"ادبیات معاصر افغانستان"

د محمد بشیر دودیال داستانونه

Image Description

محمد بشیر دودیال

 

 

                                          


                                                                                                                                                                                              د


                                                                                                                                                                                  " ورک شوی پَل" 


                                                                                                                                                                            له داستاني ټولګې څخه 

 

 

 


 

 

                                                                                                                                                          د آزمــــــــایښــــــــــــــتونو آزمــــــایــښـــــت

                                                                                                                                                              (لقد کان فی قصصهم عبرة لاولي الالباب)

 

 

د تل په شان د جزیرة العرب په شګلونو دښتوکی داوښانو اوږد کاروان له یوه پړاوه تر بل لاره لنډوله. کاروانیانو کی چا خُرما بدلوله او چا غنم. ددوی کاروان به کله د خُرما وو د لوړو اواوچتو ونو له خوا او کله هم دبی پایه دښتو او کله هم د شګلونو غونډیو له اړخونو په اوږدو لارومزل کاو . کله به چې د سهار نښې را څرګندې شوې، نو د شپی د وروستني راڼه ستوري په راځلیدو به د جرس غږ اوریدل کیده او کاروانونه به خوځیدل.

دعربو بیدیایي بیړۍ به له شامه تر مصره، له حمس نه تر یثرب او تردمشق، وادی السبع، فلسطین اوکله هم تر روم سرګردانه وی. حضرت ایوب له کاروانیانو د دغو ټولو سیمو له حاله خبرېد، خوشام تر نورو ملکونو ډېر آباد او معمور و. هغه د اسحاق پیغمبر له او لادونو څخه یو نبی و، میرمن یې بی بی رحمته د یوسف (ع) له درنې کورنې څخه وه.قران دغه د قوی ایمان لرونکی نبی ته ( ایوب صابر) خطاب کړی دی. 

او ایوب څنګه په صبر او استقامت وآزمایل شو؟ قران عظیم الشان څلور ځایه دا موضوع یاده کړی ده. په ټوله سیمه یوابهت وزری غوړولې وې، لکه چی بیابان او پيریان او هرهرڅه د بنی آدم دبی مثاله اوسترې قربانۍ ترژورې اغیزې لاندی راغلي وو! هغه چی الله تعالی په هغې سره حضرت ابراهیم علیه السلام  او حضرت اسمعیل علیه السلام و آزمایل. او کله چی د حضرت ابراهیم له پښته اوه نسلونه نور را لوی شول، نو په دې کې حضرت ایوب زوی د آموص باید ځان سترې شکیبایي او د صبر د تریخ جام څښلو ته چمتو کړی وای.

حضرت ایوب (ع) هم د پلارګنۍ له خوا د پیغمبرانو کورنۍ سره پیوست و اود نبیانوله اولادو ځنی و. ده لره بویه چی بې شمیره نیک خصایل او پسندیده ممایز ولري، او ترټولو صبور او مشکور اوسي. او دا پرته له آزمایښت څخه نه څرګندېدل.

د حضرت ایوب (ع) واده له بی بی رحمتی سره وشو. دغه بی بی د افراثیم لور وه. د دوی ژوند ډېر خوږ، بی غمه، بی درده او پرته له  هر کړاو څخه تېرېد. خدای پاک دوی ته ډير نیک سیرته او ښایسته زامن او لوڼې ورکړې. د حضرت ایوب علیه السلام په کور کې د هیڅ شي کمی- کاستی نه و، او دوی هم  د الله (ج) په نعمتونو او راحت کې د ذولجلال ذات شکر ادا کاو...

وخت له وختونو الله تعالی وغوښتل چی د ایوب (ع) صبر، شُکر او قناعت دده د ناروغۍ، بیوزلۍ اوخوارۍ په موده کې هم و آزمایي. حضرت ایوب (ع) باید ځان سختی او له تکلیف  او غم څخه ډکی آزموینی ته چمتو کړی؟

***

 

د حضرت ایوب (ع) زامن او لورګانې د خپل کور په دننه کې سره ټول ناست وو چی آباده کوټه بې له کوم توپان او سیلاوه ونړېده. په دغه پیښه کې حضرت ایوب (ع) د خپلو خوږو اولادونو مرګ د سر په سترګوولید. د هغه ګران اولادونه چی تر هغه پرون پورې روغ – رمټ او خوښ – خوشحاله وو، نورنو د تل لپاره د خپل مور او پلار سره مخه ښه کوي.

ایوب (ع) ته له هر نعمت غلی – دانی، میوې، مال او هر څه ډک کور پاتې شو، خو اولاد یې نه و. هغه مبارک په ډير غم ورځی تیرولې چې دده له هر څه ډک کور اور واخیست او ټول شته د اور د لمبو خوراک شو. هغه او ماندینی ته یې پرته د تن  له جامو هیڅ ور پاته نه شول.

دوی د دې شاهدان وو چې له خوارۍ، محتاجی، او کړاوه ډک ژوند سره مخامخ شول.  په همدې وخت کې د ده وجود په داسې رنځ اخته شو چې هم یې درد او خوږ ډير وو او هم نور داسې درانه مشقتونه دده د تن پوټکي باندې را څرګند شول، چې ډېر تکلیف یې ورکړ، دبدن پوستکی یې زخمی زخمی او په داسې تور او سوربخن رنګ واوښت چی له هر ټپ څخه یی وینې بهیدې.

ورو ورو په ټپونو  ژوندی چنجي را پیدا شول. له ده څخه ټولو خپل خپلوانو مخ اړولی و اوچا یی د کور ور هم نه پرانیست. حضرت ایوب(ع) له خپل دغه رنځ څخه ډیر زیات په  عذاب او په شرم او درد اخته و.  د ده بی بی هم د یوې سل کلنې زهیرې او ناتوانې بوډۍ په شان شوې وه. هغه د ناروغي په حالت کې په ډیرو ستونزو له ځایه خوځید، آن دا چې  دا اندیښنه ور پیدا شوه چی خدای (ج) مه کړه دده زړه او ژبه په چنجنو ټپونو اخته نه شی چی بیا به د الله تعالی له ذکر او عبادت څخه هم پاتې شي. هر څه یې هیرکړل، چا ددوی خبر نه اخیست په کور کې یې څه نه وو. له دې ټولو سره یې په صبر او استقامت عبادات ترسره کول. ډیر سخت کړاو سره سره یې صبر خپله پېشه وګرځوله. له ټپونو څخه یې وینی- زوې او چینجی ګډ بهیدل، خو ده صبر کړی و. چې تکلیف ورباندې له حده زیات شو، نود خپل بی نیازه رب دربار ته یی رجوع وکړه، د الله (ج) دربار ته یی په ډیر عجز او خضوع، په ډیرو زاریو دعا وکړه: 

ٓ أَنِّي مَسَّنِيَ ٱلضُّرُّ وَأَنتَ أَرۡحَمُ ٱلرَّٰحِمِينَ .

یعنی : ای زما ربه بی شکه زه په ډیر تکلیف او ناروغۍ اخته شوی یم او ته ډیر مهربان او د مهربانو څخه هم مهربان یې. ایوب (ع) خپل رب ته عذر او نیاز وکړ چی صحت یې روغ شی چی په صحتمندۍ او پاک وجود عبادت په کامله توګه ترسره کړای شی، نو ویې ویل:

وَٱذۡكُرۡ عَبۡدَنَآ أَيُّوبَ إِذۡ نَادَىٰ رَبَّهُۥٓ أَنِّي مَسَّنِيَ ٱلشَّيۡطَٰنُ بِنُصۡبٖ وَعَذَابٍ .

یعنی: بی شکه چی ماته شیطان تکلیف او مشقت رسولی. په دې توګه صابر ایوب (ع) له ډيرې ویرې او تواضع د خپل ضرر تکلیف نسبت مجازاً شیطان ته وکړ. دی وایی چی ګوندي ما څخه به د شیطان د فریب او بېلاری کولو له امله کومه سهوه – خطا ، کبر او بی شکری شوی وي چې په دیې ورځ اخته شوی یم. 

او ده دا هم ګڼله چی د مریضی، بېوزلي او کور د ورانی په وخت کې شیطان  ده ته نوره هم وسوسه ور اچوي. په شپو په ورځو یی د الله (ج) دربار ته زارۍ او دُعاوی وکړې. د الله پاک په رحمت او حکمت سره د نا امیدي، رنځ مشقت او درد په سختو ساعتونو کې د حضرت ایوب (ع) په سترګو کې یو ځل رڼا وځلیده، وجود یې یو څه متره او قوت احساس کړ د دُعا په ترڅ کې د الله تعالی له لوری فرمان راغی چی:

ٱرۡكُضۡ بِرِجۡلِكَۖ هَٰذَا مُغۡتَسَلُۢ بَارِدٞ وَشَرَابٞ

ووهه په خپله پښه  دغه ځمکه او راوبه وځي له ځمکی یخه چینه چی پری ولامبی اووبه څښې هغه.

ایوب (ع) پښه پر ځمکه ووهله، له ځمکی یخې، رڼی، شفافی اوبه  ووتې. د سترګو د اوښکو په شان د رڼو اوبو چینه جوړه شوه. ایوب (ع) د هغو څخه وڅښلې، وجود یې آرام شو. درد ورڅخه ورک شو په اوبو کې یې ولمبل، ټول ټپونه داسی روغ شول، لکه چې هیڅ پری نه وو شوی، د وجود درد، سوی او چنجی ټول توی شول.

پیغمبرحضرت ایوب (ع) د خپل عیال، مال روغ رمټ او پریمانه شتو دعا وکړه الله تعالی ورته د سرو زرو درمند مخې ته تیار ورکړ، بل درمند یې ورته د سپینو زرو ورکړ.  د ده ښځه بی بی رحمته یی ځوانه ښایسته کړه او د ایوب (ع) بیرته پوره اولادونه وشول او حتا د ده پر کور د سرو زرو ملخان وریدل ...

« او یاده کړه کیسه د ایوب علیه السلام کوم وخت چی ده سوال وکړ خپل رب ته ... » (*) 

--------------------------------------------------------------------------

(*) وګورئ: سورة الانبیاء .. ۱۷ پاره  ۵ -  رکوع ۸۳ آیت  او سورة  ص ۴۱ – ۴۲ آیتونه

 

 

 

 

                                                                                                                                                                                       رادیو



له هغه وخته چې زموږ کلي ته یو زوړ پنجالی موټر تګ- راتګ پیل کړ، د هغه په رارسیدو به ماشومان د هغه شاوخوا ورټول شول، ځینی به ورڅخه وېرېدل، ځینو به له لیرې ورته کتل، ښځې به بامونو ته  وختلې او په حیرت به تللې وې. له دې سره یو ځای ورو ورو د کلي په ډېرانو کې دپلاستیک ټوټه، یو نیم د وسپنې قوطی، ښیښه یی مات بوتل یا د کاغذ ټوټې پیدا شوې، نو دا ټول  زموږ کلي کې لومړنی  "عصري او ښاري مصنوعات "وو چې کلیوالو ته څه چې آن چرګانو، پیشوګانو او سپیو ته هم عجیب ښکارېدل. کله به چې د کلی چرګانو ډېران کې خلپلې کولې او په پښو به یې یونیم پلاستیک یا ښیښه ولګیده، کټ کټ کټاس نارو به یې کلی په سرواخیست. ورو ورو چرګان او د کلي خلک له دې شیانو سره بلد شول. ماشومان هم دې شیانو سره بلد شول، یو نیم به یو مات بوتل راپورته کړ دهغه په غاړه به یې تار وتاړه، له هغه به یې غوا جوړه او پرزمکه به یې کشوله. بل ماشوم به که کومه د وسپنې ټوټه یا کاغذی قوطی وموند، نو یوبل سره به په جنګ شول هرچا به چې ترلاسه کړ ویل به یې دا زمابکس دی کور کې یې ږدم. کلیوالو ډېر څه نه و لیدلی او نه یې پېژندل. دوی به خپل ډیر ضروري شیان د کلی  له یوه ابتدایی دوکان څخه رانیول، یابه لسو-شلو ورځو کې یو قوال یابنجاره راغی څادر به یې د یوې کلا سیوري ته وغوړاو؛ رخت- مخت، تارو ستن، انګشتانه، مرۍ، رانجه مانجه، سلایی او نور بلاوبتر به یې رابرسېره کړل، ښځې به ورټولې وې. دا ساعت به کله کله راغی او د کلی په ښځو او ماشومانو به جوړ اختر و.  زموږ دکلی اوقي هټیوال به اونۍ کې یوه ورځ ښار ته ته او تیل، مالګه، ګوړه او اورلګیت به یې راوړل. صابون کلیوالوپه خپله جوړول. ښوره به یې د کوم مړ شوی څاروی وازګی سره ګډه او هغه لشتیک به یې پکې واچول چې له کوچیانو یی اخیستی و، بیا به یې یوڅه ایره هم ورسره کړه او اور به  یې ورلاندې کړ، یو شی به ورڅخه جوړ شو، چې دوی دصابون کار ورڅخه اخیست.خو عجیبه ده چې پوره د صابون کار یی ورکاو. زه اوس هم حیران یم چې دا به څه ترکیب و؟

په کلي کې چا پرته له همدې یوه موټر څخه  نور وسایل لکه ټرکټور یا سایکل یابل څه نه وو لیدلي. ورو ورو هغه پخوانۍ دتیلو ډیوې هم بدلې شوې او الکینونه راغلل. په بل ګام کې یو دوو کسانو ساعت هم په لاس باندې تاړه چې خلک به ورته حیران وو. زموږ یو دوو کلیوالو به د برېښنا او اشتوپ کیسې کولې، نور به ورته حیران وو. میراجان چې اشتوپ لیدلی و، نو ویل به یی:

-        هلکه اشتوپ لوګی نه کوي، نه بوټي او لرګي غواړي بس آسانه؛ کوټه کې یې هم لګولای شی اورلګیت ورته که بربربر لمبې درته کوي! توبه زوی یې مړ کې عجیبه زمانه شوه!

***

منی و.  وروسته تر ډېرې مودې مې پلار ښار ته ولاړ. دوه- درې ورځې تیرې شوې. زما پلار ښارکې څو دوستان لرل، په یوه کاروبار کې ورسره شریک شوی و. کله به مې چې پلار وروسته تر څو څو ورځو ښار ته ته، زما د نیکه به اندئښنه وه، تر ډیره به یې ورپسې دُعاوې کولې. پلار مې درې ورځې وروسته له ښار څخه راستون شو.  له تېلو، مالګې، ګوړې، یودرجن پیالو او یوه نوي مسې دیګی سره یوځای یې دوه د صندقونو په شان درانه پيټي هم راوړل. کله یې چې دا ټول په کلا رادننه کړل، نو د مازیګر د لمانځه وخت و، لومړی یې لمونځ وکړ. زما ډېره بیړه وه چې وګورم چې پلار څه راوړي دی. کله یې چې سلام وګرځاو، پلار ډېر ستړی ښکارېد. دعا یې وکړه او جاینماز یې ټول کړ. موږ ډیر خوشحاله وو، دوه سترګې مو غوټو اوپېټو ته نیولې وې. هرکله به چې پلار له ښار څخه راته موږ ته به یي پتاسې یا نُقل راوړل. دا ډول میوه د کلی هټۍ کې هډو وه نه. موږ ماشومان د پتاسو، نُقلواو نخودو په تمه وو، خو پلار ډېر بی تفاوته و. کله یې چې دمه لږ جوړه شوه، نو د غوټو په پرانیستو یې پیل وکړ. مور مې هم ډیره خوشحاله ښکارېده. پلارلومړی د تېلو ټیم رامخې ته کړ، مور مې ژر اوچت کړ او د اوړو له خټین کندو سره یې کیښود. بیا یې د ډبرې په شان غټه مالګه د میچنې خواسره کېښوده چې سبا  مې مور  هغه میچن کړي، داسې څه نورې غوټې  موټې هم وې، خو موږ دغه دوو صندقونو ته کتل چې دا به څه وي؟ په دې کې مې پلار په ډېر احتیاط د هغو په پرانیستو پیل وکړ. مور مې په اریانتیا و پوښتل:

دا څه دي؟ 

پلار مې خوشحاله انداز کې په کلانکارۍ ځواب ورکړ:

-        دا راډیو ده !

راډیو؟

-        هو!

زموږ خولې له تعجبه خلاصې پاتې وې. پلار مې یو ځل بیا ځان جوړ کړ او په ډېر اتیات یې د یوه کارتن سر خلاص کړ، دهغه له منځه یې نوې رادیو را وکښله. باډۍ یې توره او مخه یی سپینه ځلېده. دوه ګوټکونه او شپړ غاښونه یې لرل. پاس خواته یې یو څراغ درلود، ماګڼله چې دا یې سترګه ده موږ ته ګوري. ورپسې یې دوهم صندوق پرانیست، هغه نو ډېر دروند و. هغه کې یوه لویه څلور کونجه بطرۍ وه. په یوه اړخ کې یې څلور کوچني سوري لرل. پلار مې د راډیو مزی ورسره ونښلاو، یوبل اوږد سیم یې د بام ژۍ پوری وتاړه او د هغه سرپورې یې دوه – درې متره جالۍ ډوله آنټن غوټه کړ. راډیو یې چالانه کړه. زموږ خولې له خوشحالۍ او اریانتیا خلاصې پاتې وې.

په هغه سبا ټولو کلیوالو زموږ کورته اریان اریان کتل. دبام پر سر دوه- درې متره آنټن له لری ښکاره کېد. دشپې ډېرو کلیوالو زموږ د راډیو غږ اورېدلی و. د خلکو مبارکي هم هېره وه، خو موږ ته یې اریان اریان کتل، دوی حیران و چې راډیو کوم زمکنی شی دی چې مبارکی یی وویل شی؟؟ ځینې ښځې به راغلې د سُنډې چکن شوي دسمال څنډه به یې پورته کړه رادیو به یی کتله، دوی به مې مورته ویل چې یوسات هغه ورته وغږوي، خو راډیو به د ورځې نه چالانېده او نه مې مور دهغې په چالانولو پوهېده.  میاشت تېره شوه. د کلي نارینه هم په دې ارمان و چې راډیو وویني. بله ورځ زموږ کور کې لاندی وشو. ټول کلیوال مو را میلمانه کړل. خلکو په درناوي زما پلار سره روغبړ کاو، یو نیم به د لاندي مبارکي ورکوله او د مېلمنو کوټه کې کیناستل. کله چې ماښام ډوډۍ وخوړل شوه، پلار مې د ښار کیسې شرو کړی. اول یی وویل:

-        په جاده کار روان دی، غلام مامدخان ویلی چی په یوه کال کی به جاده جوړه شی...

کلیوال حیران وو چې جاده څه ده او چې جوړه شی، خلک به څه پې کوي؟ خو هیچا پوښتنه نه کوله چې جاده څه شی دی؟ دا وخت می پلار لاس اوږد کړ او په تاخچه کې ایښودل شوې راډیو څخه یې دسمال پورته کړ او هغه یې چالانه کړه. کلیوال هک- پک وو. راډیو د ویتنام د جګړې خبرونه اورول. پلار مې په دې خبر ډېر غمجن ښکارېد. هغه ړومبنۍ خوښي یې هېره کړه. کلیوال ټول چُپ وو. لږ ورسته یې رادیو غلی کړه. کلیوالو چې زما دپلار خپګان ولید، نو ویی پوښتل:

حاجی صیب دا یې څه وویل؟

-        په ییتنام کې جنګ دی.  ییتنام نیمه دونیا ده. هلته ډېر مخلوق قتل شو، جګړه لا روانه ده... ییتنام کې غټې غټې ګولۍ ویشتل کیږی بمونه یې بولي... ییتنام ... یتنام...

کلیوال هم خپه شول چی ولی د خدای مخلوق قتل کیږی؟ د لاندي خوشحالی هیره شوه. یو چا وپوښتل:

دا ییتنام کې خلک ولې جګړه کوي؟  دوی څه بلا وهلي؟

پلار مې ورو وویل:

-        بس هسې روزګشتګی. بلا چې نازله شی همداسې وي !  نیم مخلوق تباه شو، هسې خوشې.... هلته یوه لویه کربلا جوړه شوی... ییتنام...روزګشتګی ....

او خلکو توبه ایستله؛ خدای (ج) دې په چا داسې بده روځ نه راولي...

په هغه سبا په کلي کې هرچا زموږ د راډیو په هکله خبرې کولی، ټول دې نوي شي ته حیران وو. پلار به مې پرلاره، پیتاوي، جومات، د میلمنو کوټه او هرځای کې د ویتنام د جګړې خبرونه خلکو ته ویل او خلکو به له دې بدې ورځې توبې ایستلې. هرماښام به زموږ نږدې ګاونډی غوږ غوږ و چې زموږ د راډیو غږ واوري. پلار به مې دشپې هم راډیو اوریده او سهار به چې کله له لمانځه راستون شو، نود راډیو قرائت ته به غوږ و. کله به چې د راډیو قرائت خلاص شو، نو بیا به یې خپلې تسپې را کښلې او ترځنډه به یې وظیفه کوله. دکلی  هلکانو به ماته په حسرت کتل. په دې توګه دوه اونۍ نورې هم ټېرې شوې چې زما د مور د ترورزي د واده سرشته ونیول شوه. دهغوی کور زموږ سره په ګاونډ کی و، یوازې یو دیوال ترمنځ و.  مور می د ښځینه کارونو واکداره وه د زوم د کور له ښځګلې سره همدا زما مور وه ځکه هغې همدا یو ترورزی درلود. واده ته ډیرې ښځې راغلی وې. نارینه د کلي میداني کې ټول وو. د ډم له دیګونو څخه لوګي ختل، د ماښام د ډوډی  تیاري نیول کیده، په انګړ کې لوی لوی ټغرونه هوار شوی وو او شاوخوا یې نالۍ پرتې وې. مشری ښځی پر نالیو ناستی وی او پیغلو چمبه وهله،  دوه دریو ګډا کوله، یو څو نورو بدلې ویلې او رنګارنګ سروکي او ټیکۍ یې پکې اچولې، درنګ درونګ و. د ښځو غږ زوږ و. دې کی یوې کلیوالې زما مورته وویل چی یه خورې! هغه راډيو دی مجلس ته راوړه  کنه. مور مې په ډیر غرور ورته وویل: بده خو دې ونه ویله. او له دې سره په منډه کور ته لاړه. پلار می همدا ګړۍ له میلمنو څخه راستون شوی و چی مور مې د رادیو ورته وویل. پلار می زړه نازړه ښکارېد، خو د مور د ټینګار له کبله یې ورته وویل چی سمه ده رادیو یوسه خو چی څوک ګوتې پرې ونه وهي! مور مې د واده د کور په انګړ کې په غوړیدلو ټغرونو یو غټ بالښت کیښود رادیو یې پری کیښودله د کلی د ډم نوی ځلمکی زوی چی د کلی د کورونو (محرم) ګڼل کیده د ښځو منځ کې د رادیو یو من درنه بطرۍ په خواریو خواریو راوړله او د ایښودل شوی بالښت  سره یې کیښوده، بیا یې د دیوال له سره دآنټن مزی راواړاو. مور مې رادیو چالانه کړه د ښځو وار نه و، هرې یوې د بلی نه ځان مخکی کاو. رادیو خوږه سندره بلله:

د منګی غاړه یی شنه لمن یی سپینه   ...   بل په غاړه یی ځنګیږی تاویزونه که نه  ... دمنګي...

