د نجیب منلي داستانونه
نجیب منلی
ورک یادونه
د مروا په پاچاهۍ کې، چې په یوې له شتمنیو ډکې جزيري کې پرته وه. یو پاچا و.پاچا یوازې یوه لور درلوده چې هم ښکلې وه او هم بې حده هوښياره وه. سیمیا نومېده. سیمیا د مروا د پاچاهۍ له پاره ټولې وړتیاوې درلودې، خو یوه خو په کې وه. هغه ښځه وه او د دې هېواد خلکو داسې قانون جوړکړی و چې د وطن پاچا یې باید هرومرو نارینه وای. د دې قانون یوه پایله دا هم وه چې هر چا چې له شاهزادګۍ سره واده کړی وای، په خپله پاچا کېده. په دې توګه د هېواد ټولو ځوانانو یوه هيله درلوده چې شاهزادګۍ خپله کړي.
د پاچا د ټاکلو چارې ډېر غور غوښت او د پوره غور له پاره ډېر وخت په کارو. شاهزادګۍ چې پینځلس کلنه شوه پاچا د خپلې پاچاهۍ ټولو زلمیو ته امر وکړ چې راشي او په هغو سترو سیالیو کې برخه واخلي چې د هر یوه وړتیاوې په کې جوتې شي. ځینې، چې پر ځان پوهېدل چې د بریا هېڅ چانس نه لري، بېخي سیالۍ ته را نغلل. د سیالۍ له پاره نوم لیکنې شپږمیاشتې ونیوې. یو سل او شپږاتیازرو او یوسلو نهه دېرشو ځوانانو خپل نومونه په سیالیو کې ولیکل. د هېواد د ستروپوهانو یو کمیسیون له ټولو ځوانانوسره وکتل او د چا چې تعلیم د پاچاهۍ له پاره کافي نه و، له سیالۍ وایستل شول. د دې پړاو په پای کې تر لسو زرو کم کسان په سیالۍ کې پاتې شول. ورپسې د لوبو او ورزش د سیالیو یوه لړۍ پیل شوه چې شاوخوا نهه زره او پینځه سوه نور کاندیدان هم له سیالیو وایستل شول. ورپسې نورې ازموینې واخیستل شوې چې د کاندیدانو حقوقي، اقتصادي، سیاسي، نظامي او نورې وړتیاوې یې اندازه کړې. د ازموینوپه پای کې درې تنه پاتې شول چې په هر څه کې سره برابر وو. یو د وزیر زوی و، دویم د یو شتمن سوداګر زوی و اودریم د یو خوار بزګر زوی و. له سیمیا وغوښتل شول چې په دې دریو کې یو خوښ کړي. هغې وویل: «زه به هغه چا سره واده کوم چې تر نورو زړهور وي، کلکه اراده ولري او له ستونز سره مبارزه وکړای شی.» د دې وړتیاوو د مالومولو له پاره یې د خپلې یوې دایي څخه، چې په اصل کې ښاپېرۍ وه، مشوره وغوښته. هغې ورته وویل: «هغه ځوان وکړه چې د کابل په سېر درته د پوره اوو سېرو په وزن لوی الماس راوړي، هغه چرګه درته راوړي چې د سروزرو هګۍ اچوي او هغه ليندۍ درته راوړي چې څلور سېره غشی شل فرسنګه لېرې ویشتلای شي.»
شاهزادګۍ خپلو دریو خواستګارانو ته پینځه کاله وخت ورکړ چې د دې غوښتل شوي توکي پیدا کړي او ورته یې راورسوي.
هلکانو ته چې د شاهزادګۍ شرطونه مالوم شو، هر یو ولاړ چې د سفر له پره تیاري ونیسي.
د وزیر زوی خپل ملګري او د خپل پلار ملګري راوبلل، مشوره یې ترې وغوښته. ټولو په یوه سلا وویل چې شاهزادګۍ لېونۍ شوې ده، داسې عجیبه شیان د ځمکې پر مخ نه شته. د وزیر زوی وویل د پلار منصب او شته مې تر مرګه پورې بس دي نو څه کوم چې د پاچا کېدو په تمه خپل ځان په خطر کې اچوم او د یو ناشوني لټون له پاره کوراوکلی پرېږدم؟». له شاهزادګۍ سره د واده خوبونه او د پاچاهۍ خیالونه یې له سره وایستل او په کور پاتې شو.
د سوداګر زوی له خپل پلار سره مشوره وکړه. هغه ورته وویل چې نېږدې لویې وچې ته ولاړ شي او هلته د دغو څيزونو پوښتنه وکړي. هغه هم یوه کيښتۍ واخیسته، هرډول سوداګریز توکي یې په کې بار کړل، بادبانونه یې ودرول او روان شو. ښار په ښار، هېواد په هېواد وګرزېد. مالونه به یې پېرل او پلورل. په هر بندر کې په ډېرو ښو سرایونو کې تم کېده، له ډېرو شتمنو سوداګرو سره به یې ناسته ولاړه کوله. په دوه کالو کې یې ښې ډېرې پیسې وګټلې خو هر ځل به یې چې د کابل په سېر د اوو سېرو په وزن د ستر الماس، د سرو زرو د هګيو والا چرګې او د څلور سېره غشو ويشتونکې لیندۍ خبرې کولې، خلکو به ورپورې خندل. بالاخره ې پایلې ته ورسېد چې دا شیان د ځمکې پر مخ نه شته، له ګټلو پیسو سره بېرته خپل وطن ته راغی او پلرنی کسب و کار یې پیل کړ.
د بزګر د زوی ماجرا تر دې ډېره پېچلې وه.
لومړی خو یې لویې وچې ته د تلو له پاره پیسې نه درلودې. د سوداګرو په یوه کيښتۍ کې یې د ماڼو د شاګرد وظیفه پیدا کړه. په دې ډول یې هم ځان تر لویې وچې ورساوه او هم یې یو څو روپۍ وګټلې چې د بل کار ترموندلو پورې پرې ګوزاره وکړي. په یو لوی بندر کې کوز شو او هلته یې تر ټولو په ارزانه سرای کې ځان ته د اوسېدو ځای پیدا کړ. اخوا دې خوا یې پوښتنه وکړه، د سوداګرو کلی یې پیدا کړ. هلته له څه خوارۍ او سرګردانۍ وروسته له یوه شتمن سوداګر سره، چې پر سبا یې کيښتۍ باروله، منشي شو. اتل، د دهقان زوی اتل نومېده، څو میاشتې له دې سوداګر سره نوکري وکړه او کله چې سوداګر وغوښتل چې خپل وطن ته ولاړ شي، ترې جلا شو. اتل چې په دې ټوله موده کې یې ډېر ساده او غریبانه ژوند کړی و، کله چې له خپل باداره رخصتیده نو دومره پیسې یې ګټلې وې چې یو څه موده یې پرې بې زحمته ژوند کولای شو. په دومره وخت کې او د دومره سفرونو په ترڅ کې یې کافي ډېر مالومات پیدا کړي وو او پوهېده چې د خپل لټون له پاره پر کوم لوري ولاړ شي او هغه توکي چېرته ولټوي چې ده ته یې له سیمیا سره د واده او د مروا د پاچاهۍ هيله وربځښله.
هغه د نوو ماجراوو او نوو موندنو پر لور خپل سفر ته دوام ورکړ. هر چا سره یې ناسته ولاړه کوله. ان له داسې خلکو یې هم ځان لېرې نه ساته چې نېک نوم به یې نه درلود.
له یو ښاره بل ښار ته، له یو کلي بل کلي ته، له یو هېواده بل هېواد ته یې سفرونه کول، هر ځای کې یې خپله ورکه لټوله او نوي نوي شیان یې زده کول. دوه کاله او دوه میاشتې کېدې چې له مروا څخه روان شوی و. تصادف پر داسې یو ګڼ ځنګل ور برابر کړ چې له هرې خوا یې د وحشي ځناورو غږونه اورېدل. اتل په دغه نا اشنا او ډاروونکي ځای کې د هر څه د لیدلو تمه درلودای شوه خو د ځان په څېر د یو انسان سره د مخ کېدلو تمه یې نه وه. کله یې چې هلته لېرې د اور رڼا وليده، فکر یې وکړ چې لېونی شوی دی.
داسې بې ارادې غوندې د اور خواته روان شو، ځان سره یې وویل: «وګورو چې دا څه دي؟» له څه مزل وروسته په ځنګل کې یوې نسبتاً پراخې میدانۍ ته راورسېد. هلته یې یو بوډا ولید چې ریتاړې یې په غاړه وې او ځان ته یې خواړه پخول. سلام یې پرې واچاوه خو بوډا ځواب ور نه کړ. بیا یې پرې سلام واچاوه، خو بیا هم د بوډا پام نه شو. دریم ځل یې سلام واچاوه. هماغسې بې نتیجې. ورو له اسه راکوز شو او غلی غلی د بوډا خواته ورنېږدې شو. دوه درې قدمه به لا له بوډا څخه لېرې و چې یو نا اشنا غړمبار یې واورېد. چې مخ یې ورواړاوه یو بې شانه ستر یږ یې مخې ته ولاړ و. اتل توره له تېکي را وایسته او یږ چې پر بوډا حمله کوله ده پرې وار د مخه کړ او توره یې ترې تېر او بېر وایستله. یږ داسې په درز ولوېد چې بوډا ناڅاپي له خپلو چورتونو راوواته، خيزیې وواهه اومخ یې د غږ خوا ته ورواړاوه. دلته یې یږ وليد او ویې ليدل چې یو ځوان هلک توره په لاس، د ده او د یږ تر منځه ولاړ دی. پوه شو که دا زړهور هلک نه وای نو له دې وحشي ځناوره یې د خلاصون تمه نه وه. هلک ته یې سلام ووایه اومننه یې ترې وکړه چې له مرګه یې وژغوره. بیا یې پوښتنه وکړه:
- ډېر وخت وشو چې دلته يې؟
اتل ورته له هغه وخته چې دې میدانۍ ته رارسېدلی و، تر دغه دمه ټوله کیسه تېره کړه. بوډا ترې بخښنه وغوښته:
- و بخښه بچیه. زه په داسې یو چورت کې ډوب وم چې دا دوه ورځې مې یوه شېبه هم له مغزو نه وځي. ما هېڅ هم نه وو اورېدلي. راځه، دلته کښېنه، ماښامی تیار دی.
اتل کښېناست، له بوډا یې مننه وکړه او د خپلې حیرانتیا یې ورته وویل:
- دا به څه خبره وي چې ته یې مجبور کړی یې چې داسې خطرناک ځای ته پناه راوړې؟
- دا اوږده کیسه ده. اول به ځانونه ماړه کړو بیا به هر څه درته په کلاره ووایم.
اتل او بوډا د شپې تر ناوخته سره خبرې کولې او یو بل ته یې خپل سرګذشت بیاناوه. د بودا خبرو اتل داسې تر تاثیر لاندې راوستی و چې د لومړي ځل له پاره یې و نه کړای شول چې د خپل سفر موخه پټه کړي. دا نو یو نېکمرغه تصادف او یوه ښه کمزوري وه، ځکه چې بوډا ورته وویل چې هغه د دې څیزونو په اړه یو څه اورېدلي دي او د هغه یو ورور دی چې په دې اړه به ورسره مرسته وکړي. سهار وختي اتل له بوډا څخه رخصت واخیست او هغه ورته د خپل ورور پته ورکړه.
اتل روان شو. سر یې له خوندورو خیالونو ډک و. دوه ورځې مزل یې وکړ. د دویمې ورځې پر ماښام د یو سین غاړې ته ورسېد. دلته یې یو بل بوډا ولید چې تر لومړي بوډا ډېر مشر ښکارېده. لګیا و، په سین کې یې کبان نیول. پوه شو چې دا د هغه بل بوډا ورور دی. ورنېږدې شو. شپه یې له دې بوډا سره تېره کړه او ورته یې وویل چې د څه پسې ګرزي.
سهار له لمر سره یوځای راپاڅېدل. بوډا اتل ته د ټوټې یو پلنه ريښکۍ ورکړه او ورته یې وویل:
- هغه څه چې ته یې غواړې اسانه په لاس نه راځي. که ستا پر کلکه اراده مې باور نه درلودای نو ضرور به مې له دې لټون څخه راګرزولی وې. خو اوس چې ستا اراده پخه ده نو زما چې څومره مرسته درسره له لاسه کېږي. درنه یې نه سپموم. خو په دې باید پوه شې چې هغه خطرونه دې چې په مخ کې دي، زرواره تر هغو خطرونو لوی دي چې تر دې ځایه ورسره مخ شوی یې. اوس نو دا ريښکۍ واخله، د اس سترګې دې پرې وتړه، لس واره یې ځای پر ځای تاو کړه او بیا یې ملونې خوشې کړه. هغه به دې په خپله هغه ځای ته ورسوي چې ته به خپله ورکه په کې ومومې. خو یوې خبرې ته دې پام وي. تر څو دې چې الماس نه وي راخیستی، تر هغه وخته به نه څه وایې او نه به شاته ګورې. که نه ژوند به دې بایلې.
اس، چې خپلې خوښې ته پاتې شو، داسې نرم روان و چې اتل پر زین ارام کښېناستلای شو.
په سلګونو خلک ورته مخې ته راغلل. هر چا ترې هر ډول پوښتنې کولې خو ده ځان ورته ګونګی کړی و. څو ځله چا هڅه وکړه چې له دې یې وډاروي چې کوم ځناور ورپسې منډې وهي، خو هغه ځان ټینګ کړ. د لمر تر لوېدو لږ د مخه اس یو سین ته راورسېد او د یو ډاروونکي ګرداب مخې ته ودرېد. اتل د لومړي ځل له پاره و ډار شو. مخکې یې داسې سین بهېده چې په ژوندی ترې وتل ناشوني برېښېدل او شاته خو ګرزېدای نه شو ځکه چې دا کار یې د مرګ په مانا و. حيران ولاړ و. د دوو مرګونو تر منځ یې باید یو غوره کړی و او دواړه داسې مرګونه وو چې حتمي ښکارېدل. د عمر تر پایه خو دلته د سین پر غاړه ولاړ نه شو پاتې کېدای، نو اخر یې سترګې پټې کړې او اوبو ته ورکوز شو. چې سترګې یې وغړولې په یوه تیاره ځای کې و. اول خو یې ګومان وکړ چې دا به د هغې دنیا تیارې وې خو ژر پوه شو چې لا ژوندی دی. مخامخ یې کتل، مخ یې نه اړاوه. یو څو قدمه په تیاره کې مخ ته ولاړ. هڅه یې کوله چې کوم دېوال غوندې یو څه پیدا کړي چې تکیه پرې وکړي.
