او بې سیوري دي. زما د ژوند  ښکلې ماڼۍ ویجاړه شوې ده. یوازې یو دېوال او د دېوال یو وړه برخه پاته ده، چې خپل ځان یې سیوري ته پټوم، ترڅو د ورځې له خوا د لمر روښنایي او د شپې له خوا د سپوږمۍ او ستورو ځلا زما پرمخ ونه لګېږي. خو که بیا هم غواړۍ چې خبرې وکړم، نو ددې نړۍ یوه افسانه به درته بیان کړم.

کتل يې غمجن شو او غږ يې په لړزه شو، په رنګ الوتې څېره کې یې لږ سوروالی پیدا شو. خیال مې وکړ چې په زړه کې يې اور بل شو، چې هغه سوزوي، آن زه يې ګرمي احساسوم. سترګې يې زما په سترګو  کې ښخې کړې او راته ویې ویل، نه پوهېږم چې ولې نه شم کولای هغه خوشحاله څېره چې شور او سرور ور څخه څڅېده، یو ځل بیا تاسوته ښکاره کړم. دا څو کاله کېږي چې کړاو، زیار، شکنجې او عذاب زه له ځوانۍ او ښادۍ څخه بې برخې کړی یم. یوازې زه کولای شم چې خپل ځان وپېژنم، دا مې یوازنۍ نېکمرغي ده، چې ان ماته ډېر نېږدې خلک مې ترڅنګ تېريږي او ما نه پېژني. هغه خلک چې زما د خوښۍ او پرتم په سبب به يې زما سره حسد او رخه کوله، هغوی اوس نه پوهېږي چې زه هماغه ځوان یم. زما د ځواک، شتمنۍ، سوکالۍ او آرامۍ په وخت کې راباندې راټول وو. د ژوند خوږې شېبې به يې له ما سره په ګډه تېرولې، نن د هغوی ترڅنګ تېرېږم او کوم ډېر کوچنی بدلون چې يې هم په ژوند کې راغلی وي زه هغه احساسوم، آن کولای شم هغه کرښې چې د دوی په څېره کې دي ویې شمېرم، که ډېر لږ بدلون هم د هغوی په رنګ کې راغلی وي زه يې وینم. خو هغوی زما څېرې ته داسې ګوري لکه هېڅکله یې چې نه وي ليدلې. په همهغه شېبه کې چې د دوی مخ ته ګورم، او په رڼو سترګو يې ننداره کوم، داسې ګڼم لکه له ژوند څخه چې مې سترګې پټې کړې وي او په خاورو کې پټ یم. دا مرګ نه دی چې ما ورکوي بلکه هېرول دي، زه نه یم مړ اما هغوی هېر کړی یم. زه نه شم کولای هغه خلک چې په رښتیا سره مړه دي او څېرې يې په خاورو کې ښخې دي هغوی له ځان څخه پردي وګڼم. ځکه نه شم کولای چې هغوی هېر کړم. آن همدا شېبه په اوښکو نمجنې سترګې زما کتل خپل لوري ته ور بولي، او زما تاب راڅخه شوکوي. وینم یې چې یو لویه ډله یې پر خپل شااوخوا را ټوله کړې ده، او په ننواتو له هغوی څخه غوښتنه کوي چې ما وپېژني. او پرما نظر وکړي، خپل مخ له هغه پټوم، خو لاس يې ترما قوي دی او هر پنډ نقاب مې له مخي ټولوي، او نه پرېږدي چې زما رسوا څېره پټه پاته شي. ددې لویې ډلې په منځ کې نورې حیرانې کتني هم شته، چې په نفرت سره زما په لوري راګوري، او زما د پټنځای په دېوالونو کې نفوذ کوي. تر اوسه هم نه پوهېږم چې زما په لور دا کتنې له تیارو قبرونو او تورو خاورو ترسره کېږي او که زما د خپل زړه او ضمیر څخه راپورته کېږي؟ نېږدې ده ووایم چې د مظلوم قبر د ظالم په وجدان کې دی. که د هغه سره وجدان شتون ولري، د مرګ چیغې، ظلمونه، زورزیاتی، فریادونه، انصاف غوښتنه، نفرتونه، لعنتونه، حقارتونه او ملنډې ماته ټکان راکوي، نه پوهېږم چې دا ټول له کومه را بهر کېږي؟ خو ډېر راته نېږدې دي، لکه ځان چې خپله وژنم او بیا له خپله لاسه چغې وهم، په ځان ملنډې وهم او ځان ته ښېرې کوم، او پر ځان لعنت وایم، ولې فریاد اورېدونکی او دادګر نشته، چې غچ مې زما له خپله ځانه واخلي، او ما په آرام کړي. هلته یو شمعه مړه شوې ده ولې هغه نه روښانه کوي....؟ څو کاله وړاندې مې  ښکلې او خوشحاله ځواني درلوده، داسې ځواني لکه زرغونه ونه چې د ګلونو په منځ کې ولاړه وي او په خپل ټول پرتم عطرینه او ګلورینه ښکاري. په ډېر نېکمرغه بخت، ښکلا او سمسورتیا مې ژوند کاوه، له هرې خوا ښکلا او جمال راباندې را چاپېر و. پرته له برم او خوښۍ مې بل څه نه درلودل. د خوښۍ او سوکالۍ نرمې وږمې او شمالونه راته چلېدل. هوا مې صافه او بې ورېځې وه، اوبه مې رڼې او صافې وې، میوه مې خوږه اوسیوری مې ښکلی او له مهربانۍ نه ډک و. خوش آوازه مرغانو زما ښکلي ښاخونه نه پرېښودل. زما د زرغونو او تازه پاڼو ږغ د دوی د نغمو او سندرو تر انداز ښکلی او اغیزناک و. د ورځې مې د لمر وړانګې او د شپې مې د ستورو او سپوږمۍ ځلاګانې په غېږ کې خورې وې. نه پوهېږم دا سمندر چې زه پکې لاس او پښې غورځوم ولې مې همداسې په یو ځل نه ډوبوي؟ او یا مې ساحل ته نه ور وړي، د خاطرو د سېلاب وړو او لویو څپو زه نور کمزوری کړی او بې وسه کړی یم،  کاش پرېنږدي چې  د خپل عذاب لپاره تازه ساه واخلم، اویا مې پرېنږدي چې دننه ورشم او ساه ایستلو ته اړتیا ولرم.

زما زړه هغه ته نارې وهي، چې رنګ الوتې څېره، سوي ساوې،ګډ وډ ویښتان، نمجنې سترګې، زهیر او خروښمن کتل، غمجن نظرونه، تېز او تېره باڼه، وچې شونډې، څيري ګرېوان، پارېدلي احساسات، له جوشه ډک عواطف، له خروشه ډک زړه، اوخپله لعنت شوې څېره ماته را ښکاره کړي. اما هغه وایي چې زما له بل چا سره سروکار نشته. زه خپل غچ له تانه اخلم. ډېر ژر به تا له ځان سره نېږدې ومومم، او دا سرې ګوتې به ستا په ستوني کې ښخې کړم.کاش چې دا ډارونکی کابوس دې  هغه وخت لیدلای وای! چې ما مینه ورسره درلوده، او د هغه په انتظار کې مې د خپل ژوند دقیقې او شېبې شمېرلې، څومره قدرت یې هغه ته ورکړی دی چې زه يې دارنګه مات کړم. آیا مغلوبیت په دې کچه ځواکمن او قوي دی...؟ هو رېږدم... دا لړزه له کلونو راهیسې زما سره ملګرې ده... آیا فکر کوئ چې زه د ځواکمن دښمن په وړاندې ولاړ یم؟ رښتیا زما ظلم او استبداد هم ډېر قوي و... دا د همهغه ظلم او ډبرین زړه پایله ده چې نن يې داسې خوار او زبون کړی یم... دا زه یم چې ځان مې پخپله ګواښم... اجازه نه ورکوم چې خپله کیسه پای ته ورسوم... دا زما خپل قدرت دی چې ما خوار او مغلوب کوي... هو دا هغه قوه ده چې وفااو ښه عاطفه يې و وژل، او ښېګڼه يې د خپل ټول عظمت سره ماته کړه، او اوس ما له منځه وړي او ورک کوي مې. نښې يې هره شېبه خطرناکې کېږي... ماته وایي د هغې نوم ستاسو په وړاندې وانخلم... دا تهدید يې بې ځایه دی ځکه زه خپله نه شم کولای چې دا کار وکړم. له هغې سره مې ډېره مینه درلوده... یوازنۍ ښځه وه چې په رښتیني توګه يې زما زړه او روح تسخیر کړي وو، د هغې خیال تل زما د روح په آسمان کې ځلېده، جهان يې زما لپاره ډک کړی و، د فکرونو، تصوراتو، شور او ولولو په نړۍ کې يې زه یوازې نه پرېښودم. ښکلې څېرې یې تل زما د سترګو پر وړاندې جلوې کولې، او د هغې د صمیمیت نه ډکو سترګو زه هېڅ وخت نه ناهیلی کولم. پرته له دې بل څوک نه و چې غمجنې تیارې او درانه غمونه، زما د زړه په تیاره کې مات او مغلوب کړي. هرځای مې هغه لټوله. داسې يې په لټون وم لکه مارغه چې د خپلې نېکمرغۍ ځاله لټوي. بې اختیاره د هغې د کور په لور خوځېدم... لکه وږی شاهین چې د طوفان په شپه پرواز کوي. خپل روح مې د تورو غمونو په تیاره فضا کې په هغې پسې همداسې لېږه، یوازې یې ژوند کوه، هغې نه غوښتل چې ددې شته فقر او تنګلاسي بل څوک وویني، پرته له دې چې یوه کوزه اوبه يې له بهره راوړې نور هېڅکله هم خپل له کوره نه وتله. جامې يې تر دې ډېرې زړې او بدرنګه وې او نه یې شو کولای چې ددې ښایست پکې پټ کړي. دا چې بل نقاب يې نه درلود چې مستوره  یې کړي، نو بهر نه راوتله. د کوټې دېوالونه يې ددې کمیس و، بېله همهغه یوې چادرۍ نه يې بل کوم څادر نه درلود چې ددې سرپرې پټ وي. هېڅوک نه پوهېدل چې دا له کوم ځایه راوړل شوې ده. دوه کاله یې زموږ د ښکلې کلا ترڅنګ د بې وزلې او بې وسې همسایه په توګه ژوند کړی و، چې زما د پلار د کور معمولي کارونه يې ترسره کول. خو زه لا نه وم توانېدلی چې هغه ووینم. هر وخت چې به ښځو د هغې پر اړه پوښتنه کوله نو ورته ویل کېدل به چې یوه غریبه ښځه ده، او کومه کیسه اوافسانه نه لري. ټولو ته يې ویل چې خاوند يې د ژوند د ستونزو له امله څوکاله کېږي په سفر وتلی او تښتېدلی دی، دایې همداسې یوازې او بې کسه پري ايښې ده، آیا دې حالت د هغې عفت ساتلای شو؟

یوه ورځ مي په ناڅاپي توګه د کلا په وره کې سترګې د هغې پر مخ ولګېدې، داسې مې وګڼل چې ددې کلا د ټولو نېکمرغیو، ناز او نعمت، خوښیو او فرحتونو پريښته او موکله همدا ده. او زما د کور او کورنۍ د خوښیو او خوشحالیو ساتنه کوي، او دا دی اوس يې ماته ځان را وښود. ځکه دا ښکلې مېرمن هغه ګاونډۍ ښځه نه شي کېدلای چې ما یوازې د هغې نوم اورېدلی دی او دوه ځله مې په زړو اوشکېدلو جامو کې ليدلې وه. په تلوار يې خپل مخ په ټيکري کې پټ کړ. خو په همهغه یو نظر پوه شوه چې زما زړه يې راڅخه ښکار کړ. هغه تر ما حساسه وه. ځکه ما هېڅکله دا نه وه حس کړې چې له ډېرې مودې د هغې روح زما زړه څاري، او په میاشتو، میاشتو يې خاموشانه زما سره مینه درلوده او زه ورته ګران وم. اما تر اوسه نه وه توانېدلې چې ماته دا راز بیان کړي. نور یې زما له لاسه تاب او قرار غلا کړی و. یوه ورځ مې وغوښتل چې د هغې په وړه او سپېره جونګړه کې خپل روح او زړه ولمانځم، او له هغې سره یو لنډ مجلس تر سره کړم. 

هغه ډېره ښه پوهېدله چې زه په خپل ټول زړه او روح مينه ورسره لرم، هغې هم د خپلو ټولو هیلو سره، زما سره مینه درلوده. خو تر هغو يې باور نه کاوه ترڅو چې مې د واده ژمنه ورسره وکړه، او غاړګۍ مې هم ددې ژمنې د شهادت لپاره ورته ډالۍ کړه. نه يې شو کولای چې دا نېکمرغي د ځان لپاره تصور کړي. زما پام و، چې پر هغې ډېر وهمونه او خیالونه یرغل راوړي، او څېره يې په اوښکو بار ښکارېده. خو ما د زړه له تله غوښتل چې واده ورسره وکړم. او دا د خپلې میرمنې په توګه غوره کړم، او ځان له هغې سره په ګډه نېکمرغه کړم. عشق سپېڅلی اور دی او هوس خړې او خټینې اوبه دي. هغه ناولې اوبه دا آسماني اور وژني. کله مې چې له هغې سره (بې وفایي) وکړه نور نو هغه د وفا ځلېدونکې شغلې او سپېڅلي انوار، سرښندنه، مېړانه او شهامت... زما په زړه کې خاموش شول.

کله چې سره جلا شو او د هغې محجوبې او حیاناکې څېرې ته مې وکتل چې تراوسه هم د وېرې کرښې پرې ښکارېدلې او د ډار نښې یې څرګندې وې. پرته له دې احساسه چې یو غریبه او د زړو جامو ښځه له ځانه شړم بل څه نه وه راسره. غوښتل مې چې ژر له هغې وړې کوټې څخه و وزم، او بې له دې چې پاملرنه ورته وکړم ترې روان شوم. زما ګرېوان یې ونیو او ویې ویل «ژر تر ژره باید د واده په اړه فکر وکړو»، ورته ومې ویل «هغه قیمتي غاړګۍ مې تاته ډالی کړه». زما ګریوان يې خوشې کړ، رنګ يې سپين شو، یوه اورورینه شغله يې په سترکو کې وبرېښېده غوښتل يې چې زما لمن ونیسي،  خو موقع مې ور نه کړه او له کوټې بهر راووتم، شپه تېره شوه...

په سبا يې زما په یاد شول... کله چې مې پوښتنه وکړه، نو پوه شوم چې په تاریکه کې يې غوټه تړلې او کوم ناڅرګند ځای ته خوځېدلې ده، پر ما يې هېڅ اغېز و نه کړ... دا چې زما په چم ګاونډ کې په دې هکله هېڅ غږ پورته نه شو، او زه يې پرېشانه نه کړم، هغه  کوچنی ډار چې ما يې تصور کاوه له هغه نه هم وژغورل شوم، نو په دې ډېر خوشحاله شوم.

میاشتې او کلونه تېر شوو، څو ځله سپوږمۍ راوخته، او لمر راوخوت، ما سره ددې چې نور هرڅه هېر کړي وو،  

اما! بیا به مې هم کله په شپنیو تخیلاتو او کله په سهارنیو تصوراتوکې د هغې څېره لیدله.

آیا دې خیال زه آذیتولم؟ نه! زه ځوان وم هېڅ اندېښنې نه شول کولای چې زما زړه سوړ او غمجن کړي. کله چې به مې په یادېدله، په زړه کې به مې صرف یو هیله راژوندۍ شوه، چې کاش وکولای شم چې تېري خوښۍ او خوندونه یو ځل بیا ومومم. (هغه) تلونکې وه د تلو له وخت نه یې تر ننۍ شپې پورې دوه ویشت کاله تېرېږي.

درې کاله مخکې یې ماته ځان را ښکاره کړ، اما څه ډول...؟ما هغه نه پېژندله او زه لکه هغه څوک چې بې هوښه شوی وي او خپل ډېر نېږدې دوستان ونه پېژني، همداسې مې یې څېرې ته کتل، او نه پوهیدم چې دا څوک ده...؟ د هغې اوښکو زما پر خوبه وړي روح اوبه توی کړې.

مرګ د هغې نازکو لاسونو ته خپل قوت ورکړی و، ماته يې یو ډېرسخت ټکان راکړ او پر هوښ یې راوړم... نور مې هغه فریادونه، ګیلې، چغې او نارې چې ددې په وجود کې وژلي وو، د هغو مخه مې نه شوه نیولای... نو ځکه له هغې ورځې تر نن شپې پورې یوه شېبه هم ما نه پرېږدي، او کله چې ځان اغفالوي، او یا زه خپل مخ ورڅخه ګرځوم، ترڅو د هغې له اورنیو او سوزونکو کتو څخه ځان وژغورم، بیا مې ګریوان رانیسي، سترګي مې خلاصوي، او راته وايې ژر مړشه... ژرشه... د حق د ځلېدونکي لمر د قاضي عدل هر شېبه ستا په انتظار کې سوزي، ما نه پرېږدي چې خپله افسانه پای ته ورسوم.

نور نه شم کولای چې زغم وکړم! هغه څوک چې... هغه څوک چې یوازې همغه کولای شي ماته بښنه وکړي همغه ماته غم او غضب رالېږي. هو درې کاله د مخه، پوره درې کاله د مخه دا فکر راته پيدا شو چې د سفر تابیه ونیسم، او یو موده د پردیو خلکو په منځ کې وخت تېر کړم.کله کله انسان خپل ژوند دنیا او آن خپل ځان هغه وخت ښه پېژندلای شي چې په پردیتوب او ناڅرګندتیا کې را ایسار وي.

نور نو زما د اور ګرمي یخه شوې وه. د لومړي ځل لپاره پوه شوم چې تېرې خوشحالۍ بېرته نه راګرځي، او هغه ځای چې ما خپلې خوږې خاطرې هلته پرېښودې، زما لپاره يې لیدل ترخه تېرېدل. خپل مال او شتمني مې هم له لاسه ورکړې وه. د هرکال په تېرېدو سره زموږ د کلا د لوړو دېوالو ارتفاع را کمېده. کله کله چې بارانونه له آسمانه را ورېږي، د ځینو لوړو کلاو د ویجاړولو په موخه را کښته کېږي. د ژوند هره شېبه د تېرژوند د یوې برخې یوه لمحه له ځانه سره راوړي. هره لنډه تېره شېبه د څو کالو په اندازه اوږده او درنه وه چې فشار او اغېز یې زه کمزوری کولم، نور د بخت عرادې زما د پرتم د کلا لار پري ايښې وه...

د هوا او هوس تندو سېلابونو زما د نېکمرغۍ او سعادت لار له منځه وړې وه. څنکه وکولای شم په هغه ځای کې چې په غرور او تکبر اوسېدلی وم، په حقارت او ناچارۍ سره ژوند وکړم...

***

آیا سفر ما ته نجات راکړ...؟

سفر مې وکړ: د خپل ماشومتوب او معصومیت سيمه، اود زلمیتوب د ګناهونو ځمکه مې پرېښوده. داسې لکه هيڅ چې مې نه وي پري ایښي، یوازني څه چې مې له ځانه سره درلوده هغه دروند بار و چې روح او زړه مې لېږداوه، داسې څه هم شتون لري چې انسان نه شي کولای هغه پرېږدي...

څو شپې او څو ورځې مې مزل وکړ. کله چې به لاره کې یوازې شوم نو ځان به مې د تېر ژوند په خاطرو  کې ځوان، مغرور، او بډایه لیده، ستړیا به مې هېره کړه، خو ډېر ژر به مې درک کړه چې له یو فقیر او غریب سړي نه پرته بل څوک نه یم. چې یوازې د خپلو خوښيو له زمان او ان مکان څخه لرې يم. او هر قدم چې اخلم ما له هغه دور څخه لرې کوي. ناڅاپه به مې د خیالي غرور ګامونه ورو شول او احساس به مې کړه چې ډېر ستړی شوی یم. خو داسې سیوری نشته چې دمه ورته وکړم. کله چې به مې کوم بډایه څوک ولید داسې مې ګڼل لکه زما اس او شتمني يې چې رانه غلا کړې وي. زما د خوښۍ نه ډک روح، ځواني او غرور، هوا او هوس، ښادي او نېکمرغي... دا ټول يې راڅخه غصب کړي وي... غوښتل به مې چې خپل حق له هغه واخلم.

یو فقیر چې به زما له څنګه تېرېده، نو وېره او وحشت به راباندې غالب شو. او لیدل به مې چې ما دده جامې اغوستي دي، د هغه پرېشاني او انکسار مې ترې ترورړلي دي، د هغه بېچاره ګي مې ورنه غلا کړې ده. که هغه خپل دا شیان رانه وغواړي...؟ نو بیا...؟ په دې وخت کې مې ځان داسې خوار ګاڼه چې هرڅوک کولای شي هرڅه رانه پټ کړي، خو په ما کې دا توان نشته چې له چانه څه واخلم.

یوه ورځ مې د لارې په سر یو نعل ومونده، راوامې خیست... د لمر تودوخې ګرم کړی و خیال مې وکړ، چې د هغه اس و چې زه یوځل ورباندې سپور شوی وم. خو بیا راڅخه ورک شوی و، غوښتل مې په ډېر آرمان دا نعل له ځانه لرې و غورځوم.

***

يوه شپه د کلي په مسجد کې په جوش تبې کې سوزېدم... هغه سړی چې فقر او مسافرۍ له پښو غورځولی وي پرته د خدای (ج) له کوره بل پناه ځای نه لري. یو دم مې دا ټولې بدمرغۍ او ستړیاوې د خپل غرور، هوس، د قدرت او بې ځایه خوندونو  پایله وګڼله. د هغه کلي یو ښه سړي پرما مهرباني وکړه، زما لاس يې ونیو او راته ویې کتل... ژمنه يې راسره وکړه چې ما به نازوي، دوا او خواړه به راته رالېږي. هغه وخت زما له عمره څلويښت کلونه تېر شوي وو. خو  لومړی ځل و چې د مهربانۍ، ترحم اوښېګڼې د کتو له عظمت سره آشنا شوم... زه خپله څه وخت ددې لويې او سپېڅلي الهي ډالۍ څخه بې برخې وم. او داسې آسماني کتل مې چاته نه وو کړي. خدای پاک (ج) د څه مودې لپاره و غوښتل چې ماته هم د پېرزوینې او مهربانۍ نظر راواړوي، د ځوانۍ او شتمنۍ په وخت پرته له ګناه  او د فقر او تنګلاسۍ په وخت مې بېله ناهیلۍ نه بل څه نه دي درلودلي. د روژې میاشت وه وږی وم، د ښځې غږ وهڅولم چې هغه وڅارم، زما احساس په بشپړه توګه بدل شو.