د نالیو پر سر ناستی سپین سرې ښځې هم را وړاندې شوې وې. ټولې د رادیو څخه چاپیرې وې. رادیو د ښځو منځ کی په یو نوی بالښت ایښودل شوی وه، خوا ته یي غټه بطری ایښي وه پیغلو خپلې چمبی پريښې وې اوټولو د رادیو سندری ته غوږ نیولی و.

      د منګی غاړه یی شنه لمن یی ...

مور می چی لا پخوا د واده واکداره وه اوس بالکل هسکه غاړه ګرځیده او رادیو ته یی په خاص غرور کتل، آن دا چې یوې نیمی ښځې ته یې د اتیات او پام کوه اخطار هم ورکاوه. شور زوږ په زیاتیدو وو، خوشحالي وه په اوچت غږ خبرې او خنداګانې وې، مور مې ډیره بوخته وه د میلمنو ښځو پالنه د ناوی د کالیو برابرول، د لوښو پاکول، چای برابرول او هر څه ور تر غاړی وو ... همدا وخت وو چی د یوې پیغلې پښه د رادیو په مزي پورې ونښتله او رادیو یې د بالښت له سره په بل مخ واړوله. مزی د بطری څخه ووت چوپ چوپتیا شوه، ټول غلی شول. شورزوږ آرام شو لکه چی لویه ټکه لویدلي وي. مور می په بیړه راغله ځان یی راورساوه له وارخطایی او خپګانه یی لاسونه ریږدیدل چی دا وخت می پلار د دیوال له هاخوا غږ وکړ: 

ــ راولیږی رادیو راولیږی  ! 

هی خدای مو ... !

کله چې د کلي د ډم ځلمکي زوی رادیو او دهغی درنه بطری اوچتوله ټول واده په لوی غم بدل شوی و مور مې په خاموشۍ پاڅیده او په خپګان د ډم زوی پسې د کور خوا ته روانه شوه کله چی کور ته ورسیدلو پلار می ډیر په غوسه وو. د ډم د زوی تر مخ یی زما مور وترټله  او ټوله ملامتی یی پرې واچوله. د ډم زوی ته یی هم ښکنځلی وکړی، رادیو یې بیرته د اوبدل شوی دستمال شاته کیښوده او مور ته مې وویل چی نور د واده والا کور ته لاړه نه شی. مور مې د خپل ایک یواځني د تره زوی واده ته لاړه نه، موږ ټول د پلار له ویرې غلي وو.

 

 

 


 

                                                                                                                                                                          په څټ شوی کاروان



مدیر صاحب سر بلندخان کلونه کلونه چم- ګاونډ کې یو دروند او با وقاره سړی و. هغه په خپل وخت کې په پنځو کې شمیرل کېد. هغومره چې د لوړ نوم خاوند و، هغومره خاکسار، پوه، غمخور او زړه سواندی هم و. هغه د خپل زوی صابر جان ښه تربیت او تعلیم کې ډیرې خوارۍ وکړې؛  شپاړس کاله یی ښوونځی او پوهنځی پرې ولوستل او بیا یې بهر ته ولیږ. کله چې صابر جان بېرته هیواد ته راستون شو، نو خلکو به ورته ( اینجینیر صاحب) ویل. هغه د (جیودیزی او معادنو) څانګه کې عالي دیپلوم درلود. کله چې صابر جان په کار ودرېد او د معادنو څانګه کې تر مدیریت پورې ورسېد، نو پلار یې ډېر ورته خوشحاله و. هغه به یې تل خدمت، صداقت او د وطن چوپړ ته باله. صابر جان هم د ریښتیني خدمتګار په توګه خدمت کاو او ویل به یې چې ما پوره نولس کاله خوارۍ وکړې، نو اوس چې د وطن د آبادی کار راته سپارل شوی، خپل پور به اداء کوم. هغه له کار څخه نه ستومانه کېد. سهار سهار به یې سایل ټستنګ شیټونه، نقشې، لیول او لیومان اخیستل او خپل کار ته به رهی و. یوه ورځ یې هم کار نه قضا کاو. خو یو وار په وطن سپیره بادونه را ولګېدل. په هر ښار، هر کلی او کور کې اورونه بل شول. وطن سور تنور شو ... هر لوري ته ټوپک والا و او هوا- فضا ګولیو- مردکو نیولې وه. جګړو زور ونیو، خلک له کارونو وزګار شول په هر سړی کور- اور ودرېد، ډیر خلک مهاجر شول، کلي تش او ړنګ او ښارونه کنډواله شول. خونې تالا شوې او درانه خلک سپک شول.

صابر جان هم له کاره وزګار شو. څه یې چې کور کې وو، درې- څلور میاشتې یې پرې تیرې کړې. نور نو اریان وو چی خپلو ماشومانو ته یو کپ ګوله څرنګه پیدا کړي. له یوې خوایې خپل نولس کلنې خوارۍ او له بلې خوا یې د پلار دروند نوم اجازه نه ورکوله چی چاته د پور اخیستو لاس ونیسي. ځومره یې چی پرځان سختی وزغمله بله چاره یې ونه موندله. ماشومانو یې له ده څخه یوه مړی سپوره ډوډۍ غوښتله. په پای کې یې کور کې سلا وکړه؛ یو څو پیسې یې پور کړې او یوه کراچۍ(رېړۍ) یې پرې رانیوله. په لومړۍ ورځ یې څه سابه پرې بار کړل سیده یې د بازار پر لور وخوځول. هلته ډیرې نورې کراچۍ هم ولاړې وې. چا سابه، چا پیاز او چا هم ټیپر پلورل. هرې کراچۍ ته څوڅو تنه پیریدونکی ولاړ وو. بازار ښه تود و. خو د کراچیو شاوخوا ډيرې ناپاکۍ پرتې وې. صابر جان کراچۍ ودروله او دهغی شاوخوا په پاکولو یې پیل وکړ. ټولې ناپاکی یې ټولې کړی او یو څه وړاندې یې د خځلو ټیم کې واچولې. دا وخت لمر ښه پورته لوړ شوی و. هغه خپلې کراچۍ سره غلی ودرید شاوخوا یې نظر وکړ. د نورو کراچی والاوو شور زوږ و:

-        کیلو په یو نیم زر، یو نیم زر...!

-        هله هله ! لیلام لیلام ! 

-        چارک دوه زره دوه زره ...

په سړک ګڼه ګوڼه وه. صابر جان اریان و. هغه خو په ژوند کی هم په اوچت غږ نارې نه وې وهلې! یو یو ځل به یې لارویو ته وکتل، خو ژربه یې بیرته سر ښکته واچاو اوله دې ویرې به ځمکې ته ځیر و چې کوم بلدي او آشنا ورسره مخامخ نشي! که چیرې یې کوم پخوانی د ټولګي انډیوال یا د دفتر کوم کارکوونکی ورسره مخامخ شی، نو هرومرو به ورته وایي چی انجنیر صاحب نولس کاله دې زده کړې وکړې آخر سابه هم نشی پلورلی؟! همداسې اریان ولاړ و، خو شاوخوا نور ټول کراچۍ  والا په خپلو کارنو لګیا وو. چا چنې وهلې، چا د خپلو پیازو او پټاټو صفتونه کول، چا قسمونه خوړل او چا هم په مړاویو شویو سبو اوبه شیندلې. هر یو خپله سمه نیمه (متاع) پلورلې وه. دا وخت لمر د آسمان  نیمایي ته راغلی و. یو ځل یې بیا سترګې پر مخامخ لویه ودانې ولګیدې. دا ودانۍ پخوا دولتي اداره وه، اوس یې د دروازې مخې ته یوه لویه ډله وسله وال ناست وو. غوړپکولونه یې پر سرونو او برګ دسمالونه یې په غاړو کې پراته وو. هغوی یو لوی میز راکښلی و او خپلې رنګارنګ وسلې یې داسی کتارې پرې درولې وې چی د ټولو مښوکي لارویو ته پر یوه لوري برابرې وې. د دفترپر میز ښې ډيرې خاورې او ګردونه پراته وو. شاوخوا پریمانه کاغذونه، کاربن پیپرونه، د سنجاقو تش قوطي، دوسیې او څه کاغذونه او پاڼې خورې وی چی بادونو پر یوه او بله خوا شیندلې. وسله وال په هغه لویه غالۍ چی وسله والو د لویې ودانی له دفترونوڅخه راکښلې وه، کیناستل. دری څلور تنو لوی لوی دیګونه راوړل او د ډوډی په خوړلو یې پیل وکړ. د وسله والو تور او ناولي لاسونه تر مټو غوړ او له دیګیو یې څه راایستل او خولې ته یې اچول. صابر جان انګیرله چې یوه دیګ کې به غوښه، بل کې وریجې او بل کې هرومرو سابه دي. کاشکې سهار وختي وسله والو د ده سابه پیرودلي وای!! بیا یې خپلې کراچۍ ته وکتل سابه په مړاوې کیدو وو. یوځل یې زړه کې وګرځېدل چې کاشکې وسله وال دی ډوډی ته ور وبولي! ده خو سهار هم څه نه و خوړلي او تر اوسه یې د لسو روپو سودا هم نده کړی. نورې کراچۍ په تشیدو وې. هغه یو ځل بیا لوی ښکلي میز ته وکتل چی له سپیرو خاورو ډک او وسلی پرې ایښی وې. د لویې ودانۍ دفترونه تش شوي وو. د دفترونو غالۍ ته یې وکتل چی ډیره بې دوده خاورو کې پرته ده. د دفترونو ښیښې ټولې ماتې شوی وې او یوه کړکۍ هم روغه نه وه پاتې. پنډ پنډ کاغذونه هره خوا تیت و پرک پراته وو. صابر  د خپلو شاوخوا پاڼو څخه یو څو را پورته کړې هغه یې ولوستلې: یو- دوه یې د بیلانس پاڼې وې، څو نورې د مامورینو د سوبتیا د کتاب پاڼې وې... دا وخت نورې کراچۍ تشې شوی وې، یو بل پسې کورونه ته تللې. لمر په غړغړ و. سړک کې د خلکو ګڼه ګوڼه نه لیدل کیده، بازار تړل کېد، د مدیر صاحب سربلند خان زوی خپلې کراچۍ ته وکتل چې نور نو سابه مړاوی شوی وو او یو څپک خاورې ورباندې پرتې وې. کراچۍ یې لری چیرته تشه کړه او د کور په لور رهي شو. نن یې د یوې روپۍ سودا هم نه وه کړې، د پور پیسې ټولې په اوبو لاهو شوي دي. په هغه سبا هم د صابر جان سودا ونه شوه بیا هم د پور پیسې په اوبو لاهو شوې. هغه ته د نارو- سورو چل نه و یاد نه د چنو وهلو، نه د قسم خوړلو او نه یی هم د صفت کولو لارې زده وې. په درېیمه ورځ هم د جیودیزی او معادنو د دیپلوم اینجینیر کراچۍ پرته له دی چې څه ګټه وکړي مخ په کور رهي وه. شاوخوا نورو هټیوالو او کراچۍ والاوو چی کله خپلې تشې کراچۍ روانولې، نو یو بل سره به یې څُق څُق وکړ او یوبل ته به یې ویل:

ــ ریښتیا چی هر سړی خپل کارلره پیدا دی!

او بل به ویل:

ــ نه وروره، ریښتیا خبره خو دا ده چی کاروان په څټ شوی !

 



 

                                                                                                                                                                    د کیسو له ګنج څخه



د کابل ښار جنوب ختیځ لوري  ته د ګڼو کلیو- کورونو او شنو کروندو په سر پورې د غره ډیره هسکه څوکه لکه دتاریخ دکیسو او افسانو د ګنجینې په شان په ابدي شوکت سره له ورایه ښکاري. کله چې د ختیځ له لوري سهار سهار لمر د ساپیو له غرونو څخه را هسک شي، نولومړنۍ زرینې مراندې یې پر دغو څوکو لویږي او ورو ورو د ورځې د طلایی اطلس لمن له دې ځایه پر ټول ښار او سیمه وغوړیږي. دغه څوکه (شاخ برمته) نومیږي.

شاخ برمته د کیسو ګنج او دهغې دلمنو شاوخوا ټولې سیمې د تېرو شویو کیسوشاهده ده. شاخ برمته ته د زرګونوکلونو پخوانۍ کیسې یادې دي او د وروستیو کلونو کیسې خو یې بیخی نوې دي. دخوردکابل، سنګ نوشته، سهاکو، شېواکو اوبُتخاک ټولې کیسې یې په یاد دي. شاخ برمته ته د (بُت) د (خاک) کیدو کیسه، دسهاکو او شیواکو د درندو ټبرونو او جباربابا د کوچ او مېشته کېدو کیسه او د افغانانو له لوري په دغه سیمه کې دپرنګیانو د پوره ماتې کیسه ټوله ورپیاد ده  او  دا کیسه هم ښه ورته یاده ده چې (سنګ نوشته) چا لیکلې او څه یې پرې لیکلي وو؟

خلک به د دغو کیسو په هکله هرڅه هرڅه وایي، خو د کیسو اصلي ګنج شاخ برمته دی. شاخ برمته د سیاه سنګ او بالاحصار دتاریخ شاهد هم دی او له هماغو لوړو ټوله سیمه د تاریخ د شاهد په تو ګه څاري. برمته یواځې د جنګ - جګړو، کاروانو، کښتونو، ناخوالو او خوښیو،ماتواو بریو،ګټو او تاوانودکیسو شاهد نه دی، هغه د مینې دکیسو شاهد هم دی.

شاخ برمته ته څېرمه د سویل پرلوري د (درې سرو) غر پروت دی. د دغه غره لمن کې له سنګ نوشتې لږ پورته یوه ښکلې دره لکه د ناوې په طلایی ګوته اوپسولونو کې شین غمۍ ښکاري چې د روان سیند د دوو خواوو لوړو چنارونو، سنځلو او شنو بوټو یې هوا اوښکلا څوواري زیاته کړې ده. که هرچا یوځل د دې سیمې د ولې سیوری، د سنځلې د ګل عطر، د ګلاب ښایست او دچنار قد لیدلی، نو بیا یې دطبیعت دغه له کیفیت څخه ډکه منظره نه ده هېره شوې. داسې ښکاري چې دشاخ برمته او درې سرو دغرونو پر سر پورې هسک الوتونکی ګُربت هم د دې ښکلا د سِحر برمته دی، نوځکه تل په دغو لوړو څوکو پرله پسې کړیو کې دورې وهي. د شاخ برمته او درې سرو په لمن کې د (ګُلدرې) کلی د ښایست بل نوم او د (مین خېلو) کلی د عاشقانو د تبار او نسل څخه د مینې سمبول دی. څوک څه خبر چې د مین خیلو نوم معین خیل دی او که مین خیل؟ خو خلک هرڅه او هر کیسه پرله پسې تکراروي او په دې هم څوک نه پوهیږي چې دمین خیلو د مینتوب کیسه به شاخ برمته په څه ډول زړه کې ساتالي وي، خو هرڅوک په دې هکله کیسې کوي:

د مین خیلو نیکونه او غور نیکونه د ګُلدرې او کارېزونو شاخوا اوسېدل. کلونه کلونه پخوا په دغه ځای کې یو بوډا کلیوال کروندې درلودې او په پسرلی کی به یې د سیسیو، زرکو، سارایی کوترو او غرڅو ښکارهم کاو. دهرکال په پسرلي کې به چې دغرو لمنې له رنګارنګ ګلانواو شنېلیو وپوښل شوې، نو له پورته تړو او کمرو به د زرکو نارې د چینو د روانو اوبو له غږسره ګډېدې او یوه خوږه نغمه به یې جوړوله. د غره له سیورلنو ډډو څخه به د سارایي کوترو یو سېل په شنو کروندواو ورشوګانو راشیوه شو، لکه د حسینې پېغلې امیل چې دهغې پرلمن دانه دانه شي. غرمه غرمه مهال به د کاریزونو د سیمې دچینو اوبو ته غرڅې را کوزېدې. ښکاري بوډا به دا وخت د ښکار په تمه چینو ته نږدې راته.

د طبیعت په دې رنګینو کې؛ د رڼو چینو، غرنیو ګلانو، ښایسته غرڅو، سارایی کوترو،پسرلنیو زرکو سره یوځای قد دچنار، بوی د سنځلې، ګل د ګلاب او سیوری د ولې  هم د ښایست او خوبۍ یو ابهت و. له دې ټولو سره دلته یوه د کوه کاف پري هم اوسېده.دغه د کوه کاف پري چې په ښایست کې بی جوړې وه، دبوډا ښکاري پېغله لور وه. د بوډا ښکاري لورپه دغه ښایسته محل کې د کوه قاف پري وه او سیوری یې د باګرام د ترکو تصویر. دهغې دڅڼو وږم مشک خُتن، د سینو ریږدېدا یې د بنګو غوټۍ او د سترګو ادا یې د زړو شرابو نشه وه. هغه به ځینې وخت دسبو ټولولولپاره د پلار کروندې ته او ځینی وخت به د اوبو وړلو لپاره د چینې د اوبو غاړې ته راتله.

... او د پسرلي په یوه سندریزه ورځ کې د کلي یو زلمی د بنګو غوټیو، د مشکو وږم او یوه بېسده خمار دچینې په لوري راکاږه چې دعشق د جنون په زانګو کې یې وزنګوي. دا وخت پري د اوبو وړلو لپاره د چینې غاړې ته راغلې وه. تږی زلمی په تنده تنده کې په تلوار د چینې په لوري را نږدې کېد، شاخوا د زرکو نارې او د چینې د اوبو نغمه خوره وه. زلمي لا خوله په چینې نه وه ایښي چې د کوه قاف دپري د جمال مجذوب شو. دزلمي سترګې دپېغلې له نظر سره وجنګېدې، وجود یې د ښکلا د برېښنا لمبې تود کړ، تنده ورڅخه هېره شوه. د کوه قاف د پري زړه هم وریږدېد او لکه د سیلاب وړې په شان یې اندامونه سست شول او ځان یې نااشنا څپو ته وسپاره. له همدې شیبې د دوی ترمنځ یوه بې شانه مینه ورځ په ورځ زیاتېده. چینه د هغوی د لیدو- کتو ځای و. دعشق او مینې خالق د دوی په زړه کې د یوې ریښتنې مینې ډیوه ولګوله؛ د یوسف – زلیخا، لیلا- مجنون او ویس- رامین په شان یوه  ريښتنی مینه.

چینه د دوی د رازونیاز شاهده شوه، کله به چې زلمي د چینې پرغاړه شیبې شمېرلې او د ښایست دپري د راتلو په تمه به و، نو د هرڅه آوازونه به چُپ وو. دپري په رارسېدو به زلمي دهغې پرزنګون سر کېښود، د هغې ګڼ پیکي به ورباندی یو چتر جوړ کړ او د بڼو هر وار کته پورته کیدو به یې زړه سپک سپک ځان سره راکښود.

د زلمی له سترګو خوب تښېدلی و او هغه شیبې به یې چې له خپلې  درخو سره تېرولې، دومره لنډې ورته ښکارېدې لکه لنډه پرامښکۍ! کله به هم داسې یو بل کې ورک وو چې ورځ به ماښام شوه، خو دوی به پوه شوي هم نه وو. ورو ورو د کوه کاف د پري پلار شکمن شو. له غوسې کور- مالت ورباندې سور تنور شو. دغه ناڅرګند شک دونیا ورته تنګه کړه او غیرت یې لمبه لمبه شو. ډېر څار یې وکړ، خو په هیڅ شي پوه نشو. ښکاري بوډا ځان سره لوړه وکړه چې که چیرې یې د لور قدم بیځایه ولید، نو د غرنیو غرڅو پرځای به د ښکار غشي د لور پر ټټر ږدي. دحسن ملکه او د ښکلا ښاپیرۍ دخپل پلار په شک نه پوهیده.

***

غرمه تيره وه، د تړو او کمرو له لرې ګوټونو د زرکو آوازونه راتلل او د چینې پر سر پورې د کوترو خېلونه تېر شول. دچینې اوبه مخ ښکته رڼې اوبیواکه بیواکه د خوړ په غیږ کې جاري وې. له هغو څخه یوه موزونه، نرمه او خوږه نغمه اورېدل کېده. بوډا ښکاري د خوړ خوا کې یو پناه ځای کې غلی کېناست. لکه چې ریښتیا یې هم د شک او بدګماني غشي د خپلې لور دټټر د سوري کولو لپاره په لیندۍ کې ایښی وو؟  مازیګر په تېرېدو و، دا وخت به نجلۍ له چینې اوبه وړې، بوډا نور هم سترګې په لاره و. د مازیګر دلمر وروستۍ مراندې ټولېدې چې یوه سپکه ښکالو یې واورېده، ښه ځیر شو، یوڅه آشنا غوندې وږم یې احساس کړ. ګړب شو او زړه یې وښویېد؛ شکمن ښکاري ځیرځیر هاخوا دېخوا کتل، خو شک یې په یقین نه و بدل شوی. دچینې خواته دوه مین زړونه ګام په ګام یو بل ته نږدې کېدل. دښکاري زړه شکونو په درزیدا راوستی و. هغه لا د وخته غشی لیندۍ کې ایښی و. پوخ ښکاري څخه توره شپه کې هم نښه نه خطا کېده. هغه ډېر ځله د باد په شان د چټکو هوسیو زړونه ویشتي وو. دهغه له لیندۍ څخه کلونه کلونه له ډېر لرې هم نښه نه وه خطا شوی. ښکالو رانږدې کېده چې دښکاری شک په یقین بدل شو او غشی له لیندۍ والوت.غشی لا تر نښې نه و رسیدلی چې دښکاري تر نظر هرڅه ورک شول. لکه چې دهغه سترګو او غوږو هیڅ هم نه لیدلي او نه اورېدلي. ښکاري له ځایه پاڅېد، شاوخوا یې هرڅه ولټول، هیڅ یې ونه لیدل.

د روانو اوبو خواته دوه سارایي ګلان یو بل ته مخامخ نرۍ نرۍ وږمې به اختیاره کاږه واږه کړل. بوډا هرڅه ولټول، څوک یې ونه لیدل...

***

په هغه سبا هم د اوبو ترغاړې دوه سارایی ګلان یوبل ته مخامخ نرۍ نرۍ وږمې ښورول، کله به سره نږدې شول اوکله به یې څانګونه خواره واره شول او نرۍ نرۍ وږمې به بی اختیاره کاږه کړل. د دوی شاوخوا پرته د بوډا د پښو له پلونو څخه نور هیڅ پل نه ښکارېد. د دواړو ګلانو یوې اوبلې خواته د پلنوپلنو پاڼو غرني بوټي ښکارېدل.