څو قدمه یې لا نه وو اخیستي چې د شا له خوا چا ورته په نامه غږ وکړ. مخ یې وروا نه ړاوه. داسې لاسونه وو چې نه ښکارېدل، هڅه یې کوله چې مخ یې شاته واړوي خو دی ورته کلک شو، ځان یې ترې وساته. څو واره یې تیندک وخوړ. پړمخې ولوېد خو د پورته کېدو پر مهال یې کوښښ کاوه چې مخ یې شاته وا نه وړي. یو تنګ دهلېز ته ورسېد چې دواړه څنګلې یې دواړو خواوو ته پر دېوالونو لګېدلې. ښایسته ډېر مزل یې په دې دهلېز کې وکړ. په یو ګرزني کې ورته لېرې یوه تته رڼا ښکاره شوه. اتل د رڼا پر لور ورغی. چې ورورسېد، ویې ليدل چې دې رڼا یوه دړه روښانه کړې وه. پر دړه لیکلي وو: «سر دې پټ کړه!». اتل مخامخ وکتل، هېڅ یې و نه ليدل. ښي خواته یې سترګې کږې کړې، هلته هم څه نه وو. کيڼ لور ته یې سترګې ورغړولې، هلته یې یوه د مزري ټوکړۍ وليده چې د دېګ په څېر وه. په یو زحمت یې ځان ور ورساوه، پر سر یې کښېښوده. سمدلاسه، پر دړه لیک بدل شو. و یې لوستل: «مخامخ، سل قدمه مخکې یو د سر دسمال دی، راوایې ځله او سترګې دې پرې وتړه.»
سل قدمه یې و شمېرل، دسمال یې پیدا کړ، سترګې یې وتړلې. هغه فکر کاوه چې یو وار سترګې وتړي نو هغه لږه، تته رڼا چې لیده یې، هغه به هم ترې پټه شي. خو نتیجه یې سرچپه وخته. هر څه ورته داسې ښکارېدل لکه د لمر په رڼا کې. یو شېبه یې انتظار و وېست چې سترګې یې رڼا سره عادت شي. یو غټ الماس یې ولید چې هره څنډه یې تر یوې نیمې لوېشتې زیاته وه. داسې روڼ و چې بېخي د حیرانتیا خبره وه. پر یو ډول پایې باندې ايښی و. هلک ورنېږدې شو او چې په دې ډاډه شو چې دا ریښتیا هم الماس دی، را وایې خيست. په دې ټوله موده کې په سلګونو، نه لیدل کېدونکي لاسونه لګیا وو، یو خوا بل خوا یې کشاوه، تښناوه یې، هڅه یې کوله چې مجبور یې کړي چې مخ شاته واړوي.
چې الماس یې په لاس کې ونیو، لومړی فکر چې اتل ته پیدا شو چې نور یې نو هم خبرې کولای شوې او هم یې هرې خواته کتلای شول. خبرو ته خو اړتیا نه وه خو د شاوخوا ليدلو له پاره یې لېوالتیا بې حده وه. شاوخوا ته یې وکتل. هغه ځای د یوې سمڅې په شان و چې هېڅ جالب څه په کې نه ښکارېدل. یو شي حیران کړ. پر هغې پایې، چې الماس پرې ایښی و، یو کاغذ په ډېر دقت کت شوی و. په خورا احتیاط یې راوسپړود. پرې لیکل شوي وو: «د دې پایې لاندې ځای وکینه، هلته به دوه بوتلونه پیدا کړې چې په یوه کې یې هلاهل زهر دي او په بل کې یې یو ډول ګټور جوهر دی چې د سروزرو د هګیو والا چرګې ته به دې ورسوي.»
اتل په خپلو ګوتو او نوکانو د پایې بېخ کې ځای و کينده، دوه بوتلونه یې وموندل چې یو له بله یې هېڅ تفاوت نه درلود. بې له دې چې فکر پرې وکړي، د یو بوتل سر یې پرانست او څه چې په کې وو، ټول یې وڅښل. سر پرې وګرزېد. باور یې راغی چې د زهرو بوتل یې پر سر اړولی و. دا احساس یې هغه مهال نور هم پیاوړی شو چې په ټول بدن کې یې یو د نه زغملو درد احساس کړ. اتل په بې صبرۍ مرګ ته په تمه و، شاوخوا یې هر څه داسې ګرد چاپېره تاوېدل چې سر پرې وګرزېد. د سمڅې دېوالونه له مخې ونړېدل. یو د دایرې په څېر دېوال راښکاره شو چې ډېرې دروازې یې درلودې. د دې دروازو په لیدو د سیمیا خواستګار د ارامښت احساس وکړ او د دروازو په کتلو بوخت شو. په دې وخت کې یې یو ډاروونکی غږ واورېد، چې ټول بدن یې ورسره ولړزېد. غږ ورته وویل: «په دې ټولو درواز کې یوه دروازه د سرو زرو د هګیو والا چرګې ته ورغلې، د نورو ټولو تر شا وږي ځناور دي.»
اتل حیران و چې څه وکړي. دروازې یې وشمېرلې. ټولې سل دروازې وې. ښې په دقت یې وکتلې. ټولې سره داسې ورته ې چې توپير یې نه درلود. په سلو کې یې باید یوه دروازه پرانستې وای او دا له ګواښه ډکه چاره وه. یوې دروازې ته ورنېږدې شو. غوښتل یې چې پرايې نیزي خو لاس یې ونیو. ځان سره یې وویل: «که دا سمه دروازه نه وي؟» سل واړو دروازو ته ودرېد خو د یوې د خلاصولو زړه یې هم و نه کړ. یو فکر یې سر ته راغی. د دغه میدانګي په منځ کې ودرېد. پینځّ دقیقې یې ځای پر ځای څرخونه ووهل. سر پرې وګرزېد. چې لوېدو ته نېږدې شو، څرخېدل یې بس کړل او په شتاب هغې دروازې ته ورغی چې مخې ته یې وه. دومره ځنډ یې و نه کړ چې بیا پرې شکونه غلبه وکړي. دروازه یې پرانیستله، ننووت. د دروازې له درشله لا پوره نه و اووښتی چې دروازه بېرته پورې شوه.
مخې ته یې داسې یوښکلی باغ ښکارېده چې د ښاپېریو په وطن کې به یې هم ساری نه وي خو هغه څه سره چې مخ شو، سمه د دوزخ صحنه وه. له هرې خوا پرې تېږې اورېدلې او غشي پرې لګېدل. داسې یو ډاروونکی غړمبار یې اورېده چې فکر یې وکړ چې د غوږونو پردې به یې وچوي.
ځان یې، په هر ممکن ډول د دې بې شانه هرکلي له خطرونو ساته. د مروا د تخت غوښتونکی اتل په پوره زړهورتیا مخکې روان و. کله به یې د یوې ونې ترشا ځان پنا کړ، کله د بلې. سترګې یې هره خوا ګرزولې چې داسې یو څه پیدا کړي چې پنجرې ته ورته وي. پینځه سوه متره وړاندې یې، د باغ په بل سر کې، چرګه تر سترګو شوه. په یو شواخون یې ځان وروساوه. د پنجرې دروازه چې یې پرانیسته، سمدلاسه د تيږو او غشو باران ودرېد، خو د دغو پینځو سوو مترو د پرې کولولو پر مهال یې ټول بدن په ټپونو پوښلی و، وینې ترې بهېدې. ناڅاپي یې د شدیدې ستړیا احساس وکړ چې د زغملو وړ نه وه. اتل غوښتل چې همدلته څملي او دمه شي. خو دمه یې څه وه؟ د ټپونو شمېرل وو. په ټول وجود کې یې، یوازینی ځای چې ډېر نه و ژوبل شوی، د پښو تلې وې. اتل ځان سره وویل: «نه کښېناستای شم، نه څملاستلای شم، نو چې ولاړ پاتې کېږم، تر هغې خو ښه دا ده چې له دې ځایه د وتلو لار ولټوم.» لټون یې ډېر وخت و نه نیو. یوه دروازه یې مخې ته راغله. بېرته یې کړه. چې څنګه تېر شو، دروازه بېرته پورې شوه. دغه ځای، تر هغه ځایه چې دی ترې راوتلی و، ډېر د دمې له پاره مناسب نه و. څو ګامه لرې یې یوه بې شانه لویه لیندۍ وليده چې د ونې پر څانګه را ځړېدله. خدای خبر کوم نا اشنا ډاډ اتل ته دا خیال پیدا کړ چې که ده، که نه ده خو همدغه ليندۍ هماغه یوه ده چې دی یې لټولو ته راغلی و. هغه لار چې د لیندۍ خوا ته تللې وه په بې شمېره تېرو تېرو مېخونو پوښلې وه. اتل په پوره زړهورتیا پر مېخونو وروخوت. په اصل کې دا کار یې چندان د زړهورتیا نخښه نه وه، خو بله چاره یې هم نه درلوده. پر مېخونو روان شو. د بوټانو تليو یې څو قدمه له ژوبلېدو وساته خو ميخونه تېره وو، او د اتل پر اوږه یو دروند الماس ايښی و. د الماس وزن چې د ده د خپل بدن له وزن سره یو ځای شو، د بوټانو تلي یې مېخونو ته د ټینګېدلو نه وو. ده بیا هم کوښښ کاوه چې پر لاره سم ولاړ شي او، په خپل احتیاط، د مېخونو له نېشه په یو ډول ځان وساتي، خو چرګې داسې پړتکې وهلې چې که اتل غوښتل چې هم الماس و ساتي او هم چرګه نو ناشونې وه چې خپل تعادل هم وساتي. تر دې امتحان وروسته اتل دا هم نه شوای ویلی چې د پښو تلي یې روغې دی. اوس د لیندۍ څو قدمۍ ته رسېدلی و، خو مخې ته یې د مالګينو اوبو یو ډنډ پروت و. په یو لاس یې پر خپله ټپي شوې اوږه هغه دروند الماس نیولی و او په بل لاس یې کوښښ کاوه چې چرګه له خپل سر څخه لږه پورته وساتي ځکه چې اوبه یې تر زنې پورې رسېدلې.
که په دنیا کې چا د دنیا پر شتمنیو د زړه له خلاصه لعنت ویلی وي هغه هغه به اتل و چې په دغې شېبې که د دنیا دوه بې ساري شتهمنۍ ورسره وې خو مالګینو اوبو یې د بدن پر بې شمېره ټپونو اور بل کړی و او هر حرکت یې کېدای شوی چې د ډوبېدو لامل شي.
اخر هم، زحمتونو خپله نتیجه ورکړه. اتل هم د دنیا تر ټولو ستر الماس درلود. هم یې یوه چرګه درلوده چې د سرو زرو هګۍ اچوي او هم یې داسې ليندۍ په لاس کې وه چې په هر جنګ کې یې د بریا ضمانت کولای شو. او دا درې واړه توکي د ښکلې سیمیا د وصال خوندور زېری و.
لیندۍ پر غاړه، الماس پر اوږه، چرګه تر تخرګ لاندې اتل په هغې دروازې ووت چې د باغ په دېوال کې پرانستې وه.
همدا چې د ناخوالو له دې باغه ووت، د اتل سترګو نور څه نه ليدل. ور په یاد شول چې باغ ته تر ننوتو د مخه یې سترګې تړلې وې. په خوارۍ یې دسمال له سترګو ایسته کړ او په خورا حیرانتیا متوجه شو چې سم هماغه ځای ته رارسېدلی و چې خپل اس یې پرې ايښی و. داس له سترګو هم پټۍ ایسته شوې و او په ارام زړه یې د د نیا تر ټولو شنه او پاسته واښه په خوند خوند خوړل.
اتل به دا ټوله ماجرا یو بد خوب ګڼلی و خو داسې په ټپونو پټ او د بې ساري خزانو تر بار لاندې کړوپ و چې له حقیقته یې انکار نه شو کولای. ڼه پوهېده چې څومره وخت به یې په دې پېښو کې تېر کړی و. خپلې ستړیا ته او د اسمان په منځ کې د غرمې لمر ته په کتلو یې داسې وګڼله چې ټوله شپه یې په دغې نااشنا نړۍ کې تېره کړې وه. خو واقعیت دا و چې پوره درې ورځې د مخه یې ځان ګرداب ته اچولی و خو دا ګرداب هم اوس نه ښکارېده.
زړه یې غوښتل چې په دغه ځای کې ښه اوږده دمه وکړي. ټپونو او ستړیا داسې حال ته رسولی و چې په ولاړه به هم ویده شوی و خو د خزانو د ورکېدو وېرې ورته اجازه نه ورکوله چې په ډاډه زړه سترګې پټې کړي. خوب یې وکړ، خو ډېر نا ارامه. وږی و، یو څه یې وخوړل او د بېرته تلو تکل یې وکړ.
له هغه وخته چې له مروا راوتلی و، پوره څلور کاله تېر شوي وو. دا اټکل هم کېده چې د بېرته تلو لار به هم له جنجالونو ډکه وي نو ځکه خو، ټاکلې نېټې ته د شاهزادګۍ مخې ته حاضرېدلو له پاره، اتل ډېر لږ وخت درلود. خورا ګړندی سفر یې وکړ او په دوه ورځو کې یې ځان یو لوی ښار ته ورساوه چې هم د خپلو ټپونو علاج وکړي او هم وطن ته د بېرته تلو تابیا ونیسي.