داسې خیال مې وکړ چې په نیم خوبوړي حالت کې مې د کوم ساز آواز غوږونو ته راځي. څو قدمه مې اوچت کړي وو، غواړم چې د ضمیر حقیقتونه تاسو ته ووایم... بشر ان د غم، فقر، بدمرغۍ، ناروغۍ... په حالت کې هم که ورته شونې وي ګناه کوي. ما یوازې څو لنډې کلمې اورېدلې وې... او یوازې مې یو آوزا تر غوږونو رسېدلی و، صرف دومره مې حس کړي وو چې کومه ښځه څارم. د شپې تاریکۍ نور هرڅه زما څخه پټ کړي وو. اوس فکر کوم چې زما د روح زړه د یو رنځور فقیر تر شپې تیاره و، غوښتل مې بیا ګناه وکړم.

زه يې یو تیاره اطاق ته رهنمایي کړم او خپله ولاړه. ډېر وخت نه و تېر شوی چې له یوې شمعې سره راغله... راته ویې ویل چې زما د مهربان کوربه خدمتګاره ده... بیا مې ترې وپوښتل ویل يې هيڅوک نه لري.

زما ګرمو کتلو يو پلارنی حس ورکړ... ورته ومې ویل ولې دې ورځ داسې توره ده؟ ویې ویل ځکه چې بې کسه اوبې مرستندویه ده. په وحشیانه ډول يې خپل شا او خوا ته کتل، په څېره کې یې وېره او وهشت لېدل کېده. ددې د دغه حالت له کبله زه په یو ناڅرګند حیرت کې راګیر شوم... ناڅاپه مې ګرمي راکښته شوه. خو په زړه کې مې  یو بل اور بل شو چې هره شېبه د هغې کتو لا پوکی ورکاوه... ورته وېي ویل ته څه شي داسې په وېره او تلوسه کې اچولې يې... ویې ویل یو لوی خطر مې تهدیدوي... 

-  څه شی دی؟

-   چې د یوې اوه لس کلنې پاکې ښځې لپاره کولای شي تر ټولو لوی خطر تصور کړې.

-  دا خطر له کومه راځي او چاره يې څه ده؟

-  له کلا څخه... هغه خطر چې د ځواکمنو له خوا دی، ښځو ته چې تل کوم خطر رسېږې هغه د پرتمینو کلاوو څخه د ځواکمنو له لوري دی.

-  آیا دلته یو شرافتمند سړی ژوند نه کوي چې ستا په څېر پر فقیرانو او مسافرو رحم وکړي؟

-  دلته یو ځوان هم شته.

-  هغه څوک دی؟

-   ځوان د هغه زوی دی.

-  دا ځوان دی چې تا تهدیدوي؟

-  هو! ډاډمنه نه یم چې وبه کولای شم ځان له هغه څخه وژغورم.

-  څه ډول ژغورنه؟

-  وتښتم.

-  چېرته؟

-  نه پوهېږم چې چېرته؟

-  کولای شې په ما اعتماد وکړې؟ زما مرسته به قبوله کړې؟

-  څه کولای شې ماته يې ترسره کړې؟

-  هر هغه څه چې وکولای شي تا وژغوري او زما له وسه پوره وي.

-  زما ژغورنه او زما د عزت ساتنه زما د لمنې په پاکوالي کې ده.

-  زه چمتویم.

د یو عجیب حالت احساس مې خپل کړ، خیال مې وکړ چې زما ځواني او نشاط یې بېرته راکړي دي، اس مې د کلا په دروازې کې راته منتظر دی، هغه مې له ځان سره را اخستي وي... ځو او په خپلې پرتمینې کلا کې له هغې سره ژوند کوم، زمونږ کوچنی ماشوم په خپلې معصومې خندا سره زمونږ سعادت او نېکمرغۍ ته پرتم او جلال ور بښي. 

زما تخیلات لا پای ته نه و رسېدلي چې سکوت يې مات کړ، بې له دې چې ورڅخه پوښتل شوي وي ویې ویل:

 - هر شرط چې ته غواړې، زه فقط خپل عفت غواړم.

-  چمتو یم چې په ټول ژوند کې له تاسره یم...

-  حیا د هغې څېره ارغواني کړه، هر وېښته یې بېل بېل لړزېده. په څېره کې يې د ډار او هیلو کرښې ښکارېدې... ویې ویل: زه بې وسه او بې چاره یم، هېڅوک نشته چې زما د کمزوري زړه تکیه ځای و اوسې. پرته له دې چې ځان ستا په څېر فقیر ته وسپارم. څه شی به زما ژوند... چې په اصل کې زما پاک لمني ده... ددې مغروره ځوان له منګولو وژغوري... زه چمتو یم... چې خپل ځان اماده کړم... باید دا ډوډۍ له ځان سره واخلو... خو تاته باید ووایم... ځکه خاطره يې ماته را سپارلې وه، باید هغه هېره نه کړم... کله چې يې ساه ورکوله ماته يې ویلي و...

یوې ځلېدونکې شغلې زما سترګي ګردجني کړې، ومې نه شو کولای هغه څه چې ددې په لاس کې و هغه ته وګورم، سترګې مې ځمکي ته کښته کړې.

ويې ویل: وګوره دا غاړه کۍ زما مور د ځکندن په وخت کې ماته راکړې ده، راته ویلي یې و چې کیسه یې باید هغه چاته وکړم چې غواړي زما سره واده وکړي زما چیغو هغه خاموشه او حیرانه کړه...

اوس ګورم چې یوې نجلۍ یو ځلېدونکی لاس د ناپېژانده پلرنی لاس په توګه نیولی. او دواړه په تیاره کې تښته کوي. مور یې هغوی څاري، ځورېدلې او غمجنه ده.

پای

کابل، ١٣٢٠ه.ش

 

*****

 


                                                                                                                                                                       -۳-

 


                                                                                                           آواره




ښه دی کله کله فکر اوخیال زما لوري ته راځي او پيدا کوي مې. دا دوه توکي (فکر او خیال)، زما د هستۍ نښې دي، په خپل غم او خوشحالۍ سره ما د «ژوند» لپاره ساتي. تر څو د هغه څه په انتظار کې چې لټون يې کوم ورڅخه ونه خوځېږم، او هغه ځای چې «هیلې» زما لپاره ټاکلی دی همهلته پاتې شم.

فکر راځي او زما سره یوځای ځنګون په ځنګون کښېني. او یا هم لاس په لاس کې په لاره یو ځای سره درومي.  زما سترګې په تیاره کې پرانیزي، په روښنایۍ کې زما د کتلو لوری تر هغو بدلوي، ترڅو چې زما سترګې رڼا ته اړتیا لري. نه مې پرېږدي چې د بې ځایه وهمونو له وېرې زه له پښو ولوېږم، او یا له تېرایستونکو هیلو څخه ځور ووینم.

خیال راځي او ما په غېږ کې نیسي او له هغې نړۍ څخه چې زه ورنه لېرې یم، هغه را نېږدې کوي. زما باڼه یو له بل سره جنګوي، زما په وړاندې تیارې رڼا کوي. په هغو تیارو کې چې زما چارچاپېره خورې دي زه پکښې ځلېږم. داسې احساس کوم چې تود او ګرم یم. او زما دا ګرمي د هستۍ ساړه ستوري په شور راولي. کوم پيغامونه چې زه ترېنه غواړم راته راوړي يې، او لولي يې، هغه ټول شیان چې زه يې رد کړی یم، بېرته زما خواته راځي او خپل لوري ته مې وربولي.

یو يې زما خوبونه را خواږه کوي او د خپلو ښو هیلو دريڅې مې پرمخ را پرانیزي. بل غواړي چې ما په ډيره نرمۍ او آرامۍ له خوبه را ویښ کړي. یو ماته په خوږو خوبونو کې زیری راکوي، ترڅو د هغه په لوري ورشم، او بل مې د هغې ژورې آرامۍ خوا ته چې لرم يې ورټېل وهي. فکر راته وایي چې د هیلو څخه ژوند خلق کړم، او خیال راته وایي چې ژوند د ارزوګانو د خلق کولو لپاره وقف کړم.

کله چې خیال او فکر یو له بل سره یو ځای شي، ما هغه ځای ته وړي چې هلته د دوی سیوري او روښنايي د ژوند د ښکلا مثال د هغه له حقیقت او ښایست سره جوخت د طبیعت پر پاڼه لیکي. ترڅو زما سترګې د هغه له دیدار سره مینه وکړي او زړه مې هغه وپالي. دلته نو زه هغه لټولی سکون او خوښي د یو تفکري کیفیت په حالت کې وینم. ښکلوم او تنفسوم يې.

په دغسې یو خیال او تفکر کې د لیمان د سیند په غاړه لار وهم.

داسې یو آواره مسافر یم چې د ژوند ستړو او د هیلو تندو او تلوسو سرګردان او لالهانده کړی یم.

هغه څه چې مې په ماضي کې شاته پري ایښي دي بغیر له هغو، وړاندې نور څه نه لرم.

هغه غر چې په لمن کې یې زېږېدلی یم، هغه ونه چې سیوري ته مې يې لوبې کړې دي، هغه بڼ چې پسرلي يې زما خیال پاللی دی، هغو وچو میدانونو چې ما ته يې د فکر کولو طریقه را ښودلې ده. دا ټول مې پرېښودل او ځان مې په داسې سمندر کې ډوب کړ چې څنډې او ساحل یې په پردۍ خاورې پورې نښتې دي، ځان مې همدې ساحل ته ووېست.

اوس چې ګورم ددې ساحل شاته هغه آشنا څېرې وینم چې د لیدلو له مصیبت څخه يې تېښته کوم. دوی د داسې ناآشنا بڼو مخ او شا ته خوځېږي، چې نه شم کولای ور ورسېږم. له هغو آشنا څېرو څخه لېرې کېږم او دې ناآشنا څېرو ته نه شم کولای چې ور نېږدې شم. په دې ځای کې تم کېدل ناشوني دي او مخ ته تګ هم ښه نه ښکاري، د بېرته ګرځېدو تصور که سخت نه وي، نو آسان هم نه دی.

هو په دغه خیال او تفکر کې د سیند پر غاړه مزل وهم. داسې ځای چې ژوند ثابت دريځ نه لري، انسان نه پوهېږي چې چېرته دی او چېرې درومي.

سپوږمۍ په خپل انځور سیند ډک کړی و. د غرونو لرلید د هغې په شغلو کې دا کتنه له هر لوري نازوله، غرونو د سپوږمۍ دا سپينتوب د خپلو لوړو څوکو پر هسک لکه سپینه هواره ځمکه داسې برېښوي، او کښته يې په لمنو کې سیوری له کمرونو څخه په ظریفو نقره اي رنګونو را ځوړند و.

ددې سیند پر څنډو د ژوند د سندرې سره د خپلو ځلاندو هیلو په تاو کې چې د طبیعت د ښکلاوو زېږنده ده یون کوم. هغه طبیعت ګورم چې د خدای تعالی (ج) د ارزو د تر سره کېدو مثال دی. جهان او هغه ټوله هستي چې پکښې خپره ده، په داسې ښکلا او مطلق قدرت سینګار شوي دي چې ساری نه لري.

خپل ځان د داسې خیال په غېږ او داسې حلقې په منځ کې ګورم چې د دغسې مطلقې ښکلا او وړتیا اغېز راڅخه چاپېر دی. ددې تاثر کیفیت لکه د غمي رڼا ده، لکه د لمر روښنایي چې د ژوند د سیوري پر مرکز لګېږي. او پر آسمان ځلېږي. دې حالت زه له هر لوري داسې اغیزمن کړی یم چې فکر کوم هر څه لکه قیمتي ګوتمۍ او ښکلي مرغلین غمي دي. داسې ګڼم چې آسمان ګوتمۍ ده او سپوږمۍ يې غمی دی. غرونه ګوتمۍ او سیندونه يې غمي دي،  سیند ګوتمې او کښتې يې غمی راته څرګندېږي. طبیعت او ښکلا يې، جسم او روح يې، ویره او هیله يې، حال او راتلونکی يې، زړه او ارزو يې او په ټوله کې هرڅه راته همداسې ښکاري.

دا د ژوند هغه خوښي ده چې لوري ته یې ور روان یم. زه هغه زړه یم چې هغه زما خوا ته را درومي. زه یو ځای او هغه بل ځای زېږېدلي یو او دا چاره یې همداسې پري اېښې وه تر څو (یو بل ته رسېدل) او (انتظار کول) رامنځ ته کړي. زموږ په دې کار کې واک او اختیار نه و او نه شته. زه په دې خوښ یم چې دا واک يې موږ ته نه دی راکړی.

دا مې تجربه کړي دي، کله چې تصور کوم چې ځان مې خپله پيدا کړی دی، داسې کوچینی کېږم چې فکر کوم په ډېر لږ څه بشپړ یم. خو په دې خلق کیدلو کې ډېر څه له ځانه اخلم او ډېر څه له لاسه ورکوم.

مطلق واک او قدرت موږ خپله په خپل ځان کې ساتي. تر ځانونو نه شو کولای چې لوی شو. دا غوره ده چې د داسې چا په واک کې  پاتې شو چې لویوالی يې پای نه لري. موږ باید خپل ګوهر د ابدیت په لمن کې را ونغاړو، ځکه دا ډول شپې اوشېبې ځي اوتېرېږي.

د سیند غاړې ته نېږدې ورو ورو لار وهم. کله هم ودرېږم او ددې نازکې هوا څخه داسې ګوټ واخلم لکه چې پوره جام مې په یو وار څښلی وي. داسې احساس کوم لکه زما سینه چې د طبیعت تر سينې ویړه او لویه وي. داسې ګڼم چې هغه څه چې د آسمان په منځ کې دي، او هغه څه چې د سیند په دننه کې او یا د آسمان تر څنډو پورې رسېږي او هغه یې لکه یو جام ډک کړی وي، که دا ټول زما سینې ته ورشېوه نه کړي، خوښ او خوشحاله به نه شم.

هغه هم د خیال او ښکلا په غېږ کې ده. او داسې ښکاري لکه طبیعت چې ځان وربښلی وي. او هغه بیا هر څه په مسکا کې ماته بښي. کله کله پرته له  یو کس نه څوک نه وینم. او داسې ښکاري چې هېڅ څیز زما څخه پټ نه دی. داسې احساسوم چې د یو څه په لټون کې یم. پوهېږم چې څه شی دی او چېرې دی. پوهېږم او کولای شم هغه ومومم، خو بیا هم لکه جادو شوی شخص چې د جادوګر ورغوي ته منتظر وي، داسې خاموش پاتې کېږم ترڅو خبرې پخپله پیل شي.

د هغې لیدل او اورېدل داسې دي لکه هغه څه چې مې له ځان او نورو سره نه لیدلي او نه اورېدلي وي. داسې مې حس کول لکه ماته يې چې بیا اورول او بیا بیا یې راته ویل.

هېڅکله نه شو کولای چې هر څه له ځان سره ووینو. که چېرې دوه لیدلوري یو له بل سره جوړ را نه شي، د هستۍ رنګونه یو له بله جلا پاته کېږي. هغه څه چې له دې رول څخه نه لېدل کېږي، نه شو کولای چې یوازې يې په سترګو ولولو. ژوند خپله ډېر عظیم دی او خورا مرموز نقشونه او دقیق انځورونه لري، سړی یوازې لکه ړوند هسې ایسي. او ښځه یوازې داسې ښکاري لکه د لیدونکي سترګې چې يې له سره کښلې وي.

انسان هر ځای انسان دی، ښځينه اونارینه سره یو دي. خو د دوی تفکر او لیدلوری او هغه څه چې د هستۍ او ژوند مظاهر له هغه څخه رنګ اخلي، دومره توپیر سره لري چې هېڅ وخت نه شو کولای چې دوه څيزه او یا دوه کسان یو ډول ووینو.

هغه ساده ګۍ چې زما لیدلوري نه وې میندلې هغه مې ددې له سترګو لوستلې دي. هغه څه چې مې د ژورو او پېچلو تلقیناتو له ډلې څخه ګڼل هغه پاتې وو. هغه ژورتیا او پېچلتیا چې يې زما په سترګوکې لوسته، هغه یې په داسې ساده ګۍ کې لټوله چې د ژوند ښکلااو لطافت له هغې څخه پرته له منځه ځي.

زه په خاور کې زوکړی او په باختر کې پاتې شوی یم. هغه په باختر کې زوکړې او همهلته پاتې شوې وه. دا سمه ده چې ختيځ لکه د هستۍ د سیند تل او لویدیځ يې لکه مخ هسې دي.

ژوند زموږ په نزد لکه معما ده. ځکه لا تر اوسه مو دا معما نه ده حل کړې. غربي وګړي ژوند ته په ډېر ساده لیدلوري ګوري نو ځکه د معما په حل باندې بریالي شوي دي.

د باختر او خاور د ساده ګیو او معماوو، خامۍ او پختګۍ د راتلونکي لیدلوري ته منتظرې دي.

ختیځ او لویديځ دواړه د یوې ګډې روحیي اړتیا په دريځ کې ولاړ دي. او د انساني ارواحو د یو مطلق یوالي او د زړونو د هغه حقیقي وصال راتلو ته سترګې پر لار دي، چې د کایناتو په سینه کې ټوپونه وهي. او لکه ګرمه او ټینګه وینه د ژوند د سیندونو په رګونو کې تر هغو حرکت کوي، څو چې د حقیقت په لوی سمندر کې دمه کوي. هغه سترګې او دا زړه د هغه آسمان پر لوړو نه پرانستل کېږي چې د لمر او سپوږمۍ په روښنايۍ يې خاور او باختر پېژندل کېږي.

که زموږ په لیدلورو کې توپير شتون لري، دا تفاوت موږ سره نېږدې کوي. زموږ بېلتون لکه د شونډو، یو له بله سره لېرې کېدل په حقیقت کې یو له بل سره د یو ځای کېدو او وحدت هڅه ده. دا هڅه خبرې زېږوي، فهم او احساس بیانوي، اوهغه څه دي چې په زړونو او روحونو کې يې یو له بل سره یوځای کوي.

***

په دې توګه هغه چې د طبیعت په سینه او د شپې په زړه کې وو، د اوبو پر ژبه روانیدل او د سپوږمۍ په ځلا کې روښانه کېدل.

خبره داده چې دوه تنه په دې کې یو له بل سره ومومي. موږ ختیځوال یو له بل سره کښينو اوخبرې اترې کوو. لکه دوې شونډې یو، چې یو له بله لېري کېږو. لویديځوال لکه دوه شونډې دي چې یوله بل سره نېږدې کېږي. زموږ خبرې د بېلتون ښکارندوی دي او د دوی مجلس د وصال بېلګه دی.

مونږ یو له بله تېښته کوو، دوی یوله بل سره نېږدې کېږي.

سره له دې... هغه ټوله ښکلا لکه یو ښکلی صورت و چې لیدل یې پاک دي. خپل ځان او روحي څرګندتیا پټه نه پرېږدي. د مِهر او محبت، حیا او حرمت رنګ او د کتلو پاکي هغه صورت ته لکه د سینګار جامه ده. سکون او حرکت يې داسې ناز او کرشمې بښلې چې جهان يې ټول لکه ساز غږونکی زړه په غېږه کې نیوه. او د روح په حضور کې یې ګډا کوله.

***

د هغې سترګو ته مې کتل، داسې کتل چې سړی يې د ښځې پر لور کوي، نه په داسي تلقین چې ټولې ښکلا ګانې د هغې په سترګو کې دي. بلکه ددې لپاره مې ورکتل چې هغو سترګو کوم څه چې په دې ښکلي جهان کې نه وو، ور زیاتول یې.

ما له کایناتو څخه اخیستنه کوله او هغې کایناتو ته ورکړه کوله. د وصال راز دادی لکه څنګه چې ځان پیدا کوو، همداسې يې له مظاهرو سره د طبیعت غېږې ته  سپارل هم دي. مونږ تل هڅه کوو چې ژوند ته د بېلتون رنګ ورکړو. خپله نه ځو چې د هستۍ له عظمتونو او لویوالي سره یوځای شو. او تل دې ته منتظر یو چې هغه راپسې راشي، چې هېڅکله هم نه راځي.

بې له هغې مې ګومان کاوه چې طبیعت بشپړ دی، پر هغې مې یقین وکړ، چې له جهانه بې ګټه اخيستې وه. د دوستۍ له ځلبلا او د عشق له آیت څخه لېرې، ټولې هغه رڼاګانې  له هغو سیورو پرته بل څه نه وې، چې د حقیقتونو نښانې په کې له منځه ولاړې شي.

د شرق او غرب بېلګه لکه د لمر ده. همداسې لکه چې لمر د ختيځ له لوري راخېژي او په لودیځ کې آرام کوي. ختیځ روح لا په لاره دی، او لویدیځ روح د خپل سکون منزل ته نېږدې شوی دی. زموږ لټون لاتراوسه په هغه آسمان کې دوام لري چې پر سر او لار مو ايښی دی، خو لویديځوالو دا ساحه وهلې او د بلې فضا په لټه کې دي.

زموږ د ختیځوالو عشق او روح د ځان په خوا راچورلي. خو د لویدیځوالو عشق او روح له ځانه بهر هڅه کوي. موږ لکه اوبه په خپل ځان کې جذبېږو، خو هغوی لکه اور په جهان پورې نښلي. موږ لکه خاورې پر خپل ځای پاتې یو ، خو هغوی لکه هوا ګرځي.

زه په خپل دننه کې ژور تلم اما هغې په خپل سپک روح زما پر سطحه لامبو وهله. موږ يې پټوو او پټېږو، خو هغوی يې څرګندوي اوښکارېږي. موږ لکه غر پرځای ولاړ یو او لمر، سپوږمۍ او ستورو ته انتظار کوو. چې هغوی راشي، پر موږ وځلېږي او بیا راڅخه تېر شي. خو هغوی لکه سمندر داسې دي، د لمر، سپوږمۍ او ستورو د لارې سر ته په منډه ورځي، د هغوی ځلا مومي اوترې تېرېږي. زموږ تصور او برداشت د ځان د سیند په ژورو کې ډوبېږي، او په دې سیند د هغه غرور پر تخت کښېنو چې خپله مو ځان ته جوړ کړی دی، او هغه ګوهرونه چې مو له ځانه په پور اخیستي دي، په هغو ځانونه د پوهې پر رشتو سمبالوو. خو هغوی د طبیعت زړه ته ورکوزېږي او د دې عظیم اوقیانوس له څاڅکو څخه ګوهرونه ترلاسه کوي، او په خپلواکه توګه لوبې پرې کوي.

ختیځ د خپل ځان اسیر دی، خو لویدیځ له ځانه آزاد دی.