*** 

... او د هر څه پته دکیسو ګنج، شاخ برمته ته څرګنده ده.  خلک هر څه وایی؛ ځینی وایی چې دا وخت دوو مینانو خپل مازیګرنی دیدن کاو، کله چې له لیندۍ څخه الوتی غشی دبرېښنا په څېر د پري زړه ته نږدې کېد، نوهغوی دواړه دګلانو بوټي شول او د مینې خالق دهغوی پر پلونو د پلنو پلڼو پاڼو غرني بوټي راشنه کړل. نن هم هرځای چې دغه دوه ګلان یو بل ته خوا پرخوا نرۍ نرۍ وږمه کږوي، دهغوی څانګې بی اختیاره خوځوی، نو خلک وایی چې دا دوه مینان دي او هرځای چې د پلنو پاڼو غرني بوټي وي، وایی چې دغو بوټو د مینانو پلونه پټ کړي دي. ځینې بیا وایی چې دغه دوه مینان یو دبل وصال ته ورسېدل او ننني مین خیل دهغوی اولادونه دي، نوځکه ورته مین خیل وایی. د هرچا کیسه ځانته ځانته ده او یو دبل نه مني. ریښتنی راز یواځې دکیسو ګنج ته څرګند دی. دکیسو ګنج د رزمونو، دردونو، غیرتونو، یرغالونو، تالانونو، سر لوړیو او هرڅه څخه خبر دی، نو د مینې او وصال، هجر او بیلتون او آرمانو کیسې هم ورسره دي.

 

 

 

 

 

 

                                                                                                                                                                           شهید وروڼــــه


 

د کابل ښار جنوب لوري ته، کله چې د پخوانۍ  لاهورۍ دروازې څخه تېرشئ او نور هم جنوب لوري ته وړاندې ځئ، نو د تاریخې بالاحصار  ختیځې دروازې ته رسیږئ. له دې ځایه چې نور هم جنوب خواته روان شئ، دسړک خواسره یوه ویاله ستوی رابهیږي چې دغه ویاله پخوا د استقلال ترجادې پورې راغلې وه او په پای کې له پُل محمودخان سره د کابل سیند سره ګډېدله، هغو کلونو کې به دغه ویاله ډکه بهیدله.

د ښار جنوب لوري ته دغځیدلی سړک دوو خواووته د همدغې ویالې تر غاړې د ښنګو د زیږو ونو یو کتار ښکارېد، خو اوس یې شمېر ډیر لږ پاتې دی.

د ملک نور سرای څخه لږ ورتېر؛ دسړک ښي لاسته د یوه ډیر پخواني زیارت له پاسه څو جنډۍ په رپیدو ښکاري. دغه ځای کې درې قبرونه یوبل سره نږدې دي، چې اوس د ګڼې –ګوڼې له امله نه ښکاري. د قلعچې خلکو به دغه زیارت ته د درې شهیدو ورڼو زیارت ویل. دغه زیارت د ډیرو پخوا وختونو کیسه کوي، آن د سلو کالو پخوا کیسه !  دهغه وخت کیسه چې (*) پر وطن باندې پرنګی راختلی و او د ولس قبضه کول یې غوښتل، خو افغانانو د خپل وطن د ساتنې لپاره خپل ټټرونه سپر کړل، د وطن خاوره یې له پردیو وګټله. دغه زیارت هم دهغو دریو وروڼو دی چې د استقلال دبیرته ترلاسه کولولپاره د ننیګالو ولسي لښکر سره یو ځای شوی وو.  دوی یواځې یوه سپین سرې مور لرله. ته به وایی چې مور خپل دغه درېواړه زامن د وطن د لارې سترې قربانۍ ته روزلي او لوی کړي وو.

او په هغه ورځ چې دغه درې وروڼه غزا ته تلل، نو مور یې یواځې له نیمکښو دروازې تر لنډې ټوټې لارې پسې وکتل دعا یې وکړه، بېرته ستنه شوه او په کور کې کیناسته. 

زیارت د سلو کالو پخوا کیسه کوي، جنډۍ د درېو وروڼو کیسه کوي، د تاریخی بالاحصار لمن د ځلمو د شهادت کیسه کوي:

***

۱۸۷۹ میلادي هغه کال و چې پرنګیانو پر افغانستان د دوهم ځل لپاره یرغل راوړی و. داسې ښکاریده چې دا ځل د هیواد د جنوبي سیموپه پرتله هغوی ته د هیواد مرکزی سیمو ډیر اهمیت درلود.  جنرال رابرټس هغه پرنګی جنرال و چې څلویښت زره لښکر سره یې آسمایی غر تصرف کړ. د رابرټس لښکر د آسمایی غره مورچې ونیوې، نیمو نورو یې شیرپور کې چاوڼۍ جوړې کړی. له بلې خوا یې خپل دبُتخاک ځواکونه او په ګندمک کې دجنرال ګلف فرقه شیرپور ته راوغوښتله. په دې کې ګورکه اجیر سوډر اوپنجابی حشری هم وو. ملی مبارزینو او ننګیالو د کابل او د کابل په شاوخوا کې (*) دخپلواکۍ غوښتنې جنډۍ ورپولې. ملا مشک عالم او محمدجانخان وردک لومړی د جهاد اعلان وکړ او له ولسي لښکر سره مخ پر کابل را وخوځیدل. له شمالی څخه محمد عثمانخان ساپی او محمد شاه خان په کابل راننوتل. دا وخت د انګریزانو د توپونو میلونه د مبارزینو خواته اړول شوي وو او په بارتو یې ورته ګونډې وهلی وې. دوی آن د خپلو آسونو وربشې زیرمه کړی وې، په وسله ښه سمبال وو. کله چې په دې پوه شول چې د ننیګیالو ولسی لښکر مخ په کابل راغی او د کابل ښار ته ننوځي، نو له خپلو چوڼیو څخه ووتل او په ښار یې غلبله جوړه کړه، د کابل ښار ډیر وګړي یې له تیغه تېر کړل. محمدعثمانخان ساپي او ډیر نور غازیان شهیدان شول. د ښار اوسیدونکو به دشپې د جګړې لپاره تیاری نیوه او سپده داغ کې به یې د هرې کوڅې له هر سر څخه د تکبیر آوازونه اوچت وو.  په دغه وخت کې د لوګر مبارزین له غلام حیدرخان څرخي سره د کابل له جنوبی لوري مخ پر بالاحصار وړاندې راتلل. د هغوی د راتګ په لاره کې له ولسي لښکرسره له هر کلي څخه ولسي ځلمیان دهغوی مشرانو سره یوځای کیدل.

***

تود  اوړی تېر و، د مني شپې – ورځې وې، د لوګر د سیند اوبه خړې شوی وې او سیند د ژیو تر نیمایی بهېد، دوو خواوو سره یې د لوړو چنارونو پاڼې په ژیړېدو او رژېدو ښکاریدې، دکلیو د کورونو دټیټو بامونو پر سرونو ژیړ جوار د وچولو لپاره اوار وو، سنځلې په پخیدو وې، کلیوالو په کورونو کې وچ توت په انډیو کې اچولي وو. دوی په چاودلو پوندو او سپیرو خپړو دمني د غنمو د کښت لپاره دپولو کونجونه وهل او ورخونه یې تړل چې د غزا چیغه( *) شوه، هغوی ورخونه همداسې پرېښودل او یومونه یې ولاړ ودرول، له ولسي لښکرسره په چیغه ووتل. چا تبرونه، چا ملخي او دانپور ټوپکونه واخیستل او د تکبیر نارې اوچتې شوې. 

د کوچنی کلی د خړو او خټینو کورونومخکې کوچنۍ دروازه چې سپیرې او غټې دړې یې درلودې، په لخک کې تاو شوه او درې  وروڼه پرله پسې سره راووتل. هغوی په غبرګه خپلې یواځینۍ مورسره خدای پاماني وکړه او د مبارزینو له لښکر سره ستوي شول.

ولسي لښکر لومړی په اتڼ او د ډولونو په غربهار او درزهار کې د کلي میدانی ته ووتل، سره راټول شول او ورپسې یې د ټوپکو شپیلۍ آسمان ته سیخې کړی، یو یو درز واوریدل شو. ورپسې د رابرټس لښکر سره برید ته وخوځیدل. دا د کابل له جنوب لوري د کلیو ولسی لښکر و چې وړاندې ته. له مستو قدمونو څخه یې یو ګرد هواته پورته کید، د دوی څه دپاسه دوه سوه تنه د بالاحصار په ټیټه لمن کې خواره وو، نور یې  له دې نه هم د ختیځ لوري ته تیت شول. له دې ځایه وروسته دوی په زغرده وړاندې نه تلل، ځکه چې په دوی باندې د پاس له خوا څخه د انګریزی لښکر د وسلو ګولۍ راوریدې. دوی غوښتل د شپې په تیاره کې ځانونه بالاحصار ته ورسوي او د بالاحصار سرپورې دشیردروازې څوکي ونیسي. د انګریزانو توپونه او ټوپک په دغه ځای کې لویې لارې ته لمبر شوي وو او هغه یې پرله پسې ویشتله. د سړک او د لارې د خوا کلاګانې ورانې شوې، ملي مبارزینو له لارې څخه ځانونه چپ کړل، په ښوره زار زمکه کې د اغزیو او لوخو شاته شول. یویو ځل به د انګریزانو د وسلو د ګولیو باران جوړ شو، ته به وایی په دغه سیمه باندې له پورته خوا څخه سره اورونه وریږي. مبارزینو د بالاحصار دغره په څوکو سترګې خښې کړې وې چې کله به هغه نیسي، خو هلته رابرټس پوخ سنګر نیولی و. د بالاحصار په ټیټو برخو کې هم دهغوی وسلې او توپونه ځای پرځای وو. د ولسي لښکرکوم ننګیالي چی وړاندې تللي وو، دهغوی پته نه معلومیده.

ورځ په تېریدو وه، لوړ مازیګر و چې ملی مبارزینو پرېکړه وکړه چې  په شپه کې به پر انګریزانو یرغل کوي. د غرونو له څوکو سره د مازیګر سُرخی ښکاره شوه، اُفق د اور رنګ ونیو. د ساپیو له غرونو څخه د لمر د وړانګو وروستۍ لمنه ټولیدله، لا هم دپرنګیانو د وسلو غږ اوریدل کید، ځای ځای به یې له زمکې ګردونه او خاورې پورته کولی. په همدې کې د ولسی لښکر څو تنه شهیدان شوي وو، ډیرو نورو د ماښام په تته رڼا کې خپل ټپونه تړل. دا وخت د آسمان په ګوټونو کې د مني نرۍ نرۍ توره وریځ  راښکاره شوه چې د ماښام له تیارې سره یې فضا نوره هم خړه- پړه کړه چې پرنګیانو باندې وېرې  وزرونه وغوړول. نور نو مبارزین او ملی ننګیالي د شپې پخېدو ته تم وو...

کله چې شپه له نیمایی اوښته، ننیګیالیو د بالاحصار له جنوبی او ختیزې لمنې څخه د انګریز لښکر مات کړ او هجوم همداسې وړاندې روان و. دوی ځانونه دپرنګي مورچو ته ورسول. دسبا ستورو دملی مبارزینو د وروستی بری زیری ورکاو، هرې خوا څخه د تکبیر آوازونه راتلل چې  آزادی غوښتونکي مبارزین اوولسی سرتېري یې نور هم زړور کړل. په بالاحصار او آسمایی غره کې پرتو پرنګیانو باندې له هرې خوا حمله پیل شوه. کله چې د شپې په رګو کې د ورځې رڼا ځغلیده، نو ملی مبارزینو د رابرټس ټول لښکر مات کړی و. ختیځ کې دسهار سره شفق د ولسی لښکر دشهیدانو د لوړ توغ په شان د ننګیالیو بری اعلان کړ.

پرنګیانو بالاحصار پریښی و، د انګریزانو او د دوی د اجیر ګورکه پنجابیانومړي  او دحشری سوډرانوجسدونه پراته وو. د مني د یخ سهار سړه هوا لګیده، توره وریځ نوره هم ګڼه او سره نږدې شوې وه  او کله چې ننګیالیو درې شهید وروڼه  د اوسني پاخه سړک لویدیځ لور ته ښخ کړل، نو د منې وریځې هم په دغه ماتم څو اوښکې توی کړې، نرۍ نرۍ سیلۍ تر مور پورې د شهادت معراج ته دهغې د زامنو د رسیدو خبر ورساو.

***

بوډۍ مور تر ډېرو کلونو هر هرچا ته خپل زامن یادول او د هغوی کیسې یې کولې. کله چې د ادې په سر کې یو ډکی تور وېښته او خوله کې یو غاښ هم نه و پاتې، په اوړي کې به یې دغنمو وږي ټولول او د هرکال د مني په شپو کې به یې د جوارو چینک کاو او کله به یې دخلکو وړۍ سنۍ کولې. او کله به چې ادې د ژمي په اوږدو شپو کې د هر خپلوان کره میمله وه، تر نیمې شپې پورې به یې ماشومانو ته کیسې او نکلونه کول.

ادې به چې دهر خپلوان کره میلمه شوه، نو د هغه کور په ماشومانو به جوړ اختر و. دژمي سړې او اوږدې شپې به د ادې په نکلونو خوږې او ژرتیریدې.

نه پوهیږم چې ماته ولې همدا اوس هم کله کله بوډۍ ادې ترسترګو شي چې د دیوال خواکې ناسته وي او په ستړو- ستومانو او زهیرو لاسونو کله څرخی څرخوي او کله هم وړۍ ریشي. دهغې په زهیرو او رنځورو سترګو کې یوه یوه رڼه اوښکه دهغې د ناپایه رنځونو او د زامنو د بیا نه لیدو د آرمان تجسم دی. ادې لا ډیر کلونه پخوا د خپلو زامنو(دیدن) پسې تللې، خو نه پوهیږم چې ماته ولی هغه همدا اوس هم هرمنی او هر ژمی رایادیږی؟

 

 



 

                                                                                                                                                                      خزانه او مرغلرې



انجنیر په هغه ورځ د خپل کوچني زوی څیرې ته په ځیرخیر وکتل او په لنډه شیبه کې یې هغه ته یوه روښانه راتلونکې تصویر کړه. د ده تصویر کې کوچنی میوند د پوهې د خزانې او ګنج مالک و ، ده غوښتل چی زوی به یې ښوونځی ولولي ، بیا به له خیره پوهنتون څخه فارغ شي ، له هغه څخه به پوه ، هوښیار ، خدمتګار او د نیک نوم خاوند سړی جوړ شي . له همدې تصویر سره له کوره ووت او دفتر ته ولاړ . کله چی مازیګر کور ته راستنېد، نو خپل کوچني زوی ته یې چې لا د سبق ویلو جوګه نه و ، یوه (بغدادی قاعده) او یو ټوک قرآن مجید هدیه کړي وو . له رارسیدو سره یی سم د ډراونګ او نقشه کشی د پنسلونو او توشو له منځه یو د دفتري کار قلم راواخیست او د قرآن مجید د وقایې دوهم مخ کې یې ولیکل:

 (په  ۱۳۶۶/۵/۱۴ نیټه میوند جان ته هدیه شو.)

××××

ورو ورو میوند د خاپوړو نه په پښو شو ، په خبرو راغی ، درې کلن شو، خوږې خوږې خبرې یې زده کړې او بیا څلور کلن شو . د پلار یې نیت و ، چی میوند به اوه کلنۍ کې نه ، بلکی شپږ کلنۍ کې ښوونځي کې شامل کړي او هره ورځ به د هغه د راتلونکی لپاره د کتاب ، قلم ، مدرسې، ښوونځي او علم حاصلولو په سوچونو کی و ، ترڅو چې یوه ورځ یې ورته یو د کتابونو ښکلی کوچنی بکس، دوه کتابچې او یو نوی قلم راوړل. انجنیر په هغه ورځ ډیر خوشاله و، دا ځکه چې خپل زوی ته یې لویه خزانه او ستر ګنج راوړی و.  کله چی مازیګر له دفتر څخه کور ته ورسېد، نو څلور کلن میوند د کور انګړ کې په لوبو بوخت و.  کله چې یې پلار په وره ور ننووت، نو سمدلاسه یې مخې ته ورمنډه کړه . پلار د تل په شان مهربان او خوشاله بریښېد ، میوند یې دواړه لاسو کې ونیوه ، ښکل یې کړ او بیا یې کوچنی بکس ورکړ او ورته ویې ویل:

ـ دا دی بچیه نن مې درته لوی ګنج او خزانه راوړې ده!

میوند ته لکه چې د دنیا خوښي ور په برخه شوی وي ، بکس یې واخیست او مخ په کوټه یې وځغاستل . وروسته تر هغی ورځې به  کوچني میوند هره ورځ یو ځل دوه ځله  خپل بکس، کتابچې او قلم له تاخچې رااخیستل او په شوق به یی کتل. پلار به د کوټې له یو کونج څخه په ډیره مینه خپل زوی او د هغه ګنج او خزانې ته کتل .  دغه ګنج او خزانه دواړو ته غټ تسل و، د  اینجنیر ټوله تمه او امید همدې ګنج او خزانې ته و .

××××

په وطن باندې د رالګېدلیو لیونیو بادونو څپې وار په وار زوروې کیدې او هرې څپې نوی ماتم راووړ ، جګړو ورځ په ورځ زور واخیست او ښایسته ښکلي، ښارونه، کورونه او باغونه او هرڅه یی بربادول. ورځ تر ورځې بدتري وه . هره خوا ورانې - ویجاړې پراخیدې ، هره شیبه د نویو خرابیو او ورانیو خبرونه اورېدل کېدل . دا وخت میوند  پوره اووه کلنۍ ته رسېدلی و او ښوونځي کې یې دداخلولو کال. هغه کال چې دپلار هیله یې وه، خومدرسې اوښوونځي کنډواله شول او بیا وتړل شول. دفترونه، پروژې، موسسات او ادارات هم ځینې لوټ او نوروتړل شول، دغو پېښو د انجنیر غوږونه ورتاو کړل او ورته ویې ویل چې که ته انجنیر یې، نو د ودانیو انجنیر به یې، خو اوس وخت د وراني دی ، ښه به وي چې نویوحالاتو سره ځان برابر کړې!

انجنیر له رسمي کارونو وزګار شو. نه پروژه وه، نه آمر پاتې و، نه ملازم او نه میز او دفتر. هیڅ ځای کې د نقشې او مهندسي کار نه موندل کید، ټول د ډراوینګ او نقشه کشی پنسلونه ،  توشونه او فارماتونه یی یوې خوا ته پریښودل او زړه یې تور شو، د وروستۍ تنخا ټولې پیسې ولګیدې او نور یې جیب کې یوه روپۍ هم نه وه. اړ شو یوه ښه د سبوپلورلو کراچی(ریړۍ) یې رانیوله، زړه یې و چې اوس به نو له سهاره تر ماښامه په هغو خلکو چې سابه پخوي، خپله سودا پلوري. 

میوند د اوو کالو په منګ دی هغه هم کولای شي چې د موټرو تمځای کې په هغه خلکو چې تندې پسې اخیستي وي، یوه لوټه اوبه وپلوري، هغه به هره ورځ دغوړیو ټیم له اوبو ډکوي، بیا به یی په ډوله کې پر خلکو پیري په سوځندو ګرمیو کی هر موټر سره ستوی منډی وهی او همدا نارې وهي :

ـ یخی اوبه ، یخی اوبه !

کله چی لا د لیرې کوم موټر راښکاره شی او پر سړک تیریږي نو میوند ډکه ډوله لاس کی نیولی وی او د موټر څنګ څنګ سره په منډو پیل وکړي ، خپل کوچني لاسونه ایله د موټرو ښیښو پورې ور ورسوي او بیا نارې کړي :

ـ یخی اوبه ، یخی اوبه!

ځینی موټر خو دومره ګړندي وي چی د میوند غږ هم نه وررسیږي ، ځینی چې لږ څه تم شي یو یا دوه پکې تږي وي او اوبه وڅښي او بیا هم د میوند سترګې (تږي) لټوي چی سودا یی وشي او ده ته یوه روپۍ په لاس کې ورکړي.

کله چی میوند کور ته لاړ شي ، نو منډه واخلي خپل د کتابچو بکس له تاخچی راکوز کړي او یوځل خپلې دوه کتابچې چې تر اوسه نوې او سپینې دي، راواخلي او خپل قلم هم وګوري او بیرته یی تاخچه کې کښیږدي . خدای خبر چی میوند به تر کومه عمره خپل بکس په تاخچه کی نوی نوزی ساتي؟!

انجنیر چی کوټه کې یوازې کښیني،  نو د موټرو تمځای یی سترګو سترګو ته کیږي چې میوند هر موټر پسې ځغلي او همدا ناری وهي:

ـ یخې اوبه ، یخی اوبه!

د انجنیر سترګو کې بې اختیاره اوښکې راشي ، پاڅیږي له تاخچی څخه د میوند ګنج او خزانه (!)راواخلي او دهغه سیپاره، کتابچې او قلم چی  اووه کاله مخکې یی راوړي وو رابرسیره کړي ، په حسرت او ارمان ورته ګوري؛ کتابچی پرانیزي ، څو پاڼې یې واړوي ، قلم هم وګوري ، کتابچی لا تر اوسه هم سپینې او نوی دي . د میوند عمر نور د ښوونځي د شاملولو نه په اوښتو دی . د انجنیر له سترګو څخه د اوښکو راڼه څاڅکي د ده په ږیره چی بی وخته سپینه شوی راتوی شي .

انجنیر هره ورځ د وزګارتیا په وخت کي ګنج او خزانه (!) مخی ته کښیږدي او له خپلو سترګو نه مرغلرې ورته تویوي او لکه چی انجنیر غواړي دغه ګنج او خزانه د خپل زوی د راتلونکی لپاره له مرغلرو ډکه کړي!