په یوه اونۍ کې دومره شو چې خپل سفر پیل کړي. له هغه وخته چې چرګه یې تر لاسه کړې وه، هغې دومره هګۍ اچولې وې چې چې د لارې د لګښتونو له پاره اندېښنه و نه کړي. په دغو شپو کې هېڅ کوم کاروان روانېدلو ته نه و تیار او د اتل تادي وه. یو ښه هډور خدمتګار یې پیدا کړ چې د تورې په کارولو کې یې هم پوره مهارت درلود. د مروا لار یې ونیوه. سر یې د پاچاهۍ له خيالونو ډک و. دغه شتمنۍ چې له ځان سره یې روانې کړې وې، د دې له پاره کافي وې چې پس له دې په ټوله مروا کې داسې څوک پاتې نه شي چې بېوزلی ورته وویل شي.
اته ورځې کېدې چې اتل او خدمتګار یې پر لار وو. په دومره وخت کې خدمتګار داسې په صداقت کار کاوه چې اتل ته یې د وفادارۍ او پاکۍ په اړه هېڅ تشویش نه و پاتې شوی. په دې جریان کې، هره ورځ چرګې یوه هګۍ اچوله او اتل به په خپلو توکو کې خوندي کوله.
په نهمه ورځ، اتل ویده و. نوکر یې وغوښتل چې هګۍ پخې کړي. د بادار په ويښولو یې زړه و نه شو، په خپله ورغی چې د اتل له ګنډو یو څو هګۍ راواخلي. په دې خبره چې هګۍ ټولې د سرو زرو وې، نوکر سخت حیران شو. فکر ته یې دا پوښتنه راغله چې د بادار په ګڼدو کې به نور څه عجایب پټ وي؟ غوټې یې راوسپړلې، کالي یې خواره واره کړل. د الماس ليدلو یې هغه وسوسه او تلوسه لا پیاوړې کړه چې د هګیو په ليدو ورته پیدا شوې وه. تورې ته یې لاس کړ او د خپل ویده بادار خوا ته ورغی. له هغې ورځې چې اتل داسې خزانه تر لاسه کړې وه چې هره ورځ ډېرېدله، خوب یې د پخوا په شان ژور نه و. د خدمتګار د پښو په غږ راويښ شو. سترګې یې وغړولې او په هماغه شېبه پوه شو چې د نوکر نیت یې سم نه دی. توره یې تیاره له تېکي ایستلې خوا کې پرته وه. دواړه سره ونښتل. خو یو، یو ساده، خدای وهلی ځوانکی و چې خپل زور یې د کوڅې له ورانکارو سره ازمویلی و او بل د مروا په څېر د یوې لویې پاچاهۍ په دريو بې ساري جنګیالیو کې راته. جګړه نا برابره وه. اتل ډېر په اسانه نوکر بې وسلې کړ. یوه هګۍ او دوه لغتې یې ورکړې او ورته یې وویل چې «له مخې مې ورک شه او بیا دې ځان راښکاره نه کړې!».
له دې پېښې وروسته، اتل پوه شو چې د ځمکې له لارې تګ له ګواښونو ډک و. پرېکړه یې وکړه چې نور به د اوبو له لارې، په یوازې سر خپل سفر ته دوام ورکوي.
تر نېږدې بندر پورې درې ورځې لار وه. ځان یې وروساوه. هګۍ یې خرڅې کړې، یوه ښکلې کيښتۍ یې واخیسته چې چلول یې ډېر ګران نه وو او د بل چا مرستې ته اړتیا نه پیدا کېده. دوه ورځو کې یې د سفر له پاره ټول ضروري شیان برابر کړل او بادبانونه یې هسک کړل.
اتل هم په جغرافیه ډېر ښه پوهېده او هم یې دا زده وو چې څنګه د لمر او ستورو په مرسته خپله لار پیدا کړي. هغه مهال چې ډېر غریب و او د کيښتۍ د ماڼو په توګه یې کار کاوه، د کيښتۍ چلولو هنر یې هم ښه پوره زده کړی و. ډاډه و چې ځان به په وخت خپلې موخې ته ورسوي.
د اوبو له لارې سفر د ځمکې په تناسب اوږد و، بیا خو اتل ځان ته کار نور هم ګران کړی و ځکه چې یوازې یې سفر کاوه. دا هغه ستونزه وه چې منل یې ورته غوره ښکارېدل. په سمندر کې یوازې څپې او توپان ورته ګواښ و، خو د وچې له لارې هر انسان او ځناور ګواښوونکی و.
د ستورپېژندنې محاسبې ورته دا ډاډ ورکاوه چې که کومه ناوړه پېښه و نه شي نو له ټاکلې نېټې دوه میاشتې د مخه به مروا ته ورسېږي.
څلور میاشتې هم بادونه او هم سمندر د اتل له هيلو سره سم وو. اتل ورځ په ورځ لا هيلهمن کېده. خو په دې دنیا کې هېڅ هم په یو حال نه پاتې کېږي. ناڅاپه هوا توپاني شوه.
هرې څپې سره دا خطر مل و چې د اتل د هيلو کوچنۍ کيښتۍ ماته شي. د ماڼو مهارت کيښتۍ له ماتېدو وژغورله خو اوبو ورته لار وکړه. د دې ستونزې پر وړاندې یوازینۍ د ژرغورل کېدو لار دا وه چې د کيښتۍ بار سپک شي. لومړی یې ټول هغه د استراحت وسایل اوبو ته واچول چې خپل د اوبو پرسر کور یې پرې سمبال کړی و. خو دا کافي نه وه. لږ وروسته اړ شو چې د خوړلو توکي هم کبانو ته وروبخښي. ورو ورو نېږدې ټول هغه څه چې په کيښتۍ کې یې بار کړي و، سمندر ته ولوېدل. په کيښتۍ کې یوازې ځوان اتل، چرګه، الماس او لیندۍ پاتې شول. بادبانونه خو لا ډېر پخوا له باد سره الوتي وو.
چرګې او لیندۍ خو چندان وزن نه درلود چې کيښتۍ یې په غورځولو سپکه شوې وای. اتل به یا ځان اوبو ته اچاوه، یا به یې الماس. ښکار ده چې د نړۍ هغه بې شانه ارزښتناکه غمی د سمندر تل ته واستول شو.
که پښېمانۍ کولای شوای چې څوک بېرته تېر وخت ته ولاړ شي نو اتل به دا غوره بللې وه چې لږ نور يې هم له اوبو سره مبارزه کړې وای، ځکه چې دوه ساعته وروسته له هغې چې الماس یې اوبو ته وسپاره، توپان غلی شو.
په دې وخت کې یو ټکی د اتل فکر ته راغی چې د توپان په غېږ کې یې ورته نه و پام شوی. اوس چې یې یوازې خپل لاسونه او کمیس هغه څه وو چې د باد په مرسته کيښتۍ پر مخ بوځي نو تر مروا پورې سفر به تر هغه ډېر وخت غوښته چې ده یې اټکل کړی و. د محاسبې له مخې دغه اضافي وخت پوره دوه میاشتې و، یانې ټوله هغه موده چې ده فکر کاوه چې تر ټاکلې نېټې مخکې به خپل کور کلي ته رسېږي. یوه بله ستونزه هم وه. د خوړلو له پاره ورته څه نه وو پاتې.
اتل پینځه اونۍ په نهاره تېرې کړې. نور نو د مرګ پر غاړه و. په دې وخت کې، د لومړي ځل له پاره اتل، پرته له اندېښنې او اوږدې محاسبې، یوه غټه پرېکړه وکړه. چرګه یې ووژله او خامه خامه یې وخوړه. خامې غوښې یې په نس درد کړ، خو اوس یې دومره انرژي پیدا کړې وه چې د بلې ورځې او نورو پېښو په تمه شي.
انتظار یې ډېر اوږد نه شو. د چرګې تر خوړلو دوه ورځې وروسته یو ټاپو ته ورسېد چې په هېڅ یوه نقشه او هېڅ یوه لیکنه کې یې ذکر نه و راغلی. دا ډېره د هېښتیا خبره هم نه ده، ځکه چې هغه مهال جغرافیه ډېر دقیق علم نه شو بلل کېدای. اتل وليدل چې په دې ټاپو کې انسانان اوسېدل. نېږدې وه چې له ډېرې خوشالۍ یې زړه وچوي.
له بده مرغه دا خوشالي خورا لنډه وه. کله چې د سمندر څنډې ته ورسېد، پوه شو چې د دې ټاپو اوسېدونکو د ارښتونو یو جلا فکر درلود. اتل ځان سره سوچ کړی و چې هغه څو هګۍ په خرڅې کړي چې چرګې د خپل ژوند په ورستیو ورځو کې اچولې وې او ځان ته به پرې خواړه او د کيښتې د بادبان له پاره په پرې رخت واخلي. خو په دې ځای کې سرو زرو هېڅ ارزښت نه درلود.
خوراک خو څه ستونزه نه وه. پر دې ټاپو پرته له ځنګلي مېوو د خوړلو نور څه نه پیدا کېدل او هغه وړیا وې. رخت هم دلته چا نه پېژانده.
اتل سره پینځه دېرش د سرو زرو هګۍ وې. څو تنو ته یې ښکاره کړې خو چا ورته کتل هم نه. په يو ځای کې یې د ماشومانو یوه ډله وليده. هغوی دا ځلېدونکي غونډاري د لوبو د توکو په توګه ډېر خوښ کړل. اتل پینځه دېرش هګۍ ورکړې او دوه د زمري پوټکي یې په بدل کې تر لاسه کړل.
اتل په دې ځای کې پینځه شپې وکړې چې خپله ستړیا رفع کړي او خپلې روغتیا ته پام وکړي. له یو ښاخ څخه یې د خپلې کيښتۍ له پاره د بادبان ډاګه جوړه کړه او د زمري پوټکي یې د رخت پر ځای پرې و ځړول. مروا ته یې مخه کړه.
له ټاکلي وخت څخه ایله دوه ساعته مخکې مروا ته ننهواته او مخاخ شاهي ماڼۍ ته ورغی.
پاچا نه و، نو اتل شاهزادګۍ سیمیا خپل حضور ته ومانه. هغه ورته خپله ټوله کیسه تېره کړه، لیندۍ یې ورته مخ ته کښېښوده، ویې ویل: « نه راسره الماس شته او نه د سروزرو د هګيو والا چرګه. خو له دې ازموینې ستا موخه دا وه چې د هغه چا زړهورتیا او پر ژمنه ټینګتیا و وینئ چې ته به یې ژوند ته نېکمرغي راوړې، نو...»
سیمیا پرې نه ښود چې خپله خبره پای ته ورسوي. ورته یې کیسه وکړه چې پلار یې د اتل تر تګ څو میاشتې وروسته مړ شو. اتل او د سوداګر زوی دواړه په سفر تللي وو چې د شاهزادګۍ شرط پوره کړي نو د ولس په غوښتنه مجبوره شوه چې د وزیر له زوی سره واده وکړي، ځکه چې په دریو وروستیو غوره شوو کسانو کې یوازې هغه پر وطن و. هغې ورته دا هم وویل چې اوس د دوو ښکلو لوڼو مور ده.
په دې خبره د اتل د غوسې تصور ډېر ګران نه دی. هېڅ یې و نه ویل. په چوپه خوله یې د خپلې اوږدې او خطرناکې ماجرا یوازینۍ پاتې نخښه، هغه ليندۍ، ټوټې ټوټې کړه.
اتل د خپل پلار کره ولاړ، د ګاونډي لور سره یې واده وکړ. خپلو ځمکو کې یې کارکاوه او د ژوند اړتیاوې یې پوره کولې. داسې ژوند یې کاوه لکه هېڅ هم چې نه وي شوي. له خپل اوږده، سخت او دردوونکي سفر څخه یې یوازې یو څو یادونه ساتلي وو. خپلو لمسیو ته به یې ووایي، خو هغوی به پرې باور وکړي؟
پیشو او موږک
ډېر پخوا، ټولو انسانانو او حیواناتو په یوه ژبه خبرې کولې. سره له دې چې د ځمکې ټولو موجوداتو کولای شول چې له یو بل سره په خبره پوه شي، جنګونه او جنجالونه ښه ډېر وو. د شکایتونو او شخړو له پاره هر چا دلیلونه او بهانې پیدا کولای شوې. ټول د «الهی نړۍوال قانون» تابع وو، خو هر چا به دا قانون، په خپله خوښه، د ځان په ګټه او د نورو په تاوان تعبیراوه او د نورو تعبیرونه به یې ناسم بلل. کله کله به د څو ډلو انسانانو او حیواناتو غړي سره یو ځای شول چې په ګډه خپلې ګټې خوندي کړي خو ډېر ژر به دا اتحاد ړنګ شو. ژوند همداسې روان و.
یو وخت، په یو ځای کې انسانانو د اوسېدو له پاره یوه لویه ماڼۍ جوړه کړه. موږکان راغلل، د ماڼۍ په دېوالونو کې یې ځالې جوړې کړې. په لومړي سر کې د انسانانو او موږکانو تر منځ اړیکي ډېر ښه وو. هر چا خپل ژوند په خپله خوښه کاوه او د بل په کار کې یې کار نه درلود.
موږکانو د موږکانو په څېر ژوند کاوه. چا به چې د خوړلو څه و موندل خوړل به یې او چا به چې د خوړلو څه نه موندل وږي به پاتې کېدل او پر خپله برخه به یې قناعت کاوه. ډېر ځله به دغه موږکان له لوږې مړه کېدل.
ژوند په ارامۍ روان و. خو دې نېکمرغه حالت ډېر دوام نه شو کولای. فکر وکړئ چې هره موږکه د کال اته واره لنګېږي او هر وار اته بچي راوړي. په ډېر لږ وخت کې د موږکانو یوه کورنۍ په یوه لویه قبیله بدله شوه. واړه موږکان چندان منونکي هم نه وو. کله به د موږکانو ادې د موږکانو بابا ته شکایت وکړ. هغه به کړس کړس وخندل. ویل به یې: «پرېږده چې له خپل ماشومتوب او ځوانۍ خوند واخلي. چې د ژوند مسوولیتونه ور تر غاړې شي، په خپله به ارام شي.»
