سورۍ ګوته
حفیظ الله تراب
شماله سپينه دنګه د پاخه عمر ښځه وه. دوه مياشتې کېدې، چې د کابلۍ سره يې خورولي جوړه شوې وه. هغه چې به کله کلي ته راغله، نو خامخا به د کابلۍ ترور کره ورتلله. هغې به په مينه ورته ستړې مه شي وکړه او لږ وخت به لا تېر شوی نه و، چې شين چای به يې ورته زر تیار او ډکه پياله به يې ورته مخې ته کېښوده. شماله چې به کله د هغوی کور ته ننوتله، نو پوره ستړې به ښکارېده، ځکه يې نو د شين چای هر ګوټ به يې په ډېر خوند کاوه.
د چايو د څښلو په وخت کې به شمالې ورته په کوچانۍ لهجه کيسې شروع کړې او هغې به ورته په مينه غوږ نيولی و.
څو ورځې وروسته، چې شماله بيا د هغوی کره لاړه، نو کابلۍ د بړستنې ګنډلو ته ناسته او په ډېر تکليف به يې د بړستنې په لويه ستنه بړستنه کې ټکونه ايستل. د هغې په ليدلو يې د بړستنې کار پرېښود. ستړي مه شي يې ورته وکړه او د هغې له سر نه يې د سودا پنډوکی چې له دوکانه يې خپل کور وړلو کښته کړ او د پخوا په څېر د چايو د تيارولو لپاره لاړه.
لږ وخت وروسته يې شمالې او ځان ته پيالې له چايو ډکې کړې. د روغ رنځور له پوښتنې وروسته کابلۍ په داسې حال کې، چې د چايو ګوټ به يې هم کاوه، د بړستنې کار ته کېناسته او هم به يې ورسره مرکه کوله.
خدای خبر چې کومه داسې په زړه پورې خبره به وه، چې کابلۍ ورته په ځېر کتل او هم يې هڅه کوله، چې د بړستنې نه ستن وباسي، ناببره کابلۍ په زوره کړيکه کړه. لږ وخت لا تېر شوی نه و، چې د هغې له ګوتې نه غوټۍ غوټۍ وينې روانې شوې. هغې لا خپله ګوته له درد نه نيولې وه، چې شماله په منډه ورپاڅېده او په وارخطايۍ يې ورته وويل:
ــ لکه چې ګوته دې سورۍ کړه؟ ته لږ صبر وکه! شاوخوا يې وکتل. يوه زړه ټوته يې پیدا کړه، په منډه نغري ته لاړه. ټوټه يې په اور وسېځله او ايرې يې د کابلۍ په زخمي ګوتې واچولې او بيا يې ورته په يوه بله ټوټه کلکه وتړله. لږ وروسته يې ورته وويل:
ــ دا هر څه زما د لاسه وشول. که ما درته خبرې نه کولی، نو ستا ګوته به ولې سورۍ کېده؟!
کابلۍ ورته وويل:
ــ خورې! دې کې ستا څه ګناه ده؟! زما قسمت کې به همداسې و، چې نن ورځ مې ګوته زخمي شوه.
شماله د ښه وخت لپاره غلې او داسې فکر يې کاوه، چې دا هر څه د همدې د لاسه وشو. لږ وخت چې نور هم تېر او د کابلۍ د ګوتې درد ښه شوی و، نو شمالې تر يو څه فکر وروسته ورته وويل:
ــ تا د قسمت خبره وکړه. ستا د ګوتې او د قسمت د نوم په اورېدو پورې راته يوه ډېره پخوانۍ کيسه راياده شوه.
په کابلۍ د کيسې خبره ښه ولګېده. د هغې د پيالې سوړ چای يې چپه او له تاوده چايه يې پياله ورډکه کړه. بړستنه يې ټوله کړه او ورته يې وويل:
ــ ښه اوس راته کيسه کوه!
ــ دا د ډېرو کلونو پخوانۍ کيسه ده. موږ کوچيان خلک خو د پخوا نه هر کال د اوړي د تېرولو لپاره اېلبند ته ځو. خدای مې دې غاړه نه بندئ ( بندوي)، د دې خبرې به دېرش کاله کېږي. يو کال مو د کور کالي په اوښانو وتړل او روان شو. پخوا وختونو کې موټرې نه وې. کله کله به د کابل نه د لته بند په لار يو موټر راته. په هغه شپو ورځو کې مې انږور هم د اولاد ناروغه وه. د څلورمې ورځې په ماښام لته بند ته ورسېدو. د شپې د تېرولو لپاره مو کالي له اوښانو راکښته کړل. تېر ماخوستن به و، چې په انږور مې د اولاد دردونه راغلل. په هغه شپه ډېره توره تياره وه. انږور مې د يوه لوی ګټ خوا ته يووړه.