۱۳۷۳/۶/۱۸، کابل

 

 

 

 

 

                                                                                                                                                                            د فال چینه


د انسان وجود کې زړه لکه یو یاقوتی لال د مینې کور او سمبول جوړ شو. خالق تعالی د  انسان په خټه کې مینه ګډه کړه او نوم یی هم ورته له همدې مینې(انس- انسان) کېښود:  لقدخلقنا الانسان فی احسن تقویم"، خو سخته خبر پکې دا شوه چې ( مینې) ته د (حیا) پوښ ورکړل شو. دغې حیا او شرم مینې ته نور هم جذابیت او مقدس رنګ ورکړ. وایي د یوسف زلیخا د مینې کیسه خو ځکه دومره رنګینه شوه او ترنن ورځې را پاتې ده چې د یاقوتی لال نه یې پوښ وغورځول شو او د هغه ځَل او پړقا عالمونه خبر کړل. کله چې قیس په مینه کی مجنون شو او د دغه یاقوتی لال ځلا وبرېښېده، نو عربو ډیره هڅه وکړه چې بېرته د شرم پرده ورواغوندي، خو هیڅ  نه کیده آن دا چی کیسه یې عجمو ته هم ورسېده. د دغې کیسې د لیکلو الهام هاتفی ته د هغه د پیر حضرت سید قاسم په روضه کې وشو او هغه ځکه چې دغه روضه د پاکو او ریښتینو مینانو د ټولیدو ځای و، نو دلیلا او مجنون کیسه یې ولیکله. په دې توګه د لیلا او مجنون نکل له عربو عجمو کې هم خپور شو او خبر خو لا آسمان ته ورسېده او لیلا او مجنون د آسمان ستوري شول او تر نن ورځې ځلیږي. همداسې یوه بله کیسه؛ دوه مین زړونه د همداسې یوې مینې په خوږلن کې د یوې چینې تر غاړې اوبه شول، څاڅکي شول، پرخه شول او تر نن ورځې د (فال چینه) کی دانه دانه څاڅي. نو د فال چینې د مینانو کیسه څه وه؟ 

د کابل ښار جنوب لوري ته د بګرامیو او سهاکو شنو باغونو ته څېرمه، مخ پورته یوه ښکلی شنه دره پرته ده.  دغې دره کې د ښار څخه د یوویشت کیلو مترو په واټن یوه بیډۍ ډوله غونډۍ ښکاري. خلک وایي که هر ناعلاج ناروغ له دغې غونډۍ څخه درې ځلې وګرځول شي، روغ رمټ کیږي. دغې غونډۍ ته د (چینو غونډۍ) وایي چې د هغې له لمنې د رڼو اوبو چینې وتي او مخ ښکته په یوه پراخه شنه ورشو چرچره شیله دي. اصلاً چینه یوه ده چې هماغه د (فال چینه) یې بولي، دا نورې هسې وړې چینی دي چې دټولو شمیر یوولس دی. د فال چینې سر پورې یوه عجیبه تیږه ده چی د رحیل بڼه لري. وایي چې دلته به د خدای(ج) یو دوست چې ورځ به یې په صیام او شپه به یې په قیام وه، د الله تعالی کلام لوست. د چینی پر غاړه پر څو نورو تیږو د امسا نښې ښکاري چې دا هم د همدې مبارک د امسا ځایونه دي. د چینی تر غاړې یو د زنګون پل هم دی چی ویل کیږی دلته ستر شخصیت ګونډه لګولې او چینی ته یې لاس ښکته کړی. اوس دغه شخص د همدې غونډۍ په لمن کی په ابدی خوب ویده دی. د فال د چینی پر غاړه په کتارو ایښودل شویو تیږو باندې سهار وختی او ماښام ماښام راڼه څاڅکی ښکاري چې یو یو په اوبو کی لویږي. د هغو کیسه د دغې سیمې ډیرو پخوانیو سپین ږیرو اوس خپلو سینو کې ګور ته وړی ده. 

نکل خو داسې دی چې وایی یوه ورځ یو دنګ- لوړ زلمي له لرې کلیو څخه د چینی پر خوا را رهی و هغه اوتر اوتر کتل، تږی و، زړه یې د څه نا کراره ارمان تلوسه لرله، پولادی مټو کی یې ایل شوی زور احساساوه، ځمکه یې موړی موړی تر ګامونو لاندی لکه مست بهاڼ ناکراره ناکراره کیده. کله چی د چینی سر پوری راورسید یوه آه یې وکړ. د هغه سترګې د جمال او ښایست یو بې مثاله پړک وبریښولې. یوه د ښایست پیغله په هغه شیبه د چینی غاړی ته راغلی وه چی اوبه یوسي او له اوبو سره یې له دې زلمی نه زړه هم یووړ. د هغی جادویي خمار یوه شیبه زلمی لکه کاواکه ټال وزنګاو او چی زلمی بیا دغی د حسن ملکې ته وکتل د هغی یوې نرۍ موسکا یې اندامونه سست کړل.  یوې نا آشنا تودوخې نور هم د چینې غاړی ته راښکه د زلمی په سد څه ورنه غلل خو داسی ښکارېده چی هر نفس یې یوه ترانه شوه، هر ونه یو دیوان شو او هره پاڼه یو شعر هر شعر د اوبو خوږی نغمی سره یو عاشقانه سرود جوړ کړ او دوی دواړه یې مدهوش کړل! 

ورځی تېرېدی او د چینی غاړه د دوه مینو زړونو د تندې د ماتیدو او د دیدن د غرمو د جل سیوری شو. خو دا تنده نه ماتېده. هغوی د زیارتونو نذرونه ومنل، زلمي د هغی د حُسن د ملکې پلار ته جرګې ولیږلې، خو د هغې پلار په دی وصلت نه و راضي. ډیر جایدادونه یې ورته ومنل، جرګې ستومانه شوې، خو د نجلۍ پلار ته دا ډیره د شرم اوله دوده وتلې خبره ښکارېده. هغه په خپلې لور کلک بندیزونه ولګول.  سره له دې هم دوی په غلا او په پټه د چینی پر غاړه یو بل سره کتل. خلک خو وایي چی قسمت او تقدیر غوښتل دواړه په یوه اورنۍ مینه کې و آزمایي او په دې آزمایښت کې یې ژوند د دغې مینې نه لوګی شي او په دې توګه چینه کې د مینی سمبول(یاقوتی لال) د ودیعت په توګه کیږدي. 

... زلمی نه یو ملنګ جوړ شو، له چینی څخه لږ پورته د لوی زیارت د تیږو بارې ته به یې ډډه وهلی وه. یوه شپه د حُسن ملکې یو خوب ولید، خپل خوب یې یوې بوډۍ ته تېر کړ او ورته ویې ویل چی د زیارت په بهانه لاړه شي، د زیارت ملنګ منجور ته یې کټ مټ ووایی: هغې بوډۍ ته وویل:  خوب مې لیدلی چی د الله (ج) هغه دوست او د خپل وخت ولي چې له چینې څخه لږ پورته یې زیارت دی، په سپینو جامو کې چی اوږدې تسپی یی لاس کې وې ورته داسی ویلی و:

« ددې غونډۍ په تل کې یو لوی حوض دی چې همدا چینه ورځنی راوتی، هغه کې یو کب دی! هو، یوازی یو کب! د کب خوله کې یوه مرغلره ده، تر څو دا کب ماته رانه وړې، نو دا مینه مراد ته نه رسیږی. » 

په هغه سبا ملنګ د غونډۍ په سر کې د کوهي په کیندلو پيل وکړ. وایي د هغه د یوم او کلنګ غږ شاوخوا کلیو شپه او ورځ اورېد، خو څوک نه پوهیدل چی دا څوک دی او ولی لګیا دی؟ 

څه موده وروسته ملنګ له دې لومړني آزمایښت څخه په بریالیتوب ووت. هغه اوبو ته ورسېد، کب یی ونیو او د چینی غاړی ته یی راوړ، ترهغه په تمه کیناست چی محبوبه یې په پټه راغله. هغه کب ورکړ. دا وخت کب د هغې له لاسه وښویید او د چینی په اوبو کی لاهو شو. نور نو کب ورک شو. د دواړو له خولې یو سوړ آسویلې پورته شو. کب د چینی اوبو کی مخ ښکته ولاړ او بیا ونه موندل شو. نور نو زلمی د چینی د غاړې ملنګ و او که د ملنګی جامی یی په تن نه وای، نو خامخا به یی د لری او نژدی کلیو د خلکو شک راپارولی وای او بیا نو ورته دلته ژوندون ګران و. ورځ تر ورځی هغه ته د خپلې محبوبی لیدل ګران کار ګرځېد دا ځکه چی هغی نور له کوره د وتلو اجازه نه درلوده.

مودې تیرېدی، ملنګ به  له چینې څخه پورته د غونډۍ سیورلن اړخ کې یو کمره ته ډډه وهلې وه او خپله سوزناکه شپیلۍ به یی غږوله. دهغه د شپيلۍ آواز ته به خامخا هر لاروې په شیبو شیبو تم کېد.

یوه ورځ بیا هم هغه وکولای شول د چینې تر غاړې خپله محبوبه وویني. هغې د زیارت توغونه نوي کول او په همدې پلمه له کوره وتې وه. د زیارت دبارې سره یی څو ډوډی هم پخې کړی. هغې خیرات وکړ او ملنګ هم دغه خیرات ته راغی دا وخت ملنګ د چینی تر غاړی و، دواړه د داسی شیبی په تمه وو. د چینی تر غاړی کیناستل. ملنګ د ښایست او حُسن د ملکی مجذوب و. ناڅاپه له پورته خوا د پښو او چا د راتګ غږ واوریدل شو. د دوی زړونه له ویری ودرزیدل، هغوی دواړه د زیارت پر لوری لاسونه پورته کړل او د خدای (ج) څخه یې  چی یو نوم یی ستار دی وغوښتل چی دوی له شرم او رسوایي څخه وساتي. هماغه شیبه کې دواړه تري تم شول، هغوی د اوبو په رڼو څاڅکو بدل شول او لکه د ګلاب  د پرخې په شان د چینی تر غاړې په تیږو چینې ته دانه دانه ولویدل. تر نن ورځې هم دغه څاڅکي همداسې یو یو چینه کی لویږي. اوس دغی چینې کې زښت ډیر کبان دي، خو هیڅوک هغه نه نیسي. خلک وایی د هغو نیول وبال لري. د غونډی په سر د یو کوهي اثر چی له خاورو ډک شوی اوس هم ښکاري او کله چی سړی د چینې پر غاړه ناست وي، نو له لرې څخه د شپیلۍ یو سوزناک او سحرګر غږ اوریدل کیږي چې کله یې د باد څپې یوې خواه ته او کله بلې خوا ته ورک کړي. او چې څومره سړی دغه غږ ته ځیر کیږي، نو لکه د باد څپې ورسره سرګردانه او بېخوده شی او ډیر خو یې د اوریدو توان هم نلري. اوس هم د لرې او نږدې کلیو او له ډیرو لری سیمو راغلي خلک دغې چینې ته راځي. هغوی لومړی د تیږي رحیل ښکلوي، بیا اوار څپلی له پښو کاږي، په تیږې باندې د زنګون په پل زنګون کیږدي او دغه چینه کې فال ګوري، خو تر اوسه هیچاته څه ندي وتي. خلک وایي که څوک ریښتینی مین وي، نو د چینی اوبو کې ورته یاقوتی لال په لاس ورځي او هرو مرو به خپل بخت ته رسیږي. خو لکه چې نور نو د زړونو آئینې خړې او ګرد جنې شوي، نو ځکه اوس هیچاته هم یاقوتی لال په لاس نه ورځي!

۱۳۵۷

چینوغونډۍ، سیاه جوی

 

 

 

 

                                                                                                                                                                           ګنهکاره لوبه



زوروره ګرمي ده. د ونو خاښونه د تاوده لمر له لاسه ښکته ځوړند دي. دکلي د خوا د خړې غونډۍ له اړخ څخه توده توده وږمه په دې خوا راچلیږي. هلته یوه پېشو د دیوال یخ سیوري ته دلمر له وېرې غځیدلې ده. د چڼچڼو نوي الوتلي بچیان له یوه ښاخ څخه بل ته الوځي، چرګانو وزرونه  سره لیرې او ځوړند نیولي، د کوم یخ سیوري په لټه کې دي. په هوا کې یو ګرد شانته ښکاري چې د کلي پر سر ټوله فضا یې خړه اړولې...

د کلي سپېره کورونه او خټین دیوالونه د لالهاندو ورځو داغونه په زړه زړه لري: یو دیوال نړیدلی، دبل کور څپره لکه د مرغانو توپان وهلې ځاله، په بل انګړ کې نیم سوځیدلی پوزي، په بل کورکې دڅارویو د تلو پړي هره خوا پراته دي خو څاروی نشته، د بلې کلا مخې ته د ماتو شویو کټونو بوڼ لکه د مرغیو  لپاره د ایښودل شوی لومې په شان  جړ پروت دی...   دکلي- کور کوڅو کی د کلیوالو تګ – راتګ او لری- بری ډیر لږ دی، دتیرې شپې د الوتکو غږ اوس هم د ویریدلو کلیوالو په غوږو کې دی، یواځې د کوم یوه کور له ټیټ دیوال څخه یوه نیمه ښځه چې سرتر پښو یې تورې جامې اغوستي ، ښکاره شي، یا یو نیم بوډا چې پرته له پرله پسې ټوخي  بل څه نه ترې اوریدل کیږی.

بل کورکې یوه بوډۍ ادې چې له لاسه یې نه کیږي چې له ګړي څخه  لږ اوبه راواخلی او تنده پرې ماته کړي، شاوخوا سترګې غړوي چې خپل کوچنی لمسی وګوري او ورته غږ کړي، خو دهغې لمسی لکه چې د تل لپاره ورڅخه  مرور شوی وي...

زه خپل څادر پر سر راسموم  چې زما پر مخ  نور هم سیوری شي او د ویالې په غاړه غاړه  ښکته خواته  تاویږم. اوبه په دمه او ورو روانې دي. د ویالې منځ کې د اوبو پر مخ د ویالې د دوو  غاړو د ونو ښاخونه اوچته ښکاري. لږ ښکته د څو ماشومانو غږزوږ دی. دماشومانو غږ راباندې ډیری ښه لګیږی. دا هغه یواځینی غږونه دی چې په کلي کې یې لاهم د ژوند نښې بللای شم. هغوی د ویالې پر غاړه په خارو کې لوبې کوي. خپله لاره لنډوم او وار په وار ماشومانو ته ورنږدې کیږم. هغوی څو تنه سره ټول دي او د ویالې غاړه یې نیولې؛ پښې ابله، ببر او خیرن سرونه، خلاصې تڼۍ او په خیرو او سپېرو خارو لړلې لمنې، شلیدلي لستوڼې، تر بیډیو پورې په خټو او خاورو سپېرې پښې، پړسېدلې ګیډې، نري او ډنګر لاسونه او لینګي، ژیړ رنګونه او الوتې بڼې... د یوه په زړه دپلار د وروستیو سلګیو داغ، دبل په سترګو کې دمشر ورور په وینو کې د لژند وجود تصویر چې تر اوسه لا همداسې ثبت دی. دبل په غوږ کې د هغوی د کور د ټولو تورسرو ژړا او انګولاوې چې همداسې به د ژوند ترپایه دده په غوږو کې په انګازو پاتې وي. د بل په ذهن کې دهغو کسانو تت انځور چې د خپلو واسکټونو له پاسه یې ګردنۍ تړلي او ټوپک یې په اوږو  وو...

او په دې کې زما سترګې د هغې کامرې په شان چې د یوه دقیق تصویر اخیستو ته فوکس شوی وي، د ماشومانو لوبو ته ځیر کیږي؛  له هیبت او ویرې ځای پرځای ودریږم. دزوبون وهلو په شان  هک پک بی خوځیدو!

-        هی خدایه ! دا څه لوبه ده؟ دا څه ګنهکاره لوبه...!؟

ماشومان په لوبو اخته دي. هغوی د ویالې پر غاړه په خپلو کوچنیو لاسونو یوه لپه قدرې خاورې د یوې پولې په شان غونډۍ کړي او په دوو سروکې یې ورته پلنې کوچنۍ ټیږی ایښي، هر ماشوم دا ډول  لس لس، شل شل ځایه دا ډول خاورې ټولې کړي او په دوو سرو کې یې ورته کوچنۍ پلنې تیږې درولي. یوه نیم بیا د هریوه څخه کوچنۍ کوچنۍ تیږې چاپیر کړي دي، بل ماشوم ورته څو واړه واړه لرګي درولي او وړې رنګه ټوټې یې ځوړندې کړي دی، ماشومان لګیا دي کوچني کوچني  قبرونه جوړوی، زما سترګې د ویالې تر غاړی یوه د لوبو هدیره ګوري ... بل ماشوم لګیا دی یوه اوچته  نرۍ لښته یې درولی  چې شین بیرغ او سور بیرغ لري. د ده په فکر دا به د ټولې هدیرې زیارت وي!

بل یو دوه قبرونه خوا پرخوا جوړوي... ماشومان لګیا دي، زه له خپګان او ویرې ریږدم، زړه مې ډوپکی وهي...

ماشومانو د لویې ونې تر سیوری لاندې د ویالې غاړه  په خپلو کوچنیو جندۍ لرونکو لکړو ډکه کړی، د یوه  ماشوم  معصومو سترګو ته ګورم؛ لکه چې ورڅخه پوښتم:

-        ولې په خپلو معصومو لاسونو داسې ...؟

فکر کوم  چې ځواب راکوي :

-        ته خو زموږ دکلی خوا کې د غونډۍ لمنه وګوره کنه!

د بل یوه له سترګو څخه پوښتم :

-        ته هم په همدې لوبو لګیا یې؟

زموږ د کلی  سپین ږیرو همداسې جوړول !

... او ما په خپلو سترګو  لیدل چې معصومو کوچنیو لاسونو یوه (ګنهکاره لوبه) کوله. د کلي سپېرو، بربنډو، په نس وږیو، ګرمی وهلو، پښې ابلو ماشومانو یوه ګنهکاره لوبه  زده کړې وه. 

پر ما باندې یو هیبت او ویرې وزرونه غوړولي وو، ځان مې نشو خوځولای،  زړه مې و چې له ویرې او خپګانه نارې ووهم . زړه مې درزا کوله او پر ما باندې یو شوم (سام) خور شوی و...

برار

هغه ماته اوس هم د صمیمیت، اخلاص، د یوه مهربان تره یا خواخوږي ماما په شان رایادیږی. او لکه چې هغه ټولو کلیوالو ته یو نږدې خواخوږی، ښه دوست، مونس او ترټولو مهمه دا چې لویو کارونو کې یو قوي مټ و، لکه چې هغه زموږ په کلي کې ښه ډیر ثوابونه هم ګټلي وو. زما په ټول ژوندکې  لکه د هغه په شان  بل تصویر په ذهن کې  دومره روښانه  ندی پاېیدلی.

***

...  د مني لنډې ورځې وې، پاڼې په رژیدو وې، خړې وریځې او لړې به د شاوخوا غرونو پرسرونو تاوېدې او د ژمي د لومړنۍ واورې د وریدو ویره یې راپاروله. کلیوال به وروسته د ماسپښین تر لمانځه د جومات پیتاوي ته په کتار کیناستل او ډډې به یې د جومات دیوال ته لګولې. 

زموږ په کلي کې به هرکال د پسرلی په راتګ سره دمیراو(میرآب) او پاده وان د نیولو اندېښنه او په مني کې به دلربني د نیولو اندېښنه وه. سږکال هم د مني ېه دغو ورځو کې کلیوال سترګې په لاره وو چې یو څوک پیدا شي اوژمی جومات تود کړي. دوی به لربنی ته (دجومات خادم هم ویل). لربنی به له غره څخه بوټي راوړل. هغه به سهار غره ته خوت، غرمه به یې یو لوی ګیډی بوټي را کوزکړل اود مازیګر لمانځه سره سم به یې د جومات اتشخانه کې اور بل کړ. مازیګر به د کلی د کورنو سره یوځای د جومات له بامه هم لوګي ختل او جومات به تر سهاره پورې ښه تود و. کلیوالو لربنی ته یواځې ډودۍ ورکوله.

پیتاوې ته ناستوکلیوالو؛ چا نسوار خولې ته اچولی وو، چا د جومات پر چوتره پر زمکه کرښې ایستې او چا هم د کلی یواځنی باسواده میرزا؛ د بسم الله خان خبرو ته غوږ نیولی و. هره ورځ به د همداسې خبرو- اترو په ترڅ کې په لنډه شېبه کې مازیګر شو او د کلي پر سر به شین بخن لوګی خور شو. 

په همداسې یو ماسپښين  چې موږ ټول  پیتاوي ته ناست وو،  له لری د کلي په کږه- وږه لار، د کروندوله منځه یو ټیټکی پنډ سړی چې یوه اوږده لښته یې د امسا په دود په لاس کې وه، زموږ خواته را روان و. هغه له لری نابلده  او مسافر ښکارېد. کله چې لږ نور هم را نږدې شو، دکلی یو – دوه سپیانو ورمنډې کړی او په غپلو یې پیل وکړ. سپیو غپل او پرله پسې یې لکۍ خوځولی، سړی را نږدې شو. مامور صاحب بسم الله خان د سنت اخیستو کوچنۍ بیاتی کات کړه جیب ته یې واچوله، د ستار اکا د نسوارو ډبلي هینداره کې یې بریت سمول، نو کوتی یې هم ورته وسپاره. زړه نا زړه او په شک سره یې د زیري په لهجه پیتاوي کې ناستو کسانو ته وویل:

-        والله لکه چې له خیره سره لربنی هم پیدا شو!!

ناست کسان هم لږ څه خوشحاله شول او په لاره را روان سړی ته ښه ځیر شول، خیروګل په سپیو د (کوتی!) غږ وکړ، سپیو سرونه زمکی ته ټیټ کړل، یوې خوا بلې خواته  شول. را روان مسافر ډېر ستړی ښکارېد، څوک نه پوهیدل چې هغه به څوک وي؟

مامور صاحب بسم الله خان چې خپله قره قلی خولۍ په زنګون ایښې وه، هغه یې راپورته کړه او پر سر یې کړه. زموږ په کلي کې  مامور صاحب یواځینی سړی و چې ښار ته یې تګ- راتګ کاو، سواد یې درلود او په پاړسي پوهېد، هغه به قوالې( قبالې) هم لیکلی او د خلکو د زمکی د ترکې کار او جریب یې هم کولای شو.

په لاره راروان سړي د جومات پیتاوي ته په رارسیدو سره موږ ټولو ته په ځیر ځیر وکتل او په ستومانه او ټپ غږ یې سلام وکړ. مامور صاحب ورپاڅېد ښه په غیږ یې روغبړ ورسره وکړ:

وطندار بخیر آمدی جور تیار...

نورو کلیوالو هم تود هرکلی ورته ووایه او زموږ په کتار کې کېناست. سم له کیناستو سره  دپیتاوی له لومړی سر څخه بسم الله خان دوهم ځلي ورته وویل:

-        بخیر آمدی !؟

هی برار بخیر باشی خیر نصیبیت، افتو خوش موخوره.

-        اجان وقتیش است دیگه زمستان امدنیست. بیشی که دمیت راست شوه.

هی برار تاکه جان ده تن است جان بکن است. دم مم راست نموشه.

-        خیر بازام زمستان میایه کارا یگذره کم میشه. 

برار زمستان موګی مره خونوک میگره ، هه هه ! دواړو وخنل،

-        ده زمستان وتابستان حکمتای خداوند است،

آری بیشک، اموذات چیزی ره پیش بیره که خیر ماوشمایه. 