***

اوريدلي مې وه چې لویديځوال د مادي نړۍ روزلي اوپاللي دي، خو کله چې زما روح دا تېروتنه درک او وموندله نو لاهم تېره شوه. موږ دا عادت لرو هغه څه چې لرو داسې ویاړ او غرور پرې کوو، چې هغوی چې تر مونږ لاهم زیات  لري د هغوی شته (هېڅ) ګڼو، چې دا...په ژوند کې زموږ د حقیقي بریالیتوب له حقیقت څخه د تېښتې اسباب او وسایل دي. ځکه پوهېږو چې که د نورو له ټولو شته وو څخه انکار ونه وکړو، او په حسودانه توګه سترګې پرې پېي نه کړو، نو هغه څه چې مو ترلاسه کړي دي ان موږ ته هم د قناعت، تسلۍ او منلو وړ نه دي.

ښایي علت يې دا وي چې موږ خوند او ګټه اخستل مادي ګڼو، او په غم او درد کې معنویت غواړو. نو یا د معنويت په خوند نه یو پوهېدلي او یا د مادیت په درد نه پوهېږو. او یا دا چې هېڅکله نه غواړو چې پوه شو، او نه شو کولای چې ددې مسلې معرفت وزغمو. او یا داسې ده چې د نوم اېښېدلو ته مو لاسرسی شته، نو پر هرڅه چې هر نوم مو زړه غواړي هغه پرې ږدو.

***

د سیند څپې د هوا له روښانه څپو سره یوځای کېدلې. د هغې زړه وړونکو وېښتانو د سیند په هوا کې خوځېدا او حرکت کاوه. د لاس سپين مټ يې د سپوږمۍ په ځلا کې داسې ښکارېده چې تا به ویل لکه د رڼا یوې کرښې چې د هوا د دوو متناسبو خطونو په منځ کې یو منظم او ظریف شکل جوړ کړی وي، او د کتلو پر وړاندې و خوځېږي.

دلته د طبیعت او د هغې د ښکلا په حضورکې د هغه روښانه روح او له برمه ډک روان پر وړاندې، د ډېر لږ پرتم ګمان کېده، او د غره د لمنې په ښکلا او سیند کې د پناه له تصوره پرته بل فکر زړه او دماغ ته لار نه کوله.

خو... زه مسافر وم. د لویو غرونو او سپينو واورو خاطرو زه له ځان سره یوړم. لیدل مې چې د پغمان غر او لوړې سپينې څوکې يې زما په خیال کې ځلېږي، او لکه ښکلې ناوکۍ، چې ورمات شوي زړونه خپل لور ته ور کاږي، ما هم همداسې وربولي.

کله چې ورنېږدې کېږم پوهېږمه چې پرته له یو لويې ښکلې دښتې او اوږو يې بل څه نه دي. چې ددې هواریو څخه يې سر او غاړه را هسکه کړې ده. جسم يې ترلمنې ورپرې کړی دی، داسې لمن چې د ژوند ګل یې نه دی لېدلی، د روح پالونکي باد د خوښۍ شمال لاهم نه دی پرې چلېدلی.

ددې غرونو په منځ کې کابل لکه ملغلره چې په خاوروکې پرته وي. همداسې زما د خاطرو په دوړو او غبار کې ځلېږي. هغه ښار چې څنډې يې تنګې دي. او مات ډبرین خطونه يې هوا او خاوره سره بېلوي... ښکلا يې افسانې لري، خو د زلمیتوب ورځې غمجنې پکښې تېرېږي، او د بوډاتوب د ورځو تصور په کې غم انګېزه دی. سوزونکی لمر لکه زوی مړی بوډا د ګورستان په شا او خوا څنډو کې د خپل تندي د ګونځو اغیز په خورا پرتم او تبحر ورښکته کوي.

کابل د لرغونتیا مات زړه دی، چې زمانې د یوې لویې غم انګېزه خاطرې په حیث لا ساتلی دی. څنګه کولای شو چې هغه له زړه وباسو؟

پولادي غرونه يې داسې ښکاري لکه اوسپنیز امېل چې د خاورينې مجسمې په غاړهوي. د لیدونکي سترګې په خپل اغیز او دروند والي ډکوي.

پر لوړو يې داسې حصار کش شوی دی لکه ښامار پر اوسېدونکو يې حلقه وهلې ده. چې وېرې يې پر هیلو غېږ را ګرځولې ده، ارزوګانې او آزادۍ یې په دې ښار کې راټولې او محصورې دي.

کابل زموږ ښار دی. هرڅه چې و، زموږ ښار و. هرڅه چې دی زموږ ښار دی. هرڅه چې کېږي همداسې به زموږ ښار پايي. ډېر راضي او هیله من یم چې دا ښار همداسې و، همداسې دی او همدا ډول به وي. طبیعت موږ د هغه د ساتنې لپاره ګمارلي یو. زموږ عشق او محبت د هغه د خاطرو ساتونکي دي. هغه په خپل زړه کې ساتو چې د خپلو غمونو سره مینه لري، او د نورو په خوښیو ښه پوهېږي.

د هغه ښار ساتنه کوو چې خطرونه يې په داخل کې کلابند دي او زمونږ ژوند يې د ساتنې لپاره وقف دی. د تیارو خاطرې او د مرګ سکوت يې ماته لکه د لیمان(۱)په اوبو کې د سپوږمۍ شغلې تیاره کوي، او زما له لیدلوري د خوښۍ رنګ او روښنايي لرې کوي. له دې ټولو څيزونو سره سره له دې ښاره چې زما د شتون اوهستۍ مرکز دی، د آواره ګۍ او پردېسۍ فکر ما د ښکلو شېبو په غېږ کې هم لیونی کوي.

***

د خوښۍ او عشرت روښنايي زما لپاره غلې کېږي. او دا هغه شېبه ده چې د لویدیځوالو سترګې د ختیځوالو په سترګو کې کتل کوي، او دا کتل يې د تعجب او مجهولې حیرانتیا کتل دي. هر څومره چې هغه وپېژني بیا هم سره پردي کېږي، لاهم په فکر کې لوېږي او هغه یو معما بولي.

د هغه روح د رمزونو په یادونو کې ډوبېږي چې لرغوني ختيځ په هغه کې د ژوند رمزونه کشف کړي وو. او داسې ګڼي چې لا تراوسه هم هغه افسانوي لمر د ختيځ له آسمانه سر را جګوي. خو په دې نه پوهېږي چې زمونږ رمز نن یوازې د قبر راز دی او بس. داسې قبر چې د عارف سینه پکې خاورې شوې ده، او تش دا بهانه کوو چې په دې قبر کې خزانه ده ترڅو چې خیال او فکر یې په اهمیت قایل شي.

لویدیځ ښايي په دې وپوهېږي.

خو ختیځ له دې بې خبره دی، چې هغې روح له دې تن څخه بېلتون کړی دی، او د تل لپاره به له منځه ولاړشي.

هو کله چې لویدیځ په دې مسله پوهېږي نو په خپل کتلو کې خواخوږي او د زړه سوي مراتب را لېږي، چې دا چاره په اصل کې زما زړه را رېبي او سوری کوي يې.

دلته نو زه دا هیله کوم چې خپله افسانه را پيل کړم، او رازونه مې په زغرده ووایم. اما بیا هم زه ختیځوال یم؛ پټوم يې او پټېږم، تاسو ددې په تمه نه شئ چې زما افسانه به واورئ.

(پای)

+

(۱) لیمان: په سویس کې یو سیند دی.

 

*****

 

 

 

 

                                                                                                                                              -۴ -


                                                                                                    کوچۍ پېغله


په ټول دښت کې خودرویه ګلان راټوکېدلي او داسې غوړېدلي دي چې ټوله پسرلنۍ هوا او فضا يې عطرینه کړې ده. داسې ښکاري لکه د میو او مشکو وږم چې پر صحرا خپور وي. هغه تورې کېږدۍ چې ددې زرغونې دښتې په لمنوکې د رنګارنګ تازه ګلونو په منځ کې پلنې دي، د ورځې لمر او د شپې له خوا سپوږمۍ خپله سپينه رڼا پرې پېرزو کوي.

آزاد طبعه کوچیان نر او ښځې د ورځې له خوا له خپلو کېږدیو څخه بهر وځي او ځي په دې لویه دښته کې خپرېږي. د دښتې پراخه فضا لا نوره هم د زلمیو شور او خوښي په سر اخلي. کله چې دا پېغلې او زلمي ماښام مهال بېرته خپلو کېږدیو ته په شوق او شور راګرځي او د نغریو پرڅنډو ګیرد چاپېره ګرم انګار ته څنګونه وهي، نو په دې سره یو ښکلې حلقه جوړوي. د دوی د خوښیو او مجلسونو دا شور او ځوږ له دې تنګې کړۍ څخه ان آسمان ته لاره کوي. دا وګړي د طبیعت رښتیني بچیان دي. داسې ښکاري لکه یو ماشوم چې د مور له خوږې او مینه ګرې غېږې هېڅ نه وي جلا شوی، او کله چې شونډې د مور له تیو لرې او پورته کوي، نو په ډېر معصومانه انداز خپل مور ته ګوري. دوی (کوچیان) هم په داسې انداز د طبیعت ښکلې غېږې ته کتل کوي. که حرکت کوي نو هم هماغه حرکت دی لکه ماشوم یې چې د مور په غېږ او لمن کې کوي. که آرام کوي نو هم لکه د ماشوم سکون او خوب چې د مور په غېږ کې له کوم تشویش او وېري پرته په ډاډمنه توګه وي. دوی هم همداسې آرام وي، ژړا یې هم نږه ده، لکه د هغه ماشوم په څېر ده چې له موره شېدې غواړي. تبسم یې هم لکه د سهارني پاک نیسم سره چې ګلونه غوړېږي او وږم يې له دریابونو، غرونو، دښتونو او درو څخه پورته کېږي همداسې برېښي. دوی (کوچیان) په خپلو روښانه زړونو، دنیا او طبیعت ښکلی او آباد، دښتې او د غرو لمني شنې او خړوبې، پسرلنۍ ورېځې د اوبو ډکې، ژمنی آسمان صاف او بې ورېځو، سیندونه مست، چينې بهاندې، ګلونه او واښه تراوتازه، د غواوو تيونه له شېدو ډک او د خپلو مېږو وري چاغ او غوښن غواړي. دوی له دې څخه پرته بله هیله او ارزو نه لري.

کله چې د دښتې له هوسیو او کبلیو سره مخامخ کېږي، باور يې دادی چې دې معصوم مخلوق ته زیان ونه رسوي. صحرا یې کوترو ته هم هېڅکله ډبرې نه ورغورځوي. او په دې عقیده دي چې ددې بې آزاره ژوو ښکار کول هرومرو بد شګون لري. شرمښان وهي او ډاروي يې، ځکه د دوی له لوري وړو وریو ته د زیان اوښتو له امله اندېښنه لري. پر سپیو لوراندي او مهربان دي. ځکه پوهېږي چې دا حیوانات تر دوی کمزوري او ژمن ساتونکي دي. او د دوی سره د هرې نېکۍ د قدر او وفادارۍ ښکلی تاثر محسوسوي. کوچیان د خپلو اوښانو په ناروغه کېدو خفه او غمجن کېږي. ان د کارغه له غږ څخه هم د خوښۍ د زېري تلقین کوي. دوی په داسې عقیده او باور متعقد دي چې هیله او قوت ورکوي او د خیر او صلاح سبب يې ګرځي. او هېڅکله خپلو باورونو ته د خرافاتو او وسوسو نوم نه ورکوي. د دوی زړونه د رښتینولۍ اومیني ښکلې ځالې دي، ځيګرونه يې د سپېڅلتوب او پاکۍ کورونه دي.

***

د دوی ساده او له ظرافت څخه ډک ژوند ماته لکه جادویي افسانه ده. هغه څوک چې لکه زه د دوی له دنیا سره آشنا وي، دا پېژندګلوي پرټول جهان هم نه ورکوي. د دوی هر کاروان چې د شپې له منځه تېرېږي د ستورو پاشلي اوربڅري خاموشه کېږي. او همداشان هره ورځ چې پای ته رسېږي او د لمر زرینې وړانګې د تورې شپې او تورو کېږدیو په منځ کې غروب کوي. ورسره جوخت زما خاطرې لا هم را ژوندۍ کېږي. هغه کوچیاني کاروانونه مې تل په یادېږي چې نور یې کوچ کړی او پرته له دې لوی دښتې څخه يې بله کومه نښه نه ده راپاتې. د بَل کړو اورونو شغلې یې تراوسه زما په زړه کې بلېږي، زه چې هره ساه کاږم ددې شغلو د ژوند د دوام مرستندویه ده. او کله چې جلوې ځلا کوي نو زما د اوسني ژوند هغه تیاره ورېځې چې زما لېوالتیا او خوښي يې را پيکه کړې ده هغه له منځه وړي.

زه له هغو کوچیانو څخه چې زموږ کلي ته په نېږدې دښته کې خپلې کېږدۍ دروي، ښې او خوږې خاطرې لرم. داسې خاطرې چې زما د ماشومتوب ښکلی ژوند پکې نغښتی او پټ دی. خو د زمانې د تند سیلاب تېزو څپو دا خواږه یادونه زما د زړه له پردو څخه لا هم تراوسه نه دي وړي.

هغه شېبې هېڅکله نه هېروم چې د خپلو همزولو ماشومانوسره یوځای د دوی کېږدیو ته ورتلم. دوی به موږ په ډېرې خوښۍ او خورا مینه ناک او ماشومانه انداز بدرګه کولو. هغه بوډۍ انا چې د خپل ژوند اتیا پسرلي یې د صحرا د ګلونو په نندارې تېر کړي وو، د خپلې ورته ګرانې یوازنۍ تورې چرګې ټولې کړې هګۍ به یې ماته په څومره مینه او پېرزوینې  ډالۍ کولې. ددې خاوند د قوم مشر و، ددې لپاره چې ما لا هم خوشحاله کړي، او د خپلې مېرمنې ډالۍ لانوره هم ارزښتمنه وښیي، نو ماته به يې ویل چې دا هګۍ يې زما څخه پټې کړې وې، ته ورته ګران يې دادی خاص يې ستا لپاره درته ساتلې دي.

د کورنۍ کوچني لمسي به يې د دوی په لور په ډېر حسرت ورکتل. زه اوس داسې احساسوم، چې زما ددې همزولي ماشوم د کتلو له اندازه څخه د اوښکو او کینې د اورنۍ برېښنا پړک پورته کېده. هغه یوازنی ماشوم و، چې کېږدیو ته زما په ورتګ نه خوشحاله کېده، ځکه دده په نظر زه هغه غل وم چې د انا او نیکه نازونه چې باید ده ته یې ورکولای هغه ما ورڅخه تروړل.

کله چې به کورته راستنېدم ښځو او پېغلو به ډول ډول صحرایي ګلونه او د خوشبویه ګلدستو سوغاتونه راکول. چې خپل کورته یې د دوی همزولو ملګرو ته ور وړم. هغه وخت د دوی له دې ډالیو څخه چې ما به له ځان سره کورته راوړې، ډېر زیات خوښېدم، خو اوس داسې احساسوم چې کومې ډالۍ چې ما به له کوره دوی ته وروړې، هغه د دوی د سوغاتونو په پرتله چې هغه به  يې هم له دښتې څخه رالېږلې ډېرې کمې او عادي وې.

***

کله چې باراني ورځې تېرې شي، د کوچیانو پسرلنی سهار هم پای ته رسېږي، دا خلک سوزونکی لمر نه خوښوي، سمدلاسه کډې تړي اوکوچ ترې کوي.

خو داځل درې ورځې د دوی د بار له تړلو څخه تېرې شوې دي، خو کله چې د شپې تیارې او خاموشي پر دنیا را خوره شي، نو د دوی د سپيو د غپا آواز لاهم تر غوږونو رسېږي، ټولو ته دا سوال وي چې آیا سږکال کوچیان کوچ نه کوي؟ دغه پوښتنې نو ټول کلی په سر اخیستی و. د څلورمې ورځې په مازدیګر د ځوانانو او ډول غږ په ګډه واورېدل شو، آیا ټوله قبیله ددې آواز اورېدلو ته انتظار وه. 

هغه ښکلې پېغله چې څلور لسيزي پسرلي يې د ښکلو ګلونو په ننداره د شنو دښتونو په منځ کې لوبې اومستي کړې وه، له هغه زلمي سره چې دې مینه ورسره درلوده کوژده شوې وه، د کوژدې شپه سهار شوه.

کله چې د سهار سترګه راپورته شوه او سپېدې وچاودې. ځوانه پېغله چې ټوله شپه نه وه ویده شوې جګه شوه او کوچنۍ هېنداره یې را واخسته، د لمر رڼا ته انتظار وه چې خپله پريشانه څېره پکې وګوري، کله چې يې په هینداره سترګې ولګېدې، ویې لېدل چې شپې يې ټول تور، پېچلي او مشکین ویښتان ورنه وړي دي، او پرځای یي د سپینو ويښتېانو یو دسته ورته راوړې ده.

په دې سره يې څو څاڅکي اوښکې له سترګو راوڅڅېدې، ددې لپاره چې دا حقیقت له نورو څخه پټ کړي؛ د بهانې د موندلو په لټه کې شوه. چې د ټبر له تور سرو او سپين سرو څخه خپل دا خجالت  پټ وساتي. پرته له خاموشۍ څخه يې بله چاره ونه موندله. کله چې د لمر شغلو ټول ځایونه روښانه کړل. د قبيلې خلکو په خپلو منځونو کې یو له بله پوښتنې اونیو کې کولې چې ولې د نجلۍ پلار دا څو ورځې د کډو تړل ځنډولي وو؟ ښه شوه چې د لور ویښتان يې په یوه شپه کې داسې تک سپين شول، خدای تعالی (ج) دې نورې کېږدۍ له  بدې ارواح څخه وژغوري، ژر تر ژره باید کوچ وکړو هسې نه چې کومه بله بلا او ټکه مو پر قبيلې را نازله شي.

تازه سپين سرې شوې ښځه نو نوره ورو ورو د اوښ له څنګه پر لارې تله، د دښتې او غرو د لمنو ګلان يې بویول، د کاروان د جرس غږ دا نوره هم پرېشانه کوله. قدمونه يې داسې اوچتول چې تا به ویل بېرته پر ځمکه لوېږي. (ددې) اوښ ترټولو شاته وروسته پاتې و، هغې څو ورځې د لمر په رڼا کې سفر وکړ.

او څو شپې يې پرله پسې د ستورو او سپوږمۍ رڼا ته دمه وکړه. خو روح يې لا هم پسې غمګین او احساس یې لا هم ګډ او وډ او غمجن کېده. په سترګو کې یې د غم، پریشانۍ او ناهیلۍ له تاثره پرته بل څه نه محسوسېدل. پر مخ يې د غم څپې له ورایه ښکارېدې، چې د ژوند روښانه خوا يې ددې له نظره  پټه کړې وه. ځان یې په ډار او تیاره کې احساساوه. داسې تصور يې کوه لکه  شپه چې حمله پرې کوي.

د لارې په اوږدو کې چې به کله هم چینې ته ورسېدله، نو ژر به يې خپل مخ په رڼو اوبو کښې کاته، او په دې تمه وه چې ګوندې وېښتان به يې بېرته تور شوي وي. کله چې به يې له ځان سره په فکر کې داسې سوچ وکړ چې ښايي نور خلک به ددې په راز خبر شي. نو ټکان به یې وخوړ، او غوښتل به يې چې وتښتي، پرته له ځانه بل چا رحم نه پرې کاوه. کله هم چې انسان پرته له ځانه بل څوک ونه لري چې خپل غمونه او دردونه ورسره ووېشي، نو پر بدمرغۍ يې عواطف او احساسات شور کوي. او په ډېر لوی غم او خپګان کې را ایسارېږي. تر ټولو لویه بدمرغي داده چې انسان خپل راز په خپله زغمي او داسې څوک و نه لري چې له هغه سره يې شریک کاندې.

د پېغلې د سپینو وېښتانو آوازه د هغې تر زلمي خاوند پورې هم رسېدلې وه، خو نوموړي نه شو کولای چې په دې آوازو باور وکړي. کوچۍ پېغلې خپل اوښ ډېر شاته ساته، چې له خپل زلمي خاوند سره مخامخ نه شي. هرڅه يې کولای شوه چې ویې زغمي خو دايې نه شو کولای چې د خپل محبوب سره مخامخ شي. په هره اندازه چې پوښتل کېدله نه یې شو کولای چې حقیقت څرګند کړي.

په دې لړ کې دوکاله نور هم تېر شوو، او زلمي څو سفرونه وکړه، چې په پایله کې يې یو څه پيسې هم وګټلې، یوه کېږدۍ او څو اوښان یې هم درلودل، او نور یې نو کولای يې شول چې د خپلې مېرمنې ژوند پرې تامین کړي. د واده امکانات یې برابر شول، ښځې او زلمي پر شنو دښتو په ګډاوو او اتڼونو سر شول، یاد زلمي پر لوړې غونډۍ خپله کېږدۍ له بلې کېږدۍ څخه په کم واتڼ کې درولې وه.

ده د لومړي ځل لپاره ولیدل چې د مېرمنې وېښتان يې سپين دي. د سپوږمۍ په رڼا يې باور وکړ. مېرمنې یې د حقیقت د پوښتلو نه پرته بله وېره نه درلوده. ددې د نېکمرغۍ په دنیا کې له سپينو وېښتو پرته  بل کوم سبب اغیز نه درلود. شپه په تېرېدو وه چې پېغله خپل خاوند ته مخاطبه شوه اوپه فریاد يې ورته وویل: 

- ما ستا سره خیانت نه دی کړی!

زلمي ډېر سخت ټکان وخوړ او په سترګو کې يې داسې اورنۍ شغلې وبرېښېدې، چې دی يې ټول وسوزاوه. خو غلی ودرېد او د وېرې او حیرانتیا په حالت کې يې پېغلې ته کتل.

مېرمنې يې بیا ورته وویل: - هو ما ستاسره خیانت نه دی کړی، خو څه مي کولای شول چې ترسره یې کړم؟ غواړم چې ماته بښنه وکړې. ځکه ما هېڅکله نه غوښتل چې ستا سره خیانت وکړم، اما ناچاره شوم زه یوه بې وسه ښځه وم.

-  ستاسره يې څه وکړه؟

-  وېښتان يې سپين کړل، ما خپله مقابله وکړه، ما غوښتل چې تر هغو ژوندۍ پاتې شم ترڅو یو ځل ستا سره په یوې کېږدۍ کې ووینم...

-  اوس باید راته ووایې چې وېښتان دې څنګه سپين شول؟

-  هو زه هم لېوالتیا لرم چې خپله افسانه درته ووایم، او له دې څخه وروسته ومرم. ځکه زما لپاره نور ژوند کول تر مرګ لاهم بدمرغه او سخت دی...

-  ژر کوه زه نشم کولای چې دا افسانه تر ډېره واورم، را لنډه يې کړه.