په دې وخت کې کابلۍ د شمالې خبرې ډېرې په غور اورېدې، چې شمالې ته يې وويل:
ــ لږ تود چی ( چای) به درته واچوم! له دې سره يې پياله ورډکه کړه او شمالې ورته وويل:
ــ خواره مه سې!
ــ ښه کيسه کوه، زوی يې وشو که لور؟
د خدای کارونه وو، دوه ساعته وروسته راته خدای يو پهلوان نمسی راکه، خو ...
کابلۍ ترې په لږ هيبت پوښتنه وکړه:
ــ خو، ولې خو؟
بس خدای ته به منظوره نه وه، انږور خوارکۍ مې د ماشوم د پيدايښت نه وروسته ډېره ژر مړه سوه.
د دې خبرې په اورېدو کابلۍ له ځانه سره ويش ويش وکړ، خو شمالې وويل:
ــ خاوند او زوی مې سهار وختي انږور خښه کړه، خو د خدای کړو ته حیران وو. شاوخوا مو ډېرې سترګې په دې تمه واچولې، چې که کومه کډه ووينو او په هغوی کې داسې کومه ښځه پیدا کو، چې شېدې ولري او دا لمسی مو ورته وسپارو. موږ چې هر څومره سترګې وغړولې، نه د کډې درک و او نه هم د کور.
کابلۍ يو ژور اسوېلې وکړ:
ــ ښه د ماشوم سره مو څه وکړل؟
ــ بله هېڅ چاره نه وه. خاوند او زوی مې د سرک نه لرې د خپلو ځانونو د تسل لپاره له له ماشوم نه تېږې راتاوې کړې . ماشوم مې د هغې په منځ کې د خدای په اميد پرېښود او د اوښکو نه په ډکو سترګو ترې روانه سوم.
کابلۍ کيسې ته دومره حيرانه وه، چې خپله د چايو پياله يې هېره شوه.
کډه مو بيا وتړله، روان سو، خو چې لږ مزل به مې وکه، نو د شا له لوري به مې د لمسي ځای ته وکتل. داسې و، لکه په ټوله لار چې رانه زړه پاتې وې. شپه چې به مو په کوم ځای کې راغله، نو تر ډېره به خوب نه راته. دا سيي خبره ده، چې لمسی تر زوی ګران وي او بيا دومره ماشوم، چې د چا نه پاته سي، ته ووايه، چې زما په زړه به څه تېر سوې وي؟!
کابلۍ ورته وويل:
ــ ښه دی چې زړه دې نه دی ودرېدلی!
لنډه دا په شپږو مياشتو کې دې داسې ورځ او شپه حرامه سي، چې هغه به مې سترګو ته ولاړ نه و. زړه کې به مې هر وخت ويل، چې د دې نه دا ښه وه، چې په ګرمۍ کې مړه وای، خو ايلبند ته راروانه سوې نه وای!!
شپږ مياشتې وروسته مو بيا د راتګ لپاره کډې وتړلې. هوا ورو ورو په سړېدو وه. د خدای کارونه وو، شپږ مياشتې وروسته د لته بند هماغه ځای ته په داسې وخت کې راورسېدو، چې سهار وختي و. خاوند ته مې وويل، چې همدې ځای کې به د سهار چای وڅښو.
زړه کې مې ويل، چې په همدې بانه به هغه ځای وګورم، چې له لمسي نه مو په کې تيږې راتاوې کړې وې. زوی او خاوند مې له اوښ نه د چايو سامان راکښته کاوه او زه په چټکو ګامونو د لمسي د پرېښودو ځای ته روانه سوم. تر هغه ځايه، چې تر څو رسېدم، نو په همدې فکر کې وم، چې د لمسي هډوکي به مې هم د غره لېوانو خوړلي وي. ځای ته چې ورسېدم، نو ټولې تيږې پر ځای پرتې وې، خو يوه برخه يې نړېدلې وه. د لمسي د کوم هډوکي هېڅ نښه مې نه وه. زړه کې مې تېر سول، چې د دې ځای لېوان دومره وږي دي، چې زما د لمسي د بدن يوه نښه يې هم نه ده پرېښې. د تيږو سره کېناستم. په خالي تيږو مې داسې تسل کاوه، لکه د لمسي زیارت ته چې ناسته يم او اروا ته يې دعا کوم.