بیا یې مخ ستار آکا ته واړاو:

-        چطو برار؟

ستار  اکا چې څو څو واره د هغه له خولی ( برار برار) واوریدل، خو په مانا یې ونه پوهېد  او لا د دوی دخندا پر مهال حیران شوی و چې دوی څه وویل، نو په جدي او لوږ غږ یې مامور صاحب څخه وپوښتل:

برار څه وایی؟

-        برار وایي چې ښه پیتاوی دی.

ستار اکا چې ډاډه شو، نو ویی ویل:

برار ته وایه چې ښه پیتاوی دی او ښه میلمه هم راغلی دی.

دا وخت نوی راغلي میلمه مامور صاحب څخه وپوښتل:

-        برار! خادم بری مجیت کار دارین؟

له دې پوښتنې سره موسکی شو او مخ یې لکه د سور الوانی اتلس په شان سورشو. مامور صاحب ځواب ورکړ:

-        اجان صدقیت شوم ما گپ میزنیم. خو تو یک چن شو مهمان ما باش، ما ای گپه فیصله میکنیم.

نوی راغلی میلمه خوشاله شو او دپټې خندا له زوره په ریږدیدا شو. هغه لکه زموږ د کلیوالو په شان په کټ کټ نه خندل. هغه تیاره  داسې خندا کوله لکه د پښ له بنۍ چې په یوه سا باد وځي.

په  هغه ورځ هم لکه د نورو ورځو په شان ډیر ژر مازیګر شو. د پیتاوی خلک او له کورونو نور راغلی کلیوال جومات ته ننوتل. مولوی صاحب هم چې چیری تللی و، را ورسید، آذان یې وکړ. وروسته تر لمانځه ستار اکا نوی میلمه له مټ څخه ونیو او ورته ویی ویل چې ته نن زما میلمه یئ. میلمه ورته وویل: 

برار مه ګپیته نفامیدوم مه ده مجیت شوه تیر مونوم. خو ستار اکا ورته قسم وکړ:

-        والله چې د لاندي د وچې غوښې لومړۍ کتره په تا ونه خورم ، نه دې پریږدم. میلمه اریان شو. مامور صاحب ورته وویل:

تره میمان میکنه ګوشت لاندی بریت پخته کده. خو میلمه وویل: 

-        خیرببینه امیجه بیاره مه دمجیت نان موخوروم چی تکلیف بتوم؟

فیصله وشوه چی ستار اکا به د ماخستن ډوډۍ، یو بالښت او یوه شړۍ میلمه ته جومات ته راوړي.

په هغه سبا هغه مامورصاحب سره میلمه شو او کورته یی ورغی ځکه هغه په خبره ورسره پوهېد او زړه یی نه تنګېد. نورو کلیوالو په وار ډوډۍ جومات ته ورته راوړله. زموږ کلي کې همدا دود و چی لربنی به فقط د ډوډې په وړاندې جومات توداو، نغدې پېسې ډیرې نه وې او نه هم لربنیو دثواب په خاطر هم پېسې نه اخیستی، همدا درې وخته ډوډۍ ورته هرڅه و، مقصد ژمی تود او موړتېرکړي، خو میراو به افتخاری دنده ترسره کوله،  پاده وان به د کال په پای کی د غوا او خوسي پر سره یومن غله او د خره پرسره نیم من غله اخیسته، دکلی ډم به هم یومن اوړه او د لاندې یو دوه کترې غوښه اخیسته.

نوې راغلی میلمه تر یوې اونۍ وروسته د جومات پیتاوي کې چې ډیرو کلیوالو دیوال ته ډډه وهلی وه ، مامور صاحب هم ناست و، مامور بسم الله خان ته وویل:

-        مامورصیب، مه پشت یک غریبی میگردم که زمستانیم تیرشوه، بهار بخیر وادی آمدن کوچیا ده جای خود میروم اوغایت اونجه کارا شورو موشه برکت میایه امی زمستان سخته. مردمه بگو که مره خادم مجت میگرین یانی؟

مامور صاحب ورته وویل: اجان آ. ما فصیله کدیم که تو بخیر ده ای زمستان خادم مسجد ومیمان ماخات شوی. له دې سره برار پاڅید بیا یې هماغه پخوانې خندا وکړه په دواړو لاسو یی د مامور صاحب لاسونه ونیول او کورودانی یی ورته وویل. له هغه وروسته ټولو کلیوالو ده ته (برار) وایه.

مامور صاحب پیتاوي کې ناستو کلیوالو ته وویل چې دا دی برار ته مې وویل چې زموږ جومات به تودوي. دا وخت د کلی اوقی سیداجان دا هم وویل :

-        نامخدا جومات لوی دی، دخسو په واړه ګیډي کار نه کیږی، برار به له خیره ښه  لوی لوی ګیډي راوړي. مامور صاحب څه ونه ویل، د تایید په دود یې سروخوځاو، خولکه چې د ستار اکا ازمایښت لا پاتی و، نو مخ یې راواړاو ویې ویل: 

-        برار ګُله، که غره کې دخسو راوړو پرمهال ګیدړه  درباندې راشي، نوڅه به کوې؟

برار یی لږ څه په پوښتنه پوه شو، نو په جرات یی وویل:

-        ده کودام غارروبا پوت موشوم شیر که رفته بور موشوم کار مه موکونوم.

له دې سره مامور صاحب او یو څو کلیوالو وخندل. ستار اکا چې د برار په ځواب ونه پوهېد، نو بسم الله خان ته یې د توضیح غوښتلو په دود وکتل. مامور صاحب خبر لنډه کړه ورته ویی ویل:

-        برار وایی چی د ګیدړی سوري کې به پټ شم. یو ځل بیا ټولو په کټ کټ وخندل، برار هم دخندا له زوره خوځیده، خو خندا یی نه اوریده کیده. په دې توګه آزموینه بریالۍ تېره شوه. وروسته تر دې آزمونیې برار(رسماً) د جومات خادم شو. 

هغه کال په هغه سوړ ژمي کې زموږ جومات تر بل هرکال تود و. کلیوالو کورونو کې ډک کندوان، د وچوتوتو ډک انډي،  کُرت، سنځلې، د لاندي وچه غوښه او هرڅه لرل. کله به چې باندې ګزګز واورې ورېدې، ویالې او لښتي به کنګل وو،  نو کلیوال به تاوده  جومات ته راتلل او موږ؛ هلکانو به تاوده جومات کی سبقونه ویل. ما لومړۍ سیپاره او شروط صلوة ختم کړی و، ګلستان می شروع کړی و. د هرچا زړه و چې د زړه له تل څخه برار ته دعاوې وکړي. په دې موده کې برار په مولوی صاحب، په کلیوالو او آن پرموږ هلکانو چې سبق ته به راتلو،  زښت ګران شوی و. هغه موږ ته د صمیمیت، اخلاص، خوشالي او وروری یو سمبول و.

... دهغه کال ژمی ډېر ژر ووت. له پټیو واورې الوتې، ورو ورو د پسرلي نښې څرګندې شوې. د شنه آسمان پراخه لمن کې یوه یوه توتکۍ راپیدا شوه. په همداسې یوه ورځ کې کله چې زه له کوره د باندې ووتم، نو دکلي له وروستۍ کلا سره ټول کلیوال راټول وو. زه هک اریان شوم. په بیړه مې ځان هلته ورساو، (برار) دخلکو منځ کې ولاړ و او یوه بوجۍ وچه ډوډۍ یې چې ټول ژمی یې زیرمه کړې وه، په اوږه وه. هغه یې ستار اکا ته ورکړه ویې ویل:

-        بیگی ستار برار تو مرغ زیات داری.

ستار اکا غمجن ښکارېد. کلیوالو پنځلس افغانۍ ټولې کړی وې، هغه یې د مولوی صاحب په لاس برار ته وسپارلې. برار ټینګار کاو او پیسې یې نه اخیستې. له خندا یې مخ بیا هم لکه الوانی اتلس سورښکارېد. مولوی صاحب هغه په غیږ کې ونیو او خدای پاماني یې ورسره وکړه. مامور صاحب هم خدای پامانی ورسره وکړه. موږ د کلي هلکان د برار په تګ ډیر غمجن شولو. ټول کلیوال غمجن وو. خو هغه ویل چې نور نو ځم. ماته دخیر دُعا کوئ. د ستار اکا په سترګو کې برار پسې دخپګان نښې ښکارېدې او له برار سره یې خدای پامانی وکړه. برار په خپله لار رهي شو. په هماغو پولو روان شو چې منی موږ د لومړي ځل لپاره ولید. څو څو ځله یې زموږ خواته راوکتل او لاس یې وخوځاو. کلیوال تر ځنډه  ولاړ وو او ورپسې کتل یې. 

-        خدای دې مل شه!

-        برار زموږ ورور و،...

د پسرلی توده هوا لګیده. د پټیو د پولو خواوې شنې ښکارېدې. پاس دکلي پر سر د زاڼو یو اوږد کاروان په تېرېدو و. کله چی برار له کلی څخه ډیر لری شوی و او نور نو د غونډیو څخه پنا کېد، موږ ورپسې وکتل، لکه چې هغه به هم یو ځل بیا زموږ د کلي خواته کتلي وي.

 

 

 

 

 

 

 

                                                                                                                                                             د سیستان یو پخوانی نکل

                                                                                                                                                               (له ولسی فوکلور څخه)



زابلستان او سیستان د زمینداور او روه د ټولو نورو سیمو په شان د آریایی پښت له پنځېدو راهیسې نوم درلود. له اشرقه ترمغربه یې سوداګریز کارواونه تلل- راتلل. دبرکتونو یی نوم لګېد.  دا دوه آباد ملکونه زموږد نیکونوټاټوبي وو. په دې ملکونو کې زمونږ باتور نیکونه اوسیدل. هغوی ډیر هوښیار او عادل پاچایان او عقلمند وزیران لرل. د زابلستان باچا میرانشاه نومید او د سیستان باچا صابر شاه نومید. میرانشاه یو ډیر دینداره مسلمان سړی و، صابر شاه هم ډیر نیک سړی و، هغه اووه ځله حج ته تللی و او د ډیرو لرې ملکونو خوارانو او غریبانو ته یی هم خیراتونه او زکاتونه ورلیږل.  میرانشاه یوه ډیره ښایسته لور درلوده چی له اشرقه تر مغربه یې د ښایست نوم لګید او د هوښیارۍ ساری یې د دنیا په شازادګیو کې نه و. او صابر شاه بیا یو زوړور او هوښیار زوی درلود. شازاده د آس ځغلولو کې ساری ندرلود، هغه په غشي او نښه ویشتلو کې دومره تکړه و چې ستن ورڅخه نه ختا کیده. دښکار څو تازیان یې لرل او دغشي او لیندۍ جوړول یې خپله زده و، دکسب او کمال سړی و. شازاده د لویو حکیمانو کتابونه لوستي وواو په حکمت اوحکومت دواړو باندې پوهید. 

یو وخت د سیستان پاچا د کاروانیانو او سوداګرو له کیسوخبر شو چې د زابلستان دپاچا یوه ډیره ښایسته لور ده، نو غوښتل یې چې خپل هوښیار او زړور زوی ته یې کوژده او بیا یې راواده کړي او په دې ډول له میرانشاه پاچا سره خپلوی وکړي، نو صابر شاه له سیستان څخه زابلستان ته مرکه ولیږله چی خپل زوی ته د میرانشاه پاچا لور وغواړي. لوی کاروان جوړ شو، په کاروان کې د صابرشا یو عقلمند وزیر، یو میرزا او یوشاغاسی او څو اردلان وو، دوی ځان سره ډیر قیمتی سوغاتونه هم اخیستی وو. 

د صابرشاه دغو استازیو اومرکې دا سوغاتونه د زابلستان پاچا ته وړل. دا یې یو اوږد کاروان کی په آسونو بارکړل.

مرکه او دغه ریباران څلورو ورځو کې زابلستان ته ورسیدل. کله چې هلته ورسیدل د زابلستان دپاچا د دربار مخی ته ستړي- ستومانه له آسونو راکوز شول. او د زابلستان د پاچا دربار ته د ورتګ په تمه شول، استول شوي میرزا سره د اجازې غوښتو اولیدنې په خاطر یوه  ورقه وه چې د ورقې اخر کې د میرانشاباچا مُهر لګول شوی و، میرزا دغه کاغذ د صابرشا د دربار اردلیانوته ورکړ . هغوی دخپل باچا دربار ته ورغلل او ورته ویې ویل:

-        باداره، زموږ سردې له تا قربان شي، له سیستان څخه یو کاروان راغلی او غواړي چې ستاسې حضور ته راشي،

 او له دې سره سم یې د سیستان د پاچا را استول شوی لیک ورکړ. موږ ته فرمان راکړه چې څه وکړو؟ 

میرانشا کاغذ ور وغوښت او هغه یې ولوست، کله یې چې د صابرشاه مُهر ولید، نو د دربار غلامانو ته یې وویل چی راغلی کاروان ته میلمستیا جوړه کړئ. یو سات وروسته میرانشاه د مرکی خلک وروغوښتل. دوی پاچا ته ورغلل او د هغه درناوی ته په کتار ودریدل. وزیر مخکې و، شاغاسی او میرزا ورپسې او دا نور په اخره کی ودریدل او ټولو تعظیم وکړ. پاچا دوی ته ستړی مشی وویله د دوی قدر یې وکړ. دوی ورته وویل چی مونږ له سیستان څخه راغلی یو. زموږ سترټولواک صابرشاه تا ته سلامونه ویل او موږ یې د مرکی په خاطر  رالیږلی یاستو. له دې خبرې سره سم وزیر د سوغاتونو هغه پیټۍ ورته مخې ته کیښودې چې صابرشاپاچا میرانشاپاچا ته رالیږلی وو. په هغو کې وړین کوټونه، دسمالونه، د آسونو زین، قیضه اوموزې وې. 

میرانشاه دوی ته وویل:

-        اوس به خبرې پریږدو، تاسې ډیر ستړی ستومانه یاست. نن شپه زما میلمانه یاست، دمه جوړه کړئ او تر سبا پورې ارام وکړئ. د زابلستان باغونه وګورئ، د دربار غلامان به ستاسې میلمه پالنه کوي.سبا به زه ستاسې خبرو ته غوږ ونیسم چی زما درانه ورور اعلیحضرت صابر شاه څه غوښتي دي. 

د مرکې خلک د پاچا په ماڼۍ کې میلمانه شول. آسونه یې بهر د میرانشاه چمبر کې وتړل شول او وربشې ورته واچول شوې. د شپی یی میلمنوته چرګان، کبابونه او غوړی وریجې پخې کړې وې، د ماسخوتن لمانځه کې امامت په خپله میرانشاه پاچا وکړ. دشپې میلمانه ویده شول، شپه تیره شوه، سبا شو. دسهار لمونځونه وشول، لمرخاته سره سم میرانشا په ماڼۍ کی میلمنو ته شات، کوچ، خیدک او هګۍ راولیږلې. د میلمنو یی ښه قدر وکړ. څاښت مهال چې پاچا د خپل رعیت نورټول کارونه خلاص کړل، نود عریضو او شکایتونو د اوریدو وخت را ورسید، کله چې د عریضواوشکایتو وار تېرشو، د سیستان کاروانیانو ته یی اجازه ورکړه چی د ده دربار ته ورشی. د مرکې خلک دربار ته حاضرشول. وروسته تر تعظیم څخه کیناستل. صابرشاه دوی ته غوږ ونیو. له زابلستان څخه راغلو میلمنو یوځل بیا د میرانشاپاچا سلامونه ورته وړاندې کړل، وروسته یې هغه نور سوغاتونو د ده حضور ته وړاندې کړل چې ډیر قیمتي وو او په پیټیو کې نه و کیښودل شوي، دا قیمتی سوغاتونه په زربفتو کې نغاړل شوی وو چې بیه یې کروړونه روپۍ کیدې او صابرشا پاچا، میرانشاپاچا ته را استولي وو. په دې کې قیمتي غمي، جواهرات او الماس وو. دوی میرانشاه پاچا ته د خپل وطن د حالاتو، برکتونو، د اوبو د بندونو، باغونو، پریماني او د رعیت دهوساینی ډیرې کیسې او صفتونه  وکړل او ویې ویل چې د زابلستان او سیستان ولسونه سره وروڼه او یود بل خواخوږي دوستان دي. دوی ګډ دوستان او ګډ دښمنان لري، خو د دې لپاره چې دغه دوستی لا ټینګه شي، نو موږ د خپلوي وړاندیز کوواو په دې توګه یې د صابر شاه زوی ته د ده لور وغوښته او د صابر شاه د زوی د زړورتوب او پوهې کیسې یې ورته وکړی. 

 میرانشاه چُرت کې ولاړ چې اوس څه وکي اوڅه ورته ووایي، نو دوی ته یې وویل:

-        تاسې به یوه شپه نور هم زما میلمانه یاست. زه به خپلو وزیرانو او نجومیانو سره سلا وکړم، بیا به ګورم چې خدای څه راپيښوي.

د مرکې خلک بیرته د ماڼۍ میلمستون ته ولاړل. په هغه شپه میرانشاه پاچا وروسته د ماسخوتن له لمانځه څخه خپل عقلمند وزیر سره مشوره وکړه. عقلمند وزیر ورته وویل:

-        زموږستره واکمنه! عالی جنابه: الله دې عمر اوږد لره، بویه چې ښایسته شهزادګۍ له هوښیار او زړړورشازاده سره واده وکړي. زمونږ درسره مصلحت دی. 

کله یې چی وزیر رخصت کړ، د دربار نجومي یې راوغوښت، نجومی لومړی دپاچا مخې ته په ګونډو شو، د باچا د روغتیا او اوږد عمر لپاره  یی دعُا وکړه او د پاچا حُکم ته تیار شو.

پاچا نجومي ته وویل:

-        د سیستان پاچا زما لورته ریباران او مرکه رالیږلې ده، ته د نجوم کتابونه وګوره او بیا ماته مشوره راکړه. 

هغه خپل کتاب کی وکتل، وروسته یی کتاب وتاړه په تعظیم او درناوی سره د میرانشاه تر مخې په ګونډو شو، سر یې ښکته کړ، لږ شیبه وروسته پاڅید، په درناوي سره د پاچا مخې ته ودرید او ویی ویل:

-        زموږ ستره ټولواکه ! تر تا کوربان شم، عمر دې ډیر شه، زما یقین راغی چی د شازادګۍ او شهزاده طالع بیداره او ژوند یی په شریکه بختور ښکاري. د شازاده د اقبال ستوری مې ولید او کتابونوکې مې دهغه دزړورتیا، نښې ویشتو او کسبونو ټکي وموندل. 

نجومی بیا تعظیم وکړ او په شا ولاړ. ورپسې پاچا هغه سوداګر راوغوښت چې له زابلستان څخه به یې مالونه سیستان ته او له سیستان څخه یې مالونه زابلستان ته وړل. دا سوداګر له زابلستانه تر سیستانه پورې ټولو خلکو پیژاند، ډیر مالداره او په سوداګرۍ پوه سړی و. سوداګر راغی پاچا ته یی تعظیم وکړ او په ګونډو شوویې ویل:

-        اعلیحضرتا! ای زموږ ستره ټولواکه زما شتمني دې تر تا قُربان شي، ماته امر وکه، تیار یم. 

 پاچا یې تعظیم ومانه اوهغه یې ځانته نژدې وروغوښت، سوداګر د پاچا مخی ته کیناست. پاچا د زابلستان د حالاتو، آبادي، هوا، اوبواو د هغه ملک دپاچا او د هغه د زوی او رعیت په هکله ورڅخه پوښتنه وکړه او ورته ویی ویل چې د زابلستان خلک او ولس له خپل پاچا او خپل شازاده څخه خوښ دی که نه؟

سوداګر وویل:

-        پاچا عمر دې ډیر شه، زابلستان لکه زموږ د سیستان په شان یو پُراومعمور ملک دی، ما ډیر ملکونه لیدلي دي، خو له اشرقه ترمغربه او له عجمه تر عربه پورې مې لکه د سیستان او زابلستان په شان آباد ملکونه ونه لیدل. دنړۍ ترټولو خوږې اوبه او تازه میوې په سیستان اوزابلستان کې دي. دسیستان د اوبو بندونه او باغونه زښت زیات ښایست لري، د سیستان په ډنډونو کې مرغاوی او زاڼې ګرځي، د ویالو ترغاړو یې د میوو دونه ونې دي چې میوه یې څوک راټولولای نشي... 

سوداګر د سیستان د آبادی او د سیستان د پاچا همدا صفتونه کول او هغه یې ستایه:

-        ...د سیستان پاچا عادل او په رعیت ډیر ګران دی، ولسونه یې ایمانداره اوسخاوت لرونکي دي.  ما خو چی څومره دسیستان له خلکو اوریدلي دي، د هغوی پاچا ډیر عادل او مسلمان سړی دی او زوی یې ډیر زړور او هوښیار دی، داسې شهزاده د دنیا په هیڅ ملک کې نشته. په غیبو الله پاک ښه پوهیږي، خو دغو تیرو پنځو کلونو کې چې زه هلته ځم او راځم له هیچا مې د صابر شاه بد نه دي اوریدلي، لارې یې امنیت دي، کسبونه پکې ډیر دي، باغونه او کروندې شنې او هره خوا دتازه  او خوږو اوبو رودونه  روان دي...عدالت پکې چلیږي، او ولس او رعیت خپل پاچا ته دُعا کوي. 

پاچا دسوداګردخبرو له اوریدو وروسته هغه هم رخصت کړ. په سبا یې بیا هم کله چې ترغرمې پورې درعیت کارونه ترسره کړل او عریضې او شکایتونه یې واوریدل، نوغرمه یې له سیستان څخه د راغلې مرکې خلک ځانته وروغوښتل او دوی سره یی ومنله چی خپله لور به د صابر شاه پاچا زوی ته واده کړي. کله چې میرانشاه پاچا د صابرشا پاچا ریباران رخصتول، هغوی ته یې ډیر قیمتی سوغاتونه ورکړل او د دوی د آسونو خورجینی یې له راز راز هغو اسبابونو ورډک کړل، چې دلته د زابلستان صنعتکارانو جوړ کړي وو. دوی ته یې د زابلستان وچې میوې، د زرګرانو په لاس جوړ شوی ملاوستنی او د آسونو خورجینی اوطبراقونه ورکړل.

کله چې  مرکی ته استول شوي وزیر او  ریباران سیستان ته بیرته ستانه شول، لومړی د صابر شاه دپاچاهي ماڼۍ ته دهغه د درناوي او هغه ته د تعظیم لپاره ورغلل، بیا یې هغه ته  مبارکی وویله، هغه سوغاتونه چې میرانشاه پاچا د سیستان پاچا ته رااستولي وو هغه یې ورته مخې ته کیښودل. پاچا رالیږل شوي سوغاتونه یو یو وکتل او بیا یې هغه خزانې ته واستول. دا خبر په ټول سیستان کې خپور شو، نغارې و غږیدې او جارچیانو خلکو ته د دې پېښې خبر ورکړ.