-  ښايي ستا په ياد وي کومه شپه چې يې زه تاته په نکاح کړم تر هغې پورې ما ستا سره خیانت نه و کړی، خو په همدې شپه ستورو زما لپاره بدمرغي راوړه. د هغې شپې تیارې زما مخ را تور کړ، د هغې شپې سپوږمۍ وه چې زما وېښتان سپين کړل، سپوږمۍ راکښته نه شوه او زما د وېښتانو توروالی يې له ځان سره راڅخه یو نه وړ، ستوري ماته رانېږدې نه شوو، زه په داسې تخیل او فکرونو کې ویده نه شوم چې د دغسې بدمرغۍ په تمه دې اوسم. زه ستا په فکر کې د خوب بستر ته ولاړم او ستا په خیال کې ویده شوم، تازه مې زړه خوب وړی و، چې ناڅاپه مې پر شونډو ګرمي احساس کړه، ويښه شوم ګورم چې سړی دی مچ يې کړم. اوغواړي نوره مې هم ښکل کړي. له هغه سره مې حملې کړې څو چې مې چغه جګوله پرته له دې چې هغه وپېژنم وتښتېده. شپه تېره شوه او سهار چې مې کتل وېښتان مې سپين شوي وو. له هغې شېبې څخه اوس نه غواړم چې نوره ژوندۍ پاتې شم. ځکه زه ستا د مېرمنتوب وړ نه یم. خو د رښتینې مینې په درناوي ستا څخه دا یوه هیله کوم چې پرته له دغې پېښې بل فکر او بد ګمان په ما مه کوه. او دا مې هیله ده چې ته په دې پوه شې چې زه د مرګ تر شېبې ستاسره مینه لرم.

ښځې دا خبرې وکړې او نور یې سترګې کښته واچولې او زیاته یې کړه: (دا چې ستا عزت او ناموس ته زیان وا نه وړي اوس مشوره راکړه او راته ووایه چې څنګه باید ومرم؟) ښځې لا سترګې نه وې پورته کړې چې زلمي په غېږکې له خپل ځایه را واخسته، هغه نه پوهېدله چې اوس به څه پېښېږي خو دې یوازې همدا وویل: د خپل ناموس د ساتلو په خاطر دومره درته وایم چې ته ما مه وژنه، پرېږده زه خپل ځان خپله له منځه وړم. زما وژل په دې توګه د ناموس د ساتلو او زما د قبيلې لپاره عاقلانه نه دي...

خپلې خبرې يې پای ته نه وې رسولې چې ویې لیدل نور نه شي کولای شونډې پرانیزي اوخبرې وکړي. هره شېبه خاموشي زیاتېدله او د ښځې له سترګو په ژورې چوپتیا کې اوښکې را څڅېدلې، ورو ورو یې اندامونه سستېدل غوښتل يې چغه وکړي، خو سېک یې نه درلود، ځکه خپلې شونډې يې د هغه پرشونډو ايښې وې ترڅو چې دواړو ساه اخیستلوته اړتیا پيداکړه. وروسته له یو څو شېبو چې د ښځې له سترګو د خوښۍ نښې له ورایه ښکارېدې، زلمي ته يې وویل: دا ته وې چې زما وېښتیان دې را سپين کړه؟

زلمي ورته وویل: هو! دا زه وم چې ته مې ښکل کړې وې.

سهار شو لمر راوخوت، کله چې پېغلې نجونې د ناوې ليدو ته راغلې، ویې لیدل چې د هغې وېښتان بېرته تور شوي دي.

(پای)

 

*****

 

 

                                                                                                                                                       - ۵ -



                                                                                               د بُست شهزاده


کله کله خوشحالي لکه پسرلی غونډ هېواد زرغون او ښکلی کوي. خوښۍ دومره خپرې او عامې شي چې آن په ټول ښار کې یو خپه زړه هم نه موندل کېږي. داسې وخت راشي چې په ټوله دنیا کې هېڅ غمګین زړه نه پاتې کېږي، او که چېرې پاتې هم وي، نو د هغه ګل په څېر وي لکه د باغوان څخه چې یې پالنه او ټولول هېر شوي وي.  

په پخوا زمانه کې د بٌست ښار په خوښیو او ښکلاو معمور او آباد و. ښکلي باغونه او ښایسته کلاګانې يې درلودې. څنډې يې لکه کاشغر او منځ يې لکه فرخار و. یو ارواښاد امیر هلته پاچاهي کوله. چې لوی او واړه يې په پاچاهۍ خوښ وو. خلکو یوازې دده د زړه خوښي غوښتله. او پاچا هم د دوی له زړونو پرته بل داسې کوم هېواد نه پېژانده چې دده د پاچاهۍ وړ دې وي. له زړونو څخه يې کرکې او کينې اېستلې وې او د  مینې په جادو يې تسخیر کړي وو. باغوانانو به دده په نوم ګلان کرل، کرونده ګرو دعاګانې ورته کولې، او د خلکو د خوښیو او د هېواد د ښېرازۍ لامل همدا پاچاو. نوموړي خلکو ته د آرامۍ اوسکون ښکلې جنتي ماڼۍ جوړې کړې وې. هېڅ دښمن یې نه درلود چې د هغه له لیدو کرکه وکړي. هېڅ یوه زړه هم یو له بله کرکه نه درلوده. دده پر دربار او آستانې د مینې او پېرزوینو په برخه کې هيڅ بدلون نه راته. له ټولو خلکو سره یو ډول مینه ناک چلن کېده. د خلکو خزانې یې نه وې ورڅخه لوټلې، د بډایو او مالدارو خلکو څخه يې څه غوښتنه نه درلوده، او بې وزلو اوفقیرانو ته یې د سخاء دسترخان پرانیستی و. او ورکړه یې کوله، هغوی ته چې خدای تعالی (ج) ډېره هستي ورکړې وه ده یې لا د بخت په بریالیتوب کې هڅه کوله.

دده تر لاس لاندې خلکو په غرو، رغو، ښارونو او سیندونو کې خپله برخه او ګټه اخیستله. په دغه دود او دستور يې د خپلې پاچاهۍ چارې پر مخ بېولې. تر دې چې د ژوند د ځوانۍ پسرلی يې تېر او د بوډاتوب ورېځو يې پر سر سیوری وکړ. دده پوه او ځيرک دوستان پرې راټول شول او ورته ویې ویل: که چېري د پاچا عمر پای ته ورسېږي او (ګرمسېر) ښار بل داسې سیوری ونه لري، چې ترهغه لاندې دمه وکړي، دا به ډېره لویه تشه وي. اوس چې هرڅه سم او منظم روان دي زموږ له خپل پاچا څخه دا هیله ده چې د ځان لپاره ښځه په نکاح کړي، چې خدای پاک (ج) زوی ورکړي او موږ د هغه اطاعت وکړو او په دې سره د ظلم اوستم څخه په امان کې پاتې شو.

پاچا ښځه په نکاح کړه، خو څوکاله نور هم د زوی زېری پرې ونه شو.. ټول خلک ناهیلي وو، امیر د يو ډېر ښه فکر درلودونکی ځیرک وزیر درلود، چې تل يې غوره فکرونه او مهمې مشورې د پاچا مل اوملګرې وې. یاد وزیر هم د زوی له نعمت څخه بې برخې و. ورځې او شپې همداسې تېرېدلې یوه ورځ د دښتې له لوري یو سړی په زړو جامو او پشمي خولۍ کې را څرګند شو. او په خپلې اوږدې لکړې يې د شاهي ماڼۍ دروازه په زوره ور وټکوله، نوکرانو ورمنډه کړه، چې معلومه کړي چې څوک دی، او څه غواړي. ملنګ په ملنګانه غرور ورته وویل: د شاهي دربار څخه غوښتنه د ملنګانو له زړه پورته خبره ده، اورېدلي مې دي چې پاچا عادل سړی دی خو غمګین او پرېشانه دی، زه راغلی یم هغه څه چې دی غواړي راته ویې وايي ترڅو ویې مومي.

 نوکران د ملنګ خبرو حیران کړل. او په بېړه ولاړل احوال یې تر پاچا ورساوه. ملکه ډېره خوشحاله شوه، او د زوی درلودو آرمان يې د ملنګ سره شریک کړ.

د پاچا په باغ کې د میوو ډېرې ونې ولاړې وې. ملنګ خپله لکړه ور وغورځوله او دوه سرې مڼې ترې را ولوېدې. یوه یې ملکې ته ورکړه اوبله يې د وزیر مېرمنې ته ورولیږله. چې هغه يې وخوري. څو چې پاچا د درهم او دینار ډالۍ ورکولې ملنګ په چټکو ګامونو لاړ. او له سترګو پټ شو، هېچا ونه شو کولای چې ځان پسې ورسوي.

پاچا او وزیر د ملنګ راتګ په نېک فال ونیوه، ورځ چې پای ته ورسېدله دوی خوښۍ او خوشحالۍ پیل کړې، د ملنګ کیسه د ټولو په خوله کې وه، ټولو خلکو دعاوې کولې.

په همدې شپو او ورځو کې د پاچا او وزیر مېرمنې امیدوارې شوې. کله چې د امیداورۍ شپې او ورځې پای ته ورسېدې، د پاچا کور د سپين سهار په څېر د شهزاده په زېږېدو منور شو. او د وزیر د کور آسمان د لور په پيدایښت ښکلی او روڼ شو. پاچا په دې ویاړ جشن جوړ کړ. خلکو داسې خوشحالۍ وکړې چې ټوله نړۍ په خوښۍ او سرور وه. وروسته يې د روښانه زړو خاوندان را وبلل چې پر دې نوو ګلالیو ماشومانو نومونه کښېږدي.

 پر شهزاده يې د (پتې) او د وزیر پرلور یي د (رابیا) نوم کېښود. شپې او ورځې تېرېدې چې دا دوه ماشومان را لوی شول. اوپه ښایست لکه لمر اوسپوږمۍ داسې ځلېدل.

هغه خپلمنځي مینه چې دوی په ماشومتوب کې یو له بل څخه موندلې وه هغه په ځوانۍ کې هم په يو رښتیني عشق بدله شوه. یو د بل په مینه کې داسې ډوب شول، چې د بست د ښار خلک يې ټول له مینې خبر شول. ځواني لکه یخ سرکښه وي، کله کله يې ډېر قوي لاسونه هم مهار نه شي ټينګولای. د ژوند بهیر په پټه دوی ته څپېړې ورکولې، او دوی په شور اومستۍ غبرګون ورته ښوده.

 پتې داسې خونګرمه زلمی و چې هر څوک به یې لېده زورآزموینه به يې ورسره کوله. او هر څوک چې به يې زورور وګاڼه، هغه به يې په خپلو مټو پر ځمکه را څملاوه. دا چې په ماشومتوب کې يې ټولو نازونه زغملي وو، خو په زلمیتوب کې يې دده غرور د آزار لامل ګرځېده. پوه او هوښيار خلک چې په راتلونکي کې دده باچاهۍ ته په تمه وو په وېره کې شول. کله چې به دی له شاهي ماڼۍ څخه د باندې راووت نو خلک به خپلو کورونو ته ننوتل. ده د بې پروا زلمیو يوه ډله رامنځ ته کړې وه، په کلي کور کې يې داسې مغرورانه چلند کوه، لکه په ښکارځای کې چې مستي کوي.

هغه عادل پاچا ته به څه پاته شې چې زوی یې پر خلکو داسې ستم کوي او دی يې مخه نه نیسي. آیا ده هم لکه نور پاچاهان د خپل زوی خوښي او خاطر د خلکو تر خوښۍ او سوکالۍ پورته ګاڼه؟ آیا دا د وخت عدالت دی چې د عمر په وروستیوکې د خپل ټول نیاو او دستور سره سره پاچا داسې بدمرغه کوي چې نور ونه شي کولای چې خپل خلک له ظلم او ستم څخه وژغوري. 

یوه ورځ یوې بوډۍ ښځې په کرونده کې د کوم زیان ګاللي وګړي ګیله او شکایت واوريد د هغه په ځواب کې يې وویل «زه ددې عادل پاچا د پاچاهی په سیوري کې بوډۍ شوم، او د خپل مرګ او پاچا د عمر د اوږدېدو په دعا، قسم خورم چې نوموړی د شهزاده له جور او ستمه نه دی خبر». 

هغه وګړي ورته وویل:«څنګه نه دی خبر  شهزاده لا ماشوم و چې د کلي د ښځو منګي به يې د خپلو لوبو په خاطر په تير او کمان په نښه کول اوماتول به یې. خلکو پاچا ته خبر ورکړ هغه  ښځو ته نور نقره اي منګي جوړ کړل. او شهزاده يې په تش نصیحت لا مغرور کړ. ولې يې هغه وخت شهزاده ته سزا نه ورکوله؟ بوډۍ يې په ځواب کې ورغبرګه کړه: «په ماشومتوب کې تر دې زیات څه ورته ووایي! پاچا اوس هم د خلکو سره عدل کړی اوله خپل زوی سره يې جبر نه دی کړی.»

د هغه سړي زړه چې ډېر دردمن و د بوډۍ په ځواب کې يې وویل: «داچې پاچا ترې خبر نه دی دا په خپله ستم دی.»

بوډۍ ښځې چې د پاچا سره د زړه مینه درلوده، سمدستي د شاهي ماڼۍ په لور و خوځېده. کوم ساتونکی نه و چې مخه یې ونیسي، پاچا یې وموند او د زوی د روان کړي جور او ستم په هکله يې ورته وویل. کله چې شهزاده له ښکار څخه را ستون شو، نو د پلار حضور ته يې ځان ورسوه، خو پلار يې ډېر خپه او په غوسه و، او دی يې داسې وسکونډه چې نور یې نو غرور د زغم تاب نه درلود. خپل پلار ته يې وویل چې له وطنه به يې ځي. پاچا ورته وویل:«خدای (ج) دې زما له وطنه ټول ستمګران ورک کړي.» 

پتې خپل ملګري سره را ټول کړل. او ورته ویې ویل چې مسافر کېږي به. د بست کلا دوې دروازې درلودې پر یوې يې پتې وواته، او پر بلي يې د مور چغې او فریاد پورته شو او دا ناره يې وکړه.

(که دوې دي  دوې دي ، د کلا بست دروازې دوې دي-  پر یوې مې پتې وزي، پر دابلې يې د مور سوې نارې دي).

رابیا ته د ښایست له کبله د ګرمسېر خلکو ژېړه بلبله ويله. ددې له دې نوم سره خلکو مینه درلوده.  کله چې رابیا د ملکې چغې او ژړا واورېده نو بې هوښه شوه. هغه درد چې میندې په چغو راوړي، سره ګران او محبوب انسانان تل په مرګ محکوموي. رابیا ولاړه او د پاچا په پښو کې يې ځان ور وغورځاوه، او په زاریو یې ورته وویل چې پتې را وګرځوي. پاچا په ډېره غوسه اوخاموشۍ مخ ورڅخه وګرځاوه، رابیا په سرو سترګو ولاړه وزیر ته يې په زاریو اوننواتو پيل وکړ. وزیر هم په ژړا د پاچا په لور و خوځېده، او هغه ته يې عذر وکړ چې بېرته خپل زوی ته بښه وکړي. پاچا ورته وویل: «ما خپل یو زوی ددې لپاره له ځانه لېرې کړ چې خلک مې چې ټول خپل اولاد ګڼم آرام وي. که چېرې ستا پر خپل زوی زړه خوږېږي نو هرځای چې غواړې ورته ووايه چې هلته لاړشي، ما دا هیله نه درلوده چې زما بوډا وزیر دې زمونږ په وطن کې یو ستمګر او مغروره ځوان وغواړي، او د هېواد د ځوان او بوډا حق دې له یاده وباسي.

وزیر د پاچا په دې خبرو خجِل شو، پاچا يې پرمخ لاس ورتېر کړ او ډاډ يې ورکړ، ترڅو بېرته خوښ شو اوله پاچا څخه يې رخصت واخیست، ولاړ څو چې خپله لور په دې پوهه کړي چې د زوی حق نېږدې وي.

رابیا د لیونۍ په څېر جګه شوه او له خپلو پيروانو څخه يې و غوښتل چې سفر ته چمتوشي. پاچا او وزیر د پاچا په باغ کې د هماغې مڼې تر ونې لاندې ناست وو، چې ملنګ یې مڼې دم کړې وې، په دې وخت کې دوی ته خبر را ورسېد چې پتې خان د بست له ښاره وتلی شپه یې بهر تېره کړې او سهار رابیا هم پسې خوځېدلې ده.

پاچا د مڼو ونې ته وکتل او ويې ویل: «هغه غریب ملنګ خپلې مڼې بېرته واخستلې». وزیر ورته وویل «هو خو ډېرې خوږې مڼې وې». 

پتې چې کله له بست څخه بهر شو یوه کلي ته ولاړ چې ډېر ښکلی باغ پکښې آباد و. باغ ته ورغی چې هلته له ملګرو سره مشوره وکړي چې په کوم لور د سفر یون ته دوام ورکړي. کرم او پردل دده له بې پروا پهلوانانو څخه وو، او تر نورو ملګرو يې پتې خبره اورېده، هغوی ورته وویل چې شپه به همدلته تېره کړو او سهار به حرکت وکړو. دوی دواړو غوښتل چې د هندوستان په لور ولاړ شي. شهزاده ته يې مشوره ورکړه چې یوه لکړه به جګه کړو سهار چې په هر لوري کږه وه په هغه خوا به ځو، شهزاده ورسره ومنله، نيمه شپه (کرم) له خوبه راجګ شو او لکړه يې د هندوستان په لور کږه کړه.  سهار یې مخ په هندوستان کاروان وخوځېده. 

مازدیګر مهال يې په یوه دښته کې دمه شوه خیمې يې ودرولې او آسونه یې خوشې کړل. څلوېښت خیمې يې جګې  کړې چې په هرې یوې کې یوپهلوان اوسېده. کله چې دوه برخې شپه تېره شوه پيره دار، ځوانان له خوبه راپاڅول، ګورې چې د دوی پر لور په آسونو سپاره خلک را روان دي، دوی جګړې ته چمتوشول، کله چې سواره کسان را نېږدې شول (پتې) پوه شو چې (رابیا) له خپلو ملګرو ښځو سره د دوی خوا ته راځي، چې را ورسېده په ډېرې خوښۍ او خوشحالۍ يې د ښادۍ اورونه بل کړل او د دوی راتګ يې په خوښيو ولمانځه.

په رنګین سهار کې د هندوستان سیمې ته ورسېدل. په دا بله ورځ د بست په ښارکې په ځينو کورونو کې میندو په سرو سترګو ژړل، اوخپلې لوڼې يې یادولې. په دې پېښې سره د نجونو پلرونه ډېر سخت په غوسه وو او پاچا ته د عدالت کولو د غوښتنې په پار راټول شول. دوی پاچا ته وویل چې (پتې) اوملګرو يې د بست ښځې تښتولې او زمونږ عزت او ابرو يې لوټلې ده.

پاچا ډېر خفه شو امر يې وکړ چې وزیر يې ورته حاضر کړي. وزیر چې راغی خلکو ته يې وویل «ای خلکو زه هم ستاسو له ډلې څخه هغه کس یم چې لور مې (رابیا) چې تاسو(ژېړه بلبله) ګڼله هغه هم ستاسو د لوڼو له مخه تښتېدلې ده. خو ما پاچاته ګیله ونه کړه چې ستا زوی زما لور تښتولې ده. زما لور داسې  زړه درلود چې د یوه عشق په مینه کې لیونی و، همدې لیوني زړه خپله لاره ونیوله. زه يې د تللو څخه خبر شوم خو ومې نه شو کولای چې مخه يې ونیسم، ځکه هر هغه څوک چې په زړه پسې ځي مخه یې نه نېول کېږي. هغه زما یوازنی اولاد و، تاسو خو لا ډېر اولادونه لرئ. دا نجونې به آخر د یو ځوان سره په نکاح کېدلې او ستاسو له کوره به تلې. دوی داسې کار نه دی کړی چې تاسو یې ملامتي پر دوی یا نورو ور اړوئ. لور هغه خزانه ده چې مونږ ته د ډالۍ کولو لپاره راکړل شوې ده، خو لکه د نورو برخو باید پر خپل ځای ډالۍ شي. بهترین ځای د دوی لپاره هغه دی چې دوی يې په خپله خوښ کړي، زه چې څومره پوهېدلم هغه مې تاسو ته وویل، نور نو اختیار د عادل پاچا په لاس کې دی چې هر امر کوي هغه به ترسره کوو.»

پاچا وزیر ته آفرین ورکړ او خلکوته يې داسې وویل: «ای خلکو! زه ستاسو په منځ کې بوډا شوم په تاسو کې به ترټولو بوډا او د اوږد عمر خاوند داسې څوک پيدا شي چې ماته ووایي چې ما کله هم عدل نه وي کړی او پر تاسو یې ستم کړی وي؟ ماخو د ښه اولاد هیله کړې وه او که چېرې مې اولاد ښه او صالح نه وي نو د هغه هر ظلم او ستم به غندم ځکه د هر پلار اولاد چې بد عمل کوي باید پوښتنه یې وکړي او که زوی يې بد وي باید بد يې وګڼي. ونه هم چې میوه يې قوي او له کیفیته ډکه نه وي ارومرو کوم عیب اوناروغي لري. زه چې تل د خلکو د زړونو د خوښۍ هیله لرم همدغه شرم مې بس دی، چې ومې نه شو کولای چې د داسې زوی پلار و اوسم چې خلک مې د هغه له کبله وستایي. هغه مې لکه بل هر ظالم وګړي له خپل وطنه وشاړه، اوپه دې غمجن نه یم. اما ستاسو لورګانې په خپلو هیلو پسې تللې دي، د دوی هیلې زما د زوی له هیلو سره چې غوښتل يې پر خلکو ظلم وکړي، توپير لري. دلته نو خبره د زړه ده نه د هېواد. او زړه هغه هېواد دی چې باید وساتل شي، زه ددې لپاره چې وطن ولرم تر خپل زوی تېر شوم. او ستاسې لورګانې ددې لپاره چې د زړونو هېواد وساتي تر خپلو پلرونو تېرې شوې، ورځئ له بل پاچا څخه هم و پوښتئ چې هغه پاچا عشق او ځواني ده، زه نه شم کولای چې ستاسو بوډاګانو په ډلې کې ددې پاچا سره چې هغه د ځوانۍ قوت او ځواک دی وجنګېږم. زه له دې څخه وېرېږم چې ستاسو د حق په درکولو کې له نورو سره ظلم او بې عدالتي راڅخه ونه شي، که تاسو له دې پورته غوښتنه راڅخه وکړئ نو دا به زما سره جفاه وي. او لکه څنګه چې پاچا نه باید پر خلکو ستم وکړي، همداسي خلک هم باید پر خپل پاچا ظلم اوستم ونه کړي، زه چې تر کومه حده پوهېدم هغه مې درته بیان کړ نور نو چې ستاسو څه خوښه وي هغسې وکړئ!