د موږکانو بابا مړ شو. په خورا درناوي یې ښخ کړ. د موږکانو کورنۍ دوه اونۍ د ماتم اعلان وکړ. کله چې دا دوه اونۍ تېرې شوې، یو موږک چې نورو به «بدی لالا» ورته ویل، د کورنۍ غړي یوې لویې جرګې ته راوبلل. جرګې ته یې یوه اوږده بیانیه ورکړه. په خبرو کې یې وویل:
«بابا دې خدای وبخښي، موږ ته یې یو لوی موږکستان را پرېښود چې اوس یې باید چارې په هوښیارۍ او دقت سمبال شي. تاسې خو پوهېږئ چې زه په تاسې ټولو کې هم هوښیار یم، هم تر ټولو قوي یم او هم پوره بدخویه یم. نو د موږکستان د مشرۍ له پاره تر ما غوره بل څوک نه شته. تاسې خو پوهېږئ چې دا یو ډېر دروند کار دی او هوښیار موږک دومره ستونزې په خپله خوښه پر غاړه نه اخلي. خو زه پوهېږم چې یو څوک باید خپله شخصي خوشالي د ټولنې له نېکمرغۍ قربان کړي. ځکه خو زه ستاسې د مشرۍ دروند مسوولیت پر غاړه اخلم او که څوک یې نه مني، هغه د موږکانو د ټولنې ستر دښمن دی او زه به ورته داسې جزا ورکړم چې بیا بل موږک د ټولنې د دښمنۍ جرأت و نه کړای شي.»
د بدي لالا بیان ډېر واضح و. موږکانو به یا د هغه مشري منله او یا به یې جزا منله. هیچا مخالفت و نه کړ. بدی لالا د موږکانو مشر شو.
بدی لالا به هر چا ته ویل چې د موږکانو بابا یو بې زړه او بې تدبیره موږک و. شاوخوا هم ورسره فاسد موږکان وو چې موږکستان یې د بربادۍ پر لور روان کړی و. د موږکانو د بابا تاریخ یې پسې را وسپړود او یوازینی مثبت ټکی چې یې په کې پیدا کړ دا و چې بدی لالا یې زېږولی و.
څو ورځې وروسته موږکستان کې داسې ګونګوسې شوې چې موږکستان خو په اصل کې بدي لالا جوړ کړی و خو د موږکانو بابا، خدای خبر له کوم ځایه راغلی و او د فاسدو موږکانو په مرسته یې د موږکستان مشري غصب کړې وه.
د بدي لالا قدرت ورځ په ورځ زیاتېده. ډېر ژر د «بدي لالا» نوم هم د تاریخ له کتابونو ورک شو. د موږکستان مشر ته به یې «ستر لارښود» ویل او چا به چې دا خبره نه منله، هغه به «بې لارې» بلل کېده او هغه زندان ته به اچول کېده چې د همداسې کسانو له پاره جوړ شوی و.
د دې نوې دورې په پیل کې داسې ښکارېده چې د ستر لارښود قدرت هېڅ حد نه لري خو د بې لارې موږکانو شمېر هم ورځ په ورځ زیاتېده. د بې لارې موږکانو له ډېرېدو سره هغو موږکانو چې له وېرې د ستر لارښود پر خوا درېدلي وو، ورو ورو د هغه مخالفت پیل کړ او د حکومت واک ورځ په ورځ ننګول کېده.
په دې جریان کې ښځینه موږکانو، هرې یوې، د کال څلور شپېته بچي راوړل. د ماڼۍ په تاداوونو کې د موږکانو سوري دومره ډېر شول چې انسانان و ډارېدل چې ماڼۍ به ونړېږي. د موږکانو د مقابلې له پاره یې یوه غټه پیشو راوسته او د ماڼۍ لاندینۍ برخه یې وروسپارله. پیشو به هر ورځ لس، شل موږکان خوړل.
ستر لارښود فکر وکړ چې د پیشو راتلل د هغه د واک له ټینګولو سره مرسته کولای شي. پیشو ته ورغی. ورته یې وویل:
- له هغې ورځې چې دا دنیا پیدا شوې ده، موږکان او پیشوګان سره دښمنان دي. تاسې زموږ غوښې خورئ او موږ هڅه کوو چې ستاسې له منګولو ځان وژغورو. کله کله داسې شرایط راشي چې دوه همېشني دښمنان د یو ګډ دښمن د وهلو له پاره سره ملګري شي. ستا له موږکانو سره دښمني ده. یوې ډلې موږکانو سره زما هم دښمني ده. ته مجبوره یې چې د ښکار له پاره کله یو ځای او کله بل ځای په څو کښېنې او په ساعتونو انتظار وباسې چې کوم موږک منګولو ته درشي. ته که ډېره طالعمنه شې نو د ورځې به لس دولس موږکان ونیسې. د ومره غوښه تا نه شي مړولای. بل خوا ډېر موږکستانیان زما او زما د حکومت پر ضد راپاڅېدلي، قسم قسم جنجالونه را ته جوړوي. تا ته وړاندیز کوم چې زه او ته په شریکه هم ستا د خېټې غم وکړو او هم زما د واکمنۍ.
پیشو چې موږک ته د شک په سترګه کتل، ځان یې ناګاره واچاوه:
- په دې خو پوه شوم چې ته د خپل واک د ټینګولو له پاره زما مرسته غواړې خو ته به ما ته څه خیر راورسوې؟
- ډېر په اسانه! ته به ژمنه وکړې چې یوازې زما دښمنان به خورې، ملګرو ته به مې څه نه وایې. زه او زما ملګري به هره ورځ کافي شمېر موږکان په هغو لارو شړو چې تا راته په نخښه کړې وي. بس هملته ورته کښېنه او مزې کوه.
دا خبره د پیشو هم خوښه شوه. کله چې دا خبر په موږکستان کې خپور شو، ډېری موږکان له بې لارې موږکانو سره یوځای شول. یو کم شمېر موږکانو، چې بیا هم په سلګونو حسابېدل، دا حالت په خپله ګټه وباله او د موږکستان له حکومت سره یې لاس یو کړ. تر دې د مخه د موږکستان وګړي په دریو ډلو وېشل شوي وو: بې لارې موږکان، د سترلارښود پلویان او بې طرفه موږکان. اوس چې له پیشو سره تړون شوی و نو بې طرفه موږکان څوک د ستر لارښود خواته ودرېدل او څوک له بې لارو سره یوځای شول.
د خدای د استازي دا نوی سیاست تر ډېره بریالی شو. د موږکستان د ښوونځیو د تاریخ په کتابوو کې یې له پیشو سره تړون ته «تاریخي جوړجاړی» ویل. د تاریخي جوړجاړي له برکته او د پیشو د بې ساري اشتها په مرسته د بې لارې موږکانو شمېر په کمېدو شو. ستر لارښود ځان ته سخت غره و. فکر یې کاوه چې په سیاست کې یو نابغه موږک دی. واک یې ورځ په ورځ ټینګېده. داسې یې انګېرله چې دا هر څه د ده د لوړ فکر نتیجه ده او پیشو د ده په لاس کې یوازې یوه وسیله ده. کله کله به یې لا د پیشو پر کړنو اعتراض هم کاوه.
یوه ورځ چې د موږکستان مشر د پیشوپر وړاندې یو څو بې ادبه خبرې وکړې، هغې ته قار ورغی، ځان یې کنټرول نه کړ، د موږکانو پر مشر یې حمله وکړه او یوه ګوله یې کړ. بیا یې د مشر موږک ورور ته وویل چې اوس ته واک واخله، ځان ته «د موږکستان د سوکالۍ اتل» نوم غوره کړه.
له نوي حکومت سره د موږکستان په چارو کې کوم خاص بدلون رانغی خو یو شمېر موږکان چې د ستر لارښود نېږدې ملګري وو، په پټه د مخالفینو همکار شول. د دې همکارانو په مرسته بې لارې موږکان د پیشو له ټولو تصمیمونو څخه مخکې له مخکې خبرېدل او له هغو لارو به یې ځان لېرې ساته چې پیشو به په کې څو نیولی و.
انسانان په لومړي سر کې د پیشو له فعالیتونو راضي وو. موږکانو د پخوا په څېر ورانی نه کاوه. خو د وروستیو پېښو په نتیجه کې، چې موږکانو د ځان ژغورلو له پاره نوې لارې چارې پیدا کړې، پیشو لېونۍ غوندې شوه. کله به یې یو خوا منډې وهلې او کله بل خوا. په لار کې به چې د انسانانو لوښي په مخ ورغلل، هغه به یې هم ماتول. د کور ټول سامان یې شوکارې شوکارې کړ. قالینې، پردې او بسترې، هر څه د موږکانو په وینو سره وو. انسانان به هره ورځ پیشو ته په غوسه وو. خو څرنګه چې له موږکانوهم په تکلیف وو نو پیشو به یې هم وهله او هم به یې د ماڼۍ تشو خونو ته شړله.
پیشو له دې حالته سخته پرېشانه وه. همېشه به یې چورتونه وهل او د حل لارې به یې لټولې. د پسرلي، اوړي او مني شپې یې په همدې فکرونو کې تېرې کړې، نه پوهېده چې څه وکړي. د ژمي له راتلو سره انسانانو اورونه بل کړل.
یو ورځ پیشو د نغري خواته په چورتونو کې ناسته وه، لمبو ته یې کتل. د لرګي یو سر به لمبه وکړه او کرار کرار به لمبه د لرګي بل سر ته ورسېده. یو فکر ورته پیدا شو. ځان ته یې دوه درې ښکنځلې هم وکړې چې ولې یې تر دې له مخه دا فکر نه و کړی. د ماڼۍ په لاندیني پوړ کې انسانانو د ژمي له پاره لرګي او خاشاک زېرمه کړي وو. کفایت یې کاوه چې یو کوچنی، بل شوی لرګی دغې زېرمې ته یوړل شي. په لږ وخت کې به په ټول موږکستان کې لمبې خپرې شي، موږکان به څه په اور کې مړه شي او څه به لوګي تېښتې ته اړ کړي.
پیشو له ځان سره لګیا وه، د خپل پلان پر تطبیق یې فکر کاوه. یو کوچنی موږک چې د پخلنځي خواته روان و، د پيشو په نیت پوه شو، دستي ولاړ، د بې لارې موږکانو یوه ډله یې راخبره کړه.
کله چې پیشو په خورا احتیاط له نغري څخه یو لګېدلی توتڼی را و ایست، موږکان راغلل، شاوخوا یې ورته په نڅا پیل وکړ. پیشو چې پر موږکانو حمله کوله، د اور بڅری ترې د خونې پر فرش و لوېد. پیشو وارخطا شوه. بې له دې چې فکر وکړي، ورمنډه یې کړه چې د اور بڅری راپورته کړي خو په دې وخت کې فرش اور اخیستی و. اور د پیشو وېښتو ته ورسېد. په څو شېبو کې اور ټولې ماڼۍ ته خپور شو.
پیشو په اور کې مړه شوه. ماڼۍ داسې سوې وه چې نوره د اوسېدو نه وه، انسانان ترې کډه شول. موږکستان پاتې شو او موږکان.
موږکانو یوه لویه جرګه راوغوښته. جرګې دوه لویې فیصلې وکړې. یو دا چې هېڅکله به موږکان له پیشو سره لاس نه یو کوي او بله دا چې د نړۍ په هېڅ ځای کې به هېڅ موږک د حکومت جوړولو هڅه نه کوي.
خیالستان
لالی یو کوچنی یتیم و چې د شېرباز خان په کور کې یې د سپي ژوند تېراوه. تر لمرخاته د مخه به له خوبه راپاڅېده، او چې کله به یې د کورنۍ ټول غړي ویده شول، بیا به یې سترګې پټې کړې. له سهاره تر ماښامه به د خان او د خان د کورنۍ له پاره منډې رامنډې وهلې. د دمې وخت خو یې نه درلود خو په یوه نه یوه پلمه به یې د ورځې څو لښتې وهل هم خوړل.
میاشتې او کلونه تېرېدل. نور ورته دا حالت د زغملو نه و، یوه ورځ یې تصمیم ونیو چې په هرډول چې وي، ځان له دې دوزخه وباسي.
یو شپه، په پټه د اسونو توېلې ته ورغی، د خان تر ټولو ښه او چابک اس یې زین کړ، او، د الله په توکل، له کلي ووت. په غرونو او رغونو کې یې تر هغې مزل وکړ چې ډاډه شو چې نور یې نو د خان خلک نه شي پیدا کولای. پو یو تنګه دره چې دواړو خواوو ته کمرونه یې د دېوالونو په څېر نېغ وو او دومره لوړ وو جې د لیدو له پاره یې باید سړي دومره ورمېږ کوږ کړی وای چې خولۍ یې له سره لوېده. داسې ښکارېده چې د دې درې یوازیني اوسېدونکي چورموښکۍ، ماران او نور خزنده ګان وي.
په درې کې یې ښایسته ډېره لار ووهله خو څوک یې مخې ته را نعی. اخر یوې کلا ته ورسېد. لالي فکر وکړ چې کېدای شې دلته ورته څوک د څه مودې له پاره خوندي پناه ځای ورکړي. له کلا ګردچاپېره و ګرزېده خو دروازه خو لا څه کوې چې په دېوالونو کې یې یو چاود هم و نه موند.
لالی په ډېر شواخوان د کلا پر دېواله وروخوت. هغه څه یې چې دننه ولیدل، د کلا له بهرنۍ منظرې لاډېر هېښوونکي وو. د کلا انګړ داسې هوار و لکه د لاس ورغوی. هېڅ هم په کې نه وو. یوازې د دې سترو دېوالونو او د دې پراخه انګړ په منځ کې یوه کوچنۍ خېمه، د کوهي پرغاړه ولاړه وه. لالی د دېواله له سره راکښېووت، خېمې ته ورغی. ویې لیدل چې د نړۍ تر ټولو ښکلې یوه نجلې، د ورېښمو پر کټ د ورېښمو په بستره کې ویده وه. د لالي د پښو له ښکارلو سره نجلۍ راویښه شوه. هېڅ حیرانه نه شوه، تا به ویل چې له مودو راهیسې یې په تمه وه.