په هغه سبا دښار په لوی ډګر کې د ساندې او نښې ویشتو لوبه جوړه شوه، دغې لوبې ته ډیر خلک راغونډ شول.څو میاشتې وروسته په سیستان کې د شازاده واده ته تیاري ونیول شوه. بیا نغارې وډنګیدې اود سیستان واړه او زاړه خوشحاله وو. د شازاده او شهزادګۍ واده اووه ورځې و، په دغو ټولو اوو ورځو کې دښار خلکو ته ډوډۍ ورکول کیده، نښې ویشتل کیدې اوډولونه ډنګول کیدل. 

په ټول سیستان کې لویه خوشحالي وه، خلکو نوې جامې اغوستې، بازارونو باندې جنډۍ ځړول شوې وې او ډولونه ډنګول کیدل. اووه ورځې وروسته د زابلستان د پاچا لور د ګاڼو، سرو او سپینو زرو له یو کاروان سره په ښایسته ډولۍ کې سیستان ته راورسیدله. ختمونه وشول او یو بل ته مبارکی وویل شوه. کله چی د میرانشاه ښایسته لور د صابر شاه نږور شوه، نو ډیر ښه ښه کارونه یی شرو کړل. نجونو ته یی مدرسه جوړه کړه او د سیستان غریبو خلکو سره یی مرسته وکړه.  د هغی ګاڼی او سرو او سپینو زرو په پيسو یې له سیند څخه ویالی او کانالونه هغو وچو دښتو ته وکښل چی کښت پکی نه کید، یوه ویاله دهغې دپلار په نوم او بله دهغې د خُسر په نوم شوه،اوس هم یوې لویې ویالې ته د صابری ویاله او یوې بلې ته شاه جوی وایی. سیستان د دُنیا پرمځ یو اباد او له غلو- دانواو میوو ډک وطن شو، له هرګوټ څخه سوداګر په دې خوا رامات وو، د هیڅ شي کمی نه و. د سیستان نجونو، ښځو او ټولو خلکو شازادګۍ ته دُعاوې کولې اودهغې په هوښیارۍ یې ویاړ کاو.خو د خدای کړه و او د بنده ورته کاته و، دا وخت کوپارو یو لوی لښکر له غراغرومه په سیستان را روان کړ چی دغه آباد او ښیراز ملک ونیسی. دښمن غوښتل دسیستان د اوبو بندونه، چې سیستان ورباندی آباد و، ونړوي. دښمن دسیستان آبادی  او دسیستانیانو خوشحالی نشوه زغملای او د اوبو رودونه یې ټول ځانته غوښتل. دسیستان ځوانانو د خپلو اوبو دګټلو په خاطر تورې ته لاس کړ. چیغه ګډه شوه او د سیستان د اوبو او آبرو د ساتنې لښکرجوړشو. ملاتړلی زلمیان د د وطن د اوبو او آبرود ساتنې لپاره د پردیو د لښکر مخی ته ورووتل.  د صابر شاه زړور زوی د لښکر په سر کې و. دوی پنځه کاله له دښمن سره په میړانه جګړه وکړه، سیستان یې تسلیمیدو ته ورنکړ، دښمن یې په شا تمبولو ته اړ کړ، خو د دښمن لښکر یو ګوډاګی په پټه سیستان ته راواستاو. هغه تورې جامې اغوستې وې او مول یې وهلی و چې څوک يې ونه پیژنی، هغه د دښمن له ملکه دوه توبرې زهر په آس باندی سیستان ته راوړل، هغه یې د هغو ویالو په اوبو کې واچول چی د سیستان خلکو  او دسیستانیانو پوځ دهغو اوبه څښلې.  کله یی چی وروستۍ توبره اوبو کې تشه کړه خدای دغه ګوډاګي څخه توره تیږه جوړه او دغه ګوډاګی ځای پرځای توره شرمیدلی تیږه شوه. زهر په ویالو کې خواره شول او د صابر شاه پاچا د لښکر سپاهیان د زهرجنو اوبو په څښلو شهیدان شول. ښار دښمن ونیو خو لږ وخت کی شازاده د سیستان پاتی ځوانان راټول او دښمن یې له سیستان څخه ورک کړ. له هغه وروسته خلک تیږه شوی ګوډاګی په تورو تیږو ولي او لانت ورباندې وایي. اوس د تور ګوډاګي په سر دومره تیږې ویشتل شوي دي چې لویه غونډۍ ورڅخه جوړه شوی ده. 

 





                                                                                                                                                                     ورک شوی پل


 

د آسمان کوز او بر سر کې به د تالندې او برېښنا  ځغلنده رڼا وځلیده او ورپسې به د تالندې ګړزا شوه. د ړومبني اورښت ډنډوکي به لا نه وو وچ چې بیا به له کوزې خوا ګڼه توره وریځ د غونډیو له شا راتاو شوه. ته به وایی له خپلو تلو بیرته پښیمانه شوه، دا ځل به برې خواته لاړه، ورپسې به ورو ورو آسمان شین شو، یوه یوه بنګړه لمر او ورپسې به د پسرلی ښه تود لمر راښکاره شو. شنیلي او نوي شنه شوي بوټي به وینځل شوی وو او نرۍ وږمې به ورو ورو ښورول، ورسره به نویو غوړیدلو ګلانو په نڅیدو- ښوریدو پیل وکړ، پسرلنیو مرغانو به وزرونه پرانیستل، خو لږ شیبه وروسته به بیا ګڼه وریځ دهغې باښې په څیر چې  تر خپل سترګو لاندې ښکار باندې تاویږی، بیرته را تاو شوه. 

یوه  بريښنا او بیا ګړز ګړز...! د لمر مخ به یې پټ کړ، د باران څاڅکي به د زمکې خواته لکه غشي را وریدل.

په دغسې یوه ورځ کې په کلي کې آوازده شوه چې میرآو وټاکل شو، له دې څخه درې – څلور ورځې وروسته بیا آوازه شوه چې کلي ته پادوان ونیول شو. خلکو ویل دتېر کال پادوان بوډا و، مالونه یې لری او تازه- ګڼو وښو ته نه شول رسولای، خو سږکال یو چست او بیدار زلمی دکلی پادوان شو. کلیوال ټول خوښ شول. 

زموږ کلی د دوو غرونو ترمنځ پروت و. دسره نښتو کورونو دوو خواوو ته شنې باغچې او بیا ورپسې ښیرازه کروندې پلنې شوې وې. دغرو لمنو کې د توتو او غوزانو د ونو باغچی له ورایه ښکارېدې چې له پاسه پکې د چینو د رڼو اوبو لښتي را روان وو. لږ پورته د پرښو خواوو کې دغرني بادام او نښترو یوه یوه ونه اوچته ښکاریده. له کلی څخه ډیره کوزه یوه شنه پراخه ورشو او شنه چمنونه پراته وو چې منځ کې یې له اوبو ډک جرونه او چړونه بهېدل. شاوخوا یې ښې ګڼې لوخې – پټخې شنې وې. دا ورشو په ګزوګام یا جریب نه حسابېده، خو له یوه سره تر بل سره به آس په تراټ پکی ستړی شو. هر کور دوه درې څاروي لرل. په هغه ورځ د پادوان د مُزد په هکله هم هیچا څه ونه ویل، خو د تیر په شان د هر څاوری په سر له پسرلی تر مني نیم من غنم یا یومن جوار له پخوا رواج او ښکاره خبره وه چې همدا منل شوی و. له دې څخه وروسته په درېیمه ورځ چې د پسرلي تود لمر راخوت، کلیوال په کر- کیله بوختېدل، دکلي ډیر بر سر کې دا غږ واوریدل شو:

مال راولئ ماااال...!

دا د پادوان غږ وچې دهغه په اورېدو به هرچا خپل څاروي له کوره وراېستل. له دې غږ سره سم به له هر کور څخه یوه یا دوه غواګانې، یو یا دوه خوسي، یو سخوندر یا یو خر یا کوټی ورروان شول. پادوان به دکلی څاروي سره ټول کړل  ټول به اتیا، نوي یا سل وو، د ورشو خواته به یې وخوځول. 

د کلي خلک او هلکان له پادوان سره بلد شول، هغه له یو لرې ځای څخه راغلی و، خپلې سیمې کې یې زمکه نه لرله، پلار یې خټګرو. د ده په حساب له دغو څارویو څخه ده ته یوخروار(اتیامنه) غله جوړیدای شي، له دې پرته یو څه ټپۍ(تپاکې) هم پلورلای شي. دا ګټه ورته کافی ده. نوم یې شین ګل و، دکلی هلکانو په شین ګلی مشهور کړ. 

شین ګل دنګه لوړه ونه، نافذې او دقیقې سترګې او ګڼې وروځې درلودې، په تنه غښتلی او د پادواني د موقف برخلاف یو څه مغرور هم و او په حرکاتو او خبرو کې یې دروندوالی و. له غریبی سره سره یې څیره ډیره ښایسته او سپن بخنه وه. حیرت و چې څنګه دا متضاد اوصاف ده کې راټول شوی وو؟ دکلی هلکانو به ورته(انډیوال) ویل:

-        انډیواله ستړی مشی !

-        انډیواله، زموږ دغې ژیړې غوا ته ډیر پام کوه، نن- سبا لنګیږی.

-        انډیواله پرون وختی تللی وې، زموږ دوه کوټي له څړ څخه پاتې وو.

-        ...

او شین ګل به دوی ته غوږ نیو، په امانتدارۍ یې خپله دنده ترسره کوله. هر سهار به د پادې مخکې یوه ښکره وره غوا، منځ کې سخوندری او غواوې، شاوخوا خوسکیان او کوټي روان وو. لاخره به ورپسې یو څو غریبې ښځې روانې وې چې د خوشیو ټوکرۍ به یې پر سرونو وې او تر ټولو به شین ګل  وروسته ګامونه اوچتول او تر سترګو لاندې به یې څاروي څارل. ته به وایې همدا د پادې (دایمی نطم!)و. ورو ورو د پسرلي ورځې د اوړي په تودو ورځو بدلیدې. ورځې هم اوږدې شوې. اوړی به چې ټکنده غرمو کې په سرو پوټیو او شګو کې پاده مخکې روانه وه، نو شین ګل به لاخره پسې د هی هوی !  نارې وهلې، اوچت اوچت ګامونه به یې اخیستل، د لارې په شګو او خاورو کې به د نورو ټولو پَلونو په منځ کې د ده پَلونه د پای د ټکي په شان برجسته او اوچته ښکاریدل او چې کله به څاوري کلی ته ورسیدل، نو یواځې همدا نښې به پاتې وې او بس.

دسهار له خوا به هم د لارې په پوټیو کې د پَلونو په پای کې دغه د پای ټکي وو او غرمه به هم کله چې شین ګل لنګې غواوې د لوشلو لپاره راوستلې، دغه پلونه به د پای ټکي وو.

د دوبي په همداسې یوه غرمه کې چې د ښارو پلار او ورور په لو- لور اخته وو، نو هغه اړه شوه چې د کلي له دود سره سم یوه ډوډۍ د پاده وان لپاره پلو کې کیږدي، لښته واخلي او خپله غوا تر پاده ځایه بوځي او پاده وان ته یې وسپاري.

د ښارو د پیغلتوب به دوه کاله کیدل. دا له هغه راهیسې باندې نه وه وتلی او نه هم د کلی دود- دستور د پیغلو د وتلو اجازه ورکوله. ښارو د پیغلتوب د غوټیو په راښکاریدو احساسوله چې له ټیکری څخه وتلیو کمڅیو سره یې باد په سپین سترګۍ سره لوبې کوي او د ښایست ځایونه یې جامې هسې تخنوي.هغه اوس د ځوانی په یوه داسې ټال کې ځنګیده چی د کوچنیوالی ټالونو سره یې توپیرو او دا ورته حیرانه وه.  په هغه ورځ یې ورور په کرونده کې پلار سره دغنمو لوکاو او کور کې څوک نه و، له مجبوري یې ټیکری پرسر راسم کړ،  مور یې غوا لوشلې وه، هغه یې  مخکې کړه او پنډغالي کې یې پادوان ته وسپارله. شین ګل هلته د یواځنۍ کوچنی ونې له سیوري پاڅید، څاروي یې سره راټول کړل. ښارو ډوډۍ له پلو څخه راواخیسته زړه یې و غږ ورباندې وکړي:

-        ؟؟

حیرانه شوه.

-        یه هکله دا زموږ غوا ...

خو نه، ښه به وي چې ورته ووایي:

-        اې شین ګلیه !

نه.

-        پاده وانه !

نه.

هیڅ یې ونه ویل، پر خپل ځای ولاړه وه. سترګې یې شین ګل پورې ګنډلې وې. شین ګل ډېر بی پروایو دوه ګامه وروړاندې شو، زړه یې و چې ډوډۍ ورځنې واخلی او خپلې پادې پسې به ځي، خو یوناڅاپه یې دوه سترګی د ښارو له نظر سره وجنګیدې. یو بل ته ځیر وو، نه پوهیدل چی څه چل دی؟ یو بل ته څه ووايي؟ اصلاً دا تصادف څنګه پېښ شو؟ ولې یو ځلي دواړه داسې غلي شول. پاده وان ډوډۍ واخیسته او دواړه په خپلو خپلو لارو رهی شول؛ یو په یوه خوا اوبل په بله خوا. شین ګل  د ورشو په خوا او ښارو په بیړه کورته را ستنه شوه، خو دواړو فکر کاو چې یا یې څه هیر شوي یا یې څه ورک کړي؟؟ شین ګل پاده مخکې کړه او د پادې د تګ په پای کی یې د پای ټکی ایښودل او ښارو په منډه کورته را ستنه شوه، زړه یې درزېد.

دا لیدنه ډېره ګړندۍ او ژر تېره شوه، لکه د لیندۍ د هغو غشو په څیر وه چې په شدت سره یو بل سره مخامخ شوي وي. یا به هم دهغې سپکې سیلۍ په شان وه چې وروسته یې ځان پسې یو توپان درلود. د یوه پادوه وان انځور د ښارو په زړه کې لار ومونده او د شین ګل په مخکې نور د ښارو تصویر لر- بر کېد...

شین ګل ډوډۍ د څادر پیڅکه کی و مروړله اوپه خپل کار پسې روان شو. دخپل زړګي د تشولو په خاطر یې  یوه – دوه د های هوی نارې وکړې، د ده له غږونو سره څاروی چټک شول.

د شین ګل لږ څه خړچکې جامې، جګه دنګه ونه، یوه سپکه خولۍ چې هسې یې بی خیاله او بې پاملرنې مقصد پرسر اړولې وه لکه اصلاً چې د هغې د په سر کولو په هکله یې هیڅ سوچ نه وي کړی. ګډ وډ وېښتان چې د یو ډول آزاد طبیعت او فطرت نښه وه. اوچت غږ او زغرد ګامونه یې اوچتول، تیزې او ځیرکې سترګې چې یوڅه  د بی پروایی نښې پکې څرګندې وې. دشین ګل همدا انځور د ښارو سترګو کې پاتې شو.

او په دې ډول د دوی له دې لیدنې وروسته پرته له دې چې د ښارو پلار آګاه شی، دوی یو پر بل زړه بایللې و. له دې وروسته د ښارو سروسوکت له همدې یوې خبرې سره شو.

زموږ په کلي کې د لومړي ځل لپاره د دود- دستور برخلاف داسې یوې پټې مینې ریښه ونیوه؛ د یوې کلیوالې نجلۍ مینه چې په کلي کې مېشته وه، له یوه پردېس او غریب پادوه وان سره! خو هیڅوک خبر هم نه وو او هیچا د یوې داسې پېښې اټکل نشو کولای او نه هم چا د دې ډول سپین سترګی اجازه ورکوله. په دې توګه  دود- دستور جلا او د زړونو کار جلا وي. دا یوه استثنایی پېښه وه. او دا هم یوه استثنایی پېښه وه چې یو بېخیاله او آزاد فطرته هلک چې آن د خولۍ په سر کولو ته یې څه پام نه کاو، سروکال یې نارې وهلې، منډې یې وهلې، په هر کال کې دپسرلي دلمر په ګرځیدو سره مزدور شوی او د مني دلمر په ګرځیدو سره بیا خپل کلي ته تللی، خپلو همزولو سره یې منګولې لګلولي، په بی پروایی یې غرونه ګړنګونه ترشا پریښي او بالاخره زموږ په کلي کې را ښکېل شو!

او چې شین ګل لومړی ځل د ښارو څېرې ته وکتل؛ لکه د نړۍ د تر ټولو تکړه انځور ګر(یمانی یا لئوناردو داوینچی )په  جادو ګرقلم انځور شوی ترټولو ښایسته انځور چې ګوري: ګرد سور- سپین مخ، دوېښتاو یو چتر کټ مټ د هغه غرني بوټي په شان چې پلنې او خورې پاڼې یې رازوړندې وي، پړسېدلی شانته غټې سترګې یا دهغه نرګس په شان چې سهارنۍ پرخې مینځلي وي، دوه سره لری وروځې او پراخ تندی.

اود لومړني ځل لپاره زموږ داسې یوه د پټې مینې کیسه په یادیږي.

په دې ډول دغه تصادفي لیدنه کتنه د ورځې یو ځل کیدای شوه او هیچا په دې کې هیڅ شک نشو پیدا کولای، خو دوی دواړو به په سترګو کې سره غږیدل او دغه پټه مینه د اوړي د همداسې یوې ورځې د ټکنده غرمې په شان توده وه، ځکه چې په همداسې یوه ورځ کې پېښه شوه. د یوه پردېس مزدور مینه له هغې نجلۍ سره چې پلار او مورورته له کوره د وتلو اجازه نه ورکوله آن دا چې ګودر ته یې نه پرېښوده، خو د دوی زړونو یوبل ته لاره وموندله؛ له ډېرو لری یې لار وموندله : یومغرور پردېس هلک چې لکه د هوا ګربت په دې لوري را دوره شوی و او بیرته به ځي او د آسمان پراخه لمن کې به د خپل سرګردانه او بیوزله ژوند نور ګوټونه لټوي. دګوربت زړه زموږ په کلي کې بندیوان شو. هیڅوک په دې کیسه خبر نه وو، خو داسې یوه کیسه د دوی په تقدیر کې لیکل شوې وه.

تود اوړی تیر شو، د مني سیلۍ وچلیدې، پاڼې ژیړې شوې، د ورشو واښه خزان شول، لمر وګرځېد، د کوچانو کډې بار شوې او د مزدوریو ورځې پایته ورسېدې او بیا یوه ورځ هم زموږ د کلي پاده وان له ټولو کورو خپله د مزدوري غله ټوله کړه. په وروستۍ ورځ د ښارو د کور مخې ته ودرېد. د کور څښتن غله ورته راوړه، خو لکه چې پردېس مزدور له دې کوره خپله مزدوري نه اخیسته، بی اختیاره یې څه وویل:

-        نه، د دې غلې لپاره ځای نلرم، بار مې دروند شو. ځان سره له ناچاری وبوږنېد، څه کولای شم ؟ ...

هغه د دغې کلا له دروازې بېرته په څټ شو، نور ځنډ کولو په ده شک را پیدا کاو، همداسې رهي شو. زموږ د کلي پردېس پاده وان چې هماغسې د پسرلی په یوه بارانی ورځ له یوه اوږده مزله راغلی و، دمني دپاڼریژ په لنډو ورځو کې زموږ له کلي ولاړ.

نور نو لکه چې زموږ کلي کې هرڅه بندیوان شول. ونو پاڼې ورژولې او د پاڼریژ په یوه ورځ کې چې د مني ساړه بادونه را لګیدلي وو، بیا هم ښارو له پوټیو څخه د ډکې لارې څنګ ته ناسته وه او لکه چې کوم ورک شوی پل یې لټاو او ویل یې:

یو ځلی بیا په دې لار راشه        په پخوانو پلونو دې پریوتل ګردونه

 

 

 



 

                                                                                                                                                                              کاپره امریکا ده!



نعیم اکا زموږ بزګرو.  لوړ قد او پیاوړی مټې یې درلودې. په کولبه کولو، درمند میدولو، لَو او د پټي دپولو په جوړولو کې بیساری و. ټوکې یې ډیرې زده  وې او خپله به یې هم عجیبې خبرې کولې. یوه ورځ د میاجان د ځوی واده و. ټول یې غوښتي وو. غرمه یې خلکو ته وریجې پخې کړې وې، خو وریجو کې یوه نیمه شګه وه. د ډوډۍ پر مهال د نعیم اکا غاښ لاندې کومه کوچنۍ تیږه راغله کړس یې خواته هاشم جان هم واورېد. د کړس په اورېدو هاشم جان ورنه وپوښتل :

لکه چې وریجو کې تیږي دی؟  نعیم اکا په ټوکه ځواب ورکړ:

-        نه؛ تیږي او شګې دي، خو یوه نیمه وریجه هم پکې شته !

شاوخوا ټولو وخندل، خو واده والا په دې ټوکه پوه نشو، که نه خامخا خپه کېد.

 هاشم جان د ډاډ ګیرنې په دود وویل:

زموږ او تاسو دا وطنی پایکو ګانو کې ټکول شوې وریجې خامخا شګه لري.

یو چا غږ کړ امریکا ماشینی پایکو جوړه کړی . یو سات کې یو خروارله شګو او خاورو پاکې وریجی نغدې درته پاکوي.

نعیم اکا وویل:

-        کاپره امریکا ده !

یو بل وویل داسې زراعتی غواوې یې دی، چې په وخت نیم من شیدی کوي!

بیا هم نعیم اکا وویل:

-        کاپره امریکا ده، په وخت نیم من شیدې !!

نعیم اکا به پخوا په اشر دیو بل چا غویی راوست، خپل یوه غوایی سره به یې کولبه ورباندې کوله، او ده خپل یو غویی هغه ته په اشرورکاو. کله یې چې یوڅه پيسې پیدا کړې، بل غویی یې واخیست او د دوو ښکرو ترمنځ یې  په تندي باندې ورته یو سور تاویز تړلی و. کله یې چې دا نوی غویی دشوتلې پټې ته دمړولو لپاره بیوه، ورسره نه ته. زموږ کلیوال هاشم جان چې دا نوی غویی ورسره ولید، مبارکی یی ورکړه او ورته ویی ویل:

-        واوه واه اوس دې دواړه غوایی خپل دي، بیغمه کولبې ورباندې کوه !

نعیم اکا ورته غوسه شو:

زه یې شوتلې ته بیایم راسره نه ځي، ته د کولبې خبره هم غوږ کې ورکه نو ښه به راسره لاړشي!

یوه ورځ آوازه شوه چې ملک صیب له هر کوره یویو تن غوښتی چې د موټر راتګ ته لاره جوړه کړو. نعیم اکا وپوښتل:

موټر د چا ده او څه پې کوئ؟

خلکو ورته وویل : عجب نوی راکټ موټر دی، په یووار اته خرواره بار وړي.

نعیم اکا په تعجب وویل:

اته خرواره !! کاپره امریکا ده  لا په دې موټر!