خلک ټول چوپ شو او خپلو کورونو ته ستانه شول.

پتې او ملګرو يې مزل وکړ ترڅو چې هندته ورسېدل. اوس نه پوهېدل چې چېرته ولاړشي؟ یوه کلي ته ورسېدل پتې خپلو ملګرو ته وویل آسونه مو د خلکو کروندو ته ور خوشې کړئ. ملګرو یې همداسې وکړل. ډېر وخت نه و تېر چې د کلي خلکو د دوی آسونه بېرته ورته راوستل، او دوی ته يې وویل چې خپل آسونه وتړﺉ ځکه زمونږ کښتونه خوري. پتې خپلو ملګرو ته وویل: «ددې کلي خلک په اتفاق دي او پردي خلک د دوی په منځ کې ژوند نه شي کولای، درځئ چې داسې کلي ته ولاړ شو چې خلک یې یو له بل سره دښمنان وي.»

سبا کوم بل کلي ته ورسېدل بیا یې هم خپل آسونه د دوی کروندوته ورخوشې کړه، دوی هم لکه د هغه بل کلي خلک په یوالي سره ټول ورته ودرېدل، د پتې دوی کاروان له دې ځای څخه هم وکوچېد. بله ورځ د ګواریانو کلي ته ورسېدل، او بیا يې خپل آسونه د خلکو فصلونو ته ور خوشې کړه اما ددې کلي خلک په خپل منځ کې په اتفاق نه وو، یوه به يې آسونه خپل له کروندې د بل کروندې ته ورشړل، او ټول یو له بل سره په ضد او نفرت کې وو. پتې، کرم او پردل ته وویل: «دا هغه ځای دی چې مونږ کولای شو پکې و اوسو.»

د ګواریانو په کلي کې یو لویه کلا وه دوی پرېکړه وکړه چې په دې کلا کې به مېشته کېږي. کجویانو نه غوښتل چې پتې دوی دلته و اوسېږي اما کله چې پوه شو چې د څلویښتو جنګي زلمو سره يې په وس نه دی پوره نو مجبور شو کلا يې ورپرېښودله، او دوی ته يې عذر وکړ چې که مونږ له کلا څخه بهر شو نو دښمنان مو یرغل راباندې کوي، او ټول وژني. پتې د دوی دښمنانو ګواریانو ته ورغی ترڅو په منځ کې يې سوله وکړي خو هغوی ورسره ونه منله، نو جګړه يې ورسره وکړه او د ګواریانو له ډلې یې څو تنه ووژل. دې قبایلو باچا درلود. کله چې دې خلکو عدالت ترې وغوښت، پاچا پتې ته پېغام ور ورلېږه او پوښتنه يې ترې وکړه چې ته څوک يې؟ او څه غواړې؟ ولې دې زما د خلکو کلا په زور نيولې ده؟ پتې خپل ملګري را ټول کړل او د پاچا پېغام یې ورسره شریک کړ. او وروسته يې پاچا ته ځواب ور ولېږه: «د بست د پاچا زوی یم، پلار مې جبر راسره وکړ، وطن مې ور پرېښود او د نصیب شمال مې د سفر لکړه دې خواته راکږه کړه، قسمت دې خاورې ته راوستم، دلته راغلم ترڅو ستاسو مېلمه و اوسم، خو خلکو مې پرمخ دروازې راوتړلې، کله چې د دوستانو پرمخ دروازه وتړل شي، نو همدا دروازه به د دښمنانو پرمخ پرانستل کېږي. مونږ غواړو چې دلته ژوند وکړو، د بست نجونو او د هېرمند اولادونو دا ماڼۍ خوښه کړې ده. د هغه شهزاده لپاره چې پلار يې له وطنه شړلی وي دا نړی تنګه ده، که پاچا غواړي چې له دې کلا څخه ووزو نو بهر به شو، خو له پاچا سره به جګړه ارومرو کوو. ما غوښتل چې د قبایلو سره روغه وشي خو هغوی جګړه غوره کړه، تاسو ورته ووایاست چې دوی دې و جنګېږي خو ماتېږي دې نه.»

کله چې دا پېغام پاچا ته ورسېدی، نو فکر يې وکړ او وروسته يې ورته ولیکل: «د مېلمه د درناوي او لحاظ په خاطر هغه څه چې تېرشوي دي زما له خوا درته بښنه ده او کلا دې هم تاسو ته درپاتې وي، ما د خپل پلار په ځای وګڼه ترڅو چې بل مدعي پیدا نه شي بې غمه خپل ژوند کوئ او کلا ترهغو ستاسو ده څو چې خپله د وتلو لامل نه شئ، تاسو به ورڅخه بهر نه کړم. ښایي چې شهزاده ګان ټول لکه کرم ونه اوسي، موږ نه غواړو چې له مېلمنو سره وجنګېږو، خو د مېلمه سره هم نه ښایي چې پر کوربه ستم وکړي.

پتې چې کله د پاچا لیک ولوست، ملګري يې را وغوښتل او پاچا ته يې د رالېږلي لیک غوره ځواب ورلېږه. او خپلو ملګروته یې وویل «ښه به داوي چې ددې وطن له پاچا او خلکو سره ښه ګزاره وکړو، د پاچا له لیک او پېغام نه داسې ښکاري چې پوه او زړور سړی دی، سره ددې چې دلته يې زموږ اوسېدل نه خوښېږي، خو کولای شي هغه څه چې نه غواړي له هغه سره په زغم او حوصلې جوړجاړی وکړي، چې دا چاره پرته له پوهو او زړورو خلکوڅخه بل څوک نه شي ترسره کولای.»

کرم له دې ناستې څخه په غوسه او خفګان ولاړ. څېره يې ډېره قهرجنه وه، ټولو ته يې په پېغور سره وویل: زه نه پوهېږم چې د بست د شهزاده  پر اور يې  څه سړې اوبه واچولې، چې دده د زلمیتوب ګرمه وینه يې په بدن کې سړه کړه. باچا موږ ته داسې ځواب رالېږلی چې موږ وډاروي، که موږ دده دا پېغام قبول هم کړو، بیا به هم دی موږ په آرامه پرېنږدي. هغه غواړي چې زموږ زړورتوب و آزمايي، باید له هغه سره وجنګېږو ترڅو چې پوه شي چې دده برداشت سم نه دی، که چېرې دده خلک ټول عدالت و غواړي بیا هم دی نه شي کولای چې موږ له دې ځایه وشړي او یوازې خپل خلک و غواړي.

د بست د شهزاده پر طبعې دا خبرې ښې ونه لګېدې، لاس يې توري ته کړ چې دوی و پوهوي چې زما په وړاندې ګستاخي د منلو نه ده، خو پردل جګ شو اوهغه څه چې کرم ویلي وه هغه يې تاید کړل او نورو ملګرو هم د پخلي سر ورسره وخوځاوه. شهزاده چې ولېدل چې د ټولو ملګرو رایه یوه ده نو د تاوتریخوالي څخه لاس په سر شو او په نرمۍ يې ملګروته وویل: زه ستاسو د زړورتیا اوشهامت قدر کوم، خو ستاسو په منځ کې داسې څوک شته چې تر ما زیاته زړورتیا او شجاعت ولري؟.

ټول غلي وو، شهزاده په لوړ آواز وویل: دا لومړی ځل دی چې زما ملګري ځواب نه راکوي، او زما غږ نه اوري، نه پوهېږم چې روزګار زما حلق ته رانجه ور اچولي او آواز مې نه پورته کېږي او که د دوی په غوږونو کې يې مالوچ ایښي دي؟ ټول ملګري چوپ وه.

شهزاده بیا ناره کړه: موږ له خپل هېواد څخه شړل شوي یو، خو هرې ځمکې ته چې ورسېږو هلته باید خپل ژوند وکړو... آیا دا مو هېر کړي دي چې غږ کول ستاسو لرغونی دود دی؟ زه خپله پوښتنه دریم ځل بیا هم تکراروم. ټول ملګري بیاهم چوپ وو. پردل پورته شو او ویې ویل: زه د ځان او ټولو ملګرو له اړخه ستاسو څخه بښنه غواړم. وروسته ټول د شهزاده په درناوي اودرېدل، او بیا هریو خپلې کوټې ته ولاړ.

يو څه موده په همدې توګه تېره شوه، یوه ورځ کرم د کلا له بام څخه دباندې کتل، ګوري چې هلته وړاندې یو لوی کاروان تېرېږي، دی سمدستي له بامه راښکته شو، او پر خپل آس يې پښه راوړله ځان يې کاروان ته ور ورساوه، هلته یې ولیدل چې  په دې لوی کاروان کې اوښان ورو، ورو ګامونه پورته کوي. له باروړونکو خلکو څخه يې و پوښتل چې دا قافله د چا ده؟ قافله سالار ورته وویل: دا د هغه پاچا خزانه ده چې پر مونږ اوتاسو حکومت کوي.

کرم ورته وویل: زه غواړم چې دا قافله خپلې کلا ته بوځم. د قافلې سالار یو قوي او پهلوان سړی و د کرم سره يې جګړه ونښته خو ماته يې و خوړه. 

کرم هغه و واژه او کاروان يې خپلې کلاته را وګرځاوه. په دې ورځ د بست شهزاده او نور ملګري يې په ښکار وتلي وه. کرم خزانه چېرته پټه کړه او اوښان يې خوشې کړه.

کله چې باچا ته ددې پېښې خبر ورسيد ډېر غوسه شو او امر يې وکړ چې عسکر يې ملا وتړي او جنګ ته چمتوشي. شهزاده له ښکاره داسې ستړی راستون شو چې که يې وخت درلودای نو داسې به وېده شوی وای چې د لمر سره به يوځای له خوبه را پورته شوی وای.

په دا بله ورځ سهار رابیا د بام له سره ولیدل چې د کلا شا اوخوا عسکرو نيولې ده. پتې يې له خوبه راويښ کړ. پردل ته یې امر وکړ چې پرسپاهیانو غږ وکړي او ترې و پوښتي چې څه نیت لري.

یو پهلوان له کلا نه بهر ځواب ورکړ، چې د باچا عسکر جګړې ته راغلي دي. کله چې یې لامل ترې و پوښت نو څرګنده شوه چې د پاچا د خزانې د تروړلو له کبله يې دلته هجوم راوړی دی. شهزاده (کرم) را وغوښت هغه ټول حقیقت ورسره شریک کړ. شهزاده ډېر غمجن شو  خو ملګرو یې وویل: موږ د جګړې تږي یو تاسو ولې پريشانه یاست؟ شهزاده ورته وویل: جنګ مرګ را وړي، مرګ د مسولیت څخه د ژغورلو لار ده. اما د ژمنې نقش هغه مرګ دی چې مسولیت لري، هغه څه چې ما پرېشانه کوي هغه جګړه نه ده. کاش! کرم لکه څنګه چې جګړې ته چمتو دی موږ يې د جنګ نه مخکې له ماتې سره نه وای مخ کړي. وروسته د بست شهزاده یو لیک ولیکه او باچا يې د اصلي حقیقت څخه خبر کړ. باچا په بهانو پسې ګرځېده. دې ته حاضر نه شو چې خپله خزانه بېرته واخلي او له جنګ څخه وګرځي. پتې او ملګرو ته يې خبر ورکړ چې سبا سهار د جنګ لپاره چمتوالی ونیسي او میدان ته را ودانګي. په هغه وخت کې پهلوانان یو له بل سره لاس په لاس جنګېدل. جګړه يې ونښته او دوی دېرش ورځې پرله پسې سره وجنګېدل. د پتې دیرش ملګري يې ور څخه ووژل، د باچا د عسکرو د مړو شمېر هم درې سوه تنوته ورسېد. لس ورځې نور يې هم سخته جګړه سره وکړه. د پتې (نه) پهلوانان نور هم ووژل شول. د پاچا شپېته تنه عسکر هم په وینو کې و رغړېده. یولسمه ورځ د بست شهزاده د جګړې میدان ته ورغی او دېرش ورځې يې پرله پسې جګړه وکړه. د پاچا ډېری پهلوانان یې ووژل. کله چې میاشت را نوې شوه نو د بست سپوږمۍ رابیا شهزاده ته وویل: نور جنګ ته مه ځه! شهزاده ورته وویل: نه پوهېږم ته څنګه ما له جګړې څخه راګرځوې؟

رابیا ورته وویل: یو ډېر پرېشانه خوب مې ولید، خوب کې مې ولېدل چې یو نوراني سپین ږېری راشي او زما پړونی راڅخه واخلي، د خپل آس پر شا يې و غوړوي. زه چې هرڅومره زارۍ ورته کوم نه یې راسره مني، راته وایې چې زه خپله مڼه بېرته د بست له پاچا څخه اخلم، نو ځکه زما اندېښنه ده، چې ښایي تاته زیان ورسېږي.

شهزاده هغه ښکل کړه او د جګړې د میدان په لور وخوځېد.

په دې ورځ د بست ښځو د پهلوانانو مړي پر خپلو کټونو ایښي وو او خپل رنګین شالونه يې پرې هوار کړې وو، د کلا بام ته ختلې وې او د جګړې د میدان ننداره يې کوله.

رابیا په دې وخت کې داسې ناره وکړه: د پتې کرنګه نعل به دي زرین کړم، د پتې کرنګه نعل به دې زرین کړم-  که دې دا وار پتې را وړ خپل امیل به ستا د غاړې لونګین کړم.

ښځو ناڅاپه ولیدل چې د پتې آس د کلا په لور منډې را وهي، دوی ګمان وکړ چې پتې د جنګ له میدان څخه تېښته را وکړه. د ښځو چغې تر آسمان اوچتېدلې، د کلا دروازې ته يې ځانونه و رسول ترڅو دروازه ورته پرانیزي. رابیا پر ښځو غږ وکړ: هغه پهلوان چې د جنګ له ډګر څخه را تښتېدلی وي هغه ته باید دروازه خلاصه نه شي. پتې چې کله د کلا دروازې ته ورسېد، له آس څخه را ولوېد.  رابیا چې دروازه پرانیسته ګوري چې پتې ځان رارسولی چې د جنګ په میدان کې ونه لوېږي او ددې په غېږه کې خپله آخري ساه ورکړي. د دښمن غشی يې پر زړه لګېدلی و، شهزاده ساه ورکړه او له خپلو تللو ملګرو سره یوځای شو. ملنګ خپله مڼه د بٌست له پاچا څخه بېرته واخیسته.

(پای)

*****

  




                                                                                                                                                                    - ۶-


 

                                                                                                  درې عاشقان



اهدأ

زوړ بوډا خپل زلمیتوب په محبت تېر کړی دی؛ په زړه کې يې ډېرې دردونکې خاطرې درلودې، له ژړا پرته یې د ویلو څه نه درلودل او د بېلتون له داستانه پرته بل حکایت ورسره نه و. د کلي په یوه حجره کې يې ساز غږاوه او ځوانانو ته يې د عشق کیسې کولې.  

کله چې به يې غزل وایه نو ټول به ورته بې غږه اوبې حاله وو. خپله به لکه د پسرلي د باران څاڅکي په اوښکو اوښکو ژړېده. کله چې به يې د زړه ورکونکو عاشقانو د برخلیک داستان بیاناوه، په داسې انداز به سر و، لکه د خپل عشق او ځوانۍ رازونه چې څرګندوي، هروخت چې به يې افسانه پای ته ورسېده نو ډېر مغرور او بې پروا به ښکارېده.

دا چې د رباب له آهنګینو نغموسره به يې وروستۍ کړیکه ختمه شوه، نو بیا به د یو عادي وګړي په توګه څرګندېده. او خپل پرتم او جلال به یې له لاسه ورکړ. دده لویوالی دده په ساز او نغمو کې و. سره اننګي به يې ډېر ژر په ژړ رنګ داسې واوښته، چې تا به ویل چې سور اور دی او مړ شو. د نوموړي افسانې زما لپاره په زړه پورې وې. سره له دې چې وړوکی وم خو بیا هم دې کیسو ماته زړه راښکون درلود. ما له هغه سره مینه درلوده او ده هم ماته پاملرنه کوله. ترڅو چې د خپل ژوند وروستي پړاو ته ورسید،  او د مرګ په تیارو کې د ټولو له نظره پټ شو، خپل له تلپاته نغمو سره یوځای شو.

چې کله مې یې د مرګ خبر واورید څو ځله مې هغه د خپلې ځوانۍ د دوران په رویاوو او پرېشانه خوبونو کې ولید، خو ماته يې کومه سندره نه درلوده.

دا داستان چې  له ده څخه مې اورېدلی بېرته يې ورته ډالی کوم. سره له دې چې ښه پوهېږم نوموړی نور ددې وړې نړۍ ډالیو ته اړتیا نه لري.

(پژواک)

***

یو وخت په ( تیزین ) کې چې اوس هلته د تېر ژوند ډېره کمه نښه او نښانه ښکاري، د افغان قبایلو په منځ کې چې ټول لکه وروڼه او برابر اوسېدل، دوو وروڼو ژوند کاوه.

د سیمې خلکو د دوی خبره منله. او دوی هم یو او بل ته درناوی او الفت درلود، اوپر خلکو يې هم پېرزوینه او شفقت کاوه. د خلکو پر وړاندې يې دسترخان تل غوړېدلی او په ورین تندي يې کوربتوب کاوه.

مشر ورور يې اوه ځوان زامن درلودل چې د مشر زوی نوم يې زبردست و، خو د کشر ورور يې لا تراوسه پر نارینه اولاد سترګې نه وې رڼې شوې. تر څو چې د خدای تعالی لورینه پرې وشوه او دده د ډېرې دعا، ژړا، تندې او تلوسې په پایله کې وروسته له ډېر ځنډه یو وخت د زوی زېری پرې وشو. دا دوه ماشومان لا نړۍ ته نه وو راغلي او د لمر او سپوږمۍ شغلو پردې ښکلو ګوهرونو خپله ځلا نه وه خپره کړې چې پلرونو او میندو یې د لمر په څېر په غرور او د سپوږمۍ په شان خوښۍ اوخوشحالۍ کولې.

یوه ورځ یې مشر ورور په ډېرې خوښۍ وویل که چېرې نوي زېږېدونکي ماشومان دواړه یا لمر (هلکان) او یا سپوږمۍ (نجونې) نه وو. نو یو له بل سره به یی نکاح کړو.

ډېره موده نه وه تېره چې په یو ښکلي سهار د کشر ورور پر کور د لمر وړانګې راپورته شوې (زوی یې) و زېږېد، او دې شغلو د (مومن خان) پر ځانګو د خپلې ګرمۍ او حرارت جوهر پرېښود. یو لږ وخت وروسته د دې بل ورور د کور پر بام د شپې مهال ښکلې سپومۍ راپورته شوه او د خپلې رڼا او لورینې سپینې پلوشې يې وړوکې او نوزېږدې (شرینو) ته ډالۍ کړې.

لمر او سپوږمۍ نوې او خوښې ورځې او شپې یو په بل پسې راوړې، مومن او شرینو ورځ تر بلې په عمر پخېدل، په دې لړ کې د دواړو وروڼو د ژوند ستوري یو په بل پسې ولوېدل او لکه د نورو تللو خلکو په څېر خپلو ابدي کورونو ته چې ټول به ورځو دوی هم ولاړل.

د مرګ تند باد ددې پلرونو د ژوند ډېوې مړې کړې، خو د اولادونو په زړونوکې يې د مینې اورونه لا پسې بل شو. او لکه دوې شمعې یو د بل په محبت کې سوزېدل. د ورځې به يې یو له بل سره لوبې کولې. د دوی مینه په خپلو کې سره ساده، شوخه او بې تکلفه وه، ترڅو چې هغه ورځ را ورسېدله چې د یو او بل زړه ته نور لاهم محبوب کېدل.

دا محبت یو ډېر مهم او سپېڅلی راز و چې شېرینو د خپل زړه په اوو پردو کې پټ ساته. او مومن هم په خپل زړه کې د حیا، شرم او عزت پوښ پرې غوړولی و. زمونږ په نړۍ کې هم د پاکو زړونو شتون ګټور دی. وخت په همدې توګه تېرېده، تراوسه لا هغه خاورین پوښ چې پر دې مینه سوزونکو زخمونو خور و، نه و په هوا شوی. او له زړونو څخه يې پرده نه وه اخستې. ورو ورو د خوشحالۍ او موافقې حالت په خپګان او مخالفت بدل شو. د زړونو بدلون ددې کورنیو د خوښۍ او پخلاینې ښکلې فضا د نفاق او تربګنۍ طوفان په بله واړول. په هغه دور کې ډېر کم پېښېدل چې د کورنیو او کاله ترمنځ دې نفاق رامنځ ته نه شي. اووه تکړه او ځوان زلمي وروڼه چې هریو يې د اوو اقلیمونو د بادشاهۍ دعوه ګیر و، یو خواته وه، او مومن چې د نړۍ د سردارۍ وړ و، یوازې بل لور ته سره مخامخ شول. او د قوم او قبيلې پر مشرتوب او واک يې شخړه جوړه شوه. دا قوم چې تل په یوالي او اتحاد کې اوسېدلي و، د نفاق او دوه زړه توب په حالت کې راګېر شو. دوی ټول په خپله دعوه کې رښتیني وو، د زور او قدرت له مخې هم د واک چلولو جوګه وو.

په دې وخت کې د قوم سپين ږیرو او مشرانو منځ ته را ودانګل. چې د عامو خلکو ترمنځ شته نظم له منځه لاړ نه شي. د ورورګلوۍ په روحیه یې د سولې او روغې خبرې پیل کړې او دواړو لورو ته یې داسې وویل: ( تاسې ټول د مشرتوب او رهبرۍ وړ یاست، ښه به داوي چې مشران او سرداران د جګړو، زیان او دښمنۍ د توري په ځای دا دعوه د خبرو او عدالت او انصاف له لارې حل او فصل کړي، چې قوم او قبیله نېکمرغه او له خوښیو ډک دوامداره ژوند ولري) هغه وخت خلکو د قوم خیر او صلاح د قوم د مشرانو په سولې او اتفاق کې ګڼله.

آخریې هغه لار او رایه چې ټولو خوښه کړې وه هغه يې وټاکله، زبردست چې تر نورو شپږو وروڼو مشر و د قبيلې د سپینږیرتوب او مشرتوب لپاره غوره شو، او نیم واک د مومن په برخه ورسېده. هره خوا په خپله برخه راضي شوه قوم هم پردې پرېکړه قناعت درلود. جنګ په سولې بدل شو. خو کله چې په خپلوۍ کې نفاق رامنځته شي، زړونه یو له بله لېري کېږي. زبردست له مخکې مومن ته په ښه سترګه نه کتل. خو مومن ډېر د شېرینو  لپاره له زبردست سره نه یوازې په زغم چلن کاوه بلکه د زړه له کومې يې غوښتل چې له هغه سره دوستي او خپلوي وپالي، او دی هم دې دوستۍ ته راوبلي.