ښاپېرۍ، لالي همداسې انګېرلې وه چې دا به ښاپېرۍ وي، د اوبو جام ورمخته کړ، و یې پوښته:
- دلته څه کوې؟
لالي ورته د خپل ژوند کیسه تېره کړه، و یې ویل:
- خو فکر کوم چې دلته به ستاسې په کار نه یم.
ښاپېرۍ په موسکا شوه:
- په کار خو مې نه یې خو که غواړې چې دلته پاتې شې نو خدای دې راوله. دا لس کاله کېږي چې زه دغې د غم کلا کې یوازې اوسېږم او په دې لسو کلو کې مې بني بشر نه دی لیدلی. په کال کې یو وار یو څوک راځي چې زما د کال خرڅی را ته د کلا له شانه را ګوزاروي او بس.
لالي هڅه وکړه چې د خپلې کوربنې د ژوند په اړه لږ و ډېر مالومات وکړي خو هغې ورته داسې څه و نه ویل چې د ده د زړه تسلي پرې وشي. هغه خپل نوم یې هم ورته و نه وایه. لالي چې ورته وویل «ما ته ښاپېرۍ ښکارې» په کړس کړس یې و خندل او ورته یې وویل: «ښه ده نو، ښاپېرۍ مې بوله!»
لالی چې ټول عمر یې په منډو ترړو تېر شوی و، له بېکارۍ نه سخت په عذاب و. په خپلو جېبونو کې یې یو څو دانې پیدا کړې. له ښاپېرۍ پټې یې د کلا په یوه څنډه کې چې هغه کله نه ورتله، په ځمکه کې وکرلې.
د ښاپېرۍ هغه خوشالي د تصور تر حد پورته ده چې کله یې، څه موده وروسته، ورته د ګلانو یوه کوچنۍ کوده مخ کې کښېښوده. مننه یې ترې وکړه. ډېره شېبه یې ګلان په لاس کې نیولي وو، په مینه یې ورته کتل، بیا یې پوزې ته نېږدې کړل او په خیالونو کې ډوبه شوه. لالي نه یې بیا بیا مننه وکړه او ورته یې وویل چې زه به هم همداسې يوه حیرانوونکې ډالۍ درکړم.
ماښام ښاپېرۍ د کلا ګودام ته ننوته او لږه شېبه وروسته له یوې هندارې سره راووته.
- دې هندارې ته وګوره. داسې یو خیالي سفر به وکړې چې تراوسه پورې هېچا نه دی کړی او دومره ښکلاوې به ووینې چې تراوسه چا نه دي ليدلې، خو که سترګې دې ورپولې نو د هندارې طلسم ماتېږي.
لالي په هنداره کې سترګې ښخې کړې. لومړی یې په کې خپله څېره ولیده. په هنداره کې خپله څېره لیدل خو د حیرانتیا خبره نه ده خو کله چې په تپه تیاره کې په هنداره کې ځان ووینې نو منل یې ګران دي. لالي کتل چې په هنداره کې تصویر شېبه په شېبه وړوکی کېده. ډېر وخت نه و اووښتی چې تصویر ورته د یوه ډېر کوچني تور ټکي غوندې ښکاره شو.
ټکی هم ورک شو. لالي په هنداره کې داسې ژوره تیاره لیدله چې د تروږمۍ شپه ورته د رڼا ورځې په څېر وه. بیا یې ناڅاپه یوې ډېرې تېزې رڼا سترګې و برېښولې. نېږدې وه چې سترګې پټې کړي خو د ښاپېرۍ خبره وریاده شوه چې د سترګو له رپولو سره د هندارې جادو له منځه ځي. د رڼا ټکی ورو ورو پراخېده او تتېده. څو ثانیې وروسته یې د رڼا په تورو لیکل شوې یوه لوحه ولیده: «خیالستان ته ښه راغلې». تر دې لوحې لاندې، د رڼا په تورو لیکل شوي وو: «چې له دې دروازې تېر شې خیالستان ته ننوځې. د ننوتلو پر مهال هېڅ ډول تشریفات او رسمیات نه شته خو دا به هېروې چې له بل ځایه راغلی یې. دروازه پرانیزه. نه به پښېمانه کېږې!»
لالي په ډېر احتیاط لاس وروړاندې کړ او دروازه یې پورې وهله. خیالستان ته ورننوت.
د خیالستان واټونه په سپینو مرمرو او شناورګو رخامو پوښلي وو. د پلیو لار له اصلي واټ څخه په رنګارنګ ګلونو بېله شوې وه. د څلور لارو په منځ کې ګلدانونه وو. د کورونو جوړښت یې بې شانه ښکلی و. د کړکیو او دروازو په چوکاټونو کې قیمتي غمي لګېدلي وو. ګڼه ګوڼه زیاته وه خو خلکو په تګ کې تادي نه کوله. له څېرو یې یې ښکارېدل چې په خپل ژوند کې ډېر خوښ دي.
په ښار کې، ځای ځای، زړه راښکونکي باغونه وو چې د پاسه به پرې د رڼا په تورو «هدیره» لیکل شوې وه خو هېڅ یو قبر په کې نه ښکارېده. لالي له چا نه په دې اړه مالومات وغوښتل. ور ته وویل شول چې په خیالستان کې چې کله هم څوک ښخېږي نو پر قبر یې یوه ونه کرل کېږي. د ونې د ډډ پر پوټکی، په یوه فلزي قلم د مړي نوم، د زېږېدو او د مړینې نېټې کیندل کېږي. ونه هم په تصادفي ډول نه غوره کېده. چې ونې ته به دې لیده د خدای بخښلي د ژوند مهمې پېښې به دې سترګو ته ودرېدې. یوه د الوبالو ونه یې ورته وښوده، دا د یو ستر فزیکپوه قبر و چې د طبیعت څو نوي قوانین یې کشف کړي وو او، لکه څرنګه چې د ونې پر ډډ کیندل شوو مالوماتو څرګندوله، د څلور سوه او اویا کالو په عمر له زړښته مړ شوی و. د زردالو یوې ونې دا څرګندوله چې هغه څوک چې دې ونې یې له خاورو خپله غذا اخیسته یو کیمیا پوه و چې ګڼ نوي او ګټور مالیکولونه یې ترکیب کړي وو او د یو سل او دېرشو کالو په عمر د خپل لابراتوار د چاودنې په ترڅ کې وژل شوی و. لالي به حیرانتیا پوښتنه وکړه چې څنګه خلک دومره اوږده عمرونه کوي؟ ور ته وویل شول چې د طبابت د پرمختګ له برکته ټولې ناروغۍ له منځه تللې وې او خلک یا د زړښت له امله او یا د تصادفي حادثو له امله مړه کېدل. لالي دا هم واورېدل چې د هېواد تر ټولو مشر کس د شپږسوه او دوه څلوېښتو کالو و.
دلته تر راتلو ایله څو ساعته وروسته لالي د دې فوق العاده او حیرانوونکي هېواد په اړه ډېر مالومات لاس ته راوړي وو.
لومړۍ خبره دا وه چې خلکو په کې ډېر لږ کار کاوه. یو کال یې پینځه ویشت اونۍ و او په اونۍ کې د کار منځنی حد یونیم ساعت و. نور وخت په کې ورزش، لوبو، لوستلو، نندارتونونو، تیاترونو او نورو تفریحي فعالیتونو ته څانګړی شوی و. دا هر څه د دې له برکته وو چې د کار وسایل دومره پرمختللي وو چې د انسانانو مداخله په کې خورا کمه وه. ماشومان ښونځیو ته نه تلل. د هرې کوڅې په کونچ کې څو بوټي کرل شوي وو چې ماشومانو به هم په کې سات تېري کوله او هم به یې یو څه زده کول. که څه هم هره ورځ په یو ډول د مېلې ورځ وه خو د میزان پر لومړۍ ورځ چې د مني د اعتدال ورځ ده (ورځ او شپه سره یو برابر دي) یوه خاصه، لویه مېله جوړېده. دې مېلې دوه اونۍ دوام کاوه. د دې مېلې په ترڅ کې به د یو کال له پاره د هغو ښارونډو له ډلې چې د ټولنې د ښیګڼې له پاره به یې بې ساري کارونه کړي وو د ټولنیز ژوند همغږه کوونکي ټاکل کېدل. د مېلې تر ټولو مهم مراسم د ودونو تجلیلول وو. واده یوازې د میزان پر دریمه کېدای شو. ټولې هغه جوړې چې په یوه ورځ به یې واده کړی و، «همودوني» بلل کېدل او د دوی تر منځ به د یو ډول خپلوۍ او دوستۍ داسې کلک اړیکي جوړېدل چې ټول به په غم او ښادۍ کې سره شریک وو او د ژوند په سختیو کې به یې یو بل ته سره لاس ورکاوه.
لالی دومره په خيالستان مین شوی و چې غوښتل یې د تل له پاره همدلته و اوسي، خو په دې جریان کې یې څه پام په بله شوی و، د ښاپېرۍ خبره یې هېره کړې وه، څه یې سترګې درنې شوې وې، ناڅاپي یې سترګې سره ورغلې.
چې سترګې یې بېرته پرانیستې، نه خیالستان و، نه یې د مرمرو او رخامو واټونه وو، نه یې د رنګارنګ ګلانو منظرې وي. پر ځای یې هماغه د ښاپېرۍ د کلا هوار انګړ و.
څو ورځې پرله پسې لالي ښاپېرۍ سره د خیالستان خبرې کولې او همدا به یې ویل چې کاشکې بېرته ورتلای شوای.
یوه ورځ ورته ښاپېرۍ وویل: زما خو ډېر زړه غواړي چې ته دلته راسره پاتې شې، خو هغه چا چې زه دلته بندۍ کړې یم دا یې هم ویلي چې زه باید دلته یوازې واوسم. که خبر شي چې ته دلته راغلی یې داسې بلا به درباندې راولي چې تصور یې هم نه شي کېدای. بل خوا، ته هم غواړې چې ولاړ شې. خیالستان په حقیقت کې هم شته. ما ته یې لار هم مالومه ده. که ته غواړې چې ورشې، زه درسره مرسته کولای شم خو دا یو ډېر اوږد او ډېر خطرناک سفر دی. هره شېبه په کې د مرګ خطر شته. بیا هم که غواړې چې ولاړ شې نو همدا نن شپه باید روان شې.
چې ماښام شو، لالي له ښاپېرۍ سره خدای پاماني وکړه. ښاپېرۍ ورته یو کوچنی تور غونډاری ورکړ، ور ته یې وویل:
- دا درسره واخله. له کلا چې ووتې، د شمال په لور به روان شې. هر ماښام به دا غونډاری د سپوږمۍ رڼا ته ګورې. که لار دې نه وه غلطه کړې نو یو سپین ټکی به پر دې غونډاري را پیدا کېږي. که لار دې غلطه کړې وه او له خیالستانه لېرې شوی وې نو یو ټکی به ورکېږی.
لالی بېرته په کلا واوښت. په زړه کې یې ګرزېده چې کېدای شي اس لا هم هملته ولاړ وي، خو د مارانو او چورموښکیو په منځ کې به اس خوارکي څه کړي وای. په خپله مخه تللی و. لالي په اسمان کې د قطب ستوری په نخښه کړ او روان شو. ټوله شپه او سبا ټوله ورځ یې مزل وکړ. ماښام چې سپوږمۍ راوخته، لالي د ښاپېرۍ غونډاري ته وکتل، ریښتیا هم یو ډېر کوچنی سپین ټکی پرې ښکارېده. لالي همداسې څو اونۍ پرله پسې مزل وکړ او هر ماښام به یو نوی سبپین ټکی د غونډاري پر مخ ځلېده. په تلو تلو کې داسې یو ګور ځنګل ته ورسېده چې د لمر وړانګې په کې د ونو تر پاڼو نه شوې تېرېدای. لالي به په یو شواخون د ونو او څانګو په منځ کې خپله لار ایسته. یو وخت یې پام شو چې بېخي نه پوهېږي چې کوم لوري ته روان دی. په ځنګل کې داسې تیاره وه چې د شپې او ورځې توپیر هم چندان اسانه نه و. کله به یې چې غونډاري ته وکتل، یو سپین ټکی به ترې کم شوی و، په سبا به یې چې بیا وکتل، سپین ټکی به بېرته راغلی و.
نېږدې و چې ناهیلی شي. کله به یې ځان سره ویل چې په همدې ځنګله کې به له دنیا تېر شي. خو بخت یې مل و، د ځنګله په تیاره کې یو سپین ږیری بوډا مخې ته ورغی.
بوډا ورته وویل : مه وارخطا کېږه، زه به دې له دې ځایه وباسم.
په لار کې بوډا د هر هر څه په باره کې خبرې کولې، لالی هم خوشاله و. اکثره دا خبرې ورته نوې وې او ډېر څه یې ترې زده کولای شول. یوه ورځ، یا یوه شپه، په دې ځنګل کې مشکله وه چې ووایي ورځ وه که شپه وه، بوډا د یو نااشنا هېواد یادونه وکړه چې نوم یې «خیالستان» و. د خیالستان د نامه په اورېدو، د لالي غوږونه څک شول. بوډا لګیا و:
- که چېرته انسانان په خپله ښه او بده پوهېدای، ټول به خیالستان ته تللي وو.
لالي، پرته له دې چې خپلې خبرې ته فکر وکړي وویل: زه هم په همدې نیت راوتی یم!
بوډا ورته آفرین ووایه، او ورته یې وویل چې ما د خیالستان په لور یوه لنډه لار ليدلې ده. لالي ترې هیله وکړه چې دا لار ده ته هم وښیي.
ماښام مهال لالی او بوډا له ځنګله راووتل. په مخکې یې یو لوی غر و او د دې غره پر یوه لوړ کمره یې یوه بې شانه ښکلې ماڼۍ ولیده. بوډا ورته وویل: دا زما جونګړه ده، راځه شپه به دلته وکړو. سبا به، خدای لوی دی، د خیالستان په لور روان شې.