کله یې چې اوریدلی و چې دباچا شورلایټ موټر امریکا کی جوړ شوی، هک حیران شوی و، له خولې یې وتلي وو :

-        کاپره امر یکا ده. پاچا ته چې موټر جوړولای شی، ماهم حج ته لیږلای شی. 

حج کول دنعیم اکا لوی ارمان و.

د نویو خبرونو د اوریدو ډیر شوقی و. کله به چې د ښار له نویو پېښو خبر شو، خامخا به یې خپله تبصره هم ورباندې کوله. 

زموږ د پټیو د درمند د اخیستو ورځ  وه. زموږ ښوونځي رخصت وو، پلار سره کلی ته تللی وم. نعیم اکا په درمند څپر ګرځاو. د پټي خوا کې یې یوه څپره جوړه کړی وه، هغی کې یې یو کټ ایښی و او یو پوزی ورباندی پروت و. پلارسره مې د درمند خواته ورغلم. نعیم اکا څپر ودراو، په منډه راغی زما پلار سره یې روغبړ وکړ، بیا یی ما ته ستړی مشی وویله او موږ یې څپرې لاندې سیوری ته بوتلو، پوزی یې هوار کړ. پلار مې و پوښتل:

-        څو ورځو کې به درمند میده شی؟

یره خان صیب، پنځه ورځې وروسته به هم میده او هم باد شی.

-        ځه که خدای کول کال دا وخت به ټراکټور ولرو.

خان صیب، هغه څه شی دی؟

ترکتور داسی ماشین دی چې کولبه کوی، درمند میدوی او هرڅه کوی.

نعیم اکا هک حیران و. دا له څه شی جوړ دی؟   پلار می ماته ګوته ونیوه اوورته ویې ویل:  دا هلک به یی عکس هم درته راوړی او درته وبه یې ښيي.

ما ورته وویل :

اکا ، تراکتور دموټر په شان ټیرونه لري. ګرځي، کولبه ورپسې تړل کیږي. کولبه یې درې- څلور – پنځه سپارې لری. 

-        هوی زوی یی لوی کی ! یو جریب څومره وخت کی اړوی؟

اکا، پنځه جریبه زمکه یوساعت کې کولبه کوي.

-        ای د نر بچیه په دی قوت. ښه دا چیری جوړ شوی، کابل کی شته ؟

هو امریکایی دي، وزارت زراعت یی لري.

-        کاپره امریکا ده !

پلار می ورته وویل: ټرکتور خو وړه خبره ده ، سپوږمۍ ته ختلي. ګوره دا هلک به درته کیسه وکی، له سپوږمۍ یې خاوره هم زمکی ته را کته کړی.

دا وخت د کلی ملاصاحب پر لاره تېرېد، کله یې چې زما پلار ولید، لنډ را تاو شو او څپری لاندی راغی ټولو سره یې ستړی مشی وکړه. نعیم اکا ورته له ګړی څخه یخې  اوبه ورکړی. ملا صاحب اوبه وڅښلې شکر یی وایست او دپلار تر څنګ کی د کټ په بازو کیناست. درمند ته یې وکتل اواوچته غږ یې وکړ:

برکت !

نعیم اکا خیر یوسی ورته وویل او اضافه یې کړه:

ملا صیبه ګله، کال ته به دا زاره چاودګی نه وی، په ټاکټور به یی څپر کوم.  ملا صاحب ورته کړه:

-ښه ښه.

ورپسې یې ملا صحاب ته دا هم ور اضافه کړه:

کاپره امریکا ده داسی شیان جوړوي، ته دا هلک ته غوږ ونیسه، امریکا سپوږمۍ ته ختلې آن خاوره یې راوړې ده. دا هلکان یې له مکتبه وروستی ورباندې کتلې یې ده. یو ناڅاپه ملا صاحب په غوسه شو:

-        لا حول ولا  چوپ سه کفر مه وایه، غرک سی آخرت دی تبا شو.

بیا یی زما پلار ته مخ واړاو. 

خان صیب، زوی دی منع که داسی خبری ندی پکار. دا مښتبیان به بلاوې بوټې کړي. بنیادم څنګه سپږمۍ ته خیژي؟  توبه توبه ! ما ته برګ شو، خو څه یې ونه ویل او همداسې روان شو.

پلار مې ډیر وخندل. دنعیم اکا خوله خلاصه پاتې وه ما ته یې کتل، دپښې په غټه ګوته یې دپټي خاوره و ګروله بیا یې وپوښتل :

-        د دغې خاورې په شان ده؟

نه اکا ، موږ له ښیښې ولیده ، ګوتې مو ورنه وړې، لږ توربخنه  او زیږه ښکارېده.

-        کیدای شی میده تیږی یې راوړي وي، کاپره امریکا ده !

ملا صاحب لا د پټي له بریده نه ووتلی چې د نعیم اکا داخبره یی واوریده ، یوځل بیا یې دنعیم اکا خواته په غوسه وګتل او ګړندۍ روان شو.

نعیم اکا سر خوځاو او د څپر د ګرځولو په نیت پاځید، یوځل بیا یی  وویل:

-        کاپره امریکا ده !

 

۱۳۵۶-خیابان کوڅه

 




 

                                                                                                                                                                                   تږی مهاجر



سترګو یې پرله پسې څه لټول. له وروستۍ غونډۍ څخه په راتاویدو بیاهم ښه ځیرشو، شاوخوا یې ښه ولټوله، هیڅ نه وو پاتې. په دې ورځو کې له هنګو اود آدم خیلودرې څخه نیولې، تر جم، کارخانو، کبابیانو پورې دکباړ بازار ښه تود و، زړې او ماتې وسلې، د موټرو پرزې، ناچاودلې ګولۍ، د فابریکو ماشینونه او هرڅه پلورل کېدل، خو چې څوک تکړه شي، راټول یې کړي او کباړیانو ته یې ورسوي. پېښور کې آوازه وه چې غنی خېلو ته قوا راغلې وه، مجاهدینویې څو ټاکونه او موټر ورویشتلي او قوابیرته تښتېدلې، دټانکونو او موټروخدای بلا کباړ پرځای پاتې ده، خو ده چې څومره وکتل، څه په نظر ورنغلل، لکه چې د دې سیمې  یې وړي دي؟!

بیا یې ډېر وړاندې وکتل؛ دمخامخ هوارې لمنې اوشاوخوا غونډیو او د ثمرخیلو له غره څخه داسې تپ لګېد چې ته به وایې دتیږو پرځای سرو سکروټو د زمکې مخ نیولی دی. دلمر سره تبۍ وار په وارنوره هم لوړېده شاوخوا زمکه د اور په شان سره شوه. لږ وړاندې پرزمکه باندې د ډاټسون موټرو او موټرسایکلونود ارابو پلونه ورته دمبهمو او سپیرو کرښو په شان ښکاره شول، هغه یې بد شاګوم وګاڼه. شاوخوا بیا ځیر شو، خو څه یې ونه موندل. ځان ورته یواځې ښکاره شو او نن به تش لاس بیرته ستون شي. پخوا لږ ښه و په یوه رځ کې د بریښنا له پایو، د سمنټې دیوالونو او پلونو څخه هم یو څه ترلاسه کیدل، په نیمه ورځ کې پوره څو بوجۍ کباړ برابرېد.

تشه بوجۍ یې په اوږه راسمه کړه، هغه ورته د یوه تش کچکول په شان ښکاره شوه. د راتګ پرمهال ده سره دوه تنه نور هم وو، هغوی په یوه بله خوا تللي دي، ښایي هغوی یو خروار وسپنه راټوله کړي.  په دې ورځو کې سمو نیمو مهاجرو دکباړ په وړلو او خرڅولو ژوند تېراو. 

ناڅاپه یې غرهار تر غوږو شو، ووېرېد ځان سره یې ویل: لکه چې قوا را باندې راغله؟ چې د غږ خواته ځیر شو، نو دوه موټرسایکلونه یې ولیدل چې د یوې غونډۍ له اړخه راتاو شول، د خاورو او دوړو یوه لړه ورپسې هواته پورته کېده. ده شکر وایست چې کوم خطر نشته. موټر سایکلونه لکه په هوا کې چې غومبسې یو له بل نه اوړی، یو له بله څخه په مخکې کېدو او وروسته کېدو دده په خوا راتلل. لار نرۍ، کچه، له خاور او شګو ډکه او کږه- وږه وه. موټر سایکلونه وار په وار رانږدې او کله چې د ده له اړخه تېرېدل، ده ته یې په شک سره وکتل، خو هغوی لکه چې بیړه لرله. دواړو پکولونه او پر اوږو باندې ماشینګڼې لرلې. په واسکټونو باندې یې ګردنۍ (چانټې)له ورایه ښکارېدې، له پکولونو څخه را وتې څڼې یې مخامخ تود باد شاته وهلې چې د پلن چج په شان ښکاریدې. هغوی په بیړه تېر شول، لاخره پسې یواځې د دوړو یوه سپېره لړه او د پټرولو تیلو توند بوی پاتې شو. پام یې شو چې ډېر تږی دی. سترګو یې د اوبو لټون پیل کړ، خو دلته نه کوهی و، نه چینه او نه کاریز. 

تږي نور هم ګامونه ګړندي کړل، بیا یې غرهار ترغوږ شو. ده پسې لاخره له لرې یو ډاتسون موټر ګړندۍ راروان و چې د یو غوباړي په شان ورته ښکارېد.  ډاټسن د دښتې پر سینه غزیدلی کوږوږ کچه سړک باندې  ده ته رانږدې کېد. کله چی ښه رانږدې شو، ده لاس ورته پورته کړ. موتر ورو شو، تږی د خپلې تشې بوجۍ یوه څنډه تر غاښ لاندې کړه ورمیږ یې کوږ او په منډه دموټر شاته وروخوت. سیټ کې څلور تنه وسله وال چې د ماشینګڼو یې تور میلونه بهر ایستلی وو، ناست وو، شاته باډۍ کې دوه تنه ناست وو. کله چی ورخوت ځان یی کلک کړ. موټر بیا ګړندۍ شو. په باډۍ کې دوه غټې وسلې لکه ویشتل شوی زاڼې پرتې وې: اوږدې غاړې، ټونګه، پښې وزرونه !! لږ هاخوا د غټو غټو کارتوسو درانه درانه صندقونه ایښي وو. تږي مازې دسترګو له کونجه ورته کتل؛ لټ ، ماشه، جاغور... ده اوریدلی و چې کوچنیو ماشینګڼو ته کلشینکوپ اودې غټو ته  دهشکه وایي.

تږي ته ارمان ورغی چې کاشکې د دې ماشینګڼو او دهشکو دوره تېره او بیرته د زاڼو دوران راشی او د کامې پر سر یا د کونړ د سیند دشیلو پر سر بیا زاڼې او سارایی بتکی ووینی. د کونړ دسیند په یادیدو بیا تندې پسې واخیست. دسولې ارمان ورغی. مهاجرت نور ستومانه کړی و. 

ډاټسن موټر دغازی اباد سیمې ته ګړندی روان و، ورپسې د خړو دوړو یوه لړه پورته کیده. هغو دوو تنو چې د ډاټسن باډۍ کې ناست وو، تږي ته په شک کتل او کله به یې وړاندې د موټر د مزل په استقامت لارې ته کتل. دهشکې د دوی پښو ته پرتې وی. یو تن یې مخ راواړاو له تږی څخه یې په غوسه ناکه لهجه وپوښتل :

-        مهاجر یی؟

هو !

-        کومې کومیټې ته ځې؟

وړاندې پله سره کوزیږم.

تږی د موټر له ټکان سره یو ځل بیا دخپلې تشې بوجی یوه څنډه غاښو لاندې کلکه کړه او په دواړو لاسو یې د موټر د باډۍ وسپنه ونیوه.

تږی چې د بوجۍ څنډه یې غاښو لاندې وه، په سختۍ دوی څخه وپوښتل کله راغلي یاستئ؟ 

-        سهار وختي.

کومسی راغلی؟

-        له باړې نه د څڅوبی کنډو په لاره رااوښتی یوماښام بیرته ستینږو، ځې؟

تش لاس یم.

دا وخت یو نړیدلی پول راورسېد. 

تږی غږ وکړ:

کوزیږم.  دبوجۍ څنډه یې لا غاښو خطا شوه ، خوژر یی په لاسو را ټنیګه کړه. بوجۍ تشه او سپکه وه. لکه د باد په شان سپکه وه. تږی ته یې د ډکولو ارمان ورته.

-        یوه تن ورته وویل همدلته کوزیږی؟

هو.

ډاټسن ډیر ورو شو او ده ورڅخه ټوپ کړ. 

دهسکې مینې کلی لږ څه ښکاره کېد. کا مه ډیره لری پاتې وه، مخامخ، له سیند نه پورې زښته ډیره لیری.

د ډاټسن ټیرونه په تیزۍ وڅرخیدل خاوری او شګی یی وشیندلی او همداسې تیزروان شو. تږی شاوخوا کتل. دسړک خواوو ته یی هیڅ شی ونه لیدل؛  نه کوم سوځیدلی موټر و، نه د غازی آباد دفارمونو کوم ټرکټور...

له مخامخ لوری تود بادلګېد. تږي موتر پسې کتل، ځان سره یې ویل که یوه دوه منه کباړ مې ټول کړی وای اوس به همدې ډاټسنه کی تر څڅوبي تلم او بیا به اووښتم. سبا به مې پلورلې وه.

تږی د نړیدلی پله خواته ورتاو شو. د پاخه پله پر ژۍ کیناست له جیبه یې  کوچنۍ فولادی اره او دسمنټو د ماتولو دروند څټک را وویستل. له پله څخه لږ هاخوا یوه سمنټي پایه وه چی نیمه الوځول شوی وه، د ګاډرو سیخان یې ښکارېدل. لږ وړاندې دتیلفون د مزي یو پایه نړیدلې پرته وه. دتږي زړه له خوشحالۍ دربکې ووهلې. ځان سره یې حساب وکړ. له دغو وسپنو پوره شپيته کلدارې جوړیدای شي. 

یو ناڅاپه د هسکې مینې له بریده د شپږو پرله پسې موزایلو د ویشتلو غږ واوریدل شو. د ده د اټکل له مخې میزایل د جلال آباد په لوری والوتل، هوا کې یې یو شغهار و. له هغې ورځې راهیسې چې روسان راغلي وو، بیا دی جلال اباد ته نه وتلی. له خپلو کلیوالو سره یوځای له کامې څخه مهاجر شوی و. دجلال اباد او کامې په رایادیدو سره یې روسانو ته قهر یو په دوه زیات شو. لاس یې دسترګو له پاسه څپر کړ شنه آسمان ته یې وکتل: په هر میزایل چی دوه – درې کوپار ولګیږي، نو له شلو به ډېر ووژل شي، خوشحاله شو. 

دشپیتو کلدارو او د شلو کوپارو له اټکلي  حساب سره سم یې واسکټ وکیښ یوې خوا ته یې ګوزار کړ. له سمنټي پایې د ګاډرو په ایستلو بوخت شو. کمیس یې د خولو له زوره لوند خیشت و.

تږی په بیړه لګیا و چې په پولادی قلم وسپنې د سمنټو له منځه را وکاږي چې یو ناڅاپه یې خواته ګړز شو. له ګړز سره زمکه څیرې، د ده غوږونه دپ  او د اور سپرغۍ هره خوا والوتې. له چاودنې سره سم د تږی په سترګو کې الوتې سپرغۍ ستوري ستوري شوې او له خاورو او شګو سره یوځای څو قده له زمکې پورته او بېرته پر زمکه راولوېد. رڼا ورځ توره شپه شوه او د زمکې پر مخ یو کوهی وکیندل شو. د تږي پرې شویو اندامو سوی وکړ، ستونی یې وچ او ژبه یې ترخه شوه، ځان ورته سپک او تود غوندې ښکاره شو، نور څه یې ذهن ته ورنغلل او د وینو څاڅکو یې په شاخوا تیږو او شګو یویو سور خال کیښود. د هغه پر چپه اړخ لویدلی پکول او د پله خوا سره ایښودل شوی واسکټ باندې یو پریړ ګرد پریوت. هیڅوک پوه نشول چې تږی له کومې خوا راغی او په کومه ولاړ.

 





                                                                                                                                                                                         خالونه



د  وږي د میاشتې شلمه ورځ وه. د کندهار تود اوړی په تېرېدو و او هوا ماته شوی وه. دا وخت د کندهار اناراو انګور پخېدو ته نږدې او د بازارونو ښه جم وجوش و. په همداسې موسم کې د هر کال په شان د کندهار ښار نوې بڼه موندلې وه، نور نو د هټیو مخې ته چا سیوری نه جوړاو. هرڅه رنګ بدلاو. له شاو خوا ورشو ګانو او ایلبندونو د کوچیانو د کډې کولو ورځې نږدې وې. د ډنډ ولسوالۍ او ماله جات دښار د ودانیو له بامونو شنه ښکارېدل، دامان ډېر شین نه و، خو هلته په یونیم باغ کې دکندهار د نورو سیمو په پرتله انګور پاخه وو. دلویې والې څخه لږ پورته دښتې کې؛ د کوچیانو کیږدیو څخه یوې کوچۍ د مستو یو سپین دیګ پر سر راایښی و او په اوچتو ګامونو د بازار خواته را روانه وه، لاخره پسې دهغې پنځه- شپږ کلنې لور چې لویه او ډیره درنه لمن یې له ګامونو سره وړاندې – وروسته کیده لوڅې پښې منډې پسې را وهلې. کله چې دوی بازار ته را ورسېدل، نو ګڼه- ګوڼه زیاته شوې وه. کوچیانو به هرسهار پوڅه مستې یا شیدې راوړل، هغه به یې د بازار پر خلکو پلورل او له دې ځایه به یې یو نیم شی يېرودل. 

بازار کې خلک هر لوری تلل. د هرچا بیړه وه، یو راته او بل ته، خو یوه هم بازار کی له ځانه کومه نښه نه پرېښوده او نه چا دا ډېر زیات خلک شمیرل. خلک هماغسې راتلل او تلل لکه دې دنیا ته چی له اوله تر ننه بی شمیره مخلوق راغلی او بیرته تللی. ډېر پکې ارمانجن ښکارېدل، ځینې پکې سودايي او یونیم پکې ډېر بی پامه هم و. یو نیم بیا هیڅ بیړه نه کوله.

 د کوچۍ پنځه- شپږ کلنه لور هم د دې بازار یوه سیل کوونکې وه. یو هټیوال چې په ملا کړوپ شانته و او دهټۍ مخې ته یې اوبه شیندلې لکه د نورو ورځو په شان له کوچۍ څخه مستې وپېرودلې، هغه یې د خپلې هټۍ دخټو کټو کې تشې کړې، د کوچۍ سپین دیګی یې بېرته ورکړاو یو څو روپۍ یې وروشمېرلې اود ړومبی په شان دخپلې هټۍ په سمبالولو بوخت شو. د کوچۍ لور دا مهال دهټیو په ننداره وه، کوچۍ په غوسه ورغږ کړ:

پرخې ! راځه سی ځو.

دوی روان سول. کوچۍ تش دیګی پر سر ایښی و، پرته له دې چې په لاسونو یې ونیسې همداسې بیدریغه روانه وه، په دې کې به چې کله پرخه وروسته پاتې سوه، نوورباندې غږ به یې وکړ:

-        پرخې، را زغرده سه !

هغی به را منډه کړه بیا به یی هم د اوږده او لوی کمیس درنه لمن وړاندې – وروسته کیده او د مور د لوی ټیکری پیځکه به یی ونیوله او ورسره سمه به روانه سوه، یوځل بیا چیرې په کتو کتو کې وروسته پاتې سوه. دوی د سرپټ بازار څخه په تیریدو و، چې پرخې یو دړۍ ډوله زري غوندې کاغذ وموند. ژر یې را پورته کړ. د دا سګریټو د ډبی کاغذ و چی ځلېده. هغه یې لاس کې کلک ونیو، ورته خوشاله سوه، موریې چټک ګامونه اوچتول. په سرپټ بازار کې کوچۍ د تار پلورلو یوې هټۍ ته ودریده چې تار واخلي. په هټۍ کې تار ، ستن، زردوزی خولۍ، دسمالونه، اوبدل شوې غاړې او لوی او کوچنی څادرونه پلورل کیدل. هلته مخامخ څو بوتلونه کتار ایښي وو، په هغو کې راز راز مرۍ وې یو څو نورو کې رنګه خالونه ځلیدل. په یوه بل غټ بوتل کې غټې او کوجنۍ مرۍ ښکارېدې. کوچۍ له هټیوال څخه دبړستنې د تورو تارو پوښتنه وکړه. هټیوال دوه- درې کلاوې تور تار چې لکه د ښځو د کمڅیو په شان سره تاو شوي وو، د کوچۍ مخې ته کېښودل. کوچۍ یوه کلاوه تار راپورته کړل، په کوچیانی لوړ غږ یې وپوښتل:

-        دا پرڅو؟

هټیوال چې د ګیدړې د لکۍ په شان یو برس مخې ته لر- بر کاو کله به یی مچان ورباندی شړل او کله به یې د څادرونو له سره ګردونه ورباندې څنډل، دتارو کلاوې ته وکتل او په داسې اکټ یې کوچۍ ته وویل لکه هغی ته یې چې وړیا یا ډېر ارزانه ورکوی:

-        ادې دا په شل اوغانو دي.

کوچۍ پرته له دې چې له خپل سر څخه دیګ کوز کړي، یا هغه په لاسو ونیسی، لګیا وه او تارونه یې کتل. دا وخت هټیوال د تاروصفت ورته شروع کړ؛ په وچ او نري غږ یې ورته وویل:

-        ادې دا خورا نامی کلک تار دي ...

لکه چې د کوچۍ دغه صفتونه ډېر نه خوښېدل او د خبرو حوصله یې نه لرله، ژر یې یو شلګیز ورکړ او یوه کلاوه تور تار یې راپورته کړل. دا وخت پرخې د مور د ټیکري پیڅکه کلکه ونیوه او په زاریو یې ورته وویل:

-        ادې خالونه راته واخله .

رنګه او ځلېدونکو خالونو  دښیښه یی بوتلونو له منځه پرخې ته سترګکونه وهل او هغې ته ډیر ښکلی ښکارېدل، دهغې کوچنی زړه یې تخناو. په بوتلو کې سره، شنه، ژیړ آن سپین خالونه ایښي وو. هټیوال په نري او وچ غږ د خالونو صفت شروع کړ.

ادی دا خورا شکولی او شایسته خالونه دی...

پرخې بیا دمور ټیکری وخوځاو. کوچنۍ نجلۍ خالونه غوښتل. دوه سترګی یې د خالونوډکو بوتلونو پورې ګنډلې وې. ګوته یې د بوتلو خواته نیولې وه. هټیوال په یوه سا د خالو صفتونه کول.

ادی دا خورا شکلی او شایسته ...