داسې وخت را ورسېد چې مومن په دې وپوهید، چې نور نو هلته د شېرینو ژوند هم په کړاو کې دی او لکه زهر او زقوم هسې تریخ پرې تېرېږي. له ناچارۍ څخه یې ازمایل شوي پوه او ځيرک مشران را وغوښتل او زبردست ته يې په مرکه ور ولېږل. ترڅو د آئين او دستور مطابق شېرینو ځان ته وغواړي. هغه (زبردست) ته يې وویل چې د هرډول شرط منلو ته چمتو دی، کله چې مرکه د زبردست کلاته ورسېده نو دی د خپل غرور له تخته راکښته شو. او د قوم له دستو رسره  سم یې په عاجزۍ چلن وکړ  چې د مېلمنو مېلمه پالنه د دوی له مقام سره برابره او په ښه توګه وکړي. په ډېر ورین تندي يې له مېلمنو سره رفتار وکړ، او د دود سره سم يې دوی ونازول، هغه وخت زمونږ خلکو همداسې کول.

دوی سره کښېناسته او د مرکې خبرې پيل شوې. د سپين ږیرو له جملې څخه یوه يې وویل: چې مونږ راغلي یو  چې د قوم په آئين پوه شو، چې د زبردست خوښه څه ده؟ مومن غواړي چې ددې کورنۍ ډېوه خپل کورته یوسي، ترڅو یې په رڼا کې د خوښ او نېکمرغه ژوند لار ووهي. زبردست خان وویل (عزیزانو ته د نه ځواب ویل د دود او دستور په ضد دی، له دې کور څخه خدمتګاره د مومن کلاته درومي. خو څوک کولای شي چې وینځه ولري او  په خپل مړوند بروسه وکړي. مرکه کونکی باید داسې څوک و اوسې چې وتوانېږي خپله موخه په دقیقه توګه په نښه کړي، آس يې په سیالۍ کې مخ ته وي، د خپل مټ په زور پرته له کوم مرستندوی څخه د پلار د سپر د وزن په اندازه خپلې ناوې ته سره زر واخلي) دا د هغه وخت رواج و.

شرطونه ومنل شول او د مرکې آسونو حرکت وکړ بېرته د مومن خان د کور په لور ور وګرځېدل. هغوی چې د مومن له نښه ويشتو او آس ځغلونې څخه خبر و، هغوی په غرور روان وو. خو هغه څوک چې د مومن په غریبۍ او بې وسۍ پوهېدل هغوی خپل آسونه ورو ورو شړل، تر دې ډېر تاثر او آغېز نه محسوسېده. کله چې د زبردست ځواب مومن ته ورسېده داسې حالت ښکارېده لکه د غره په سر کې چې د یو جګړه مار سړي پرمخ د لمر سپر را ځلېږي. مومن وویل تاسې ولاړ شئ او د زبردست سره يې جوړه کړئ. ځکه د هغه زوی مټ چې د پلار سپر يې یو من وي، هغه کولای شي چې د نورو تر سپر هم زیاته طلا لاس ته راوړي. سهار د لمر زرینه دایره وځلېدله. مومن ملا وتړله او له ځان سره يې وویل: ( که چېرې همت شتون ولري د لمر ددې دایرې څخه کېدلای شي چې زرین سپر جوړ شي. باید سفر وکړم او هغه څه چې پکار دي هغه باید لاس ته راوړم، دلته اوسېدلای شم، خو ددې غیور قوم سترګې نورې باید زما په ډول څېرې باندې ونه لګېږي).

څوک نه پوهېږي چې شېرینو څرنګه خبره شوه. ځکه رویبار چې زړونو ته خبر وړي ناڅرګند دی. شېرینو د مومن په تنګ لاسۍ او همت پوهېدله سهار وختي يې د هغه د سفر لارې ته په دې موخه ځان ورساوه، ترڅو يې له سفره را وګرځوي او که دا چاره ناشونې وه نو خدای په اماني خو به ورسره وکړي. چې د بېلتانه په راتلونکي ژوند کې یو یادګار ورسره پاتې وي. مومن په سوچونو کې ډوب او یوازې روان و، یو ډېر اوږد سفر يې په مخ کې و اما بیا يې هم ورو، ورو یون کاوه. دی د مراد منزل ته د قدمنو په چټک کولو نه رسېده. ځکه د عشق لاره کله هم ژر کله په ځنډ او کله هم په هېڅ ډول نه وهل کېږي. د یو غږ په اورېدلو سره دی له سوچونو راووت، ویې لیدل چې شېرینو دده د لارې پر سر ورته ولاړه ده. هغه لار چې ددې لپاره يې ټاکلې وه، دلته تکلف شتون نه درلود، شېرینو پر مومن غږ وکړ او ورته ويې ویل: تا د سفر موزې په پښو کړې-  د  زيړو ګلو باغ پر چا سپارې میینه؟

-   ما د سفر موزې په پښو کړې-  د زېړو ګلو باغ پر خدای سپارم میینه

-  د هندوستان ولور ته مه ځه-  د شېرینو ولور له ما واخله میینه

-  د هندوستان ولور ته ځمه-  د شېرینو ولور په خپل مټو راوړمه

-  د هندوستان ولور ته مه ځه-  د هندوستان نجونې لولۍ  بند به دې کړینه

-  د هندوستان ولور ته ځمه-  د هندوستان نجونې زما خویندې میندې دینه

مومن نه غوښتل چې شېرینو یې اوښکې وویني. بناً همداسې غلی مخ پروړاندې و خوځېده.

شرینو چغې کړې او ویې ویل: (زما ګران محبوب راڅخه ولاړ او سفر کوي زما د زېړ مخ اننګي د اوښکو په سېلاب لاهو شوه او دا لنډۍ يې وویلې:  جانان مې ځي نه پاتې کېږي-  زما پرمخ د بېلتانه اوښکې راځینه.

- چې دورې ځې خال مې صحیح که-  د هندوستان د نجنو نشته شنه خالونه)

کله چې پوه شوه چې نه ددې فریاد هغه ته او نه دهغه فریاد دې ته رسېږي، نو له ځان سره یې وویل:

- وجود مې ټوله په لړزه دی-  اوس مې د صبر لمن ګوتې نه نیسینه

-  مومنه ولاړې بېلتون یوړې-  ستا جدایي به مې ترڅو وسوزوینه

- ورځه ورځه په مخ دې ښه شه-  دا شینکی خال اوزلفې تالره ساتمه

-  مسافري په دل جمعي کا-  خولګۍ مې ستاده که زه خاورې شمه میینه

-  ماجدایي لیدلې نه ده-  ستاپه بېلتون کې به زه خاورې اېرې شمه...

مومن هندوستان ته ورسېد. ده په مخکې د عشق سفر درلود. دده منزل نامعلوم و. کله چې هیندیانو دا ښایسته زلمی ولید نو لیوالتیا يې ورته زیاته شوه. ده ته یې د پردي شهزاده نوم ورکړ. د هند پاچا خبرشو او مومن يې خپل دربار ته ور وغوښت. کله چې مومن د پاچا حضور ته حاضر شو باچا په دې ورځ د عام او خاص سره لیدنې، کتنې کولې، د هند باچا پوه او عقلمند سړی و. دی يې په عزت خپل حضورته ور وباله. کله چې يې مومن ته وکتل نو ویې ویل: زه پوهېږم چې ته له هغې ځمکې راغلی يې کله چې لمر زمونږ ځمکه پرېږدي اولوېږي نو هلته سر را هسکوي، خو نور نه پوهېږم چې ته څوک يې؟.

مومن وویل: د پاچا لوړ نظر ډېر قدرمن، زرین او په ځای دی. زما نوم مومن دی او د همهغه ځمکې له سردارانو څخه یم، دغسې یو حالت راغی چې د پاچا پر هېواد مې سفر وشو. نه پوهېږم چې چېرته به ځم ځکه یوه ناڅرګنده لار مې په مخ کې ده، او پرته له خپل زړه بل لارښود نه لرم، په دې ډاډمن یم چې دا څو ورځې چې د پاچا په هېواد کې تېروم نو دده په رضا به اوسېږم، او یقین لرم چې پاچا به د اوسېدلو اجازه راڅخه ونه سپموي.

د هند باچا وویل زه د پهلوانانو زلمیو سره مینه لرم،  اوس ورځه کوم ځای چې درته چمتو شو هلته و اوسه، او زموږ مېلمه شه.  

سبا زما پهلوانان غېږنیونه کوي، نښان ویشتونکي مې نښانونه ولي، آس لرونکي مې وزلوبه کوي، هلته به د لوبو په میدان کې د نندارې لپاره حاضر شې اوستا څوکۍ به زما له څوکۍ سره یو ځای ایښې وي. مومن مننه ورڅخه وکړه اوترې رخصت شو. دا چې سفر ستړی کړی و نو ویده شو. په خوب کې ولیدل چې پلار يې ملا ور تړي او ورته ويې ویل: زما زویه! تکړه او پهلوان و اوسه، قادر خدای تعالی (ج) ستا مرستندوی دی، هېڅ پهلوان او نښه ویشتونکی به ستا د مټ زور ونه لري، ستا له غشي به هېڅ  نښه خطا نه شي، هېڅ آس به ستا له آس څخه وړاندې نه شي.

مومن له خوبه پاڅېد او پر ټاکلي وخت د پاچا دربار ته ورغی او د هغه له څنګه کښېناست، مومن د باچا د پهلوانانو ستاینه وکړه او باچا ته يې وویل که چېرې مهرباني وکړئ او ماته اجازه راکړئ چې زه هم نن ستا د پهلوانانو په ډله کې ودرېږم. باچا ورته وویل ترڅو چې دلته اوسېږي ستا له هېڅ ډول غوښتنې سره به مخالفت نه کېږي او منل کېږي به.

مومن وویل چي غواړم د لومړیو پهلوانانو سره غېږه ونیسم، له لومړنیو نښه ویشتونکو سره نښه وولم او وروسته له دوی سره ځغاسته وکړم.

سمدلاسه جګ شو او د ورزشکارانو په ډله کې ودرېد.

ډېری خلک راټول شوي وو، مومن نامي پهلوان ته په غېږ ورغی او هغه یې پر ځمکه را وویشت، ټولو چغه کړه، په نښه ویشتو او آس ځغلونې کې هم په لومړي مقام کې راغی.

ټول خلک ورته هک حیران وو. باچا ډېر وستایه او دده د اتلولۍ په ویاړ يې يو عمومي مېلمستیا جوړه کړه.

په دې ورځ ساز غږونکو او ربابیانو په ډېر شرنګ سازونه او نغمې وږغولې، باچا هم ډېر خوشحاله ښکارېده. ښځو د مومن خان په غاړه د ګلونو هارونه ورپورې کول، مشرانو ویل: چې مومن بېساری زلمی دی، ماشومانو به دده په څېر د ځوانۍ هیله کوله او دا یې آرمان و چې د مومن غوندې زلمي شي.

باچا د مومن سره خبرې کولې چې په دې وخت کې یې یو لیک ورته راوړ.

باچا د لیک په لوستلو بدلون وکړ. مومن پوه شو چې په لیک کې ښه خبر نه دی راوړل شوی. له باچا یې و غوښتل چې لیک ده ته ورکړي، هغه لیک ورکړ، مومن چې لیک ولوست ویې ویل: زه به ددې لیک ځواب ارومرو ورکوم، باچا ترې وپوښتل څه ډول ځواب؟

مومن وویل د ځواب پرځای زه خپله ورځم... او سمدستي له ځایه جګ شو.

باچا خپل سپاره له ده سره ملګري او مامور کړه. خو مومن ورسره ونه منله او باچا ته يې وویل چې زه باید په خپلو ټولو سفرونو کې یوازې و اوسم، معلومه نه ده چې د لارې په اوږدو کې تر هغه ښاره چې دده هدف و څه به پرې تېر شوي وي، خو وایي چې فکر او سوچ يې یوازې د شېرینو سره و.

کوم لیک چې د هندوستان باچا ته رسېدلی و هغه د بل باچا له لوري و. او له ده څخه يې ولجه غوښتله، مومن هلته ور ته چې هغه باچا له دې خراجه منصرف او لاس په سر کړي. او د هند د باچا له اوږو څخه دا دروند پېټی واخلي. هغه باچا هم په هندوستان کې حکم چلاوه. هغه وخت په هند کې اووه باچاهان وه چې شپږو نورو یې همدې اووم باچاته ولجه ورکوله، او دی يې د باجګیر باچا په نامه پېژانده.

مومن چې کله د باجګیر باچا ښار ته ورسېد، د زرګر دوکان ته ولاړ او ورته ویې ویل چې دده د آس نعل د سرو زرو څخه جوړ کړي، زرګر حیران شو. او کار يې پرې پیل کړ.  مومن د زرګر د کار او په ښار کې د خلکو ننداره کوله. ده تر اوسه دغسې ښکلی له خلکو او مالونو ډک ښار نه و لېدلی.

یو ناڅاپه يې ولیدل چې د خلکو شور او ځوږ غلی شو، هر سړی پر خپل ځای ولاړ پاتې شو، د بازار په آخر کې یې یو اوښ ولید چې کجاوه پرې تړلې ده او چغې او زارۍ ترې پورته کېږي. مومن پوښتنه وکړه چې دا څه وشو چې ټول داسې شوﺉ، دا اوښ د چا دی؟ دا ژړا او فریاد د څه لپاره ده؟ دا بار چېرې وړي؟

زرګر ورته وویل: دلته یو ښامار دی چې هره ورځ یوه پېغله او یو اوښ په ډوډۍ بار ورلېږي که چېرې یوه ورځ هم داسې ونه کړو نو راځي او ټول ښار له ستوني تېروي، نن د باچا د لور شهزادګۍ وار رارسېدلی دی. او دا وروستۍ قرباني ده ځکه تر دې مخکې يې د ښار ټولې نجونې همداسې ورلېږلې او ښامار خوړلې دي.

په دې وخت کې اوښ د زرګر دوکان ته راورسېدی. د شهزادګۍ چغې او فریاد په لوړ غږ و، او مومن واورید چې داسې وایي: ځوانانو ننګ راباندې وکړﺉ-  پلارمې مغل دی ما ښامار لره لېږینه.

مخکي له دې چې مومن څه ووایي دلته په مجلس کې کوم ظریف سړی ناست و هغه يې په ځواب کې داسې وویل: موږ خو به ننګ درباندې و کړای-  مېړه دې ناست دی په بریتو ګوتې وهینه.

وایي دې غږ پرمظلومې شهزادګۍ داسې اغېز وکړ، چې بیا يې هيچا ژړا او فریاد وانه وریدلی شو. مومن د خاوند د کلمې په اورېدلو سره لکه ښامار چې ترې را تاو شي بې اختیاره له ځایه را جګ شو، په پټه د اوښ په شا پسې روان شو، کله چې اوښ د قربانۍ ځای ته ورسېد نو مهار نیونکي يې مهار خشې کړ، ووېرېده په بيړه بېرته را وګرځيد. شهزادګۍ بیا چغه کړه خو نور یې چغو کوم اغېز نه درلود. مومن چې له نظره ځان پټ کړی و، لیدل یې چې مهارنیونکي د اوښ مهار نور پرېښود او په خپله مخه ولاړ. اوهېڅ شاته نه ګوري. نو دی د اوښ لوري ته ورنېږدې شو، کله چې د شهزادګۍ پام ورواوښت په همدې یو نظر يې زړه پرې بایلود، داسې عشق چې له مرګ سره یو ځای یرغل کوي پر زړه لویه لمبه وروړي.

شهزادګۍ ورته وویل: ای زلمیه ته څه غواړې... ورځه که د مرګ په لټه يې نو داسې ځای يې ولټوه چې زما له سترګو پټ وي، زه نه شم کولای چې تا د ښامار په خوله کې ووینم. رښتیا تاسې څوک یاست؟ مومن ورته وویل: زه هغه مسافر یم چې غواړم د یوې مظلومې ښځې په دفاع او ساتنه کې په پردي وطن کې ومرم، نه پوهېږم ته څه تصور کوې؟

شهزادګۍ ورته وویل: هغه څه چې ته وایې د دغسې نارینه وو له هیواده تللي دي، ته د مړو له ځمکې راغلی يې...؟

مومن وویل: ښامار کله راځي؟ ښځې ورته وویل: کله چې لمر یوه بله نېزه هم را پورته شي. مومن وویل: نو زه باید يو شېبه ویده شم ځکه ډېره اوږده لاره مې په لنډ وخت کې ووهله ستړی یې کړم.

شهزادګۍ ورته وویل: ورځه ځان مه قربانوه... مومن ورته وویل نور نه غواړم چې دا تکلیف واورم... شهزادګۍ ورته وویل نو راشه خپل سر زما پر زنګون کښېږده... مومن ورته وویل: دا کار ځکه درسره قبلوم چې تاته نېږدې و اوسم اوته په یوازیتوب کې ونه وېرېږې، او بله دا چې وکولای شې ما ژر له خوبه ويښ کړې، او که چېرې د ښامار په لېدو تا نه شوه کولای چې ما له خوبه ویښ کړې، ګوندې ستا د ډار او اضطراب حالت ما را ویښ کړي، مومن ویده شو...

په خوب کې ویني چې شرېنو ورته وایي: د هند ښځې به تا د مینې په جال کې بند کړي.  خو دی ورته وايي چې: د هند ښځې زما خویندې میندې دي.

مومن لا ویده دی چې ښامار را څرګند شو. د شهزادګۍ له وسه ووتل چې مومن له خوبه پاڅوي، د شهزادګۍ اوښکي د مومن پرمخ و څڅېدې او دی له خوبه را ويښ شو.

مومن د ښامار پر خوا ور روان شو. شهزادګۍ د مینې په زور له مرګه نه وېرېدله او په مومن پسې د شا له خوا په ځغاسته روانه وه. مومن او ښامار سره مخامخ شول. ښامار مومن خان ته خوله ور واچوله. د حریص خوله غاښونه نه لري. مومن په دې پوهېده، نو ځکه يې د خپلې لوڅې تورې سره ځان د ښامار خولې ته ور واچاوه. ښامار چې څومره هم مومن د خېټې خواته ورکشوه، د مومن په توره دی لاهم سره دوه ځایه کېږي اوڅيرېږي، تر دې چې مومن د ښامار له هغه بل سره ووت.

ښامار او مومن دواړه له حرکته لوېدلي وو. نجلۍ پوه شوه چې مومن د ښامار کار ورخلاص کړی دی. دې وغوښتل چې یو څه ترسره کړي نو ولاړه د مومن بدن یې په خپل غېږ کې ونیوه. د مومن وجود حرکت نه کوه.

یو څو شېبې وروسته د مومن سترګې خلاصې شوې، ګوري چې ښامار لکه یو غر بې حرکته پرځمکه پروت دی. او شهزادګۍ ده ته نېږدې ناسته ده. د خدای تعالی (ج) شکر يې پرځای کړ، او له شهزادګۍ سره يې د خدای په اماني وکړه.

شهزادګۍ په ډېرو چغو او زاریو سره وویل: چې کاش د ښامار خوراک شوې وای! نه دا چې ستا په مینه کې مې زړه بند او درپسې وسوزم.

مومن ورته وویل: که چېرې په خپله موخه کې بریالی شوم ښایي ستاسره بیا ووینم. خو اوس نه شم کولای چې تا پرېنږدم. ورځه خپل د پلار ماڼۍ ته بېرته ور ستنه شه او هغه تمځای ته بېرته خوشحالي ور وړه، زه باید نور ولاړشم خپل آس روان کړم او د خپلو غمونو او ښادیو سره بوخت شم.

شهزادګۍ هم نور مخ د کور په لور وخوځېده او په لاره کې یې هغه کس ولید چې مور يې په دې پسې رالېږلی و. دا سړی د پاچا له پهلوانانو څخه و، په دې نیت يې رالېږلی و چې که د لور د کالو کومه نښه يې د ښامار له خولې پاتې شوې وي هغه له ځان سره راوړي چې له دوی سره د یادګار په توګه خوندي شي. سړی له لرې څرګند شو او ورو ورو رانېږدې شو ګوري چې د ښامار لاښ پروت دی، فکر یې وکړ چې ژوندی دی سمدستي یې منډه کړه او د تېښتې لار يې ونیوله، شهزادګۍ ورنارې کړې: ای پهلوانه له مړه ښاماره مه وېرېږه!

مومن چې د ښامار له وجوده نښانه پرې کړې وه ددې لپاره چې خلک یې ونه ویني د ښار په لور په کومه بله لار ولاړ. پهلوان د شهزادګۍ په نارو راوګرځيد کله چې یې ولید چې ښامار په رښتیا سره مړ دی نو نوې ساه یې واخسته. او له شهزادګۍ سره مخ پر کور روان شو. شهزادګۍ د پلار ماڼۍ ته ورسېدله، پلار او مور يې په لیدلو حیران شوو او خیال يې وکړ چې ښایې سترګې به يې سم لیده نه کوي، تر دې چې شهزادګۍ خپله افسانه ورته وویله.

باچا امر وکړ چې د باجګیر باچا د پاچاهۍ په ټوله سیمه کې دې مومن وپلټل شي. مومن چې کله ښار ته راورسيد، خپل آس یې روان کړ او خپله څېره یې په هغه رنګ چې ترلاسه کړی يې و، رنګ کړه چې خلک يې ونه پېژني. باچا وعده کړې وه چې که چا مومن وموند هغه ته به هم لوړ مقام ورکوي او دا چې باچا نارینه اولاد نه لري نو مومن به خپل ځایناستی ټاکي. 

ډېرو پهلوانانو خپل ځانونه د ښامار وژونکي معرفي کړل. خو کله چې به باچا شهزادګۍ ته د پېژندلو د پاره ور ولېږل د ولیعهد ټاکلو د جایزې پر ځای به يې د دروغو په جرم سزا ورکوله، یوه ورځ سهار د شاهي ماڼۍ په دروازه کې یو سړی حاضر شو او ویې ویل چې غواړي له شهزادګۍ سره وویني. دا سړی هیچا نه پېژنده، شهزادګۍ چې خبره شوه هغه يې ور وغوښت کله چې يې ولید حیرانه شوه ورته ویې ویل: څه غواړې؟ ناپېژانده سړي په ځواب کې ورته وویل: آیاغواړې چې خپل ژغورونکی کس و مومې؟ 

شهزادګۍ ورته وویل: زما له بهترینو او خوږو ارزوګانو څخه همداده چې نوموړی کس پیداکړم. نا آشنا سړي ورته وویل: هغه خپله څېره بدله کړې ده خو زه يې په هر رنګ پېژنم. یو څو نفره زما سره ولېږه چې دوی ته يې ور وښییم. شهزادګۍ ډېره خوشحاله شوه باچا ته یې خبر ورکړ هغه هم ډېر خوښ شو. ناپېژانده سړی د باچا له مامورینو سره هغه ځای او منزل ته روان شو چې هلته مومن اوسېده. همهلته ورسېدل او مومن یې د باچا عسکرو ته ور وښود او خپله یې ځان چېرې پټ کړ.