هماغومره چې دا ماڼۍ له بهره ښکلې ښګارېده، دننه هماغومره ډاروونکې وه. په یو کونج کې یوه کوچنۍ خونه وه چې څه نا څه د اوسېدو ښکارېده، نور نو هره خوا د کنډوالو په منځ کې ډېرانونه وو چې بوی یې دنیا په سر اخیستې وه. لالی د کنډوالو په منځ کې یوې تپې تیارې خونې ته ورټېل وهل شو او دروازه پسې وتړل شوه. دومره له تعجبه ډک حالت و، چې له خولې یې سپڼ هم نه راواته. کله یې چې سترګې له تیارې سره عادت شوې و یې لیدل چې د دې زندان چت او دېوالونه په شوپرکانو پوښلي وو. د دې بدمرغۍ د زغملو له پاره ورسره له خپلو اوښکو پرته څه نه وو.
لالي یو انساني غږ واورېد چې په پسپسي یې ورته وویل:
- مه ژاړه، ژړا هېڅ ګټه نه لري.
- ته څوک یې؟ موږ چېرته یو؟
- موږ د «ستر جنت» په ماڼۍ کې یو. دا د سره دېو کور دی. او زه هم د دې ټولو شوپرکانو په څېر یو شوپرک یم.
- یو شوپرک چې خبرې کوي؟
- هو. حقیقت دا دی چې موږ شوپرکان نه یو پیدا شوي. ډېره موده نه کېږي، موږ هم ستا په څېر عادي هلکان او نجونې وو. سره دېو موږ دې ځای ته په چل راوستو، شوپرکان یې را نه جوړ کړل، هماغسې چې نن یا سبا به تا نه هم شوپرک جوړ شي.
- څنګه؟
- نه پوهېږم چې څنګه له خلکو شوپرکان جوړوي. همدومره پوهېږم چې دلته یې راوستو، ویل یې چې داسې یو وطن ته مو بیایي چې هر څوک په کې نېکمرغه دی. موږ هم ورسره راروان شو. بیا یې په دې سمڅه کې بندیان کړو. دلته یې درې ورځې نه د خوړلو څه راکړل، نه د څښلو. په دریمه ورځ یې را ته یوه ډېره مزهداره قورمه راوړه او موږ هم په شوق وخوړه. چې ډوډۍ خلاصه شوه، متوجه شو چې بدن مو ورو ورو بدلېږي، په څو شېبو کې ټول د شوپرکانو په بڼه شو. بیا مو څو ورځې سور دېو و نه ليد. کله چې بېرته راغی موږ ورته په ښکنځلو او ښېراوو شرو وکړه. دېو پوه شو چې د ډوډۍ په تیارولو کې سهوه شوی و، کوم څه یې هېر شوي وو نو څکه موږ لا هم د انسانانو په څېر خبرې کولای شوې. دیو ولاړ موږ ته یې نوره قورمه راوړه. موږ ټولو پرېکړه کړې وه چې نه به یې خورو خو ډېرو فکر وکړ چې دا غوره ده چې د خبروکولو وړتیا له لاسه ورکړي خو له لوږې مړه نه شي. موږ دوه تنو له خوراک څخه ډډه وکړه. اوس موږ د دېو په مخکې څه نه وایو، هغه هم فکر کوي چې موږ هم د نورو په څېر یو. وروسته یې نور هلکان او نجونې هم راوستل. ما ډېره هڅه وکړه چې په خبره یې پوه کړم خو چا را ته غوږ و نه نیو. اوس دا دی ستا وار دی. نوره دې خوښه خپله ده چې هرڅه کوې، ما درباندې خپله غاړه خلاصه کړه.
- دا ولې داسې کوي؟
- په همدې ډول د خپل ژوند اړتیاوې پوره کوي؟
- څنګه؟
- په هرو څو ورځو کې یو وار مو له دې ځایه وباسي، شاوخوا کلو ته مو استوي. هلته چې موږ څومره ورانی کولای شو، کوو یې. بیا سور دېو راشي، د کلی خلکو ته وایي چې زه مو له دې آفته ژغورلای شم. د کلي خلک ورته ټول هغه څه ورکړي چې دی یې ترې غواړي، بیا د یو خاص جادویي شپېلي په مرسته موږ بېرته دلته راولي.
لالي ژړا بس کړه او په دې فکر کې شو چې څرنګه د دغه ظالم دېو پلانونه شنډ کړي.
د خپل چاکو په مرسته یې د دېوال په کیندلو پیل وکړ.
درې ورځې وروسته دیو راغی، په یوه لوښي کې یې د لالي مخې ته قورمه کښېښوده. لالي په ډېره بې صبرۍ له لوښي کپونه اخیستل او خولې ته یې وړل. دیو حیران شو چې سره له دومره ډاروونکي حالته څنګه لالی داسې ارام دی. پوښتنه یې ترې وکړه.
- د خان په کور کې یې هم همداسې په تیاره خونه کې بندې کولم او په ورځو ورځو به وږی ناست وم. پوهېږم چې له دې ځایه خلاصېدای نه شم نو ولې خپل زړه وخورم؟ خو دا را ته ووایه چې زه دې ولې دلته بندي کړی یم؟ څه را نه غواړې؟
- تا نه هم شوپرک جوړوم، لکه له دې نورو مې چې جوړ کړي.
- دا خو سخته بې رحمي ده! خو ووایه چې دا کار څنګه کوې؟
دېو په کړس کړس وخندل:
- ژلمیه دا نو زما راز دی!
- خو دیو کاکا، مونږ به همېشه همداسې شوپرکان یو؟
- همداسې یې وګڼه. تر څو چې زه ژوندی یم تاسې به همداسې وئ، او زه نه مرم.
- ته تلپاتې یې؟ باور مې نه راځي، ټول مخلوقات یوه ورځ مري.
- ته خو ولا سخت هوښیار یې. ریښتیا وایې. په حقیقت کې زما اروا په یو بوتل کې بنده ده چې درې پوښه لري. لومړی پوښ یې سور دی. بې حده کلک دی. د ماتېدو شان یې نه شته، خو که مات شي، نو «د لوی جنت ماڼۍ» خپله ښکلې بڼه له لاسه ورکوي او د سمڅې په بڼه ښکاري. دویم پوښ یې خړ دی. که هغه مات شي نو زه د خپلو شوپرکانو کنټرول له لاسه ورکوم. دریم پوښ یې تور دی. که هغه مات شي نو زه مرم او شوپرکان بېرته خپلې انساني بڼې ته ورګرزي.
- دا خو ډېره عجیبه خبره ده. دا بوتل به دې حتماً په ډېر پټ څای کې ساتلی وي؟
- خود نو! د دې ماڼۍ لمرخاته ته د درې ساعتو په فاصله کې یو باغ دی چې د یوالونه یې دومره لوړ دي چې مرغۍ هم پرې نه شي وراووښتلای. دروازه یې تل دوه وږي زمریان ساتي. د دې باغ په منځ کې یو لوی ډنډ دی چې چارچاپېره ترې یو ښامار پروت دی. دا ښامار یوازې هغه وخت ویده کېږي چې بوتل له اوبو را و ایستل شي. زه هره اونۍ ورځم چې زمریان بدل کړم او ښامار ته د خوب کولو وخت ورکړم.
د دې خبرو په جریان کې لالي خپله کاسه تشه کړې وه. له قورمې یې څکه هم نه وه کړې، هر څه یې څنګ ته پر څمکه توی کړي و. چې کاسه تشه شوه، لالي ځان اخوا دې خوا کړ، په تړتړۍ ژبه یې و ویل:
- عجججججججیبه ده! ننننوککککان مې تر څڅڅڅنګګګلې هم اوږده ششششول!
د یو په خندا وویل: ډېر ښه، ځه اوس لږ استراحت وکړه.
دا یې وویل، له خونې ووت او دروازه یې د شا له خوا بنده کړه.
لالی نور ډېر ضعیفه شوی و. به ډېره خوارۍ یې بیا د دېوال په کېندلو پیل وکړ او دومره د زړه په زور یې چاکو کاراوه چې له دیو سره د مرکې پر سبا بې د دېول هاخوا رڼا ولیده.
ټوله ورځ یې په خوب تېره کړه. ماښام یې هغه شوپرک چې خبرې یې کولای شوې، واستاوه چې د دیو خبر واخلي. دیو په خواږه خوب ویده و. لالی له بندخونې راووت، شاوخوا وګرزېد، یو پړی او یو تبر یې و موندل او بېرته خپل ځای ته راغی.
سبا سهار دیو ووت. لږه ساعت وروسته لالی هم ووت او د ختیځ په لور روان شو. له یوه ساعت مزله وروسته یې د باغ لوړ دېوالونه ولیدل.
کله چې د باغ نېږدې دښتې ته ورسېد، و یې لیدل چې په لسګونو کبلي په وښو کې څرېږي. لالی د خپلې رسۍ یوه څوکه کړۍ کړه او یو کبلی یې په کې راونیوه. له زمریو سره په نېږدې فاصله کې یوه ونه وه. لالي په ډېر احتیاط ځان ونې ته ورساوه، کبلی یې خوشې کړ او په خپله ونې ته وخوت. زمري پوه شول چې څوک غواړي باغ ته ننه وځي ، خو حواس یې غلط شول، له یوې خوا د لوږې زور و او له بلې خوا د دندې مسوولیت و، په کبلي پسې یې منډې کړې. لالي له دې ګډوډۍ نه په استفاده، منده کړه او تر څو چې د زمریانو پام له کبلي څخه د ده په لور رااووښته، دی په دروازه ننوتی و.
دلته یې ډنډ ولید چې مار ترې ګردچاپېره حلقه وهلې وه. د ډنډ پر غاړه ولاړې ونې دومره لویې او دومره لوړې وې چې ښاخونه یې يو په بل کې سره ننوتي وو. لالی پوهېده چې مار د ډنډ له غاړې نه شي لېرې کېدای نو ویې غوښتل چې د هوا له لارې ځان د ډنډ منځ ته ورسوي. یوې ونې ته وخوت او له یوې ځانګې بلې ته په ټوپ وهلو یې ځان په خورا مهارت، پرته له دې چې د مار خوله ورورسېږي، د ډنډ منځ ته ورساوه. له هغه ځایه یې اوبو ته ورټوپ کړه او په څو ثانیو کې یې بوتل له اوبو راووېست. څرنګه چې د بوتل پوښ هوا سره په تماس کې شو، مار په ډوب خوب ویده شو.
خدای خبر په کوم جادو، کله چې زمریانو د کبلي پسې منډه کړه، سور دیو احساس کړه چې څوک یې د وژلو هڅه کوي. په منډه یې ځان تر باغ راورساوه. کله چې لالي بوتل له اوبو راو وېست، دېو د باغ پر دورازه راننوت. لالی وارخطا نه شو. تبر یې راواخیست او د بوتل سور پوښ یې ټوټې ټوټې کړ. سور دیو منډه نوره هم تېزه کړه او لالي خړ پوښ هم مات کړ. لالی او سور دیو یو له بله فقط څو قدمه لېرې وو چې تور پوښ هم دانه وانه شو. لالي یوه اوږده رمباړه واورېده چې د باغ دېوالونه یې ولړزول. لالي کتل چې د ديو بدن شېبه په شېبه وړوکی کېده. دیو همدومره وویل چې «دا هر څه زما خپله بې عقلي وه» او له سترګو پنااه شو.
د دېو له مرګ سره سم په اسمان کې یو ګړز شو او برېښنا پړک وهل. د برېښنا رڼا دومره تېزه وه چې لالي سترګې پټې کړې. کله یې چې یو شېبه وروسته سترګې پرانستې شاوخوا ته یې یوازې یوه وچه، سوې دښته وه. «د سترجنت ماڼۍ» پر ځای یې د شاوخوا سلو تنو پېغلو او ځوانانو ډله ولیده چې له ډېرې خوښۍ یې ټوپونه وهل. لالي په دې ډله کې هغه څوک لټاوه چې لارښونه یې ورته کړې وه. هغه په خپله څنګ ته ورغی. لاس یې ورته پر اوږه کښېښود:
- آفرین ملګریه، زموږ ژوند دې وژغوره!
ځوانانو غوښتل چې هر څوک په خپله مخه ولاړ شي خو لالي ورته وویل چې خیالستان یوازې د سور دېو یو خیالي داستان نه و چې د نورو د غولولو له پاره یې جوړ کړی و. هغوی یې راوبلل چې ورسره یو ځای خیالستان ته ولاړ شي. هغوی ورته وویل چې دوی د یوې خیالې نېکمرغۍ په هیله ډېرې ستونزې ګاللې وې او دغه وطن چې دوی په کې اوسېدل، دومره هم بد نه و چې بل ځای ته ترې ولاړ شي. ټولو سره خدای پاماني وکړه او هرڅوک په خپله مخه ولاړل.
لالی بیا یوازې د خیالستان پر لور روان شو. دومره ماجراوو ښه ځپلی و. په سختۍ یې مزل کاوه. ناڅاپه، هوا، چې تر دې دمه ډېره مناسبه وه، د ده د طمعې خلاف مخ په خرابېدو شوه. اسمان ورېځو وپوښه او باران په اورېدو شو. په ورېځو او باران کې دا شونې نه وه چې لالی دې شمال او جنوب سره وپېژني. څو ورځې یې انتظار و وېست خو لمر راښکاره نه شو. ساړه هره ورځ ډېرېدل. لالي هم ورو ورو په ټوخي پیل وکړ. آخر چې ډېر تنګ شو، د خدای په توکل یې یو لور ته مخه کړه، په دې هیله چې تصادف به یې سمې لارې ته برابر کړي. درې ورځې مزل یې وکړ. څه ګوري چې دقیقاً هماغه ځای ته راغلی و چې باران لاندې کړی و.