همدې کې مې خاوند راته د ورتللو غږ کړ، خو د خدای کارونو ته ګوره، د خاوند غږ مې دومره لوړ و، چې په نږدې غره کې يې داسې انګازې وکړې، لکه څوک چې له نږدې نه چا ته غږ کړي. د دې پر ځای چې د خاوند لوري ته وګورم، غره ته مې وکتل.
خورې څه به به درته وايم؟! اوس که يې تا ته هم ووايم، نو د يوې لويې دروغجنې نوم به راباندې کېږدې.
کابلۍ ورته وويل:
ــ خدای مې دې خوله ماته کي، ولې به د دروغجنې نوم درباندې ږدم. ښه کيسه کوه.
ــ دا مې د دې لپاره وويل، چې يوازې ته نه، هر چا ته چې مې دا کيسه کړې، نو باور يې نه راځي، ګنې د خدای پضل دی اوس مې د هغه لمسي څلور زامن دي.
هو! غره ته چې مې وکتل، نو يو ماشوم مې وليد، چې په خاړپوڅو چټک د غره له لمنې پورته يوه غار ته ورننوت. د ماشوم په ليدو مې غونی ځيږ شو. د لېونو غوندې مې چغه کړه:
ــ هلئ، هلئ، ژر کوئ، هلئ راشئ!
د غږ په اورېدو مې زوی او خاوند په منډو راورسېدل او په وارخطايۍ راته وويل:
ــ څه خبره ده، ولې دې دومره ستره کړيکه وکړه!
په داسې حال کې چې وارخطا وم، د لاس په اشاره مې د غره غار وروښود او په داسې حال کې، چې زه لا تر هغوی لږه مخکې وم، هغوی راته په ترورتيا وويل:
ــ څه خبره ده، چې دومره وارخطا يې؟
ورته ومې ويل:
ــ زر کوئ، ماشوم مې وليد.
د دې خبرې په اورېدو مې زوی منډه کړه او تر هغې چې موږ وررسېدو، هغه هلته بيا وررسېدلی و. لږ وروسته يې د لېونو په څېر چغه کړه:
ــ هلئ، زر کوئ، ماشوم دی!.
د زوی په خبره موږ هم زر ورغلو او تر هغه چې موږ د غار د خولې مخې ته کېناستو، نو د زوی د بدن نيمايي برخه مې غار ته ورننوتې وه. لږ وخت لاتېر نه و، چې ماشوم يې له يوه کوچني غار نه راوايست. زر مې ماشوم له خپل زوی نه واخيست. هغه موږ ټولو ته داسې کتل، لکه د انسان ليدل، چې يې لومړی ځل وي. لمسی مې په خپل زړه پورې کلک ونيو. داسې لمسی چې د شيدو غوندې سپين و. د راتګ په وخت کې يې د مور قبر ته ودرېدم. د هغې د قبر په ليدو مې له سترګو اوښکې تويې شوې، خو زر مې زړه کې په دې کار توبه د دې لپاره وکړه، چې خدای رانه ناراضه نه شي.
تر دې ځايه کابلۍ کيسې ته هکه پکه وه، ځکه يې نو له شمالې پوښتنه وکړه:
ــ زه دې ته حيرانه یم، چې د شپږو مياشتو پورې خدای هغه څنګه بې خوراکه ژوندی ساتلی و؟
شمالې ورته وويل:
ــ همدې ته زه هم حيرانه وم، زه نه پوهېږم، چې په هغه غره کې به کوم داسې حيوان و، چې هغه ته به يې شيدې ورکړې وي خو چې کله چايو ته کېناستو او لمسی مې په غېږه کې واچاوه، نو د خپلې پښې غټه ګوته يې په خپل لاس کې ونيوله او هغه يې رودله. لږ وروسته مې چې د هغه ګوته وکتله، نو يو وړوکی سوری په کې جوړ شوی و. دا کيسه ستا په ګوتې پورې راياده شوه. ستا ګوته به ښه شي، خو د لمسي په ګوته کې مې اوس هم نښه شته!!
بورن هايم ــ جرمني
د نومبر ۲مه