مومن چې هرڅه ورته وویل چې ما شهزادګۍ نه ده ژغورلې، خو مامورینو د باچا حضور ته ور وست. شهزادګۍ د نوموړي له مخ څخه رنګ پرېمینځه او و يې پېژانده. چې ددې حقیقي ژغورونکی او د ښامار رښتینی وژونکی همدا کس دی. په ناپېژانده سړي پسې یې خلک ولېږل او رایې ووست، ترڅو خپله ډالۍ واخلي. مومن ته یې وویل: چې ستا پیدا کونکی همدا سړی دی. کله چې ناپېژانده سړی حاضرشو او مومن ولید نو و يې پېژند، چې دا خو دده خدمتګار ریدي ګل دی. په حیرانتیا يې ترې وپوښتل ته دلته څه کوې؟ ريدي ځواب ورکړ چې زه هرځای ستاسره یم، ځکه ستا په بېلتون کې زما ژوند سخت دی، دا چې پوهېدلم چې ته غواړې یوازې سفر وکړې نو ځان مې درڅخه پټاوه. مومن دده وفا وستایله او باچا او شهزادګۍ آفرین پرې ووایه.

مومن باچا ته وویل: ای باچا! زه نه شم کولای چې ستا ولیعهدي ومنم، ځکه زما فکرونه اوکارونه ډېر دي، اجازه راکړه چې دا غوښتنه وکړم چې ما له هرډول ډالۍ څخه معاف کړه. یوازنۍ ډالۍ به زما ددې غوښتنې منل وي او بس. باچا ورته وویل: د هرڅه ترسره کولو ته حاضر یم. مومن ورته وویل: د پنجاب له باچا څخه ولې باج اخلې؟ باچا ورته وویل: ځکه چې زما پهلوانانو د هغه پهلوانان مات کړي دي.

مومن ورته وویل: که ما ستا پهلوانان مات کړل دا باج به هغه باچاته ور وبښې؟ باچا ورته وویل دا کار پرته له ازمونه کوم، ځکه څوک چې ښامار ته ماتې ورکړي هغه پر هرچا بری مومي.

باجګیر باچا د پنجاب باچا ته باج وباخښه، او مومن ته یې فرمان ورکړ. پر مومن چې يې هرڅومره ټينګار وکړ چې همدلته پاته شي اما ویې نه منله. او ترې روان شو. باچا دده بېلتون په سختۍ او ناهیلۍ وزغمه، او شهزادګۍ د شا له خوا په سرو سترګو پسې ژړل، او لیدل یې چې لکه خپل ځان يې چې ترې ځي همداسې یې ګڼل.

مومن او رېدي د پنجاب د باچا ښار ته ورسېدل. مخکې تر دې چې مومن د باج د بښلو فرمان باچا ته ورسوي د لاېي په اوږدوکې یې یو سړی ولید، چې دده له وطنه راستون شوی و. د سړي نه يې د شرېنو او وروڼو په هکله و پوښتل.

دا سړی چې دده د شېربنو ورور و، ورته  و يې وویل: ته چې راغلې زبردست خان په ظلمونو پیل وکړ. ستا موریې له کوره وشړله، ستاسو غوایان يې په کروندوکې نه پرېښودل، ستا څاروي يې له لوږې مړه کړل. ستا د مور دې حالت قبیلې ته ټکان ورکړ. خلک پر زبردست خان ورغلل. د شېرینو  وروڼه ټول په ستونزو اخته شول. کروندې يې ټولې خرابې شوې. ستاسو مور ډېره هڅه وکړه چې دوی د خلکو له غوسې څخه وژغوري خو د خلکو قهر خاموشه نه شو، زه یې را ولېږلم ترڅو ستا لټه وکړم.

مومن ورته وویل: ما لومړی د شرینو په هکله درنه وپوښتل. سړي ځواب ورکړ: د هغې حال هم ښه نه و، له یوې خوا ستا بېلتون او له بلې خوا د وروڼو له لورې عذاب ډېره په تنګ کړې وه. د قبيلې ځوانانو ویلي وو چې دا به په غلا له کوره و تښتوي. او ستا د مور د اوسېدو ځای ته به يې چې اوس په کوم بل کلي کې دی، ور وړي، ترڅو ته راستنېږې نو همهلته به يې وساتي. نو په دې خاطر يې وروڼه یوه لحظه نه ورڅخه لېرې کېږي. د شپې له خوا د هغې کټ د اوو وروڼو په منځ کې ځای په ځای کېږي، او ساتنه يې کېږي. مومن چې دا خبرې واورېدې د باجګیر باچا فرمان يې د رېدي په لاس ور کړ، ترڅو یې تر باچا پورې و رسوي، او دی د خپل وطن په لوري روان شو.

 د پنجاب باچا چې فرمان ولید خوشحاله شو. خو کله چې د مومن له تګ او حال څخه خبر شو، نو په ډېر درد یې وژړل. دا چې بله چاره نه وه نو د مومن حال او برخلیک یې له رېدي واورید او په چغو چغو يې ورته و ژړل. په دې وخت کې يې امر وکړ چې څلوېښت کچرې په سرو زرو بار کړي.

رېدي د طلاوو د کاروان سره مخ د کور په خوا روان شو، خو په لاره کې يې مومن ونه شو لېدلای ځکه هغه په بیړه خوځېدلی و، چې د شېرینو ستونزې حل او د قبيلې غوسه غلې کړي.

مومن، ریدی او هغه سره زر چې زبردست خان مومن په هغو پسې ستړی او لالهانده کړی و، ټول په یو وخت مخ د دوی د هېواد (تیزین) په لور روان وو او لار يې وهله.

د (باجګیر باچا لور) شهزادګۍ تر دوو ورځو وروسته د مومن د بېلتون تاب نه شو راوړای، له پلار څخه يې اجازه واخستل او د څلوېښتو نفرو سره په مومن پسې روانه شوه. کله چې د پنجاب د باچا دربار ته ورسېدل نو پوه شوه چې دلته نشته سمدستي يې د تیزین لاره پسې ونیول.

مومن وروسته له څو شپو او ورځو مزله وروسته د تورې شپې په منځ کې د تیزین درې ته ورسېده. یوه ګړۍ يې انتظار وکړ چې د شېرینو ورور چې له ده سره یوځای مخ پر وطن راروان و، را ورسېږي. کله چې هغه راورسېد نو مومن ورته وویل: چې ورځه مور ته مې ووایه چې مومن راغلی نن شپه بېغمه او آرامه ويده شه. 

مومن د شېرینو د کلا په لور وخوځېده. د دوبي او تموز موسم و. خلک په آزاده فضا او خپلو بامونو ویده وه. میاشت خپل وروستي پړاو ته نېږدې شوې وه ځکه نو رڼا يې کمه او نرۍ وه، لار پکې معلومېده خو څېره به پکې نه پېژندل کېده.

مومن د کلا پر دېوال ور واښت ویې لیدل چې اته کټه ایښي دي او یو کټ يې په منځ کې پروت دی. خپل ځان یې هماغه کټ ته ور ورسوه چې د شېرینو په غوږکې ورته ووایي چې دی راغلی دی. شېرینو له خوبه وېښه شوه، مومن یې ونه پېژنده او چغه يې وکړه، ای وروڼو پردی سړی دی...!!

مومن ونه شوه کولای چې ځان ور وپېژني ځکه اووه له پوښه کښلې توري يې وليدلې، او داسې يې و انګیرل چې هسې نه دوی به وایې چې وډار شو.

په دې حالت کې د هغه زلمي بدن پرخاورو راپریوت چې هېڅکله یې نه غوښتل له ځانه دفاع وکړي، اووه توري يې په نازک بدن کې ښخې شوې وې.

کله چې سهار شو او سپېدې وچاودې. ویې لیدل چې مومن له اوږده سفر نه راګرځېدلی او د مرګ د سفر لار یې نېولې ده… 

د شېرینو وروڼو دا پېښه دوه ورځې پټه کړه، آخر يې مور بېتابه شوه او د مومن په لټون پسې را ووتله. کله چې د دوی کورته راغله نو پوه شوه چې پر زوی يې څه پېښه راغلې ده. په دې وخت کې شېرینو د مومن د مرګ کیسه په سرو سترګو ورته وکړه. دا چې ټولو پر ده باور درلود، و پوهېدل چې دده مرګ د مینې اوځوانۍ له کبله دی… او دا تېروتنه هم له همدې امله رامنځ ته شوې ده.

د مومن جنازه يې واخیسته د قبرستان په لار کې رېدی او د سروزرو کاروان هم د دوی مخ ته را ورسېدل. کله یې چې دده جنازه هدیرې ته ورسوله نو د باجګیر باچا لور هم له څلوېښتو نفرو سره هلته رسېدلې وه. 

شېرینو ځان پرې را ټيټ کړ ترڅو مومن ښکل کړي، او وروسته يې ښخ کړي. ددې دغه ټېټېده وځنډېده خلکو را پورته کړه ګوري چې دې هم ساه ورکړې، او خپل ځان يې ورته ډالۍ کړ.

خو مړی نه ژوندی کېږي.

شهزادګۍ هم د مومن د جسد په لور ورکښته شوه چې ښکل يې کړي خو دې هم ساه ورکړه. هغه څلوېښت ملګري يې بېرته هند ته ولاړل چې د مومن د ژوند د داستان پای د هند باچاهانو ته ورسوي. وايي چې څلوېښت ورځې د هند په خاوره کې ویر و...

د مومن قبر په تیزین کې دی... د بیدي مجنون يې پر مزار را زرغون شوی دی چې درې ښاخه لري، او دې ښاخونو یواوبل په غېږ کې سره نیولي دي او د دریو عاشقانو پر مزار را ځوړند دي...

د هندوستانه مې راستون کړې-  له ګورستانه به دې څوک راستنوینه.

 

(پای)

 

*****

 

 


                                                                                                                                             - ۷-


 

                                                                               رودابه او زال



د نړۍ پهلوان سام پر خپل لوړ تخت ناست و، چې د زوی د زوکړې زېری ورباندې وشو. د دې خوښونکي خبر په اوریدو له تخت څخه راښکته شو او د نوي پسرلي د نندارې په لور وخوځېد.

 د زال ویښتان له پيدایښت څخه مورزادي ټول سپين وو. اوه شپې يې سام ته ورښکاره نه کړ او دا راز يې له هغه نه پټ وساته. وروسته د زال دایي پهلوان ته راغله او دی يې له دې حالت څخه خبر کړ.

 سام ددې خبر په اوریدو له ژوند او نړۍ څخه ناهیلی شو، په سورو، چغو اونارو يې پیل وکړ او د خپل مرګ غوښتنه يې وکړه.

خپل نوی زوکړی زوی يې لکه اهریمن داسې وګاڼه. د نړۍ د خلکو، مېلمنو او راتلونکو کسانو له پټو او ښکاره خنداوو او ملنډو څخه په شرم او اندېښنه کې و، امر يې وکړ چې زال چېرته لرې په کومه دښته او بېدیا کې و غورځوي.

دا ظلم پر نوي زېږېدلي ماشوم ترسره شو او نوی ماشوم يې یوړ د کوم غره پر سر يې یوازې و غورځاوه، او خلک ورڅخه راستانه شوه. په دې لړ کې ډېره موده تېره شوه.

د نړۍ خالق پر سام ددې ظلم له امله په قهر شو او دی يې په داسې سخت درد او رنځ کې اخته کړ چې د نړۍ طبیبان يې له درملنې څخه عاجز وو. ماشوم همهلته پرته له سرپناه شپې او ورځې تېرولې، کله به يې د خپلې ګوتې سر روده، او کله به بیا په چغو چغو ژړانده و.

په دې وخت کې یو سیمرغ چې د خپلو بچيانو د مړېدو لپاره يې الوت کړی و دا وړوکی او تنها ماشوم ولید چې په چغو چغو ژاړي، نه يې مور شته او نه کوم بل څوک چې پام ورته وکړي. ماشوم همداسې لوڅ لغړ او وچې شونډې په خاورو او ډبرو کې تر شنه آسمان لاندې پروت دی، دایي يې سپېرې خاورې او زانګو يې تېره اغزي دي.

ښکلی سیمرغ ځمکې ته راښکته شو او ماشوم يې د غره له سره واخیست او له خپلو بچیانو سره يې یو ځای په ښکار کولو او خپلو وینو ورکولو روزنه اوپالنه پیل کړه.

کله کله د هوا مرغان تر انسانانو زیاته مینه او ډېر محبت لري!

په دې توګه ماشوم تر ډېره وخته هلته له خلکو پټ و. ترڅو چې ورو ورو را لوی شو. ددې غره له څنګه کاروانونه تېرېدل او نور نو ددې ځای ښه او بد ټول نه پټېدل. د زال د څرګندېدو آوازه په ټول جهان کې خپره شوه او سام ته يې د شتون خبر ورسېده، په دې ډول یې پرېشاني او خفګان له منځه ولاړ.

یوه شپه سام د خپل ژوند له ستړیاوو او دردونو څخه ډک زړه ویده و په خوب کې يې ولیدل چې یو سړی د هند له هیواده پر آس سپور راشي او ده ته د خوشحالۍ خبر راوړي.

کله چې له خوب څخه راویښ شو نو خپل روحاني مشاورین يې را وغوښتل او د خوب تعبیر يې ترې وغوښت. له یوې خوا د کاروان آوازه او له بلې خوا د داسې خوب لیدل سام ته د غور او تعجب وړ وو. له خلکو سره يې دا خبرونه شریک کړل. هلته ټولو حاضرو خلکو واړه وه که زاړه پهلوان ته وویل:  هغه څوک چې خدای (ج) نه غواړي چې په ګرمۍ او یخنۍ کې دې تباه شي، د هغه په لټه کې شه او د موندلو هڅه يې وکړه.

سام بله شپه بیا ویده شو ترڅو سهار لکه لمر د غره له څوکې را پورته شي او د زال لټون پېل کړي. بیا خوب کې ویني چې د هند پر غره یو هسک بیرغ رپېږي او تر شا یې یو ښکلی زلمی له یو لوی لښکر سره را روان دی. کيڼې خوا ته یې یو روحاني کس او ښي لور ته يې یو مشهور حکیم او عاقل سړی روان دی. د زال له ملګرو څخه یو سام ته غوسه شو، او نوموړی يې د ده د زوی له نیت او کار څخه خبر کړ.

ددې خوب له لېدو وروسته د جهان پهلوان په ویره کې ولاړ شو. عاقلان او د لښکر مشران يې ټول را وبلل، او خپله غوسه او خروښېدلی همداسې مخ پر غره ولاړ. چې په دې توګه سر ټيټی خپلو کړو ته پاملرنه وکړي. د غره هسکې څوکې ته وخوت او لکه شاهین ډېر لوړ پرواز يې وکړ ان تردې چې ستوري يې له نېږدې لیدل داسې لوړ پورته شو چې د زحل د ستورو لړۍ نور نه شوه پورته کېدلای. 

سام د غره لویو ډبرو او د مرغانو لوړ ځواک او د ځالې جوړښت ته وکتل. په دې حالت کې يې د خپل ځان په څېر یو زلمی ولید چې د ځالې پر شا او خوا ګرځي. د لوړ پرواز هڅه يې وکړه ولې لار يې ونه موندله، مخ يې پر خاورو وموږه او خپل شړلی زوی يې بېرته ځان ته را وبللو، بلنه ومنل شوه.

سیمرغ د غره له څوکې سام او دده ډله ولیدله، وروسته يې زال ته وویل: زه ستا دایي او روزونکې یم، پر تا مې د دستان زند نوم ايښی دی، پلار دې سام، د جهان پهلوان درپسې راغلی دی، اوس اجازه ده چې تا واخلم او هغه ته ېي ورولم؟ زه تا د کرکې او دښمنۍ له امله له ځانه نه ګوښه کوم، بلکه تا د باچا لور ته لېږم هغه ځای چې ستا وړ دی او ستا لپاره مې خوښ دی.

زال يې پلار ته راوړ، پلار يې چې ولید په ژړا شو او د مرغانو د باچا د مینې، پېرزوینې او درنښت لوړ هنر او قوت يې وستایه. د سام زړه لکه برین جنت هسې پاک شو، له غره څخه را کوز شو شاهي جامه يې وغوښته او د زال بدن يې پکې پټ کړ، او زال ته یې په مینه و ویل  هېڅ هیله به دې پر زړه نه پرېږدم.

لښکر ټول د سام پر شا او خوا را ټول شو، د کاروان زنګونه او ډولونه وکړنګېدل، په آسونو سپاره سپاهیان په شور، خوښۍ او وږ وږ مخ په ښار وخوځېدل.

له زابل څخه يې منو چهر ته د سام او زال د افسانې په اړه خبر ورکړ. د باچا زوی نوذر ته امر وشو چې سام او زال د باچا حضور ته حاضر کاندي. کله چې دربار ته حاضر شوو باچا پر پلار او زوی (سام او زال) آفرین ووایه، منوچهر د زال په لیدو خوښ شو او ویې ویل چې ده ته باید د جنګ او خوښ ژوند کولو هنر او کمال ورزده شي. ځکه ده پرته له غره، مرغانو او ځالو بل څه نه دي لیدلي. هغه د باچا په نوم او آیین نه پوهېده. سام ورته وویل له ده سره مې ژمنه کړې ده چې هېڅ آرمان به يې په زړه کې نه پرېږدم. باچا د سام ژمنه وستایله، وروسته باچا یو ډېر لوی له برمه او دبدبې څخه ډک جشن جوړ کړ. ده ته يې یو ښکلی آس، هندۍ توره، ورېښمینې جامې او سره زر ډالۍ کړل. رومي نوکرانو د زمردو پېروزه ای جامونه له شرابو ډک محفل ته را وړه.

کله چې جشن جوړ او په جم اوجوش کې شو، نو د باچا او سام ترمنځ تړون ترسره شو چې په پایله کې يې د چین له سیند نه تر سند سمندره او له زابلستان څخه تر بست پلازمېنې پورې پېروزه ای طلایي تخت او تاج سام ته ډالی شو، ډول د فیل پر بوکې وتړل شو او سام او زال مخ پر زابلستان و خوځېدل. عمر تېرېده ترڅو چې زال د باچاهانو او پهلوانانو هنرونه زده کړل.

دا چې سام د ګرګاران او مازندران خواته د جنګ په نیت وخوځېد، نو د زابلستان د سردارۍ او باچاهۍ چارې يې خپل زوی ته وسپارلې. د سام زوی په زابل کې ښه داد او عدالت وکړ خلک او مېلمانه يې له ځانه خوښ وساتل، آخر کې د پلار بېلتون ته زړه تنګی شو هوښیاران او پوه خلک يې را وغوښتل او د نخجیر په لور ستون شو، له سپرو او څېړونکو او پوهو خلکو سره په ګډه مخ پر کابلستان روان شو.

د کابل او شااوخوا لویو سیمو باچا مهراب نومېده، دا چې د سام د لښکرو د راتګ څخه خبر شو نو مخې ته يې ورغی او له زال سره پر یو دسترخوان په مینه او خوښۍ کښېناست. مهراب د سام زوی ته ښه په ځير ورکتل او په لیدو يې خوشحاله شو، او زړه يې د هغه په موخو او کارونو پوه شو. کله چې مهراب د زال له دسترخان څخه ولاړ. نو زال  خپل مشران را ټول کړل او د هغه په باب يې داسې وویل: ددې سړي په تنه او څېره مې تر اوسه داسې ښکلی لوړ ملاتړلی انسان نه دی ليدلی. یو له دغو مشرانو خلکو څخه  مهراب وستایه او ویې ویل: دده په حرمسرای کې یوه داسې ښکلې پېغله اوسېږي، چې مخ يې تر لمر روښانه او ترجنت ښکلی دی، بدن يې لکه سره اوسپين زر هسې ښکاري، مخ يې لکه سپوږمۍ داسې ځلېږي او وېښتان يې لکه مشک داسې خوشبويي کوي. د زال مینه په نالیدلې توګه ددې نجلۍ سره پيداشوه او په محبت کې يې غمجن شو، شپه يې له ستورو سره په ويښه تېره کړه.

کله چې لمر د دنیا مخ په خپلو سپېدو رڼا کړ نو زال خپل آس زین کړ او د کابل د شاه حرمسرای ته ورغی دروازه يې ور وټکوله، د کابل شاه بله ورځ د زابل د شاه خيمې ته ورغی، چې هغه يې په ډېر لوړ عزت هرکلی او مېلمه پالنه وکړه. بله ورځ یې زال خپل کورته ور وباله، د سام لښکرو د تخت، مینې، تېغ او خولیو څخه سپما ونه کړه.

خو دا چي د هغه (زال) سره مشران د مهراب په کور کې شراب ونه څښي هلته ورنه رغی. مهراب دده پردې فکر آفرین ووایه، او ترې راستون شو. نوکر یو ځل بیا د مهراب د حرمسرای د پېغلې سپوږمۍ ستاینه پيل کړه او زال يې په اوریدو داسې مست شو چې له عقل او هوښ څخه ووتته. یو څو څرخونه يې وخوړل. زړه يې د میني له شوره ډک و او عقلمندانو ته يې ځان پر هوښ ښکاره کاوه، ځکه نه يې غوښتل چې دا راز يې رسوا شي، هر څه يې چې په زړه کې و څوک يې نه درلودل چې ورته ویې وايي.

یوه ورځ مهراب شاه د زال له لورې راستون شو او حرمسرای ته راغی. دده په ماڼۍ کې دوه لمرونه ځلېدل، دا جوړه سین دخت (ځوانه جوړه) او لور يې رودابه وه. رودابه لکه د پسرلي باغ داسې سینګار او سمسوره، او لکه د جنت فضا داسې مرغلینه او ښایسته له خپلې مور سره یوځای د پلار حضور ته ورغله، مهراب د دوی په ليدو د خدای ستاینه وکړه، سین دخت له مهراب څخه و پوښتل: دا د سام زوی څه ډول سړی دی څه ډول طبیعت او طریقه لري؟ د تخت په اړه غږېږي، د سیمرغ او ځالې سندرې وایي. مهراب يې په ځواب کې وویل: د نړۍ په پهلوانانو کې بل داسې څوک نشته چې زال ته ورسېږي، لکه د زمري زړه او د فیل غوندې زور لري، لاسونه يې لکه د نیل سیند له سخا او میړانې ډک دي، په ټولنیز ژوند کې د زرو ويشل کوي او په جګړه کې سر هسک ګرځوي، وېښتان يې سپين دي خو څېره يې لکه د لمر غوندې ښکلې ځلا کوي.