خو دا ځل ډېر یوازې پاتې نه شو. کله چې ستړی ستومانه بېرته د هماغه اور ایرو ته راغی چې درې ورځې مخکې ترې تللی و، نو ځان سره یې وویل چې هسې ځان ستړی کول نه دي په کار، تر هغو به همدلته پاتې شي چې تر څو اسمان شین شي. په همدې چورتونو کې و چې یوه زړه بوډۍ راغله. سلام یې پرې واچاوه. لالي د هرڅه تمه درلودای شوه خو دا یې په خیال کې هم نه ګرزېدل چې په دغه ورکه دښته کې به یو انسان سره مخ شي. خو دا یې د حیرانتیا وروستۍ موقع نه وه. ژر پوه شو چې بوډۍ هم د د ده له نوم سره اشنا وه او هم په دې خبره وه چې د سره دېو په بند کې پرې څه تېر شوي وو. په خبرو خبرو کې پوه شو چې بوډې یوه ډېره پخه جادوګره وه. ورته یې وویل:
- زه د یو غټ مصیبت سره مخ شوم. یو بل جادوګر چې زما د جادو مقابله یې نه شوه کولای په درغلۍ، زما د جادو کتابونه یو ژور کوهي ته وغورځول. که ته راسره مرسته وکړې او زما د جادو ستر کتاب راته بېرته راوړې نو زه به درته د خیالستان دلارې ډېره دقیقه نقشه درکړم چې پرته له هېڅ خطره به ورورسېږې.
په سبا یې لالی هغه کوهي ته ورکښېوت. د جادوګرې کتاب یې و موند او ورته یې وروسپاره. هغې هم په خپله وعده وفا وکړه او یوه نقشه یې ورکړه. لالی بیا روان شو. ډاډه و چې دا ځل به لار نه غلطوي، هغه په دقت د نقشې لارښونې تعقیب کړې خو کله چې له شپږو ورځو سفر وروسته هماغه ځنګل ته راورسېد چې سور دېو ترې ایستلی و نو حیرانتیا یې حد نه درلود. څرنګه چې په نقشه یې باور درلود. دا څو ورځې یې هغه غونډاري ته هم نه وو کتلي چې ښاپېرۍ ورکړی و. دلته یې راواخیست. و یې لیدل چې لس سپين ټکي له منځه تللي وو. پوه شو چې دا نقشه جعلي وه، څيرې یې کړه او د شمال په لور روان شو.
څو ورځې لار یې نوره هم ووهله. یوې جبې ته ورسېد، د ښاپېرۍ غونډاري دا ښوله چې خیالستان ته فقط دوه ورځې لار پاتې وه، خو په دې جبې او د هغې په بوختو کې پرمختګ تقریباً ناشونی و. نیت یې وکړ چې د جبې دوره وکړي چې خپله لار پیدا کړي.. پوره یوه ورځ یې د ختیځ پر لور مزل وکړ، خو شمال ته د تللو لار یې و نه موندله. کله یې چې ماښام غونډاري ته وکتل، پوه شو چې د یوې ورځې مزل په اندازه نور هم له خیالستانه لېرې شوی دی. بېرته راوګرزېد، دوه ورځې مزل یې وکړ خو پام یې شو چې بیا هم له خپل هدفه درې ورځې لېرې و.پرېکړه یې وکړه چې بېرته هماغه ټکي ته ورشي چې درې ورځې مخکې وررسېدلی و او په هر ډول چې وي، په جبه کې خپله لار وباسي.
زر خطرونه یې قبول کړل او په پوره زړهورتیا پر مخ روان و. لوند خیشت، په خټو لړلی، سل ځله نېږدې و چې په بوختو کې ونښلي. یو ځای ته ورسېد چې د اوبو د یو ډنډوکي په منځ کې یوه پلنه سپینه تیږه وه. پښه یې پرې کښېښوده. تیږه په ډوبېدو شوه. هر څه یې چې وکړل د شاته تګ امکان یې نه و. سترګې یې پټې کړې چې په بوخته کې خپل ډوبېدل و نه ویني.
تر ځمکې لاندې یو ځای و چې په زرګونو نه لیدل کېدونکو څراغونو داسې روښانه کړی و، لکه رڼا ورځ چې وي. نه لیدل کېدونکو د ساز آلو ډېره خوندوره موسیقي غږوله.
کوچني، په تيږو پوښل شوي سړکونه هر خوا ته تلل. پر هر سړک یوه لوحه لګېدلې وه چې ظاهراً د سړک لوری یې ښوده خو پر یوه لوحه هم څه نه وو لیکل شوي. سړکونه په بې شمېره خلکو ډک وو، خو دا ماشومان او لویان داسې ښکارېدل لکه له ډبرو چې جوړ وي.
د قیامت او د هغې دنیا خبرې یې ډېرې اورېدلې وې. دې صحنو ورته په ډاګه دا څرګندوله چې لا ژوندی دی او تر هغې جبې لاندې چې ده فکر کاوه چې په کې مړ به شي، داسې یو ښار و چې پخوا په کې ژوندي انسانان اوسېدل.
راپورته شو، شاوخوا یې وکتل. هېڅ د ستړیا احساس یې نه کاوه. خپل جامو ته یې پام شو. د خټو هېڅ نخښه پرې نه ښکارېده. دغه حالت هېڅ حیران نه کړ. داسې ښکارېده چې یو سکون یې پر اروا خپور شوی دی. په دې سلګونو سړکونو کې یوه سړک بې اختیاره ځان ته ورکشاوه. ورغی. سل قدمه لا نه و تللی چې له دې سړکه یوه کوچنۍ کوڅه بېله شوې وه چې هيڅوک په کې نه ښکارېدل، د کوڅې په سر کې یوه لوحه ایښي وه. د نورو لوحو پر خلاف، بردې لوحې لیکل شوي وو: خـ**لسـ**ن. د لالي په فکر کې هېڅ شک نه و. دا د خیالستان کوڅه وه. د کوڅې په پای کې یوه تړلې دروازه وه. لالي چې هرڅه وکړل دروازه یې خلاصه نه شوه کړای. فکر یې وکړ چې شاید د خلاصولو کوم پټ میکانیزم به لري. شاوخوا یې وکتل. لږ وړاندې یو لوی ساعت و چې د دې حیرانوونکي ښار د ټولو موجوداتو پر خلاف یې حرکت کاوه. شاوخوا بل هېڅ داسې څه نه وو چې د دروازې د خلاصولو وسیله شي. یوازې همدغه یو ساعت و چې ستنې یې ګرزېدې. لالی ورغی. د ساعت ستنې یې به دواړو لاسو و نیولې او و یې درولې. دروازه داسې و غنګېده چې د لالي غوږونه یې په درد کړل او ورو ورو بېرته شوه. لالی ورننوت. د لالي له ننوتو سره سم دروازه په یو ګړب بېرته پورې شوه.
تپه تیاره وه. تېز باد لګېده. د پر مختګ ستونزو ورته دا جوتوله چې پر یو پېچومي روان و، د کوم غره سر ته خاته. چې هر قدم به یې اخیسه، پر یوه تیږه به لګېده. له بدنه یې وینې بهېدې خو نه یې شوای کولای چې پر مخ ولاړ نه شي. داسې وو لکه یوه نه لیدل کېدونکي قوه یې چې ځان ته راکاږی.
سپېدې چاودلې چې لالی ستړیا ځپلی، په وینو ککړ، پر څمکه ولوېد. د ښورېدو وس یې نه و. لالي یوه وروستۍ هڅه وکړه او د سینې پر زور یې ځان د غره څوکې ته ورساوه،شاوخوا یې و کتل. هلته لېرې اته جادویي توري ځلېدل: خیالستان. لومړی یې فکر وکړ چې خوب به ګوري خو د ښاپېرۍ پر غونډاري یوازې د یوه سپین ټکي ځای پاتې و.
لالي د دغو تورو په ليدلو وموسل او ځان یې د خواږه خوب پستې غېږې ته وسپاره.
عالم موږک
په پخوا زمانو کې، د یو کلي په یو کور کې د موږکانو یوې جوړې ساده خو هوسا ژوند کاوه. هر څه سم وو. یوازینۍ ستونزه دا وه چې په هغه کور کې یوه پیشو هم وه او هر ځای کې تړکونه هم ايښودل شوي وو.
موږکې شپږ بچي راوړل چې خپلې مور او خپل پلار ته د نیا تر ټولو ګلالي بچي همدغه شپږ موږکوړي وو. تر څو چې بچي د مور تر څنګه وو، ژوند ښه په ارامه روان و، هېڅ ناوړه پېښه ونه شوه. خو موږکان هم لویېږي. یوخت داسې هم راځي چې موږکوړي باید د مور له څنګه لېري شي او د خپلې خېټې غم په خپله وخوري. موږکې هڅه کوله چې خپلو بچیو ته دا ورزده کړي چې پیشوګان او انسانان څنګه، په کومو چلونو او په کومو وسایلو د موږکانو ژوند کې ستونزې پېښوي او موږکان باید د ځان ساتلو له پاره کوم کوم کارونه وکړي. موږکې ځان ډاډه کړ چې بچیو یې د دې نصیحتونه سم اورېدلي او ځان یې پرې پوه کړی دی. بچې یې په کور کې خوشې کړل.
په موږکوړو کې یو و چې په لومړیو کې یې له خویندو وروڼو سره هېڅ توپېر نه کېده خو چې لږ غوټکی شو، تر ټولو شوخ موږک همدی و. سخت کنجکاو و، په هر څه کې به یې کار درلود. دومره پوښتنې یې کولې چې هېڅ حساب یې نه و. مور او پلار یې یوازې په هغه څه پوهېدل چې موږکان یې د ژوند په اوږدو کې د تجربې پر اساس زده کوي. کله به یې د مور او پلار ورته زړه تنګ شو: «دا ته څه بلا یې، ځه ورک شه په پوښتنو دې پکو کړو. ستا یې څه چې لمر چېرته دی او سپوږمۍ چېرته ځي. د خوارې مږې زویه، خپل پنېر دې ژویه!»
موږکه څو واره نوره هم لنګه شوه او په لسګونو بچي یې راوړل. دې ټولو به شوخ موږک ته د خپګان خبرې کولې. شوخ موږک له کورنیو ناندریو دومره په تنګ شو، چې د کور پرېشودو ته یې زړه ښه کړ. له کوره ووت. شپه او ورځ مزلونه یې وکړل. یو ښار ته ورسېد. دلته هر څه نوي وو. هغه د کلي د کور ارامي نه وه. د اوسېدو له پاره یې په یو کتابتون کې واړول چې په پېلابېلو رنګونو کې، د بېلابېلو موضوعاتو په اړه، په زرګونو کتابونه په کې وو.
موږکوړی کتابونو ته دد شو. تر څو چې کتابدار خبرېده دې ځوان موږک تقریباً هرې المارۍ ته سر ورښکاره کړی و. په لږ وخت کې ترې د نړۍ تر ټولو عالم او لوستی موږک جوړ شو. ټول هغه علمونه چې تصور یې کولای شئ، د ده زده وو. په بیالوژي، کیمیا، فزیک، ستورپوهنې، تاریخ، جغرافیا او نورو ټولو شته او د تصور وړ علمونو کې یې مالومات پیدا کړل.
تر دې ټولو زدهکړو وروسته عالم موږک و غوښتل چې خپل کور کلي ته بېرته ورشي. د کلي په کور کې یې ښه په درز کې هرکلی وشو.
د خپل سفر کیسې یې وکړې. له بده مرغه له مور او پلاره نیولي، تر خویندو وروڼو او حتی خوریونو او ورېرونو پورې ټولو ورپورې و خندل او د ده میاشتې، میاشتې وخت چې په کتابتون کې یې له کتابونو سره تېرکړی و، ورته ضایع شوی ښکارېده. یو ورځ خو یې په خپلو غوږونو دا هم واورېده چې ماشومانو په ټوکو کې د «عالم شاه» به نوم یاداوه.
کله به چې عالم موږک نورو ته ویل چې په پنېر کې شکر، مېنرالونه، ویټامین او غوړ شته هغو به کړس کړس وخندل او ورته به یې وویل: «موږ چې څومره پوهېږو په پنېر کې ښه خوندور پنېر پیدا کېږي!»
یوه ورځ یې مور ورته نصیحت شروع کړ: «ګوره بچیه، ته یو هوښیار موږک یې. ته باید پوه شې چې انسانان زموږ دښمنان دي او موږکان باید هغه څه و نه کړي چې انسانان یې کوي، یا یې وایي. موږکانو کې یو متل دی چې وایي ٬مه کړه هغه چار چې نه دې مور کړې نه پلار٬. بل، انسانان فکر کوی چې هغوی تر موږ هوښیار دي، د موږکوالې غرور موږ ته دا اجازه نه راکوي چې موږ هم انسانان هوښیار وبولو. هغوی احمقان دي او کارونه یې د احمقانو دي. د هغوی په کتابونو کې چې څه راغلي، هغه ټول دروغ او چڼیات دي.»
د عالم موږک خلق ډېر تنګ و. په دې فکر کې و چې څه رنګه به نورو موږکانو ته ثابته کړي چې دی تر هغو غوره دی. فکر یې وکړ چې که داسې یو کار وکړي چې د موږکانو په تاریخ کې چا نه وي کړی نو خپلوان به یې پوهې او وړتیا ته تسلیم شي.
پر خپله حافظه یې فشار راوړ، ټول فارمولونه او مسایل یې چې له نظره تېر شوي وو، رایاد یې کړل. د پیشو د طبیعي جوړښت په اړه یې یو ځای کې لوستي وو چې پیشوګان د خپلو برېتونو په مرسته د خپل وجود انډول برابروي. بل ځای کې یې د هيپنوتیزم په اړه یو کتاب کې لوستي وو چې دغږ او نظر په مرسته یو څوک کولای شي بل څوک تر خپل اثر لاندې راولي، ویده یې کړي او هر کار چې غواړي پرې ویې کړي.
ټول موږکان یې خپل سوري ته راوبلل. هلته یې ورته د تازه کورتو یو ښه خوندوره مېلمستیا ورکړه، بیا یې ورته خپل نظر ووایه چې که د پیشو برېتونه پرېکړل شي نو بیا پیشو نه شي کولای چې موږک ته زیان ورسوي. موږکانو ورپورې ښه ډېر وخندل. یو څو مشرانو ورته نصیحتونه وکړل چې نور له خپل لېونتوبه لاس واخلي او د یو هوښیار موږک په شان ژوند شروع کړي، واده وکړي او موږکوړي وزېږوي.