پرخی بیا دمور د ټیکری پیڅکه وخوځوله . کوچۍ بیا هم پرته له دی چې سپین دیګی له سر څخه راکوز کړي، یا هغه په لاسونو ونیسي، د خپل ټیکری له یوې پیڅکی یي یو لسګیز را وکیښ او هتیوال ته یې ورکړ. هټیوال دسترګو په رپ کې بوتلونه را واخیستل څو دانې سره، څو شنه، څو سپین او ژیړ خالونه یې سره ګډ کړل، کوچنۍ پرخې ته یې ورکړل. پرخې نیم خالونه په یوه موټی او نیم نور یې ړومبني موندلي  رنګه کاغذ سره په بل موټی کې کړل اوخوشحاله شوه. مورته یې پورته وکتل د مننې په دود یې خندل. دپرخې کوچنی زړه له خوښۍ په کوګل کې له خوشحالۍ داسې رپېد لکه کوچنۍ مرغۍ چې په کپس کې ټوپکې وهي. ډېره خوشحاله وه، لکه تر اوسه یې چې په ټول ژوند کې داسې خوښي نه وی لیدلي، خو مور ورته په غوسه وه. پرخې ته همدا اوس د ټولې نړۍ نعمتونه ددغو خالونو او دهغی دړۍ په اندزه نه ارزېدل، لا دا ترټولو نعمتونو ورته زیات وو.

هټیوال د بوتلونو سرونه بیرته تړل او هغه یې پرخپلو ځایونو ایښودل. کوچۍ خپلو پاتې پیسو ته غوټه واچوله او د پرخې کوچني زړګی د خوشحالۍ دربکې وهلې چې  یو درز شو. له درز  سره د هټیو دړې او د دیوالونو خښتې هواته والوتې.  سرپټ بازار ټول دوړو او تور لوګی ونیو. دا وخت د یوې هټۍ مخې ته یوه کوچنۍ نجلۍ داسې په یوه اړخ لوېدلې وه چې له کوچنیو لاسونو څخه یې سره، ژیرړ او شنه خالونه هرې خواته شیندل شوی وو، له خالونو سره په خوا کې  سرو وینو پرزمکه لار ایستلې وه. نور نو خالونو هغه ځلا نه درلوده، نور نو خالونو سترګکونه نه وهل، نور نو خالونه ډېر شرمیدلی وو، لکه چې هغوی غوښتل ډیر ژر ځانونه د هرچا له سترګو پنا کړي.

 






                                                                                                                                                                                            ســـتر ارشاد

 


د ذوالحجې میاشت ډېره را لنډه وه. دغه  میاشت ځینې کلونه نهه ویشت ورځې وي. د مبارک پیغمبر صلی الله عليه وسلم په ارشاد به حجاج د ذوالقعدې میاتشتې له شلمې وروسته ټولېدل؛ زیاتره به لومړی مدینې منورې ته راتلل، بیا به د مکې معظمې په لوري ټول یوځای تلل، یو شمېر نور به له اطرافونو مخامخ مکې منورې ته  راورسېدل. 

له لیرې  یوڅو د خرماونې لکه دزمکې پر مخ د یوې تورې پټارې په شان ښکاریدې، په همدې برید دوه درې ځایه سراب لکه د رڼو او یخو اوبو په شان ترسترګو کېد. د کاروان د اوښانو سیوري د دوی له پښو سره وو. په دې ورځو کې به د عربو بېدیانۍ بیړۍ له شام، مصر، حبشې ،مدین او وادی السبع  تر مدینې منورې سفرونه کول  او د سوداګرو د کاروانونو د تګ او بیرته راتګ  او بیا دحج ورځې نژدې کیدې .  په دغو ورځو کې  مدینې منورې یو بیل شأن، شوکت او ابهت درلود . لکه چې ټول برکتونه او انوار دلته راټول شوي وي . 

له هغه راهیسې چې د اسلام د مبارک دین لومړنی څرک وځلید ، درویشت کاله پوره کیدل. درسالت آسمانی پیغام تر ډېرو ملکونو خپور شوی و.   د ذوالقعدی د میاشتی په راښکاره کیدو سره حضرت رسول (ص) سرور کاینات محمد مصطفی احمد مجتبی وفرمایل چې مسلمانان دی د حج سفر ته چمتو شي . د خاتم النبیاء صلوة  الله علیه وسلم هدایت او بلنه به مومنانو ته یو زیری او دبې شانه کیفیت او تاثر څخه ډک اغیز و . کله چې اصحاب کرام د پیغمبر(ص) درانه حضور کې مشرف وو، نو ټولو به لاسونه په زنګنو ایښي وو او په یو خاص تمکین او چوپتیا به یې سترګې نه رپولې او دحضرت رسول الله(ص) ارشادات به یې د زړه په غوږونو اوریدل او کله چې ټول د حج د سفر له نیت څخه خبر شول، خلک له هر ګوټ څخه ډلې ډلې مدینې ته راتلل، خیمې به یې غوړولې او د تګ د ورځی په تمه وو . له لرې او نژدې سیمو څخه په سلګونو زره خلک چې حج ته د تګ لپاره  چمتو شوی وو، راټول شول . 

د ذوالقعدی د میاشتی پنځه ویشتمه ورځ وه. د کائناتو سردار او د انبیاوو د سالار محمدصلی الله عليه وسلم د حرکت ساعت نژدی کېد،  د پیغمبرصلی الله عليه وسلم ناقه (قصواء) مدینه کي زنګونه پرزمکه کیښودل او کله چی پیغمبر(ص) د هغې جلب  وخوځاوه او قصواء پورته کیدله، نو لویې زمکې خپل وجود کې یو دروند خوځښت احساس کړ . د زمکې له سره تر عرش پورې یو معطر او ګوارا وږم خور شو، زمکې او آسمانونو کې یو پرتم او حرارت پریووت. کله چې قصواء لومړی ګام پورته کاوه، نو پیغمبرصلی الله عليه وسلم وفرمایل:«لبیک اللهم لبیک ، لبیک لا شریک لک لبیک ، ان الحمده و النعمة لک والملک لا شریک لک ، ....» دی غږ سره د آسمانونو ملائیکو د تعظیم سرونه ټیټ او د پیغمبر(ص) مبارک آواز سره سل زره مسلمانانو حج کوونکو خپل غږونه ستوي کړل او له هغو سره یو ځای د کائناتو او د ټولی هستۍ هرې ذرې دا غږ تکرار کړ او تلیبه یي ذکر کړه. له دې سره سم د حج ته تلونکیو یو لوی کاروان د مکی معظمې په لوري وخوځید. دغه کاروان بشریت ته د سولې، سلم او وروری پیغام لیږداو او کله چې خدای (ج) مکه معظمه خپلو بنده ګانو او انبیاوو ته د میثاقونو او آزمایښتونو یوه جایګاه هم ګرځولې وه. هغه آزمایښت چې الله تعالی په هغو سره حضرت ابراهیم(ع) او حضرت اسمعیل (ع) و آزمایل او بیا هم کله چی د حضرت ابراهیم (ع) له پښته او نسلونو څخه  نور اولادونه رالوی شول، نو په دې کې حضرت ایوب(ع) هم د آزمایښتونو د یو ستر آزمایښت سره مخامخ شو او دا دی حضرت رسول محمد مصطفی(ص) هم خپل کاروان او یارانو سره په هغه لوری روان وو چی ابراهیمی سنت خپل امت ته و ښیی او یو ستر ارشاد او د بشارت عظیم آزمایښت او له خیر او سعادت څخه ډک امر او هدایت هغوی ته واوروي.  دا کاروان چې د تلبیه ، تهلیل او تسبیح انګازې یې هوا کې خپریدې، ټول د سولې، امن او امان د پیغام او بشارت وړونکی و. هغوی هیڅ ژوندی موجود نه ځوراوه، سارایی مرغان یی نه تورول، هغوی هیڅ شین ډکی او بوټی نه غوڅاو. په هیڅ شي یي د تعرض او تجاوز اجازه نه ورکوله دا ځکه چې د هغوی بشارت هر شې او هر موجود ته سلام، امان، عزت، صفا او امن و.   حضرت رسول خپل امت ته د تعاون او تساند ، وروری او خیر ، حوصلې، رحم او زړه سوي هدایت رساو. هغه مبارک غوښتل چې ټول بشریت ته د عدالت ، مساوات ، اخوت ، خیر او عزت لار وښیی.

دغه ستر ارشاد او بشارت لرونکی کاروان د ‌‌‌ذوالحجة الحرام په څلورمه ورځ مکی ته ورســېد . مکې ته له لرې او نژدې سیمو څخه نور زیات شمیر مسلمانان لا پخوا راټول شوي وو او خپل محبوب لارښود حضرت محمد(ص) ته منتظر و .

ماښام کاروان ‌ذی طوی کې تم شو په هغه سبا د کعبې د کور په لوري وخوځیدل او د هغې په لیدو یې د هغې د عظمت ، برکت او شرف لپاره دُعا و کړه .

حضرت رسول مقبول (ص) دا څو کاله د دعوت په کار دومره بوخت و چې ایله په همدې کال وزګار شو چې له ډېرو مسلمانانو سره د حج مراسمو ته تشریف یوسي. دا د بعثت درویشتم کال و. حضرت رسول- سالار انبیا وروسته تر دُعایی د حج په مراسمو پیل وکړ. په نمرة کی یی خیمه ووهله ، د عرفات په میدان کې یي ټول مسلمانان راغوڼد کړل ، خلک شاوخوا په صفونو کې سره راټول شول او دخپل رهبر د خبرو د اوریدو لپاره غوږ غوږ شول ، حضرت رسول(ص) وفرمایل :

ـ ای خلکو ، زما خبری واورئ ځکه ؛ زه نه پوهیږم چې نور به وروسته تر دغه کاله دلته هیڅکله هم تاسو سره مخامخ نشم....

د دې خبرو په اوریدو سره د نیم مخلوق سترګو کې اوښکی ډنډ شوې. د پیغمبر نږدې اصحابو هم په تاثر زمکی ته کتل، خو د خپل لارښود او د انبیاوو سالار خبرې یې په زغم اوریدې:

ـ ما تاسو ته د حج مراسم پخپله دروښودل. په بل کال کې به زه تاسو سره و نه اوسم  او بیا دزرګونو مسلمانانو په سترګو کې اوښکې ډنډ شوی. دا شېبه مسلمانانو دخپل محبوب پیغمبر مبارک او نورانې صورت ته وکتل او دهغه ستر ارشاد ته ځیروو چې فرمایل یې:

ـ ای خلکو ستاسو وینه ، ستاسو مال او ستاسو آبرو د قیامت تر ورځی یو پر بل حرام دي. آیا د حق پیغام مې تاسو ته واوراوه؟

له خلکو آواز پورته شو:

ـ هو! وامووریدل!

حضرت رسول (ص) بیا  وفرمایل:

ـ یا الله ته شاهد او ګواه اوسه ، او په تکراریي وفرمایل :

ـ ... نور نو د وینی بدل اخیستل منع کوم... ای خلکو واورئ چی ستاسو د هر ورور مال پرته د هغه له رضایت څخه پر تاسو حرام دی ، آیا حق می تاسو ته ورساوه؟

بیا هم د خلکو له ګڼی ګوڼې آواز پورته شو:

هو؛ یا رسول الله (ص) واموورید.

حضرت رسول (ص) خپل رسالت او په هغه څه چې مکلف و ټول مسلمانانو ته واورول او په مفصل ډول یې هغوی ته ارشادات بیان کړل بیایی وفرمایل:

ـ حاضرین دی زما دا خبرې غایبینو ته ورسوی او یا الله ته شاهد اوسه. او دا خبره یې دری ځلې تکرار کړه.

کله چې رسول الله (ص) خپل رسالت او د انسان ، انساني کرامت بیاناو،  نو د بې شمیره جمعیت په لور یې نظر وکړ او د خدای (ج) څخه یې د هغه تحمل، زغم ، صبر او توفیق مننه وکړه چې ده او د ده اصحابو ته یې نصیب فرمایلی و، هغه چې د رسالت په دوره کې ور په برخه و. مکې معظمې د وروري، اخوت، سولې، صفا ، له حرامو څخه د پرهیز او ایماندارۍ ستر ارشاد واورید چي اسلامي امت یې په دې میثاق قایل کړ، همدا وخت د لوح محفوظ څخه د ( الیومُ اکملتُ لکُم دینُکُم...) خبر راوسید .

سرور کائنات محمد مصطفی احمد مجتبی دغه ستر ارشاد خلکو ته واوراوه ، پرځمکه او آسمانونو يو هیبت خور و، نور نو د کائناتو د قضا او قدر په دیوان کې د پیغمبرانو او رسالت پر سلسله د نبوت د پای مُهر ولګول شو .

۱۳۵۸

کابل پوهنتون 

 

 



 

 

                                                                                                                                                               د افغانیت «اپه گانیت» ثبوت

                                                                                                                                                                    (یوه لنډه تاریخی  کیسه)




موږ (د آرین پښت ) هیڅکله په ځان نوم نه دی ایښی؛ دا نور دي چې د دغه پښت میړانې ته ګوته په غاښ او بیا یې ورته « آپه ګان » ستر میړني ولس نوم ورکړی او بیا د عربو او عجمو په خوله دغو افغانانو د خپل افغانیت ثبوت په ریښتیا هم ورکړی! 

په ۱۸۳۹م.  کې سره له دې چې د هندوستان (د سرو مرغۍ ) د انګریز په ولکه کی وه، خو د آسیا په زړه کې لا د آزادۍ او بهادرۍ وینه په جوش وه او انګریز په دې پوهېد  چې دغه زړه ټولې آسیا او په تېره هندوستان ته د آزادي ژوند وربخښي. دوی ته په دې هکله د افغان- انګلیس د لومړۍ جګړې ناکام یرغل هم د عبرت درس و، نو په دې کال یې په بربنډه توګه زموږ پر وطن یو ځل بیا د بلوسېدو هڅی پيل کړی. دوی تر ۱۸۴۱م. پورې په راز راز پلمو غوښتل زموږ باتور ولس ښکېل کړي. په پای کې؛ سره له دې چې انګریزانو افغانی ملی مشران، دولتی مخورین او لارښوونکي په هر لوري خواره واره کړل، مګر  ولس په خپل نوښت د تاریخ په سلګونو ګُمنامه قهرمانان او سپاهیان مخته کړل او د انګریز د ایستلو هوډ یې ترسره کړ.

***

... تیر منی و، د لوړو چنارونو پاڼې ژیړې اوښتی وې، لکه د بنګالي پیغلو په شان چی د ګډا ژيړ اتلسونه یې اغوستي وي او نرۍ نرۍ وږمې یوه شیبه په کرار نه پریښودې. لکه د هر مني په شان د کابل د سین اوبه خړې اوښتی وې. لکه چی د سین غاړو ( د موج خیزی ) موسم ته تیاري نیوله؟! 

د سین دوو خواوو ته د ذولفقار کلا، ظریف خان کلا، چنداول، باغ قاضی، تخته پُل ... په خپلو لوړو برجونو، تیرکش لرونکو دیوالونو او سنج لرونکو بلیو سره د تاریخ د عظمت او د خواجه صفا د ابهت د نښې په توګه په خپل زړه کې پټ توپان درلود.

د ماښام لړه په خورېدو وه چی عبدالله خان اڅکزی، امین الله خان نایب لوګري، امام بِردی ازبک او دوست محمد غلجائی د باغ نواب سیمې کې د نورو ملی او ولسی مشرانو د راټولیدو په تمه ناست وو. له نږدې جومات څخه د « الله اکبر» او ورپسی لږ څه هاخوا د څو کسو دګامونو غږ د دوی خبرې و وشلولې. دوی سمدستي د لمانځه په نیت پاڅېدل. دغه څو نوي کسان چې راورسیدل؛ دوی آغا حسین  قزلباش، عبدالعزیز سلیمانخیل او میر آفتاب عاشقانی عارفانی وو. دوی په څو صفونو کې اقامت وکړ او د لمانځه څخه وروسته یې د الله (جل جلاله) دربار ته د سولې او پر انګریز باندې د بري د دُعا لاسونه اوچت کړل. 

د شپی په پخیدو سره څه د پاسه اویا تنه د مبارزینو او ننګیالیو مشران را ټول او له انګریز څخه د هیواد د پاکې خاورې د آزادۍ نقشه یې جوړه کړی وه. د دوی لومړنی کار دا و چې انګلیس مکناټن ته یې ګواښلیک وسپاره، همدا و چی په دوه- درې ورځو کې د ښار هټی وتړل شوی، د پُلخشتی جومات کې د غزا اعلان وشو، ټولو ښاریانو د پرنګیانو د شړلو ملا وتړله. د ژمي لومړۍ واوره لکه د پاغوندو د پنډوسکو په شان ورو ورو د ځمکې پر مخ خپل سپین څادر غوړاوه چې انګریزی لښکر په بالا حصار کې د ویرې یخنۍ نیولی و. ننګیالیو په لږو ورځو کې یو بشپړ ولسي لښکر جوړ کړ. په بالا حصار کې د پرتو پرنګي جنرالانو واڼې وتښتېدې. لوی پرنګی مکناټن په منډه له بالا حصار څخه شیر پور ته وتښتېد، هلته خپلې لویې چوڼۍ ته ورغی، کله چې ننګیالي په دې وپوهیدل چی انګریزان د مقاومت نیت لري، نو پر هغوی یې ناتار پیل کړ. جنرال چارلس او جنرال برنس ووژل شول، دجنرال کمپیل د لښکر اوه سوه تنه په یوه ورځ کې له منځه ولاړل او په خپله کمپیل ژوندی ونیول شو او له نیول کیدو سره سم یې د اسلام کلمه پر ژبه جاری کړه،   بریګیډ یرشلتن هم د تېښتې لار غوره کړله ... 

میړنیو ننګیالیو د دښمن د ناموس د بچ پاتې کېدو لپاره هغوی ته خبر داری ورکړ چې خپل ماشومان او تور سرې په امن او امان له بالا حصار څخه وباسي.

د افغانانو دغه حرکت انګریزان او دهغوی تور سرې هک پک کړل. هغوی او د هغوی تور سرو چی پخوا هم د افغانانو د ناموسداري، همت او میړانې خبرونه اوریدلي وو، اوس یقینی شول چې دغه باتور قوم په خپلو خصلتونو کې د دنیا ممتاز قوم دی. هغوی پوهېدل چې افغانان د ترُحم او زغم لرونکي خلک دي. مګر که زور ورسره وچلول شي، نو بیا ځمکه په دښمن سور اور ګرځوي! او دې خبرې میرمن سیل د چورتونو په دریاب لاهو کړی وه ... 

د میرمن سیل د سترګو تنابونه له بالا حصار څخه تر شیواکیو، زنده بانانو او بینیحصار پورې غځیدلی وو او په دې کې به یې کله کله د ننګیالیو د ( الله اکبر) غږونه تر غوږ شول. سیل که څه هم انګریزه وه او د خپل پوځ د تیري او بې شمیره ظلمونو شاهده وه، مګر بیا هم یو داسې اثر پرې غورځیدلی وو چې هکه پکه پاتې وه. د هغې سترګې د ساپیو د غرونو پر څوکو، شاخ برمته  او شیر دروازه پریوتې وې او د افغان ملت برَم او شوکت ورته همداسې هسک برېښـېد. درې ورځې وروسته بالا حصار ته خبر راغی چې د انګریزانو قشلې په سیاه سنګ کې ماته خوړلې ده. په همدې مازیګر انګریزي جنرالان خبر شول چې افغانانو قندهار او غزنی کې هم انګلیسیانو ته خبر داری ورکړی، چی د دوی پاکه خاوره پریږدي او د افغانانو آزادي او استقلال په رسمیت و پیژني. مکناټن ته بله لار پاتی نه شوه دا یې ومنله چی  ننګیالیو سره خبرو ته حاضر شي. 

د ۱۸۴۱م.  کال د دسمبر په درویشتمه ورځ چې د کابل پر غرونو د واورې سپینه بړستن خوره وه، د پرنګي لوی لښکر دهغو له سوونو  توپونو او وسلو سره په سره تبۍ ناست و. تر دې وخته پورې انګریزانو توده جګړه کې څوڅو ځله ماتې خوړلې وه، خو یواځې د سیاسی نیرنګونو او پستو خبرو په زور یې لا پښـې په کابل کې ټینګې کړی وې. د ننګیالیو مشران د محمد اکبر خان په لارښوونه له مکناټن سره د لیدلو په خاطر په بی بی مهرو کې د هغود چوڼیو پر لور وخوځیدل. له مکناټن سره د هغوی خبرې د اوسنۍ اماني لیسې او راډیو- تلویزیون تر منځ سیمه کې وشوې. انګریزانو په ښکاره یو څه ویل، مګر په پټه یې غوښتل چې د پنجاب څخه دوی ته نوی مرستندوی لښکر راورسیږي او یو ځل بیا د افغانی ننګیالیو د توري په وړاندې خپل توپونه او زغرې و آزمایي. انګریزانو د ځنډ او خنډ په مقصد راز راز پلمې لټولې. د دسمبر په څوارلسمه نیټه یې افغانی مشرانو ته ویلی وو چې موږ غواړو زموږ نهه زریز ایسار شوی لښکر او دانګریزي جنرالانو کورنۍ له بالا حصار څخه بي بي مهرو ته ولاړ شي. میړنیو مشرانو د هغوی دغه نتواتې ومنله. سردار سلطان احمد خان ته دنده وسپارل شوه چی دغه لښکر او په هغو کې انګریزۍ  تور سرې د کابل د ننګیالیو د تورو له ګوزار څخه په امن – امان تر بی بی مهرو ورسوي، خو کله چې افغانان د انګلیس په دغو حیلو او نیرنګونو و پوهېدل، نو له پنجاب څخه د نوي لښکر تر را رسېدو او د دوباره صف آرایي تر مخه یې هغوی د تورې په زور له وطن څخه ایستلو ته اړ کړل.  د ۱۸۴۲ د جنوری په شپږمه ټول هیواد کې د آزادۍ غوښتونکو قیامونو د انګلیسانو اوولس نیم زره کسیز لښکر او په سلګونو درانه توپونه او ټوپک اړ کړل چې کابل پریږدي. 

 وروسته بیا میکنزي او لارنس ولیکل: «میړنیو افغانانو د انګلیس تور سرې او بوډاګان په پت او درنښت وساتل ...» او کومه ماشومه نجلۍ چې د خورد کابل په لاره کې د انګریزانو له کورنیو څخه پاتی شوې وه، هغه مبارزینو د نواب محمد زمان خان کور ته وسپارله. نواب صاحب هغه د خپلې لور په شان وساتله او بیرته یې انګلیسانو ته ورستنه کړه. 

په دې توګه ریښتینو او میړنیو افغانانو تل د خپل « آپه ګانیت » ثبوت ورکړی، نورو منلی، اعتراف یې پرې کړی او د ویاړ نومونه یې پرې ایښي دي.  دجنرال میکنزی او لارنس د لیکلي تاریخ یوه کیسه په همدغو ټکیو لیکل شوی ده.