رودابې چې دا خبرې واورېدي ودرېده او د مخ رنګ يې لکه ګلنار هسې سور شو. اوس نو آرمان او ارزو د عقل ځای ونیو، سکون ورڅخه لرې شو د زال مینې يې په زړه کې ځای ونیو. د لرغونې زمانې د یوې ښې ښځې نظر دی چې ویلي یې دي: د سړیو ستاینه او یادونه د ښځو په حضور کې مه کوئ.

د رودابې پینځه همرازه او خواخوږې ملګرې وې. له هغوی څخه يې څه چاره او مشوره و غوښتله، هغوی په دې خبره حیرانې او  دریانې شوې. او رودابې ته يې داسې وویل: ای د نړۍ د ښځو افسرې او شاه خوبانې! ستا د ښایست ستاینه له چینه تر هندوستانه کېږي، د ښکلي مخ ستاینه دې په ختيځ کې روانه ده، د کابلستان د شاه د حرمسرای ځلبلانده ملغلره يې، ته څنګه داسې یو چاته د مینې لاس ورکوې چې هغه پلار له ځانه شړلی وي؟ او هغه د غره د مرغه له خوا پالل شوی وي.

رودابې هغوی په غوسه غلې کړې او ویې ویل: زما زړه د ستوري له خوا تباه شوی دی، پرته له سپوږمۍ نه څنګه خوښ او آرام و اوسي؟ زال زما ځان او روان دی. ملګرو چې يې د ستړي زړه دا راز واورید او پرې پوه شوې، نو هغې ته يې ډاډ او تسلي ورکړه، هغه يې ددې راز پټولو ته وهڅوله او ژمنه يې ور سره وکړه، چې باچا به ورته راولي.

د وري میاشت او د کال پيل و. زال د سیند پرغاړه دربار جوړ کړی و، مینځې او نوکران هلته را غونډ شول او د رود پرغاړه يې ډول ډول ګلونه وکرل چې د سیند له پورې غاړې زال د هغوی ننداره وکړي، زال پوښتنه وکړه چې دا څوک دي؟ ورته وویل شول، چې د رودابې مینځې دي. ددې خبرو په لړ کې یو مارغه د اوبو له منځه په هوا شو زال خپل تیر اوکمان وغوښتل او مرغه يې لاندې پرځمکه را وپرځاوه.

خپل نوکر ته يې وویل چې ښکار شوی مرغه ورته راوړي، نوکر په کیښتۍ کې کښېناست او ترسیند پورې واته، دلته مینځه د هغه مخې ته راغله او د ښکارچي کمان يې راواخیست. دې د لرې نه زال ولید او وپوهیده چې د سام زوی د زابلستان  شهزاده دی. د هغه له ښکلا او هنر څخه په حیرت کې شوه، او په زړه کې له ځان سره داسې وویل: د رودابې څخه پرته د نړۍ پر مخ بل داسې ښایست نه دی خلق شوی! غلام بېرته راستون شو. زال د هغو خبرو اترو جریان ورڅخه وپوښت، نوکر ټولې خبرې ورته وکړې په دې سره د زال زړه بیا ځوان شو، هغه يې ځان ته نیږدې را وغوښت او د رودابې د ښکلا اوښېګڼو په اړه يې لا نورې کیسې ترې واورېدې.

د هغې وینځو ته يې جواهرات او د سرو زرو ډالۍ ورکړې، کومه ګوتمۍ چې منوچهر ده ته ورکړې وه هغه يې رودابې ته د ډالۍ په توګه ولېږله. د رودابې ملګرې او نوکران ډېر خوښ او راضي بېرته ورڅخه ستانه شول او دا ژمنه يې ور سره وکړه چې زال به د رودابې په دیدن خوشحاله کوي. د سام زوی زال يې په دې خبرې خوښ او سرګرمه کړ، زړه يې د پرېشانیو څخه تش او د هیلو او خوښيو نه ډک شو.

رودابه د خپلو وینځو راتګ ته سترګې پر لار وه، زړه يې د هغوی د قدمونو له شمېر سره ټوپونه وهل. کله چې هغوی راغلل او حال یې ورته بیان کړ. دا لکه سپوږمۍ په خنداشوه او ویې ویل: همدانن شپه دا خبر د سام زوی ته ورسوئ چې د مهراب لور دې د دیدن په تمه لیونۍ شوې ده، د انتظار شېبې پای ته ورسېدې، لکه لمر چې را هسک شي د شپې تیاره له منځه ولاړه، په حرمسرای کې ورځ راښکاره شوه.

زال د خپلې مینې او هیلې پر لور ګام واخیست، رودابې د حرمسرای له دیواله د لارې پر سر د زال ننداره کوله، کله چې يې په زال سترګې و لګېدې نو د هرکلي اوخوښۍ نارې يې جګې کړې. زال په دې سره لانور هم مست او ځوان شو. رودابه اوږدې زلفې د حرمسرای له لوړ منزل څخه راکښته شوه چې د سام زوی حرمسرای ته رهنمایی اوله کمند څخه راتېر کړي.

د سام لښکرو زال پر وېښتانو ښکل کړ. د آس له زین څخه یې راښکته کړ، او کلا ته ور پورته شو، دواړه په ډېرې مستۍ اوخوښۍ د سینګار کړې کوټې په لور ستانه شول، رودابه لکه د جنت حوره داسې ښکلې او سینګار کړې وه. زال ددې ښکلا او سینګار ته په حیرت کې و. دې به پټ د سترګو تر کونجو د زال ننداره کوله. سترګې یې له بیچارګۍ څخه سرې اوښتې وې، د مینې، محبت او عشق تړون يې لانور هم ټينګ کړ. زال وویل چې منوچهر به ددې داستان په خبریدو زما سره ملګری نه شي او پلار به مې (سام) هم له دې حالته خوښ نه وي.  او ماته به په قهر او غضب شي، زه به بیا هم هېڅکله له دې تړون څخه ونه وزم ان تردې چې یوه ورځ زموږ د واده او جوړه کېدو راز ټولو ته څرګند شي.

رودابې په ځواب کې ورته وویل چې خدای تعالی (ج) دې زما پردې قول شاهد وي چې پرته له تا به بل څوک د خپل خاوند په توګه قبول نه کړم. هر کله چې مینه مخته شي نو عقل شاته پاتې کېږي. هیلې پرمخ ځي، په همدې لړ کې ورو ورو سپېده دم شو او د کابل پر غرونو د لمر وړانګې خپرې شوې. چرګانو آذانونه پورته کړل. او د مهراب شاه د سرای څخه تیارې خپلې وزرې راټولې کړې. لمر سپوږمۍ ته خدای په اماني ووایله، باڼه په اوښکو لانده شول او لمر ته د ګیلو ژبه پرانیستل شوه، زال د کلا له کمند څخه ووت او د حرمسرای له ښکلې ماڼۍ څخه بهر شو، پر خپل آس سپور شو او د لښکر د تم ځای په لور ستون شو.

چې کله د لښکر د اوسېدو ځای ته ورسېد نو خپل کشران او مشران ملګري یې را وغوښتل او موضوع يې ور سره شریکه کړه، چې د پوهانو وړاندوینې او د هوښیارانو اندونه واوري. د پوهانو په خولو کې خبرې غوټه شوې ځکه مهراب د ضحاک د خاندان له پاتې شویو نسلونوڅخه و، د منوچهر او سام له مخالفت څخه وډار شول. زال د دوی د خاموشۍ په لامل پوه شو او د ستونزې د حل لپاره يې د لارې لټون پيل کړ.

وروسته روحاني کسانو خپل نظر داسې ورته څرګند کړ: مهراب د باچاهانو میراثي دی، د ښامار له ذات څخه دی، ډېر لوی سړی دی چې په کم نظر به ورته نه ګورو، زمونږ پر اند د حل لاره داده چې (سام) د نړۍ پهلوان ته لیک ولیکل شي.

زال لیکوال را حاضر کړ او لارښوونه يې ورته وکړه چې پلار ته مې درود، پېغام او زیری ولیکه، او وروسته ورزیاته کړه چې ای د تخت او تاج خاونده! زما د ژوند بهیر خو دا و چې تا په خپله ولید، هغه وخت چې زما د ناز او نعمت دور و پلار مې د سیمرغ په وزر کې د هند غره ته وشړلم، هغه ځای چې د وینو شيدې مې خوړلې، بیا له ځالې څخه تر تخت او بخت، نوم اونښان پورې را ورسېدم، اوسمهال یو داسې زړه ماتونکی حالت منځ ته راغلی چې راز یې له ټولو وګړو سره نه شم شریکولای. د مهراب د لور د مینې په دام کې ایسار شوی یم، په توره شپه کې مې ستوري او د سیند څنډه ملګري دي، غرونه شاهدان دي چې د جهان پهلوان سام راته ویلي وه چې په زړه کې به دې هېڅ ارزو پرېنږدم.

کله چې یاد لیک د سام لاس ته ورسيد نو سريې له فکرونو او زړه يې له اندېښنو ډک شو، له ځان سره يې داسې وویل: هغه څوک چې مرغانو روزلی وي هغه به خود په دغسې روزګار کې را ایسارېږي او دغه ډول تمې به کوي.

خپل روحاني مشاوران يې ور وبلل. ستوروپېژندونکو له اسمان څخه ددې چارې راز وپلټه، هغوی ورته وویل دا چې یو نر سړی په دغسې بلا ګرفتار شي نو له دې څخه يې ټول جهان ته زیان اوړي، او که چيرې له ځمکې څخه بد فکرکونکي واخلي، نو د سکسار او مازندران پر سيمه به هېڅ نښه پاتې نه شي، ځمکه به ګرزګرانو ته پاتې شي، له دوی څخه به دښمنانو ته بد ورسېږي، نو سړی باید خپلې خاورې ته ښېګڼه او خوښي راوړي. سام په دې خبرو خوشحاله شو او زوی ته يې پېغام ولېږه. زال پوه شو چې پلار يې خوشحاله دی نو داسې یې وانګېرله او تمه يې پیدا شوه چې منوچهر باچا به هم ګوندې خوښ وي.

د زال او رودابې ترمنځ یوه خوږ ژبې ښځه رویباره وه، دوو زړه بایلونکو میینانو یوبل ته د مینې، محبت او هیلو پيغامونه لېږل. وروسته له هغه چې قاصدې ښځې د زال پېغام رودابې ته وسپاره. سین دخت پر هغې بدګمانه شوه، دا وپوهېدله چې زال او رودابه شپه ترسهار ناست دي او یو بل ته د میني د تړون پيغامونه لېږي. له ناچارۍ نه يې آه او فریاد ونه کړ، سین دخت له دې وېرې چې هسې نه مهراب خبر شي په زړه کې دردمنه او غمجنه شوه، مهراب د دې چارې پوښتنه وکړه، سین دخت حال ورته ووایه. مهراب سمدستي تېغ ته لاس کړ، په غوسه شو او د مخ رنګ يې لکه لاجورد تک شین واوښت، سین دخت په چیغو چیغو ورته وژړل او هغه يې په سوال او زاریو لږڅه نرم کړ، او د ښو کړنو او پایلو خبره يې ورته وکړه.

منوچهر د مهراب د کور او سام د لښکرو د حال په خبرېدو ډېر دردمن شو. نوذر يې سام ته ولېږه او ورته ویې ویل چې سام ته ووایه مخکې تردې چې زابل ته ستون شې یوځل د منوچهر شاه دربار ته حاضر شه. د جهان پهلوان سام د نوذر په ليدو خوښ شو او د منوچهر د دربار پر لور رهي شو.

منوچهر د خپل لوی فوځ سره د هغه د لارې سر ته د هرکلي لپاره  ورغی، شاهي ماڼۍ ته يې بدرګه کړ او خپل څنګ ته يې کښېناوه. منوچهر د مازندران د جنګ په اړه پوښتنه ترې وکړه. سام د خپل بري او پهلوانۍ پر اړه ورته وغږېده، دا چې باچا د مهراب په اړه څه ونه ویل سام هم په دې هکله غلی پاتې شو.

بله ورځ مخکې له دې چې سام خبرې وکړي منوچهر شاه امر ورته وکړ چې نور نو باید د ځمکې له مخ نه د اژدها تخم ورک کړې، ځه! مهراب او کابلستان خراب کړه.

سام د جهان پهلوان د شاه دې فرمان ناچار او حیران کړ. خو په پټه خوله يې ومانه. پرته له دې چې د خپل زړه او همداشان د خپل زوی د درد په اړه څه ووایي، د آس واګې يې د کابلستان په لور وخوځولې. زال چې له دې بد خبر څخه خبر شو، نو د خپل پلار حضور ته ورغی د تېر ژوند خاطرې او ترمنځ يې د شوي تړون په باب یادونه ورته وکړه. د سام پر غاړه لکه دوه غرونه د دوو تړونو د مسولیت بار پروت و، یو د دردمن زوی سره تړون اوبل د شاه فرمان. د زابل سیمې ته را ورسېد.

سام پر دې اړه تر ډېر فکر وروسته خپل زوی ته امر وکړ چې د منوچهر خواته ورشي، ښایي د زال هنر او ځواني د شاه خفه شوی خاطر یو ځل بیا خوشحال کاندي، او د کابلستان د ورانولو فرمان بېرته واخلي.

زال د پلار پر فکر او سنجش آفرین ووایه، لیکوال يې را وغوښت او د سام په امر يې لیک ولیکه: دا لیک د همغه غمجن پهلوان له لوري باچاته ور وړل شو، چې دده او ټولو ملګرو قوت د باچا د آرمان لپاره کاریدلی و. په لیک کې داسې کښل شوي وو: د ښامار پر برخلیک دې اخته شم چې په مرګ محکوم دی او د مازندران د پهلوانانو په وینو دې زما تعهد وي چې د ګرزګرانو کار مې د باچا له فرمان سره سم ترسره کړ. شاه ته وریادوم چې باچا د زال سره د خپل پهلوان د شوي تړون په باب ګواه دی، زال مې درولېږه. چې خپل عرض په خپله درته بیان کړي، ګوندې باچا د پهلوان خبرو ته درناوی وکړي، او دا تلقین کړي چې دښمن ماتونکی تړون ماتونکی هم دی.

زال لکه د سیمرغ بچی د منوچهر په لور والوت چې هلته خپل هنر او کمال وآزمایي. چې د منوچهر شاه له زړه څخه د مهراب د کینې اور وباسي، او د سام پېغام او یو زخم ور ورسوي چې په دې سره د رودابې د دوستۍ تړون ته لېوالتیا ښکاره کړي.

دا داستان چې په کابل کې خپور شو د مهراب د برید ساتونکی سر له ډېره قهره و ایشېده. سین دخت ته غوسه شو، او د سام د مبارزې د راز په تړاو يې په قهر ورسره خبرې وکړې. سین دخت ورته وویل که چېرې مهراب ماته اجازه راکړي زه به د سام حضور ته ورشم، او د کابلستان د ورانولو له هوډ څخه به يې را وګرځوم. سین دخت د مهراب د استازې په توګه له ډېرو غوښتونو سره جوخت د سام حضورته ورسېده، په داسې انداز ورسره وغږېده لکه هوښيار پهلوانان چې وستايي همداسې يې سام  په منطقي خبرو نرم کړ.

کله چې يې خبرې پای ته ورسولې وروسته يې په ډاګه کړه چې زه سین دخت یم، سام په دې سره حیران شو. د هغې ښه مېلمه پالنه یې وکړه او قول یې وکړ چې د کابل د بې ګناه خلکو زړونه به نه سوزوي، او پر دوی به تورې ورځې نه راولي.

 سین دخت هم په خوشحاله زړه بېرته ستنه شوه، مهراب ته یې خوشحاله کونکی زیری ورکړ چې سام به کابل ته په قهر اوکینې نه بلکه د مینې او دوستۍ په روحیه راشي، او د شاه مېلمه به شي.

زال د منوچهر دربار ته حاضر شو او باچا په ستاینې او آفرین وپاله. د سام لیک يې ورڅخه ترلاسه کړ، ستوري پېژندونکي يې را وبلل او د بخت او نېکمرغۍ په لټه کې شو.

درې ورځې يې د زال او رودابې د بخت ستوری په آسمان کې ولټاوه، چې هغه یې نېکمرغه او مبارک وموند. باچا ډېر خوښ شو او امر يې وکړ چې د زال عقل اوکمال و آزمایي. حکیمان يې راوبلل، چې آزموینه ترې واخلي. یو حکیم ترې وپوښتل: زه د هغه دولسو سرو داسې ونو نښه غواړم چې دېرش ښاخونه ولري.

بل يې وویل: زه داسې دوه قیمتي او تېز آسونه غواړم چې یو یې لکه تور سیند داسې تور او بل يې لکه بلوري رنګ هسې سپين وي، دواړه تل په چټکه ځغاسته وي، ولې یو بل ته ونه رسېږي.

بل حکیم وویل: زه په هغو دېرشو سپرو نه پوهېږم، چې کله د باچا په حضورکې تېرېږي نو یو ورڅخه کم وي اما وروسته چې يې وشمېرې بېرته يې شمېر پوره وي. 

بل وویل: یو چمن له شنو بوټو، وښو، لښتیواو ویالو څخه ډک دی، پر تېز رفتاره آس سپور یو سړی ورڅخه تېريږي، د چمن ټول وچ او لانده بوټي رېبي، په دې سره نه کومه بښنه وغواړي اونه کومه ننواتې وکړي، تاسو راته ووایاست چې هغه چمن به چېري وي اوهغه سړی به څوک وي؟

بل هوښيار حکیم ورڅخه وپوښتل: هغه دوې د سروې ونې کومې دي چې مرغان ځالې پکې جوړوي، سهار پر یوې او ماښام پر بلې ونې ناست وي، کله چې پر یوې ونې کېني هغه مړاوې شي او کله چې پر هغه بلې کېني د مشکو بوی ترې جګېږي، یوه يې تل تر او تازه او د بلې پاڼې او ښاخونه همېشه مړاوي او غړند وي.

د پوښتنه کونکو له ډلې څخه بل یوه يې داسې پوښتنه راپورته کړه: داسې ښار دی چې ټول خلک له هغه څخه د هامون ځنګل ته تللي دي، ناڅاپه یو ګرد او غبار راپورته شي او آسمانڅکې ودانۍ ټولې پټې اوناڅرګندې کړي.

زال د پوښتنو په اورېدلو سره په فکرکې ډوب شو، ناڅاپه يې خوله پرانیسته او د لومړۍ پوښتنې کونکي سوال ته يې داسې ځواب ورکړ: یو کال دولس میاشتې لري، چې هره میاشت دېرش ورځې ده، د ژوند بهیر همداسې مخ پر وړاندې درومي.

بل ته يې ځواب ورکړ: شپه او ورځ یو په بل پسې دي، اما هيڅکله نه شي سره موندلای، نو د ژوند بهیر همداسې روان دی.

بل ته یې وویل: د سپوږمۍ په اړه دې وویل. خو د زیان په هکله دې څه ونه ویل ځکه کله کله شپه کمېږي او په دې سره د تازیانو شمېر کم راځي او سپاره زیان ویني.

بل حکیم ته يې د کړې پوښتنې ځواب په دې توګه ورغبرګ کړ: دوې سروې د آسمان دوه بازوګان دي، او له مرغه څخه دلته مراد لمر دی چې د دنیا هیله او ډار دواړه ترې اټکل کېدلای شي.

د بلې پوښتنې په اړه يې داسې څرګندونې وکړې: شارسان د تم کېدو او حساب سرای دی، ددې سرای خارسان ته باید سپنج ووایو، چې هم نازونه اوخزانې لري اوهم دردونه او رنځونه پکې شته، کله چې د نېستۍ باد پکې وچلېږي نو د نړۍ څخه د شور او شوق ځواک واخلي او د شارسان په ډول راڅرګند شي.

د بل سوال په ځواب کې يې وویل: ژوند لکه رېبونکی دی او مونږ يې بوټي او واښه یو، آسمان زوړ او ځوان ته نه ګوري او زارۍ او ننواتې يې له شان سره نه ښايي.

په دې سره باچا او د میدان ټول خلک ډېر زیات خوښ شول. باچا د جشن لپاره ښکلی ځای لا پسې سینګار اوځانګړی کړ، جشن لمانځونکو په خوښیو او سندرو پيل وکړ، داسې شراب يې وڅښل چې د مستو پهلوانانو تر سترګو ټوله نړۍ سندره او زمزمه ښکارېده.

سهار چې لمر را وخوت اونړۍ ټوله لکه د بدخشان غرونه ځلېدل، زال ملا وتړله او باچا ته نېږدې ورغی، منوچهر امر وکړ چې خلک دې را ټول شي او پهلوانان دې خپله پهلواني وکړي، زال هم د سیالۍ میدان ته راغی او په نښه ویشتلو يې پيل وکړ، تېغ یې تر زړې ونې ووت.

پهلوانانو ټولو وویل چې هرڅوک ددې پهلوان سره په سیالۍ کې وجنګېږي هغه ته به د لاجوردو جامې ورکوي.

اوس نو منوچهر د سام د لیک ځواب د زال د زړه په خوښه ورته ولیکه. زال سام ته د منوچهر پېغام د یو چا په لاس ورلېږه او یوه ورځ وروسته يې د خپلې راستنېدنې خبر ور ورسوه، کله چې د زال رالېږونکی شخص د سام حضور ته ورسېد.

سام کابل ته پېغام واستاوه چې د کابل د باچا په کور کې د نېکمرغۍ شمه ولګوي، او په دې سره مهراب، سین دخت او رودابې ته د خوښۍ زېری ورکړي.

زال د خپل پلار سره یوځای شو او پخوانۍ خبرې يې سره را یادې کړې، او بل پېغام يې کابل ته ولېږه. د کابل د باچا ماڼۍ لکه جنت داسې ښکلې اوسینګار شوه، زرین تخت يې کېښود.

رودابه په نقش او نګار کوټه کې د ځان په سینګارولو بوخته شوه. کابل د ښکلو رنګونو او معطرو خوشبویو څخه ډک شو، فیلان يې سینګار کړل او ځمکه يې په رومي وریښمینو پردو فرش کړه. سندمار او ساز غوونکي راغونډ شول. د کابل لویه غېږه لکه د برین جنت غوندې ښکلې او مترنمه شوه، د نیکه ګانو دود او دستور یوځل بیا را ژوندی شو، شهزاده او شهزادګۍ يې پر یو تخت څنګ په څنګ سره کېنول او د سرو اوسپینو طلاوو او ملغلرو باران يې پرې جوړ کړ. د شهزاده پر سر د زرو تاج او د شهزادګی پر ټټر د ګوهر ځلا و ځلېدله، د کابل د باچا لور د زابل د باچا له زوی سره جوړه شوه، مینې او دوستۍ خپله کیسه او افسانه د ژوند بهیر ته وسپارله چې ښه يې خوندي کړي.

 

پای

 

*****