عالم موږک دا هر څه په ډېره حوصله اورېدل او په خپل تصمیم کې لا جدي کېده.
یوه شپه چې پیشو ښه ستړې شوې وه، په چل چل ورنېږدې شو. په ډېر مهارت یې د هیپنوتیزم په مرسته په ژور خوب ویده کړه او بریتونه یې ورته وکرنجول.
سهار چې پیشو راپاڅېده، سمه پر لار نه شوه تلای. کله به له دروازو سره لګېده او کله له دېوالونو سره. کله به یې سر د کټ پر پښه نښتی و او کله یې لکۍ په جارو کې بنده وه. ښکار خو پر ځای پرېږده، هغه تیاره ډوډۍ چې انسانانو ورته اچوله هغه یې هم سمه نه شوه خوړلای. په څو ورځو کې د پیشو صحي حالت خراب شو او مړه شوه.
موږکان مجبول شول چې د «عالم شاه» کمالونو ته آفرین ووایي. موږکان سره جرګه شول، عالم موږک ته یې د موږکستان د خدمتونو عالي مډال ورپه غاړه کړ او ترې و یې غوښتل چې ټول هغه څه یې چې زده کړي، د موږکانو په ژبه یې ولیکي او ځوانو موږکانو ته یې وښیي.
عالم شاه په کار پیل وکړ. موږکستان کې یې ښوونځي او پوهنتونونه جوړ کړل، د علمي څېړنو مرکزونه یې پرانستل او موږکانو د ټولو هغو وسایلو د شنډولو له پاره علمي څېړنې پیل کړې چې انسانانو د موږکانو پر ضد کارول. پیشوګان بې وسه وو، تړکونه بې ګټې وو او د موږک ضد درملو نور پر موږکانو هېڅ تاثیر نه کاوه.
په نوو شرایطو کې نوي ژوند د موږکانو پر جوړښت هم اغیز وښانده. د موږکستان د اوسېونکو شمېر څو برابره شو. د روغتیایي خدمتونو له برکته موږکان ورځ په ورځ غټېدل. انسانانو هم له کلي څخه کډه وکړه. د انسانانو له تلو سره د موږکستان اقتصادي شرایط هم بدل شول. د حیواني پنېر پر ځای موږکانو قسماقسم مصنوعي خواړه تیارول.
سره له دې چې نور هېڅ ګواښ هم نه و خو موږکانو، یا د عادت له مخې یا د خپل راحت له پاره، په سوریو کې ژوند کاوه او له یو ځایه به چې بل ځای ته تلل سوري به یې کيندل. څرنګه چې موږکان اوس د جسامت له مخې د پخوانیو نسلونو څو برابره غټ وو نو سوري یې هم تر پخوا ژور او سورور وو.
ژوند ښه په خوشالۍ تېرېده او موږکانو داسې انګېرله چې موږکستان ته هېڅ آفت نه شي رسېدای. یوه شپه په اسمان کې ورېځې راتاو شوې، تالنده او برېښنا شوه او داسې باران په اورېدو پیل وکړ چې د موږکانو په تاریخ کې یې چا ساری نه وو لیدلی.
څرنګه چې د موږکانو پراخو فعالیتونه ځمکه خامه کړې وه، ډېر ژر ټول موږکستان د خټو په یو بې پایه ډنډ بدل شو.
د موږکستان پوهانو او انجنیرانو هر څه ته فکر کړی و خو دا خبره یې هېره کړې وه چې په نامعقول ډول د چاپېریال بدلول بدې پایلې درلودای شی. په ډېر لږ ږخت کې موږکان څه په خټو کې ډوب شول او څه د بارن تر درېدو وروسته له لوږې هلاک شول او د ځمکې پر مخ د موږکانو لومړی ستر مدنیت د موږکانو په وروستي مدنیت بدل شو.
په کتابونو کې راغلي چې انسانانو د ورته نورو پېښو د رامنځ ته کېدو له ډاره د موږکستان د ستر مدنیت ټولې نخښې نښانې له منځه یوړې. اوس موږکانو ته دا کیسه یوازې یوه افسانه ښکاري.
چې پلار هسې یې زوی
د یوې جادوګرې لور پر خپل یو زلمي ګاونډي مینه شوه. جادوګرې د خپلې لور له پاره نور خوبونه لیدلي وو نو د دوي له اړیکې ناخوښه وه. نجلۍ د خپلې مور خبرو ته غوږ و نه نیوه، ضد یې وکړ او له خپل مین سره داسې ځای ته وتښتېده چې له ټولو هغو چې د دې د مینې مخالفت یې کاوه او نه یې پرېښوده چې له هغه چا سره چې مینه یې ورسره درلوده او دې له هغه سره مینه درلوده واده وکړي، لېرې وي.
د دې هېواد په قانون کې اولادونو نه شوای کولای چې د مور او پلار له اجازې پرته واده وکړي. که د دواړو واده کوونکو له مور او پلاره یوه هم د واده مخالفت کاوه نو قاضي واده لغوه کاوه او مینو ته یې د مرګ سزا ورکوله.
دواړه مینان د داسې ځای په لټه کې شول چې څوک یې پیدا نه کړای شي. له ډېرو سرګردانیو او منډو ترړو وروسته یې د یو ځنګله په منځ کې یو ځای وموند چې هیڅوک نه ورتلل څکه چې د سیمې خلکو باور درلود چې دغه ځای ته ښېرا شوې ده.
دواړه مینان خوشاله وو چې د پټېدو له پاره یې مناسب ځای موندلی دی. نوی ژوند یې پیل کړ. نجلۍ به د کور په کارونو بوخته وه او هلک به په شاوخوا ځمکه کې خواري کوله چې د کور له پاره سابه او ډوډۍ چمتو کړي. له هغه وخته چې د ځنګله دې جونګړې ته راغلي وو، سړی فقط یو وار له دې ځایه وتلی و چې د کور د ژوند د تامینولو له پاره څاروي او وسایل واخلي. د څارویو او د کار د وسایلو په برکت د جونګړې شاوخوا یوه ښآیسته پراخه کرونده جوړه شوه.
مېړه او مېرمنې په مینه سره شپې ورځې تېرولې خو دا خبره یې هېره کړې وه چې د نجلۍ مور یوه تکړه جادوګره وه. کورنیو یې تښتېدلي مینان هرې خوا ته په میاشتو میاشتو ولټول، اخر یې دا خبره زړه ته ولوېده چې خدای د خپلې ګونا په سزا رسولي دي. د هلک کورنۍ خپل زړه صبر کړ. پر جادوګرې یې لور ډېره ګرانه وه او دې ته حاظره وه چې هر هغه څه وکړي چې د لور په موندلو کې یې مرسته وکړي. د جادو استادانو یې ورته داسې یو څه ورزده کړي وو چې له برکته یې هغې کولای شول چې یو ورک کس پیدا کړي او له لرې واټن څخه پرې خپل جادو وچلوي، خو دا کار یې په ټول عمر کې یو وار کولای شو. چې په عادي لارو چارو د لور له موندلو ناهیلې شوه نو فکر یې وکړ چې همدا د هغه خاص طلسم د کارولو وخت دی. د خپلې لور ځای یې پیدا کړ. غوښتل یې چې د جادو په مرسته خپل زوم مړ کړي. هیله یې دا وه چې لور به یې یوازې شي او بېرته به د خپلې مور خوا ته راشي.
د جادوګرې په ژوند کې دا له احساساتو او اندېښنو ډکه یوه خاصه شېبه وه. وار پار ترې خطا شو. د جادو د ټکو په ویلو کې غلطه شوه. داسې طلسم یې وکاراوه چې لور یې مړه شي او زوم یې ډېر کلونه تر هغې وروسته هم ژوندی پاتې شي. جادوګره خپلې غلطۍ ته متوجه شوه خو وار له واره تېر و. له ډېره غمه یې زاره وچاوده، مړه شوه.
نجلۍ د خپلې مور د طلسم ټولې سختۍ وزغملې. امیندواره وه. د لنګوال دردونه یې داسې سخت شول چې په هماغو لومړیو شبو کې بې سده شوه. که څه هم ماشوم یې روغ رمټ و خو په خپله پوره نهه میاشتې بې خوده پرته وه او پرته له دې چې په خود راشي مړه شوه.
مېړه یې د خپلې مېرمنې د ژغورلو له پاره ټول هغه څه وکړل چې په وس کې یې وو خو د جادو له زوره نه و. یوازینی کار یې چې د خپلې مېرمنې د اروا د خوشالۍ له پاره کولای شو دا و چې خپل زوی په خورا ښو شرایطو کې وروزي. په پوره حوصله یې خپل ټول امکانات همدې کار ته وقف کړل.
د ښځې مړینې له ټولو څارویو او خپل ماشوم زوی سره یوازې پرېښود. له دې شېبې وروسته یې نو بیا هېڅکله په فکر کې و نه ګرزېدل چې د خپلې ګرانې مېرمنې له قبره یو قدم هم لېري شي، ځکه چې هغې د ده له پاره خپل ژوند قربان کړی و.
په داسې ځای کې چې یوازې دوه تنه اوسېږي دې ته اړتیا نه شته چې څوک دې نوم ولري، خو د عادت له مخې پلار پر خپل زوی یو نوم کښېښود. هیراد یې و نوماوه
هر څه تقریباً ښه روان وو. ماشوم لویېده، د کور د څارویو شمېر ډېرېده او سړی زړېده.
هیراد له خپل پلار او د کور له حیواناتو سره اوسېده. څرنګه چې یوازې و، او د څارویو شمېر ورځ په ورځ ریاتېده کله کله به د هیراد پلار هېرول چې څارویو ته خواړه ورکړي او که ورکول به یې هم، چندان ښه خواړه یې نه ورکول. خو د کار پر مهال یې بیا له څارویو تر حد زیات کار غوښت. څارویو به تر وښو، وهل ډېر خوړل.
یوازې سپي، چې د کور له خاوند سره به یې د نورو حیواناتو په ساتلو او څارلو کې مرسته کوله، ښه ساتل کېدل. نتیجه دا شوه چې یو خوا ته سپي شول او بل خوا ته ، له غوایانو اوخرو نیولي، تر وزو، پسانو او چرګانو پورې، د کور نور حیوانات.
هيراد په ګېډه ښه موړ و. نور ژوند یې هم ارام و، خو وهل یې ډېر خوړل. پلار به یې ورته ویل: «زه چې تا وهم، ستا د ښې له پاره دې وهم!». خو هغه به چې وهل کېده، هېڅ ښه احساس یې نه درلود، او وجود به یې دردېده. ورو ورو هیراد سره دا فکر پیدا شو چې هر هغه څه چې د ده بلار یې ښه بولي په حقیقت کې بد دي او هر هغه څه چې هغه یې بد بولي په حقیقت کې ښه همدغه دي. له ځان سره به یې ویل چې کله لوی شوم، د هغه څه ضد کارونه به کوم چې پلار یې کوی.
هیراد له دې خیالونو سره نېږدې شل کاله تېر کړل. کله یې چې پلار مړ شو نو د خپلو پرېکړو د تطبیق په لټه کې شو.
څنګه یې چې د پلار جسد خاورو ته وسپاره، د کور او کروندې قوانین یې پر بل مخ کړل:
- چې پلار یې ژوندی و، خرو ته یې اوربشې ورکولې او بارونه یې پرې وړل. وروسته له دې خره مجبور شول چې بوس وخوري او یېوه وکړي.
- غوایانوته د بارونو وړلو وظیفه ورکړل شوه او خوراک یې اوربشې شو.
- پسانو ته د کور اوکروندې د امنیت چارې وسپارل شوې.
- سپي چې ټولو حیوانات بد ترې وړل. په زنځیرونو وتړل شول او خوراک پرې بند شو.
- د استراحت وخت دوه برابره شو او د کار وخت نیم شو.
دې نوي نظم ، له سپیو پرته، د کروندې ټول اوسېدونکي خوښ کړل. خو دا حالت تر ډېره پاتې نه شو. خره متوجه شول چې هغوی ته د یوې تر کشولو د بارونو وړل اسانه وو. غوایان، که څه هم د اوربشو خوړلو خوند ورکاوه، له بار وړلو چندان خوښ نه وو، یېوه ورته ښه ښکارېده. یوازې پسان د نوي بادار او د هغه له فیصلو خوښ ښکارېدل.
حیواناتو ورځ په ورځ خپله نارضایتي ښکاره کوله او بادار به مجبور و چې و یې وهي خو د پلار په نسبت یې هم سخت وهل او هم یې ډېر وهل. له بل لوري، لېوان چې د سپیو له وېرې کروندې ته نه رانېږدې کېدل، متوجه شول چې اوس سپي د کروندې شاوخوا نه ګرزي. ورو ورو زړهور شول او پر کروندې یې یرغل وکړ. پسان چې د امنیت چارې یې پر غاړه وې، وارخطا شول د وږو سپیو خوا ته ورغلل. هغوی هم چې له ډېرې مودې راهیسې څه نه وو خوړلي، یو څو یې په کې راچپه کړل. د حیواناتو چغو او رمباړو هیراد راویښ کړ. هغه هم د خپل ژوند د ژغورلو له پاره د کور د بام سر ته پنا یوړه. لېوان چې ماړه شول، کور ته ننوتل او هملته یې واړول.
هیراد څه موده د بام پر سر پاتې شو، خو اخر لوږې پسې واخیست، د تېښتې په فکر کې شو. د کور دننه خو لېوان مېشته شوي وو، د تېښتې یوازینۍ لار دا وه چې د کلا شاته ځان واچوي. همداسې یې وکړل خو کله چې پر ځمکه راولوېد سر یې پریوه لویه ګټه ولګېد. هر څه چې په کې وو، تار په تار شول. خو تاسې هم پوهېږئ چې د دومره بېعقله هلک په سر کې چندان څه وو هم نه.